رسیدن به آسمایی: 14.05.2009 ؛ نشر در آسمایی: 15.05.2009

دستگير روشنيالی

 

ليږد نه، ليږدونه


دريمه برخه


مدرن: هغه څه چي پرون نه وو.

په دو تيرو ليکنو کي د ليږدونو، مدرنيتي او سنتو په هکله يو شمير مطالب وړاندي شول او دا خبره هم ياده شوه چي هرڅومره گلوباليزم وده کوي په هغه اندازه مدرنيته هم غربي رنگ له
لاسه کوي او نړيواله بڼه غوره کوي. ددي حالت ودې او پراختيا د دواړو سنتي ټولنې او ايديولوژيک واکمنيو غصه راپارولې او دا وده د ځان له پاره گواښ بولې. همدا دم نه يوازي تکنولوژی، نه يوازي انترنت، نه يوازي اقتصاد او تجارت، بلکي سياست هم په معلومو فرهنگي، مذهبي، قومي او ملي پولو کي وده او پراختيا نه مومي او په تدريج او پيوسته توگه دا پولې په ړنگيدو دي. تلويزيون چي د ميليونونو انسانانو له خوا ننداره او ليدل کېږې هيڅ ډول فرهنگي ، مذهبي، ملي ... پولې نه پيږنې. اوس دا خبره مهمه نه ده چي وگړي چيري ژوند کوي، هر ځای چي ژوند کوي په يوه اندازه ورسره اړيکي جوړيږي او خبريږې. تاسو هم خپل تلويزيون او خپل کمپيوتر په دي نيت سره خلاصوي چي په " دنيا کي څه حال دی". په دي ډول " نيت" او دا ډول " ذهنيت" کي د هيڅ ډول ملې، فرهنگی... پولو مراعات نه کېږې او دا په خپله يو " نړيوال ذهنيت" دی. د اړيکو او خبرتيا دي نوي انقلاب ټولنيز او سياسي مفهوم ترلاسه کړی او د بارک اوباما په بری کي د اړيکو او خبرتيا انقلاب ډيره لويه ونډه درلوده. سره ددي چي د ايران مذهبي اداره، د چين ايديولوژيکه واکمنې ... هڅه کوي د مدرنيتې په شان د اړيکو او خبرتيا دانقلاب ټولنيز او سياسی تاثير کم او بي ارزښته کړي او د زمانې خلاف په ټولنه کي يو فرهنگي حالت اود يوې ايديولوژې واکمنې وساتې، خو د اړيکو او خبرتيا انقلاب د دوي د غوښتنو خلاف په ټولنه کي د پلورالېزم او فردي ازادی له پياوړتيا سره مرسته کوي او انسانان دي ته هڅوي چي په ټولنه کي د پرانيستې سیاسي چاپيريال، کومه چي د ټولنيزې نيکمرغې او د پرمختگ له پاره د انرژي د توربين په شان عمل کوي غوښتنه را پورته کړې. په هرهيواد او هره ټولنه کي دا پرانيستی سياسي چاپيريال دی چي د دولت او ټولنې ترمنځ باورجوړوي. په بل عبارت د دولت او ټولنې ترمنځ ټولنيزه پانگه ايجاد وي. سياسي پرانستی چاپيريال د پرانيستو فکرونو او پرانيستوانديښنو له ودي سره مرسته کوي. همدارنگه په يوه ټولنه کي اقتصادي پرمختگ، ټولنيزه هوساينه او ټولنيز عدالت د سياسي پرانيستې چاپيريال پايلې دي.
 د اړيکو او خبرتيا انقلاب هم د مدرنيتې په شان د هرې ورځې په تيريدو سره نه يوازي هيوادونو ته، بلکي کورونو ته هم په ورننوتو دی او د ميليونونو انسانانو ژوند، ذهن او انديښنې متاثيرې کوي. که پرون  مدرنيتې ددي او هغه ټولنې، ددي او هغه فرهنگ په پولو کي د نوی او زاړه د جگړې  په نتيجه کي وده او پراختيا موندله. خو نن د نړيوال کيدولو په حالت کي مدرنيته او د نوی او زاړه جگړه هم له فرهنگي، قومي او ملي پولو د باندي عمل کوي. د طالب او القاعده جگړه که له يوې خوا د مدرنيتې په وړاندي جگړه ده، له بلې خوا دا جگړه هم نه پولې پيږنې او نه هم په پولو کي ايساره پاتي کېږې. د مدرنيتې او سنتو تر منځ جگړه سره ددي چي د يو او بل د نفي کولو په معني نه دي، خو له دي جگړې پرته بدلونونه او تحولات هم بي معني کېږې. ټولنيز ژوند په هميشنی بدلون او تحول کي دي چي د زاړه او نوی د هميشنۍ جگړې پايله بلل کېږې. د زاړه او نوي جگړه ازلې او ابدي جگړه ده او که دا جگړه نه وي په ټولنيز ژوند کي به دواړه پرون او سبا هم خپل مفهومونه له لاسه ورکړې. دلته د جگړې معني يوازي په توره، ټوپک او ټانکونو جگړه نه ده. هدف ددي هميشنۍ جگړه ختم کول نه دی او نه ختم کېږې، هدف د بدلون، زغم، پوهاوی، ديالوگ او درناوي په وسيلو ددي جگړې ادامه ده. په دي جگړه کي د ټوپک او ټانک د مخنيوي له پاره په ټولنه کي د گډو انساني ارزښتونو په پيروي، په نظرياتی، سياسي، مذهبي، فرهنگی، اجتماعي... برخو کي د پلوراليزم په موجوديت او د ستونزو په حل کي په پوهاوی او ديالوگ تکيه وشي او دا د يوې مدنې ټولنې ځانگړتياوې دي. په ايديولوژيکه او تړلې ټولنه کي نه د انساني ارزښتونو درناوی کېږې او نه د پلوراليزم، زغم او ديالوگ له پاره ځای شته دی.   پريږده هرڅه چي کېږې، موږ او د موږ نظريې بايد بريالې شي اودهر ډول بنسټ پالنې اساسي شعاردی. 


