رسیدن:  24.07.2011 ؛ نشر : 24.07.2011

 

دستگير روشنيالی

 

“ موږ” او “دوي”
اومه برخه
کله چي کرکه په عملی چلند بدلېږې

  
“دا وحشتناک عمل يو ضرورت وو”  Anders Breivik

 

پرون د جمعي په ناروي کي د  اندرس برینگ برویک په نوم يوه ناسيونالست او مذهبي بنسټ پال  په تيره بيا د اوتوییا په جزيره کي له اتياو زيات ځوانان چي د ناروي له واکمن کارگر گوند سره تعلق درلود يو په بل پسي ووژل. دا بي رحمه تروريست وايي: “ دا وحشتناک عمل يو ضرورت وو” ټول په دي يوه خولې دي چي دا يو وحشتناک عمل وو. ولې هغه ارزښتونو، هغه اصول او هغه نورمونه چي ددي عمل “ ضرورت” توجيه کړي، کوم او څه شی دي؟  دا زړه بوگونونکي عمل له يوې ړندې کرکي او تورتعصب پرته د هيڅ  بل نورم، ارزښت او اصول په وسیله توجيه کيداي نشي. دي وحشيانه عمل يو ملت د وير او ماتم په تغرکيناوو.

انسان له کرکي سره يو ځای دنيا ته نه راځي او نه هم کرکه فطري او ذاتي جنبه لري. کرکه ايجاد کېږې او په دي کار کي احساسات، تيرايستنه، دگمونه، غلط اطلاعات، دروغ ويل او ترټولو د مخه ناپوهي رول ترسره کوي. کرکه يو انسان له انساني نورمونو او ارزښتونه د باندي باسي، په خپلو وژنکو احساساتو کنترول له لاسه ورکوي او په يوه فناتيک بدليږي، کوم،  د اندرس برینگ برویک په شان د انسانانو له ويني تويولو او وژلو خوند اخلي او ورته جشن ښکاري. کرکه د انسانانو ترمنځ د پوهاوی او باور پلونه ړنگوي او کرکه د يوه ټولنيز گروپ په وړاندي  منفي او ددوښمنې احساس روزي او ورته وده ورکوي.
اندرس برینگ برویک په ناروي کي “ دوي” ځوانان په دوښمني ونيول او د هغوي په وژلو سره يې هيله درلوده په ناروي کي انقلاب را وپاروي او په ټولنه کي واکمن سياسي سيستم ړنگ کړي او دي کار ته د ناروي د ټولنې ځواب، “ په ټولنه کي د دموکراسي اوپرانيستوب نوره پراختيا.”

ټولنيزه کرکه، په هر رنگ او هر شکل چي وي ټولنې ته گواښ دی.
له بده مرغه د موږ په سيمه کي کلنوکلنو کېږې چي کرکه لاس برې شوې ده او ټولنيزه بڼه يې غوره کړي ده . دلته  د کرکي لاملونه په زياته اندازه په ټولنيزو، مذهبي او فرهنگي جوړښتونوکي پراته دي. دلته يوه ټولنيز گروپ، د يوه مذهب پيروان، په يوه قوم پوري تړلې وگړي... د کرکي او دوښمني موضوع گرزي. شعيه، سوني، هزاره، پښتون ... او دلته د پراخي ناپوهې له امله کرکه په اساني سره په يوه عملی چلند بدلېږې او هميشه درونکي او وژونکي پايلي لري او هره ورځ قرباني اخلي.

