17.07.2015

اکبر ګرګر:

 پښتو ادب اونوستالژی

 

انسان څومره پيچلې موجود دی . په يوه ځاې کې می لوستي وو چې انسان د کايناتو د تکامل سر فصل دی . په سپيڅلو کتابونو کې انسان اشرف المخلوقات بلل شوی دی . دا هر څه دانسان ٬٬استريو تايپي٬٬ تعريفونه دي . انسان داسې نور ډېر تعريفونه هم لري . خو د هغه  رنځونه ،غمونه ، او انديښنې هم ډېرې زياتي او ناپايه دي . يا داچې  پيچلي موجود پيچلې رنځونه او کړاوونه لري . دلته خبره د انسان په يوه مشخص درد كې ده هغوۍ چې له نيکه مرغه په خپل چم گاونډ اود خپل هيواد په کلي اوښار کې بهر اودننه کيږ ي ددې ډول  رنځ چې موږ يې را سپړو ،احساس نه کوي . خو هغوۍ چې زرگونه مايله  دخپلو خاپوړو له کوڅو اوله خپلو کليو اوښارونو ليري دې په نا خواد اگاه توگه په خپل تن  كې دننه يو درد احساس کوي اوهغه دغربت اوبی وطنۍ درد دی . په دې ليکنه کې دانسان ددې دول  مشخص رنځ باندې خبرې كوو دا هم  دغمونو نه يو  غم له رنځونو نه يو  رنځ له نهيليو نه يوه  نهيلۍ اوله ژړاو نه په يوه ژړا يا په لنډه توگه دانسان  په غريو نيولي ستوني اودژړا نه په ډک ټټر څه ويل دي

پښتو لنډۍ يې څه ښه انځور لري :

باران ورېږي بلۍ لويږي      دمساپرو به ياديږي خپل کورونه .

هغوۍ چې په خپل کلي کور ديره اوهوجره ښار اوبازار  کلي اوکرونده سهار اوماښام ويني اوسترگی پرې مښلوي . ددې رنځ په اړه هيڅ  فکر نه کوي . اړتيا هم ورته نه لريچې پرې فكر وكړي  . په سوچ اوروان کې يې هم نه گرځي چې داسې کوم رنځ شته اوکه نه ؟نو له دې درکه نيکمرغه هم دي . انسان ته دخپلوخاپوړو کوڅه دمنډو ترړو وستل . دغنمو اوشوتلو کروندي،دغرونو تړې، دځنگلونوپر سر  ارام بادونه ، دشپنو شپيلۍ ، دکلي دسپو يونيم غپ هر څهاو هره نښه دخوند اومزې جوگه دي . په ليدو يې سړي خوند اخلي  خو کله چې په همدغه اصلي اوبومي چاپيريال کې دسړي ژوند په ځغاسته وي  ددغه انځورونو ليدلو په ارزښت نه پوهيږي  دومره ورته خوند نه ورکوي . ان په دې فکر نه کوي  چې دانسان په روان اوخيالاتو کې دداسی خوندونو اودردونو يوه پټه اونا څرگنده  څړېکه هم شته . ليری والي اوداصلي ټاټوبې نه جلا والي دخاپوړو له کوڅې نه ورکيدل يو تلپاتې اوناپايه درد ايجادويدزمان په تېريدو سره کرار کرار دادرد دوجود په ټوله بوده تنسته کې غځيږي . دبدن په ټولو رگونو کې خپريږي اوپه يوه اوږده اوهميشنې درد بدليږي  غوټه كيږي اوپه  ستونې کې بنديږي .په ټټر کې پنډيږي اودسترگو د کسو له لارې هم  کله ناکله لاره کوي .