مدنې ټولنه
       د مدرنيته په شان د مدنې ټولنې په هکله هم د نظر توپیرونه شته دي. علمی، ارتباطی او تخنيکی پرمختگونو په نړۍ کي د ټولنيزو او سياسي پديدو څيره هم بدله کړې ده. موږ اړيو د ټولني او ټولنيزو اړيکو په هکله بيا او بيا فکر وکړو او هغوې له سره تعريف کړو. مدنې ټولنه نه په پرونيو معيارونو تعريف کېږې او نه مدني ټولنه په قبيلوي او قومی بنيادونو جوړېږې. مدنې ټولنه قبيلوي، مذهبی او ايديولوژيک رنگ نه لري. مدنې ټولنه په ساده ژبه د ټولنې، سياست، اقتصاد، فرهنگ ... په هکله د يوه پرانيستی چاپيريال له شته والی څخه عبارت دی، چيري چي د ټولنې هر يو ځانگړی وگړی له ډار او تعقيب  پرته د واک په هکله، د واکمنو ارزښتونو په هکله، د ټولنې د موجود جوړښت په هکله ... خپله انديښنه څرگنده کړې او په ازادانه توگه په سياسي گوندونو، په ټولنيزو گروپونو، په فرهنگي او هنري فعاليتونو کي برخه واخلي. په مدنې ټولنه کي هيڅوک په نورو د خپلو نظريو د قبلولو حق نه لري.  مدنې ټولنه د پلوراليزم، د خپلې خوښې د گډون کولو، د علم او زده کړې، د شک او ترديد درلودلو او د انتقاد کولو ټولنه ده او مدني ټولنه د ازادي او مسؤليت ټولنه ده. په مدني ټولنه کي هر ځانگړی وگړی حق لري خپل استعداد او خپل شخصيت هغه شان چي غواړی په خپلواکه توگه وده ورکړی او هروگړی، نر او ښځه د خپلواک شخصيت او خپلواک هويت د لرلو حق لري.
مدني ټولنه هم په غرب کي ايجاد شوه او همدلته يې وده او پراختيا وموندله او دا کار هغه وخت ممکين شو
چي کله انسان او تفکر يې خپلواک شو. انسان هڅه وکړه خپلې ستونزې د عقل په بنياد په خپله حل کړي.
   په مدني ټولنه کي وگړي د خپلواک تفکر امکانات تر لاسه کوي اودا خپلواک تفکردی چي ذهني او فکري ټمبلي له منځه وړي. همدارنگه دا خپلواک تفکردی چي انسان له خرافاتو او زړو عادتونو ژغورې او انسان ددي ته هڅوي چي په خپله فکر وکړي او له تقليد او پيروي را ووزي. د نورو فکرونو که سم هم وي نه بايد د يوې کليشي په توگه ورڅخه کار واخستل شي. دتاريخ بي شماره تجربي ښیی چي نوې انديښنې د هغه چا د کار محصول دي چي په خپلواکه او خلاقه توگه فکر کوي. تقليد کونکي او پيروان  د خپلواک تفکرد روزولو او د نويو انديښنو په ايجاد کولو په بشپړه توگه بي وسه دي.  
  مدنې ټولنه هغه ټولنه ده چي په هغه کي هروگړي بي له دي چي په کومه ژبه خبرې کوي، په کوم قوم پوري تړلی، کومه عقيده او کوم ايمان لري ... د ژوند کولو حق ولري او د بيان د ازادي، د ويلو د ازادي، په سياست کي د گډون کولو حق يې خوندي وي.


