15 اگست 2015

اکبر کرگر

پښتو شعر او نوستالژي( دوهمه برخه)

اشرف خان هجري  او د خپل ټاټوبي نه

 د هغه د ليرې والي ستونزه 

انسان ته  ، مساپر يا پرديس انسان ته  له خپل ټاټوبي اوزيږنځای نه ليرې اوپه واټن كې انسان ته   ليرېوالی  ددرک اوپوهيدنې وړ مفهوم دی ۔ كله چې دماشوم دنامه کولمه پرې شي اودمور له نسه وشليږي ۔ نو په طبيعې جغرافيوي اوفرهنگي چاپيريال کې يې وده پيل شي ۔ را لوييږي داسې لکه يو نيالگې چې په ونه بدل شي ۔ ښاخونه اوپنجې وکړي خو پلی اوريښې يې لا په ځمکه کې وي ، نم کشوې  اوله هغو تغذيه کوي ۔ انسان هم دا ډول که دمور له رحمه يې دنامه په نوم کولمه پرې کيږي ،ځای يې هغه ټاټوبی ،هغه زيږنځای  ،کلي مالت سيمه اوپه ننې مفهوم کې هيواد يا وطن مفهوم دی،نيسي  ۔  چې په عام اوخاصه مانا گانو يي گڼلي اوبيلولی  شو ۔

عام يعنې جغرافيوی ،تاريخي ،فرهنگي چاپيريال چې حدود لري ، چې جامع پخپله اومانع له اغيارو وي نو وطن باله شي ۔ دا  په لويه کچه او په لويه سطحه كې ده خو که په خاصه مانايې را واخلو نو هغه اروايي اوټولنيزي اړيکې دکورنۍ اوله افرادو ،خپلوانو اودپيژندل شوې سيمې سره پيوندونه اواړيكې يې خاصه مانا لري ۔ عام اوخاص يو په بل کې تداخل پيدا کوي ۔ يو پر بل کې محوه کيږي ۔ وطن ترې جوړيږي ۔نو له داسې ماحول سره  هغه څه چې په غربت کې دانسان دزړه مراندې  ورسره  غوټه وي يوازې دمرگ په چاړه پرې کيږي بيا هم دهغه طبيعي تمايل دی دانسان طبيعي غوښتنه ده  چي بايد  دځمکې زهدان ته ولاړ شي ۔

دغربت درد اوددغه خاص مفهوم نه دجلا والي درد دهر انسان له پاره له کړاوه ډک درد دی ۔ خو په ليکوال اوشاعر يا دحساس ذهن   اوعاطفي په لرونکي گرانه اوسخته تماميږي ۔ هغه درد په يوه اور بدليږي اور دزړه په جارغالي كې بليږي ۔ لوگی يې دهغه له سترگو اوخولي را ووځي  اوپه شعر بدليږي ۔

هجري وايي :

كوم پسر مېندو جدا كړ له رِحَمَهَ   

چې يې نه په سېنه خاورې انبار شوې

  په هر غولي چی وَې وشې دسندرو   

لازمې يې په انگړ دغم سورې شوې       

هجري ديوان  ۳۶۴مخ  

 زموږ خبره دلته په اشراف خان هجري ده هغه چې دپښتو په کلاسيک ادب کې يو روښانه اوځلانده ستوری دی ۔ هغه چې دمغلي استبداد ښکار شوی دی ۔ددسيسو اوتوطيو قرباني شوی دی  له خپل ټاټوبي جلا شوی دی  اولکه دروهستان بلبل دبيجاپور اودکن په قفس کې پريوتی دی ۔كلونه يې دزندان تورو تمبو شاته تېر كړل زمان اووخت يې پر مخ كې سقوط وكړ هره شيبه دنوی خبر هيله من اومنتظر وو خو دڅوارلسو كالو په سبا يې همالته ساه وركړه  

داشرف خان هجري شعر اودژوند حالات دوخت حکمرانان  اوزورواکان دشعر په هينداره کې دوزخ را مخ ته کوي ۔ داسې دوزخ چې دوزخ جوړوونکي هم په کې سوځي ۔ خوشاعر  په کې داور لوبې  افسانه زمزمه كوي

