رسیدن:  14.09.2011 ؛ نشر : 15.09.2011

دستګیر روشنیالی

جوړښتونه او ارزښتونه

لسمه برخه

په ليبيا کي د “ تاريخ انتخاب” ياغي شوی


کله چي ټولنه خپلواکه کېږې، پيشوا کډه کوي

قذافې په وار وار اعلام وکړ چي ميليونونو به له هغه دفاع وکړي او په وار وار يي له لبيايانو غوښتنه وکړه، د ده په اصطلاح د “ موږکانو” په ضد مارشونه وکړي او ليبيا له هغوي څخه وژغوري. پيشوا هيله درلوده تودې “ پرگنې”  د هغه فرمان ته ښه راغلاست ووايي او ننگه يي وکړي.  قذافې هيله درلوده چي پرگنې به يی له دي چي فکر وکړي او ولې ووايي د ده د فرمان هماغه د هيتلر او خمينی په دود پيروي وکړي. قذافې پوهيږي او د دي تجربه لري چي پرگنې د پی‍شوا د فرمان په وړاندي نه او ولې نه وايي، يوازي پيروي کوي او فرمان په ځای کوي. “ پيشوا فرمان ورکوي او موږ يې پيروي کوو” (نازي المان) ،  “ ما همه سرباز تو ايم، خمینی، گوش به فرمان تو ايم خمینی(جمهوری اسلامي ايران)

د ليبا خلکو د قذافې د غوښتنو او فرمان په وړاندي په نه وويلو برسيره د هغه په ضد راپورته شول او ددي معني دادي چي له يوې خوا قذافې نور پيشوا نه دی او له بلې خوا ليبيا د پرگني په ځاي يو ټولنه ده چي ځان يې د پيشوا له اسارت ژغورلی، د پيروي او تقليد له حالته راوزي اود يوې خپلواکي ټولنې ځانگړتياو ته وده ورکوي. نور قذافې، اسد، خامنه اي هغه پيشوايان نه دي چي ټولنه يې بي ترديده او بي پوښتنې فرمانونه  واوري او ددوي په فرمان مارشونه وکړي.

په يوه ټولنه کي د پيشوا وجود له پيروي او تقليد سره تړلی او کله چي دا دوه نه وي، پيشوا هم نشته دی.  په ليبا کي چا  د “ موږکانو” په ضد چا مارش ونکړ او د “تاريخ انتخاب” “ پيشوا” د افريقا “ مَلك الملوك” په خپله دي ته اړ شو چي د غارونو،  تونلونو او تيښتي لاره  ونيسي.

پرون فکرکيدو چي يوازي د نوح پغمبر توفان کولاي شي د قذافې په شان ديکتاتوران له خپله ځايه وښوروي. خو په عربي هيوادونو کي د ځوانان تاريخي زړورتوب او ځواک د پاڅونونو پوسيله يو په بل پسي ديکتاتوران را نسکور کړل او زه له همدي امله د دوي ټينگې ارادي ته، د دوي پياوړی مقاومت ته د درناوی سرټيټوم او ورسره ټينگه سمپتي لرم،  زه د دوي د کار او مبارزي ستاينه کوم او زه د دوي د بريو او لاس ته راوړونو ستاينه کوم.  نه يوازي زه، په ميليونو انسانان له هغوي سره خواخوږي او سمپتي لري چي له ديکتاتورانو څخه د ځان ژغورولو زړورې هڅې کوي.  په عربي هيوادونو کي پاڅونونه ددي سيمې په تاريخ کي د انساني بيداري لويه او تاريخي بيلگه ده. کوم چي په ټوله عربي نړۍ کي يې د ازادي او  انسانی حقونو او کرامت ته د درناوی اواز را اوچت کړی دی.  دلته له يوي خوا د انسانانو د برابري غوښتني او له بلي خوا د استبداد او بي عدالتي په ضد اعتراضونه پاڅونکونکو ته قوت ورکوي او د بری په لورد هغوی لارښوونه کوي.

