رسیدن:  11.04.2013 ؛ نشر :  11.04.2013

دستګیر روشنیالی
 

زه او د خواتي صاحب ښې ليکنې

زه له پخوا د خواتي صاحب له ښو ليکنو سره اشنا يم. خو د نوموړی ورستيو ليکنو د دي له پاره دما پام جلب کړ چي په هغوي کي د ما له ليکنو څخه په پراخه اندازه گټه اخستل شوي ده. په دي هکله د ما تشويش يوازي د اسمایی د درنې ويب پاني او د ما ليکونکی د حق نه مراعات کول نه دی، د ما تشويش دا هم دی چي دا ډول چلند د ليکوال د فکری ودي او د هغه په وسيله د نويو او خپلواکو فکرونو د ايجاد له چاري سره مرسته نه کوي.

زه اوس په دي هکله د جملو تر سطحي پوري جزیياتو ته نه ځم، چيري چي جملي د کليمو په شاته کولو، مخته کولو او يا د اصلي کليمي په ځاي مترادفې کليمي کارول دي. دلته غواړم يوازي د خواتي صاحب او ورسره د خپلو ليکنو څو بيلگي ويونکو ته وړاندي کړم او هيله ده خواتي صاحب د خپريدونکي په توگه د اسمايي ويب پاڼي او د ليکوال د حق درناوی وکړي. هر څوک په دی پوهیږی چی دومره تکرار نه تصادف کیدلای شی او نه هم توارد.
 

يادونه!
١ ـــ د خواتي صاحب ليکني د سپرغۍ له درنې ويب پاڼی کاپي شوي دي.  سپرغۍ

د خواټی صاحب د لیکنو تاریخ په سور رنګ او دما د لیکنی تاریخ په شین  رنګ نشانی شوی دی


Monday, 11 March 2013 14:15 ولې بې اتفاقه یو ؟
دریمه برخه
“ دانساننودژوند ځانګړتیا دهغه ټولنیزتوب دۍ چې هریویې کورنی ، خپلوان ، دوستان اوګاونډیان لري. دوی دیوبل سره په راشه درشه اوورځنیواړیکواوچاروکې د زه ، ته او ستاسوترڅنګ د موږ اودوی مفهومونه کاروي. ټول انسانان دځانګړې عقیدې او مذهب پیروان دي. ددې عقیدتي تړاوله کبله د موږ اودوی مفهومونه د« موږ مسلمانان » ، « دوی عیسویان » یا یهودیان ، بودایان په شکل استعمالوي. سربیره پردې ویش سره هغوی په ځانګړوجغرافیایي سیمواوهیوادونوکې ژوند کوي اود پوټکو درنګونوله امله نوموړي مفهومونه په موږ اودوی ویشل کیږي.ددې تړاوونوله امله دا مفهومونه « موږافغانان » ، « دوی انګریزان » ، چینایان ، روسان ، ایرانیان ، موږسپین پوټکي دوی تورپوټکي په شکل کارول کیږي. که دا مفهومونه پخپل هیواد کې په پام کې ونیسو دموږ تاجک ، موږهزاره ، دوی پښتانه ، دوی ازبک اویا موږکندهاریان ، موږپنجشیریان ، دوی خوستیان ، دوی بدخشانیان ، موږسنیان دوی شیعیه ګان، هندوان یا سکان به واوریدل شي . په طبیعي توګه ددې مفهومونو استعمال او کارول هیڅکله هم انسانانو اوبشري ټولنو ته ستونزې ندي پیداکړې. دامفهومونه هغه وخت ګواښمن کیږي کله چې دانسانانوبیلیدونکي اوویشونکي عنصرونه ( مذهب ، قوم ، نژاد) سیاسي شي او دبرترۍ او عظمت غوښتنې غږ راپورته شي. په بیلیدونکو عنصرونوکې هغه عنصرچې دیوې ځانګړې ټولنې دوګړو ترمنځ سره لیکه کاږي اوټولنه مخامختیا اودښمنۍ ته وړي ، کرکه اونفرت زیږوي هغه دیني او غیردیني ایدیولوژي ده. کله چې دایدیولوژۍ خبره کیږي دهغوسره جوخت دمخامختیا ،نفرت ، کینې اوغچ اخیستنې مفهومونه سرراپورته کوي.هرچیرې چې ایدیولوژیک حکومت واکمن شوی دۍ ، یا کومې ډلې دایدیولوژۍ په نامه مبارزه پیل کړې هلته فردي آزادیواو دیوې عقیدې پیروانو ته ګواښ متوجه شوی او په ټولنه کې عادي ژوندخړپړشوی دۍ. داځکه چې ایدیولوژي یوه ځانګړې ټولنه په بربنډ ډول په دوست اودښمن ، مسلمان اوغیرمسلمان ، سني اوشیعه ، ... ویشي. په ایدیولوژیکو واکمنیوکې پلورالیزم ته ځای نشته . لدې امله هلته دګډ کار، همکارۍ اوسیالۍ څرک نه لګیږي . هلته سیالي اومخالفت ددښمنۍ مانا لري. ایدیولوژیک حکومتونه اوایدئولوژیک سازمانونه غواړي ټول خلک ددوی په شان وي ، ددوی په څیر فکراو عمل وکړي ، ولسونه ددوی داصولوپربنسټ ځانونه عیار کړي . په ایدیولوژیکو بنسټونوکې هرشی حتی دوستي ، خپلوي اوعلوم سیاسي کیږي ... ددې بنسټیزمنفي بدلون اصلي لامل دادۍ چې زموږ ویشونکی عنصرونه ( مذهب ، قوم ) سیاسي شوي اوهڅه شوې چې دا یا هغه ایدیولوژي زموږدژونددټولوچارولارښوونه وکړي او ټول داایدیولوژي ومني . یوې ډلې مذهب سیاسي کړی ، بلې دهژمونیسم اوعظمت غوښتنې غږ پورته کړی اوبلې بیا دخپلو ایدیالوژیکې اصولواویا دپردیودتجربوپر بنسټ غوښتې دولت او ټولنه اداره اویا په ټولنه کې سمونونه اوبدلونونه پلې کړي. دروان ناورین کلونووښودل چې د موږاودوی سیاسي اوایدیولوژیکي شوي مفهومونه هم دیوه سیاسي جوړښت په دننه اوهم دهغه څخه دباندي کارول شوي دي اولا کارول کیږي.چې دې بیا حالات لانورهم پیچلي کړي اود خونړیو پیښودپيښیدو اسباب یې برابرکړي دي. دساري په توګه دافغانستان دخلکوددموکراتیک ګوند دواکمنۍ له آنده « دوی » انقلاب ضدیا اشراروو. اودواکمنۍ په دننه کې هم دموږ اودوی سیاسي ویش لیدل کیده . موږخلقیان ، دوی پرچمیان ، موږ پرچمیان ، دوی سازایان ...”
 

