رسیدن به آسمایی:  23.03.2011 ؛ نشر در آسمایی: 24.03.2011 

دستگير روشنيالی

جوړښتونه او ارزښتونه
شپږمه برخه


ملي حاکميت يا د بشري حقونو ساتنه، کوم يو اولويت لري؟

د گلوباليزم په شرايطو کي ملتونه په يوه پلنه صحرا کي پرتې له يو بله جلا کلاوي نه دي، کومي چي نه له يو بله خبريږي، نه يو په بل تاثير لري او نه هم د يو بل په کارکيلاس وهنه کوي. په ننۍ نړۍ کي ددي او هغه هيواد پيښي ټوله نړۍ متاثيره کولاي شي، نه د جاپان اوسنی اتومي بحران په همدي هيواد کي محدود پاتي کېږې، نه د یمن او ليبيا کي پيښي د همدي هيوادونوکورنې چاره بلل کېږې او نه په يونان کي اقتصادي بحران د هغه هيواد کورنۍ ستونزه ده. طبعي ده چي دي ډول ستونزو ته د يوه ويشونکي ارزښت په ځاي يو نړيوال او يو ينوورسل ارزښت ځواب ورکولاي شي.
 د گلوباليزم، د تکنولوژي او د جمعي اطلاعاتو د نه دريدونکی انقلاب په شرايطوکي نورهغه امکانات د هميشه لپاره له منځه تللي چي د دنيا په دي او هغه کونج کي يو ديکتاتور، يو پيشوا، يوه هميشه رهبر اويا يوهميشه امير هر بلا چي په خپلو خلکو راولی او يا هره ټکه پري اچوي څوک ورباندي نه خبريږي.  همدارنگه هغه وخت هم تير شوی چي ددي غره په لمنوکي د ماشومانو او د هغه بلې درې په منځ کي د بی گناه خلکو بمباري کول او وژل پټ پاتي شي.
 اوس چي په ليبيا کي يوه ظالم ديکتاتور د خپل واک د ساتلو له پاره د خپلو خلکو په ضد جگړه اعلان کړي ده. نړيواله ټولنه څه ډول او د کوم اصل “ملي حاکميت يا دبشري حقونو ساتنه” په بنيادکولاي شي دقذافې د وژنو او یرغلونه مخه ونيسي. که لمړيتوب له د “ ملي حاکميت” له اصل سره وي نو نړيوال حق نه لري په ليبيا کي مداخله وکړي او قذافې هرڅه چي کوي، دنيا به يې يوازي تماشي ته ناسته وي. دا ډول حالت په خپله په نړۍ کي د انارشيزم په معني دي. دا ډول حالت د نړيوالې ټولنې د کمزوري په معني دی. 
په نړيوالو اړيکو کي د “ ملي حاکميت” ترڅنگ يو بل اصل “ د بشري حقونو ساتنه” هم شته دي، کوم چي نړيوالې ټولنه په دي مکلفه کوي چي د بريدونو او تريو په وړاندي د د بشر د حقونو ساتنه وکړي. د امنيت په شورا کي د ليبيا په هلکه د “ ملي حاکميت” او د “ دبشري حقونو د ساتني” د ارزښتونوترمنځ په سيالې کي دوهم ارزښت بری وموند.

