رسیدن به آسمایی:  01.04.2009 ؛ نشر در آسمایی:   02.04.2009

دستگیر روشنيالی
 

ليږد نه، ليږدونه

دوهمه برخه
 


هغه فرهنگ چي وده نه کوی، زور او کرکه توجیه کوي


مدرنيته د سنتو د نفي کولو په معني نه دي او نه په نړۍ کي داسي ټولنه پيدا کېږې چي په هغه کي يوازي مدرنيته واکمنه وي او همدارنگه په نړۍ کي داسي ټولنه هم نه پيدا کېږې، کومه چي سل فيصده د سنتو په ولکه کي وي. اصلي مسله داده چي په ټولنه کي له دي دو څخه کوم يو مسلطه رول لري او د ټولنې د پرمختگ اندازه هم ددي دو تر منځ د يوه د تسلط په تناسب ټاکل کېږې. په يوه ټولنه کي د سنتو واکمنې د وروسته پاتي والی لامل دي. يوه ټولنه هغه وخت له سنتي ولکي راوزي چي ټولنه د اوليه او دوديزو اړيکو په ځاي د ټولنيزونو تړنونو پوسيله اداره کېږې. په بل عبارت په ټولنه کي قانون واکمن شي.
په تيره ليکنه کي وويل شو چي افغان ټولنه يوه دوديزه ټولنه ده.له پاره ددي چي مطلب ښه واضح شی و به وايو، سره ددي چي په افغان ټولنه کي له اوليه اړيکو د راوتلوهلې ځلي شته دي او په دي برخه کي راسته راوړنې هم شته دي، خو افغان ټولنه يوه سنتي ــ مذهبي ټولنه ده او ځني برخي يې له سنتي ــ مذهبي حالت څخه په مذهبی ـــ سنتي ټولنه بدلېږې. په تيره بيا د پښتنو په سيمو کي د دا ډول يوه بدلون څرگندي او ښکاره بيلگي شته دي او دا ډول يوحالت نور هم د ټولنې لېږد ورو کولاي شي. دا حالت ددی واقعيت بيان کونکي دي چي په افغان ټولنه کي سنتو، نرخونو او دودونو د سياست او سياسي فعاليت ځای نيولی دی او يا سياست د هغوې په وړاندي ماته خوړلې ده. داد يوې ټولنې لويه بدمرغي ده چي د ستونزو په حل کي پاتي راغلي دودونه، نرخونه او رواجونه سياست ته ماتي ورکوي او په ټولنيز ژوند واکمن پاتي کېږې. د زور او ايديولوژي تر څنگ دا هم هغه څه دي چي ټولنه له سياست بيگانه کوي او په بل عبارت د ټولنې د سياسي کولو مخه نيسي. افغان ټولنه له سياست څخه د بيگانگي يا د سياسي بيگانگي د پيړيو اوږد تاريخ لري.
سياسي بيگانگي ټولنه د اوږدې موده له پاره بدبخته کوي او کله چي په ټولنې کي د پوهي پراخه خواري هم ورسره مل شي، خلک د مدرنيتی او پرمختگ په وړاندي مقاومت کولو ته هڅوي ترڅو په ټولنه کي واکمن حالت وساتل شي او يا هم ټولنه په شا وگرزوي. سياسي بيگانگي په ټولنه کي د سياسي عمل په ځای انقلابونه، اغتشاشونه، خشونت او بلواگانې لمسوي. ددي ډول حالت معني دادی چي ټولنه په دواړو ټولنيز او رواني لحاظ پرمختگ او مدرنيتی ته چمتوالی نه ښیی. د امان اله پادشاه د بدلونونو په وړاندي اغتشاشونه او شورشونه او نن په تيره بيا د طالبانو اغتشاش د پرمختگ او مدرنيتی په وړاندي د مقاومت بيلگه او شا ته د ټولنې د گرزولو يوه پياوړې هڅه ده.
افغان ټولنه په ډير پيچیلی ټولنيز، سياسي، فرهنگی او رواني حالت کي را ايساره ده او دا حالت په لاندي يو شمير ځانگړتياو سره مشخص کېږې:
ـــ ژور فکري بحران: په يوه هيواد کي دا ډول بحران د “ شا تگ لاره” توجيه او ور سره مرسته کوي او دا ځکه چي ټولنه د ژور فکري بحران په حالت کي نه د راتلونکي په هکله مشخص تصوير نه لري او نه راتلونکی لوری ټاکلی شي. د ستونزو د حل له پاره وعظونه او نصيحتونه کېږې، خو لسيزې نه، پيړې تېرې شوې چي په وعظونو او نيصحتونو ستونزي نه حل کېږې او نه به حل شي. اصلي مسله د تدبيرونو او ارزښتونو ده.
