رسیدن به آسمایی:  01.03.2011 ؛ نشر در آسمایی: 01.03.2011

دستگير روشنيالی

 

جوړښتونه او ارزښتونه
پنځمه برخه
سياست دواړه علم او هنر دی

      
ستونزه د واک د ترلاسه کولو هڅه نه ده، ستونزه د واک انحصارکول دی.
 په سياست کي اوله مهمه مسله د فرصتونو او
لحظو پيدا کول دي. یعني سياست د علم په توگه .
په سياست کي دوهمه مهمه مسله له همدي فرصتونواولحظوڅخه گټه اخستل دي. یعني سياست دهنر په توگه.
په عربي نړۍ کي په تيره بيا په مصر او تونس کي ځوانو سياست کونکو هم فرصتونه پيدا کړل اوهم يي له هغوي څخه په گټه اخستلوکي  سياسي ميړانه وښودله. پرون هيله دا وه چي دلته به ديکتاتوران د صدام حسين په شان د بهرنه د مرستې په نتيجه کي له منځه ځي، خونن په مصراوتونس کي خلکو په خپل همت دا کار ترسره کړ اودي کار بي له شکه عربي وياړايجاد کړ. په عمل کي عرب له ديکتاتوريو ستړي شوي دي او پريکړه يې په خپله واکمن شي.

د انقلاب په ضدانقلاب
قذافې په دي ټينگار کوي،  هغه کوم پست لري چي ورنه گوښه شی. دی وایی چي زه د انقلاب رهبر يم. خو دليبيا خلکو د هغه او د هغه د انقلاب او د هغه دتيوري، کومې چي په شنه کتاب کي انعکاس موندلی پاڅون کړی، چي يو شمير ورته انقلاب هم وايي.  دا د قذافې مسؤليت دی چي يوسوله ايز پاڅون په انقلاب او انقلابي جنگ بدلوي او دا قذافې دی چي توره يې ويستله اوهرڅوک چي مخته ورځي وژنيي.
 په 1945 کي د برلين د دفاع قوماندان هيتلرته پشنهاد وکړ: “ شوروي لښکري برلين ته نژدي کېږي، موږ بايد ملکي وگړي له ښار څخه خوندي ځايونه ته وليږدوو” هيتلر په ځواب کي وويل: “ په دا ډول جنگونو کي ملکيان نه پيدا کېږې” قذافې سره ددی چي خلکو ته يي په سياسي او اخلاقي برخه کي په بشپړه توگه بايللې ده، خودي ديکتاتور هوډ کړی، څومره چي کولاي شي ووژني، څومره چي کولاي شي بي کوره کړي ترڅو په واک پاتي کې پاتي شي او يا دهيتلر په شان په خپل غارکي ځان وژنه وکړي او يا هم په هاگ کي د محکمي د ميز له شا د يوويشتمي پيړۍ د يوه لوی جنايت کونکی په څيره کي را څرگند شي. غرب  په دي سيمي کي د خپلې اخلاقي ماتي په يو څه تلافې کولوکي اخلاقي ميړانه وکړي اودليبيا خلک له يوه وژونکي ديکتاتور څخه وژغوري.

ټاکونکي شيبي اولوي فيصلې
عربي نړۍ همدا اوس د تاريخي او پريکړونو لحظوپه درشل کي دي  د عاقلواوهوشيارو سياست کونکو پوهه په دی کي دي، چي په فرصتونو اولحظو کي هم هغه ټاکونکي فرصتونه او ټاکونکي لحظي درک کړي او په چټکي ورنه گټه پورته کړي، کومي چي دلويو پريکړولاره همواروي. دټاکونکو شيبو ځانگړتيا په دي کي دي چي د تاريخ په يوه مشخصه لحظه کي د ميليونونوانسانانو انديښني او فکرونو متاثيرکوي او د هغوي انرژي په حرکت راولې، هغوي ته پوهه او ميړانه ورکوي، تر څو له خپلې ارادی او خپل وس څخه کار واخلې.  همدارنگه دا شيبي په ډيره لنډه موده کي ميليونونوانسانان له يوي خوا د يوه سيستم او يوې نظريي د ناکامي او له بلي خوا د يوه بل سيستم او بلې نظريي په بري باوري کوي. دي شيبو همدا اوس اوس له تونس ترچينه او له مراکش تر شمالې کوريا پوري په ميليونونو انسانان د ديکتاتوريگانو او د هغو فکري ښوونځيو، کوم چي د يکتاتوري توجيه کوي په ناکامي باوري کړي دي.  په ليبيا کي د قذافې دشينه کتاب تيوري ناکامه شوه او ډيرژر به په شمالې کوريا کي د يوشه Juche دايديولوژي بشپړه ناکامي را څرگنده شي.