فرانسوا برنيه طبيب لس کاله په مغلي دربار کې طبيب وو لس کاله يې په هند کې تير کړل ۔ (( دلويو مغولانو په امپراتورۍ کې يې سفر وکړ )) په همدې نوم يې کتاب  وليکه کتاب يې وروسته فرانسوي مونتسکيو ته په لاس ورځي اوغالبا دهمدغه کتاب دمتن اومحتوی اودنورو ليكنو اويادښتونو له مخې يې  داسيا په اړوند دوه مهمې تيورۍ ايجاد  يا رامنځته کړي ۔ يوه يې اسيايي استبداد اوبله يې اسيايي توليدي شيوه ۔ وروسته همدغه تيوري گاني دټولنيزو علومو اوپوهنو څپرکي شول ۔خو په دې  برخه کې زموږ په يادو شويو مسالو کار نشته ۔ زموږ هدف داشرف خان اودهغه خپه کوونکي اوخواشينوونکی شعر دی دا شعر موږ دې ته را بولي چې لږو ډېر مغولان وپيژنو ۔

وايي کله چې دمغلو داستبداد دوزخ پراخ شو نو دپښتنو لمنې ته يې هم لاس واچاوه ۔ غوښتل يې دغه ليونی اوسرکشه قوم هم ايل کړي ۔ شخړه زياته شوه دامپراتورۍ اودپښتنو قومونو ددوښمنۍ تنور تود شو ۔ قدرت که دهند دمغولي پاچا سره وي اوکه دهتلر سره وي که دژول سزاريا نرون  اوله فرانکو سره وي  خو پخپله داسې ښکارنده ده چې په انسان حکومت کوي اوهغه دې ته را بولي چې دنورو له پاره دوزخ شي ۔

اورنگزيب په خپل پلار هم رحم نه کوي ۔ دخپل ورور دارا شکوه په مرۍ چاړه ږدي ۔ امر کوي چې داراشکوه په گواليار کې بندي  اوبيايې مړ کړي دورور دوژلو کار خپل يو داسې مريي ته چې نا ظر خان نوميږي سپاري ۔ ناظر خان دشاه جهان په لاس روزل شوې وو ۔ روايات دي چې يو وخت داراشکوه دغه مریی سخت وهلي وو مريي ددرې څلورو کسانو سره داراشکوه ته ورځي  داراشکوه له خپل لمسي سره دنخودو  په ويش بوخت دی ۔ هغه په هيڅ چا باور نه شي کولي ځکه له مسموميت نه ډاريږيپخپله  دځان له پاره  پخلي کوي ۔ کله چې داراشکوه له ليرې نا ظر خان ويني  خپل لمسی ته چيغه کوي ۔(( زامنه دادی زموږ دوژلو له پاره راغلل ۔ )) داراشکوه داشپزۍ چاړه را اخلي  يو جلاد ژر په داراشکوه غورځي نور جلادان يې پښې اولاسونه تړي په ځمکه يې را چپه کوي  ۔تر هغه يې کلک نيسي چې ناظر خان يې سر ورپريکوي ۔ سر يې ژر اورنگزيب له پاره چوڼۍ ته وړي ۔ اورنگزيب امر کوي  چې دداراشکوي سر د ډوډی سره يو ځای راوړي ۔ )) قدرت له انسانه څه جوړوي  تر هه څومره دواکمنو په اندامونو کې ننووځي څومره يې دانسانيت (عاطفي ) ترحم ۔۔،څخه ليري کوي ۔

اشرف خان ددې ډول شرايطو اسير اوبندي دی  دازادۍ اوازاد گرځيدلو نااميده اوبی برخې موجود دی ، شعر يې پلرنې ميراث دی ۔ هغه ته مخه کوي ۔ دشعر له پاره ليکاڼی را اخلي ۔ دخپل تن اوروان ناليدلي درد په حروفو اوتورو رسموي ۔ څرگنده ده چې په دې وچو اوبي ساه تورو کې روح ننباسي اوروح دلوستونکو سره خبره کوي ۔ هغه وايي :

