رسیدن:  01.10.2011 ؛ نشر : 03.10.2011

دستګیر روشنیالی

 

فکري جدال

 

اساسي ستونزه د خپلواکي انديښنې نشتوالی دی


د ښاغلی باري جهاني د شعر “ موري رخصت راکوه ځم درڅخه”  په هکله په اسمايي او افغان ــ جرمن انلاين کي په زړه پوري تشويق کونکی  بحث پيل شوی دی.  په دی بحث کي تر ډيره ځايه د تورونو او تهمتونو په ځای استدلالونه، منطق او تحليلونه واکمن دي، کوم چي د ستاينې وړدی. په بحث کي تر ډيره حده د ليکوالې د اخلاقو درناوی کېږې او ليکوالان په دي بحث کي په زياته اندازه د وگړي په هکله نه،  بلکي د موضوع او د هغې د ممکينو پايلو په هکله بحث کوي.

ليکوالان او له دي جملي ښاغلی جهاني، ديني حکمونه نه ليکي، کوم چي له شک، ترديد او انتقاد کولو مصون وي. که څوک غواړي چي يوازنۍ سمه او له تيروتنو او نيمگړتياو خالې ليکنه وکړي، ښه به وي چي دواړه قلم او کاغذ له ځانه هغه خوا وغورزوي.  له انتقاد څخه د جهانی د شعر د خوندي کولو د هڅو معني په دگم د همدي شعر بدلول دی او زه فکر نه کوم چي جهاني به له دا ډول هڅو سره توافق ولري چي شعر يي په يوه جزمي حکم بدل شي او د انتقاد کولو په وړاندي مصونيت پيدا کړي.  د ښاغلی جهاني شعر “ موري رخصت راکوه ځم درڅخه”  هرومرو د نورو د عقل او استعداد په وسيله هم سنجول کېږې او ورباندي قضاوت کېږې او په طبعي توگه دا قضاوتونه يو شان نه دی او نه يو شان کيداي شي.  که قضاوتونه يو شان وي بيا د بحث کولو ضرورت هم منځ ته نه راځي. دا ممکنه نه دی چي د يوه نظر په هکله د ټولو لورو له خوا فکری يووالی تامين شي، کومه چي هيڅکله عملي شوی نه دي او کوم چي هيڅکله به عملي نشي. په دموکراسي کي اصل د فکري يوشان کولو په ځاي د فکرونو توپيرونه  دي او موږ له توپيرونو په ډکه يوه دنيا کي ژوند کوو.

ښې نظريي او ښه قضاوتونه د فکری هميشنی جدال او يا د انديښنو د جگړې په نتيجه کي ترلاسه کيداي شی او په هغه بحث کي چي گډونکونکي يې د انديښنې په خپلواکي درلودلو سره برخه اخلي په ډاډمنه توگه  نظرياتو ته وده او پراختيا ورکولاي شي او نوي نظريي ايجاد وي. د ښاغلی جهانی د شعر په هکله په پورتنی بحث کي رنگارنگ نظريات او استدلالونه موندل کېږي چي هر يو يي خپل ځای او خپل وزن لري


  ايمانويل کانت وايي: “ متفکرين او څيړونکي بايد خپل نظريات خپاره کاندي، ترڅو د نورو متفکرينو د عقل په وسيله وسنجول شي”  د
هغه د خبري معني دا هم دي چي ليکني، نظريات او څيړنې د هغوي د عقل پi وسيله هم وسنجول شي چي بل ډول فکر کوي.

زه هم د پورتنی بحث په پيروي جهاني اود هغه شخصيت ته په درناوی درلودلو سره غواړم د هغه شعر د خپل عقل په بنياد وسنجوم. دا شعر تر هر څه د مخه په افغانستان، سيمه او په تيره بيا د پښتنو د هغو ځوانانو غميزه او تراژدي بيانوي چي له يوې خوا په خپله دوي د راديکاليزم په یرغمل بدل شوي او له بلي خوا د ځانونو په وژلو سره يي په ټولنه کي ترور، وژل او ډار واکمن کړی دی، چيري چي هيڅوک ځان مصؤن نه گڼي.

دا شعر په پورتنې انساني غميزې برسيره د پښتنو په ځينو سيمو کي د يوې ژوري معنوي غميزې انعکاس هم ورکوي. زه پرون په دي باوروم چي د پښتنو په يو شمير سيمو کي سياست، علم، هنر، پرمختگ... ماتي خوړلې، خو دا ناورين ډيرتياره، ډير ژور او ډيرتاريک ښکاري او د سياست، علم... په ماتي برسيره عقل، کورنۍ، عاطفه... هم مات شوي دي او دلته د پوهي د وژلو تر څنگ د عقل او استعداد گورستانونه هم جوړيږي. رښتيا هم په هغه ټولنيز چاپيريال کي چي جهالت او جهالت پالونکي واکمن وي او ملا د اسکولاستيک د دوران په څير د دواړو دنياو واکمن بلل کېږي، مور، خپلوي، کورنۍ او کورني ارزښتونو هم د مذهبي بنيادگرايي په وړاندي پاتي راځي.

