رسیدن به آسمایی:  22.01.2011 ؛ نشر در آسمایی: 23.01.2011

دستګیر روشنیالی

«موږ» او «دوي»

دريمه برخه

دود پال او راديکال

د افراط، کرکي او انتقام تاريخ په وينو ليکل کېږې

هغه ټولنه چي استبداد پالنه کوي، پخپله د استبداد په قرباني بدلېږي



د دي ليکني په دوهمه برخه کي وويل شو، چي په پيشوا پسي مه گرزه. پيشوا نور ستړی او بي وسه شوی دی اود پيښو په اجندا کي د پيشوا د راتگ په ځای د پيشوا د تگ مسله مطرح دی. زين العابدين بن علي د تونس پيشوا، کوم چي 23 کاله په واک وو، په ناڅاپي توگه چي هيچا يی انتظار نه درلود وتښتيد.

بلي! پيشوا ولاړ، پيشوا وتښتيد او د هغه په ځای خلک لگيا دي چي خپل برخليک په خپل لاس کي واخلي. د هري ورځي په تيريدو خلک په ځان باور پيدا کوي او اراده يې کړي د ټولني په کار او سياست کي برخه واخلي. په تونيس کي خلک ناري وهي، “ هو! موږ کولاي شو” “ موږ کولاي شو”

په تونس کي پيل شوی غورځنگ يو ناڅاپي حالت نه دی. دا د يوه سيميزه او پراخ غورځنگ پيل دی او همدا دم د مبارک، قذافې، د سوريی د ميراثي ريس جهمور اسد، عبداله صالح... تر پشو لاندي ځمکه سوزي او د دي غورځنگ پيام دادی چي عرب غواړي له ټولوديکتاتورانو ځانونه وژغوري او په ازادي او دموکراسي کي ژوند وکړي، خو دا مو ياد وي چي په عربي هيوادونو کي د دموکراسي بری اوله يو گوندي واکمني او ديکتاتوري څخه راوتل مشکل او د اوږدي مودي کار دی. دلته دموکراسي نه يوازي له پاسه، بلکي له کوزه هم ترگواښ لاندي دی. په سياسي او ټولنيز لحاظ په عربي نړۍ کي د بل هرهيواد په پرتله په تونيس کي د دموکراسي د بري امکانات شته دي او کيداي شي په دي هيواد کي منځ ته راغلی حالت له ديکتاتوري څخه د دموکراسي په لورد ليږد “ گذار” پيل وي.

د ليکني د دريمي برخي مطلب

سره د دي چي زه دودپال او سنت پال يم او په يوه دود پال چاپيريال کي لوی شوی يم، خو په همدي چاپيريال کي په افراط پسي افراط او په راديکاليزم پسي راديکاليزم را روان دي او زه هم د راديکاليزم پياوړي ځانگړتياوي لرم. له يوه راديکاليزم په خلاصيدو، د بل راديکاليزم په منځ کي ولاړ يم او دا نفرت، کرکه، انتقام، جهل، ويني غوښتل... دي چي افراط ته زور او قوت ورکوي او په ټولنه کي د استبداد له دوام او د ديکتاتوري د ايجاد له چاري سره مرسته کوي.. د افراط او راديکاليزم په وجود کي دلته بخښني، سازش او تيريدلو ماتي خوړلې ده. بخښنه په کينو او کرکو د غلبي وسيله ده. بخښنه د وينو تويولو د مخنيوی وسيله ده او په دی برسيره بخښنه د هغي ټولني د ايجاد او ودي له کار سره مرسته کوي چي له زور، خشونت، ظلم او تيری څخه خلاصه وي او دا ډول ټولنه، يوه دموکراتيکه ټولنه ده.

بخښنه او بخښل د هيرولو په معنا نه دی- “ ويې بخښي، مه يې هيروي”

بخښنه، د دي له پاره چي د زيات خشونت او زياتو وينو تويولو مخه ونيول شي.

بخښنه، د دي له پاره چي په انتقام اخستلو غلبه وشي.

بخښنه، د دي له پاره چي باور ايجاد شي او د تيريدلو لاره همواره شي.