رسیدن به آسمایی: 21.11.2010 ؛ نشر در آسمایی: 23.11.2010

“ موږ” او “ دوي”

د ټولني بي تفاوتي په خپله د ټولني له پاره گواښ دی
“ موږ” او “ دوي” په عادي ټولنيز او ورځنی ژوند کي عادي مفهومونه دي. دا مفهومونه د ټولنيز جوړښتونو طبیعي او ورځنې برخه ده. دا مفهومونه د ځمکي د کري په ټولو اوسيدونکو انسانانو کي شته او په عادي او دايمي توگه رواج لري. د انسانانو ژوند ترهرڅه د مخه ټولنيزې ځانگړتياوې لري. انسانان په کورنۍ کي ژوند کوي، گاونډيان لري، دوستان لري، په يوه ټولنيز گروپ پوري تړلې دي د يوه مذهب او يوې عقيدي پیروان دي... او دا هر يو د “ موږ” او “ دوي” مفهومونه افاده کوي، “ موږ مسلمانان” “ دوي هندوان” “ موږ عيسويان” “ دوي یهوديان”... او په دي برسيره انسانان په معلومو ځايونو، سيمو، هيوادونو کي ژوند کوي او له دي ځايونو سره تړاو په طبعي توگه هم د “ موږ” او “ دوي” مفهومونه ايجابوي. “ موږ افغانان” “ دوي پاکستانيان” ...
د “ موږ” او “ دوي” مفهومونه په خپل عادي او طبعي حالت کي نه ستونزه ده او نه د کومي ستونزي لامل کېږې او د “ زه” ، “ ته” او “ هغه” د مفهومونو په شان د “ موږ” او “ دوي” مفهومونه هم مطلق نه دي.
“ موږ” په عين حال کي “ دوي” او “ دوي” په عين حال کي “ موږ” دی او دا دوه بیا او بيا په “ موږ” او “ دوي” ويشل کېږې او يو په بل بدليږې.
دلته ددي يادونه کول غواړم چي ددي ليکني اصلي هدف د “ موږ” او “ دوي” هغه مفهومونه دي، کوم چي په سياسی او ايديولوژيکی بنيادونو را منځ ته کېږې.
د “ موږ” او “ دوي” په هکله ستونزه هغه وخت منځ ته راځي چي ويشونکي عنصرونه: مذهب )افغانستان، عراق، پاکستان او سوماليا( ، قوم )قرغزستان، روندا، کنيا، پاکستان(، نژاد ) پرونی المان او پرونۍ جنوبي افريقا( ... سياسي شي او د برتري غوښتنې دعوه را پورته وکړې. د دا ډول هلو ځلو پایلې نه يوازي کورنۍ جگړې ، بلکي د هيوادونو د ويشلو او تجزيه کيدلو گواښ هم وي.