يو وخت مې دادوارد سعيد يوه ليکنه لوستله  دهغې پر سر کې راغلي وو .دبې وطنۍ  په باب فکر ډېر په زړه پوری دی ، خو دهغې تجربه کول ډېر له کړاوه ډک دي  . بې وطنې  اوغربت دا سې دانسان اودهغه دپلرني زيږنځای تر منځ  يو گوړ اونه ډكيدونكې کنده ده .دبې وطنۍ غم داسې يو درد دی چې هيڅکله له منځه نه ځي . سره له دې چې په ادبياتو اوتاريخ کې درومانتيکانو   په روايت قهرمانانه اوکله هم له وياړه ډک اوکله هم بريالی بلل شوی  چې له هيواد نه بې برخې کسانو په ژوند کې ورسره مخامخ کيږو .خو دا ټوله خبره نه ده . دغربت له غمه دبې وطنو  دتيښتې هڅې دي .د اواره گۍ لاس ته راوړنې هيڅکله دهغه غم په له لاسه ورکولو سره  چې د تل له پاره يې له  لاسه ورکړي دي هيڅ رنگ اوبوی يې  نه درلوده .

زف برادسكي ليكي : جو له پترز بورگ نه تر استكهولم پورې بايد سخته لاره ووهې البته داسې چا له پاره لكه زه چې يو شاعر يم لار ه وهل سخت دي وايي چې  ددوه ټكو ترمنځ ډيره لنډه فاصله مستقيم خط دی خو اوس دې مقولې خپل مفهوم له ډيره وخته راهيسې له لاسه وركړی دې 

خبره دبې وطنۍ ده دهيواد اوزيږنځای نه په ليرېوالي اوواټن کې ده .هغه څه چې موږ يې دنورو په ادبياتو کې دپلټنې اړه نه وينو .پښتو ادب دی چې په دې برخه کې قوي مضمون لري . تېر دوه درې نسلونه  چې دبيلابيلو عواملو پر اثر له هيواده اواره شول اوخپل كور اوكلي يې پريښود  يو دحساب وړ كتله ده دوی كه په پاكستان كې ول كه ه ايران اوكه په اروپا اوامريكا كې خو تل يې دا خبره په ذهن كې وه چې كله به بيا هغه مړستون اوهغه گور وگوري اوكله به بيا هغه گودر اودهغه پر سر شور وويني خو دا واټن لنډ نه شو

 دپښتو ادب راوي اوخالق دا تجربې يې  په پوره کړاو سره سرته رسولی دی .داځکه چې ددې ژبې دويونکي اولس ژوند دسر گردانيو او لالهانديو سره مل  دی .

دادبياتو دا برخه دادب اوارواپوهنې ترمنځ شريکه ده .  چې دنوستالژيا په نوم ياديږي .كه له معاصرو نسلونو داغيزو اوهستونو نه لږ شاته لاړ شو  نو دكوچيانو اودپوونده وو وطن دلښكر ونو اوغورځنگونو هيواد نسلونه تل ددې عنصر هستوونكي وو  خو په پښتو ادب كې ددې مسالي شننې له پاره  اړه ده چې لومړې دتير دياد اودهيواد دياد له افسوسونو اوغمجنودياد لهپاره ددغه تم اوموضوع اروايي اړخ باندې خبرې وكړو  اوبيا  په پښتو ادب کې د مهمو مثالونو يادوكړو :

نوستالژی څه ته وايي ؟

دا يوه ارواپوهنيزه گړنه ده چې نن ورځ يې ادبياتو ته هم لاره كړيده نوستالژي يا افسوس يا دهغه شاعرانو اوليكوالو افسوس اوخواشيني ده  چې تېر ته په كتوسره يې دهغو په اثارو كې ظهور پيدا كړی وي اولوستونكو ته  يې  وړاندي كوي

نن ورځ دغه گړنه يعني نوستالژي په دوه استقامتونو اويا ددوه لوريو  په موجوديت كې تعبير اوتفسير كيږي چې يو ته يې فردي اوبل  يې ټولنيز استقامت دی