مه يي هيروي، د دي له پاره چي ځوان نسل او راتلونکي نسلونه پوه شي، څه شوي او ولې شوي، تر څو هغوي دا ډول حالت او دا ډول پيښي بيا تکرار نه کړي.

مه يې هيروي، د دي له پاره چي راتلونکي نسلونه په دي پوه وي چي کرکه او افراط په ټولنه کي د انتقام او خشونت د واکمن کيدو سبب کېږې او دا دواړه په خپل وار په ټولنه کي د ظلم او بي عدالتي پياوړي لاملونه دي.

له بده مرغه زمونږ په فرهنگ کي بخښني او تيريدلو ته کمزوري او بي غيرتي ويل کېږې او دلته بدي او کينې د ونديتا vendetta په دود د پنځسو، سلو کلنو... له پاره دوام کوي او يا هم دوه دري نسلونه د يوې بدي په يرغمل بدلېږې. همدارنگه وگړي له خپلو گټو او خپلو حقونو په دفاع کي د قانون او قضاوت په ځای په زور تکيه کوي او ځانونو ته اجازه ورکوي چي په يوه وخت کي هم د قاضي او هم د اجراکونکي رول ترسره کړي او دا په خپله يو استبدادي چلند دي. دلته نژدی هروگړی هم په کورنۍ او هم په ټولنه کي استبدادي چلند خوښوي اوعملآ استبدادي چلند لري. د باندي يي په خاورو پل نه معلومېږي، خو په کورکي د مطلق واک خاوند دي. هغه ټولنه چي استبداد پالنه کوي، پخپله د استبداد په قرباني بدلېږي. دا په استبداد ولاړچلند له انتقام او کرکي سره يو ځای زمونږ په سياسي ډگر او سياسي فرهنگ کي هم په پراخه پيمانه عمل کوي او همدا وجه دی چي زمونږ تاريخ په وينو رنگ يو تاريخ دي او په تيره بيا دا ډيرنژدي تاريخ او يا هغه څه چي تراوسه په تاريخ نه دي بدل شوي ډيردردونکي او ډارونکي دي. د افراط، راديکاليزم او انتقام اخستلو تاريخ هرځای چي وي په وينو ليکل کېږې.

دا هم د افراط پياوړي ځانگړتياوي دي چي زه پرون يو ځل په خورا چټکي دواړه کمونست او انترناسيونالست شوم، خولږ وروسته مي ځان د منځنيو پيړيو په تياره دهليزونوکي پيدا کړاود هماغه وخت په دود يو افراطي قوم پالونکی او يومذهبي بنياد گراجوړشوم او ان تردي چي د انسانانو د سرونو د پريکولوننگه هم کوم. نن مخکي له دي چي پوه شم، دموکراسي څه شی دی، دموکرات شوي یم. ته به سبا وگوري چي زه له دموکراسي سره په دوښمني کي څه ډول غورځنگونه کوم. همدا ډول زه د واکمن قدرت په وړاندی دومره وفادار يم ته به وايی چي بعيت می ورکړی وي، خو که کله په واکمن قدرت کي د کمزوري نښانی ووينم، دومره د هغه انتقاد کوم او نوی ته دومره ښه راغلاست وايم، فکربه کوي چي زه له هماغه اوله دي موجودي واکمني سره په جگړه کي وم.

له بيخه د نظام ايستل

زه ډير ژر انقلابي کېږم، يو افراطی انقلابي، کوم چي هرڅه په “ مرده باد” او “ زنده باد” کي ويني، کوم چي د حل وروستۍ وسيلې ته لاس اچوي، کوم چي موجود نظام له بيخه باسي او کوم چي په بي صبري په ټولنه کي د خپل عمل پايلې غواړي. “ او انسانان به يو ځل بيا له سره پيل وکړي، که چيري دوي څه پيدا کړي او له هغه ځايه پيل وکړي”

زما د اوږدي مودي خواري، د پيړيو او پيړيو بي عدالتي، مزمنه نا پوهي او د انديښني نه خپلواکي له ما نه يو افراطی آرماني جوړکړي او دا ارمان پالنه ده چي ما د دي او هغه ايديولوژي په يرغمل بدلوي او ايديولوژي په خپل وارد افراط او راديکاليزم په لورزما لارښوونه کوي. همدارنگه دا هم ايديولوژي ده چي له مانه عقل، درناوی، زړه سوی او زغم اخلي. په واقعيت د ارمان پالني بدليدل استبداد او توتاليتريزم دی او ارمان پالني هرځل او هرځای د جنت په ځای دوزخ جوړ کړی دی.