دوستي هم سياسي کېږې
د “ موږ” او “دوي” د ويش په حالت کي نه يوازي د “ دوښمن” مفهوم سياسي کېږې، بلکي “دوست” دوستي هم سياسي بڼه غوره کوي. پرون موږ هم همداسي وکړل او دوستي موهم سياسي او ايديولوژيکي کړه او کورني اړيکي موهم په همدي اساسونوتنظيم او جوړولې، چي پايلي ځورونکي او خواښينونکي دي. په سياسي شوي دوستي کي فرد او فردي خپلواکي دوستي ته گواښ بلل کېږې او هڅه کېږې دا ډول هڅي وځپل شي. سياسي او ايديولوژيکي دوستي د برابري په ځای په پيروي تکيه کوي. “ هغه د موږ نه دی” “ هغه چي د موږ نه دی، د موږ دوښمن دی”.
د “ موږ” او “ دوي” پرنسيپ هم په يوه جوړښت کي د ننه او هم له جوړښت څخه د باندي په کار اچول کېږې. د بيلگو په توگه پرون هم د ا.خ.د.گ نه باندي “ دوي” يا په بله ژبه “انقلاب ضد” وو او هم ددي گوند په دننه کي د “ موږ” او “ دوي” ويش موجوديت درلود. “ موږ خلقيان” ، “ دوي پرچميان” ، “ موږ پرچميان” او “دوي خلقيان” . د همدي ويش په بنياد ددي گوند په دننه کي په پيوسته توگه نه دريدونکي شخړې روانې وې چي پايلي يې يو په بل پسي تراژيديگاني وي.
“ موږ مجاهدين” او “ دوي” کمونستان”، خو په عمل کي مجاهدين هم په پراخه توگه د “ موږ” او “ دوي” په اساس ويشلي او د افغانستان په تاريخ کي يې د همدي ويشونو په بنياد ترټولولويه او وژونکي انارشي ايجاد کړه. د “ موږ” او “ دوي” ويش د دينونو نه د باندي او د دينونو په منځ کي هم عمل کوي. “ موږ عيسويان” خو د عيسويانو په منځ کي د “ موږ کاتوليکان” ، “ دوي پروتيستان” ... ويش هم شته دي. “ موږ مسلمانان” او بيا د مسلمانانو په منځ کي “ موږ سنيان” ، “ دوي شعيگان”... ويش هم موجود دی...


Saturday, 16 March 2013 14:14 

ولې بې اتفاقه یو ؟
څلورمه برخه
عقیدتي باورونه اولي ګټې
“ ...دتاریخ په اوږدو کې ډیرو هڅې کړې دي چې دایدیولوژیوپرمټ آرماني ټولنې جوړې کړي خو دډیرو تلفاتوسره سره هغه هیڅکله هم په واقعیت ندي بدلې نشوي. داځکه چې په هره ټولنه کې هر څوک ،هره ډله اوهره طبقه خپلې اندیښنې اوخپلې ګټې لري.همدا اندیښنې اوګټې دي چې په ټولنه کې دوګړو ترمنځ واټن اواختلاف راوړي.دلته دسیاست دنده ده چې داواټن اواختلاف له منځه یوسي ترڅو په ټولنه کې دشخړو، ټکرونو اوجګړو مخه ونیول شي...”