ـــ بې وسې: ټولنيزي ناخوالې، خوارې، پراخه ناپوهې، يو په بل پسي د بيگانگانو يرغلونه، د ستونزو په حل کي د واکمنو نه وړتيا او بي کفايتي افغان ټولنه د خپلو ستونزو په حل کي په بي سارې توگه بي وسې کړې ده او د يوې ټولنې بي وسي د ټولنې خپلواکې هم تر پوښتنې لاندي راولې. په ټولنه کي هدفونه ټاکل کېږې، خو بې وسي د تدبيرونو په پيدا کولو او دهغو په سر په توافق کولو او هدفونو ته د رسيدو په کار کي د وسيلو په ټاکلو کي ده.
ـــ د ډار او انتظار حالت: په دي معني چي هيڅوک ځان خوندي نه بولې. هيڅوک په سبا باور نه لرې اوهيڅوک نه پوهيږي چي څه به کېږې. هغه څه چي تر اوسه تر لاسه شوي هم خوندي نه دي اوکيداي شي د تور توفان پوسيله د سترگو په رپ کي محوه شي.
ـــ د مفهومونو تقلب: په افغانستان کي نه يوازي د مفهومونو تقلب کېږې، بلکې د مفهومونو ناانډولې هم شته دی. د مدرنو مفهومونو لکه مدرنيته، دموکراسي، مدني ټولنه په کار او عملې کولو کي پراخ تقلب شته دي. په افغان ټولنه کي نه يوازي د مدرنو مفهومونو په هکله تقلب شته دي، بلکي د سنتي مفهومونو په هکله هم پراخ تقلب موجود دي او هغه شان چي دي نه تعريف کېږې او همدا دليل دی چي په ټولنه کي د ډيرو مهمو مفهومونو په هکله يو روښانه او څرگند تصوير نشته دی. د مدرنو مفهومونو په هکله ډيره په دي تکيه کېږې چي دا له غرب څخه راوړل شوي، بيگانه شيان دي او په ټولنه تحميل کېږې. دا بي له شکه غربي مفهومونه دي او په غرب کي يې وده کړې ده، خونه تحميلي او نه هم بيگانه مفهومونه دي. دا مفهمونه په ژوره توگه له انسان، انساني ازاديو او حقونو، له پرمختگ، ټولنيز عدالت او ټولنيزي هوساينې سره تړلې مفهومونه دي او نړيواله بڼه لري.
ـــ ذهني ټمبلي، تقليد او د خپلواکو انديښنو نشتوالی: په ټولنه کي په پراخه توگه فکري ستړيا ليدل کېږې او دا ښه بلل کېږې چي د فکر کولو په ځای، د نويو انديښنو د ايجاد په ځای په تقليد او تکرار تکيه وشي. د فکري مخالفتونو په ډگرکي له توهين کولو، تمسخر کولو او ټيټولو کار اخستل کېږې او د فکر په ځای دفکرکونکي مقابله کوي.
د پورتنيو لاملونو په بنياد په افغانستان کي د مدرنيتي په لور ليږد دومره ورو دی چي په ملي متر، ملي متر حرکت کوي او په واقعيت کي ددي ليږد لاره څومره اوږده او څومره سخته ده. په افغانستان کي د مدرنيتي په لور ليږد او د پرمختگ په لور خوزښت په پراخه توگه د ټولنې د سياسي کولو او د ټولنې د خپلواکي ضرورت را منځ ته کړی دی. لکه چي وويل شو په افغانستان کي د سنتو، رواجونو، دودونو ...واکمني له ټولنې دواړه سياست او خپلواکي اخيستي دي.