چې يو لوری يا يو استقامت يې دفردی ځان نا خبرۍ له لارې اوبل يې دجمعي نا خود اگاه يا ټولنيز ځان نا خبرې له لارې پيژندل كيږي

ومو ويل چې دادارواپوهنې يوه گړنه ده  خو په ښكلي طرز اوخپه كوونكي اغيزناكه اواز دكلام اوليكنې له لارې ددې سبب شوی چې په ادبياتو كې يوه لاره پرانيزي ليکوال اوشاعر دی چې دخپلو موجودو امکاناتو نه په گټې اخيستو سره خپل خپه احساسات اوله درده ډک افسوسونه اويا دتيرو ليري وختونو خاطرات دگړنو اوکليماتو قلمرو ته ننباسي اوبيا همدغه جملې اوعبارات دي چې پر لوستونكي يا مخاطب باندی دشاعر د احساساتو په انتقال کې جادويي  اواساسي نقش لوبوي .

شاعران اوليکوالان چې هميشه دبديو اوناوړتيا وو نه دازادي ارماني ټولني په لټه کې دي .په ځان خبرې اوتر زياته حده په ځان نا خبري توگه خپلې تېرې نيکې ماضې ته مخ اړوي ،په دې لټه کې ټولنزه نوستالژي ددوه چنده قدرت اوښکلا نه برخمنه ده .

نوستالژي يوه فرانسوي گړنه ده . چې له ( Nostaligia )  چې ديوناني له ( Nostos)  يعنې تير ته ستنيدل او ( Alogos) درد اورنځ مانا لري . دلغاتو په قاموسونو اوفرهنگونو کې دتېر حسرت ، دغربت غم اودليرې والي درد په مانا راوړل کيږي . نوستالژي په ادبې څيړنو کې هغه ډول هستونو ته ويل کيږي چې دهغو په بنسټ شاعر يا ليکوال په خپلو شعرونو اوليکنو کې تېر ته پام کوي اويا دهغه سرزمين اوهيواد چې ياد يې په فکر کې راځي په ډير افسوس  اودرد سره يې ترسيموي . کيدای شي دغه حسرت اوزړه تنگی دخپل پلرنې ټاټوبي اودهيواد دکوچنيوالي دوران ښه سياسي ، مذهبې اواقتصادي حالت اوله تېر سره شوق اومينه وي . نوستالژي يو لړ شاخصونه هم لري لکه دتيرو خاطراتو اوتمايلاتو يادونه  ،تير ته ورستنيدنه اوداسی تمايل چې بيرته خپل ټاټوبي ته دورتللو مينه اوشوق ،ارکاييزم يا لرغونپالنه  ،اسطوره جوړونه اوارماني دونيا ته پناه وړل دي . چې په متن کې ددغه ډول مشخصاتو موجوديت په تېر پسی دشاعرانو افسوس اويا ارماني راتلونکي پسې دشاعر تمايل جوتوي  . په دې لړ کې د ارکاييزم ( يا لرغونپالنه ) په اړوند دگړنو کارول  اودزمان اومکان ياد اوس په معاصر شعر کې ډېر کارول کيږي .

نوستالژي په دوه برخويعني په سملاسي اودوامداره يا تلپاتې برخو ويشل کيږي يا پيژندل کيږي .له فردي اوسملاسي نوستالژي داثر دهستوونکي په خپل تن اوروان کې دتيرو شيبو ته ميلان دی . پرله پسې اودوامداره فردي نوستالژي دشاعر يا ليکوال دټول اثر نه عبارت دی . هغه شاعر يا ليکوال چې ددې ډول نوستالژي نه اغيزمن دی په ټول اثر کې په بشپړه توگه په تير زمان بحث کوي .