رسیدن: 03.06.2012 ؛ نشر : 05.06.2012
موږ او دوي
لسمه برخه
ته، تاريخ او سياست
... ته سياسي مخالف ته د دوښمن په سترگه مه گوره، هغه خپل فکر، خپلي انديښني او خپلي گټي لري. همدا انديښني اوهمدا گټي دی چي په ټولنه کي واټن او اختلاف را منځه ته کوي او د سياست دنده د همدي اختلاف او واټن له منځه وړل دی تر څو د ټکرونو او جگړو مخه ونيول شي. په ټولنه کي اختلاف په تيره بيا د فکرونو اختلاف يوطبعي امردی...
 

Saturday, 16 March 2013 14:14 

ولې بې اتفاقه یو ؟
څلورمه برخه

“ خوکله چې داسې سیاست غوره یا پلی شي چې هلته یوه ځانګړې اندیښنه ، عقیده یا ایدیولوژي دعمل لارښود شي اودنظریوپلورالیزم ته ځای نه وي پایله یې داکیږي چې واکمنه ډله دډول ډول مخالفواوموافقوفکرونواونظریو سره مخامخ شي. دا ځکه چې په هره ټولنه کې منل شوی اصل د یوې ځانګړې اندیښنې اوعقیدې پرځای دنظریو او اندیښنوپلورالیزم دۍ. داپلورالیزم دهمکارۍ اوسیالۍ پربنسټ صورت مومي .زموږنړۍ د تضادونو ډکه نړۍ ده اوداتضادونه دټولنې دپرمختګ محرکه ځواکونه جوړوي . بل داچې په ټولنه کې د مختلفوطبقواواقشارترمنځ پوهاوی اوتفاهم نسبي اواختلاف مطلق دۍ...”
١‏چې لامل یې دهغوی ګټې دي. پردې بنسټ دټولنیزو ستونزو دحل لپاره قطعي ځواب او لیکل شوې نسخه نشته بلکې دحل مختلفې لارې چارې اودمختلفواندیښنو اوټولنیزوجوړښتونود همکارۍ اوسیالۍ له لارې کیدای شي ټولنیزې ستونزې حل شي...”


رسیدن: 10.02.2012 ؛ نشر : 11.02.2012
“موږ” او “ دوي”
نهمه برخه
ته
په يوه ټولنه کي اصل د يوې نظریی په ځای د نظريو پلوراليزم دی. همدارنگه په ټولنيز، سياسي ... ژوند کي تفاهم نسبي او اختلاف مطلق دی. تاريخ يوه نظريه يا د يوې نظریی واکمنې نه پيژني...
په سياست کي د عقل ژبه پلوراليزم دی. پلوراليزم په سياست کي په ډاډمنه توگه د يو شان کولو او يواړخيز تفکر مخه نيسي اوله عقله کار اخستل تضمين کوي. دا پلوراليزم دی چي د سياست په ډگرکي د دواړو همکاري او سيالې عملي امکانات را منځ ته کوي. د سياست مذهبي کول، د سياست قومي کول او د سياست ايديولوژيکي کول د پلوراليزم نفي کول او له سياست د عقل جلا کول دی...
هڅه مه کوه چي ټولنيزو ستونزو ته يوقطعي او هميشنی ځواب پيدا کړي. دا کار ممکين نه دی. ټولنيزو ستونزو ته قطعي ځواب ورکول نه پيدا کېږې اود ايديولوژيگانو د ماتي اصل لامل د همدا ډول هڅو په کولوکي دی.


د خواتي صاحب د ليکني په پنځمه برخه کي:

رسنۍ ، ګوندونه اولیکوالان
ب- سیاسي ګوندونه
“... په ننۍ نړۍ کې سیاست دسیاسي ګوندونوپرته نه کیږي اودادتصور نه لیرې خبره ده چې دواک په سیالیوکې ګوندونه له ډګرنه ووزي. خو زموږپه هیوادکي واک دګوندونودسیاسي سیالیو پرځای د وګړو، وروڼو،کورنیو اوپه ځانګړې توګه دقومونواوقبیلودتربرګنیو اوسیالیو موضوع وه اونن هم ده . ننۍ واکمنۍ ته داګڼ شمیره ګوندونه کوم چلنج نه دۍ چې داپخپله سیاسي وروسته پاتې والی اویوه سیاسي غمیزه ده. معمولآسیاسي سازمانونه دیوه دولت په سیاست اغیز لري او دسیاسي ګوندونو ترمنځ سیالي دسیاسي واک موضوع وي. کله چې وایونني له سلو څخه زیات ګوندونه ننۍ واکمنۍ ته کوم چلنج ندۍ داپوښتنه بیله ځنډه راپورته کیږي چې داسیاسي ګوندونه دڅه لپاره جوړشوي اولا جوړیږي، دادرجن درجن ګوندونه عملآ سیاسي بیواکه قبیلې دي کومې چې نه په واک اغیزلري اونه دواک په ډګرکې دسیالۍ جوګه دي. معمولآیوسیاسي ګوند دوې ځانګړتیاوې لري یا واکمن وي اویاپه سیاست اوسیاسي پریکړو اغیزلري...” .


