27.09.2015

م·ا ·كرگر

پښتو ادب او نوستالژی- پنځمه برخه

اشرف خان او نوستالژي

۵- مرگ او ژوند ، دکن ،اسطورې او باورونه

د اشرف خان هجري دژوند په مهال به په زرگونه داسې خلک وو چې دمغلي استبداد قرباني شوي وي ، خو په دغه ټولو پرگنو کې يو هم ددې جوگه نه دی اونه شو چې موږ پرې څه وليکو يا به دگوتو په شمير وي · لکه اوس چې هجري خپل ذهن ته را تداعي کوواو ياد ته يې راوړو ۔ پوښتنه پيدا كيږي چې  ولې اوڅه خبره ده چې نن په اشرف خان دا کرښي کاږو ۔ددې  له پاره څو ټکي د يادونې وړ دي ۔

۱۔اشرف خان دلته ديو داسې ستريو تايپ مثال لري چې نه يوازې دخپل ځان نماينده گي کوي بلکې دخپل دوران دانسان نماينده گي کوي۔ دشاعر په اه اوفرياد کې دخپل دوران دانسان داستبداد اوقهر دپوندو لاندې انسان اواز هم اورو .

۲-بله خبره دهغه دشعر ده ۔ له هجرې نه له سوزه ډک کلام پاتې دی ۔ دا کليشه دلټه خپل مصداق پيدا کوي ۔ چې وايي : شاعر دخپلو خلکو اودوران غږ وي ۔ داچې دهجري شعر څومره ښکلې اوڅومره خوندور دی·څومره له سوزوگداز نه ډک دی ·خپله شعر اودشاعر کلام دا خبره په ډاگه کوي ۔  داچې په دې کلام کې څومره اوپه کومه کچه دشاعر دزړه اوروان درد ځای شوی دی ۔خپله شعر موږ ته ددغه سوز اودرد داستان وايي :

که زما په خون مين يې نن دې وار دی

د يار غم مې سبا وژني درته وايم

دکفن حاجت يې نشته شهيدان دي

چې په تيغ دهجر مړه دي زه گواه يم

دهجري په شعر کې دمرگ اوژوند مفکوره حرکت کوي ۔ دژوند دتېريدنگ په اړوند افسوس اودرد ځای نيولی ،له مرگ ويره اودمرگ درد هغه هم په غربت اوپردي چاپيريال کې اساسي اوبنيادي عنصر دی ۔ دژوند اوبقا اودوام دمرگ اوفنا ترهه ،هغه څه دي چې دخلقت له پيل نه يې دانسان ذهن اوروان بوخت ساتلی دی ۔

هغو ارواپوهانو چې دانسان روان په فلسفي ليد څيړلي په دې باور دی ۔چې دمرگ انديښنه ددې سبب شوی چې انسان دخپلې فنا دجبران له پاره يو بديل هست کړي ۔ دښه اونيکمرغه ژوند دتسکين له پاره جنت اودکړوونکي ژوند له پاره  ددوزخ تصور جوړ کړي اويو بديل يې هست کړي ۔ دا بديل په بيلابيلو اديانو کې تصور شوی دی ۔ اصلا دتصور کليمه پخپله داسې څه دي چې دانسان دهستۍ اوذهن مولوده ده ۔ شعر خلاقه پديده ده ۔ دغه خلاقيت دانسان دصيقل شوي ذهن زيږنده  ده ·يا په بل عبارت دواقعي ژوند اودانسان دغوښتنو اوتمايلاتو ناسيده انعکاس په کې موجود دی ۔ داچې دمرگ اوفنا ستونزه څومره دانسان له پاره دافسوس اودرد سبب کيږي په شعر کې جوتيږي اوانعکاس کوي ۔ دنوستالژيک شر يوه ځانگړنه هم داده چې هلته ژوند په تيرمهال  اودمرگ له ويرې دژوند سره ليوالتيا ښودل کيږي ۔ دهجري په شعر کې دا مساله هم ښه روښانه ده ۔

ددې په خوا کې دخپل فرقت ، غربت اوديوازې توب ددرد  دښه کره کولو له پاره خپل باورونه نه پټوي په دې ډول :

زه په بند داورنگ نه يم چې به خلاص شم

بندې کړی رحمکار زيړې بابا يم

يا داچې :