مدني ټولنه او آرمانگري
   مدني ټولنه يوه ارماني ټولنه نه ده. په يوه ارماني ټولنه کي ارمان غوښتونکي له واقعيتونو جلا کېږې او د خپلو موخو د ترلاسه کولو له پاره کرکه او ټولنيز واټن ايجادوي. دوښمن او د دوښمنې سمبولونه ايجاد کوي. کرکه او ټولنيز واټن په اسانی سره کولاي شي چي د موخو په تر لاسه کولو کي  " زور" توجيه کاندي. افغانستان په وارونو د " دروغجنو ارمانونو" د ترلاسه کولو په قرباني بدل شوی دی. چپ هم د ځمکی په سر د جنت جوړولو په ارمان سره دا هيواد په دوزخ بدل کړ، کوم چي د نيچه په قول يو " دروغجن ارمان"  وو. ارماني هڅې په هر حالت کي د راتلونکي په هکله ښکلي او رنگين تصويرونه ورکوي، خو هم پرون او په تيره بيا نن د ټولنيزو پيښو او بدلونونو سرعت او حرکت داسي نه دي چي پايله يې له پخوا څخه د هماغو جوړ شوي ښکلي او رنگين تصويرونه وي. د راتلونکي په وړاند وينه کي پوهان تر ډيره حده د " احتمال" په کلمه تکيه کوي او په يوه ارماني تگلاره کي په " قاطعيت" تکيه کېږې او په دي تگلاره کي د " احتمال" او" احتمالاتو" له پاره ځای نشته.
 نه يوازي راتلونکي د ارمانونو په اساس نه جوړېږې، تاريخ هم د ارمانونو له مخي نه ليکل کېږې.  تاريخ نه له پخوا څخه ټاکل شوی لوری لري او نه تاريخ په هغه لوری کي تر اخيره پاتي کېږې چي ورباندي روان دی. د افغانستان تاريخ په هغه لوری نه دی روان چي سل، پنځوس کاله پخوا ورباندي روان وو او په هغه لوري هم نه دي روان چي دري لسيزې پخوا ورته ټاکل شوی وو. کله کله يو شمير پيښی په دومره زور او ځواک سره را منځ ته کېږې چي هيڅوک يې مخنيوی کولاي نشي او دا په طبعي توگه د تاريخ لوری بدلوي. کله کله په ټولنه کي پوتانشيل ځواک په يوه پياوړی باالفعل ځواک بدلېږي او په بل لوری د تاريخ لارښوونه کوي. همدارنگه کله کله هم زړور او لوی تصميمونه د تاريخ لوری بدلوي. همدادم په افغانستان کي څوک کولاي شي د تاريخ راتلونکي لوري وټاکي. د افغانستان راتلونکي په بشپړه توگه نامعلومه ده.   