موږ” او “ دوي”
اتمه برخه
دلته واک ثروت ټولول دي
دلته واک د سياسي گوندونو په ځای د وگړو، کورنيو... د سيالې ډگر دی
په افغانستان کي ددي معمول خلاف نه په سياست د گوندونو تاثير شته دی او نه هم واک په عمل کي د سياسي گوندونو د سيالې موضوع دی. دلته واک له هماغه پيله او د پيړيو له پاره د سياسي سياليو په ځای د وگړو، وروڼو، کاکاگانو، کورنيو او په ځانگړي توگه د قومونو او د قبيلو د توربورگينو او سياليو موضوع ده اوس هم همدا ډول حالت ادامه لري. روانه جگړه هم د دي ډول سياليو پياوړی رنگ لری.
همدا اوس اوس موجودي واکمنۍ ته دا او هغه سياسي گوند چلينج نه دی. دا په خپله يوه لويه سياسي تراژيدي ده او دا په خپله سياسي وروسته پاتي والی دیچي په ټولنه کي د موجودي واکمني الترناتيف موجود نه وي. د دي معنا دا دی چي ټولنه تر اوسه هم له سياسته بيگانه پاتي کېږې. د دي معنا دا دی چي ټولنه تر اوسه هم د ځان او راتلونکي په هکله بي توپيره پاتي کېږې. په دي ډول يوه حالت کي سياسي گوندونو په عمل کي سياسي بي واکه قبيلو ته پاتي کېږې، کومي چي نه په واک تاثير لري او نه د واک په ډگر کي د سيالې کولو جوگه وي...
يو سياسي گوند په دو ځانگړتياو مشخصي کېږي: يا واکمن وي او يا هم په سياست او په سياسي پريکړو تاثير او اغيزه لري. پوښتنه دا ده هغه ډلې او گروپونه چي د کلنو له پاره يې دا ځانگړتياوي تر لاسه نه کړي، څه ډول کولاي شي ځان ته سياسي گوندونه ووايي؟..

ج – لیکوالان
... دافغانستان په تیرپنځه زره کلن تاریخ کې دومره اتلان اورهبران ندې تیرشوي چې پدې وروستیودری نیمولسیزو کې موږهغه لرو....زمادنسل لیکوال ته پکاردي چې نني ځوان نسل اوراتلونکوته دخپلوخیالي اتلانودستاینې پرځای د خپلو تیروتنویادونه وکړي. هغوی ته داوویل شي چې زما نسل مخکې لدې چې پوه شي انقلاب یعني څه او پایلې یې څه کیدای شي انقلابي شو اوهغه هم افراطي انقلابي شو. داخبره ورته وشي چې زما نسل مخکې لدې چې پوه شي چې سیاست څه اوسیاست کول څه دي سیاسي شو. زما نسل په سیاسي ډګر کې دزموږ او دوی دسیاسي ویش پربنسټ داوړتیا اووس پیدا نکړ چې دسیالۍ ،مخالفت اودښمنۍ ترمنځ توپیروکړي اودوی یې دښمن اعلان کړل اودله منځه وړلوپه خاطریې وسلې ته لاس واچاوه اوداوسله هم پردي ورکړه. زما نسل سیاست ساده کړ، سیاست یې قومي ، مذهبي اوایدیالوژیک کړ کوم چې تباه کونکې پایلې یې لرلې. داواقعیت باید بیان کړي چې زما نسل مخکې لدې چې پوه شي حکومت کول څه دي ، حاکم شو. پدې باید اعتراف وشي چې زما نسل دخپلوعقیدتي باورونوله مخې دخپلوکړووړواودهیواداوخلکودبرخلیک واک خپلونړیوالو دوستانوته ورکړاوهغوی په هوسا اوآرام خاطرخپلې نخښې پلې کولې اولایې پلې کوي. زما نسل دخپلو سیالانو اومخالفانو سپکونه ،ځورونه او وژنه اړتیا ګڼله . زما نسل دواکمنیوسره دمخالفت له کبله ددولتي بنسټونو، لارو، پلونواوپه تیره مدرسواوښونځيوسوزونه ، ورانوله خپلوموخوته درسیدوښه چاره ګڼله هغه یې ستایله، هغه یې اتلوالي ګڼله اوویاړیې پرې کاوه. اوبالاخره ځوان نسل اوراتلونکو نسلونوته داوویل شي چې زما دنسل تاریخ دانقلابونو ، پاڅونونو،کودتاګانو، بلواوو، شخړو،جګړو، وژنو اوخشونت تاریخ دۍ. که موږ دا ووایو اویا ونه وایو تاریخ یې همداسې ثبتوي”


