سیزدهم سپتمبر 2015

اکبر کرگر

پښتو ادب او نوستالژی- څلورمه برخه

نوستالژيی  او په تداعې كې د رنگونو اغيز

رنگونه : تور ، سپين  او نور

  يو رنگ كه تور وي اوكه سپين ،شين وي اوكه سور  په ليدلويې  يو څه دليدونكي ذهن ته را لوييږي  ·ديو څه ياد ته راتللو په خواكې ان دزمان په ډيرو ليرې تنگ اوتورتمو كوڅو كې له نور څه سره اړيكه نيسې· داسې حالت په  ذهن اوروان كې بدلون راولي· يو مشخص  چاپيريال راښۍ اوهغه د سترگو په وړاندې په مخ كې ايږدي · په دې اساس له لرغونو زمانو راهيسې دټولنيز ځان نا خبري شعور له مخې هر يو رنگ په خپل ذات كې ديو څه سمبول اويوڅه ياد ته راوړونكي دی·

د مثال په توگه سره او شنه رنگونه د خوښۍ رنگونه دي ۔ زيړ اوخړ اوتور رنگونه ساړه اوبی روحه رنگونه چې غم اوخپگان تداعي كوي · اوهغوۍ  بيا په ذهن كې را ژوندي كوي   · البته دا ځانگړنې هم دفرهنگ آدابو ،رسومو اوجغرافيوي چاپيريال اورواني ځانگړنو پورې اړه لري· دفرهنگونو اومدنيتونو دظهور اوټينگښت په بهير كې وده كوي   ۔ دمثال په توگه دجهالت په دوره کې اعرابو ،شين رنگ چې دلوړ و ځايونو اويا څړ ځايونو نښه وه ، دهر رنگ په نسبت يې زيات خوښولو ۔كيدای شي ددې لامل به دا وو چې اعراب په لويو دښتو كي هستوگن وو· په بدل کې يې  له سور رنگ نه  کرکه درلوده ۔ هغوۍ سور رنگ (السنه الحمراء) دوچکالۍ اوسره مرگ په مانا دمرگ ډير بد شکل باله اوسور باد يې هم ډير ناوړه باله ۔ په دې اساس درنگونو دمانا وو پيژندل اودهغو اغيز دافرادو دروحي حالاتو په بيان کې له ډيرو زمانو راهيسې موجود وو ۔ نن ورځ هر رنگ دارواپوهنې له نظره اهميت لري اوهر يو يې دټاکلو رواني خصوصياتو بيانوونکي دي ۔ دغه اصطلاحات اوکليمات دمفهومي مانا سربيره بصرې ماناوي هم لري اودرنگينو کليماتو کارول داسې وسيله ده چې شاعرانه تصاوير په کې عينيت پيدا کوي اودشعري تصاويرو داجزاوو په منځ کې دکشف اوتفسيرداړيكو  له پاره وسيله ده ۔

همدا ډول ابی ،زيړ ، سور اوشين اصلي رنگونه دي ۔ دغه څلور رنگونه رواني لومړيتوب  اوغوره والی لري چې څلور اصلي رنگونه نوميږي ۔ هر يو رنگ په يوازي والي اوکله هم ديو بل رنگ په خوا کې په جسم ، روح اودشخصيت په روان باندې سيده اغيز لري ۔ ارواپوهانو يو لړ څيړني کړي اونتايجو ته رسيدلي دي يعني دا چې هر يو رنگ اغيزمن قدرت لري ۔ 

سپين رنگ په خپل مثبت مفهوم سره داسې مانا لري لکه رڼا ،سپيڅلتوب ،معصوميت لري خو په منفي مانا کې دمرگ ،وحشت اوفوق طبيعې عناصرو سمبول دی ۔ سپين رنگ په منفي مانا دماتم لباس وو چې دغزنويانو په دوره کې کاريده ۔ دپښتو ژبې وتلی  اوبی جوړی شاعر غني خان هم سهېن رنگ دملا رنگ اودريا رنگ بولي · داسې بريښي چې سپين ويښتان دشاعرانو په اشعارو کې په همدي مانا دي ·دزيړ سمبول هم دوه خواوي لري ۔ په منځنيو پيړيو کې زيړ ،طلايي دمينې نښه ده ۔ اوکمرنگه  زيړ رنگ ، د وير اوماتم رنگ دی ۔ د((سان )) په نوم يو پوه دسره رنگ ځانگړنې په دې ډول شميري ۔ (( دارنگ نوی ژوند اونوی پيل له ځانه سره تعبيروي ۔هلي ځلې ،قدرت ،استقامت ،جسماني قوت  ددې رنگ خاصې خانگړني دي ۔ سور رنگ دژوند ،قدرت قربانۍ اومينې سمبول دی ·شين رنگ ډير مطلق اراموونکی له رنگونو دی ۔ دا رنگه هيڅ ډول انعکاس نه لري چې ښادي ،رنځ اويا ويره نه لري ۔ اوپه هيڅ پلو حرکت نه کوي بلکې ارام ،ساکن اوله ځانه خوشاله دی ۔