بيجا پور لره چې راغلم كه مې غوږ كړ  

دلې هم هغه فغان دی چې يې دا كا

زه لمبه دهجر مړه كړمه په اوښكو 

دا يې بيا را ته پوكی سر يې بالا كا  

ما په ډېره ناله نو دصورت وچ كړ

لا مې هم چې باڼه وچ ويني غوغا كا

يا جدا ده  له يارانو پسې ژاړي

لا زما په حال خبره شوه ژړا كا

چي يې غور په مضمون د اواز وكړم

واړه يو په يو بيان قضيه زما كا

ما چې راز دحقيقت له نايه غوږ كړ

څوك به څرنگ له يارۍ طمع وفا  كا

كه يودم وصل ديار چاته موجود شي  

هغه دم يې بيا گردون سره جدا كا

هجري ته باڼه وچ مه لره چې خوږ يې 

ستا په روغ وگړې څه دي كه  خندا كا                

 (۱ ) هجري ديوان  ۳۷ مخ

 

اشرف خان هجري ددوست محمد خان کامل مومند په قول د۱۰۴۴ هه ق دروژې دمياشتې په ۹نيټه يا ۱۷ نيټه چې د۱۶۳۵ عيسوي کال دمارچ له مياشتې سره چې د ۱۰۴۹ ه ق چې د۱۶۴۰م عيسوي کال دجنورۍ سره سمون خوري زيږيدلي دی ۔

ددې ليکنې يوه ځانگړنه دا هم ده چې موږ دشاعر دزنداني کيدو په عواملو اودبند په لاملونو اودخپل ټاټوبي اوکلي وکور نه دهغه دوتلو په سببونو خبري نه کوو ۔ خو يوه خبره ځانته اجازه ورکوو ۔ چي و ليکو : چي ويره اوډار داستبداد سبب کيږي ۔ دا اسيايي استبداد په تعريف کې مشهور عبارت دی ۔ دمغولي واکمنو په اندامونو ويره دپښتنو دزړورو قبايلو ځانگړنې ددې سبب دي چې دهر زورگير په زړه کې ترهه اوويره ځای ونيسي ۔

ليكوونكي ته ددې تورو په كښلو كې دلوياتان  اسطوره ذهن ته راځي لوياتان يا هيولا هغه عظيم الشان اژدها ترسيم شوې ده  چې له سمندر نه را پورته كيږي  بديل اومثال نه لري دادشر اسطوره ده  چې دزمان په تيريدو سره  په كې ډېر بدلونونه را منځ ته كيږي په يهودي تفاسيرو كې يې بڼه بدله شوي ده په عهد عتيق كې دجهنم يو شاهزاده بلل شوی دی په يوحنا كې هم دهغه ياد ونه شوېده په ځينو نورو متونو كې په تيره مسيحي متونو كې لوياتان يو لوی مار بلل شوی چې اوه سرونه يې درلودل   چې ډله ييزه وژنه را منځ ته كوي مشهور فيلسوف  توماس هابس  دلوياتان په نوم يو فلسفي اثر لري په دې اثر كې وايي چي انسان په طبيعي حالت كې له قهر اوخشونت سره ملگری دی له جنگ اوجگړي نه لاس پر سر كيږي په دې اساس مشر اورهبر لوياتان ته اړه لري چې يوه  ډير با قدرته اداره جوړه اوخلك يې اوامر ومني توماس هابس وايي انسان ذاتا ځان غوښتونكی اويوازې دځان په غم كې دی  اوله نورو سره په دايمي شخړه كې دی انسانان دطبيعي ځان غوښتنې له مخي يو بل ته ورته دي دوی دخپلو گټو په لټه كي دي  يو پر بل باور نه كوي اودخپل جلا ل اوعظمت په لټه كي  دي سره له دې چې دنورو پوهانو اودنظر خاوندانو په نظرياتو كې دتوماس هابس له نظر سره مخالفت كيږي  خو دمعاصرو ارواپوهانو په عقايدو كې ددې تاييد شته چې دانسان په تن اوروان كې داسې يوه هيولا شته چې كله را پاڅي او دهغه انسانې اړخ تر پښو لاندي شی  نو دغه وحشي اړخ يې ښارونه اومدنيتونه په اور كې سيزي دا هماغه ايگو او لوياتان اوهيولا ده

