رسیدن:  14.05.2011 ؛ نشر : 17.05.2011 

دستگير روشنيالی

 

جوړښتونه اوارزښتونه

 

اتمه برخه

 

د حاکميت غلا


الجماهيرية العربية الليبية الشعبية الاشتراكية العظمى

 

رښتيا په ليبيا کي حالاتو بي ساري چټکي سره وده وکړه. خلک کوڅو ته راووتل، ورپسي پاڅون پيل شو او پاڅون ډير ژر په کورنۍ جگړه بدل شو او اوس ناتو هم هلته په جگړه کي ده. دا حالت په کامله توگه د غره له سره د ډبري را ټيله کولو ته پاتي کېږې چي يولوی توفان را پاروي. دا د يوې بي ثباتي ټولنې ځانگړتيا ده، چيري چي ظاهرآ هرڅه ارام ښکاري، خو په حقيقت هره لحظه د ډيرو بدو پيښيدو امکان شته دی.
په سوريه کي د “پرون شرميندوکي هلک اودنن ديکتاتور” د خلکو سوليزو اعتراضونو ته په ټانک او ټوپک ځواب ورکوي او هره ورځ خپل خلک وژني.
قذافې وياړي چي په ليبيا کي يې “ اسلامي ــ سوسياليستي جمهوريت” جوړکړی، کوم چي په عمل کي نه سوسياليستي او نه هم اسلامي دی. سوسيالستي جمهوري په خپلوارزښتونواواسلامي جمهوري په خپلوارزښتونو جوړيږي. دا دوه په بشپړه توگه دوه متضاد جوړښتونه دي. د ايران اسلامي جمهوري او د پروني بلغاريا د سوسياليستي جمهوري ترمنځ د ځمکي او اسمان واټن موجود دی. اوله “ الهي پروژه” او دوهمه هم د “ بي خدايانو” پروژه وه.
ټول ديکتاتوران او مستبدين چي د واک د اصلي څيرې پټول غواړي، دليبيا په شان او هغه ورته نومونه انتخاب کوي. د بيلگو په توگه د “ خلکو دموکراتيک جمهوريت”، “ اسلامي ــ دموکراتيک حکومت” ، “ اسلامي ــ ناسيوناليزم” ، “ ملت اسلامي”.  د شمالې کوريا د يوه سړی واکمنې ته د “کوريا د خلکو دموکراتيک جمهوريت” نوم ورکول کېږې، کوم چي په عمل کي نه دموکراتيک او نه هم خلکي دی. دا نومونه، نومونه پاتي کېږې، نه پرون په واقعيت بدل شول او نه به هيڅکله په راتلونکي کي په واقعيت بدل شي.
د ليبيا تر څلوويشتو کلنو زياتي تجربي وښودله، چي له يوې خوا د “ اسلامي ــ سوسياليستي جمهوريت” جوړول په بشپړه توگه يو ناممکن کار دی او له بلي خوا قذافې و نه شواي کولاي د دا ډول يو خيالې سيستم په وسيله د ليبيا ستونزي حل کړي او يا د ټولني او واکمنۍ تر منځ هم اهنگي را منځ ته کړي

د پورتنيو خيالې نومونود کارولو مطلب څه کيداي شی؟
1- دا ډول نومونه ددي له پاره ايښودل کېږې چي حاکميت او حکومت يو شان وشميرل شي او له خلکو څخه غلا شوي حاکميت ته قانوني بڼه ورکړل شي. په دي معنا، څوک چي حکومت لري، حاکميت هم لري. ددي چلند هدف د ټولنې کمزوري کول او د واکمنو پياوړي ښودل دي او يا هم دوي له ځانه سرمښان او خلک په ميښانو بدلوي. د جنوبي افریقا په دښتوکي زرميشان له لسو ليوانو منډې وهي، خو کله چي ميشان اراده وکړي او په شا راوگرزي د خپل خوسکی د خلاصولو تر څنگ په خپلو پياوړيو شکرونو ليوان دري متره هوا ته د جگ او په ځمکه يې راولې.