په افغان ټولنه کي د سنت او رواجونو دپياوړتيا په کار کي د هغو روشنفکرانو! ونډه هم له پامه ونه غورزول شي چي فکرونو یې يوازي د پرونی تير حالت ترجمانی کولاي شي او نن هم په پرون کي لټوي. داډول روشنفکران له موجودو واقعيتونو پرته په خيال او اوتوپيا کي خپلو فکرونو او منطق ته روزنه ورکوي. روشنفکري يوازي شعر ويل او يوازي ليکل کول نه دی. روشنفکري د جگو غرونو او شنو خالونو ستايل نه دی. روشنفکری د تورې، زور، او جگړې ستاينه نه دی. روشنفکري له واکمنو سره مخالفت هم نه دی. حزبيت او حزبي کيدل هم روشنفکري کيداي نشی. روشنفکري او د روشنفکري فرهنگ په همیشنۍ توگه د نويو انديښنو او خلاقه فکرونو په ايجاد کي دی. روشنفکري له واقعيتونو سره د اړيکو په ايجاد کي دی. که د ځمکي کره د انسانانو له پاره تنگېږې، خو د فکرونو له په بې سارې توگه پراخه ده او په دي کره کي له مدرنيتی څخه تيښته نه شته او که سړی تښتي، چيری به ولاړ شي .... په افغانستان کي ترهغو د پرمختگ هيله کيداي نشي ترڅو روشنفکران او ورسره فرهنگ له نه بدليدونکو اصولو اوله وژونکو او ځورونکو رواجونو و نه ژغورل شي. يوازي يو بدليدونکی تفکر او فرهنگ کولاي شي افغان ټولنه له دې بدليدونکې نړۍ سره همغاړي کړي. هغه فرهنگ چي وده نه کوي زور او نفرت توجيه کوي اود انسانانو له پاره په پيوسته توگه ناورينونو را منځ ته کوي او موږ هره ورځ په افغان ټولنه کي د داسي ډول زړه بوگنونکو ناورينونو شاهدان يو. د بيلگی په توگه په دي ټولنه کي په نه دريدونکی توگه هره گړۍ په ښځو، د هغوي په پت، د هغوي په حقونو او ازاديو تيری روان دی. په تيره ليکنه کي له “ شی” “ څوک” ته د لېږد يادونه وشوه. ددي ليږد معني انسان ته د انسان په سترگه کتل او له هغه څخه اخستل شوي انسانيت هغه ته بيرته ورگرزول دی. دا جمله په ظاهري توگه ساده، اسانه او ښکلې ښکاري، خو په عمل کي يې په لاس ته راوړلو پيړې تيرې شوې او لاهم اوږده لاره په مخ کي ده. دا لېږد يوازي د يوه بدليدونکی فرهنگ په مټ تر سره کيداي شي. دا ډول فرهنگ به ښځه د “شی” له حالت څخه د “ څوک” حالت را وباسي او د “ څوک” حالت به هم په خپل وار سره ښځې ته نوم، هويت او شخصيت ورکړي. دا کار په خپله ښځه کولاي شي او هغه وخت راغلی چي ښځه په خپله د هغه وحشي فرهنگ په ضد چي له ښځې يې “ شي” جوړ کړی پاڅون وکړي اول ځان د يوه انسان په شان ثابت او بيا ټول هغه حقونه چي يو انسان يې لري تر لاسه کړې. په طبعي توگه په هغه ټولنه کي چي ښځه د “ شی” په موقف کي وي ورته د سړی او د سړی د واکمنې ټولنه ويل کېږې. او زه به افغان ټولنې په هکله يو ځل بيا ووايم: دا د سړی ټولنه ده.
همدارنگه هغه فرهنگ چي وده نه کوي ويشونکې او واټن جوړونکي بڼه غوره کوي او ټولنيزه کرکه ايجاد کوي. کله چي په ټولنه کي ټولنيزه کرکه ايجاد شوه ور سره جوغت ټولنيزه بې باوري هم منځ ته راځی او دا دواړه ټولنه د ټولنيزو ټکرونو او جگړو په لوربيايی. دا دروشنفکرانو دنده او رسالت دی چي د يوه بدليدونکی او ديوه يوځای کونکی فرهنگ د ايجاد له پاره کار وکړې. مطلب می دلته د ملي فرهنگ ايجادهم دی، کوم چي په ټولنه کي له کرکي او کيني څخه د باور او پوهای په لور د ليږد لاره همواره کړې. ددي کار په تر سره کولو کي د معجزو ضرورت نشته دي دا کار اراده او د قوم پالني له زاړه زندانه د راوتلو ميړانه غواړې. دا کار د رنگونو او څيرو په بدلولو هم نه تر سره کېږې، دا کار ترهرڅه د مخه د انديښنو په بدلون سره تر سره کېږې.
