رسیدن:  25.09.2011 ؛ نشر : 25.09.2011

 

یادداشت آسمایی : این نبشته ی آقای سیاهسنگ در صفحه ی فیسبوک خود ایشان منتشر شده بود  و چند وبسایت آن را بدون اجازه ی نویسنده دوباره منتشر کرده بودند. چون نقد آقای فارانی روی این نبشته  که در آسمایی منتشر شد، برای این که خواننده گان آسمایی به نوشته ی جناب سیاهسنگ نیز دسترسی  داشته باشند، ما ناچار لینک آن را به همان سایت ها حواله نموده بودیم. اینک چون جناب آقای سیاهسنگ متن را مستقیماً به آسمایی برای نشر فرستاده اند آن را منتشر می سازیم.

 

صبورالله سـیاه سـنگ

 

باری جهانی یا انتحاری جهانی؟

 

 

 

پاسداری از زبان پشتو و فرآورده های فرهنگی هنرمندان پشتون را همواره ارج مینهم تا آنجا که در این راستا بدخواهان فراوانی نیز کمایی کرده ام و هرگز از کرده پشیمان نیستم.

 

البته، یگان بار دندان روی جگر گذاشته، به خود گفته ام: "از نوشته ها یا سروده های فلان آقا یا بانو چشم پوشیده و خموشانه میگذرم. باری جهانی یکی از همانهاست. آزمونهای پیشین آشکارا نشان داده که تا بگویی بر چشـــم فلان سروده ات ابروست، خودش و "لشکر طیبه" اش از سنگر چندین رسانه سر برمی آورند و گروه گروه دشنه و دشنام بارانت میکنند.

 

پس از دو نقد "جهان جهانی" و "جولان جهانی" در ماههای جون و اگست 2010، با خود پیمان بسته بودم دگر کاری به کارش نداشته باشم. امروز، یازدهم سپتمبر، با خواندن چکامه "موری رخصت راکوه ځم درڅخه"/ مادر! اجازه بده، از پیشت میروم/ به سخن پارینه ام باورمندتر شدم: ترانه های هیجانی جهانی "مانیفست تروریزم" است.

 

سرود "موری رخصت راکوه ځم درڅخه" گفت و شنود دنباله دار فرزند انتحاری با مادرش است. اینجا موضعگیری آگاهانه آقای جهانی که چگونه منطق نیرومند "توجیه کننده و مشروعیت بخشنده" انتحار را به دهان فرزند میگذارد و در برابرش چند دلیل سست و لرزان را به دهان مادر، از چندین نگاه درنگ میخواهد.

 

در سراسر گفتگو، فرزند خیلی مستدل با پشتوانه نیرومند آگاهی سیاسی و مذهبی (اسلامی) در نقش آزاده مرد با شهامت(!) در کفه سنگین ترازوی گفتمان نشانده شده و "برنده" نمایانده میشود، و مادر در نقش سبک و آرام در کفه دیگر: بیچاره، زبون و در فرجام "بازنده" و ورشکسته.

 

موضعگیری آقای جهانی افزون بر آگاهانه بودن، رندانه نیز هست: درین سروده از "خطبه ملا، نیت جهاد، فوج اسلام، پول پاکستان، راکت روس و تفنگ ایران" فراوان یاد میشود – زیرا رسانه های بزرگ نیز چنین میگویند! – ولی از "ناتو و ایساف" نشانی نیست. مادر و فرزند دوراندیش خوب میدانند که اگر خدانخواسته از "یورش ارتش زمینی و هوایی ایالات متحده امریکا" نام ببرند، به سراینده اش که سی سال آزگار در یکی از زیباترین شهرهای امریکا زندگی میکند و در رادیو "صدای امریکا" جایگاه بلندی دارد، آسیب خواهد رسید. شگفت اینکه فرزند پیوسته میگوید "میروم و خود را میکشم"، و نمیگوید چرا، برای چه و از دست چه کسانی! زرنگی باشد، همین رنگی باشد! مگر نه؟

 