په طبعي توگه کله چي ددي ډول حالت د بدلون وخت رارسيږي، د دواړو حکومت او د حاکميت د بدلون مساله هم رامنځ ته کېږې. همدا اوس په ليبيا کي، په سوريه کي اصلي غوښتنه د حاکميت بدلون دی او دا ډول غوښتنې لکه چي د عربي هيوادونو روان حالت ښيي له پاڅونونو، انقلابونو، جگړو... سره مل وي.

"امام زمان خود جامعه را اداره می کند"
په ايران کي د حکومت د بدلون په ځای د حاکميت د بدلون مساله مطرح دی. په دي هيواد کي له ديرشو کلنو زياته موده کېږې چي ملايانو د خلکو حاکميت او د رهبري حق غلا کړي دي. دلته يو سړی دی چي حاکميت تمثيلوي، د فيقي ولې.
په ايران کي واکمن ملايان کله هم د خلکو د ارادي او د خلکو د حاکميت په هکله خبري نه کوي او د دوي په نظر حاکميت په خلکو پوري تعلق نه لري او د دي ملايانو په نظر خلک او د دوي په اصطلاح “ملت اسلام” د حاکميت لرلو په ځای مامون او مطيع دي. په ايران کي اخوند خامنه اي ته د ځمکنی واک تر څنگ آسماني اقتدار هم ور کول کېږې. همدا رنگه سره د دي چي په دي هيواد کي رییس جمهور ظاهرآ د خلکو له خوا ټاکل کېږې او بايد د قانون پيروي وکړي، خو د هغه اړيکي دفيقي له ولې سره بايد د ماموم او مطيع اړيکي وي او که نه خپله ښځه هم ورباندي حراميږې، په دي هکله د ملايانولاندي حکمونه ولولې.
“روسای جمهوری اگر منصوب رهبر نباشند "طاغوت" هستند مخالفت با ولی‌فقیه، مخالفت با ائمه و بر اساس روایات در حد شرک بالله است." مصباح یزدی.
“ رابطه با رهبر معظم انقلاب باید رابطه امام و مأموم باشد؛ این رابطه، رابطه مطیع و مطاع است؛ این حرف ها یعنی چه که رابطه ام با رهبری رابطه پدر و فرزندی است؟" ذوالنور.
“ ...ما در بحث سیاسی مطیع محض رهبری هستیم و همه باید پشت‌سر این فقیه، مجتهد، عادل و بصیر حرکت کنند" آیت الله احمد خاتمی.
“ایمه به امام زمان متصل می شوند، فقها جانشین امام زمان می شوند، حوزه علمیه قم منزل امام زمان می شود و همه باید مطیع محض رهبری باشند. بدین ترتیب قدرت فقیهان برساخته می شود.”
مصباح یزدی، از روحانیون محافظه کار ایران هشدار داده است باید مواظب کسانی بود که می گویند
"امام زمان خود جامعه را اداره می کند". به گزارش مرکز خبر حوزه، آقای مصباح یزدی در دیدار با اعضای هیات موتلفه، از تشکل های اصولگرا در جمهوری اسلامی، گفت که ممکن است در ابتدا شنیدن چنین سخنی برای علاقه مندان به امام زمان خوشایند باشد، اما این سخن به معنی آن است که دیگر نیازی به واسطه و نایب نیست.
“... اگر از رهبری اطاعت نکند، نه تنها وزیران آقای احمدی نژاد از او تبعیت نه می کنند، بلکه ممکن است همسرش هم بر او حرام شود” کاظم صدیقی، امام جمعه تهران.
دا مطالب د بي.بي.سي له فارسي سايته اخستل شوي دي.