که دا فرهنگي ارزښتونه وي چي ټولنه ته ثبات ورکوي، نو د منځنيو پيړيو فرهنگي ارزښتونه څه ډول کولاي شي په يوويشتمه پيړۍ کي ټولنې ته ثبات راوړي؟ همدارنگه که د ټولنې د ثبات له پاره د ټولنې او فرهنگي ارزښتونو تر منځ هم اهنگي په کاروي، نو د گلوباليزم په دوران کي ټولنه او ټولنيز ژوندله پيړيو زړو ارزښتونو سره څه ډول هم اهنگ کيداي شي.

بشري حقونو: نسبيت پالنه، اتوسنتريسم او کليت پالنه
افغانستان په داسي حال کي د مدرنيتي په لورد لېږد سخته لاره وهي چي په نړۍ کي گلوباليزم پراختيا مومي او يو نړيوال فرهنگ د را منځ ته کيدو په حالت کي دی. د نوی فرهنگ د را منځ ته کيدو په کار کي بشري حقونه د گډو ارزښتونو په توگه ځانگړی ځای ترلاسه کوي او دا ځکه چي نوی نړيوال فرهنگ به په هغو ارزښتونو ولاړ وي چي د ټولو له پاره د منلو وړ وي او د فرهنگونو تر منځ د يو ځای کونکی رول تر سره کړي. دا مسله همدا اوس په نړۍ کي د نسبيت پالانو او کليت پالانو تر منځ د بحث کولو ډيره مهمه او توده مسله ده. اول لوری غواړي د بشري حقونو کليت له منځه يوسي او په دی باور دی چي بشري حقونه يوه نسبي مسله او په هرځای کي د واکمن فرهنگ تابع دی او يا په هر هيواد او هره سيمه کي بشري حقونه د هغې سيمې د فرهنگي ارزښتونو په معيار سنجول کېږې او ورسره تلنه کېږې. پرون کمونيزم، نازيزم، فاشيزم او اپارتايد هم خپل فرهنگ درلود او د همدي قرهنگ په بنياد يې په انسانانو قضاوت کاوه. نسبيت پالان د انسانانو د عمل او چلند په ځای د هغوي د فرهنگي، مذهبي، ژبنی ... تړاو او هويت په اساس قضاوت کوي اودي تړاو او هويت ته د انساني حق په پرتله برتري کول کېږې. په ډبرو د انسانانو وژل، د انسان د اندامونو پريکول، د انسانانو د سرونو پريکول ... د مذهب پوسيله توجيه کېږي. په بدي کي او يا هم د جنايت په وړاندي د دريو نجليو ورکول، د نجليو خرڅول او د ښځو په وړاندي نه دريدونکي زورزياتی ته هم د دودونو پوسيله قانونيت ورکول کېږې، کوم چي په بشپړه توگه محلې او نسبي بڼه لري. همدارنگه نسبيت پالونکي په دي باوردي. هغه انسانان چي په افغانستان او پاکستان کي پيدا شوي له هغو انسانانو سره يو شان حقونه نه لري چي په دنمارک او ناوري کي دنيا ته راځي.
کله چي له موټر، طیاري، تيليفون، کمپيوتر... څخه د گټې اخستلو مسله وي نو ملا هم ددي شيانو د غربي والی په هکله خبری نه کوي، خو کله د بشري حقونو او د فردي ازادي مسله را پورته بيا نو بي له معطلي ددي مفهومونو د غربی وال پوښتنه را پورته کېږې او بيگانه يې بولې. دا ډول چلند هم بي انصافې او هم ریاکاري ده.
د بشري حقونو په هکله د نسبيت پالنو تر څنگ يو بل ناسم چلند اتوسنتريسم دی. اتوسنتريستان په نورو يا د بل فرهنگ په پيروانو دخپل فرهنگ يا خپلو فرهنگي ارزښتونو په بنياد قضاوت کوي. دا ډول چلند نه يوازي د فرهنگي ارزښتونو د مطلق کولو گواښ را منځ ته کوي، بلکي د فرهنگونو ترمنځ ټکر ته هم لمن وهي.
