نشر در آسمایی: 22.10.2010

 

د ملی ژغورنۍ لیاره: ویښتیا او روښانتیا

زما ایډیال : افغان انسان

ازادي ، بشري حقونه او د بیان ازادي د ژوندی افغانستان لپاره، خو نه په هدیره کې

دوهمه برخه

ښاغلی غفور لېوال

د افغانستان د سیمه ییزو مطالعاتو د مرکز رییس

سره د اسمایی ځانګړی خبری اتری

 

حمید عبیدی: په افغانستان کې د کړکیچ بڼستیز لاملونه ستاسو له نظره کوم دي؟

غفور لېوال:
په کور د ننه:
۱- د ملي مشرۍ نشت
۲- د داسي یوه سیاسي ملي جوړښت تشه چې د افغانستان له اقتصادي ، ټولنیزو، کلتوري شرایطو سره سمه علمي - عملي برنامه ولري او افغانان د تولیدي ملکیت خاوندان کړای شي.
۳- د بن له پریکړو وروسته د افغانستان سیاسي عرصه د مافیایی ټوپکوالو او ځانچاریو ډلو له خوا اشغال شوه او پر ملي او ټولیزوګټو معتقد روښانفکره جوړښتونه یا خو نه وو او یا یې هم د واک عرصې ته د ورتلو وس نه درلود. په دې   توګه د دولت او ملت تر منځ واټن ورځ په ورځ ډیر شو. البته ګوته په شمیر هغه تحصیل کړي وګړي چې د حکومت پر بدنه ور نښلول شوي ، یوازې افراد دي او د هیڅ راز ډله ییز سمون توان نه لري، ځکه خو د ټوپک ، پاټک او تړتک ډلو یرغمل کړي دي ، په پرده یې نورو ته ورښيي ، خو ګټه د دوی جیبونو ته لویږي. او په دې توګه در کان نمک رفت و نمک شد. په حقیقت کې اوس هم افغان ولس د ټوپکوالو په یرغمل کې دی.
په سیمه ییزه کچه :
افغانستان دوست ګاونډی نه لري ، دوی د افغانستان له تیت پرک وضعیت څخه په استفادې سره شخصیتونه ، ډلې او تنظیمونه په پیسو اخیستي ، یا یې تر کلتوري او عقیدوي اغیز لاندې راوستي، چې په افغانستان کې د دوی ډول ته وناڅي او سیاستونه یې عملي کړي. عجیبه دا ده چې ګاونډیو ته جاسوسي او هیواد پلورنه شرم نه ګڼل کیږي، بلکې ځینې لا پرې ویاړي هم او په دې برخه کې یو له بل سره سیالي هم کوي. افغانستان د یوې فعالې دیپلوماسۍ د نشتوالي له امله و نه شو کړای ګاونډیان دې ته اړ باسي چې له ډلو او  اشخاصو سره مناسبات پرې کړي او یوازې د افغانستان له مشروع حاکمیت سره رسمي مناسبات ټینګ کړي. لوبه خو ځکه هم ډیره شرموونکې ده ، چې د ګاونډیو لاسپوڅي په سیاسي واک کې ورشریک دي او کله کله د دوی د څوکیو په شمیر، واک او حتی تنخواه باندې ګاونډي هیوادونه چنې هم وهي.
په نړیواله کچه:
ټول بهرنیان افغانستان ته د خپلو ګټو لپاره راغلي ، خو په ځینو مواردو کې د افغانستان ګټې د دوی له ګټو سره موازي کیږي ، چې باید افغانانو ورڅخه استفاده کړې وای ، خو د ملي مشرۍ د نشت او د دولت د موزاییک جوړښت له امله دا ظرفیت رامنځ ته نه شو ، چې د نړیوالو له حضور څخه سمه ګټه پورته شي . له همدې امله د افغانستان کلیو او بانډو ته د بهرنيانو بمونه او ګولۍ ورسیدې او ډالر ګاونډیانو په شا کړل.