عربان بايد د ايران دخلکو له لويی او تاريخي تيروتنې زده کړه وکړي چي واک يې په خپل لاس طاغوت او طاغوتيانو ته وسپارو، کوم چي په هميشنۍ او پيوسته توگه په وژلو، بندي کولواوبدبخته کولو برسيره هره ورځ خلک توهین او تحقيرکوي. ازاده دنيا انساني او اخلاقي دنده لري چي د ايران خلک د منځنيو پيړيوله ناپوهو، بي رحمو بیړاگانو او بي شرموطاغوتيانو وژغوري اوهيله ده له قذافې وروسته د ايراني طاغوت اخوند خامنه ای وار وي.
د افغانستان په تاریخ کي نژدي هميشه د حکومت دبدلون په صورت کي د حاکميت د بدلون مساله هم مطرح وه اود حکومت له بدليدو سره حاکميت هم بدليدو. حکومت کونکي، حاکميت درلودونکي هم وو. همدا اوس هم د طالبانو اصلي هدف د حکومت د بدلون په ځای د حاکميت بدلون دی. همدا دم په افغانستان سره ددي چي په قانون اساسي حاکميت په خلکو پوري تعلق لري، خو واکمن په عمل کي ددي اصل درناوی نه کوي.

د حاکميت او حکومت جلاکول
حاکميت، حکومت نه دی اوحکومت، حاکميت نه دی. دا حاکميت دی چي په يوه ټولنه کي د حکومت مضمون او محتوا ټاکي. په يوه هيواد کي د حاکميت او حکومت يوکيدل له يوي خوا د ديکتاتوريوله ايجاد او ادامي سره مرسته کوي اوله بلي خوا د بي ثباتي او بحرانونولامل کېږې. همدارنگه دا حالت په واک د انحصار کولولامل کېږې، کوم چي په ټولنه کي انقلاب، پاڅون، اغتشاش، بلوا او جگړه... په ضرورت بدلوي. په ليبيا او سوريه کي د جگړو او بلواگانو اصلي لامل په واک د يوه سړی او یوې کورنۍ بشپړانحصاردی.
په عربي هيوادونو کي د دموکراسي بری د حکومت د بدلون په ځای د حاکميت په بدلون کي دی او د حاکميت اوحکومت جلا کيدل په يوه ټولنه کي د ثبات اوازادي په لورد حرکت اساسي شرط بلل کېږې او په ډاډمنه توگه په ټولنه کي د انقلابونو، وسله والو پاڅونونو، بلواگانواوجگړو مخه نيسي. د بيلگي په توگه په ناروي، دنمارک، سويډن ... کي څوک د پاڅونونو، بلواگانو او، جگړو په هکله فکر نه کوي. په بل عبارت په دموکراتيکوټولنوکي دانقلاب او وسله وال پاڅون گواښ نشته دی اوپه دي هيوادونوکي چي د دموکراسي په برکت د حاکميت او حکومت داړيکو ستونزه حل شوې اوعملآ حاکميت په خلکو پوري تعلق لري، د بدلونونو په صورت کي يوازي د حکومت د بدلون مساله مطرح کېږې اودا کارله انقلابونو، پاڅونونو، مرگ او ژوبلې پرته په سوله ايزه توگه ترسره کېږې په دموکراتيکو ټولنوکي خلک د حکومت د بدلون له پاره رايه ورکوي، نه د حاکميت د بدلون له پاره او واک له دي گوند وهغه بل گوند ليږدول کېږې.
2 - دپورتنيو نومونو په کارول واکمن د ځان له پاره معنوي اوتوريته ترلاسه کول غواړي اوهڅه کوي رهبري اورهبري کول تقديس او سياسي وفاداري ته د مذهبي وفاداري بڼه ورکړي، ترڅوله يوي خوا د واکمنو حکمونه د قانون په توگه ومنل شي او له بلي خوا د واکمنو په ضد فعاليت ته د خيانت نوم ورکړل شي اوپه تيره بيا سياسي فعاليت ته جنايت وويل شي. همدا شان ددي نومونو په کارول واکمنو ته امکان ورکوي چي خپلو جنايتونواو جرمونو ته د انقلابي، مذهبي، ملي، قومي... مکلفيت بڼه ورکړي. همدادم په ايران کي واکمن د مخاليفينو وژلو، ترټلو، بندي کولو... ته اسلامي مکلفيت وايي.