 
د حق بری او د زور ماتي

په عربي هيوادونو کي پاڅونونو وښودله چي د حق او زور تر منځ په جگړه کي بری له حق سره دی او د حق په بری کي هدف د انتقام اخستلو په ځای د عدالت تامين کول دي. د زور او ستبداد په حاکميت کي عدالت يو بي مفهومه شی دی. هغوي چي په زور تکيه کوي هرومرو تلونکي دي. هغوي چي خپله بقا د نورو په وژلو او نفي کولوکي لټوي په ماتيدو دي. په بل عبارت په نړۍ کي د ديکتاتورانو يو په بل پسي کمی دی. د تونس پيشوا عربستان “ د ديکتاتوري اود ديکتاتورانو ممکينې وروستې اډي” ته فراري شو. د مصر پيشوا زندان ته ولاړ. بي له دي چي قذافې مړ وی، که ژوندی. په کوم غار او يا په کوم تونل کي پټ وی، په ليبيا کي وی او يا فراري شوي، د هغه له څلوويشتو کلنو زياته ديکتاتوري د هميشه له پاره ختمه شوه.  ډگروال قذافې ولاړ او له هغه وروسته د بشارلاسد وار دی، کوم چي په بي رحمي سره د خپلو خلکو په وژلواخته دی او روسانو د وسلې او ايراني اخوندان د پيسو په ورکولوسره د اسد د جنايتونو شريکان بلل کېږې.


د ځوانانو نه تماميدونکی او نه ماتيدونکی ځواک

په عربي هيوادونو کي پاڅونونه ترهر څه د مخه  د ټولې اسلامي نړۍ ځوانانو ته بلنه ورکوي او له هغوي غواړي د خپلواک تفکر په بنياد خپل استعداد،  خپلې انرژي او خپلې ارادي په کار واچوي او د يوه پياوړي ځواک په توگه راتلونکي په خپل لاس کي اخلې، راتلونکي د ځوانانو دی او دا ځوان ځواک دی چي پيښو ته لوری ورکوي. دا پاڅونونه له ځوان ځواک غواړي ځان له انتظار، پاسيفيزم، بي حالې، د ما يې څه، فکري غلامي، غليتوب ... څخه ځان را وباسي او په ځای يې د ابتکار کولو، زړورتوب، پرمخ تللو او د ستونزو او پيښو په هکله د پوښتنو او شک د را پورته کولولاره ونيسي. ځوانان حق نه لري د پيښوتماشا وکړي اودهغو خيالې اتلانو او رهبرانو په تمه کښينې چي ستونزي د جنډی او سوټی په ښورولو سره حل کاندي.  دا ډول اتلان او دا ډول رهبران هيڅکله هم نه راځي. د انتظار وخت نه دی او د ستونزو دحل له پاره کومه معجزه نه کېږې.
  په عربي هيوادونو کي پاڅونونو له ځوانانو غواړي د بدلونونو له پاره د تصميم نيولو اراده پياوړي کړي اوله قومي، مذهبي او ايديولوژيکو توپيرونو، کرکواو تعصب ځانونه وژغوري. له دي ويشونکو ټولنيزو بندونو دژغورولو اساسي شرط د ځوان نسل د انديښني په خپلواکي کي دی.  همدا اوس د ځوان نسل په وړاندي د ځوان نسل په همت په عربي هيوادونو کي پاڅونونه نوي او نوي سنگرونه فتح کوي. ځوانان د ايجاد کولو او جوړولو د بي ساری وس او توان خاوندان دي او کولاي شی د پرمختگ او هوساينې په لور د ټولنې لارښوونه وکړي او دهميشه له پاره ټولنه د استبداد له منگولو وژغوري. اوسنی حالت بدليدونکي دی او د بدلون راوړونکوانتظار باسي.


پراگماتيک چلند

سره ددي چي د اسلامي هيوادونو او له دي جملي د افغانستان د ځوانانو په اوږو د رنگارنگ ايديولوژيو پرونيو ذهنونو او عادتونو درند پيتی پروت دي او له هغوي څخه ژغورول هم وخت او هم اراده غواړي، خو په عربي هيوادونو کي پاڅونکونکو، نه د ايديولوژي پيروي وکړه او نه يې ايديولوژيکي غوښتنې را پورته کړي. د هغوي غوښتنې “ ازادي” او “ له استبداد د عربي ټولنو ژغورل”  دي. پاڅونکونکو له هماغه پيله پراگماتيک چلند وکړ او پراگماتيک چلند کوي او ددي معني دادي چي ځوان ځواک د ستونزو په حل کولو کي پراگماتيک ځانگړتياوي ولري. د موږ په زمانه کي پيښي په بي ساري چټکي سره را منځ ته کېږې او دراماتيک خصوصيت لري، دا پيښي د ايديولوژيک حل انتظار نه باسي او يوازي د عمل او پراتيک پوسيلو سره سنجول کيداي شي. په ځانگړې توگه سياست پرون عمل وو، نن عمل دی او سبا به هم عمل وي او دا حالت د ايديولوژي په ځای پراگماتيزم په ضرورت بدلوي.