د ژان فرانسوارول په باورد انسان بدمرغي هغه وخت پيل شوه چي افلاطون په خپل کتاب “ جمهور” کي

د يوه ارماني ښار، کوم چي د بي خطا هوشيارانو پوسيله بايد اداره شي مسله را پورته کړه. همداشان توماس مور په خپل “ اوتوپيا” نومي کتاب کي د داسي يوه ښارتصور ورکړ چي په هغه کي څوک له شپږو ساعتونو زيات کار نه کوي او له دي ښارڅخه سفر کول په کلکه د دي له پاره منع شوی، چي د دي ښار په هکله د وگړو ذهنيت خراب نشي. په نازيزم کي ارمان پالني دنده درلوده چي په تيره بيا د يهوديانو وژل تقديس کړي او په کمونيزم کي ارمان پالني د نورو انديښنو د خاوندانو د تعقيب کولوچاري ته قانونيت ورکاوه

زه ذاتآ افراطي نه يم او نه له افراط سره دنيا ته راغلی يم. هيڅوک له افراط او کرکي سره دنيا ته نه راځي.

زما د افراطي کيدو او راديکاليزم بشپړ مسوولیت د دي او هغي ايديولوژي په غاړه دی. دا ايديولوژي ده چي ما له بيخه د نظام ايستلوچاري ته هڅوي او ټولنه د دوښمني په دود په “ موږ” او “ دوي” ويشي.

په افغانستان کي د وروستيو درولسيزو تاريخ له بيخه د نظام د ايستلو او له سره د نوی نظام د جوړولو تاريخ دی او په دي برسيره د لته د ورستيو کلنو يو په بل پسي جگړو اوپيښو په ذهني برخه کي يو نوی نسل روزلی، کوم چي په پراخه او فعاله توگه د توتاليتريزم او خشونت له بری سره مرسته کوي. همدا نن نه يوازي افغانستان، بلکي سيمه هم د اسلامي بنسټ پالنې په وجود کي د يوه نوی ډول توتاليتريزم له گواښ سره مخامخ دی، کوم چي په انقلابي دود اود زورد وسيلې په کارولو سره خپل بری د موجودو جوړښتونو په بشپړنفي کولوکي لټوي. د دي گواښ په وړاندي دولتونه کمزوري او ټولني، چي ددی گواښ اصلي قرباني دي د انتظار په حالت کي دي او تر اوسه يې دا پريکړه نه دي کړه چي کوم لوري ونيسي

پرون افغانستان ډيرساده د يوه توتاليتر گوند په واکمني کي په يوه دموکراتيک هيواد! بدل شو.

“ ... برای نخستين باردموکراسی واقعی تحقق می يابد.” او هم په دي هيواد کي په اساني سره د سوسياليزم مادي او فني بنسټونه په جوړيدو وو “ ... د کارگري طبقي د دوران جوړونکي ايديولوژي په رڼا کي په پوره ډاډ سره له فرد څخه د فرد له استثماره د يوې خلاصي ټولني د ودانولو په لور پرمخ ځي...” همدارنگه ويل کېږې: “ هدف عمده يی که انقلاب در مرحله کنوني تعقيب ميکند، همانا ايجاد پايه های مادی و فني برای اعمارجامعه نوين فارغ از استثمار فرد از فرد است” په دي برسيره د ثور انقلاب! ته د تاريخ د قانونمند ضرورت تعريف ورکړل شو “ ... انقلاب ثور محصول اجتناب ناپذير و قانونمند تکامل تاريخی کشور...” خو دا هرڅه او ورسره د “ کارگري طبقي دوران جوړونکي ايديولوژي” اود “ تاريخ قانونمند ضرورت” هم په اساني او ساده گي له منځه ولاړل او په بل عبارت د سترگو په رپ کي نابود اوهيرشول.