 

 

 

 

تېرمهال پالې نوستالژي :

 

كله چې دناخود اگاه شعور په متن كې دنوستالژي څيړنه كوو نو په فردې استقامت كې په پښتو كلاسيك ادب له نورو نمونو چې تيرشو دخوشال بابا په هغو شعرونو كې چې په زندان كې يې ويلي دي  ښه نمونه كيدای شي سره له دې چې په بديع اوبيان كې دحبسيه شعرونو په نوم ياديږي  خو كوم رواني اوذهني درد چې په هغه شعرونو كې پروت دی اودوطن اويا روه ياد كوي   ددې برخې ښه مصداق دی

خوشال بابا وايي :

 هره چاره پښتانه تر مغل ښه ده           +  اتفاق ورسره نه شته ډېر ارمان

دبهلول اودشيرشاه خبري اورم            +چې په هند كې پښتانه وو بادشاهان

شپږ اوه پيړۍ يې هسې بادشاهي وه    +  چې په دو ی پوري درست خلك وو حيران

يا هغه پښتانه نور وو دا څه نور شول   +   يا دخدای دی اوس دا هسې شان فرمان

كه توفيق داتفاق پښتانه مومي

زوړ خوشحال به دوباره شي په دا ځوان

دخوشحا بابا دا شعر چې لا په خپل پلرني ټاتوبي كي دی  خو دتېر برم اوشان وشوكت غم يي زړه خوړينوي  هم پ خپل اولس نيوكه كوي اوهم دتير ياد افسوس كوي  نه يوازې په فردې توگه بلكې ټوليز اوجمعي افسوس يې پياوړی دی چې دشننې له مخې يې ټولنيزه نستالژيا بللی شو دخپل قوم يا پښتنو دتير دور پر عظمت اودبرم افسوس كوي  ټولنيزه نوستاژيا ديو جمعيت  ديوه ملت اوديوه اولس دتير دور  دعظمتونو اووياړونو دنشتون اوبربادۍ پر سر ژړا ده زموږ په ادبياتو كې دغه عنصر زموږ داولس اوخلكو دژوند پر مقياس ډير څرگند دی پښتو لنډۍ دجمعي نوستالژيا ډېرې نموني اومثالونه لري  دا ځكه چې دهغو ويونكې اوخالق يو مشخص فرد نه دی ، په هغو كې دېوي كتلې درد منعكس كيږي  كه يوه ميرمن يې وايي كه يوه نامراده پيغله يې وايي هغه درد په كې منعكسوې چې نور يې هم لري  

په دې مفهوم کې تېر مهال ياد ،لوستونکي دتير مهال خاطراتو اوپيښو چې دشاعر دجمعي هويت له پاره پيښ شوي،لوستونكی ورسره  اشنا کوي . له جمعي نظره هغه څه چي دشاعر په ژبه راځي هغه دردونه اوقهرونه دي چې دټولي سيمي دخلکو فکر اوروان يې خپه کړی دی اوټول يې په ناوړه حقيقت کې ورگډ کړي دي . لکه څنگه چې يادونه وشوه دتېر ښه دوران ياد شاعر له خولې ، ټولنيز اوجمعي حسرت په اذهانو کې ژوندی کوي . په جمعي نوستالژي کې شاعر يا ليکوال خاص او ځانگړي ټولنيز موقعيت ته پاملرنه کوي .

دمثال په توگه  دا شعر چی په هند كې دخپل هيواد يادونه  كوي چې په هغه كې هم دخوشال بابا دنوستالژيك روان قوي تومنه موجوده ده

چې سړې اوبه دغره نشته په هند كې

ترې توبه كه واړه ډك وي له نعيمه

كه گذر په خيراباد  وكړي نسيمه 

يا دې گشت وشي دسرای دسيند په سيمه

په بار بار سلام ځما ورته عرضه كړه

ورسره زما دلوريه څو تسليمه

سره له دې چې دخوشحال بابادزندانې يا حبسيه شعرونو اومعاصرو نوستالژيكو اثارو ترمنځ توپير شته دا توپير هم په زمانې لحاظ اوهم دشاعر اودهغه دټاټوبي سره دموقت شليدون په لحاظ دی

