عبدالباری جهانی

 

موري رخصت راکوه ځم درڅخه

 

ماته مُلا ماته می پیر ویلي

ماته د ټول جهاد امیر ویلي

د کتاب توري یی په ځیر ویلي ه

ر څه یی زما له پټ ضمیر ویلي

پر کلي کور باندي فرنګ راغلی

لښکر د کفر بیا په جنګ راغلی

وخت د غزا او د غورځنګ راغلی

زړو وسلو ته نوی شرنګ راغلی

وخت د جهاد او پاڅیدو راغلی

 د جنګ میدان ته د ورتلو راغلی

د سره کفن د اغوستو راغلی

د خپلو وینو تویېدو راغلی

د مدرسو څخه غازیان راوزي

تنکي زلمي او ماشومان راوزي

جنګ ته روان دي د اسلام پوځونه

کفن په غاړه شهیدان راوزي

 

د دین دښمن دي ورکوم درڅخه

موري رخصت راکوه ځم درڅخه

 

پرون ملا صاحب کیسې کولې

پرله پسې یې مسلې کولې

څه یی د حورو افسانې ویلې

څه یی د میو د پیالې کولې

ویل پلټني دي د ښکلو حورو

تر شیدو سپینو نازولو حورو

تر بلوړ سپیني وي تر ګل نازکي

مثال یی نسته د ښاغلو حورو

هر جنتي ته ور رسیږي حوري

په شهیدانو به نازیږي حوري

له میو مستي به زنګیږي حوري

لکه کوتري به نڅیږی حوري

هغه نړۍ له نعمتو ډکه ده

هم له عسلو هم شیدو ډکه ده

هم بنګلې لري د سرو او سپینو

هم له باغونو او میوو ډکه ده

 

دا کنډواله نړۍ پریږدم درڅخه

 موري رخصت راکوه ځم درڅخه

 

زویه دا کونډه مور دي چاته پریږدې

هغه رنځوره خور دي چاته پریږدې

هغه ماشوم ورور به دي مري له لوږي

دا نړېدلی کور دي چاته پریږدې

سپیني شیدې می درکولې زویه

په رنځور ځان به مي روزلې زویه

چي اوږدې شپې می روڼولې زویه

چی مدرسو ته مي لېږلې زویه

ما ویل زوی به مي ډاکټر سي راته

له ښو او بدو به خبر سي راته

یا به مامور یا به افسر سي راته

د درد او رنځ مخ ته به سپر سي راته

ته چي مي لوی کړې لېونی سوې ولي

له خپل کهول څخه پردی سوې ولي

دا ګډي وډي دي له چا زده کړي

لکه چرسي او سارانی سوې ولي

 

ما په پلو قسم درکړی مه ځه

زویه د خدای روی مي دروړی مه ځه

 

موري حکمونه له اسمانه راځي

له کتابونو له قرآنه راځي

د دین او خاوري دښمنان راغلي

ږغ د جهاد له هر آذانه راځي

د شهادت مقام ګټمه ځمه

سر مي تر دین قربانومه ځمه

خپله وعده پوره کومه ځمه

تاسي پر خدای باندي سپارمه ځمه

ځمه د خدای په لارکی ځان وژنمه

څو بی ایمانه کافران وژنمه

ځاله د شر او دشیطان سوځوم

څو منافق او بي دینان وژنمه

ما په سینه پوري مرګی تړلی

زما په تندي کی شهادت لیکلی

په قواله مي دی جنت ګټلی

ما مي تقدیر د خپل خالق منلی

 

پیوند د میني می شلوم درڅخه

 موري رخصت راکوه ځم درڅخه

 

بلا دي واخلم میړنیه زویه

زما نازولې زما زلمیه زویه

د ابا مېنه دي ستا لاس ته ګوري

 په زړه غښتلې توریالیه زویه

ستا امیران خو زموږ کورونه سوځي

کلي، بانډې سوځي ښارونه سوځي

بزګران وژني شنه فصلونه سوځي

مسلمان وژني جوماتونه سوځي

وایی پیسې له پاکستانه راوړي

پخه ډوډۍ له بل دیګدانه راوړي

که یی راکټ دی که توپک ورسره

څه له اورس څه له ایرانه راوړي

که ته د بل په توره جنګ کړې زویه

که خپل تربور مړ په خدنګ کړې زویه

ما مي شیدې درته بخښلي نه دي

که لاس د چا په وینو رنګ کړې زویه

 

په شوګیرو مي یې لوی کړی مه ځه

زویه د خدای روی مي دروړی مه ځه

 

موري زه نور پاته کیدلای نه سم

ستا پر زاریو غوږ نیولای نه سم

د شهادت مقام بایللای نه سم

د جنت حوري پریښودلای نه سم

راته ګیلې راته زاری مه کوه

ماته کیسې د ګمراهی مه کوه

لار د شیطان د وسوسو مه نیسه

خبري زما د تباهی مه کوه

نن یا سبا هغه ګړی رسیږي

چی بیرغونه د اسلام رپیږي

د تکبیرونو به نارې خپریږی

نوم به د کفر له نړۍ ورکیږی

زه مي امیر پرون بللی یمه

زه په همزولو کی ښاغلی یمه

نن شپه محفل د شهیدانو ته ځم

زه یی جنت لره ټاکلی یمه

 

 شپه مي تر حورو رسوم درڅخه

 موري رخصت راکوه ځم درڅخه

 

زویه د بل د پاره ځان مه وژنه

په خپل جومات کی مسلمان مه وژنه

زړه مورکۍ دي په هجران مه وژنه

راته له لوږي ماشومان مه وژنه

ستا مولوي ساده زلمیان غولوي

څوک په جنت څوک په ایمان غولوي

چی تا جنت ته وړي پخپله نه ځي

موږ غولوي او که خپل ځان غولوي

ستا امیران دي خپل عیشونه کوي

د کافرانو عادتونه کوي

که یی زامن دي او که ځواني لوڼي

ټول په بهر کی تعلیمونه کوي

تا لره اور ځانته ګلونه غواړي

تا لره ګور ځانته کورونه غواړي

ځان ته په دې دنیا جنت جوړوي

تا ته د قبر دوږخونه غواړي

 

زما د شیدو یی پوروړی مه ځه

 زویه د خدای روی مي دروړی مه ځه

 

موري ایله نصیحتونه پریږده

خوشي زاری او فریادونه پریږده

نور دي ګریوان په اوښکو مه لندوه

د ستنولو می خواستونه پریږده

ما له خپل هوډه اړولای نه سې

ما له ایمانه ګرځولای نه سې

ما د جنت کیلي پرون اخیستې

ما له باغونو ستنولای نه سې

ما ته به خدای خپل جنتونه راکړي

زما د ځوانی به عوضونه راکړي

ستا د شیدو به خپل عوض درکوي

د شیدو شاتو به رودونه راکړي

موري پرما ناوخته کیږي ځمه

زما مي هدف رانه تیریږي ځمه

نوردي پر ساندو غوږ نیولای نه سم

د جهاد نیت مي خرابیږي ځمه

 

ځان تر قیامته بېلوم درڅخه

 موري رخصت راکوه ځم درڅخه

 زویه د خدای روی می دروړی مه ځه!!!

 موري رخصت راکوه ځم درڅخه

 زویه د خدای روی مي دروړی مه ځه!!!

 موري رخصت راکوه ځم درڅخه.

 

۲۰۱۱ـ ۲۴ - اګسټ - ویرجینیا

***

لینک های مرتبط با موضوع:

 

از این زاویه