نشر در وبسایت آسمایی 26.01.2007

نشر در  مجلهٔ‌آسمایی سال (۲۰۰۳)

د  دی ګڼۍ د بحث په هکله

له پوهاند دکتور م. حسن کاکړ سره زموږ اختصاصی مرکه

 

عبيدي : پوهاند صاحب کاکړ ، ستاسو له نظره دافغانستان اوسنۍ وضع عادي ده که بحراني ؟

پوهاند کاکړ : ډېر تشکر چې ماته مو موقع راکړه پدې هکله خپل نظر وړاندې کړم . زما په نظر د افغانستان وضع نه عادي ده او نه بحراني . عادي نه ده ، ځکه عادي ژوند موږ هغه وخت ويلی شو چې يو څوک له کوره ووځي له اندېښنې پرته هر چېرې يې چې زړه وغواړي په عادي توګه ولاړ شي او يا د دولت مامورله وېرې پرته په عادي توګه خپله دنده ترسره کړی شي . خو بحراني هم نه ده ، زه پخپله  د اصطلاحاتو له استعمال سره احتياط کوم ، زما په نظر بحراني حالت داسې يوې حساسې مرحلې ته ويل کيږي ، چې هلته موضوع بايد يا يوې خوا ته شي او يا بلې خواته . لکه يو څوک چې ناروغ وي او وضعيت يې د مرګ او ژوند پولې ته ورسيږي . زما په نظر افغانستان داسې يوې مرحلې ته چې دمرګ او ژوند سوال يې مطرح وي نه دی رسېدلی . سمه ده چې ډېر عظيم مشکلات په مخه کې پراته دي ، اول دا چې په افغانستان کې بهرني ځواکونه موجود دي ، بل دا چې د افغانانو يوه برخه چې طالبان دي د هېواد امنيت مختل کوي ، خو دا کوم نوی حالت نه دی بلکې تقريباً دېرش کاله کيږي ، چې دا وضعيت روان دی . نو زما په نظر بحران پدې معنی چې خبره بايد يوې خواته شي ، د افغانستان وضعيت هغسې بحراني نه دی .

عبيدي : دا خو روښانه ده چی په خواشینی سره  په وروستيو دوه کالو کې د افغانستان وضع ورځ په ورځ خرابيږي ، که چېرې حالت همداسې دوام وکړي آيا ویجاړه ونکی  بحران به رامنخ ته نشي؟

پوهاند کاکړ: ما مخکې هم عرض وکړ ، چې زه دغه حالت ته بحراني نه وايم ، دا يو دوامدار حالت دی . بحران داسې يو حالت دی چې ډېر دوام نه کوي او بايد ژر يو طرفه شي . د طالبانو تر نسکورېدو وروسته هم يو دوه کاله عادي وضعيت خو نه شم ويلی ، خو امنيت پر ځای و . هغه کسان چې نن امنيت مختل کوي ، مکتبونه سوځوي ، معلمان وژني ، هم ځان وژني او هم نور بې ګناه خلک وژني ، دا خلک په اولو دوه کلو کې نه وو؛  خو وروسته چې د اساسي قانون له مخې منتخب حکومت راغی او دغه حکومت خپل کفايت ونه ښوده ، د خلکو اعتماد يې جلب نه شو کړی . نړيوالو قوتونو ، ملګرو ملتو او امريکې هم د افغانستان له خلکو سره ژمنې کړي وې چې له افغانستان سره به مرستې کوي د بيا آبادۍ پروژې به په کار اچوي او خلک به له دغه بد حالت څخه راوباسي ؛ خو دوی هم خپلې ژمنې پوره نه کړې ؛ په نتيجه کې بېکاري او قيمتي زياته شوه ؛ په دولتي دستګاه کې رشوت خوړل په بې سابقې توګه زيات شو؛ ملت له حکومت څخه سخت ناراضه شو . طالبانو د خلکو له دغې نارضايتۍ څخه چې د حکومت له بې کفايتۍ څخه پيدا کيږي ، استفاده وکړه او عمليات يې شروع کړل ، په بل عبارت د حکومت بې کفايتي د بد امنۍ سبب شوه .