رسیدن: 10.02.2012 ؛ نشر : 11.02.2012
“موږ” او “ دوي”
نهمه برخه
ته
د ما نسل د رهبرانو، ځان پالونکي او اتلانو نسل دی. د راتلونکي په هکله څه نشم ويلاي، خو په افغانستان کي هيڅکله دومره رهبران او دومره اتلان نه دي تير شوي لکه چي په دي وروستيو ديرشو کلنو کي تير شول...
يوه وړه تيروتنه کولاي شي، يولوی توفان را وپاروي
...ما پرون د ساده خيالونو او د ايديولوژيکي ارمانونو په بنياد د اتلوليو، وياړونو او حماسو په ځای لوی لوی تاريخي حماقتونه ايجاد کړې دي. مخکي تردي چي پوه شم انقلاب څه او پايلي يې څه دي، انقلابي شوم. مخکي له دي چي پوه شم سياست څه او سياست کول څه دی ، سياسي شوم. په سياسي ډگرکي هم ما د “ موږ” او “ دوي” د ويشونکی پرنسيپ په پيروي ددي فهم پيدا نکړ چي د سيالې، رقابت، مخالفت او دښمنې ترمنځ پولې له يو بل څخه تشخيص کړم، له ټولو سره مي د دوښمني په دود چلند وکړ او بي له دي چي پوه شم سيال مي څوک دی، مخالف مي څوک دي او دوښمن مي څوک دي، ټول مي په دښمني و نيول. پداسي حال کي چي د سياست په ډگرکي سيالې او مخالفت د سياست او سياست کولو محرکه قوه ده او مخالفين د يو بل د نابود کولو په ځای يو بل ته سخت ضرورت لري. مخکي له دي چي پوه شم حکومت څه او حکومت کول څه دي، حاکم شوم. مخکي له دي چي پوه شم رهبري او رهبريت څه شی دي، رهبر شوم، امير شوم، ريس جمهور شوم او په هرانقلاب ! هره کودتا، هره بلوا، هره جگړه او په هرپاڅون مي ټولنه د پرمختگ په ځای کلنو، کلنو په شا وغورزوله.
سره ددي چي ما د ازادې او خپلواکي له پاره پاڅونونه او جنگونه کړي او قرباني مي ورکړې، خوله پاڅونونو او جگړو وروسته مي غاړي ته د غلام کيدلو نوی طوق را لويدلی او د خپل برخليک په ټاکلوکي ازاد او خپلواک نه يم پريښودل شوي او کله کله خومي په خپل لاس خپلې غاړې ته طوق اچولی دی او دا د ما ترټولولويه فرهنگي او تاريخي کمزوری ده. نن يوځل بيا د جاهلانه هوسونو په بنياد د عقل او استعداد په ترور کولو لگيا یم، غواړم د استعدادونو گورستان جوړکړم او غواړم ټولنه منځنيو پيړيو ته په شا وروگرزوم. د ښوونځيو په سوزولو، د ښوونکو په ژلو او له ماشومانو د زده کړی دحق په اخستلو سره د جهالت په مدافع بدل شوی يم او د سرکونو، کلينکونو... په ړنگولو سره د وروسته پاتي والې په سنگر کي دريدلې يم. زه د همدا ډول کارونو ستاينه کوم او خپل وياړاو اتلولې يي بولم. که په لنډه درته ووايم، زه د بدلون او د تحول په ځای د جهالت اود وروستي والی ساتنه کوم . تاريخ او راتلونکي نسلونه حق لري ما اود ما نسل د انقلابونو، بلواگانو، جگړو، کودتاگانو، وژنو د خشونت او د حماقت د نسل په نوم ياد کړي.