په افغانستان کي له بده مرغه د بشري حقونو په هکله دواړه نسبيت پالنه او اتوسنتريسم واکمن چلندونه دي. په افغان ټولنه کي د ښځو په وړاندي د د سړيو چلند هم د سړی سالاري د فرهنگ، کوم چي سړی ته برتري ورکوي په بنياد تر سره کېږې او په بل عبارت دي ته جنسي اتوسنتريسم هم ويل کيداي شي. بي ځايه به نه وي چي دلته د فرهنگي وانداليزم يادونه هم و‍شي، کوم چي فرهنگي او تاريخي هستي ړنگوي او له منځه يې وړي. د بودا د بتانو ړنگول او په وروستيو وختونو کي د پښتو ژبې د صوفې شاعر عبدالرحمن بابا د قبر اولوزل د فرهنگي وانداليزم بيلگه ده.
دوم لوری “ کليت پالونکي” په دي باور دی چي بشري حقونه نه ويشونکي دي، نه نسبي دي او نه په نسبي فرهنگي معيارونو سنجول کيداي شي. انسان نه ددي او هغه فرهنگ، نه ددي او هغه نژاد، نه ددي او هغه دين او نه ددي او هغې سيمې په بنياد، بلکي د خپل انسانيت په بنياد بشري حقونه لري. انسان چي په خپله نه ويشونکی واحد دی، حقونه يې هم په اسلامي بشري حقونو، عيسوي بشري حقونو، غربي او شرقي بشري حقونو نه ويشل کېږې.
په افغانستان کي د مدرنيتي په لور د ليږد ورو حرکت او ناکامی به افغانستان نه يوازي له غرب، بلکي له نړۍ سره هم مخامخ کړی. د گلوباليزم او د نړيوال فرهنگ په پراختيا سره مدرنيته هم نړيواله کېږې اوهم غربي رنگ له لاسه ورکوي.

“ تکامل” “ “انديښنه” او “جوړښت”
زه په دي باور يم چي ټولنې هيڅکله هم په ورته شان تکامل نه کوي او نه د اوبو په شان په يوه سطه دريږې. ټولنه او ټولنيز جوړښتونه په هيڅ صورت کي د طبعي علومو په معيارونو نه پيږندل کېږې او نه ټولنه د بيولوژيکي او کيمياوي قوانينو په شان د قوانينو پيروي کوي. سره ددي چي ټولنه د انسانانو مجموعه ده، خو هيڅکله هم ټولنه د انسان په شان د بيولوژيکی قوانينو په اساس وده نه کوي. د ټولنې د بدلون په کار کي موږ بايد “ انديښنې” او “جوړښت” ته زياته پاملرنه وکړو. د بيلگې په توگه هغوې چي “ دولت” هم د “ د ټولنيز طبعی تکامل” پايله بولې دي ته خپل پام راوړوي چي په ننۍ نړۍ کي د يوه مدرن دولت په جوړولو کي په درو برخو) پارلمان، قضا، حکومت( د واک ويشل د يوه بنياد په توگه منل شوی اصل دی. د کوم “ ټولنيز طبعی تکامل” پايله ده؟ دا اصل د “ د ټولنيز طبعی تکامل” د پايلې په ځای د يوې انديښنې” پايله ده. دا د مونتیسکيو د انديښنې محصول دی او دا د “ تکامل” په ځای د “ جوړښت” چاره ده.
همدا اوس په افغانستان کي د دولت د جوړښت او شکل په هکله تاوده بحثونه روان دي. په عمده توگه د رياستي نظام چي واک له ريس جمهور سره وي او يا د پارلماني نظام جوړښت چي واک صدراعظم ته انتقال کېږې او همدا مسلې ددي بحثونو مرکزي ټکی جوړوي. دلته هيڅوک هم دا خبرې نه کوي چي د دولت دا او يا هغه شکل د “ ټولنيز طبعي تکامل” پايله ده او موږ ددي له منلو پرته بله لاره نه لرو. دلته د“ تکامل” په ځای د “ جوړښت” او بيا ددي او هغه جوړښت د موثريت په هکله خبري کېږې.
که ټولنه او ټولنيز جوړښتونه او له دي جملې دولت د ورته شان “ ټولنيز طبعی تکامل” پايلي وي او په دي کار کي انسان، د انسان اراده او د انسان انديښنه رول و نه لري نو د سعودی عربستان او ناروي، د وزيرستان او هانکانگ تر منځ ژور توپيرونو څه ډول توضيح کيداي شي؟ ايا دا توپيرونه د “ ټولنيز طبعی تکامل” په هکله له سړی سره پوښتنې نه را پيدا کوې.