د انديښنو جگړه

په عربي هيوادونو کي جگړه،  د وگړو د جگړي په ځای په حقيقت کي د ارزښتونو او د انديښنوترمنځ جگړه دی. د انديښنو په دي جگړه کي،  يوه انديښنه، کومه چي هريوه ځانگړی وگړی ته په درناوی ژمنه ده پياوړي کېږې او د بری لاره وهي.  دا انديښنه د انسان اوانسانيت لاس ته راوړنه ده او د زور په ځای په حق، ازادي او عدالت تکيه کوي. بله انديښنه د انسان د تحقير کولو، د انسان د سپکولو، د زور، وژلو انديښنه ده، کومه چي ميليونونو انسانانو ته “ موږکان” وايي او دا د ديکتاتورانو تفکر او په حقيقت کي په تيره بيا په سياسي ډگرکي ايديولوژيک منطق دي. دا انديښنه په عمل کي په انتقام اوکرکي ولاړه يوه انديښنه ده.  ددي انديښني هڅه داده چي ميليونونو خلک جاهل وساتي او د هميشه له پاره ددي او هغه  پيشوا فرمانونوته ژمن پاتي شي. دا د مخاليفينو او د بل ډول تفکر د خاوندانو د نفي کولو، وژلو اندښنه ده، کومه چي يوازي د زور پوسيله ژوند کوي او توجيه کېږې. معمرالاقذافې دا انديښنه د ليونتوب مرحلې ته رسولې اوهمدا دليل دي چي ځينې ورته “ ليونی سپی” وايي.
 په يوه ټولنه کي دبري په لورضروردی چي انساني کرامت ته په درناوی د ولاړې انديښنې فرهنگ هم ايجاد شی او ددي کارپه سرته رسولو سره  به ددي انديښنې له پاره ټولنيزه تکيه گاه را منځ ته شي او دا بيا په خپل وار په ټولنه کي د ټولنيز درناوي له پراختيا سره مرسته وکړي. چيري چي ټولنيز درناوي کمزوری وي، هلته د قانون واکمني له سختو ستونزو سره مخامخ کېږې.


 
ټولنيز درناوی

په ټولنه کي د ټولنيز درناوی نشتوالی له يوې خوا د ټولنيز اسارت او له بلي خوا د ټولنيز باور او احساس له کلکي کمزوري سره په اړيکوکي مطالعه کېږې. د افغانستان، عراق او پاکستان تجربي په ډيره څرگنده توگه راښیی چي قومي او مذهبی اختلافونه او شخړې د قانونيت په وړاندي ترټولولوی او ماتونکی گواښ دی او په دي هيوادونو کي  دي ستونزو نه يوازي قانونيت، بلکي دموکراسي او ملي يووالی هم له لويولويوننگونو سره مخامخ کړي دي. په تيره بيا په يوه پلورالستيک ټولنه کي د قانون په وړاندي د ټولنيز درناوي ايجاد او پراختيا يو بنسټيز ضرورت دی او بي له دي قانون نشي کولاي واکمن شی. د ټولنيز درناوی معني دادي چي د ټولني ټول وگړي او يا هم هر يو ځانگړی وگړی د قانون درناوی وکړي. زور او د زور په کارول د قانون د واکمني وسيله نه ده. قانون هغه وخت واکمن کېږې چي په يوه ټولنه کي انسانان د زور او جبر په ځای د خپل وجدان او خپلي ارادي په بنياد د هغه پيروي وکړي. ايمانويل کانت د قانون په پيروي کي د ارادي او وجدان په ازادي ټينگار کاوه. په دي معني چي د يوې ټولنې وگړي له قانون سره خپل چلند د خپل عقل او خپلي ارادي په اساس تنظيموي.

 په نړۍ کي په تيره بيا د دموکراتيکو ټولنو تجربي ښيی چي د قانون په وړاندي ټولنيز درناوي په ډاډمنه توگه د قانون په واکمنې برسيره امنيت او ملي يووالی هم پياوړی کوي. په يوه ټولنه کي د يو دموکراتيک قانون يا هغه قانون چي د انسانانو برابري او ازادي خوندي کوي ترڅنگ د مدني ټولنو ايجاد او پراختيا دی چي په ټولنه کي د ټولنيز درناوی د ودي او پراختيا له کار سره مرسته کوي.
د بيلگي په توگه همدا اوس مهال د پاکستان په کراچې کي، چيري چي د قومي او مذهبي شخړو په نتيجه کي ټولنيز باور او ټولنيز درناوي له منځه تللي نه يوازي د قانون واکمني له کلک گواښ سره مخامخ کړي. بلکي دي شخړو په يوه ميليونی ښار کي د امنيت په ځای انارشي، بي باوري او هرج و مرج واکمن کړي دي.