Wednesday, 10 April 2013 20:26
خواتي صاحب د ليکني په شپږمه برخه “ولې بې اتفاقه یو؟” داندیښنې انقلاب کي:
“...زموږپه هیواد اوپه ټولنه کې دخشونت پالونکي فرهنګ شتون ته په کتوسره دیوه انقلاب اړتیا لیدل کیږی چې هغه سیاسي انقلاب نه بلکې داندیښنې انقلاب دۍ. داندیښنې دانقلاب مانا له ذهن اوعقل څخه ګټه اخیستل دي. په هغه ټولنه کې چې احساسات ، عواطف ،خشونت اوتوهینول واکمن وي او له عقل اواندیښنې سره دښمني کیږي . په هغه ټولنه کې چې انسان او کرامت یې دعادت له مخې ترپښولاندې کیږي.په هغه ټولنه کې چې وګړي یې خپل مظلومیت او هره بدمرغي نصیب ، قسمت اوبرخلیک وګڼي .په هغه ټولنه کې چې دوګړوعمل او چلندپه عادت اوښتې وي . په هغه ټولنه ک چې وګړي یې په اصل اوکم اصل وویشل شي .په هغه ټولنه کې چې بخښنې اوتیریدنې ته کمزوري او بې غیرتي وویل شي . په هغه ټولنه کې چې عدالت په زور اوشتمنۍ ، عزت په غوړه مالۍ او پوهه په افسانو، موهوماتو اوخرافاتو کې وي . په هغه ټولنه کې چې دخلکو ژبې ، غوږونه، پزې ، سرونه پرې کیږي .په هغه ټولنه کې چې په ماشومانوپرله پسې جنسي تیري کیږي. په هغه ټولنه کې چې دهیواد ویجاړونکواوپردی پالوته دملي اتلانو اود خلکودخادمانولقبونه ورکړل شي. په هغه ټولنه کې چې داخلاقو خلا منځته راغلې وي اودرواغو، تیرایستنې او ریاکارۍ ته سیاست وویل شي ، په هغه ټولنه کې چې په سیاست کې دسنجش ځای دګم اودعقل ځای مقام ، شتمنی اوزورنیولی وي، ... داندیښنې انقلاب یوحیاتي اړتیا ده. داټولې منفي ځانګړتیاوي زموږپه ټولنه کې ترسترګوکیږي لدې کبله پداسې یوه ټولنه کې داندیښنې دانقلاب اړتیا لکه انسان ته داوبو او هواپه شان لیدل کیږي. که چیرې زموږ پرمختلونکې اوبدلیدونکې نړۍ ته ځیرشو دا نړۍ واکمنو اوامپراطورانو نه بلکې پوهانواوفیلسوفانوبدله کړې ده . دانړې تورواو ټوپکونده بدله کړې بلکې اندیښنو بدله کړې ده. واکمنو، امپراطورانو ،تورواوټوپکونړی نړولې اومدنیتونه یې له خاورو سره برابرکړي دي. څرګنده بیلګه یې ننی ویجاړ افغانستان دۍ چې هغه ټوپکو،تورواوجګړه مارانو ویجاړکړ. داندیښنې انقلاب داسې انقلاب دۍ چې له فکرکولو مخکې عمل نه کوي لدې امله دغمیزو اوناورینونو مخنیوی کوي. داانقلاب په انساني عقل،پوهه اوفهم ډډه لګوي. داانقلاب انسان ته بیا انسانیت اوکرامت راګرزوي. ددې انقلاب بنسټیزارزښت فردي آزادي اوفکري خپلواکي ده چې پدې توګه ددې هیواد هر اوسیدونکی له اوږده فکري ،ذهني اوفرهنګي استعمارنه ژغوري اوهغه خپلواک فکر کولو ته هڅوي.داانقلاب دافغاني ټولنې دویښتیا انقلاب دۍ. لدې امله افغان جګړه ماران اوپردي پال سیاستوال کوم چې پيښو، جګړواوپردیوتاریخ ته راوړي دي داندیښنې اود بیان دآزادۍ څخه ویره لري،دپلورالیزم سره دښمني ښیي اوپه جګړه اود سیاسي او عقیدتي مخالفانوپه ځپلو اونابودولو ټینګارکوي . داندیښنې دآزادۍ څخه ویره له حقیقت څخه ویره ده. داندیښنې انقلاب هغه وخت په واقعیت بدلیږي چې ټولنه دپوهې څخه برخمنه شي. وګړي یې دکتاب اوورځپاڼو دلوستلوسره مینه ولري .پدې هڅه کې وي چې ځان ، خپله ټولنه اوجهان...”