پوښتنه داده، څه ډول کيداي شي چي “ يوه دوران جوړونکي ايديولوژي” اود “ تاريخ قانونمند ضرورت” په اساني له منځه ولاړ شی او يا هم دا له ځانه جوړ شوي کاذب عبارتونه وو؟ دا هم ديوې ناکامي ارمان پالني او د يوه راديکاليزم تاريخ دی.

دواليزم او فکري بي ثباتي

پورتني ياد چلندونه زما دوه گونی حالت، زما فکري بي ثباتي او زما ذهنی افراطيت په گوته کوي. همدارنگه دا زما په تلنه او چلند کي د يوه ژور پرادوکس په معنا دی، له يوې خوا زوړپالونکی او له بلي خوا نوی خوښونکی. په طبعي توگه زما چلند په ټولنه کي د واکمن فرهنگ او يا د هغه فرهنگ چي زه يې محصول يم د ځانگړتياو بيان کونکی دی او زما د دي دواليستي چلند ريشه زما په فرهنگ کي دی. د دي ډول يوه متضاد حالت او د دي ډول دواليسم توجيه په راسيوناليزم او علم کي نه موندل کېږې. زه نوی د دي له پاره نه خوښوم چي د زړو ځای ونيسي او زوړ د دي له پاره نه پريږدم چي خپل ځای نوی ته ورکړي. زه دا کار يوازي او يوازي د دي له پاره کوم چي گټي مي چيري خوندي کيداي شي او چيري يو ښه مقام ترلاسه کولاي شم. په بل عبارت هڅه مي داده چي څه ډول، په کومه جامه او په کوم رنگ کولاي شم په واک او امتياذونو کي ځان ورگډ کړم.

سره د دي چي دوښمني او دوستي دايمي نه دي، خو زه له يوې خوا د نه ختميدونکي وفاداري اوله بلي خوا د نه ختم کيدونکي دوښمني په اساس چلند کوم. بي له دي چي د يوه لوری، يوه شخص، يوې ډلې او يوه تفکر په هکله پوهه ترلاسه کړم، ورته په دايمي توگه وفادار پاتي کېږم. همدا شان بي له دي چي د دي اوهغه لوری، د دي او هغه شخص، ټولنيز گروپ... په هکله حقيقت ته ځان ورسوم ورسره دايمي دوښمني کوم. زما د دي دواليزم لامل هم زما په انتقاد نه منونکي او نه بدليدونکي فرهنگ کي پروت دي، کوم چي دوه گوني چلند لري او له “ بد” او “ ښه” پرته دريم او يا بل الترناتيف نه پيږني.

زه کله د پيښو او ستونزه په وړاندي په بشپړه توگه ارام، مطيع او بي تفاوته کېږم او وايم : “ زه څه کولاي شم” “ زما يي څه” “ مه پسي گرزه”... هرڅه چي کېږي، کيږي به، يا په انتظار کښينم چي لاملونه په خپل عمل وکړي او يا هم په دي تمه پاتي کېږم چي د “ طبعي تکامل” ورکشاپ خپله دنده اجرا کاندي. پروا نه لري که په دي کار پيړۍ هم تيري شي. دا ډول چلند په ټولنه کي د کورکورانه اطاعت او پيروي له چاري سره مرسته کوي او زما بي تفاوتي د يوې ټولني د بي تفاوتي برخه ده، کومه چي په اساني سره د يوې وړي ډلې زماجراجوي په قرباني بدليږي خوکله بيا زه يو ماجرا غوښتونکی، شورشي او اشوبگر جوړشم چي پيښې او ستونزي ايجاد وم او په دي فکر نه کوم چي د دي عمل پايلې به څه وي. دومره افراطی کيږم چي ځان ته د هرڅه کولو اجازه ورکوم او ان چي د وگړو په هرډول ازاديو او حقونو تيري خپل حق بولم او د هغوي په خصوصي ژوند او څيروکي هم ځان ورگډول غواړم. پورته دواړه حالتونه د پديدو، پيښو، ستونزو د لاملونو په درک کولو او پیږندلو کي زما پاتي را تلل ښيی، اول مي د انتظار اودوهم مي د ماجراغوښتني په لوربيايی او دا په دي معنا چي زه د افراط او تفريط ترمنځ زنگيږم.