خو كه دلته له دې توپيرونو تېر شو اودزندان يا په بل هيوادكې دياد شاعر دغربت ژوند ېوی خواته كيږدو ،نو خبره دكلام يا اثر په سايكالوجيك جوړښت كې ده هلته چې دشاعر دژوند اودټاكلو شيبو دېوې هندارې حيثيت لري داسې  هيندارې چې دهغه دفزيكي وجود انځور نه راښۍ بلكې دهغه دمعنوي دونيا تابلو گانې را مخ ته كوي زموږ دسترگو اوخيال په وړاندې يوه بله دونيا را ترسيموي دا دونيا دياءس اوخپگان ،غم اوښادۍ دخواشينۍ اونهيلۍ دونيا ده كومه چې له انساني حقيقت نه پردۍ نه ده دانسان دمعنوي  دونيا يوه وړتيا اوعلويت دا هم دی چې تل ددوه متضادو حقيقتونو سره مخامخ دی كه خير گوري شر هم شته كه خوشحالي ويني  نو خپگان هم شته دا دواليزم يا ثنويت يو دبل ارزښتي انډول جوړوي اوتوله يې برابروي

دلته دتورات يو ايت په ياد راځي چي وايي : يوازې انسان دی چې ورته وايي اوپوهيږي چې هغه به ومري  يا هغه به ووژل شي منظور دادی چې انسان يعني دهگل خبر ه ځان خبري دهيوازې په حيه موجوداتو كې  انسان دخپل غم ،نهيلۍ او درد احساس كولي شي  

خوشحال بابا خان وو مشر وو دقدرت خاوند وو دتورې خاوند وو خو دقلم خدای هغه ته دا امتياز وركړی وو چې خپل زړه تش كړي اودخپل عالي شخصيت  هغه نازكه اوناملموسه پرده موږ ته په ښكلي بڼه يعنې دجادويي شعر په ژبه  راو ښی 

په هر حال دويكتور هوگو خبره ده چې وايي : غربت يا جلا وطنې يو لوڅ قانون دی اوله هغه نه زيات هيبتناك څه نه شته دچا له پاره ؟ دهغه چا له پاره چې اړ شوي وي چې هيواد پريږدي ؟

نه خير دهغه چا له پاره چې غربت يا جلا وطني يې په نورو تحميل كړي ده شكنجه مخ را اړوي اوشكنجه كوونكې په غاښونو كې نيسي ))

پښتو ټپه يې څه ښه بيان دی :

څوك په رضا له ملكه نه ځي      يا ډېر غريب شي يا ديار له غمه ځينه

پښتو لنډۍ داسې ډير انځورونه لري  په پښتو لنډيو كې يو هغه ځای چې دسمبول اورمز مانا يې خپله كړې ده دهند د دكن سيمه ده  چې په دې برخه كي زيات تكرايږي اوويل كيږي  :

څو دوطن ياران خبريږي    دغم سيلاب به په دكن ويشتلي وومه

اوخوشحال بابا دخپل غربت حالت په څومره قوت ترسيموي  وايي :

شعر په دې ډول دی :  

زمانې له ښو يارانو نه مهجور كړم           څه بلايې مبتلا په ډېر ضرور كړم

دبڼو اوښكې مې پاسه پرې تارونه           بيلتانه په تن په مثل دتنبور كړم

اوس په ما دخوشحاليه نوم جوړ نه دی    چې دا هسې زمانې له غمه پور كړم 

ماوې تړق به سره وچوم له غمونو         ولي لا تراوسه پايم خدای صبور كړم

نوره واړه پښتونخو ا په ځاې ميشته ده     خو يو زه دې زمانی په كې منصور كړم

اشرف خان په ناپوهۍ په غم كې ونښت    زه دده غمونو لاپه زړه رنځور كړم

جدايې دصدرخان لكه سوراور وو             كه ددواړو فرزندانو غم چور چور كړم

سل تڼاكې مې هر اه سره په زړه شي            په درون يې لكه وږی دانگور كړم

هغه وخت مگر دخدای په وعده راشي        چي به بيا دخيلخاني سره سرور كړم

دهر مخ خالونه داغ زما دزړه دي                   زه حيران يې يادول په كوم دستور كړم