په افغانستان کي د سياسي جوړښت او د سياسي ثبات په کار کي ستونزه څه دی؟ ولې په دي هيواد کي هميشنی سياسي بحران د پای ټکی نه لري؟ ترهغوی چي د يوه هيواد په سياسي جوړښت کي ثبات رانشي، په ټولنه او ټولنيزو جوړښتونو کي هم ثبات نه راځي.
ولې په ټولو هغو هيوادونو کي چي سياسي جوړښتونه د بشري حقونو او بشري ارزښتونو په بنياد نه دي جوړ شوي ټينگښت او استقرار نشي پيدا کولاي؟
کوم “ ټولنيز طبعی تکامل” به په افغانستان کي د کوچنيانو ژوند، کوم چي په کډه کولو، کور او ځای نه درلودلو سره مشخص کېږې بدل کړې او کله به دا کار کېږې. د کوچنيانو د ژوند د تکامل په ځای “ اراده” بدلولاي شي او د “ جوړښت” پوسيله تر سره کېږې هغوی بايد جايی شي او د جایی کولو په کار کي ور سره مرسته وشي.
په افغانستان او پاکستان کي دولتونو او په خپلو قبايلو هڅه و نه کړه چي قبيلوي ژوند بدل کړې او اوس دا کار د طالبانو پوسيله د “ پرمختگ” په ځای د “ شاتگ” په دود تر سره کېږې او د طالبانو تر واکمنې لاندي سيمې اسکولاستيک دوران ته په ورته حالت کي ژوند کوي، چيري چي به يو ځل بيا د انسانانو د برابري او د عقل او خرد د په کار اچولو غوښتنې له سره پيل کېږې، چيري چي له دوزخ څخه د ډار په نوم دوزخ جوړ شوی او چيري د ملا مخالفت د خدای مخالفت بلل کېږې. ما ته په هميشنۍ توگه دا پوښتنه په ذهن کي را گرزي، ولې په سيمه او په افغانستان کي د پرمختگ په ځای د شاتگ ځواکونه پیاوړي پاتې کېږې؟
د سياسي جوړښت په کار کي بنيادي ستونزه په دي کي دي چي له يوې خوا هڅه کېږې يو مدرن دولت جوړ شي، خو له بلي خوا په ټولنه کي هماغه زاړه ټولنيز ـــ فرهنگي لاندني جوړښتونه په خپل حال پاتي کېږې. د بيلگي په توگه له يوي خوا د مدرن دولت د جوړيدولو هڅه کېږې له بلې خوا په ټولنه کي د “ نرسالاري” اړيکي د پرون شان بی بدلونه پاتي کېږې.

د يوه مدرن دولت ځانگړتياوې
اول ـــ په يوه هيواد کي د مدرن دولت ځانگړتيا د يوه حاکميت او د يوه قانونيت موجوديت کي دي. په يوه هيواد کي دا ضرورت دي چي واک “ قدرت” وويشل شي، خو حاکميت ويشونکی نه دی او د حاکميت ويشل په خپله د هيواد ويشل دي. د حاکميت په شان قانونيت هم ويشونکی نه دی. په دواړو افغانستان او پاکستان کي نه يوازي ثبات نشته دی، او نه يوازي په جگړه کي دي، بلکي د ويشلو له گواښ سره هم مخامخ دي. له بده مرغه په دي هيوادونو کي د حاکميت په ځای حاکميتونو او د قانونيت په ځای قانونيتونه شته دي.
يو هيواد کولاي شي د قومي، ژبنی، نژادي او مذهبي جوړښت په لحاظ پلورالستيک ځانگړتياوي ولري او هغه وخت تير شوي چي د “ يو هيواد او يو قوم” “ يو هيواد او يو نژاد” “ يو هيواد او يوه ژبه”... شعارونه او غوښتنې عملې شي، خو “ يو هيواد او يو حاکميت” او “يو هيواد او يو قانونيت” “ يو هيواد او يو ملت” غوښتنې د يوه هيواد د موجوديت ضرورتونه دي. د حاکميت او قانونيت پلوراليزم په ډيره اسانې سره يو هيواد د ويشلو “ تجزيي” په لور سوق کولاي شي. تر څو چي په يوه هيواد کي د حاکميت او قانونيت مسله حل نشي يو مدرن دولت هم نه جوړېږې او تر څو چي مدرن دولت جوړ نشي ملت هم نه جوړېږې.
