رسیدن: 24.04.2011 ؛ نشر : 25.04.2011 

دستگیر روشنيالی

“ موږ” او “ دوي”
پنځمه برخه
“ ټول بايد د موږ په شان شي”

 

کراچي تباه کيداي شي، يوشان کيداي نشي.
د ټولني موجوديت د يوشان کولوپه ځای په څوگونيتوب کي دی.

 
لکه چي وویل شول، په توپيرونو د غلبي کولو يوه تگ لاره هم يوشان کول دي. د يوشان کولوتگ لاره يوه ارماني، يوه تراژيدي راوړونکي او يوه وژونکي تگ لاره ده،  چي لاس ته راوړنې يې د شمالې کوريا او ايران په شان تړلې او ايديولوژيکي ټولني او لوی او لوی بشري ناورينونو دي. همدارنگه د يوشان کولو تگلاره په هرنوم او هر هدف چي وي د استبداد د واکمن کولوتگ لاره ده او د بری په صورت کي يې هرځل په دي او هغه ټولنه کي نوی ظلم او نوی استبداد واکمن کوي.
“ ټول بايد د  موږ په شان شي” نه يو سيميز او نه هم يونوی پرابلم دی. دا نړيوال او پرونی پرابلم دی او سره ددی چي د پرون په شان پياوړی نه دی، خوتراوسه ورباندي غلبه نه دي شوي اوددي وس لري چي دلته او هلته بشري ناورين را منځ ته کړي. په پرمختللی غرب او په تيره بيا په اروپا کي هم ښي لاسي افراطي ډلې د “ نورو” د “ پرديو” په وړاندي خپل زغم له لاسه ورکوي او غواړي ټول د دوي په شان شي.
 همدا دم د يو شان کولو تگ لارو او سياستونو په ځانگړي توگه سوماليا او وزيرستان دواړه د جگړو او وژلو په زونونوبدلې کړې دې اودلته بنسټ پالان د زوراو ټوپک په وسيلوخلک دي ته اړ باسي چي د دوي په شان شي، د دوي په شان څيرې ولري، د دوي په شان واغوندي او د دوي په شان چلند وکړي. په وزيرستان کي ددي تگلارې د پلې کولوله پاره  د زده کولو، ورزده کولو او جوړولو کارپه ټپه ولاړدی او په سلگونو زره انسانان داوليه ټولني حالت ته په شا ورگرزول کېږې، چيري چي انسانان د ډيروابتدايی ستونزو په حل کولوکي بي وسه کېږې او ناپوهي،  ناروغي او نيستې دهغوي په نصيت او قسمت بدلېږې.  دلته په لس گونو زره ماشومان د کتاب او ښوونځی په ځای له واکمن ټولنيز چاپيريال نه زده کړه کوي، کوم چي د فرانسوي فيلسوف  Lucien Lévy-Bruhl په قول په “پرايماتيف ذهنيت” مشخص کېږې، چيري چي لاملونه او تاثيرونه له يو بل څخه نه جلا کېږي او چيري چي په زرگونواستعدادونه گورته سپارل کېږې.  دلته په لوی لاس انسانان له ځانه، له ژونده اوله راتلونکي بيگانه کېږې.
       د پرمختگ دنده داده چي انسانان د ستونزواو پيښو په وړاندي د کمزورې، ډار او تسليمي له حالت څخه د قوت او غلبي حالت ته را ووزي اود همدي ضرورت په بنياد بايد زده کړې د معلوموهدفونو په خاطرترسره شي. خو په وزيرستان کي ملا ــ طالب د يوويشتمي پيړۍ داوليه ټولني په جوړولوسره اوسنی اوراتلونکي نسلونه د ستونزو او پيښو په وړاندي له بي وسې سره سره د بل دروازې ته درول غواړي. 