دوصال خوښي لاتنده تر سبا ده

له فراقه يې خسته په سالها يم

دهيڅ چا زړه يې تر وزنه لاندې مه شه

چې مې بار دهجر وليد په دوعا شوم

هر طرف چې نظر کيږي غم ليده شي

څوراپورې په ندۍ دنربدا يم

دهمد ي شعر وروستي بيتونه دجسماني عذاب په پرتله رواني هغه زيات منعکسوي ۔ وايي :

داورنگ جور آسان چې په صورت دی

په فرياد دفرقتونو له غوغا يم

جودانه صبر مې کله دی په زړه کې

 زه روهي ديار په مخ پسې تالا يم       ۱۳۴مخ

بخت اوتقدير يوه بله گروهه ده چې نوستالژيک شخص پرې زړه تړي ۔ يا دحافظ شيرازي خبره چې انسان له ځانه سره بوخت ساتي ۔

چو عاجز شود مرد چاره سگال    زبيچارگي درگريزد به فال

هجري هم دخپل ازل اوبرخليک ته پناه وړي۔شاعر په پنجره کې بند اوپه زنځيرونو تړلی دی ۔ هغه دخپل برخليک نه نا خبره اوهره شيبه ديو څه داوريدو په هيله دي ۔په دې لړ کې خپل برخليک په ازل اوتقدير کې پلټي ۔ فکر کوي اوپه دې تسکين کوي چې دادهغه (شاعر ) ازلي برخه ده چې ورپه برخه ده ۔ په اساطېرې اوتيولوژيک نړۍ ليد کې انسان داختيار اوواک څښتن نه بلکې اړ دی ۔ دهغه اړتيا په الهی مشيت پورې اړه لري ۔داختيار اوازادۍ مساله تل په فکري سيستمونو کې مطرح شوې ده ۔ خو کله چې موږ دداسې يو مهجور اوپه زنداني انسان اودهغه نړۍ ليد ته مخ را واړوو،  گورو چې شاعر پرته له دې چې خپل تقدير ته تسليم شي بله لاره نه لري ۔ اشرف خان هجري خپل باور په ډاگه په خپل شعر کې بيان کړی دی :

په کومک به دبخت هاله باور وکړم

که مې وشي يو ځل بيا په کوی دجان شپه

نن حيات څه حيات نه حيات هغه وو

چې په روڼه شوه دروه په گلستان شپه

اوبيا ځان ته يو رواني تسکين ورکوي ،وايي چې غم گالل دخوښۍ دترلاسه کولو وسيله نه ده ۔

ښادي څوک په وسيله داندوه مومي

په ناحق دايم په غم کړم گذران شپه

بيهوده حرص باطل مگر نصيب وي 

چې موجوده شي دگلو په دامان شپه

اوددې شعر په اوج کې دخپل درد اوکړاو مثال داسې بيانوي ۔

دهجران له اه تاو که هجري وکا

تور لوگی به يې کا تل په هندوستان شپه

داشرف خان هجري په شعر كې دمكان اوځای نوستالژي هم ليدلی شو · هغه  ديوداسې بلبل په توگه چې په قفس كې بندي  دی ،تل دبيجاپور اودكن يادونه كوي · په عام ډول په پښتو كلاسيك ادب كې اوان په پښتو فولكلور كې  ددكن يادونه په زياته پيمانه شوېده·

دكن په هندوستان كې يوه پراخه سيمه ده چې دهيواد دسهيل ټوله برخه په كې شامليږي ·په شما ل برخه كې په سلگونو متره لوړه  اوديو كيلومترو نه زياته اندازه دجنوب په نسبت  لوړه  ده · دا سيمه دهندوستان په جنوب كې يوه مثلث جوړوي ·
دكن كليمه په بنگالي ژبه كې زياته كارول كيږي   چې دسانسكريت د  داكسينا نه اخيستل شوی دی · اومانا يې سهيل ده ·خو په اصطلاحي مانا دكن دهندوستان جنوب سيمې ته وايي چې څو ايالتونه په كې شامل دی · اشرف خان هجري كيدای شي له دې امله هم ياد كړی دی چې دكن له پښتونخوا نه ډېر ليرې واقع دی اودواټن زياتوالي يو ډول شاعرانه خيال هم جوړ كړي · يوه پښتو لنډۍ ده :