انسان د سمبول په ځای ژوندی موجود او د ازادي ارادي څښتن دی.
   د انسان په وسيله جوړ شوي او ايجاد شوي فرهنگ انسان په سمبول بدل کړی اوهم يې د هغه راتلونکي په يرغمل نيولې ده او دي ډول فرهنگ يوه پراخه او ځورونکي بيگانگي را منځ ته کړې او انسان يې له انسانه او هم له ځانه بيگانه کړی دی؟ اخير فرهنگ ددي له پاره نه دی ايجاد شوی چي له انسان سره په جنگ شي او انسان په يوه سمبول بدل کړې. فرهنگ دودونه، رواجونه ... ددي له پاره نه دی ايجاد شوی چي انسان توهين، سپک او تحقير کاندي. فرهنگ ددي له پاره نه دی ایجاد شوی چي د انسان ذهن، شعور، استعداد، عقل او انديښنه يرغمل کړي. دلته د زور او ډار فرهنگ انسانان دومره کمزوري او ډار کړي چي په خپل ځان، په خپله څيره، په خپل ژوند او په خپله راتلونکي هم د پريکړې کولو جريت نه کوي او ددي جريت هم نه کوي چي ووايې:
 دا د ما ژوند دي او زه په خپله خپل ژوند سمبال کولاي شم. دا د ما راتلونکي ده او زه په خپله راتلونکې ترهرچا ښه پوهيږم. له ما سره د يو انسان، د يوه خپلواک انسان به توگه چلند وکړې. ما د حيوان درجي ته مه راټيټوي او د يوه شی غوندي را سره چلند مه کوي. زه هم د تاسو په شان د ارادي څښتن يم او هم د تاسو په شان له موره ازاد پيدا شوی، ازاده پيدا شوې يم.  
 فرهنگ ددي له پاره ايجاد شوی چي په اوله درجه کي انسان له طبعيت څخه را جلا او بيا د هغه په تکرار کيدونکو او ړنگونکو ناخوالو غلبه وکړې، ټولنيزې اړيکې جوړې او ژوند سمبال کړي، په خپل ځان او په خپل ژوند واکمن شي، د خپل عقل او خپلې ارادې خاوند شي او اراده هم ددي له پاره دی چي انسان د خرافاتو او افسانو په ځای د عقل او خرد په بنياد عمل وکړي. دا هم د انسان بې سارې کمزورې او مطلقه بي وسې ده چي خرافات او افسانې يې د ژوند لارښوونه کوي.
مدني ټولنه د انسان او فرهنگ تر منځ د جگړي ډگر نه دی او انسان د پرونيو فرهنگي ارزښتونو په بنياد د بل انسان په مالکيت نه بدلېږې. په دي ټولنه کي له انسانانو کله نه جوړيږي، انسان د حيوان درجي ته نه راټيټيږې او د شی په شان چلند نه ورسره کېږې. د مدني ټولنه يوه څرگنده ځانگړتيا داده چي فرهنگ په بشپړه توگه انساني بڼه غوره کړي او دا کار هغه وخت تر سره کېږې چي د هرځانگړی وگړی د حقونو او ازاديو درناوی وشي. د وگړي مطلب  دواړه ښځه او نردي. همدارنگه فرهنگ هغه وخت انسانی بڼه ترلاسه کولاي شی چي په خپل ځای کښينې او له دواړو قانون او واک څخه جلا شي او له انسان سره له کينې او کرکې په پرهيز کولو کي مرسته وکړې. فرهنگ هغه وخت انساني بڼه پيدا کوي چي له هغو نورمونو او ارزښتونو ځان وژغوري، کوم چي په زور، انتقام او بدل اخستلو تکيه کوي او ورسره فرهنگ د يوشان کولو له هڅو ځان را وباسي. له بده مرغه په ټولنه کي واکمن فرهنگ د زور فرهنگ دی او د زور پوسيله قانونيت پيدا کوي. فرهنگ هغه وخت انساني بڼه ترلاسه کولاي شی چي په ټولنه کي د سياسي او فکري پلوراليزم له پراخيدو سره مرسته وکړې اودا کاربه د ټولنې د ثبات په لامل بدل شي . فرهنگ هغه وخت له پرمختگ او د انسان له نيکمرغې سره مرسته کولاي شي چي د خرافاتو او زړو عادتونو په ځای علم او پوهي ته غيږه خلاصه کړې اوهغه څه چي د علم او پوهي په ډگرکي مرکزي رول لوبوي راسيوناليزم او عقل دي.  يوبدلون منونکی فرهنگ او يو بدلون منونکی تفکر کولاي شي په افغانستان کي د ترقي او اقتصادي پراختيا په لورلاره پرانيزي. فکري وکړي د کمپيوتر په جوړولوکي به د خرافاتو او د زړو عادتونو ونډه څومره وي؟
په افغانستان کي واکمن د زورفرهنگ، واکمن ځورونکي دودونه، زاړه عادتونه.. په ټولنه کي سياسي او فکري پلوراليزم د موجود نظم د خرابولو وسيلې بولې او په ټولنه کي برابري او په تيره بيا د ښځې او نربرابری د پيړيو زړې هيرارشي ته، کومه چي له يوې خوا په ټولنه کي د نابرابري لامل دی او له بلې خوا د ستونزو په حل کي په بشپړه توگه پاتي راغلې او دحل په ځای هره لحظه يو په بل پسي ناورينونه را منځ ته کوي گواښ بلل کېږې.