داشرف خان هجري دوخت امپراتور هم ددغه ځانگړنې يو برجسته ممثل دی هغه لكه چې وموويل نه دپلار پروا كوي اونه دورور چې وينه يې ورسره شريكه ده  اونه دهجري په څير ديو انسان دخپل واك اوقدرت په وړاندې ديوې  ذرې خطر منلو ته چمتو  نه دی  

ځكه خو پښتو ادب داشرف خان اوخوشحال خان دنوستالژيك درد  په خوا کې يو بل مفهوم هم ثبت کړی دی ،اوهغه دمغولوالي گړنه ده ۔دمغول والي مفهوم په ادبي فرهنگ کې دنژادي اواتنيکي مفهوم نه دی  بلکې دظلم استبداد ،پرديوالي اوقساوت سمبول دی ۔لكه چې وايي :

خوب خندا قرار به څو كوم بې تانه

چې بيلتون دې را پسې لكه مغل شه

 

 

 داشرف خان خاني ،دخانۍ موسسه قومي نفوذ ،خپل منځی اختلافات اودامپراتورۍ چالونه اونيرنگونه ددې سبب شوي چې هغه ديو مشر اوديوه شاعر په توگه کلونه کلونه په زندان کې پاتې شي  اوهمالته ساه ورکړي ۔ هغه وايي :

زړه مې هسې ديار هجر په اور سيزي 

څو ورتيږي په دوزخ دبد ملك روح

تش صورت دخټك شته په بيجا پور كې

تل يې سير پورې كاندی تر اټك روح

هجري هسې خام عاشق نه دی دلبره

چې دربان دې يې  هيبت كا په كوتك روح                    

هجري ديوان ۷۵مخ

په پورته شعر كې دهجري رواني حالت په څرگنده توگه جوتيږي  چې  دهغه تن او روح سره جلا عمل كوي هغه په فزيكي لحاظ  په بيجاپور كې دی  خو روح يې پرواز كوي اوله اټك نه پورې ووځي دوزخ ترسيموي دهغه دوزخ دهغه دروان له پاره دی انسان چې ساه وركړې  دهغه جسد په خارو بدليږي خو دهغه روح دی چې دسپيڅلو كتابونو په روايت په دوزخ كې عذاب ويني اشرف خان دغه نوستالژيا دخپل روح په وجود كې بيانوي

شاعر همدغه اژدها يا همدغه اوه سری مار اوهيولا يادوي هغه دفارسي هغه متل چې ازادي داهو يا هوسۍ په ښكر كې ويني ، اشاره كوي(درشاخ آهو )   اولا محاله  يې بولي په وروسته شعر كې دشاعر قوي نوستالژيك تصوير شته چې له خپل ټاټوبي نه دجلا كيدو په هكله دی

يو پاړو په دكن نشته چې مې دم كا

گرفتار په كنجوكاو داژدها شوم

دهوسی په ښكر برات دوصل وشه

چې را پورې په ندۍ دنربدا شوم

دوصال دولت مې گنج پرې نازيدلم

تارو مار همه دهجر په وغا شوم

نن به څه له هجره زاركوم وچاته

ما پخپله غم خريد كړ چې اشنا شوم

بس غبار دهجر بخت را څخه كم كا

په بلل بلل يې ستړی په صدا شوم

زه خټك ديار طلب كړم مونده نه شي

له ناكامه يې دغم سره مليا شوم                        

هجري ديوان    ۱۲۸

شاعر دخپلې جدايي اوله خپل يار اودياره ليرې والي ورځ تل په ذهن كې گرځوي اودهغې ورځي افسوس خوري اټكو ته شاه كول خپل ماتم بولي اوددې سخت اودردوونكي ماتم سره شيبې شماري شاعر دروهه نه جلا والي هغه تير يا غشي سره ورته بولي چې هغه خوړلي يا جلا شوی دی په ټول خيال كې دهغه ذهن اوروح په ټول قوت سره دخپل ټاتوبي اودزيږنځای سره دی  اودهغه ياد كوي  