سرایش ترانه "موری رخصت راکوه ځم درڅخه" تلطیف هنرمندانه اندیشه های "شاغلی انتحاری" است. به بیان دیگر، کارنامه خونین "انتحاری" را شاعرانه ساختن. به این میماند که داوران دادگاه وارسی پرونده های آدمسوزان نازی، به جای فرمان کیفر، تابلوی ظریف مینیاتوری آدولف هتلر را بلند کنند و بگویند: "میدانید این هتلر عاشق پیشه به دلبرش بانو ایوا براون چه نامه های زیبای عاشقانه مینوشت؟

 

واژه آرایی در "موری رخصت راکوه ځم درڅخه" به نوشاندن همه مردابهای جهان به نوجوانان پشتو زبان میماند و در پایان گفتن چنین شادباش بزرگوارانه: فرزندانم! گلوهای تشنه تان را این آب زمزم گوارا باد!

 

دیر نخواهد بود روزی که "موری رخصت راکوه ځم درڅخه" کوچه به کوچه، گذر به گذر و سنگر به سنگر، "سرود ملی" نوجوانان انتحاری گردد. این است آنچه آقای جهانی میخواهد.

 

 

بدا به روزگار سـرزمینی که نوجـوان نادان و سـالمند خـردمندش همگـون و همـزمان دسـت به خودکشی میزنند.

 

[][]

کانادا/ یازدهم سپتمبر 2011

 

 

موری رخصت راکوه ځم درڅخه

 

عبدالباری جهانی/ یازدهم سپتمبر 2011

 

 