حمید عبیدی: تاسو د سيمي راتلونکي څه ډول ويني، ايا دا اوسنی کړکيچ به له سياسي او جغرافيايي بدلونونو پرته حل شي، په مشخصه توگه مطلب د سيمي د سياسي نقشي بدلون دی؟

غفور لېوال: ښکیلاک او زبیښاک لا هم زموږ په سیمه کې ټاکونکی قوت دی ، که څوک فکر کوي ، چې تر دوهمې نړیوالې جګړې وروسته د ښکېلاک او زبېښاک پېر ( عصر) پای ته رسېدلی دی، نو تېروتلی دی . ښکیلاک نوی شوی دی او د نویو وسایلواو سیاستونو په مرسته کمزوري ملتونه ایل کوي او سرچینې یې ورڅخه وړي . اوس که زموږ په سیمه کې د جغرافیې ویش او د سیمې د سیاسی نقشې بدلون د زبېښاکګرو ځواکونو په ګټه وي نو همداسې به وشي؛ خو زما په نظر اوس د دوی ګټه د ستومانه کوونکو (فرسایشي) جګړو په دوام کې ده،  چې بالاخره د سیمې حکومتونه او ملتونه ستومانه شي ، خپل ارزښتونه له لاسه ورکړي او بیا ایل او ښکېل شي. لوی ځواکونه غواړي چې د نوي عصر اقتصادي ـ صنعتي فعالیتونو یو مرکز زموږ ستومانه شوې ، بې هوویته شوې ، وږې او سره پاشلې سیمې ته راولېږدوي، داسې چې پانګه ، تکنولوژي ، مدیریت او ګټه به د دوی وي او سرچینې (خام مواد) ، بشري ځواک ، د چاپیریال ککړتیا او ځمکه به زموږ ويِ موږ به هم د یوې مړۍ ډوډۍ خاوندان شو او یوه نسبي سوله به هم د دوی له برکته راشي؛ د دې لپاره چې بیا سره ونه نښلو د دوی پوځي اډې به تل دلته وي؛ له زاړه ښکیلاک سره به یې توپیر دا وي چې موږ به خپل حکومتونه او مسخره ډیموکراسي ولرو او ځینې مافیایي ـ ټوپکوالې ډلې او شخصیتونه به مو ورسره شریک وي. دا د نوي عصر عادلانه زبیښاک دی او ددې لپاره ، که هغوی هر ډول نقشې ته اړتیا درلوده، جوړه به یې کړي . غواړم په لنډو ټکو کې یې ووایم، چې که د جغرافیې نقشه بدلیږي نو ارده به یې د زبیښاکګرو سیاسي غوښتنې وي ، نه د سیمې د ملتونو پر ملي حقونو یوه ولاړه اراده .

 حمید عبیدی: اوس په دي خبره توافق شته دی چي جگړه يوه سيمه یيزه ستونزه ده، نو په دې صورت کې،  په افغانستان کي د سولې شورا کولاي شي د جگړي په ختم کي يو څرگند رول تر سره کړي؟ او ايا دا شورا يوه مستقله شورا ده؟