3 - د پورتنيو نومونو په کاراچولو مطلب دادی چي په ټولنه کي د سياسي گوندونو، سياسي پلوراليزم، مدني ټولنو، د بيان د ازادي ... مخه ونيول شي.
4 - واک په هميشنې توگه فانونيت ته ضرورت لري. ديکتاتوران واک څه، چي بشپړواک لری، خو قانونيت نه لري. په ليبيا کي واک شته دی، کوم چي قانونیت نه لري. قذافې د “ اسلامي ــ سوسياليستي جمهوريت” د عبارت په کارولوسره هڅه کړي خپل واک ته قانونيت ورکړي اوله ټولني د واک اصلي محتوا او څيره پټه وساتي.
که په ليبيا کي “ اسلامي ــ سوسيالستي جمهوريت” جوړ نشو. په ايران کي ددي هيواد د پخواني رییس جمهورمحمد خاتمي هڅي هم د يواسلامي ــ دموکراتيک نظام په جوړولوکي ناکامي شوې او هغه ډيرژر پوه شو چي د دا ډول یوه ترکيب جوړول يو ناممکين کاردی. داتجربي ښيی چي نه اسلامي ــ سوسيالستي جمهوريت جوړېږې او نه هم يو اسلامي ــ دموکراتيک جمهوريت. نه اسلام دموکراتيک کېږې او نه دموکراسي اسلامي کېږې.
په پاکستان کي د دموکراسي، اسلام، حاکميت او حکومت ترمنځ اړيکي خورا پيچيلي او نامتجانس دي. دا روښانه نه ده چي په دي هيواد کي حاکميت د چا او څوک د حاکميت تمثيل کونکي دي. البته دا خبره په بشپړه توگه روښانه ده چي د خلکو له خوا ټاکل شوی حکومت او پارلمان د حاکميت تمثيل کونکي نه دي. د حاکميت او حکومت ترمنځ دي ډول نامعلوم حالت د پاکستان دولت د پوځ او ملا په وړاندي سخت کمزوری او بي زړه کړی دی. دا حکومت ددي وس نه لري خپلې کورنۍ او باندنې ژمنې پوره کاندي اوداقليتونو دژوند او حقونو دفاع وکړي. د پاکستان دولت په تيره بيا د بن لادن له وژلوورسته هم په کورکي د ننه اوهم په نړۍ کي په ښکاره توگه هم خپله اخلاقي او معنوي اوتوريته وبايلله اوهم يې د خپلې بي کفايتي او نه وړتيا څرگند ثبوت ورکړ.
په افغانستان کي موجوده واکمني هم ځان اسلامي او هم دموکراتيک بولې او دا وضعيت واکمنوته امکانات ورکوي چي ددي دوترمنځ مانوروکړي اود واک اودگټو د ايجاب په اساس کله د دموکراسي اوکله هم د اسلام لوري ونيسي. د بيلگي په توگه واکمن د وگړو دازاديواودحقونه محدود کول، د وگړو په خصوصی ژوند کي مداخله کول اوهغوي ته دکاليودرنگ اواندازي ټاکل د اسلام په نوم توجيه کوي.

څه بايد وشي؟
ښه به دا وي چي د اسلام د دموکراتيک کولويا د دموکراسي د اسلامي کولو په ځای او يا هم ددي او هغه د نفي کولو په ځای ددي دوترمنځ د بيلانس پيدا کولوهڅه وشي او په دي هکله په تيره بيا دترکيي له تجربو گټه واخستل شي. ترکانو څه ډول کولاي شي د اسلام، دموکراسي، سيکولريزم اوناسيوناليزم ترمنځ بيلانس پيدا اوهغه وساتي. په ترکيه کي د ايران، ليبيا، پاکستان، افغانستان... خلاف دواړه سياسي او اقتصادي ثبات شته دی او دا هيواد د بدلونونو په راوستلو سره په پيوسته توگه پر مختگ کوي او په نړيوال ډگرکي هم درند او دحساب وړځای اورول لري.