دا ارمان مې هيڅ ارمان سره سم نه دی        كه په زړه كې ارمانونه نا محصور كړم

مرگه هومره مهلت را كړه په جهان كې            چې جمدر دمدعي په وينو سور كړم

چې مې اوس له لاسه ووتې اسمان شوې        دهغو خبرو څه لره مذكور كړم

نوستالژيك اثر يواځي په پردې چاپيريال  كې دخپل هستوگنځي ياد اودهغه حسرت نه دی بلكي دعمر تيريدنگ ، سپين ږيرتوب ،بوډا توب دكورنۍ اوخپلوانو اواقاربو غمونه اودهغو ياد هم دی شاعر په كليماتو  كې خپل سحر اوجادو  اوپه لوستونكې باندې لوبه كوي خوشحال بابا په راپورته  شعر كې كهله يوې خوا  دخپل هجرت غم ترسيموي  نو دخپلو دوه زامنو اشرف خان هجري دزنداني كېدو داستان ته اشاره كوي اشرف خان هجرې په پښتو ادب كې دنوستالژيك شعر ډير پياوړی هنرمند دی دهغه كلام اودهغه كليات ټول اوټول ان فارسې برخه يې دوطن په ياد كې ويلي ده او هغه يي هم په زندان كې ويلي ده دهغه شعرونه له دغه نوستالژيك ياد اوحسرت نه مالامال دي چې په جلا ليكنه كې پر هغه څيړنه كوو خو دلته په لاندې شعر كې دخوشحال بابا يادونه په زړه پور ده چې په خپله دشاعر رواني حالت  را مجسموي  موږ په دې څيړنه كې دحالت دايجاد دسياسي عواملو اونورو ستونزو ياد نه كوو بلكې يوازې درواني حالت اونوستالژيك يادونه كوو  

په دې شعر كې گورو :

په خپل اه مې باور شته اثر به وكا     +     رقيبان به اورلړوني دتنور كړم  

يو دوه سری مار مې پروت په دواړو پښو دی+     په ديدن يې له نشاطه نه نفور كړم

پاړوگان دپيښور واړه نا قص دي        +    دايم هند لره روان شوم كه يې دور كړم

چې مې فكر دازال په تورې وشي   +  په دا كار كې خپل پردي واره معذور كړم

دا بيان مې دعفد ( ۱٠۷۴)په كال ويلی  +   په شعبان چې دلاهور په سيند عبور كړم

واړه خلك دخوشحال په پت ولاړ دي 

بخته تا له كومه لوريه را حضور كړم

اغلبا دا به سمه وي  چې دپښتنو دهستوگنې سيمه  اودهند دمغولي امپراتوری له پاره ددې سيمي سترتيژيك موقعيت  اوپر دې برسيره دخوشحال قومي اوولسي نفوذ به ددې سبب شوي وي  چې دمونتسكيو فرانسوي پوه دا خبره مصداق پيدا كړي چې وايي :( ترس اوويره داستبداد سبب كيږي)) دخوشحال دبنديتوب يو عامل به دا هم وي  دكاب اوپيښور ترمنځ لاره چې ډيرو فاتحانو په كې سر كونډۍ كړي دي  ددې سبب شوی چې مغلي دولت دحوشحال بابا پر ضد دسييسه وكړي اوهغه لاس ترلې رنتبور ته بندي بوځي له خپل اولس اوله خپل ټاټوبي يې جلا كړي په راوروسته شعرر كې دخپلې كورنۍ اوزامنو نه دجلا كيدو ياد كوي :

