رسیدن به آسمایی: 29.05.2009 ؛ نشر در آسمایی: 29.05.2009
دستگير روشنيالی
اوبو ته د کتابونو اچول د زور او د ډار د فرهنگ کار دی
ي او سياسی لاملونه پراته دي. د کتابونو سوځول، اوبو ته د کتابونو اچول او دکتابونو له منځه وړل د تاريخ هغه تور او شرم راوړونکی لوری دی. په منځنيو پيړيو کي د کتابونو او ليکنو سوځول د مخاليفينو په ضد او د علم په ضد د کاتوليک کليسا يوه موثره وسيله شميرل کيدله. چي نن واتيکان د هغه له امله د شرم او خجالت احساس کوي او د بخښنه غواړيپه نيمروز کي اوبو ته د کتابونو اچول له يوې خوا دولتي سانسور اوله بلې خوا په فکرونو او ذهنونو د دولت له کنترول کولو څخه عبارت دی او دا د ټولو استبدادي او توتاليتر واکمنيو کاردی. همدارنگه دا د هغوي کاردی چي د بيان ازادي او مدني حقونو سره په دوښمنې چلند کوي او يا ددي درک او فهم نه لري چي د بيان ازادي د انسانانو طبعي حق دی.
د فکرونو موميايې کول
دا د هغوي کاردي چي وايی: " موږ حق يو او يوازي موږ حق يو" " موږ زور لرو او زور حق دی" اوبو ته د کتابونو اچول ديوه استبدادی تفکر پايله ده، کوم چي غواړې د انسانانو ذهنونو او فکرونو په يرغمل ونيسې، د انسانانو فکرونو او انديښنې موميايی کړې او بيا د رمې او گلې په شان ورسره چلند وکړې. حقيقت د هيڅ چا په مالکيت نه بدليږي او هغوي چي په حقیقت د مالکيت دعوه کوي ترهربل چا نا حق دي.
اوبو ته د کتابونو اچول کتاب او ليکوالانو ته د تحقير او تهديد عمل دی اوددي معني
دادي چي لیکوالان نه بايد د خپل خپلواک تفکر، د خپلې خپلواکې څيړنې، کوم چی د
ليکوالان طبعي او مدني حق دی ليکنې و کړې او کتابونه خپاره کړې. دا واکمنان
دي او هغه واکمنان چي دنيا ته ناوخته راغلي د ليکوالانو د فکراوکار کولولوری
ټاکي. دوي همدا شان غواړي ليکوالان او کتابونه د ورځني سياست او مصلحت په بنياد
خپاره شي. په بل عبارت د لیکوالانو کارونه هم سياسي او هم ايديولوژيکی کاندي.
خوپه عمل کي د ليکوالانو دنده په ټولنه کي د فکرونو او اندیښنو جوړول دي او
دا کار د بشپړې خپلواکي په درلودلو سره سرته رسيږې.
په نيمروز کي د زور او ډار د فرهنگ پوسيله اوبو ته د کتابونو د اچولو عمل په کلکه د غندولو او د اعتراض وړدی او زه په دي کار کي د سخيداد هاتف ملاتړ کوم چي له روشنفکرانو څخه ددي عمل په وړاندي د اعتراض کولو غوښتنه کوي.
خبره د دی کتابونو پر محتوا نه ده،
خبره د کتابونو سره د غیر قانونی چلند دی.