د موری رخصت راکوه ځم درڅخه په هکله د اسمایی مباحثه

د اسمایی د مسوول چلوونکی یادیښت: که څه هم زه د پښتو متنونو په لوستل او پوهیدل کی څه خاصه ستونزه نه لرم، خو بیا  هم د ځينو دوستانو  لیکنی، ما و دی ته اړ وایست چی ځنیو نامتو پښتو ژبی اديبانو ته مراجعه وکړم او د ښاغلی باری جهانی د موری رخصت راکوه ځم درڅخه شعر په هکله د هغوی نظرونه وغواړم.   خامخا زه په دی پوهیدم چی  نظرونه به یو شان نه ویِ؛ ځکه هغوی هر یو مستقل شخصیتونه دی او په مستقله توګه فکر کوی او هر یو ځانته خپل نړی لید لری. په دی لر کی دا دی د ښاغلی پوهندوی دکتور خالق رشید لند لیک خپروو.

 رسیدن:  23.09.2011 ؛ نشر : 24.09.2011

 

پوهنوال دکتور عبدالخالق رشيد

که پيام حق وی

 

که پیام حق او په زړه پورې وي ،نو پیامبر به یې هم خامخا حق او هرچا ته د منلو وړ وي

ګران عبیدی صاحب او درانه آسمایی ته سلام ،

د جهانی صاحب د شعر په اړه مو زما نظر غوښتی و ، غواړم یو څو ټکی په لنډو درته ولیکم په لاندې ډول :

جهانی نن سبا په پښتو شعري بازار کې زموږ د موسقي د نومیالیو له برکته تر عامه ذهنیت پوري رسیدلی شاعر دی.  عامه ذهنیت په علمی کره کتنه کي هغه فصل او پړاو دی چي شعر، شاعر او یا هم په مجموع کي هنرمند زموږ د عوامو په وینه یا دا خوا کوی او یا هم هغه خوا . مانا دا چي یا به په عینت وراوړي او یا به د سقوط اورکود په لور مخه کوي. زه نه پوهیږم چي د دغي علمی تیورۍ د اصولو له مخې موږ دا حق لرو چي په یوه شاعر او د هغه پر ایجاد باندې تر وخت د مخه څه ووایو او که نه ؟

زه چي لږ لږ د معاصر ادب له تدریس سره لاس او ګریوان یم د دغه پورتنی انتقادي آر (اصل ) سره په رابطه کي د خپل قضاوت هغه هم په یوه ادبی ایجادي پدیده باندې له ډیر احتیاط څخه کار اخلم . همداسې کله چې د یو چا له خوا په دغه اړه څه لولم که هغه توصیف وي او یا توبیخ د هغو په مانا هم لږ او ډیر پوهیږم .