 
مدني ټولنې

په عربي هيوادونو کي د دموکراسي په لور يوه لويه ستونزه د مدنې ټولنو کمزوري ده. ددي هيوادونو له جملې په تونس کي د دموکراسي د بری چانس ډير دی. په دي هيواد کي له يوې خوا د پوهي سطح لوړه ده او له بلې خوا مدني ټولنه پياوړي او په هيواد کي د قومي او مذهبي اختلافونو او شخړو امکانات هم کم دي. په ليبيا، يمن، سوريه کي د سياسي وروسته پاتي تر څنگ  مدني ټولني يا نشته او يا هم په کلکه کمزوري دي. په ځانگړي توگه په سوريه کي له يوې خوا واکمن رژيم د پرون مال دی او ړنگيدل يې يوضرورت دی له بلي خوا په سوريه کي ټولنيز، مذهبي او قومي ترکيب هم دموکراسي اوهم ثبات ته گواښ دی اوهمدي ترکيب دا هيواد په تيره بيا د ايران، ترکيي او عربستان د سختو سياليو په ډگر بدل کړی دی. د اسد د استبداد په ماتيدو سره به په سيمه کي د ايران، د لبنان د حزب الله او د سوريي د واکمنو شعيه گانو موجود اتحاد هم له منځه ځي او دا کار به ايران نورهم په سيمه کي گوښه کړي. له راپورونو سره سم ايران تراوسه سوريي ته ترپنځو ميلياردو ډالرو نغدې پيسې ورکړي چي ډيره برخه يې پوځ ته ورکول کېږې. د همدي دليلونو په بنياد يو شميرکتونکي فکرکوي چي په سوريه کي د روان کړکيچ د پاي رسيدو پايله به کورنۍ جگړه وي.

مدني ټولني په فومي او مذهبی توپيرونو د غلبي کولو ښيلارې دې.  مدني ټولنه د قومي بنيادونو په ځای په انساني برابرو ارزښتونو جوړيږي، په کومو کي چي قومي، مذهبي، جنسي، او سمتي توپيرونه خپل مفهوم له لاسه ورکوي.  مدني ټولني د يوه ټولنيز تړون “ قرارداد” په بنياد جوړيږي چي په هغه کي د ټولنيزو توپيرونو او شخصي باورونو پروا نه ساتل کېږې. مدني ټولني په بشپړه توگه په قومي، نژادی، جنسي، مذهبی، طبقاتي ... لحاظ بي طرفه ټولني دي. هغه ټولنه، هغه ټولنيز گروپ چي دا ځانگړتيا و نه لري مدني ټولنه ورته نه ويل کېږې. په افغانستان کي له بده مرغه مدني ټولني هم په قومي خطونو ويشل شوي او قومي دريځونه لري.  همدا شان په غرب کي پښتانه ځانگړي، تاجکان ځانگړي، هزاره گان ځانگړي ټولني، انجمونونه، شوراگاني... لري او دا د راتلونکي افغانستان له پاره له گواښه ډک سيگنال دی.
ارسطو د ازادو وگړو ټولني ته مدني ټولنه وايي.  د ارسطو مطلب به له “ ازادو وگړو” هغوي وي چي غلامان نه وي.  په اروپا کي د کليسا د واکمني په وخت د مدني ټولني څرک نه لگيږي اوڅوک په دي هکله خبري او بحث نه کوي. دا هغه وخت دی چي په اروپا کي پادشاهان هم خپل مشروعيت د روم له کليسا ترلاسه کوي.
د روشنگري په پيل او د انديښني په خپلواکي سره مدني ټولنې د بحثونو په مرکزکي راغلي او مدني ټولنې په عمل کي د روشنگري ترټولولويه لاس ته راوړنه ده.  په روشنگري کي  “ ازاد وگړي” هغوي دي چي له فکري او ذهني غلامي نه خلاص وي “ ازاد وگړي” هغوي دي چي له ټولنيزو توپيرونو ازاد وي او دټولنو جوړښت يې په انساني برابروارزښتونو او عمل کول او چلند يي د عقل په کاراچولو تکيه کوي.
نور بيا

 

د تیرو برخو اړیکی:

- جوړښتونه او ارزښتونه - نهمه برخه

- جوړښتونه او ارزښتونه - اتمه برخه

- جوړښتونه او ارزښتونه - اومه برخه

- جوړښتونه او ارزښتونه - شپږمه برخه

- جوړښتونه او ارزښتونه - پنځمه برخه

- جوړښتونه او ارزښتونه - څلورمه برخه

- جوړښتونه او ارزښتونه - دريمه برخه

- جوړښتونه او ارزښتونه - دویمه برخه

- جوړښتونه اوارزښتونه - لمړی برخه

په همدی هکله نو مطالب:

جهان اسلام - قیام برای دیموکراسی؟!