غفور لېوال: جګړه سیمه ییزه هم نه ده، بلکې نړیواله ده، چې د سیمې استخبارات یې پر مخ بیايي او په افغانستان کې هیڅ اقدام تر هغو پورې نتیجه نه ورکوي ، چې د یوې ملي رهبرۍ له خوا نه وي رامنځ ته شوی. افغانان باید اول ملي رهبري رامنځ ته کړي او بیا دغه رهبري د افغانستان محوره ګټو پر بنسټ داسې ګامونه پورته کړي ، چې د افغان ولس بشپړ ملاتړ ورسره وي. د دې پروسې ځینې عملي میکانیزمونه ما د درېيمې لارې په سلسله کې معرفي کړي دي. د سولې د شورا د کامیابۍ او ناکامۍ اسانه فورمول دا دی ، چې دوی څومره د ملت ریښتینی ملاتړ تر لاسه کولای شي ، پر امریکا ، پاکستان ، طالبانو ، حکومت ، ناټو او.... باندې اتکا کول بې ګټې دي. د سولې د شورا د بریالیتوب راز د سولې لپاره د ۲۸ میلیونو افغانانو همغږي کول او متحرک کول دي ، که دا ونه شي کړای نو ناکامي یې حتمي ده. سوله هغه وخت راځي ، چې موږ ۲۸ میلیونه افغانان په داسې یوه علمي عملي سیاست ډاډمن کړو چې هغوی ته د ډوډۍ ، د ملکیت حق او له هیواد سره د شتمنۍ د پیوند حس ورکړو- هغه څه چې اوس د یوې مافیا په انحصار کې دي. د جګړې سیمه ییز او نړیوال عوامل تر هغو نه ماتیږي تر څو یې کورني او ملي عوامل له منځه ولاړ نه شي ، کورني عوامل یې یوه ملي او پاکه رهبري له منځه وړلای شي ، چې باید رامنځته یې کړو.
حمید عبیدی: ستاسو په اند افغاني سیاسي عامل قوت څنګه جوړیدای شي؟
غفور لېوال: ما پورته هم ورته اشاره وکړه ، د ویښتیا او روښانتیا ملي غورځنګ باید د ولس په منځ کې سر راپورته کړي ، ځوان روښانفکران يې رهبري په غاړه واخلي ، د بهر میشتو افغانانو له خوا یې پراخ ملاتړ وشي او په دې توګه نه یوازې یوه فکري انقلاب ته لاره هواره کړي ، بلکې سیاسي عرصه هم د ټوپک او مافیا له انحصاره راوایستلای شي .

حمید عبیدی: تاسې به د ښاغلي عبدالباري جهاني له خوا وړاندې شوې طرحه چې مونږ به څه کوو؟ تر سرلیک لاندې خپور شوی دی، لوستی وي، ستاسو نظر په دې هکله څه دی ؟ او په دې هکله جهانی صاحب ته څه مشوره ورکولی شئ؟

غفور لېوال: هو ! زه د قدرمن جهاني صاحب له لیکنې خبر یم ، زموږ دغه پیاوړی شاعر پوره محبوبیت او نفو‌ذ لري ، د هغه د غږ ښه هرکلی وشو ، ټول د دې طرحې عملي ګام ته په تمه دي. له نیکه مرغه ښاغلي جهاني ذره نوازي وکړه او ماته یې په دې هکله یو مستقل لیک راولیږه ، چې د دې لیکنې په رڼا کې باید څه وشي ؟ ما هم په ځواب کې خپل ټول نظریات ورسره شریک کړل او په تفصیل مې د عمل کولو اړتیا ورته ولیکله. خدای وکړي زموږ قدرمن شاعر زما ځواب تر لاسه کړی وي او په دې اړه د پرمختګ نښې ووینو ، ځکه وخت کم دی او افغانستان د سقوط کندې ته ورنږدې کیږي.

حمید عبیدی: ایا فکر نه کوئ، چې دغسې سلا مشورې که بربنډ ې وي ، ټول پرې خبر شي او د جهاني صاحب پر طرحې او نورو طرحو په هکله په تیره بیا د فکر د خاوندانو او هغو شخصیتونو تر منځ چې د نوم او تاثیر خاوندان دي،  جدي او پراخه مباحثه جوړه شي ، نو د ملي ژغورنې د لارې موندل او پر هغه باندې د پراخ توافق رامنځ ته کیدلو ته به زمینه مساعده شي؟

غفور لېوال: هو ستاسو خبره سمه ده ، دوستان په دې کار کوي؛ نور نو د شف شف وخت تیر دی، یو شمیر ځوان روښانفکران او ملي شخصیتونه په جدي هڅو بوخت دي ، چې نه یوازې د داسې بحثونو ، بلکې عمل ته د راوتلو پر میکانیزمونو هم له نورو اغیزمنو شخصیتونو سره هوکړې ته ورسیږي . د جهاني صاحب په ګډون ډیر داسې خلک شته ، چې سره یو ځای یو هماهنګه ، مدني، قانوني خو سراسري او ملي حرکت پیل کولای شي. د ویښتیا پړاو باید ژر تر ژره پیل شي.

