11.01.2016

عبدالوکیل سوله مل

پوهاند کا کړ - یو خوږ انسان او یو لوی اکادمیک مورخ

 پوهاند کاکړ مې په لومړي ځل په پیښور کې د آزاد افغا نستا ن د لیکوالو په ټولنه کې چیرې چې په دنده بوخت وم ولید.

تل به مې په خوند او شوق وفا اونیزې ته ددوی رااستولې لیکنې لوستې. کلونه وروسته راسره په جرمنی کې د افغانستا ن د کلتوری ودې ټولنې په یوه سیمینار کې مخ شو او وروستی دیدن مې په 2007 کال کې په لندن کې هلته چې اوس دیره او اوسیدم.

سره له دې چې موږ څو واره یو له بل سره لیدلی وو او په ګڼو موضوعاتو مو لنډ بنډارونه هم کړی وو خو هسې چې ددغه مهربان استاذ څیره زما په ذهن کې ژوندۍ او هک وه داکتر صا حب ته نه وریادیدم . له دې ټولو سره سره به تل له لندن له دغه مهربان او خوږ انسان سره په ټیلیفون کې مخا مخیدم او د ادب ، سیا ست او تاریخي مسا یلو تر څنګ به مو د یو بل ځا نی احوال هم اخیست . تل به ېې زما د ایجاداتو پوښتنې کولې او د خپلو ژباړو ، څیړنو او لیکنو  بشپړ راپوربه ېې هم راسره شریکاوه . هغه به نه یوازې زما احوال پوښت ،په لندن کې به ېې د نورو فرهنګیانو حال احوال هم راڅخه غوښت او زما پوښتنه به ېې هم له نورو کوله .

استاذ په خپل مهربانۍ ، خوږوالي او لورینه کې بیساری او ایډیال انسان و . که به ما یو ځل تیلیفون وروکړ، ده به دوه ځل ټیلیفون راکاوه . له دې با بته به ېې هر وخت پوروړی وم او خپلې دې کمزورۍ خورا سخت ځورولم او تل به مې له هغه له دې کبله بخښنه غوښته .

تیر کال چې په ما ګڼو سفرونو او بوختیاوو غلبه وکړه له استاذ سره ښه غوټه موده ونه توانیدم مخ او احوال ېې واخلم خو استاذ څو ځل ما ته تیلیفونی پیغام پریښی و. دې کمزورۍ سخت زورولم لکه د ګنا ه لوی پیټی چې مې په اوږو پروت وي. تیره میا شت مې تیلیفون ته لاس کړ چې د دغه دروند او لوی استاذ احوال واخلم  چې نا ببره مې د وتلی شا عر او لیکوال عبدالغفورلیوال د فیسبواک په دیوال د هغه د ناروغۍ د سختیدو خبر ولوست . ټکان مې وخوړ ، په سترګو مې له خفګانه توره شپه راغله . لکه زړه مې چې له حرکته ودریږي او غږ مې په ستونی کې وچ شي . تیلیفون راته خورا ګران شو.

دا دئ اوس ېې د ابدی خوب او بیلتون خبر راغئ . ځان خورا ګنهکار او دده پوروړی بولم . استاذ به نه یوازې له خپلو دوستا نو او پیژندویا نو سره د خپلو ژباړو ، څیړنو او لیکنو  او کتابونو او رسالو محتوا شریکوله ، له دوی به ېې د خپلو معلوماتو د صحت ډاډ هم غوښت. ښه مې په یاد دي کلونه د مخه چې په (دثور کودتا او دهغې ژورې پاېلې ) په تاریخی اثرېې کار کاوه یو ما ښام تیلیفون راوکړاو ددې کتا ب په هغې برخه ېې زما نظر وغوښت چې د شینوارو پورې تړلې وه. استاذ د کتا ب دا برخه پوره راته ولوسته او بیا یی د یو شینوار ی په توګه له ما د خپلو معلوماتو د صحت ډاډ وغوښت.

استا ذ پخپلو څیړنو کې خورا دقت کاوه : نه یوازې ېې د هر اثر او څیړنې لپاره په لسګونه او سلګونه ما خذونه اړول رااړول او ګڼو ارشیفونو ته ېې سر ښکاره کاوه بلکې د پیښو د برخه والو ، شا هدانو او په اړونده سکا لو د صلاحیت لرونکو کسانو او کا رپوها نو په لټه ېې هم پوره وخت اړاوه. که یی له نږدې نشو لیدلی په سا عتونو سا عتونو به له امریکا ورسره غږیده او مرکې به ېې کولې.