هغه ورځ  دهجر غم لره سزا شوم

چې له ياره په ژړا ژړا جدا شوم

ما هاله ماتم دځان وكړ په وينو

چې اټك وته مې شاه كړه په ژړا شوم

اوس به څه دوطن كاڼې بوټي ژاړم

درخصت سلام مې كړی تری جدا شوم

يو ناوك مې په دل لك راوړ له روهه

ځاروجارمې دباغ ونه كړ خطا شوم

په محنت مې يو رياض جوړ كه  په دهر

لامې گل بوی كړی نا ځنې جدا شوم

شين فلك په خندا سور شو له هوسه

چې هوډي جبل په مخ زه ورته شا شوم

دزړه سر مې سكه زد په يوه نام دی

كه بتان دجهان مخ زه ورته شا يم

په گفته مې دلباس مظنه(مطمين ) مه كړه

په كږو زلفو سوگند كړم په رښتيا  يم

كه هر څو دوطن كاڼې بوټې ياد كړم

په اخلاص به سلام وايم چې جدا يم

دم په دم مې دجان نوم په ژبه گرځي

زه هجري له بله ذكره مبرا يم                               

دهجري ديوان   ۱۳۷مخ

داسمه ده چې دهيواد اويا وطن مفهوم په سياسي مانا دبشريت دتاريخ دوروستيو پيړيو مولود دی يا په بل عبارت دټولنيزو اواقتصادي پرمختگونو سره هم مهاله دی خو كه خپل فرهنگ ته يو وار كتنه وكړو زموږ عوام اوكليوال خلك اوس هم خپل كلې اوبانډې  اويا سيمې ته وطن كليمه كاروي دا البته په خاصه مانا ده  چې پر سر كې مو ورته اشاره كړي ده داشرف خان هجري ټول ديوان  دوطن اودخپل ټاټوبي سره له مېنې اوليوالتيا نه ډك دی كه دشاعر دژوند په شرايطو اوحالاتو كې دغربت اوله وطن نه دليرې والي نوستالژيا مطرح نه وه  مگر موږ يې په كلام كې دغه درد په قوت سره وينو دهيواد اوله خپلو اقاربو اوكورنۍ نه ليرې والي درد اوكړاو دوه چنده بريښي له يوې خوا زندان اوبنديتوب اوله بلې خوا ليرې والي  هره شيبه شميرل اودزمان سختې شيبی لكه سكروټې له ستونې تيرول دنن ورځې په مقياس سخت رواني درد اونوستالژيا ده  

۲- ژبه او كليمات

فرويد دليپس (۱۸۹۷-۱۴۶ ) له قوله ليكي: كيدای شي چې نا خودا گاهي  يا ځان نا  خبري درواني ژوند داصلي بنسټ په توگه وبولو ناخواد اگاهي يو داسې  پراخه ساحه ده  چې په خپل بطن  كې دخوداگاهۍ كوچنۍ ساحې ته ځای وركوي دخوداگاه هر څه دنا خواداگاهۍ يو مقدماتي پړاو لري په داسې حال كې هر هغه څه چې نا خواداگاه دي كيدای شي په يوه پړاو كې باقي پاتې شي اوباالاخره په  بشپړه توگه  راتلونكې رواني ارزښت وگڼل شي ځان ناخبري يا نا خود اگاهي رښتيني واقعيت دی چې په خپل ډير دروني يا دننې طبعيت كې موږ ته دبيروني دونيا دواقعيت په پرتله  نا پيژندل شوی  مسايل منعكسوي ،لكه څنگه چې  زموږ حسي اندامونه  بيروني دونيا منعكسوي   

ددې وينا له مخې دشاعر اويا هستوونكي انسان ذهن ديو خلاق اوهستوونكي ذهن په توگه دهغه دنااگاه شعور دونيا دهستونو اوخلاقيتونو يوه خزانه ده په رواني نوستالژيك حالت كې ماضی دذهن په سيال بهير اغيز كوي اودشاعر په مخكې حضور پيدا كوي اوپه شعر بدليږي اشرف خان هجري كلام يې يوه برجسته نمونه ده  