حمید عبیدی: له لاملونو څخه یې چې تیر شو ، اوس اوس د توکم ، ژبې ، مذهب ، سیمې او داسې نورو فرقه ییزو شخړو غږ دومره پورته دی،  چې د معقولې مباحثې لپاره یې فضا محدوده کړې او د هر معقول حرکت پر مخ  یو لوی خڼد  بلل کیږي. ستاسې نظر او دریځ په دې هکله څه دی؟

غفور لېوال: زما ایډیال واضح دی: افغان انسان.  د همدې لپاره د دې طرحې پر جامعیت ټینګار کوم، له یوې کوچنۍ ډلې پرته تقریبا هر افغان انسان وږی دی، وزګاره دی ، بې ملکیته دی او په دې توګه که افغان انسان د سیاستونو په محراق کې راشي او هغه ته د ملکیت ، کار او انساني ژوند شرایط مهیا شي دغه د توکم ، ژبې ، مذهب ، سیمې او داسې نورو فرقه ییزو شخړو غږ چوپ کیږي. دا وطن هر افغان انسان ته د ښه ژوندانه ټول اسباب ورکولای شي. زموږ یو ملي مشکل دا دی ، چې سیاسي عرصه راڅخه د ژبې ، قوم ، مذهبي توپیر او سیمې ټیکه دارانو نیولې، څرنګه چې دوی هر افغان انسان او د ټول افغانستان لپاره د علمي ـ عملي طرحې فکر او برنامه نه لري نو د ځان پړسولو او واک چلولو لپاره یې د ژبې ، قوم ، مذهبي توپیر او سیمې شعارونه په سر نیولي  او اوس دوی هغه د انګریز زوړ سیاست: بیل يې کړه ایل یې کړه، د خپل ملت تر منځ لوبوي ، چې  دا د ویښتیا د یوه ملي غور ځنګ فعالینو ته په ګټه ده ځکه یو خو ملت له دغو ټیکه دارانو څخه په تنګ دی او بل ولس دا ویني ، چې دا ټیکه داران د یوه ملی سیاست د پرمخ بیولو استعداد نه لري ، ځکه خو د یوه پیاوړي بدیل لټون پیل کوي ، د ویښتیا ملي غورځنګ ښایي ډیر ژر دا تشه ډکه کړي اودخلکو ملي رهبري پر غاړه واخلي.

حمید عبیدی:  او څه باید وکړو ، چې چاپیریال  منطقي او جوړوونکي بین الافغانی خبرواترو ته چمتو شي او افراطي او ځانځاني  نظریات او دریځونه تجرید شي؟

غفور لېوال: ښه  لاره دا ده، چې د ټولو هڅو مرکز د افغان انسان ښیګڼه وټاکو او ټول په دې باوري کړای شو ، دا اوږده او سخته مبارزه ده، کلک هوډ او ټینګ باور غواړي ، د سیاستونو او مبارزو هدف باید واک ته رسیدل نه، بلکې د خپل اسلامي ـ انساني ایډیال  یعنې د افغان انسان د ژغورنې عملي کیدل وي.   

حمید عبیدی:  او تاسو خپل هویت څنګه تعریفوی؟

غفور لېوال: یو عادي مسلمان افغان؛ لوی ویاړ مې دادی چې لا تر اوسه مې ژوندی موجود نه دی وژلی ، د۳۷ کلن ژوند ۲۲ کاله مې د درس په ټولګي کې تیر کړي . او یوازې مې د خپلې تنخواه په پیسو ژوند کړی دی. 

حمید عبیدی: که تاسو د ولسمشر مشاور واوسئ هغه ته به ستاسو د مشورې لس عمده ټکي د روانې جګړې او کړکیچ د پای ته رسولو لپاره کومې وي؟

غفور لېوال: ما بیچاره په خپل دې قاصر عقل او ناتوانه وجود هیڅکله دومره لوی مقام -د ولسمشر مشاوریت- ته درسیدو په هکله حتی فکر نه دی کړی، ځکه خو ستاسو د دې پوښتنې په هکله لږ وارخطا غوندې شوم ، خو که داسې شوي وای نو ما به د لسو مشورو پر ځای لس ځلې ورڅخه غوښتي وای چې د یوې ملي رهبرۍ د رامنځ ته کولو لپاره د داسې سیاسي-ملي چوکاټ له جوړیدو سره مرسته وکړي چې، د بحران پر مهال، ملت مثبت لوري ته رهبري کړای شي او ورو ورو سیاسي عرصه د ټوپکوالو د مافیا له انحصار څخه خلاصه کړي او د ویښتیا او روښانتیا ملي غورځنک بریالی کړي.