د استا ذ څیړنې نه یوازې  د خورا معتبرو ملی او بین المللی څیړونکو له اثار و او د ګڼو با اعتباره ارشیفونو او ژوندیو مرکو له کارونې خړوبیدې بلکې څیړنو ېې نوښت او نویوالی هم درلود . هغه د خپل نسل او ځیلۍ یوازینی اکا دیمیک تاریخپوه و چې هم ېې تاریخ د دوکتورا تر کچې  ولوست. هم ېې تدریس کړ او هم ېې تر مرګ تاریخ لیکنې ته خپل ټول ژوند وبا خښه.

هغه له دې با بته هم یوازینی مورخ دئ چې زموږ د اولس د وروستیو څلورو لسیزو بوږنونکی او تراژیک تاریخ کښلی دئ. دا د ده په :

(د سرطان کودتا دافغانستان داوږدې بې ثباتې پیلامه) پیل او په (افغانستان: شوروي یرغل او د افغا نا نو ځواب ) پا ی مومی

(وطن ته يو سفر طالبان او اسلامي بنسټ پالنه) ېې دروانې غمیزې یو بل تاریخی تحلیل دئ.

حکومت او افغانی ټولنه د امیر عبدالرحمن په واکمنۍ کې ) ده د دوکتورا اثر دئ چې په انګریزی چا پ او کښل شوی دئ .

په دې اثر کې استا ذ په لومړی ځل د افغانی عنعنوی تا ریخ پو هانو : غلام محمد غبار ، کا تب هزاره ، عبدالحی حبیبی ، صدیق فرهنګ او نورو بهرنیو مورخینو بر خلاف د تاریخ په هغه پړاو کې ددغه امیر ځای له بل دید او زاوېې ګوری او څیړي.

او لوستونکو ته ېې ورپيژني.

هغه پخپل بیساری تحلیل د آفغان تاریخ ډيرې مهمې پیښې او تاریخي څیرې له سره تعریف او له نوی دید سره وشاربلې او وړاندې ېې کړې. ښه بیلګه ېې :( دپاچا امان الله خان واکمنۍ ته يوه نوى کتنه) اثر دئ.

استاذ د ژباړې په برخه کې هم خورا نادر او مهم اثار په روان او خواږه نثر وژباړل . ښه بیلګه ېې : (د الفنستن دکابل دسلطنت بيان) دئ.

په دې ټولو برسیره ېې د هیواد په ګڼو حالتو د ځا نګړو لیکنو شمیر هم زیات دئ : چې ځنې ېې لکه :( زما غوره ليکنې) په کتا بی بڼه هم چا پ او خپرې شوي دي.

استاذ په ګڼو ملی او بین المللی سیمینارونو کې هم خلاقه برخه اخیستې او پخپلو نوو څیړنو او موندونو ېې تل د سیمینار برخه وال حیران کړي دي . دا اساتذ و چې په لومړی وار ېې په ذغرده داستا نبول په کنفرانس کې وویل :  چې هیچیرې د ډیورند لیکلی سند وجود نه لری.

روح دې ښاد وي.

*

مطالب مرتبط به موضوع در آسمایی:

دکتور عارف پژمان: رحلت اندوهبار مورخ نامی پروفیسور  محمد حسن کاکر!

زنده گی نامهٔ کوتاه پوهاند محمد حسن کاکر

مصاحبه با پوهاند دکتور محمد حسن کاکر:قانون اساسی باید مطابق به ارزشهای مردم و اقتضاات عصر باشد

پوهاند دوکتور محمد حسن  كاكر:

 ولې منځ لاري او دموكراسي پلوه گوندونو تبارز ونكړ
توقع این كه مخالفین اید
یولوژی زدهء  دموكراسی ،  برای ایجاد و تقویهء دموكراسی كار كنند بی جا است ، اما این عملی است كه همه گان مكلف شوند تا كردار اجتماعی برابر با قانون داشته باشند و متخلفین از قانون در محكمه به گونهء قانونی مورد بازپرس قرار گیرند 

 پوهاند دکتور محمد حسن کاکړ:

جواب چند پرسش ( در رابطه به بحث روشنفکر و نقش او در جامعهء افغانی ) 

له پوهاند دکتور م. حسن کاکړ سره د آسمایی د مسوول چلونکی  اختصاصی مرکه