اوس به د سیاست او واک په هکله د افغانستان ستونزو راوگرزو

کله چي د واک، ټولنيزو بدلونونواو پاڅونونو په هکله خبرې کوو، په ذهن کي موترهرڅه د مخه سياست را گرزي.
د افغان ټولنې په سياسي ژوند او سياسي فرهنگ کي داسي ښکارې چي يوه د پيړيواوږده مرحله په ختم کيدودی. د زماني غوښتنو د پرونيو ارزښتونو په هکله  پوښتنې را پورته کړي او د بل ډول فکرکولو ضرورت او امکانات يي را منځ ته کړی، په ټولنه کي له ټولوناخوالواونيمگړتياو سره سره په سياسي ډگرکي د نويوارزښتونه عمل کول پيل شوي.  دا ارزښتونه:  “ سياسي برابري” “ سياست د ټولو چاره ده” “ سياسي پلوراليزم او ازاده سياسي سيالې” “ استاذيتوب او مسؤليت”... کوم چي،  په افغاني ټولنيز ذهنيت کي وده او پراختيا مومي. دا بي ساري لويه او تاريخي لاس ته راوړنې دي. په بل عبارت د افغاني ټولنې سياسي کيدل پيل شوي دي. عربانو هم د همدي ارزښتونو د واکمن کولوله پاره پاڅون کړی دی. عربي ځوانان يوازي کار او ډوډۍ نه غواړي، هغوي سياسي برابري، سياسي ازادي او د بيان ازادي هم غواړي. په تیره ليکنه کي وويل شو،
په عربي نړۍ کي د جوړښتونو د بدلون تر څنگ ارزښتونه، مفاهيم، اصطلاحات ... هم په بدليدو دي. د بيلگي په توگه په مصر کي د اخوانالمسلمين ځوان غړي په دي سازمان کي د بدلونونوغوښتونکي دي. دوي  غواړي او له دي جملي دا ډله په مصرکي د ښځې او يا هم د يوه عيسوي د ريس جمهور کيدولو اصل ته غاړه کيږي. که دا ډله د بدلونونو راوستل ونه مني، ډيرامکان شته دی چي له انشعاب سره مخامخ شي. 
   روسي نوم لرونکی تاريخ پوه ليونيد باتکين وايی:
“ کله چي له يوې ټولنې سياست مخه کوي په نتيجه کي ټول شيان “ سياسي” کېږې.”
په افغانستان کي د اوږدي مودي له پاره په ټولنه کي د سياسي بيگانگي په نتيجه کي کورنې، قبيله، قوم،  مذهب او سيمه په سياسي شوې دي ... له افغانستان د باندي هم که تاسوهرځای د افغانانو په مجلس کي گډون وکړي خبري په سياست دي. په دي مجلسونو کي د هرڅه په هکله خبرې کېږې، خو هيڅکله ورڅخه يوه مشخصه نتيجه نه اخستل کېږې. په دي او دي ته په ورته مجلسونوکي د ظلم، بي عدالتي، وروسته پاتی والی، جگړې... په هکله تاوده او اوږده بحثونه کېږي، خو په هغواصولو، په هغودودونو اوهغو ارزښتونو بحث نه کېږي چي ددي ناخوالو لامل گرزيدلې دي. يوشمير هڅه کوي دي ناخوالو ته د گروپونو، گوندونو او وگړو په منځ د نظر په يووالی او د صداقت په ودرلودلو سره د حل لاره پيدا کړي. سره ددي  چي دا ډول هڅي هيڅکله هم نه دي بريالې شوې، خو په دواړو چپ او ښی لوری کي پراخ ملاتړ لري. په دي هکله بله ستونزه داده چي د يوه شی، د يوه حرکت، د يوه ځواک... د تعريف کولو په ځای د هغه په صفتونو خبرې کېږي او دا په طبعي توگه د پيږندني له کار سره مرسته نه کوي. 
