رسیدن:  09.06.2013 ؛ نشر :  13.06.2013

دستگير روشنيالی


“ موږ” او “ دوي” 

 

نولسمه برخه  

 

فرد او بدلون

  
د فکرونو د ايسارولو دوران د هميشه له پاره تير شوی دی.


“ د ژوند يوازنۍ نښانه وده ده.”
  جان هنری


 افغان ټولنه له  دواړو فرد او بدلون  سره کلکي ستونزي لری او کله کله خو دي دو ته د بيگانه شيانو په سترگه کتل کيږي.  فرد “ ښځه او سړی”  او بدلون،  له يوه حالته بل حالت او له  يوې مرحلې بلي مرحلي تيريدل.  کله چي د فرد په هکله خبري کوو، نو د عادت له مخي فکر کوو چي  مطلب مو سړی دی او دا ټولني په نيمه برخه سترگي پټول دي. د فرد کلمه د هر ځانگړی انسان له پاره استعماليږي او ښځه هم ا نسان دی.

په بدلون د پوهيدلو له پاره د يوه اصل په توگه د بدلون د ديالکتيک او لوری پيدا کول دی، کوم چي هميشه بدلون يا هميشه په بدلون کي دی او له دي جملي انساني ژوند په هره لحظه کي خپل حرکت ته ادامه ورکوي او هيڅکله هم توقف نه کوي يو په بل پسي نسلونه منځ ته راځي، کوم چي د انساني ژوند ادامه دی او سره ددي چي نن په ټولنه کي  دوه، دری نسلونه يو د بل تر څنگ کار او ژوند کوي، خو نوی نسل د يوه چټک او بدليدونکي وخت نسل دی، چي د ټولنيز بدلون خوا يي له پخوا په زياته اندازه پياوړي ده او له محله، له هيواده او له ملته د نړۍ په لور په حرکت کي دی او دکلی او بانډي په ځای د گلوباليزم نسل دی.

ځوان نسل  په يوه نوې، په يوه په چټکي سره بدليدونکي نړۍ کي ژوند کوي. نن بدلونونه او په ځانگړي توگه د ټولنو بدلون د پرون په شان په پيړيو نه اندازه کيږي . نن دا کار په لسيزو او حتي په کلنو اندازه کيداي شي او کله کله بدلونونه د يوه کال په موده کي د لسيزو او کله هم د پيړيولاره وهي. اوس د فرهنگونو په منځ کی هم هغه پروني د جدایی پنډ ديوالونه په ړنگيدو دی او په نړۍ کي يونړيوال فرهنگ په غوړيدو دی چي نړيوالو غوښتنو ته ځواب ووايي. همدارنگه يو نړيوال نسل وده کوي چي ځانونه ددي او هغه هيواد په ځای د دنيا اوسيدونکي بولې. دوي يو بل ته نږدي کيږي او يو کيږي تر څو نړۍ په يوه ښه ځای بدله شي.

هغوي،  دگم پالونکي چي غواړي ټولنيز ذهنيت يرغمل او فکرونو تر خپل اسارت لاندي راولې د هميشه له پاره مات شوي دي.  نن نه ذهن يرغمل کيږي او نه هم  فکرونو ايسارکيږي. نن فکرونه او انديښنې د بريښنا په چټکي يو بل ته انتقال کيږي. په ځانگړي توگه  خبري تکنولوژي  د نظرياتو او د پوهي انتقال خورا اسانه کړي دی. . نن د هرڅه په پرتله نوي او د راتلونکي په هکله  فکرونه ټولنيز په تيره بيا د ځوان نسل ملاتړ ترلاسه کوي او ځوانان نسل په ځانگړي توگه په بدلون نه منونکيو ټولنو کي په کلکه ستړي شوی دی او دا ډول ټولني د پراخو اعتراضونه په درشل کي دي.

هر انسان او په ځانگړي توگه ځوانان د نن او راتلونکي په هکله فکر کوي. ځوانان د خپلي ځواني ځانگړتيا په اساس د هر څه په هکله پوښتني او شک را پورته کوي، ولې وروسته پاتي يو؟ ولې جگړه ده؟ ولې دلته له پوهي او پرمختگ سره دوښمني کيږي؟ ولې له بدلونونو سره ځيل کيږي؟ ولې مولاس نورو ته اوږد دی؟ ولې په ټولنه کي د پوهي او پرمختگ بريک نيونکي فرهنگ واکمن شوی دی؟.. 