 جهانی شعر  ووایه ، هغه شاعر دی. ځانته یې دا حق ورکړ چي یو عینی انځور زموږ په واک کې راکړي ، چې دا کار یې وکړ. پوښتنه دا ده چي ده په دغه بیان کی څومره شعریت کارولی ، څومره یې په الفاظو باندې هنری کمال (جادوګري ) کړی. زه فکر کوم دا هغه څه دي چې د کره کتنې قضاوت ته پرې ور وړاندې کیدای شي. دا چې بیان ښه دی او که بد دا د شاعر خبره ده ؛ خو کومي ځانګړني چي یو شعر یې د یوه هنر -هغه څه چي باید دیوه تیپ نه دیوه کرکتر د احساساتو او عواطف څرګندوی وی- په توګه باید ولري موږ باید شعر ته د هغو له مخې ارزښت ورکړو. په شعر کی چې کوم څه موږ لولو ، د موضوع په لحاظ خبره یوازې په دوو کرکترونو باندې راڅرخي : بی اسرې مور او سرکښ (کله کله لیونی لکه دجلال آباد د لسګونو بی ګناه مامورینو قاتل ) زوی . هغه څوک چي زموږ د ټولنې ، زموږ د باور او زموږ د دودنو استازیتوب نه شي کولای او نه هم د هغو په تول برابر دي ؛ ځکه چی هم په هنري لحاظ او هم په علمی لحاظ دغه دواړه کرکترونه (تیپیک کرکترونه ) نه دي . ځکه نو علمی او انتقادی قضاوت- د یوې هنري پدیدې په توګه- سم دم لکه څنګه چې وړ دی نه شي پري کیدای. موږ په میلیونو میندي لرو او په ملیونو ځوانان. آیا دا ټول بل کار ، بله هیله او بله موخه نه لري ؟ د هغوی ټولو په سرونو کي ماغزه نشته چي یا خپله فکر وکړي او یا هم له یوه رښتنی چا -نه په حورو مین ملا -څخه رښتیا واوري ؟ په هغوی کې یوه دوی .. لس کیدای شي داسې میندې وي چې هغوی به داسې سرکښ او ناخبره لیوني زامن لري چې نه ځان پیژني او نه هم خپل باور ، عقیده او خپل لارښود آسمانی کتاب (قرآن عظیم شان ) - هغه چي دا ډول حکم د انسانی وړتیا کمزوري بولي او له لارښوني یې ډډه کوي. ځکه نو زه بلنه درکوم چې د نقد یوه ځانګړتیا اخلاقی وړتیا ده. راځۍ د جهاني شعر ته له دغه پلوه هم کتنه وکړو . زه فکر کوم چې که پر داسې یوه کتنه موږ بریالی شو زموږ پوښتنه به په خپله یو منطقی ځواب ځانته ومومي ، په دې چې که پیام حق او په زړه پورې وي ، نو پیامبر به یې هم خامخا حق او هرچا ته د منلو وړوي.

خوږه عبیدی صاحبه ، ما پر دغه شعر باندې څو لیکني هم ولوستي . هغوی هم پر شعر باندې خبرې نه وی کړی. څه یې چي لیکلی وو، هغه هم هغه ځانی (ښه او بد ) عقده یی بړاسونه ول لکه چي یوه خو یی اعتراف هم کړی چی دا یوه شخصی معامله ده . هغوی په خپله هم پوهیږي چی دوی نقد نه دی کړی ، او نه د دوی لیکنې ادبی او علمی ارزښت لري؛ بلکی یوازي پر غرض ولاړې سیاسي تبصرې وي او بس.

 له بدمرغه نن سبا زموږ د یوې دوو لسیزو په لنډ پاري فرهنګ کي دا یوه حتمی خبره شوې چی د چا څوک نه خوښیږي او یا یی په طبع برابر نه وي نو بیا د یوه سړی ښه او یا بد د هغه په پلارګني ، کورنۍ ، قوم ، کوڅه او نورو باندې ورټاپه کوي. زما پیغام لیکوالو او رښانفکرانو ته دا دی چی : له خپل روڼ اندي کمال او جمال څخه مو په دغو ناولتیاوو کی کار مه اخلي ، مه شعر ورته وایاست او مه یې تعبیر غلط کوئ او مه مو خپلې ناوړتیا وې پر خلکو او ملت ورتړۍ ... او که بیا هم رښتیا وو ته غاړه نه ږدۍ ، نو مهربانۍ وکړۍ له هم هغو سره چي پر ځان ځان مرګي واسکټونه تړی ، ځان وژني او نور وژني ځانونه مله کړۍ څه مو چی زړه غواړي له هغو سره یې تاسې هم د هغو په شان ترسره کړئ ... او د لیکوال ، شاعر او روښانفکر (د کلمې په رښتنې مانا ) له کرښې ځانونه لرې وساتئ ځکه چې د حضرت مولانا درس موږ ته په دغه برخه کې دادی :
اسب داند بانگ و بوی شیر را         گرچه حیوانست الا نادرا
بل عدو خویش را هر جانور             خود بداند از نشان و از اثر
مثنوی معنوی


په درناوي


پوهنوال دوکتورعبدالخالق رشید

 

***

لینک های مرتبط با موضوع:

 

از این زاویه