عبيدي : نړيواله ټولنه او حکومت دواړه د دموکراسۍ خبره کوي ، آيا امکان لري چې په موجوده شکل دموکراسي رامنخ ته شي ، پداسې حال کې چې داسې يو ملي او منځلاری قوت نشته چې پر دموکراسۍ باور ولري ، نو آيا پدې توګه دموکراسي رامنځته کېدای شي ؟

پوهاند کاکړ : دا ډېر په زړه پورې بحث دی . ما مخکې هم وويل ، چې زه د اصطلاحاتو له استعمال سره محتاط يم ، په افغانستان کې د دموکراسۍ اصطلاح ډېره استعماليږي ، که دموکراسي په ساده مانا راواخلو يعنې دخلکو حکومت چې د خلکو لپاره او د خلکو په ګته وي ، د افغانستان غوندې ټولنه کې د دغه مفهوم تطبيقول چې پخوا هم ورته شرايط آماده نه و ډېر مشکل کار دی . وروسته چې په 25 کاله جنګونو کې هېواد وران شو او له دغې ورانۍ سره متوسطه تعليميافته طبقه چې روښانفکره طبقه هم ياديږي ، تقريباً له منځه لاړه نو د متوسطې تعليميافته طبقې په نشتوالي کې د دموکراسۍ تطبيقول تقريباً محال امر دی . منتها دومره کېدای شي چې په همدغه حالت کې د خلکو د استازو په مشوره او د خلکو په ملاتړ يو نظام رامنځته شي ، چې دې ته تمثيلي حکومت وايي . په پښتو کې متل دی چې څنګه غر هسې کربوړی ؛ نو همدغه خلک او همدغسې حکومت ؛ کشکې د دموکراسۍ شرايط برابر وای !

دا بله پوښتنه ، چې آيا محافظه کاره قشر به د دموکراسۍ ملاتړ وکړي او د دموکراسۍ پرلاره به کار وکړي ، د افغانستان په شرايطو کې سړی ګوري چې داسې کسان چې د دموکراسۍ سرسخته مخالفين وو، کله کله کېدای شي په تاکتيکي مسايلو کې د دموکراسۍ پر لاره لاړ شي ؛ مګر په اساسي توګه دوی له خپل نظره نه اوړي . د مثال په توګه عبدالرب رسول سياف د جهاد په وختو کې له دموکراسۍ سره کلک مخالفت کاوه او هغه تعليميافته کسان چې د مجبوريت له مخې پاکستان ته تللي وو ، يو شمېر يې هلته شهيدان شول او ځيني يې لوېديز ته ووتل ؛ سياف به دغو خلکو ته شغالان ويل، خو اوس دوی پخپله د يو لوی شغال تر اثر لاندې کارکوي . همدا راز که رشيد دوستم ، خليلي ، محقق او يو شمېر نور درواخلې دوی د منځ د لارې يو څه برخې غوره کړي ، خو که داسې فکر وکړو چې د دوی په وسيله به دموکراسي په پښو ودريږي دا به ساده ګي وي . په همدغه دليل د دولت ناکامي او د خلکو نارضايتي تر زياتې اندازې د همدغو عناصرو د موجوديت له امله دی .

عبيدي : نو کله چې داسې کسان په قدرت کې شريک دي چې د رسمي ستراتېژۍ او د دولت د رهبرۍ د کړنلارې په اړه توافق نه سره لري څنګه کولی شو د ثبات په اړه خبرې وکړو ؟ دا همکاري چې اوس دوی له دولت سره کوي آيا د بين المللي فشار نتيجه ده او که دوی په دې پوه شوي چې اوس بايد د افغانستان د راتلونکې لپاره توجه وکړي ؟