ځوان نسل په دي ښه پوهيږي چي دا خپلواکه پوهه او خپلواکي ارادي دي چي دوي د هغو دندو او مسؤليتونو اجرا ته چمتوکولاي شي چي سبا او په راتلونکي کي د دوي انتظار باسي او دوي کولاي شي ټولنه له موجودو غميزو او په تيره بيا له ذهني غميزي وژغوري او د پرمختگ په لور يي لارښوونه وکړي. 

گذشته در اينده است

موږ د عادت له مخي وايو او ورباندی ټينگار کوو چي “ راتلونکي په تير کي دی” يا “ اينده در گذشته است”  که مسله همدا شان وي، نه راتلونکي معني لري او نه د تاريخ ضرورت شته دی. پداسي حال کي چي تاريخ د راتلونکي په ځای د پرون پيږندنه ده او پرون د هميشه له پاره تير شوی. که موږ د پرونی واقعيت په راگرزولو سره د پرونيو تيروتنو تلافې کولاي شواي، نو بخښني، پشيماني، عفوه غوښتني به هم بي مفهومه شوي وې او بيا ددي ضرورت نه وو چي ووايو، کاشکي داسي څه نه واي شوي...   
       زه وايم،   تير په راتلونکي کي دی يا گذشته در اينده است.  په دي معني چي تیر په راتلونکي نه بدليږي، دا راتلونکي  دی چي په تير بدليږي او يا هم  پرون په نن نه بدليږي. نن په پرون بدليږي. زه پرون د افغانستان د خلک دموکراتيک گوند غړی وم. نن نه دا گوند او نه په دي گوند کي د ماغړيتوب شته دي. دا پروني واقعيتونو او يا تاريخي واقعيتونه دي، کوم چي  يوازي په فکرونو کي ژوند کوي او زه يوازي د يادونو او خاطرو له لاري له دي پرونيو واقعيتونو سره اړيکي ساتلی شم او تاريخ د همدي يادونو او د همدي خاطرو ثبت او څيړنه ده. پرونی واقعيت نه بدليدونکی دی او نه بيا راتلونکي. په دي هکله د تاريخ تکرار د حقيقت په ځای افسانه دی.
     د پورتنيوکرښو له لیکلو مي مطلب دادی چي تاریخي واقعيت په موجود واقعيت نه بدليږي. دا موجود واقعيت دی چي په تاريخي واقعيت بدليږي. که هڅه وشي چي پرونۍ د يوه گوند واکمنې او د هغه ايديولوژي بيا واکمن شي يا پروني تاريخي واقعيت په موجود واقعيت تبديل شي.  دا نه يوازي په واقعيت  د خپل فکر د تحميل کولو، بلکي د بل ډول فکرونو د له منځه وړولو هڅه هم دی او دا د هغه فکر ځانگړتيا دی چي د موجود واقعيت په انعکاس کولو کي پاتي راغلی دی او ددي معني به دا وي چي موجود واقعيت نفي شي او موجود واقعيت نفي کيدونکی نه دی.


علم نه تماميدونکي او هميشنۍ زده کړه ده


همدا دم افغان فرهنگ، کوم چي د ايران له خوا د خمينی په دود او د پاکستان له خوا  په طالبي دود تر يرغل لاندي دی په دايروي حرکت برسيره ددي فرهنگ په دننه کي د وژونکو ټکرونوامکانات او زميني روزل کيږي، کوم چي بي له شکه ټولني ته هم نن او هم سبا يو وژونکی او ويشونکی گواښ دی. دي حالت  د فرهنگي دود پالني او مذهبي راديکاليزم په ترکيب او یووالی کي يو تباه کونکی ذهنيت واکمن کړی دی چيري چي هره خوا  يوازنی او سوچه حقيقت دی، چيري چي ستونزي يوازي دوه لوري لري، چيري چي فکرونه، حکمونه او قضاوتونه په بي ساري توگه ساده او تکراري دي او د ډيرو پيچيليو ستونزو په هکله  د چټک او لحظه ای حل غوښتنه کيږي .  پداسي حال کي چي نه ستونزي دوه لوري لري او نه ستونزي په همدي لحظه کي حل کيږي.