کله کله سړی له حيرانونکو نظرياتو سره مخامخ کېږې او يو شمير د “ لويزيانا” د قبيلې په شان د ميوې خوړلوله پاره اول ونه له بيخه باسي او بيا يې ميوه خوري. پوښته داده چي دا ډول وگړي به ځان ته څه او ټولني ته به څه ورکړي؟
 په افغانستان کي د سياسي تفکراو سياسي فرهنگ په ډگرونوکي د حساب وړ بدلونونه را منځ ته شوي او نورواک د يوه سړی مالکيت نه بلل کېږې او نور پادشاه په ځمکه د خدای سيوری نه دی. سره ددي چي په انتخاباتو کي يو په بل پسي پايلې دردونکي دي، خو په سياست کي د خلکو برخه اخيستنه په زياتيدودی.  پام مو وي چي دا لاس ته راوړنې او بدلونونو د “عطف نقطی” ته نه دي رسيدلې چي شاته نه گرزيدونکي وي. تراوسه هغه ځواکونه اوهغه تفکر پياوړي پاتي کېږې چي په سياسي ژوند کي دا لاس راوړنې په شا وگرزوي او يوسړی او يا يوه ډله سياست او واک په خپل انحصارکي واخلي. په دي برخه کي ترټولولوی گواښ مذهبي بنسټ پالنه ده.
 د افغان ټولنې په ټولنيزذهنيت کي تراوسه هغه ناروغې نه دي معالجه شوې او يا په هغه پټ لامل غلبه نه دي شوې چي هرځل د ازاديو اوله دي جملې د سياسي ازاديو په وړاندي درېږې، ورسره دوښمنې کوي او ماته ورکوي. په افغانستان کي په لسگونو زرو انسانانو د ازادي له پاره ژوند له لاسه ورکړی اوله لاسه يې ورکوي، خو په ټولنه کي ازادي په يوه شاته نه گرزيدونکي واقعيت نه دي بدله شوې. دلته د ازادی جنگيالې د ازادي په بي رحمه دوښمنانو بدل شوي دي او اجازه نه ورکوي چي ازادي او په تيره بيا فردي ازادې په ټولنه اوپه کورنۍ کي سررا پورته کړي. په دي برسيره  د شلمې پيړۍ د وروستيو لسيزو د ټولنيزعدالت مخکښان او اتلان يا منځنيو پيړيو ته په شا ورگرزيدل او يا هم رهبر په پانگه وال غرب اوپرولتريا په افغانستان کي دي.
     نن د ټولنې پرمختگ او وده د ټولوله گډون او په بل عبارت دهر يوه وگړی له گډون پرته ممکينه نه دي. د موږ په سيالې ولاړې نړۍ کي هغه ټولنې او هغه هيوادونه په بريالې توگه د پرمختگ لاره وهي چي ټولو ته په کار او سياست کي د گډون امکانات برابر شوي دي. دا کار د پرونيو سياسی جوړښتونو په وجود کي ممکين نه دی، کوم چي دموکراتيکې ځانگړتياوې نه لري. په ټولنيزو کارونو او له جملې په سیاست کي د ټولوگډون يوازي په يوه دموکراتيک نظام کي، کوم چي په مدرنو سياسي جوړښتونو او ارزښتونو تکيه کوي عملي کيداي شي. په پرونيو سياسي جوړښتونو کي وگړي يوازي له پورتنيو مقاماتو او واکمن تفکر سره په اړيکو کي شخصيت ترلاسه کولاي شی، کومې چي د اطاعت او پيروې اړيکې دي او په کومو چي ابتکار، کفايت، خلاقيت او خپلواک شخصيت پايمال کېږې او بيا دا ډول وگړي په همدي هويت په کار اوپه سياست کي گډون کوي
په زړو او توتاليتر سياسي جوړښتونو کي. د فردي ازادي په ځاي يې د هرفرد د څارلو اوازارولو تگ لاره عمل کوي او د کدرونو په هکله هم د وړتيا په ځای د پيروي، وفاداري اوسياسي خصوصيت په اصلونو تکيه کېږي او هغه څوک چي په ځمکه دی اسمان ته جگوي اوهغه څوک چي په اسمان کي دي، ځمکي ته ټيټوي.