دانكار ژبه خوندي كا له جنبشه  

بې حاصله حكايت پرې ناروا كا

خټك ناست په بيجاپور مهر په لبو

بازيگر فلك دلوبو تماشا كا

په اواز يې غوږ لرۍ دروه بلبلو

په دكن دحال قصه هجري طوطا كا                                  

 ۳۹  مخ دهجري ديوان       

که چيرې گړنې اوکلمات ايماژ ( شاعرانه تصاوير اوصور وخيال ) رنگونه اودژبې قابليتونه دمتن دفضا په نوستالژي کولو کې  اوهمدارنگه دهغه مهال دعلت  اومعلول پر بنياد  پټې اوښکاره اړيکي را وسپړو وبه وينو چې ددواړو خواو ترمنځ څومره نږدې  اړېکې موجودی دي ۔ کليات درنگونو تداعي کوونکي دي اورنگونه دمحسوساتو په حوزه کې ډېر برجسته اوڅرگند عنصر دی په عين حال کې دکليمي له بطن نه تداعي کيږي ۔ له بلې خوا درنگ اوکليمي ددواړو اړيکې دتصاويرو اوشاعرانه ايماژونو په عيني کولو اودشعرې تصاويرو داجزاوو تر منځ دروابطو په توضيح کې مرسته کوي ۔

دغه ژبنې قابليتونوپه (کليمه ،ايماژ ، رنگ ) كې تر زياته حده دفرديت دماضي له نوستالژي سره اړه لري يعنې شاعر يا ليکوال کله چي خپله شخصي ماضي ياد ته راوړي اوداسې مسايل لکه په ځوانۍ حسرت اودزړښت غم ، دهيواد نه ليري والي دکورنۍ نه ليرې والي باندې افسوس  اويا دځوانۍ اوماشومتوب يادونه  بيانوي له دغه ډول قابليتونو اوظرفيتنوکار اخلي ۔

خو په مقابل جهت کې په جمعي نوستالژي کې چې په جمعي ناخوداگاه کې يې شکل نيولي اودزرگونو افسوسونو اوگډو قومي خاطرو دتير ياد محصول دي دنورو نوستالژي مشخصاتو لکه اسطوره يې ارکاييزم(لرغون پالنې )  اومدينه فاضلي ته تمايل كې دژبې له رول نه کار اخيستل کيږي

كليمات اومفاهيم ،توري اواوازونه دهجري په ذهن اوروان كې لكه له بيلابيلو  ويالو  اوسيندونو  اوبه  چې په يو لوې سمندر كې ورگډيږي،سره  ورته والی لريبيا  په دغه ناپايه سمندر كې په لامبوزنو بدليږي تصويرونه اوانځورونه چې په كليماتو كې حركت كوي  دشاعرد ذهن اوروان په سمندر كې په ټلونو اوجالو بدليږي دځمكې اواسمان فضا اوهوا هر څه په غيږ كې نيسي دشاعر  دروح اواز په ټوله خوره وره نړی كې پلنيږي درد اوزگيروی يې دزمانو اوپيړيو له كاروانونو سره يو ځای اواز كوي اوتر موږه رارسيږي سبانو ته ورليږدي اوهغوۍ هم له دې درد ه خبريږي

كليمات اوژبه دشاعرپه كليمه كې په يو جادوگره پرښته بدليږي هر توری تصوير اوتابلو جوړوي هر تصوير يا انځور دژوند يوه گوښه اوكونج سترگو ته ږدي ((خټك ناست په بيجاپور مهر پر لبو + بازيگر فلك ديو يو تماشا كا ))

هجري شعر زمزمه كوي دروه بلبلې مخاطب كوي هغو ته وايي چې دهجرې طوطا كيسې ته غوږ شۍ چې څرنگه دحال داستان دراوروي دهغه دنه ازادۍ اوزنداني كيدو خپگان دشاعر له تحت الشعور ژورو ته وركوزيږي دذهن په څاه كې ځان بند بولي دتخييل ماڼۍ له سره چيغه كوي چې له دي څاه نه دوتلو له پاره ددوه زلفو تناب را گوزار كړه هغه دا احساس كوي چي دهجر شپه ډېره اوږده ده اوتر كومه وخته به شپې  ورځې شميرم دزمان اوشيبو شمير يو داسې منتظر ته چې هره شيبه دښه اوبد خبر اوريدو ته سترگې په لار دی، رواني ستونزه ده  خو څومره چې هغه په دې اړوند فكر كوي هغومره يې دې پايلي ته ورنږدې كيږي چې دوصال عمر لكه داوبو له پاسه ځگ اويا پوكاڼه داسي ده چې لا جوړه شوي نه وي له منځه ځي