د پاکستان په سوات کي د حاکميت يوه نوې ستونزه را پيدا شوې ده. دلته قدرت او حکومت له يو بل څخه جلا شوي دي. حکومت د نشنل عوامي گوند په ولکه کي دی چي ډير کمزوری او سمبوليکه بنه لرې او قدرت د طالبانو په لاس کي دی. زه تر اوسه د حاکميت او سياست په تاريخ کي له دا ډول ستونزې سره نه يم مخامخ شوی. دا له يوې خوا د قدرت او حکومت تر منځ تضاد دی او له بلې خوا حکومت په سيکولر ارزښتونو تکيه کوي او قدرت په مذهبي ارزښتونو ولاړ دی. دا ډول حالت زياتې څيړنې او مطالعي ته ضرورت لري. په سوات کي منځ ته راغلی نسبي او موقتي امنيت طالبان نه يوازي د سيمې په اصلي واکمنوبدل کړې دې، بلکې په ټوله پښتونخوا کي د طالبانو واکمني توجيه کوي او د پشاور په لور د هغوې لاره پرانيزي.
په سوات کي د امن معاهده د ١٩٣٨ د مونيخ سولې ته پاتې کېږې.
“ ددې سره سره اسفنديارولې خان دا هم اووئيل چې هغه به چاته دا اجازه ورنکړي چې ددوئ دغه امنيتي معاهده ګډه وډه کړي ـ د عوامي نېشنل پارټۍ سرمشر د هغه بې شرطه ملګرتيا ستائينه اوکړه کومه چې ورسره په دې حقله ټولو سياسي ګوندونو اؤ مشرانوکړې ده ـ دوئ په دغه ټولو سياسي ګوندونو زور راوړو چې په دې اړه دې د عالمي ورورولۍ تسلي اوکړي ، ځکه چې د امن مسئله يواځې د اې اين پې مسئله ده ـ” زاهد بونیری
ٌ “ زه ځان د هرچانه زيات لبرل ګڼم ، خو مونږ په خپله خاوره امن غواړو ، اؤ ددې لپاره مونږ د خبرو اترو په لار هره چاره په کار راولو ـ ٌ لکه څنګه چې مونږ خپله په خبرو اؤ جرګو يقين ساتو نو بايد مونږ په جرګه کښې د شوو پرېکړو پالنه هم اوکړو ـ” “ د اسفند يار ولې خان”


Youngsters are inclined towards militancy. Students of 9th and 10th classes of both private and government schools are imparted with jihad training, both ideological and military. Every one knows it but due to the extreme fear of militants’ wrath prefer to remain silent. Even parents are helpless in this matter. That is why the people say that Peace Truce is nothing else time given to militants for re organizing their ranks. "Khurshid Khan"
دوم ـــ د يوه مدرن دولت يو سياسي او خپلواک جوړښت دی. د افغانستان په تاريخ کي تر نن ورځې پوری دولت د يوه خپلواک سياسي ارگان په توگه نه دی ثبت شوی او همدا تشه ده چي په افغانستان کي نه سياسي ثبات راځي او نه هم ملت جوړېږې.
سياست يوازي واک او واک درلودل نه دی، سياست په پريکړو او تصميمونو تاثير درلودل هم دی. د افغانستان په اساسي قانون کي حاکميت په خلکو پوري مربوط دي او ريس جمهور هم د خلکو له خوا ټاکل شوی، خو په عمل کي دولت او دولتي پريکړې د پرونيو زړو قبيلوي، قومي يا اوليه اړيکو تر تاثير لاندي عمل کوي. په اوسنی دولت کي مقامونه د وړتيا په ځای د خپلوي، قبيلوي او قومي اړيکو په اساس ويشل شوی دي او دا نه ديوه دموکراتيک دولت او نه هم د يوه مدرن دولت ځانگړتياوي دي او له بده مرغه ددي ډول پرادوکسونو، ددي نا هم اهنگيو، د ستونزو په حل کي د پرونيو جوړښتونو د ناکامی او له خپلويو، قبيلي، قوم او مذهب څخه د متاثير دولت د بي کفايتيو پړه په دموکراسي او مدرن دولت ور اچول کېږې.. مدرن دولت د خپلوی، قومي، قبيلوي او مذهبي اړيکو څخه يو خپلواک دولت دی.