پوهاند کاکړ : دغه د بين المللي فشار خبره چې تاسې وکړه دا ډېر مهم عامل دی . تر دې د مخه همدغو کسانو پخپلو منځو کې اتفاق نه شوکولی ؛ بنسټپالو او منځلارو اسلامي تنظيمونو همکاري نه شوه کولی ؛ د دوی د خپل منځي جګړو له امله په کابل کې يو څو کاله داسې بد حالت راغی چې د افغانستان په ټول تاريخ کې يې ساری نه دی ليدل شوی . خو کله چې د ملګرو ملتو تر سيوري لاندې بين المللي قوتونه راغلل دوی پوه شول چې د دوی مخالفت د دوی په تاوان تماميږي ؛ نو ځکه سره راټول شول . خو زه ګومان نه کوم چې دوی به پدې نظام باور ولري . انسانان په عمومي توګه او په خاصه توګه هغه کسان چې سياست کوي څه يې چې په زړه کې وي هغه په خوله نه وايي او څه يې چې په خوله وي پر هغې عمل نه کوي چې دې ته په عربي کې منافقت وايي او له بده مرغه د افغانستان په سياست کې ډېره بده خاصه ده .

عبيدي : کاکړ صاحب ، کله چې تاسې وايئ دغه نظام ناکام دی ، پخواني نظامونه هم ناکام وو او خلک هم پدې پوهيږي ؛ نو ولې دغه منځلاري عناصر او  ګروپونه نه شي کولی چې د خلکو له دردونو ، اړتیاوو او  ارمانونو څخه   نماينده ګي  وکړي ، مؤثره سیاسی کرنلاره غوره کړي، د خلکو اعتماد جلب کړي ، په يوه ملی قوت بدل شي ، او د سياست ډګر ته راشي ؟

پوهاند کاکړ : زما په نظر دلته دوه ، درې عوامل دخيل دي . لکه مخکې مې چې وويل متوسطه طبقه چې په افغانستان د تقريباً 50 کلن عصري معارف محصول وه ، له منځه تللې ، دغه يوشمېر کسان چې د جهاد په لړ کې او يو شمېر نور چې د بهرنيو ځواکونو سره راغلل، سره له دې چې انتخابات هم ترسره شول خو اعلی واک له همدغو کسانو سره دی . په مهمو مسايلو کې د دوی له مشورې پرته کار نه شي کېدی . هغوی اساساً داسې کسانو ته په دولت کې موقع ورکړې چې د اهليت او لياقت په اساس نه دي راغلي، بلکې زياتره د دوی په خوښه راغلي دي . دا ډېر لوی مصيبت دی چې خلک د لياقت او اهليت په اساس نه غوره کيږي ، بلکې د شخصي وفادارۍ ، د قومي ملاحضاتو او نورو تمايلاتو له مخې غوره کيږي نو دا پخپله د نظام د ناکامۍ لوی عامل دی . که چېرې په لوړه سطحه دغه د لياقت معيار په نظر کې نيول شوی وای نو ډېرې ستونزې به نه وای . پداسې حال کې چې موږ په داخل او خارج کې ډېر لايق او د کار خلک لرو .

عبيدي : کاکړ صاحب ، کله چې تاسې وايئ داسې کسان ډېر دي چې لياقت لري ، کفايت لري ، دموکراسي غواړي نو ولې دوی نه شي کولی سره جوړ شي ؟

پوهاند کاکړ : حتمي نه ده چې ټول اعتدالي خلک به سره يوځای کيږي .  په افغانستان کې قومي ، سمتي ، ديني ، مذهبي ، صنفي او ډله ييز تمايلات ډېر قوي دي . په همدې دليل دغه اعتدالي خلک له خپلو صنفي تمايلاتو څخه ډېر لږ تېريږي . زه د نورو افغانو په خلاف د روښانفکر اصطلاح ډېره نه استعمالوم ؛ ځکه زما په نظر روښانفکر هغه څوک دی چې د افغانستان ملي ګټې له خپلو صنفي او ډله ييزو ګټو نه لوړې ګڼي او د اساسي قانون له مخې د ملت په ګټه سره راټول شي او د وطن لپاره کاروکړي . زه متأسفانه په افغانستان کې داسې کسان چې ملي ګټې لوړې وګڼي ، له اصولو سره سم ژوند وکړي او لياقت ولري ډېر لږ وينم . کېدای شي چې يو شمېر کسان په ځينو شيانو کې وارد وي لېکن دوی اصولي کسان نه دي ، تقوی نه لري ، اهليت او لياقت نه لري په همدغه دليل په حکومت کې اداري فساد داسې سطحې ته رسېدلی چې هېڅ مثال نه لري .