رسیدن: 07.07.2012 ؛ نشر : 07.07.2012
“ موږ” او “ دوي”
يولسمه برخه
د انديښي انقلاب
ته، د سبا له پاره ځان چمتو کړه، که نه هرومرو به ځان په پرون کي پيدا کړي.
په افغانستان کي اصلي ستونزه سياست او اقتصاد نه دي، اصلي ستونزه د پوهي نشتوالی او واکمن استبداد او خشونت پالونکی فرهنگ دی. په هغه ټولنه کي چي احساسات، عواطف، خشونت او توهين کول واکمن وي او له عقل او انديښي سره دوښمني کيږي، په هغه ټولنه کي چي انسان او کرامت يي د عادت له مخي تر پښو لاندي کېږې، توهين کيږي او سپکيږي، په هغه ټولنه کي چي عدالت په زور او ثروت ، عزت په غلامي او پوهه په افسانو او خرافاتو کي وي، په هغه ټولنه کي چي د انسان پزه، غوږونه، ژبه، گوتي ...پري کيږي او د نفرت اود وژلو ذهنيت د ماشومانو د سروو د پريکولو تر کچي رسيلی وي؛ په هغه ټولنه کي چي د اخلاقو او مورالو خلا راغلي وي او کومه چي د دروغو، تيرايستلو، رياکاري... په وسيله ډکيږيِ په هغه ټولنه کي چي نه يوازي نن او سبا، بلکي پرون او تاريخ هم د ايديولوژيکو پرنسيپونو، قوم پالنو او گروپ پالنو يرغمل وي د انديښي انقلاب يو ضرورت دی، کوم چي يو اوږد او يو تاريخي بدلون او حرکت به وي او دلته د انقلاب دنده انسان ته د انسانيت اوکرامت را گرزول دی. نه يوازي په افغانستان کي، بلکي د انديښمني انقلاب په سيمه کي په ضرورت بدل شوی دی. د دنيا په هيڅ ځای کي ددي سيمي په اندازه له زده کړي، پوهي، علم، هنر، پرمختگ او د انسان له ازادي او نيکمرغي سره دوښمني نه کيږي. ددي له پاره هم دا انقلاب ضرورت دی چي موږ د ايديولوژيگانو له اسارته وژغوري. موږ وليدل، تجربه موکړل او وينو چي ايديولوژي څه ډول خپل پيروان يرغمل کوي او څه ډول د فکراو انديښي خپلواکي ورڅخه اخلي...

دا انديښنې دی چي دنيا بدلوي، نه تورې او ټوپکي
انسان د ازادي انديښي پوسيله د لويو او لويو ايجادونو او بدلونونولارښوونه کوي. دا د ازادو انديښنو خاوندان دي چي موږ يي دي ځای ته را رسولوي يو او بشريت ته يي لوی او لوی خدمتونه کړي دی. که د دوی ايجاد کونکي اولاري پرانيستونکي انديښي نه واي موږ به اوس هم په غارونوکي ژوند کاوو. د دنيا موجود پرمختگونه اولاس ته راوړنې ددي لويو انسانانو د انديښنو پايلي دي...

دستگير روشنيالی

***

 د دی لیکنی په اړه خپری شوی مطالب:

دستګیر روشنیالی: “موږ” او “ دوي”

- لومړی برخه ؛

- دویمه برخه

- درېمه برخه

- څلورمه برخه

- پنځمه برخه

- شپږمه برخه

- اومه برخه

- اتمه برخه

- نهمه برخه

- لسمه برخه

- یوولسمه برخه

-دولسمه برخه

- دیارلسمه برخه

- څوارلسمه برخه

- پنځلسمه برخه

- شپاړلسمه برخه

- اولسمه برخه  

*

د ښاغلی خواټی د یادشوی آثارو اصلی متن په سپرغۍ ګې:

http://sporghay.com