حمید عبیدی:  امریکا و غربی هیوادونه څه باید وکړي ، چې په افغانستان کې ژر تر ژره سوله او ثبات راشي؟

غفور لېوال: د سیاست هغه عرصه ، چې له بده مرغه ، د همدوی په مرسته یو ځل بیا د ټوپک او غیر مشروع ثروت ټیکه دارانو ته وسپارل شوه ، هم یې امریکایان او لویدیځوال د ناکامۍ تر پولې راورسول هم یې افغانستان د سقوط د کندې تر څنډې پورې را وست. اوس یې وخت دی، چې امریکا او لویدیځ د دوی له ملاتړه لاس واخلي ، پر ګاونډیو ریښتینی فشار ډیر کړي او په افغانستان کې  په بنسټیزو لویو پروژو پانګونه وکړي لکه: لويې لارې ، بندونه ، کرنه ، انرژي ، کانونه او صنعت. د دوی برخورد باید له افغانانو سره د افغان ولس له عقایدو ، کلتوري ارزښتونو، دود دستور او ټولنیزو ـ اقتصادي شرایطو سره سم وي ، دوی ښایي زموږ لومړیتوبونه وپیژني ، چې مثلا په هلمند غوندې ولایت کې د ښځینه وو لپاره تر ګډ حمامه د کجکي د بند اساسي رغول او د بکوا پر دښته د اوبو وراړول ډیر مهم او ګټور دي.

حمید عبیدی:  ایا اوسنی اوضاع، له افغانستان نه د شوروی قوتونو د وتلو له وخت سره پرتله کېدای شې؟

غفور لېوال: په ځینو مواردو کې هو، خو په ځینو مواردو کې وضعیت توپیر لري، ملت لا هم هماغسې د نورو مرستو ته سترګې پر لاره ، بې وزله ، بې کاره ، بې ملکیته دی، په سیاستوالو کې د بدلون راوستلو ملي اراده نه شته او ګڼ کسان لا هم فکر کوي چې د هر بدلون راتلل یوازې له واشنګټنه ممکن دي ، ګاونډیان هماغسې د بهرنیو ماتې ته شیبې شماري چې بیا دوی پر افغانستان راوبلوسي او خپل کوم لاسپوڅی تش په نامه واک ته ورسوي او  یا د  یوې بلې کورنۍ جګړې اور بل کړي او پخپله پرې د افغانانو له غوښو  څخه کبابونه پاخه کړي ، خو یو څه توپیرونه هم شته، ترټولو مهمه دا ده چې د ولس ملي شعور او د سیاسي پوهې کچه لوړه شوې ، خپل دوست او دښمن ښه پیژني او نړۍ هم د افغانستان د هیرولو خوند څکلی دی. ګوندې بیا به یې ګاونډیو لیوانو ته تش لاس پرې نه ږدي.

حمید عبیدی:د  حامد کرزی په هکله د غربی میډیا چلند څنګه بولئ، چې یو وخت یې له هغه څخه فرشته جوړوله ، خو اوس داسې نه دی،  ایا  غربیان په دی توگه نه غواړي چې خپله پړه هم پر افغانانو او په تیره بیا حامد کرزي باندې واچوي، او ځان سپین کړي؟