درسونه او لاس ته راوړنې

د منځنی ختيځ او د افريقا د شمال روان حالت راښيی چي د پاڅونونو، انقلابونو او جگړو بنيادي لامل د اوږدي مودي له پاره د يوه سړی او يا د يوه گوند واکمنې ده. دلته پاڅونونه له ځان سره نوي درسونه، نوې لاس ته راوړنې او نوې تجربې لري. دلته په توپيرونو برسيره په يوه هيواد کي هم سياسي، ټولنيزه، مذهبي او فرهنگي هم اهنگي نشته دی.  په مصر او تونس کي پاڅونونه په سوله ايزه او چټکه توگه بريالې او د لويو بدلونونو لاره يې همواره کړه.  په ليبيا کي بيا جگړه روانه ده. په بحرين کي بيړنی حالت اعلان شوی.  په یمن کي هم که ريس جمهور گوښه کيدلو ته چمتو نه شي د کورنۍ جگړې د پيل ډار شته دی. په سعودي عربستان کي له يوې خوا په هرډول مظاهرو بندیز لگيدلی او له بلې خوا خلکو ته پادشاهي سوغاتونه ورکول کېږې. په سعودي عربستان اود خليج په نوروهيوادونو کي د پاڅونونو ټولنيزه پايگاه هم کمزورې ده. دلته منځنۍ طبقي دومره وده نه دي کړي چي پاڅون پيل، ټولنيز گروپونه له ځان سره ملگري او بيا د پاڅون لارښوونه وکړي. همدا شان په دي هيوادونو کي خواران نه يوازي خواران دي، بلکي بيگانه هم دي او نشي کولاي په اعتراضونو کي برخه واخلي. له بلي خواپه دي هيوادونوکي نفت دي چي د ديکتاتوريگانو ساتنه کوي. په مصر او تونس کي منځنۍ طبقي، چي د دموکراسي ډاډمنه تکيه گاه بلل کېږې وکولاي شواي په اعتراضونو کي خواران او نور ټولنيز گروپونه له ځان سره ملگري کړي.

هميشه رهبر او هميشه واکمن

د واک او دولت جوړولو په هکله ترټولولويه ستونزه د واک او اتوريتي نه ويشل دی. دلته هرڅوک چي واک ترلاسه کړې، هڅه يې دا وي چي د بشپړ واک خاوند او هميشه واکمن پاتي شي.
سياست يوازي واک او په هيڅ ډول د بشپړ واک درلودل نه دی. په سياست کي اصلي مسله د واک ترلاس کول نه دي، په سياست کي اصلې مسله د واک او اتوريتې ويشل دي. همدا شان ستونزه د واک د ترلاس کولوله پاره ددي او هغه وگړي او يا ددي او هغه گوند هڅي نه دي. دا د هغوي حق دی. ستونزه هغه وخت را منځ ته کېږې چي وگړي او يا گوند واک ترلاس کړي او بيا يې له نورو سره د ويشلو اراده ونه لري او ستونزه هغه وخت نوره هم سخته اولويږي چي د بشپړواک د درلودلو هڅو ته په ايديولوژيکو اصولو او مذهبي احکامو توجيه ورکول کېږې. د بيلگي په توگه همدا اوس په ايران کي ملايان د دنيا تر ټولو بي حيا، د دنيا تر ټولو دروغجني او د دنيا تر ټولوغولونکي او ظالمي واکمني ته د خداي په “ احکامو قانونيت” ورکوي او “ الهي پروژه”  ورته وايي.
د سياست هنر د واک په درلودلو او د واک په ترلاسه کولوکي نه دی. واک په کودتاگانو، دسیسو، وژنو، بلواگانو... هم ترلاسه کېږې. د سياست هنر د پرمختگ اود هوساينې په لورد ټولنې په لارښونه کي دی. دا به څه سياسي هنر وي چي د واک د ترلاسه کولو سره سم  په واک باندي د بشپړې ولکي درلودلو هڅه وشې او په تنيجه کي ټولنه د پرمختگ په ځای د جگړې او ټولنيزو ټکرونو په لور ولاړه شې. دلته له بده مرغه له واک څخه د جوړولو په ځای د ړنگولو، د نورو د نفي کولو او وژلو له پاره گټه اخستل کېږې.
دسياست هنر په دي کي دی چي د ټولني او واکمني تر منځ انډول را منځ ته شي. په منځني ختيځ او د اقريقا په شمال کي د پاڅونونو او انقلابونو جگړو...يو بل لوی لامل د ټولني او واکمنې ترمنځ د انډول نشتوالی دی. همدا اوس اوس د منځنی ختيځ، د شمالی افريقا او د ايران تجربي د همدي واقعيت بيان کونکي دي. 
  په افغانستان کي هيڅکله هم د ټولنې اودولت ترمنځ هم اهنگي نه وه او اوس هم نشته دی.  په دموکراتيکو هيوادونو کي، چيري د دولت او ټولنې ترمنځ هم اهنگي موجوده وي د جگړې او خشونت... لامل هم له منځه ځي او منځ ته راغلې ستونزې د ټوپک، کلاشنيکوف او بلوا گانوپه ځای د پوهای او ديالوگ له لارې حل کېږې او دليل يې هم دادی چي دموکراسي د استبداد په خلاف يوهمیشه بدلون منونکی سيستم دی. ترڅوپه افغانستان کي د ټولنې او واکمنې ترمنځ واکمنې را منځ ته نشي د جگړي او بحران لاملونه به هم له منځه ولاړ نشي.