کله کله د ساده گي او تکرار کولو تر څنگ  ځيل کول دومره  غلبه کوي چي موجود وروسته پاتی والی او جهالت د نورو په نيمگړتياو توجيه کيږی او سره ددي چي نن د هر انسان ژوند له علم او د علم له لاسته راوړونو سره تړلی، له علم سره توربورگينی او د علمي لاسته راوړنو توهين او تحقيرکيږي او دا په عمل کي د جهالت د له لاسه نه ورکولو هڅي دي. همدا شان دلته  د ابتکار او فکر کولو په ځای د تقليد او پيروي لارښوونه کيږي او دی چلند په ښکاره توگه  ټولنه د ظلم، غولولو، دروغو او ستړي کونکو تکرارونو په وړاندی بي وسه کړې ده. موږ د بل هر چا په پرتله ډيرې اړتياوي او ډير ضرورتونه لرو او علم همدي اړتياو او همدي ضرورتونو ته ځواب دی.
 “ زه نه په علم او نه هم په فلسفه کي ځان متخصيص گڼم، خو په ټول عمر کي مي هڅه کړي د هغي دنيا په هکله چي پکي ژوند کوم يو څه پوهه تر لاسه کړم. د ما په باور علمي پيږندنه او انساني عقل چی د هغه ايجاد کونکي دی هميشه د تيروتنو په درشل کي دی، ولې زه په دي گمان يم چي دا دواړه د بشري نسل وياړ بلل کيږي. تر هغه ځايه چي زه پوهيږم په کيهان کي يوازي انسان هغه موجود دی چي د هغه رازونه پيدا کړي او زه هيله لرم چي هميشه همداسي وي...” کارل پوپر

 له بهره د ټولني بدلون،  ضرورت او يا تحميل کول

بدلون، ټولنيز بدلون، کوم چي د هر ډول “ جبر” په ځای په خپله د انسانانو چاره دی.  ټولنيز بدلون د سياست چاره ده. رښتيا ولې دي “ جبر” يا “ جبري تکامل”   يوويشت پيړۍ د موږ په قبيلوي جوړښت او ژوند تاثير نه درلود او همدا قبيلوي جوړښت او په تيره بيا  “ازاد قبايل”  د موږ د وياړ موضوع گرزيدلې وه چي نن يي طالب په خپل دود بدلوي.

ټولنيز بدلون د انسانانو بدلون دی او د انسانانو بدلون د هغوي د انديښنو په بدلون کي دی.  په بل عبارت په ټولنيز بدلون کي اصلي مسله په ټولنه کي د اصولو او ارزښتونو بدلون دی. د کمزوريو ټولنيزو او فرهنگي ارزښتونو واکمني له ټولني د بدلون او بدلون منلو وړتيا او قابليت اخلي او همدا د بدلون نه منونکي اصولو او ارزښتونه واکمني دي  چي د بلواگانو، انقلابونو، کودتا گانو ...په لور د ټولني لارښوونه کوي او د بهرنيو ځواکونو د بريد او يرغل لاره همواروي.  هغه ټولنه چي له بهره او يا د نورو په مرسته بدليږي او يا په ټولنه بدلونونه تحميل کيږي پايلي يي دردونکي او هميشه جوړونکي نه دي.

که د صدام حسين ديکتاتوري د امريکايانو په ځای په خپله د عراقيانو له خوا ړنگه شوې وايي،  ايا عراق به له دومره ستونزو سره مخامخ  وو چي نن مخامخ دی.؟ همدا شان که په افغانستان کي د طالبانو واکمني د افغانانو په لاس ړنگه شوې وایی، په افغانستان کي به موجودي  ستونزي دومره لویی او دومره مشکلي وي؟

نن شمالې کوريا د دريو نسلونو په موده کي د تکرار او عادت  په يرغمل بدله شوې ده او واک له پلاره زوی ته انتقال کيږي او يوې ميليوني ټولني ته له همدي حالت سره عادت ورکړل شوی دی اوله دي عادت او تکرار پرته بله چاره هم نه لري.  په ايران کي ورته حالت دی او دلته له درو لسيزو زياته موده کي مذهبي ديکتاتوري له ټولني د فکرونو خپلواکي او د بدلون راوستلو وړتيا او قابليت اخستي دی. دواړه د شمالې کوريا او ايران ټولني د بدلون په چاره کي بي وسي او کمزوري ښيي.  همدا بي وسي او همدا کمزوري د باندنی لامل پوسله  د بدلون را وستلو زميني برابروي.