په کراچي کي د نه زغم واکمنې.
     په کراچې کي هيڅوک، نه ددي له پاره چي جرم او جنايت يې کړی، ددي له پاره چي د يوې ژبې ویونکی، د يوه مذهب پيرو اود يوه ټولنيزگروپ غړيتوب لري، ځان مصون نه احساس کوي. په دي ښارکي د  “ دوي” په وړاندي او يا هم د “ نورو”  په وړاندي يو پراخه بي حوصلگې او نه زغم په عمل بدل شوي، چي ټولنيز ژوند اوټولنيزې اړيکي يې له گواښ سره مخامخ کړي دي. په بل عبارت دلته د “ دوي” په وړاندي د نه زغم  او کرکې فرهنگ واکمن شوی اوبده داده چي همدي فرهنگ ټولنيز ذهنيت متاثيرکړي. دلته د وگړو او گروپونو په ځای دد يوه ټولنيز چاپيريال د افراطی کيدلو گواښ را منځ ته شوی او دا امکان شته دی چي همدا منځ ته راغلی ذهنيت په ستيروتايپ بدل شي چي داوږدو کلنو له پاره به د ستونزواوحتي د ناورينونو دلامل په توگه عمل کوي. دلته په قومي او مذهبي اقليتونو ددي له پاره حملي کېږې چي ولې د “ موږ په شان نه دي”. “ دوي” بايد د موږ په شان وي او که نه بايد ووژل شي. د پاکستان د کورينو چارو وزير وايي  “ سپاه صحابه هرځای په شعيوگانو پسي گرزي”
 په لاهورکي مذهبي بنسټ پالانو د احمديانو په دوو جوماتونه کي په لسگونو لمونځ کونکي ټپيان او ووژل.. ددي خلکو گناه څه وه چي ژوند يې واخستل شو او ددي ژوند اخستونکی د عمل توجيه په څه کيدله؟ جواب ساده دی، هغوي د “ موږ” په شان نه وو.  يوتروريست د احمديه فرقي په پيرويانو د حملي کولو په وخت وايي:
“ ټول احمديان بايد مړه شي ” د احمديه فرقي ته په 1984 کال کي د جنرال ضياولحق له خوا د نه مسلمانانو non-Muslims نوم ورکړل شو.
   “ټول بايد د  موږ په شان شي”. همدا ډول شعارونه ديو شان کولود يوې افراطی تگلاري زړی جوړوي ، چيرې چي هدف د  “ دوي” اويا د “ نور” نفي کول اوله منځه وړل دي. يوشان کول د انساني فطرت او انساني ژوند خلاف يوه هڅه ده. .په يوشان کولوکي د انسانانو ترمنځ شته توپيرونه له نظره غورزول کېږې اوله انسانانو سره د ماشيني توليداتو په توگه چلند کېږې. يوه ټولنه تباه کيداي شي، خوهيڅکله هم يوشان کيداي نشي. د ټولني موجوديت د يوشان کولوپه ځای په څوگونيتوب کي دی. همدا ډول کراچې تباه کيداي شي، خو هیڅکله يو شان کيداي نشي.


قرغزستان او د ويشونکو عناصرونو سياسي کول.
“ موږ ق
رغزان” او “ دوي ازبکان”
  څه موده پخوا په قرغزستان کي د قومي شخړو يوه ناورين جوړشو. د اوش او جلال اباد په ښارونوکي په ازبکانو حملې وشي. ووژل شول، کورونه او مغازي یې وسوزلې. په لس گونو زره ازبکان دي اړ شوي چي خپل کورونه پريږدي او مهاجرت وکړي. ازبکان د قرغزستان د نفوس 14.4% برخه جوړوي.   
 پوښتنه داده، په رښتيا د قرغزستان د ناخوالو، وروسته پاتي والی او ستونزو پړه د ازبکانو په غاړه ده اوله دي امله د ښځو او ماشومانو په شمول ټول ازبکان بايد مجازات شي؟ دا د سالم عقل ځواب نه دی.
 دقرغزستان  ناخوالې او بده ورځ د کمونستي اوږدې ديکتاتوري، په پخوانی شوروی کي په پراخه توگه د قومونو د بي ځايه کولو، په زور او د ايديولوژي په مټ د ملت جوړولو... پايلي دي. د ازبکانو د ځورولو تر شا سياسي لاملونه پراته دي اوهمدلته دی چي قوميت سياسي کېږې، کوم چي له ازبک اقليت څخه د خپلو هدفونو ته رسيدو له پاره  scapegoat د بهاني په توگه گټه اخلي او هڅه کېږې ازبکان د دوښمن په څيره کي تعريف کړې او د ناخوالو پړه ور باندي وغورزول شي. “ دوي ازبکان د موږ د بدبختي لامل دي” ، “ دوي دوښمنان دي او دوي بايد لري شي”...