د قانون واکمنې
مدڼې ټولنه د قانون د واکمنې ټولنه ده. په افغانستان کي په هميشنئ توگه نه يوازي د قانون تشه موجوده ده، بلکي ددي هيواد په تاريخ کي هيڅکله د قانون واکمنې نه دی ثبت شوې او له بده مرغه په دي هيواد کي د قانون په ځای قانونه موجود دي. د قانون او حاکميت څوگونيتوب د زورفرهنگ، دودونه، رواجونو... ته زمينه برابره کړې چي د دواړو قانون او حاکميت او په دي برسيره د حق دنده هم په خپل لاس کي واخلې.
    په يوویشتمه پيړۍ کي دا فرهنگ، دودونه، رواجونه او حتی اخلاق نه دي چي ټولنيز ژوند سمبال کاندي.
دا يوازي او يوازي قانون دی چي ټولنيز ژوند او ټولنيزې اړيکې سمبال کولاي شي او په دي هکله اصل هم  " يو هيواد يو قانون" دی او دا اصل هغه وخت عملي کېږې چي د " يوهيواد او يو حاکميت" اصل پلی شي، کوم چي په افغانستان کي نشته او هيڅکله هم نه وو. همدا دم  په افغانستان کي د دولت د کمزورې واکمنې تر څنگ د طالبانو واکمنې او د قوماندانانو واکمنې هم شته دي.
 د پورتنيو خبرو معنې دا نه دی چي نور په ټولنه کي اخلاق له منځه ځې او اخلاقو ته اهمیت نه ورکول کېږې
 ټولنه او ټولنېز ژوند په هميشنې توگه  له اخلاقې نورمونو سره مل دی. بې له اخلاقو ټولنه نه پيدا کېږې او بې له ټولنې اخلاق نه پيدا کېږې. په يوه ټولنه کي د قانون  واکمنې د اخلاقو نفي کول نه دي. خو اوس ټولنېز ژوند د قانون او د يوه بدليدونکی حقوقي سيستم پوسيله تنظيم کېږې، کوم چي دولت ته د جبر او زور له وسيلو څخه د کار اخستلو اجازه هم ورکوي. خو اخلاق نه د زور، نه دجبر او نه هم د باندنی ځواک پوسيله  پلې او عملې کېږې، بلکې د اخلاقو ژمنه پخپله د يوه وگړې په د ننه کي د وجدان  پوسيله تر سره کېږې.
 ايمانويل کانت وايې: " انسانان د دوه ډوله قانون پيروي کوي، يو خارجی قانون دی چي د هغه د نه پيروي کولو او نقض په صورت کي سړی له مجازاتو او جبر سره مخامخ کېږې. خو بل قانون، کوم چي د انسان په وجود کي د ننه يوازي له وجدان او ازادې ارادې څخه پيروي کوي او دا قانون د زور، ډار او جبر په بنياد عمل نه کوي" په اخلاقو کي د جبر او زور په ځای زړه سوی او د نورو په غم کي ورگډيدل رول لري.