راته درست دډهلي ښار وو بوستان      چې په كې وو باز باقي سعادت خان

په هغه زمان چې دوی له ما روان شول    بلا سخت يم چې يې نه مرم په هجران 

چې دديو دديدنه نه محروم شوم     كه رښتيا وايم زه اوس شوم په زندان

خيلخانه مې لكه باغ زه يې باغوان ووم    څه عجب وبله جوړ وو باغ باغوان

زمانه چې باغ باغوان وبله بيل كا           دا بيلتون په دواړه توكه دې خريزان

چې يو گل دهغه باغ ويني په سترگو     په باغوان باندې ښادي وي هر زمان

دمجنون څيره تصوير په كاغذ گوره      زه هم هډو هسې پوست يم هر زمان

په جهان كې هر څوك يو ځلي په مرگ مري     زه بې مرگ مرم نه يو ځل زمان زمان

په ناحق داورنگ زيب په بند بندي يم      خدای خبر دی په تهمت اوپه بهتان

زه په ځان كې گناه نه وينم په خدايگو     ولې نور خلك خبري كا شان شان

دگناه مې سر رشته نه ده معلومه             مگر خپل هنر دځان وينم تاوان

لكه زه ووم په راستۍ په درستۍ كې     دمغل په خدمت نه وو بل افغان 

بادشاهانو لره ترس د زړه بايده دي     مروت غور رسي عدل و احسان

څوك به چا لره په داد اوپه فرياد ځي    چې په ظلم راضي من شول بادشاهان

چې زما په خيلخانه په اولس وشول      ودې نه شي په هندو په مسلمان

چې دخپل پردي تميز ورباندې ورك شو بادشاهان دخپل دولت كاندي نقصا ن

يا په دې بل شعر كې هم داډول:

هند په ما باندې دوزخ  شو     كه په نور عالم جنت دی

بنديوان ورلره راغلم          دا يو څو مياشتې فرصت دی 

هغه شان لكه بندي ووم    ترې مې لا بتر محنت دی

هره ورځ ورتله دربار ته    گوره دا څه مشقت دی 

دبل حكم پرې زندان شي    چې په خپل حكم عادت دی

نه شيرين خواږه ياران شته           نه دچا سره صحبت دی

نه خپل وركړل را نيول شته   نه خپل حكم حكومت دی 

په نوستالژي کې شاعر يا ليکوال شيبه يا خپلې تېرې شيبې ترسيموي اوپه هغو حسرت کوي . پرته له دې چې نو ر په دې له افسوس اوحسرت نه ډك حالت اويا غم کې له ځانه سره شريک کړي ځينې مفاهيم لکه فريادونه دزښتۍ (ناوړتيا ) نه شکايت ، سپين ويښتان ، په ملا کړوپيدل ، دځوانۍ ، ثروت اوله لاسه تللي ملکيت په يادولو سره را منځ ته کيږي  دخوشحال بابا په زنداني شعرونو كې هم دا مسايل په ښه توگه ليدلی شو

په دې ليكنه كې دشاعر دزندانې كيدلو اومغلو سره دهغه دمخالفت دعواملو مورد ته اړه نشته او يا  په بل عبارت دموضوع نه لږ څه بهر مساله ده خو هغه څه چې موږ ته په دې ليكنه كې ډير دپام وړ اوپرې حساب كوو ، دنوستالژي له پاره دژبې اوهنر بستر دی  نوميالي څيړونكی دوست محمد كامل مومند  په خپل اثر خوشحال خټك كې ليكي :