څو دوطن ياران خبريږي   

 د غم سيالب به په دكن ويشتلی وومه

يا داچې :

د گاډې سر په كاڼو ولۍ

 زما اشنايي يي په دكن ولگاونه

دكن د بې شميره پښتنو ځوانانو له پاره د غريبۍ او مزدورۍ سيمه هم وه  خو د اشرف خان مكاني نوستالژي په دې برخه كې د ژور فرقت او ليرې والې شاهده ده چې وايي :
 

 يار به كله دومره دور وو له خټكه

ترداميان يې فتنه گوی بلا چغل شه

نيرنگي دجهان گوری زمانيو

دهجري مكان دكن يار په كابل شه            مخ ۱۷۶

يا داچې :

دريغه نه وای هيڅ بلا دگلرخانو

په بدل يې تل دروغو وي رنځونه

په دكن دې ږيره سپينه شوه مهجوره

په گذشت به يې های كاندي زلمي جونه   ۱۷۸

وايي  چې اسكاروايلد  يو وخت په زندان كې  ليكلي وو : (( دغه  بدمرغي  چې له ما سره په دې بد شگومه محل كې بنديان دي ·ان يو تن داسې نشته چې دژوند له راز سره سمبوليك پيوند ونه لري · ))

هجرې هم كه چت ته گوري اوكه دزندان ديوالونو ته  اوكه افراد و ته گوري په هر څه كې دقوي تداعي اوبيا ياد ته راوړنې احساس لري · هغه كه دباد سندره اوسمفوني هم اوري فكر كوي  چې له روهستان نه راالوتی دی · اوكه معطر بوی يې په دماغ كې احساسوي اويايي ياد ته راوړي بيا هم فكر كوي چې له روه څه راغلي دي · 

صفا بوی له كومه نن په دكن راغی

سر په سر يې مشك وناب همه هوا ده

باد ديار دزلفو شم راوړ له روه

كه اصلي نامه عطارو كره واده

هجري تا په شكايت هجر بدنام كړو

اشنايي اور لگوي توره بلا ده                ۱۸۱

دفارسې ژبي مشهور ليكوال اوداستان ليكوال اعظم رهنورد زرياب پخپله يوه مقاله كې اشرف خان هجرې دشاعر دفارسې شعرونو په بنسټ اودژوند دحالاتو له څيړنې له مخې دفارسې دمشهور شاعر مسعود سعد سره پرتله كړی دی · دغه ډول پرتليزه څيړنه اويادونه پښتو څيړونكي اوليكوال زرين انځور هم په خپل اثر كې كړېده · كيدای شي دانځور يادونه چې له مخه ترسره شوېد ه دفارسی ژبې ليكوال پام را اړولي وي ·

زرياب دهجري دا بيت راوړی چي وايي :

روهيا ،ازخطه ءخود دور افتادي كنون

گرخدا يارت شود ،بی شك رسی اندر وطن

ياد ليكوال دهجري حالت ته هم دا ډول عموميت وركوي  :

كله چې انسان داشرف خان هجري له درده ډك اوغمجن اواز دكلونو اولسيزو له آبلې خوا چې نږدې درې پيړۍ ترې تيرې دي دهندوستان دبيجاپوردزندان دديوالو له منځه اوري، دا باورورسره پيدا كيږي چې دا له درد نه ډك اوغمجن اواز كيدای شي دټولو كسانو وو چې له هغه سره بنديان وو اويا بې گناه زنداني شوي وو · ددغه بې گناه كسانو څخه يو هم حضرت  يوسف(ع) دی چې اشرف خان هجري يې څو واري دپاكۍ اوبې گناهۍ داسطورې په توگه يادونه كوي اوخپل حالت له هغه سره ورته بولي ·

اين حكايت اندكې طول دارد اندكې گويم ترا  + پيش بر يوسف شده حالا به ما افتاد كار 

همدارنگه كه اشرف خان هجرې  يوه لسيزه اويا له هغه زيات كلونه دگواليار اويا بيجاپور كې تير كړي دي نو دفارسي شاعر مسعود سعد هم اتلس كاله په ((سو )) ((دهك )) ((نای ))ااو((مرنج )) كې تير كړي وو · دهجري په څير په پنجره كې چغيدلې اودروزگار له نا خوالو يې فرياد كړی دی · ددواړو شعرونه ((دحبسياتو )) په فورم كې  گڼل كيږي  چې حبسيه شعرونه دنوستالژيكو اشعارو يو ډول اويا يوه برخه ده ·  چې په لاندې غزل كې  يي ټول عناصر ليدلي شو : 