کله چې شاعر ،ليکوال دتېر زمان په تشريح اودځوانۍ په ياد کې څه وايي دخوشاله اودمثبتې مانا له پاره ترې کار اخلي ۔ اوکله چې اوس مهال اوجاري حالت توصيفوي نو مخاطب دسړو اوبې روحه اوپه منفي مانا رنگونو سره مخامخ کوي ۔ ددې کار دلزوم نقطه په دې کې ده چې خاص رنگ ، شين يا زيړ نه دی بلکې په دې ځای دخاصو ځانگړنو نه په کار اخيستني سره القا کوي متن يې په اصطلاحاتو رنگينوي ۔

دهجري ديوان چې دخپه روان اودافسوس اوحسرت نه ډكې روحيي نه مالامال دی په بيلابيلو ډولونو دهغه روان دتېر ،اوسمهال ، اوراتلونكي زمان په تناب كې ټالۍ وهي ·هغه درنگونو په ژبه هم خبري كوي  اودرنگونو په وسيله له تداعي سره  شيبې شماري · دهغه يو غزل په دې ډول دی:

 

دنگارې يوه نښه ليده نه شې په احضر كې   دسما همه گلونه ددلبر دي په زيور كې

تور اوربل يې تخت مثال لكه سپهر     -- كه كوكب غواړي نظر يې كا په در كې

دسره مهر ته يې غټ كتل محال دي    - كله سترگې برابر گوري په نمر كې

مخ يې بدر دگردون دی راشه گوره    - داسمان ن تلې ترتې دي په پسر كې 

دا اوږود غزل تر پايه درنگينيو يادونه ده  ·شاعر هغه ټوله صحنه مخې ته راوړي اودهغې له تداعي خوند اخلي · په پای كې وايي :

دځان غم راته ويل كوي په شماره   -- گونگ طوطا مې يې گوگل كړو په پنجره كې

روهي سيل يې دمخ كا زلفې يې راغلې   - همه ورك شه تر شپې لاندې په سحر كې 

دسر ويره هر گز مه كوه اشرفه  

عاشقان دې پروانه دعشق په چر كې

 وخت اوزمان لكه چې دمخه هم يادونه شوېده · كله كله دصبر اوزغم له پاره ستايل كيږي · زمان كله هم دمتداول زمان اومهال په توگه چې واحد مقياس اواندازه ولري اوثانيه يا سيكنډ ددې واحد يو عنصر وي نه، بلكې په رواني اوفلسفي معيارونو كي  جلا مفهوم افاده كوي ·

تورتم اورڼا دانسان دنيكمرغۍ اوبد مرغۍ دوه نښې اونښانې دي  چې دشاعر په شعر كې انعكاس كوي  · دكن نورو ته سواد يا تور نه دی  خو دمهجور انسان ذهن اوروان دی چې حكم كوي دكن تور دی ·  په وروسته شعركي وگورۍ :

بې موسمه ونه كله ميوه كاندي

هر مهم هسې موقوف دی په ميعاد

گويا ما رڼا هر گز ليدلې نه وه

درست دكن راباندې هجر كړ سواد

چې لا نه دی دفرقت اندوه خوړلی

هجري زړه دې بس متين دی تر فولاد      ۸۴مخ 

دشاعر روان اوذهن دخپل چاپيريال دنښو اومنظرو سره وصل دی · كيسی اوروايتونه هم يو پر بل پسې دهغه په ذهن يرغل وروړي · شاعر په دې څو بيتونو كې دوه سترگې دقزاق له خوی سره تشبيه كوي · خو كله چې يې خپل تصور ته راوړي نو دمندړو يرغل سره يې ورته بولي · چې دبولاق څاروي تښتوي دقزاق ېرغل اودمندړو حمله  دددوه  بيلابيلو فرهنگي كړنو سمبولونه دي ·

سرو مال په يو نظر دسړي لوټ كا

دواړه سترگې دې خصلت كا دقزاق

له ديواره دی سر پورته كا غلغل شو

ماوې غوا مندنړو بوتلې دبولاق

هجري چا په ملك دوصل وطن خوښ كړو

چې هجران يې اتش نه كړ په وثاق                      ۱۱۲مخ

 

كله چې دهجري دديوان پاڼې اړوو ،زيات داسې مثالونه لري چې په هغه كې دياد راوړلو اوتداعي په برخه كې رنگونه اوتصويرونه كارول كيږي · شاعر په پوره خلاقيت سره دا كار كوي ·

هجري زيات اوپه كراتو دخپل ژوند اوعمر دعبث تېريدو يادونه كوي · په هغه كې دزړښت اودشيرين عمر دشيبو دعبث تيريدو افسوس كوي · عبث يا ابسردabsurd يوهغه مفهوم دی چې دهجري په شعر كې ځای ځای بريښي ·

 *

 پښتو ادب او نوستالژی- لمړی برخه

 پښتو شعر او نوستالژي- دوهمه برخه

هجرې او نوستالژي - دريمه برخه