  سياست او قدرت
   مدني ټولنه د پوهای، ديالوگ، مذاکري او مصالحې ټولنه ده. په هره ټولنه کي په هميشنې توگه د غوښتنو ترمنځ توپير او د گټو تر منځ مخالفت شته دی. دلته پوښتنه دا نه دی چي له توپيرونه او اختلافونه خلاصه يوه ټولنه ايجاد شي، کومه چي خالصه ارمانگري او خالصه اوتوپيا ده. پوښتنه دادی چي توپيرونه او اختلافونه څه ډول او په کومو وسيلو حل شي. بشر او بشري تاريخ دا ډول  يوه ټولنه نه پېږنې چي له توپيرونو او مخالفتونو خلاصه  وي او نه دا ډول يوه ټولنه جوړيداي شي.
    د پورتنيو خبرو معني دا نه دی چي مدنې ټولنه د تيري په وړاندي هم  چپه خوله پاتي کېږې او لاس تر زنې لاندي ورته کينې. مدنې ټولنه د تيری په وړاندي په کلکه له ځانه او خپلو ارزښتونو دفاع کوي او د جگړې په حالت کي له دواړو سياست او قدرت څخه گټه اخلې او په دي پوهيږي چي په دي او هغه لحظه کي سياست اويا قدرت لومړيتوب لري. په دي معني چي په موجوده لحظه کي قدرت په کار واچول شی او که له سياست څخه کار واخستل شي. مهمه خبره داده چي لحظه او فرصت و پيږندل شي او ددي کار له کولو پرته ددي عملي امکان شته دی چي د سياست په ځای له قدرت کار واخستل شی او يا هم دقدرت  په ځای سياست غوره وبلل شي.دا ډول چلند د لويو او تاريخي تيروتنو لامل کېږې. دلته مطلب د سياست او قدرت ترمنځ د چين د ديوال جوړول نه دی. مطلب په دي دو کي د يوه لومړيتوب دی. همدا دم په سيمه کي، په دواړو افغانستان او پاکستان کي دا قدرت دی چي لمړيتوب لري او قدرت کولاي شی د سياست لاره همواره کړي. کله چي په سوات کي د قدرت ځای سياست ته ورکړل شو پايله يې څومره لوی ناورين ايجاد کړ.
  همدا شان مدني ټولنه د اختلافونو د حل د روغي او جوړې کولو په کار کي هيڅکله هم د وگړو په حقونو او ازاديو معامله نه کوي او دا ډول يوه حل ته چي هلته هم د وگړو حقونو او هم سوله قرباني شي هيڅ کله هم تن نه ورکوي.