غفور لېوال: عجیبه دا ده ، چې د عقلپالو لویدیځوالو برخورد هم له افغانانو سره غیر عقلي دی او ډیر ځله یا د دوی پر سیاسي احساساتو ولاړ وي او یا هم د دوی پر تخییلي ایډیالونو ، یوه ښه بیلګه یې همدا ستاسو پوښتنه ده، ښاغلی کرزی يې اول د مافیا او ټوپکوالو په دروبڼ او چور کې یوازې پریښود، چې ښې ډیرې کورنۍ ستونزې یې ورته راوټوکولې نو بیا یې پخپله په تخریب پسې مټې راونغاړلې. زه داسې فکر کوم چې د مسلکي او پاکو افغانانو پر ځای زورواکو او زرواکو ډاکووانو ته د چارو ورسپارل او په دې توګه پراخ اداري فساد ته لاره هوارول هم د نړیوالې لوبې یوه برخه وه، چې بیا هرکله وغواړي په دې نامه پر افغان لوري او ښاغلي کرزي باندې فشار راوړلای شي، خو اوس معقول اقدام دا دی چې د لویدیزې نړۍ او افغانستان تر منځ اړیکي بیرته ښه شي دا د افغانستان په ګټه ده؛ خو ټول مناسبات باید داسې وي، چې د افغانستان لویې ملي ګټې زیانمنې نه کړي، روښانفکره ځواک ښایي د نړیوالو معقول او د ملي ګتو پر بنسټ ولاړ ملګرتوب هرومرو له ځانه سره ولري، او دا ولسمشر کرزي ته هم په ګټه ده چې پراخ نړیوال ملاتړ د کورنیو اصلاحاتو او بهرنیو مناسباتو په ټول بهیر کې له ځانه سره وساتي او ان د سیاسي عرصې په پاکولو کې هم له دې ملګرتوبه معقوله ګټه پورته کړي. 

حمید عبیدی: تاسي په افغانستان کي د سولې په تامين کي د پاکستان رول څه ډول ارزوي؟

غفور لېوال: ډیر مهم ، خو ګاونډیان هیڅکله په افغانستان کې په رضا سوله نه غواړي ، دوی باید دې ته مجبور کړای شي ، ګاونډیان یوازې په دوو حالتونو کې مجبوریدای شي :
۱- چې د افغانستان ټول ملت یې په وړاندې ودرول شي ( البته هدف مې جګړه نه ده ، بلکې د ملي ارادې رامنځته کول دي ) .
۲- چې امریکا او نړۍ ورسره جګړه پیل کړي او یا یې تر همدې بریده تر فشار لاندې راولي .
له دې پرته ګاونډیان، نه د اسلامي ورورولۍ له مخې رحم کوي ، نه د ګاونډیتوب اخلاق پیژني او نه هم دا خدای ورکړې موقع له لاسه ورکوي ، چې راپرځیدلی افغانستان بیا په پښو دریدلو ته پریږدي، دوی دا خپل حق بولي چې له روانو حالاتو څخه ګټه پورته کړي ، ځکه دا جګره د ګټو جګړه ده، د ګټو !!! او په دې کې یوازې موږ-افغانان- یو، چې خپلې ملي ګټې لاهم نه پیژنو .

حمید عبیدی: آیا له حکومت نه نیولې بیا تر مخالفو قوتونو پورې تاسې داسې افغاني ډله ښوولی شئ چې د افغانستان ملي ګټې یې په سمه توګه تعریف کړي وي او د هغو د خوندي کولو لارې چارې یې  خلکو ته په ګوته کړې وي؟

غفور لېوال: نه ! خو همداسې یو قوت باید رامنځ ته کړو ، لا هم دا وطن او ولس داسې قوت ته په تمه دی.

حمید عبیدی: که له طالبانو سره سوله کېږې، ايا دا اوسنی اساسي قانون، د بيان ازادي او مدني ټولنو لاس ته راوړني په خطر کي نه لويږي؟