دلته هره ورځ توره او هره ورځ د ماتم او وير ورځ دی.
د ټولنيزې کرکي واکمنې له کابله ترکراچې، له کندهاره ترلاهوره اوله پیښوره تر تهرانه ټولنې له څوگونې بالفعل، بالقوه گواښونوسره مخامخ کړي دي، کومه چي دهري ورځي په تيريدو پراختيا مومي او په اجندا کي له هغه څه ډيرې تورې، ډيرې دردونکې او ډيري زړه بوگنونکي ورځي او لحظې شته دي چي تراوسه موليدلې دي.
په ځانگړي توگه د مذهب او قوم په نومونوکرکي د سيمي په ټولنوکي ژوره بي باوري او وژونکي ټولنيزه فاصله را منځ ته کړي ده.  په سيمه کي کرکه نه يوازي په سياست او عمل بدله شوي، بلکي د ليونتوب مرحلي ته رسيدلې ده.  دي حالت تفاهم، دواړخيز پوهاوی، يود بل په وړاندي زغم درلودل اومصالحه کول له لويو ننگونو سره مخامخ کړي دي. ددي سيمې په تيره بيا له لويو ښارونو هره ورځ د ترورکولو او وژلو خبرونه راځي.  بد مرغي داده  چي موجود دولتونه نه يوازي په دي حالت غلبه نشي کولاي، بلکي په خپله ددوي کمزوري او بي زړه توب ددي حالت د پياوړتيا سبب گرزيدلی دی. دا ممکنه نه ده چي په سيمه کي د شته دولتونو په وجود کي ثبات او په تيره بيا ټولنيز باور، کوم چي په کرکه غلبه وکړي او ټولنيز ثبات را منځ ته شي. د سيمې دولتونه يا په خپله واکمنې کرکي ته لمن وهي او يا هم  د هغوي په ضد چي د مذهب او قوم په نوم په منظمه توگه کرکه ايجاد کوي او بيا يې په عملي چلند بدلوي د مخامخ کيدولو جريت نه لري.  

په کرکه دغلبي کولو تر ټولو ښه وسيله پوهنه ده.
“ د انسان کور په دريو لوړو ستنو: درناوی، حقيقت او علم ولاړ دی”  
“ زده کړه او پوهنه د انسان او د هغه شخصيت ته وده ورکوي او د ستونزو دپيږندني او بيا په هغوي باندې د بری په کار کي ورسره مرسته کوي. پوهنه د انسانانو استعدادونه او ذهنتيونه روزې. د کانت له نظره زده کړه او روزنه په حقيقت کي د انسان د عقل او خرد له روزلو څخه عبارت دی، کوم چي له ازاد انتخاب څخه پرته نه ترلاسه کېږې. زده کړه او پوهنه لوی  ځواک دی او دا ځواک ددي دو په خپلواکې کي دی. زده کړه او پوهنه انسان ته ددې وس ورکوې  چي په کرکه، تعصب او د نورو په وړاندي د منفې احساس  په درلودلو غلبه وکړې” دا کرښې د پوهني د خپلواکي په نوم د ما له يوي پخواني ليکنې اخستل شوې دي.
د کرکي او نه زغم په ضد د جگړې تر ټولو موثره وسيله په تکرار وايم پوهنه ده او پوهنه کولاي شي انسان له عنعنوي او دوديزو دگمونو، کوم چي د کرکي له ايجاد او ودي سره مرسته کوي وژغوري. پوهنه انسان ته دا امکانات او زمينه برابروي چي د نورو په وړاندي د “ دوي” په وړاندي نوی فکر وکړي او له هغوي څخه د دوښمني په ځای د دوستي تصوير ترلاسه کړي.
 کرکه له زور سره تړلی يومفهوم دی، خو زغم بيا په پوهنه اوعلم ډډه لگوي. څومره چي پوهنه زياتيږي او څومره چي علم زياتيږي په هماغه اندازه زغم او د نورو منل هم زياتيږي. پوهنه انسان ته ډاډ ورکوي، ډاډ په ځان باور پياوړي کوي او  بيا په ځان باور د زغم له ودي او پراختيا سره مرسته کوي.  په زده کړه او پوهه برسيره هنر، موزيک، سندري هم له يوي خواد کرکي او ويشونو په له منځ  وړلو او له بلي خوا د پوهای او درناوي په ايجاد کي موثره ونډه لري. خو په ځانگړي توگه د پښتنو په سيمه کي په پراخه توگه د پوهي او استعدادونو د وژلو هڅي کېږې، ښوونځي يي سوزول کېږې، زده کونکي او ماشومان ويرول کېږې او وژل کېږې او دلته د پوهی ترڅنگ  د هنر، سندرو اوموزيک په ضد هم جگړه اعلا
م شوې ده.
نور بيا

***

نوری برخی:

- لومړی برخه ؛

- دویمه برخه

- درېمه برخه

- څلورمه برخه
- پنځمه برخه

- شپږمه برخه

- اومه برخه

- په آسمایی کې د دستگیر روشنیالی ځانګړی پاڼه