جدايي : غز ل

جدايي له ياره يو نفس ماتم دی

چې فرقت شي په كلونو خو ستم دی

دوصال په طمع باد غوندې چليږي

گڼه لږ هجر له قرنه سره سم دی

بی وطنه تنها پروت يم په غربت كې

نن له ما سره همدم دصنم غم دی

دهيواد اشنا په سترگو ليده نه شي

كه په خوب راته حاضر شي ډېر كرم دی

طولانې امل مې ډير كه خبر نه ووم

چې له ياره سره عمر تر گل كم دی

هيڅ حاصل مې بيدريغه ځنې نشته

گذشته چې يادوم سود يې الم دی

قاصدان له روه نه راځي مدت شه

سلام باد رارسوي منت يې تم دی

كه بهشت له ښايسته مخه خالي وي

عاشقانو به ياد كله كه قسم دی

زړه عجب را څخه گم شه نه يې مومم

بې گمانه به هورې وي چې صنم دی

تل په ياد دكجو زلفو پښو ته گورم

تور زنځير لكه زلفيني خم په خم دی

چې دروه خبري كله قاصد راوړي

په دا قصد يې منت ايښی په ماتم دی

بې وسي له غښتو پاتو له مين كړم

سيه مار مې په دوو كې خم په خم دی

دروهي دارو په تا نه شي طبيبه 

 دفرقت اس يې په زړه ايښی قدم دی   ۲۵۸

نهيلي ،غم خپگان ،،زړه تنگی دنوستالژي مهم عناصر دي چې په رومانتيكو شعرونو كې حركت كوي · دغه غميزه اوغمجنه انده ديو پټ اومرموز درد په توگه په رومانتيكو شعرونو كې خپل لنگر اچوي · اوبايد په هغو كې وپلټل شي · په اروپايي ادب كې تر زياته حده دغه ډول شعر  په مسيحيت كې انعكاس وكړ ··، رومانتيك شاعر په دا ډول اثارو كې دخپلو غمونو اودردونو سره خپلې دننۍ يا باطني دونيا ته ورگرځي اوورته پناه وړي · په خپل دننه كې له يو داسې وجود سره مخامخ كيږي  چې خپلې فنا ته مراجعه كوي · دخپل ډاډ اوتسل له پاره هره شيبه دښه ژوند په باب فكر كوي · دخپلوهيلو ته درسيدو له پاره اويايي په  عوالمو،شوق اوهيجان كې حركت كوي اودخيالي ملكونو ته درسيدو په هيله دی · په واقعيت كې دغه رومانتيك عناصر دنوستالژيكو عناصرو په توگه كولي شو نوستالژيكي فرد يو ډول رومانتيك وبولو · رومانتسيزم په يوه كلي مانا سره دشاعرانو دشخصي احساساستو په بيان كې څرگنديږي · په دې مانا چې ټول شاعران اوهنرمندان رومانتيك دي اوټول عاطفي اواحساسي حالات هم رومانتيك گڼل كيږي خو دنړۍ دادبياتو په تاريخ كې رومانتسيزم داسې سبك اوښوونځی دی چې په جلا اوروښانه ځانگړنو سره پيژندل كيږي ·

واړه زړه د عشق په غم كې مبتلا شه  

ولې هيڅ علاج يې نه شي هسی شی دی

يار ته زړه هسې زبون لكه گيدړ كړم

گڼه ما ته گياه كله شين زمری دی

سمرقند و بخارا حافظ عطا كړه 

ما په خال د يار بخښلی ملك دری دی ( د عراق يو مشهور ښار )

چې هر دم د جدايي له زخمه ژاړي

په دونيا دهجري يار پريس(پريكړی) نی دی ·  ۲۶۶

 د دې برخې پای

*

 پښتو ادب او نوستالژی- لمړی برخه

 پښتو شعر او نوستالژي- دوهمه برخه

هجرې او نوستالژي - دريمه برخه

 پښتو ادب او نوستالژی- څلورمه برخه