کومه ازادي؟
دعريي هيوادونو په پاڅونونوکي د هرڅه په پرتله د ازادي نوم زيات اوريدل کېږې. پوښتنه داده، کومه ازادي؟

1- د يوه سړی، يوې کورنۍ او يوه گوند له واکمنې څخه ازادي

2 - ټولنيزې، اقتصادي، فرهنگي، حقوقي او سياسي ازادي
عملآ په عربي پاڅون کي يوازي سياسي ازادي مطرح نه دي. ددي پاڅون تر شا په سياسي غوښتنو برسيره پياوړې ټولنيزې او اقتصادي غوښتنې چي له چټکو نړيوالواومدرنو بدلونونو سره تړلې هم شته دي او دا په خپل وارسره د ټولنيزو او اقتصادي ازاديو د بسيا کولو ضرورت را منځ ته کوي او دا ازاديگاني د فردي ازادي په بسيا کيدو سره ټينگښت مومي. د افغانستان اوسنی حالت او تجربه راښيی، ترڅوفردي ازادي تامين نشي، نوري ازاديگانې نيمگړي او په اساني سره ماتيدونکي دي. د اوسنی دوران تر ټولولو يه لاس ته راوړنه فردي ازادي ده او انسان د همدي ازادي په لرلو سره خپل انساني کرامت تر لاسه کولاي شي.
فردي ازادي د فرد د حقونو په تامين کولو سره پلي کېږي او دا فردي حقونه دي چي د بشري حقونو بنياد جوړوي. په يوه ټولنه کي د بشري حقونو په تامين سره د استقلال او حاکميت ملي مفهومونه هم نوي معنا پيدا کوي. دا مفهمونه دايمي او مطلق نه دي، بيا او بيا تعريف کيداي شي. دا مفهومونه هغه وخت منځ ته راغلل چي د استعمار ضد جنبشونه او د ملي دولتونو جوړيدل را منځ ته شول. د موږ په دوران کي استقلال، ملي حاکميت او بشري حقونه له يو بل سره نه جلاکيدونکي رابط لري او نور هيوادونه د ملي حاکميت په لرلو سره د څلورو د يوالونو تر شا د اتلسمي پيړۍ تړلې کيشلي نه دي او حکومتونه نه شي کولاي د پرون په شان د ملي حاکميت په نوم بشري حقونو پايمال او خپل خلک وځپي.
سره د دي چي په عربي هيوادونو کي پاڅونونه د ايراني اخوندانو او القايده د غوښتنو په مخالف لوری کي حرکت کوي او دراتلونکي په هکله يې هيلې او اميدونه را غوړولې دي، خو بيا هم وليدل شي په تيره بيا مصر او تونس کي حالات په کوم لوري وده کوي او په دي هيوادونو کي څه ډول حکومتونه رامنځ ته کېږې. سره د دي چي تر اوسه حالات داسي ښکاري چي دلته د دموکراتيکو حکومتونو د راتگ چانس زيات دی، ولې د دي امکان هم شته دی چي د ټاکنو په نتيجه غير دموکراتيک ځواکونه بری تر لاسه کړي او تر لاسه شوي دموکراتيک بري اول غلا او بيا يې له منځه يوسي.

خپلواکه ټولنه، چي هر وگړی يې خپلواک وي. ازاده ټولنه، چي هر وگړی يې ازاد وي.
نور بيا

د لیکنی تیری برخی :

- جوړښتونه او ارزښتونه - اومه برخه

- جوړښتونه او ارزښتونه - شپږمه برخه

- جوړښتونه او ارزښتونه - پنځمه برخه

- جوړښتونه او ارزښتونه - څلورمه برخه

- جوړښتونه او ارزښتونه - دريمه برخه

- جوړښتونه او ارزښتونه - دویمه برخه

- جوړښتونه اوارزښتونه - لمړی برخه