خو شاعر ته له جلا وطنۍ اوغربت نه را هسته شوې نوستالژي لا په خپل ځای ده چې وايي: دوطن عيش وهوا به مې هير نه شي +

 بيجاپور كه راته ډك همه په زر كا  

هغه دم مې يې دزړه زركه شگون كا

په ازل چې ښكر كاوه دده عتاب

دذقن په څاه كې بند رها مې نه شي

مگر راكړه ددوو زلفو يو تناب

شپه دهجر طولاني ده تر حسابه

څو به ورځ دحساب گورم زه خراب

ما هجرې چې دباور په چشمو وليد

دوصال عمر ډېر كم دی تر حباب                                       

۶۳مخ

يا په دې بل شعر كی لولو :

دوطن عيش وهوا به مې هير نه شي 

بيجا پور كه راته ډك همه په زر كا

يو هجري دهجر غم ترلمن ونيو

نور همه ديار په وصل تل اختر كا                                 

مخ۴۸

ژبه دهر ډول مفاهيمو اومسايلو په ادلون بدلون اوليږد را ليږد كې رول لوبوي هايد گر ليكي : ( ژبه دهستۍ كور دی )) هغه زياتوي انده يا مفكوره يوازې په ژبه ځانته راگرځي (( يوازې هغه مهال كله چې انسان څه بيانوي، نو فكر كوي ، اومفكوره په نورو لارو چې متافزيك پرې باور لري ،نه لري ))

پښتون شاعر هم دخپلو حسرتونو اوافسوسونو ،خپگانونو اودردونو په ليږدولو كې دژبې له كليماتو كار اخلي دشاعر نوستالژي چې په رواني اودهغه په دننې يا باطني  قلمرو او ځانگړنو څارنه كوي په ظاهره كې تر زياتې اندازي دژبی محتوی اونامحسوسه ځانگړنو تكيه كوي

له بلې خوا دشاعر په كلام كې موږ دډېرې قوي نوستالژي په پايله كې دژوند بې گټې والی ،بې مانا والی اوبې خوندې اوپيكه توب هم ليدلی شو دانسان له پاره دژوندبي مفهومي  اوبې گټې توب څه نوې خبره نه ده په عهد عتيق كې دټولني برخه وگورۍ  دا دكلام يوه فلسفي برخه ده چې په زيات احتمال  سره دسليمان له خوا كښل شوې ده دا هغه فيلسوف اويا حكيم دی چې دايمان اوشك ،اميد اوياءس ،خوند اورنځ ترمنځ دژوند دپوچوالي  مفهوم په نوساني حالت  كې جوتوي هغه پوهيږي چې خاكي انسان اړ دی چې له حال زمان شاته غورځوي اودراتلونكي په لور حركت كوي انسان داميد تږی دی ، خو له راتلونكي نه نا خبره دی  نو ښه به دا وي چي له اوسمهال نه خوند واخلي وايي : ((نسلونه يو پر بل پسې راځې اوځي خو دونيا هماغه شان پر ځای ده لمر راخيږي اولوييږي اوبيا په چټكۍ هماغلته ورځي چې له هغه ځايه را وخيږي باد  دسهيل په لور لگيږي اوبيا دشمال په لور دوره كوي لگيږي اولگيږي اوبيا خپل ځای ته ورځي ،دسيندونو اوبه سمندر ته توييږي خو سمندر هيڅ نه ډكيږي اوبه بيا سيندونو ته ورگرځي اوبيا سمندرته راځي هر څه ستړي كوونكي دي ،دومره ستړي كوونكي چې ژبه يې له ستاينې نيمگړې ده نه يې سترگې په ليدو مړيږي اونه غوږونه په اوريدو هغه څه چې دي بيا به هم وي  څه چې شوي دي بيا به وشي داسمان لاندې هيڅ شی نوی نشته  يا داسې څه شته چې دهغه په باب ووايو  ايانوي دي ؟ هر څه له موږه مخكې له ډېرو پخوا را هيسې موجود وو ، دتير ويادونه نشته راتلونكي به هم زموږ يادونه ونه كړي ))