 
نابرابري او د شعر وروستۍ خبر

ښاغلی جهانی پورتنې غميزې د مور او زوي ترمنځ په يوه نابرابر ديالوگ کي، کوم چي د زوی په غوښتنه “ موري رخصت راکوه ځم درڅخه.”  ختم کېږې تمثل کوي.  په ديالوگ کي مهمه مسله د ښه او بد، د مثبت او منفي ترمنځ تناسب نه دی، مهمه مسله د ديالوگ پيام يا وروستۍ خبر دی.  په ديالوگ کي په څرگنده  عقل، مينه، عاطفه، کورنۍ او مور د مرگ د پيام په وړاندي ماتي خوري. همدا رنگه په دی شعر کي هغه غوښتنه او هغه پيام بريالې کېږې چي د ژوند په ځاي د مرگ په وسيله توجيه کېږې.  په دي دیالوگ کي هغه څوک بريالی کېږې چي دنيا ورباندي تنگه شوې، په بشپړه توگه يې د فکر او انديښنې خپلواکي له لاسه ورکړي، له ځانه، راتلونکي او ژونده بيگانه شوی او د ځان په تباه کولو سره غواړي نور هم تباه کړي. دلته هغه څوک بريالی کيږي چي هرڅه د مرگ په معيار سنجوي او د هرڅه، حتي د مورد شيدو په وړاندي هم د مرگ له پيامه دفاع کوي او دا د مرگ د منطق او د مرگ د پيام بری دی چي په افغانستان او سيمه کي يې مذهبي راديکاليزم، ترور او جگړي ته نوی قوت او نوې ځانگړتياوې ورکړي دي.

د ديالوگ يوه بله نابرابرې د “ نر” او “ ښځې” تر منځ بحث دی. زوی د نر په موقف کي په “ ...ځم درڅخه” ټينگار کوي او مور د ښځې په موقف کي زوي ته نه وايي او نشي ويلاي،  نشي تللی، په ځای دي کښينه. مور د خپل منطق او غوښتنو تر څنگ په تيره بيا په وروستی حالت کي په  زاريو تکيه کوي او وايي: “  زویه د خدای روی مي دروړی مه ځه!!!”
زارې او زارې کول په هرحالت کي د کمزوري او ماتي نشانې دي. ښه، دا نابرابري هم د سړی د ټولنې واقعيت دی. 

 
 که په دي ديالوگ کي د مور په ځای پلار
ونډه درلوده،  ايا د ديالوگ حالت بل ډول نه وو او ديالوگ به بل رنگ او بل لوری نه درلود. ايا پلار به هم د مور په شان په کمزوری موقف کي وو. پلار به هم زوی ته زارې  کولې؟  او ويل به يي: “  زویه د خدای روی مي دروړی مه ځه!!!”.  يا د دي حالت برخلاف پلار به زوی ته زارې نه کولې او د هغه مخه به يي نيوله او ورته ويل به يي،  نشي تللی او په ځای دي کښينه.

د ما په نظر د ادب او په تيره د مدرن ادب دنده يوازي د واقعيت انعکاس کول نه دي، دنده د واقعيت مثبتو لورو ته وده ورکول او د واقعيت د منفي لورو انتقاد کول او په دي لورو د غلبي کولو د لارو په گوته کول هم دي. همداشان دنده  دا نه دی چي ټولنې ته گواښ د فرهنگ په يوه برخه بدل شي. دا ډول عمل گواښ په ستيروتايپ بدلوي او بيا د اوږدي مودي له پاره په ټولنه کي د ستونزو او وژلو په لامل بدليږي .   

مدرن ادب په تيره بيا ځوان نسل دي ته وهڅوي چي له سل کلنې، زرکلني فکري او ذهني نابالغي را ووزي او د خپل “ عقل او خرد د په کار اچولو”  په چاره کي ورسره مرسته وکړي. کانت د “ عقل او خرد  په کار اچول” د منځنيو پيړيو د تاريکي د ختم او د روشنگري د پيل تر منځ پوله گڼي.  په افغانستان او سيمه کي تر ټولو لويه ستونزه د خپلواکي انديښني نشتوالی دی او همدي نشتوالی په زرگونو ځوانان د راديکاليزم په يرغمل بدل کړي دي. خپلواکه انديښنه د دي له پاره چي ځوانان له قیموميت او اسارت وژغورل شي، خپلواکه انديښنه د دي له پاره  چي ځوانان د نورو د هدفونو په وسيلو بدل نشي.

 

***

لینک های مرتبط با موضوع:

 

از این زاویه