عبيدي : نو تاسې په لنډه موده کې کومه چاره نه وينئ ؟

پوهاند کاکړ : هو ، متأسفانه په لنډه موده کې زه کومه چاره نه وينم .

عبيدي : نو د اوږده مهال لپاره څه بايد وشي چې يو سالم ، ملي ، دموکرات او تجدد طلب قوت رامنخ ته شي ؟

پوهاند کاکړ : زما په نظر که چېرې په نظام کې دغو شريکو کسانو لرې ليد درلودی او آينده ته متوجه وای نو دوی به په اوله درجه کې عصري معارف ته توجه کړي وای . د جګړې په کلو کې تر ټولو لويه صدمه عصري معارف ته ورسېده . اوس ويل کيږي ، چې 5 میليونه شاګردان په زده کړو بوخت دي ؛ مګر د کيفيت سطحه ډېره ټيټه ده . حتی مکتبونو لپاره عمارتونه هم نشته . ما په کابل کې قرغې ته نږدې يو شمېر کېږدۍ وليدې ؛ پوښتنه مې وکړه چې کوچيان راغلي ؛ راته وويل شول چې دا مکتب دی . يعنې دوی بايد معارف ته توجه کړي وای او پدې توګه به تعليميافته قشر زيات شوی وای . د افغانستان خلک غبي نه دي ، که د هر قوم دی مستعد خلک دي ، پدې شرط چې د زده کړې امکانات ورته برابر شي .

عبيدي : کاکړ صاحب ، له هغو خلکو سره چې ستاسو په څېر فکر کوي- چې په افغانستان کې دموکراسي راشي ، د تجدد لاره غوره شي ، مؤثر حکومت منځته راشي ، يو منځلاری ملي قوت رامنځته شي- آيا تاسې حاضر ياستئ چې له دوی سره ديالوګ وکړئ ؟

پوهاند کاکړ : ديالوګ خو ښه خبره ده ؛ مګر په حکومت کې شاملېدل او په هغې کې کار کول مشکل دي . اوس خو هلته داسې يو نظام دی چې اصلي واکداران يې د افغانستان خلک نه دي ؛ هلته هغو خلکو ته موقع ورکول کيږي، چې فرمان ښه مني .

عبيدي : مطلب دا دی چې د راتلونکی  لپاره يو الترناتيف پيداشي ، دلته په غربي هېوادو کې هم ښايي خلک له حکومت نه ناراضه وي ، خو دلته نور سیاسی  الترناتيفونه ورته موجود وي .

پوهاند کاکړ : افغانستان د جګړې له امله ډېر زيانونه ليدلي ؛ خو د دې تر څنګ زښت ډېر افغانان بهر ته لاړل . د دوی اولادونه تعليميافته شول ؛ افغانستان هېڅکله دومره زيات تعليميافته نه لرل . همدا راز يو زيات شمېر افغانان چې لوېديز ته راغلل کارونه يې وکړل او تجربې يې پيدا کړې .  که چېرې د افغانستان حکومت واقع بين او آينده بين وای د دغو کسانو د راتګ لپاره به يې داسې شرايط برابر کړي وای چې د دوی ژوند او عزت مأمون وای ؛ اولادونو يې سبق ويلی شوی؛ دغه کسان پخپله هم را تلل . مګر دا هم د حکومت لنډ پاري ده چې د ملت له دغې لويې سرمايې نه يې استفاده ونه کړه . سمه ده چې ټول خلک به بېرته ستانه نه شي ؛ مګر يو شمېر خلک په مؤقتي توګه او يو شمېر نور به په دايمي توګه لاړ شي . کډوال د ژوند تر پايه مهاجر وي ؛ که څه هم د دوی اولادونه به له نوي ټولنۍ سره به  تطابق وکړي؛ مګر دوی پخپله نشي کولی د کوربه هېواد په کلتور کې جذب شي؛ تل د وطن په غم کې وي ؛ فکر او ذکر يې له وطن سره وي ؛ نو دغو کسانو ته بايد داسې شرايط برابر شوي وای چې ژوند او عزت يې هلته په هېواد کې مصئون وای .