د سوات معاهده او دوهم چمبرلين
ما په تيرو ليکنو کي هم د سوات د امن معاهده د ١٩٣٨ د مونشن له هغه تړون سره چي د هيتلر او چمبرلين ترمنځ لاسليک شو ورته معاهده وبلله. د پورتنی تړون له لاسليک کولو وروسته کله چي چمبرلين لندن ته ستون شو، په مونشن کي شوی تړون  يې د " سولې شرافتمندانه" تړون په نوم ياد کړ. خو په عمل کي دي تړون د سولې د تامين په ځای هيتلر ته نورهم د يرغلونو په کار کي چانس ورکړاو چرچيل بيا ددي تړون په هکله وايي:   " د مونشن تړون هم سوله او هم يې شرافت قرباني کړ." 
رښتيا هم د سوات د معاهدي پايلې څه وي؟ له دي معاهدي د نشنل عوامی گوند او د سوات د خلکو لاس ته راوړنې څه وي؟ په عمل کي د سوات د امن د معاهدي پايلې د طالبانو، پياوړتيا، د سلگونو زرو خلکو بې کوره کيدل او له زده کړې د سلگونو زروماشومانو بې برخي کيدل دي.
   په سوات کي د " امن معاهده"  نه يوازي د نشنل عوامي گوند تاریخې ماته وه، نه يوازي يې ښاغلی اسفند ولې خان په دوهم چمبرلين بدل کړ، بلکي ددي گوند او ددي گوند د مشرانو سياسي استعداد او سياسي هنر يې هم ازمايښ کړل. سياست د فرصتونو د پيږندني او له هغو څخه د گټي اخستلوهنردی. سياست د لويو او وړو پيښو څيړنه او د هغوي تر منځ د اړيکو، تناسب او د تاثير پيدا کولو هنر دی. د سوات د معاهدي په کولو کي نه د فرصتونو د پیږندنې، نه د پيښو د څيړنې او نه هم د سیاست او يا قدرت څخه د کار اخستلو هنر موجود وو. دي معاهدي له يوې خوا په ټولو پښتونخوا کي د طالبانو واکمنې ته قانونيت ورکړ او له بلې خوا په سوات کي روانه جگړه هم تر ډيره ځايه د همدي معاهدي پايله ده او د سوات جگړه د راتلونکو پيښو لوری ټاکي.
 د سوات پيښې موږ ته په ډيره څرگنده توگه دا درس راکوي چي په يوه سياسي سيستم کي د حکومت او قدرت جلا کيدل څومره ناورين راوړونکي پايلې لري. تاريخ څو ځله دا خبره ثابته کړې چي د تيری په وړاندي د کمزوري ښودل يوه وژونکي تيروتنه ده او د نشنل عوامي گوند نوم به په تاريخ کي له همدي ډول يوې تيروتنې سره تړلی وي، چيري چي نه يوازي سوله وبایلل شوه، بلکې د ميليونونو انسانانو په حقوقو او ازادي معامله هم وشوه.
زه د سيمې او افغانستان د نامعلومې راتلونکي، په سيمه کي د ستونزو په حل کولو کي د دولتونو او ټولنو د بي وسي او د جگړې د چټکي پراختيا په بنياد لاندي درې پوښتنې کول غواړم: 

١ــــ ايا د حالاتو اوسنې وده او پراختيا په دي معني نه دي چي په سيمه کي ملتونه مصنوعي بڼه لري او موجوده سياسي نقشه په بدليدو دی؟

٢ــــ ايا هغه امکانات او زمينې په جوړيدو نه دي چي روسيه يو ځل بياافغانستان ته را ننوزي او ايا د سيمې او په تيره بيا د افغانستان په هکله به د لويو ځواکونو له خوا د يالتا کنفرانس ته ورته کوم کنفرانس جوړنشي؟

د يالتا په کنفرانس کي استالين، روزولت او چرچيل نړۍ او په تيره بيا اروپا په خپل منځ کي سره وويشله. په بل عبارت اروپا په امريکاي، انگليسي او شوروي زونونو تقسيم شوله.

٣ـــــ اياروانه جگړه د يوه پريکړوني گذار په لور په حرکت کي نه دی؟

***

- ليږد نه، ليږدونه- لمړی برخه

- ليږد نه، ليږدونه-دوهمه برخه