غفور لېوال: هو! له طالبانو سره سوله کیدای شي ، خو په دې شرط چې د سولې نوښت له یوه ملي ادرس څخه پیل شي . بیا هم وایم ، چې لومړی باید د یوې ملي رهبرۍ له خوا ټول ملت متحرک شي او بیا دوی طالبان سولې ته راوبولي ، پاتې شوه د ازادي ، مدني ټولنو او بشري حقونو ارزښتونه ، دا ډیر مهم دي خو د ژوندیو انسانانو لپاره ، که موږ وغواړو چې په همدې توګه جګړه روانه وي او بالاخره په یوه ۲۸ میلیوني هدیره کې ازادي ، بشري حقونه او د بیان ازادي حاکمه وي خو بیا سمه ده له طالبانو سره د سولې ضرورت نه شته ، موږ چې هره ورځ مرو ، ښځې او ماشومان مو وژل کیږي ایا د دغو ارزښتونو په هکله فکر کولای شو؟؟ دا به څوک ومني چې د دغو فیشني اصطلاحاتو لپاره دې یو ملت هره ورځ وژل کیږي ، ډوډۍ او کار دې نه لري ، هیواد یې ورانیږي ، خو دوی لاهم د نڅا د کلپ د درلودلو د حق په هکله په کابل سرینا کې سیمینار جوړ کړی وي. په قصابخانه کې پر حیواناتو د ترحم منشور لوستل په ځان پورې خندل دي . دا اصطلاحات ښه دي ، خو نه په هدیره کې.

حمید عبیدی: که په داسی یوه جدی مرکه کې ټوکه روا وي، نو زه به تاسو ته ووایم، چی:  تاسې داسې یو کس یا یوه ډله راته وښیئ چې وکړای شي ټول ملت د سولې او سوکالۍ په لور متحرک کړي نو بیا د طالبانو چاره به زه در وښییم...

غفور لېوال: ټوکه مو پر ځای ده، زه موجود داسې څوک نه شم درښودلای ، خو دا به هرو مرو درته وویلای شم چې باید رامنځ ته یې کړو ، که ډیر ناامیده او ستومانه شو نو وبه وایو چې رامنځ ته کول یې سخت دي ، خو ناممکن نه دي. له دې پرته د وطن ژغورل ناممکنه دي ، نه یې امرکایان دژغورلو ارده لري ، نه یې موجود قوتونه .

حمید عبیدی: تاسي په پنځو، لسو راتلونکو کالنو کي د افغانستان راتلونکي څه ډول وينئ ، ايا دا هيواد د تجزيي له خطر سره مخامخ نه دی؟

غفور لېوال: زه بدبینه نه یم. افغانستان خپله جاذبه لري او همدا جاذبه يې د بخت یوازینۍ سکه ده. د جګړې جغرافیه بدلیږي ، د ګاونډیو لمنې د اور اخیستو په حالت کې دي او کله چې دا اور ډیر شي نو د پرمختللې نړۍ اطفاییه به په افغانستان کې ولاړه وي . د افغانستان دتجزیې چانس لږ دی ، دا هیواد ځواکمن حاکمیت نه لري ، خو ډیر ځواکمن ملت لري ، او که یوه ملي رهبري په کې رامنځ ته شي نو داسې یو افغانستان د لویو ځواکونو لپاره د جادویي ټاپو حیثیت درلودلای شي او بیا مجبور دي چې د اسیا په سویس یې بدل کړي . دا هر څه زما شاعرانه خوبونه ، نه دي ، زما باور دی ؛ خو یوازې په دې شرط چې موږ یوه ملي رهبري رامنځ ته کړو او د ویښتیا او روښانتیا پړاوونه په عقلانیت سره بشپړ کړای شو.
په همدې اراده

***

اگر شما نیز از آقای غفور لیوال پرسش هایی داشته باشید مهربانی کرده آن ها را به ما بفرستید تا آن ها را با آقای لیوال مطرح کنیم

****

له مطلب سره تړلۍ لینکونه

- د دی خبری اتری لمړی برخه

- د ښاغلی لېوال ژوندلیک

- د تفکر د فرهنګ ځانګړی پاڼه

د ښاغلی لېوال  لیکنۍ:

- له افغاني ویښتیا تر ملي روښانتیا

- ویښتیا ( درېیمه لاره)

- څېړنې

اادبی آثار:

- كره كتنه

- منظومې

- شعرونه

- نه، ته مې، هېره نه وې

- بېلا بېل

 - املای نو (دری )