پر نړۍ باداري

زه کله سور او کله هم شين شم او کله په هغه لوری کي يم چي له ټولو ښه، تر ټولوپيش اهنگ، تر ټولوسرغندوي او ترټولو برتردي اوان تر دي چي په ټوله نړۍ د باداري غوښتنه کوي او کله په هغه خوا کي دريږم چي نړۍ ته ډير ناوخته راغلي او د بدلونونو او پرمختگ په وړاندي د ډبري په شان مقاومت کوي، کوم چي هرو مرو به د تاريخ له سختو مجازاتو سره مخامخ کېږې.

زه کله په هغه لوری کي راځم چي د سپيڅلتوب او اصليت دعوی لري، خو کله بيا “ افغان غول” کله “هزاره دمبداره” او کله هم را نه “ کله خام” ازبک جوړشي او په دي برسيره کله را نه “ موږک” او کله هم را نه گيدړ جوړوي. زه کله په هغه لوری کي ځان پيدا کوم چي ورته بي اصله، نجس او پست ويل کېږې او ورسره اړيکي پيدا کول هم حرام دي، اورسره کښينستل او خبرې کول شرم بلل کېږې، په دي حالت کي زه په Untouchable بدلېږم او که د چا ځان او لاس را سره لگېږې نجس او مردار کېږې.

هو! زه کله هريجن Harijan شم، کله چيچگرشم، کله توراحمق شم، کله توتسی Tutsi شم او د حشرو په شان می د نابود کولو غوښتنه کېږې او کله هم را نه شرقي بيزو جوړه شي. کله په هغه خوا کي راځم چي کښينستل می د حيرانتيا سبب کېږې او سپين پوستی په زړه سوی را نه پوښتنه کوي، “ ډيردرد کوي ؟” ... “ څه ډول کولاي شي په لکۍ باندي کښينې ؟”... په دا ډول حالاتو کي زه له ټولنيز اړيکو څخه هم د باندي وزم او له نورو سره يو ځای د کښينستلو، يو ځای ډوډۍ خوړلو، د يو ځای کارکولواو د يو ځای عبادت کولو اجاره هم نه راکول کېږې او ترټولو پست انسان شميرل کېږم. دا ډول چلند نه يوازي زما په انساني ارزښتونو او انساني کرامت تيری دي، بلکي په ټول انسانيت تيری هم دی. untouchablity په نړۍ کي د راسيزم او ويش ترټولو بده او شرمونکي بڼه ده، کوم چی انسان او انساني کرامت په زياته اندازه توهين او سپکوي.

زه کله ځان د بايد او نه بايد ترمنځ پيدا کوم، چي نه يوازي دواړه اراده او انديښنه مي سلب کوي، بلکي د حقونو په بايللو سره ځان د مکلفيتونو په يوه دنيا کي پيدا کوم. کله هم د يو شان کولو په لورکی راځم چيري چي دواړه ازادي او عقل بايلم. د يو شان کولو په دنيا کي هدف د انديښنو، فکرونو او نظرياتو يو شان کول دي، په عمل کی د نظريو او فکرونو يو شان کول يو ناممکين کاردی او د بشر تاريخ تر اوسه دا ډول يوه بيلگه نه دي ثبت کړي. همدا شان کله چي هدف ته په رسيدلوکي پاتي راځم، د ابتکار او د نوښت زمينې له لاسه ورکوم په کلکه مايوسه او ځان گوښه کوم او يا هم شاته گرزم او خپل هويت او خپله محتوا له وخت او د وخت له غوښتنو سره په دوښمني کي لټوم. کله هم په هغوي گډيږم، کومو، هغه څه چي وويل، ويی نه کړل او هغه څه يې چي وکړل، و يی نه ويل.

نور بيا

***

د همدی سرلیک په هکله مطالب:

“موږ” او “ دوي”- لومړی برخه

“موږ” او “ دوي”- دویمه برخه

د دستگیر روشنیالی د آثارو ځانګړی پاڼه