همدا ډول موږ دخپل ياد اوتر بحث لاندې شاعر په ذهني اورواني حالت كې كه له يوې خوا دكليماتو اور لوبه پر مخ وړي له ژوندانه اودژوندانه له بهيره يو نا خوښی تصوير هم را كاږي ژوند په يو بې گټې اوبې مانا شي بدليږي  دا يوازې لرغونې خبره نه بلكې له لرغونو زمانو راهيسې ان په معاصرو فلسفي اوادبې پوهنو كې غځيږي اوپراختيا پيداكوي دكامو دسيزيف ليكنه يې يوه ښه نمونه د ه

له بلې خوا سارتر باور لري اووايي چې  زما په باور شاعرانه شيبه تل دمکث شيبه ده . اوپه پيل کې زياتره وختونه په خپل ځان باندې دترحم شيبه ده . داسې شيبه چې له ځانه سره مينه کوي اوځا ن ته تسلي ورکوي داسې شيبه چې غوښتني يې دکليماتو له منځه تيريږي مگر دهغو دارتباطي ځانگړنو اخواته عينيت پيدا کوي .

 نو را ځو دې ته چې ايا شعر دېوي ښکلې نجلۍ غمگينه زمزمه نه ده چې دهندارې مخ ته ولاړه وي اوپه خپلو زلفو کې لاس وهي  اومبارز ليکوال اودعمل سړی چې کله غواړي خپله خولۍ پورته کړي ,له کوټي بهر کيږي دهغې پر زلفو لاس راکاږي اوبيا ورسره دکار اومبارزې نه دفراغت په مهال دليدلو وعده ټاكي   .

په دې اساس ده سارتر شعر دکليماتو يوډول ښکلي اورلوبه بولي . خو بي خطره اور لوبه

دلته به بې ځايه نه وي چې لږ څه دشعر په ژبه اوجوهر  دپيښو   دبيان په هكله ووايو شعر پخپله داسې يوه پيښه ده چې په نړی كې را منځ ته كيږي اوهر هغه څه چې په نړی كې پيښيږي په ژبه كې دكليماتو په وسيله انعكاس كوي دا ځكه چې ژبه دنړۍ هينداره ده موږ ته داسې بی ځايه ويل شوې اواوريدلي مو دي چي هغه څه چې پيښيږي خپل انعكاس يوازې  دپوهيدنې وړ ژبه كې پيدا كولي شي  اوله هغه پرته هر څه ذهني (سوبژكتيف ) اونفساني دي خو ايا نفساني شيان داسې څه نه دې چې گوندې په نړی كې نه پيښيږي اوپه ژبه كې نه څرگنديږي ؟

شاعر په نړی كې تيت پرك اوخور اور شعر بيا راټولوي  اوبيانوي يې كه دهغه ژبه دژبې ځانگړې فضا وي له دې امله ده چې دهغه ژبه دهستۍ دښكارندو ځانگړې فضا ده ټول واقعي شاعران په دې خبره پوهيږي چي دغه تيت پرك اوخواوشا كې دموجود شعر پيام را اخيستلو له پاره بايد تيز اوچابك انتنونه اورا نيوونكي ولري اودهغو درمز ژبه بايد وپيژنو اوپه انساني ژبه وړاندي شي

دغربت په چاپيريال اوله خپل زيږنځای نه په ليرې والي كې دشاعر په خاصو نفساني اورواني حالاتو كې دشاعر له پاره دداسې خورو ورو شعرونو موجوديت ډېر محسوس دی نو ځكه يې هغه را ټولوي اودژبي په وسيله دكليماتو اومفاهيمو له لارې يې دشعر روان  سيند ته داخلوي دهغه چاپيريال اوخواوشاه ،حالت اووضعيت ټول په دې دلالت كوي چې دشعر ذرات وړانگې هرې خواته موجودی دي اوپر هر ځای چې ډېر سپك روح اوډير روښانه اوخوځنده اوله خياله ډك څه دي اوهر چېرې چې هستي خپل وزن له لاسه وركوي اوسپكيږي  هلته بايد  شعر وپلټل شي 

دهجري دغربت شعرونه دهغه دكړاوونو اورواني خپگانونو ،نهيليو اونااميديو نه ډكې شيبې هم په شعر بدليږي هغه هم له حسرتونو اوافسوسونو اودتيرو يادونو زړه دردوونكي حالتونو شعر دی

د دوېمې برخي پای

*

 پښتو ادب او نوستالژی- لمړی برخه