د سياست د خپلواکې ضرورت
د سياست د خپلواکې له منځه وړل دناورينونو ناورين دی او دا ډول چلند نه يوازي د ټولنې خپلواکي، بلکي د دولت خپلواکي هم له منځه وړي او ورسره په سياسي ډگرکي د بدلونونو او د نويو ارزښتونو دانتخاب مخه نيسي. د بيلگی په توگه په افغانستان کي ريس جمهور دخلکو له خوا ټاکل شوي، خوکله چي په مهمو سياسي مسلو دبحث کولوضرورت منځ ته راځي ريس جمهوردپارلمان په ځای،  حضرت، پير، ملا، جنگ سالار، قوماندان...ته مراجعه او ورسره مشوري کوي او دا هغه څوک دي چي د ټولنې د خپلواکې او د ټولنې د سياسي کولو مخه نيسي او په سياست او واک د بشپړانحصارغوښتنه کوي.
     سياست هميشه له مخامختياو او مخاليفتونو سره مل دی، سياست همداسي دي او سياست به هميشه  همداسي وي. په بل عبارت سياست په هميشنۍ توگه د گټو او غوښتنو د ټکرډگردي. د انسانانو ترمنځ نه يوازي اقتصادي توپيرونه او اختلافونه شته دي، بلکي ټولنيز، مذهبي، قومي، فرهنگي... توپيرونه هم شته دي.  د سياست هنر او استعداد په دي کي دی چي ددي اختلافونواوتوپيرونو ترمنځ گډه ژبه اوگډ لوري پيدا او بيا د مصالحي په لورد هغوي لارښوونه وکړي.  سره ددي چي مصالحه يو ايديال حل نه دی او يوه خوا يې هم ايديال حل نه بولې، خو د اختلافونو د حل ترټولو ښه لاره ده. ددي معني دا هم دی چي په سياست کي هيڅکله هم ايديال حل نه پيدا کېږې اوهغوي چي په سياست کي د ايديال او قطعي حل وعدي ورکوي غولونکي او تيريکونکي دي. تاريخ او په تيره بيا سياسي تاريخ د يوه ايديال سياسی حل په نوم څه نه دي ثبت
کړې او نه دا ډول څه پيږنې.
      سياست د ټولنيز ژوند د تنطيم کولوعلم اوهنردی. سياست پوهان په دي عقيده دی چي سياست يوه ټولنيز ضرورت او په بشپړه توگه يوه ټولنيزه پديده ده. سياست او سياسي پريکړې ټولنيز تاثيرلري اود ټولنې هر اوسيد ونکي متاثير کوي او په دي بنياد هم سياست د ټولنې د هرځانگړی وگړی چاره دی. که په ټولنه کي اداره له پاسه کېږې،  قدرت له کوزې راځي. په بل عبارت اداره له پاسه، قدرت له کوزه.
 د سياست ټولنيزه ځانگړتيا ددي ضرورت منځ ته راوړې چي سياسي پريکړې د يوه سړی په ځای، د يوې ډلې په ځای په جمعي توگه د معلوموارزښتونو په چوکات کي ونيول شي. په دي معني چي په دي پريکړو کي د ټولنې د افرادو ازادي او حقونو پايمال نشي.
نوربيا

په همدی هکله:

- جوړښتونه اوارزښتونه- لمړی برخه

- جوړښتونه او ارزښتونه- دویمه برخه

- جوړښتونه او ارزښتونه- دريمه برخه

4- جوړښتونه او ارزښتونه- څلورمه برخه

- په آسمایی کی د دی لیکوال نور اثار