((خوشال خان دبند په دوران كې زيات شمير غزلې ،قصيدې  اوشعرونه ليكلي دي چې دبندې كيدلو ،دپرديسۍ اودخپل خوږ وطن ،خپلوانو اودوستانو په ياد كې له فراق اوسوزه ډك دي  چې دشاعر  مظلوميت اوبی گناهۍ په كې انعكاس موندلې دی   خوشال خان په هغو ې دخپلو نيولو اوبنديوانۍ په اړوند حالات ډېر په زړه پورې ډول بيان كړي دي په ضمن كې دتخت كښيناستلو دجگړې لنډ بيان راغلی دی دغه نظم نه يوازې يو ارزښتناك تاريخي سند دی  بلكې دخوشال خان له هغو متعددو نظمونو څخه دی چې دهغه دژبې دافادې دقوت څرگند دليل دی )) 

هغه وايي : پښتنې نجونه دی زلفې باد ته نيسي      چې شمال يې بوی راوړي په  رنتبوركي

ژبه دهر ډول مفاهيمو اومسايلو په انتقال کې مهم رول لوبويژبه يو جادويي قوت لري  خو هر څوك له دغه جادويي قوت  نه كار نه شي اخيستلای يوازې شاعر دی چې دژبي كليمات په نڅاه راولي هم په شاعر كې دجذبې سبب كيږي اوهم په لوستونكي كې  . شاعر اوليکوال هم دخپلو افسوسونو اوحسرتونو دردونو اوغمونو په انتقال کې له ژبې کار اخلي .نوستالژي چې په رواني اودننې ځانگړنو نظارت کوي په ظاهرکې تر زياته حده دژبې په محتوايي اونامحسوسه ځانگړنو اتکا کوي خو په دې برخه کې تامل يو بل حقيقت را ښئ .

که چيرې گړنې اوکلمات ايماژ ( شاعرانه تصاوير اوصور وخيال ) رنگونه اودژبې قابليتونه دمتن دفضا په نوستالژي کولو کې  دهغه مهال علي اومعلولي پټې اوښکاره اړيکي را وسپړو وبه وينو چې ددواړو خواو ترمنځ څومره  نږدې  اړېکې موجودی دي . کليات درنگونو تداعي کوونکي دي اودرنگ دمحسوساتو په حوزه کې ډېر برجسته اوڅرگند عنصر دی په عين حال کې دکليمي له بطن نه تداعي کيږي . له بلې خوا درنگ اوکليمي ددواړو اړيکې دتصاويرو اوشاعرانه ايماژونو په عيني کولو اودشعرې تصاويرو داجزاوو تر منځ دروابطو په توضيح کې مرسته کوي .

بايد زياته کړو چې دغه ژبنې قابليتونوپه (کليمه ،ايماژ ، رنگ ) تر زياته حده دفرديت دماضي نوستالژي سره اړه لري يعنې شاعر يا ليکوال کله چي خپله شخصي ماضي ياد ته راوړي اوداسې مسايل لکه په ځوانۍ حسرت اودزړښت غم ، دهيواد نه ليري والی دکورنی نه ليرې والی حسرت اويا دځوانۍ اوماشومتوب يادون بيانوي له دغه ډول قابليتونو اوظرفيتونوکار اخلي .

چې ستر خوشحال بابا دا كار په ډېره هنرمندانه توگه تر سره كړی دی

دخوشحال بابا ددې برخې دشعر اوهنر په باب يادونه يوه ضمنې هغه  ده پښتو ادب كه فولكلوري اوولسې ادب دی اوكه كلاسيك اومعاصر ليكنی ادب ددا ډول او نور و افكارو اوفكرې جريانونو يوه غنې پانگه ده چې لا څيړنې اوشننې ته اړه لري

اشرف خان هجرې  چې دزنځيرونو دشاعر په نوم هم ياديږي يوه ښكلي اورنگين ديوان لري دنوستالژيك ادب ډېره غوره اوعالي نمونه ده لكه چې په سر كې مو وويل دپښتنو دژوند په مقياس دپښتون اولس لالهانده اودكوچ وبار سره ژوند دلنډيو په هنداره كې ليدلي شو

دلومړۍ برخې پای