حاکميت او حکومت  

په يوه ټولنه کي حاکميت او حکومت يو شان بلل،  نه يوازي جدي سياسي ستونزه ده، بلکي په هميشنې توگه ناورين راوړونکي ستونزه هم دی.  حاکميت حکومت نه دی او حکومت حاکميت نه دی. دا دوه له يوبل څخه جلا مفهومونه دي. حاکميت Suverζnitet دی اوحکومت Goverment دی. حاکميت هغه څه دی چي وروستې خبره کوي او د حاکميت تمثيل کونکي هغوي دي چي ددي ورستې خبرې واک ورسره وي او دا خلک دی. حکومت هغه څه دي چي حاکميت پوسيله ټاکل کېږې. د شرقي استبداد په سياسي فرهنگ کي اوله دي جملې په افغانستان کي هغه څوک چي حکومت کوي حاکميت هم لري او دا دوي دي چي د وروستې خبرې حق لري. په ليبيا کي يو سړی هم حکومت کوي او هم حاکميت لري. په ايران کي د وروستې خبري کولوحق د اخوند خامنه ای سره دی. په عمل کي همدا ډول تفکردي چي د ديکتاتوري او دتوتاليتريزم له بری سره مرسته کوي.

د سياسي مبارزي او سياسي رهبري يو شان بلل

بله ستونزه چي ما په تيرو ليکنو کي هم ورباندي ټينگار کړی،  د سياسي مبارزي او سياسي رهبري يو شان بلل دی. دا په بشپړه توگه دوه جلا مفهومونه دی. په افغانستان کي د سياسي مبارزې او سیاسي مبارزانو خوارې نشته دی. په دي وطن کي نه پرون د سياست کونکو او سياسي مبارزانوخواري وه او نه نن د دا ډول وگړو خوارې شته دي. خواری د سياسي رهبر او سياسي رهبرې دی. يوه سياسي رهبري چي سياسي فهم او سياسي استعداد ولري او په سختو حالاتو کي د سختو پريکړو او په فوق العاده حالاتو کي د فوق العاده پريکړو ميړانه ولري. زه فکرکوم چي د سياسي رهبري د کمبود لامل به له يوې خوا د افغاني ټولنې په نه سياسيتوب او نه خپلواکي کي او له بلې خوا به د وگړو او مسؤليت ترمنځ په بي انډولې کي پروت وي.

ناورين ايجادکونکی سياسي ارزښتونه
پرون په سياسي ژوند واکمنو ارزښتونو نه بدليدونکي بڼه درلوده او منل او مراعات کول يې د هرچا مکلفيت شميرل کيدو:

- “ پادشاه د ځمکي په سرد خدای سوری دی”

-“ پادشاه ټولواک دی”

-  د يو بل نفي کول، يا به زه وم،  يا به ته وي.

-  د بشپړواک درلودل اوهميشه واکمن.