 

قومي توپيرونه د جگړې لامل نه دي
            انسانان د قومي، مذهبي، نژادي ... توپيرونو سره سره د پيړيواو پيړيوله پاره يو د بل تر څنگ په سوله کی گډ ژوند کوي،  يو په بل باورلري او يو بل ته د مرستي اوهمکاري لاس ورکوي. خو کله کله په ناڅاپي توگه د پيړيو ښه گاونډيان يو د بل په دوښمنانو بدليږې، قوم د قوم په ضد، مذهب د مذهب په ضد، سيمه د سيمې په ضد ... را پورته کېږې،  یو د بل په ضد ټوپک اخلې او د يو بل نفيکول غواړي. د بشر په تاريخ کي ډيرې دا ډول بيلگې شته دي. د پاکستان او هندوستان له جوړيدو مخ کي د پيړيواو پيړيوله پاره هندوانو او مسلمانانو د يوه بل  سره په گاونډيتوب کي ژوند کاوه، خو په  1947 کال کي دا دپيړيو گاونډيان په ناڅاپي توگه د يو بل په دښمنانو بدل شول او لويه انساني تراژيدي يې را منځ ته کړه، چي د مسؤليت لويه ونډه يې دعلي جناح په غاړه دی. همدا ډول د سلو ورځو په موده کي د توتسي قبيلې 800000 وگړي ووژل شول.


پوښتنه داده،  ولې داسي کېږې؟
 په حقيقت کي ستونزه دا نه دی چي دا او يا هغه قوم، دا او هغه  ژبه او يا ددي او هغه مذهب پيروان د خپلو حقونوغوښتنه کوي. دا ډول غوښتنې د دوي حق دی او د دا ډول غوښتنو را پورته کول نه د کرکي او نه هم د ټولنيزي بی باورې سبب کېږې. د ناخوالو، شخړو او بي باوريو د منځ ته راتگ لامل دادی چي ويشونکي عنصرونه سياسي کېږې اودا او يا هغه قوم، دا او يا هغه مذهب، دا او يا هغه نژاد ... د برتري غوښتنې تگلاره خپله کړي. په روندا کي دهوتو Hutu قبيلې د برتري غوښتنې دعوه را پورته کړه او توتسيان يې حشرات وبلل، کوم جي بايد نابود شي. تاريخ پوهان وايی چي د هوتواوتوتسي قبيلو د 600 کلنو له پاره له يو بل سره په گاونډيتوب، همکاری او مرستي کي ژوند کاوه،  خوکله چي قوميت سياسی بنه غوره کړه دا دوه د پيړيوگاونډيان د يو بل په دوښمنانوبدل شول او يوه لويه انساني تراژيدي یي را منځ ته کړه.  دا زړه بوگنونکي تجربه راښيی کله چي  د “ برتري غوښتنې”  سياست له زور سره تړل کېږې څومره وژونکي او څومره ړنگونکي پايلې لري اوهمدلته دی چي د “ دوي” په وړاندي د دوښمني او کرکي احساس پياوړی
 او “ دوي” ته د ملامتي گوته نيول کېږې او همدلته دی چي د “دوي” په وړاندي د دوښمني د ذهنيت د روزلو او ودي کار پيل کېږې.  واک پالونکي او عوام غولونکي د کرکي د ايجاد له پاره د “ دوي” په هکله له هغو شعارونو او عبارتونو کار اخلي چي د زرگونو انسانانو ذهنونو متاثير کولاي شي. او“ دوي” ته داسي نومونه ورکوي چي له “ دوي” څخه کرکه او نفرت کول پياوړی کړي.
“ دوي بد دي”  “ دوي حشرات دي”  “ دوي وحشيان دي” “ دوي دوښمنان دي. “ دوي پړه دي ” . “ دوي د موږ بربادي غواړي” “ که دوي نابود نشي، موږ به نابودکېږو”... “ دوي بايد تروروستی فرد پوري له منځه ولاړ شي”
 د “ دوي” په ضد د کرکي د ايجاد هدف دادی  چي له “ دوي” څخه په “ موږ” کي ډار ايجاد شي او هدف دادی چي په “ موږ” کي د جگړي احساس او ذهنيت پياوړی شي، تر څو د “ دوي” د وژلو له کار سره مرسته وکړي. په منفي نومونو اوعبارتونو برسيره يو شمير دگمونه او ستيروتايپ هم د ټولنيزي بي باوري، ټولنيزي کرکي او ټولنيزو ټکرونو په را منځ کولو کي لوی رول تر سره کوي.