ماته مُلا ماته می پیر ویلي ماته د ټول جهاد امیر ویلي
د کتاب توري یی په ځیر ویلي هر څه یی زما له پټ ضمیر ویلي
پر کلي کور باندي فرنګ راغلی لښکر د کفر بیا په جنګ راغلی
وخت د غزا او د غورځنګ راغلی زړو وسلو ته نوی شرنګ راغلی
وخت د جهاد او پاڅیدو راغلی د جنګ میدان ته د ورتلو راغلی
د سره کفن د اغوستو راغلی د خپلو وینو تویېدو راغلی
د مدرسو څخه غازیان راوزي تنکي زلمي او ماشومان راوزي
جنګ ته روان دي د اسلام پوځونه کفن په غاړه شهیدان راوزي
د دین دښمن دي ورکوم درڅخه
موري رخصت راکوه ځم درڅخه
پرون ملا صاحب کیسې کولې پرله پسې یې مسلې کولې
څه یی د حورو افسانې ویلې څه یی د میو د پیالې کولې
ویل پلټني دي د ښکلو حورو تر شیدو سپینو نازولو حورو
تر بلوړ سپیني وي تر ګل نازکي مثال یی نسته د ښاغلو حورو
هر جنتي ته ور رسیږي حوري په شهیدانو به نازیږي حوري
له میو مستي به زنګیږي حوري لکه کوتري به نڅیږی حوري
هغه نړۍ له نعمتو ډکه ده هم له عسلو هم شیدو ډکه ده
هم بنګلې لري د سرو او سپینو هم له باغونو او میوو ډکه ده
دا کنډواله نړۍ پریږدم درڅخه
موري رخصت راکوه ځم درڅخه
زویه دا کونډه مور دي چاته پریږدې هغه رنځوره خور دي چاته پریږدې
هغه ماشوم ورور به دي مري له لوږي دا نړېدلی کور دي چاته پریږدې
سپیني شیدې می درکولې زویه په رنځور ځان به مي روزلې زویه
چي اوږدې شپې می روڼولې زویه چی مدرسو ته مي لېږلې زویه
ما ویل زوی به مي ډاکټر سي راته له ښو او بدو به خبر سي راته
یا به مامور یا به افسر سي راته د درد او رنځ مخ ته به سپر سي راته
ته چي مي لوی کړې لېونی سوې ولي له خپل کهول څخه پردی سوې ولي
دا ګډي وډي دي له چا زده کړي لکه چرسي او سارانی سوې ولي
ما په پلو قسم درکړی مه ځه
زویه د خدای روی مي دروړی مه ځه
موري حکمونه له اسمانه راځي له کتابونو له قرآنه راځي
د دین او خاوري دښمنان راغلي ږغ د جهاد له هر آذانه راځي
د شهادت مقام ګټمه ځمه سر مي تر دین قربانومه ځمه
خپله وعده پوره کومه ځمه تاسي پر خدای باندي سپارمه ځمه
ځمه د خدای په لارکی ځان وژنمه څو بی ایمانه کافران وژنمه
ځاله د شر او دشیطان سوځوم څو منافق او بي دینان وژنمه
ما په سینه پوري مرګی تړلی زما په تندي کی شهادت لیکلی
په قواله مي دی جنت ګټلی ما مي تقدیر د خپل خالق منلی
پیوند د میني می شلوم درڅخه
موري رخصت راکوه ځم درڅخه
بلا دي واخلم میړنیه زویه زما نازولې زما زلمیه زویه
د ابا مېنه دي ستا لاس ته ګوري په زړه غښتلې توریالیه زویه
ستا امیران خو زموږ کورونه سوځي کلي، بانډې سوځي ښارونه سوځي
بزګران وژني شنه فصلونه سوځي مسلمان وژني جوماتونه سوځي
وایی پیسې له پاکستانه راوړي پخه ډوډۍ له بل دیګدانه راوړي
که یی راکټ دی که توپک ورسره څه له اورس څه له ایرانه راوړي
که ته د بل په توره جنګ کړې زویه که خپل تربور مړ په خدنګ کړې زویه
ما مي شیدې درته بخښلي نه دي که لاس د چا په وینو رنګ کړې زویه
په شوګیرو مي یې لوی کړی مه ځه
زویه د خدای روی مي دروړی مه ځه
موري زه نور پاته کیدلای نه سم ستا پر زاریو غوږ نیولای نه سم
د شهادت مقام بایللای نه سم د جنت حوري پریښودلای نه سم
راته ګیلې راته زاری مه کوه ماته کیسې د ګمراهی مه کوه
لار د شیطان د وسوسو مه نیسه خبري زما د تباهی مه کوه
نن یا سبا هغه ګړی رسیږي چی بیرغونه د اسلام رپیږي
د تکبیرونو به نارې خپریږی نوم به د کفر له نړۍ ورکیږی
زه مي امیر پرون بللی یمه زه په همزولو کی ښاغلی یمه
نن شپه محفل د شهیدانو ته ځم زه یی جنت لره ټاکلی یمه
شپه مي تر حورو رسوم درڅخه
موري رخصت راکوه ځم درڅخه
زویه د بل د پاره ځان مه وژنه په خپل جومات کی مسلمان مه وژنه
زړه مورکۍ دي په هجران مه وژنه راته له لوږي ماشومان مه وژنه
ستا مولوي ساده زلمیان غولوي څوک په جنت څوک په ایمان غولوي
چی تا جنت ته وړي پخپله نه ځي موږ غولوي او که خپل ځان غولوي
ستا امیران دي خپل عیشونه کوي د کافرانو عادتونه کوي
که یی زامن دي او که ځواني لوڼي ټول په بهر کی تعلیمونه کوي
تا لره اور ځانته ګلونه غواړي تا لره ګور ځانته کورونه غواړي
ځان ته په دې دنیا جنت جوړوي تا ته د قبر دوږخونه غواړي
زما د شیدو یی پوروړی مه ځه
زویه د خدای روی مي دروړی مه ځه
موري ایله نصیحتونه پریږده خوشي زاری او فریادونه پریږده
نور دي ګریوان په اوښکو مه لندوه د ستنولو می خواستونه پریږده
ما له خپل هوډه اړولای نه سې ما له ایمانه ګرځولای نه سې
ما د جنت کیلي پرون اخیستې ما له باغونو ستنولای نه سې
ما ته به خدای خپل جنتونه راکړي زما د ځوانی به عوضونه راکړي
ستا د شیدو به خپل عوض درکوي د شیدو شاتو به رودونه راکړي
موري پرما ناوخته کیږي ځمه زما مي هدف رانه تیریږي ځمه
نوردي پر ساندو غوږ نیولای نه سم د جهاد نیت مي خرابیږي ځمه

ځان تر قیامته بېلوم درڅخه
موري رخصت راکوه ځم درڅخه
زویه د خدای روی می دروړی مه ځه!!!
موري رخصت راکوه ځم درڅخه
زویه د خدای روی مي دروړی مه ځه!!!
موري رخصت راکوه ځم درڅخه

***

لینک های مرتبط با موضوع:

 

از این زاویه