-  زور، پيروي او اطاعت

- پوره او اشتباه نه کونکي

په پورتنيو زړو ارزښتونو کي نه سياست د ټولو چاره ده، نه په سياست کي ټول گډون کولاي شي او نه په ټولنه کي واک ويشل کيږې. په ليبيا کي د رواني جگړي اساسي لامل د “ يوه سړی واکمنې” د “ د بشپړ واک درلودل او هميشه رهبر” زاړه ارزښتونه دي.
په افغانستان کي په پيړيو پيړيو سياسي سيستم د پورتنيو ارزښتونو په بنيادجوړيدواو د پرمختگ په لور يې د نسلونو او نسلونو هڅې ناکامې کړي دي. د همدي ارزښتونو واکمني په ټولنه کي د جگړو، پاڅونونو، بلواگانو... زميني را منځ ته کړي او د استبداد له بری او ساتني سره يې مرسته کړي،  دي وروسته پاتي ارزښتونو په تيره بيا انسان او انساني ارزښتونو په ډيره خشنه توگه  سپک کړي او پايمال کړي دي او همدا ارزښتونه دي چي په ټولنه کي يي سياسي، ټولنيز او رواني تعادل له منځه وړی دی.  همدا استبدادي ارزښتونه دي  چي په ټولنه کي د کرکې، کينې، لوڅ او پټ زورزياتی فرهنگ ته پراختيا ورکړې،  په ټولنيز ذهنيت کي يې بد بينې، منفي بافې، بي مسؤليتی، ټمبلي او خلاقيت نه درلودل واکمن کړي دي او د جوړولو، پرمختگ  او ټولنيز پوهای ځای يې فساد، غارت او تخريب ته سپارلی دی. د همدي ارزښتونو د اوږدې واکمنې له امله په ټولنه کي پراخه فرهنگي او دپوهي خوارې هم رامنځ شوي ده او دا خوارې د نورو باورونواو د نورو نظرياتو د خاوندانو سره په اړيکو،  د انساني حقونو او ازاديو په مراعات کولو او له سياسي مخاليفينو سره په چلند کي په ښه توگه ځان څرگندوي.

په افغان ټولنه کي پورتنيو ارزښتونو په تيره بيا له واکمنو اوسياسي مشرانوپه تيروتنو او اشتباهاتو د اعتراف کولوميړانه او شهامت هم اخيستی. دلته په تيروتنود اعتراف کولو او په انتقادي توگه د خپلو نیمگړتياو د څيړولو او ارزيابي کولو په هکله پراخه ويره شته دي. خو ددي برخلاف نورو ته د ملامتي د گوتې نيولواود هغوې د تيروتنو او کمزوريو د را لوڅولو په کار کي بي ساري جريت او بي سارې ميړانه ښودل کېږې. په دي برسيره تر اوسه هغه فکري او ذهني بلوغ نه ليدل کېږې چي د موجودو ناخوالو او بدمرغيو اصلي مسؤليت د موږ په غاړه دی او يوازي موږ کولاي شو په موجودو ناخوالو غلبه وکړو.
وايي:  اوبه په گړی کي، موږ تږې گرزو.   
نوربيا

***

پخوانی برخی:

- جوړښتونه او ارزښتونه - شپږمه برخه

- جوړښتونه او ارزښتونه - پنځمه برخه

- جوړښتونه او ارزښتونه - څلورمه برخه

- جوړښتونه او ارزښتونه - دريمه برخه

- جوړښتونه او ارزښتونه - دویمه برخه

- جوړښتونه اوارزښتونه - لمړی برخه

په همدی اړه :

جهان اسلام - قیام برای دیموکراسی؟!

صفحه ویژه با مطالبی از:

دستگیر روشنیالی، حمیدالله روغ، نصیر مهرین، اصف بره کی، احمد سیر مهجور، عارف پژمان و نیز لینک مقالات و گزارش های قابل دسترس در انترنت

ورود به صفحه ی ویژه