افغان ټولنه يوه ويشالې ټولنه ده

په افغانستان کي هغه ارزښتونه چي په دي هيواد کي دسياسي، فرهنگي، مذهبي او قومي جوړښتونوترمنځ هم اهنگي تامين کړي په کلکه کمزوري دي. افغان ټولنه هم له پاسه او هم له لاندي ويشل شوي يوه ټولنه ده او دلته د موازي ټولنو جوړښت ملت او ملي يووالې له واقعي گواښ سره مخامخ کړي دي. د انتظارخلاف په افغانستان کي منځنۍ طبقي دومره وده ونه کړه چي په ويشونوغلبه وکړي.  د قوم په بنياد ويش نه يوازي په دولت کي، نه يوازي په پارلمان کي، له بده مرغه په ادارو،  ښوونځيو، ليسو، پوهنځيو، سايتونو اوفيسبوک Facebook کي هم په څرگنده توگه محسوس دی. دا دکلکې انديښنې وړحالت دی، که په دي حالت غلبه ونشي، پايلې به يې وژونکي، ړنگونکي اوويشونکي وي.
په افغانستان کي اساسي ستونزي ژوره ټولنيزه بي ثباتي او ټولنيزه بي باوري دي، چيري چي وړه ستونزه په يوه لويه او اوږده بدي بدلېږي. دلته ډيرځله دپيښوحرکت په چټکي سره له مبدا جلا اوپه خپلواکه توگه په شدت د يوه توفان په شان عمل کوي اوله کنتروله وزي.
په موجودو ستونزو برسيره همداوس د قوم او مذهب په بنياد د جلا کولوخطونه د يو شميرليکوالانو، سياست کوونکو، د سياسی، قومي، مذهبی ډلواوگوندونو .. دهلوځلو په نتيجه کي پڼډ اوډارونکي پاتي کېږې. زه دلته د روشنفکرانوله تيرم څخه کارنه اخلم. د روشنفکرانوځانگړتيا دهغوي د انديښني په خپلواکي کي دي او هيڅکله په ټولنه کي د جلا کوونکو خطونوترتاثيرلاندي نه راځي او ټولنه په “ موږ” او “ دوي” يا په “ دوستان” او “دوښمنان” نه ويشي. د ما له نظرهرليکوال روشنفکر نه دی. دا ډيره اسانه ده چي سړی ليکوال شی، خوستونزه په ليکلوکي دی.
نور بيا
***

“موږ” او “ دوي”- لومړی برخه ؛

“موږ” او “ دوي”- دویمه برخه

“موږ” او “ دوي”- درېمه برخه

“ موږ” او “ دوي” مڅلورمه برخه

دستگیر روښانیالۍ په آسمایی کی