په افغانستان کي  يو ځل په سوسيالستي دود د ټولني د بدلون له پاره له بهره هڅه وشوه. او بيا د دموکراسي د ايجاد له پاره افغانستان ته د ناتو لښکرې راغلې. همدا شان ايران او پاکستان په هميشنۍ توگه هڅه کوي افغانستان منځنيو پيړيو ته په شا وروگرزوي او ايا په افغانستان کي د بدلون په چاره کي د ټولني د وړتيا او قابليت کمزوري د باندنيو لاسوهنو او يرغلونو يو لوی لامل نه دی؟  د يوې ټولني وده د هغي د بدلون په وړتيا اندازه کيږي.

په ټولنه کي د بدلون اندازه او کيفيت د بدلونکي ځواک ) دولت، سياسي گوندونه ...(  د  ارادي او امکاناتو په پيمانه او د ټولني په ملاتړ سنجول کيږي او دا د “ ساده کولو”،  “ قوماندي”  او “ شليدولو” کوم چي د انقلابونو او بريدونو دود دی نه تر سره کيږي. په افغانستان کي د بدلون مفهوم د شليدلو، ړنگولو او د موجود حالت د نفي کولو په معني دی،  کوم چي د زور پوسيله او د قوماندي په دود عملي کيږي. همدا اوس طالبان په افغانستان کي د همدا ډول بدلون غوښتونکي دي.

بدلون او په ځانگړي توگه ټولنيز بدلون له يوه حالته و بل حالته او يا له يوې مرحلي بلي مرحلي حرکت دی او دا حرکت د حالتونو او مرحلو تر منځ د شليدلو په ځای په پيوستون کي تر سره کيږي او ددي حرکت يا  د ټولنيز ــ سياسي حرکت وړتيا په دي کي دی چي د بدلون او پيوستون تر منځ د تعادل وساتي تر څو له يوي خوا  په خپله په ټولنه کي د وسله والو ټکرونو او ټوپونو او له بلي خوا له بهره د لاسوهنو او يرغلونو مخه ونيسي. په افغانستان کي د همدي وړتياو کمزوری دی چي دا هيواد يي له لويو تراژيديو سره مخامخ او يو په بل پسي واکمن هم د ټولني په ځای په نورو تکيه کوي.

همدا اوس اوس د بدلون په برخه کي د بهرنی لامل او کورنی لامل او يا په بل عبارت د محلي او يونيورسل ارزښتونو تر منځ ټکرونه موجود دی.  يوه وروستۍ بيلگه، “ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر یوناما مشر يان کوبېش له افغان حکومت نه غواړي، چې د ښځو پروړاندې د زورزياتي د مخنيوي قانون په بشپړه توګه پلی کړي” . بی بی سي خوپه افغانستان کي پارلمان په دي دليل چي د ښځو پروړاندې د زورزياتي د مخنيوي قانون ځيني برخي له اسلام سره  په مخالفت دي له منلو ډډه وکړه.
 

“ مرگ بر حقوق بشر” “ مرگ بر دموکراسي”

د کابل پوهنتون د محصلينو په شعارونو کي د دموکراسي په هکله ويل کيږي:
“ دموکراسي يعني څه؟
دموکراسي يعني کفر.
دموکراسي يعني بی پتي.
دموکراسي يعني فحشا.
دموکراسي يعني حيوانيت.”

څومره بي انصافې،  دا حقيقت ته د تعصب ځواب دی. په ترکيه، ماليزيا، اندونزيا... کي د اوږدي مودي دموکراسي سره سره نه کفر شته دی او نه هم حیوانيت. پاکستان سره ددي چي په افغانستان کي د موجود دموکراتيکو لاسته راوړنو له منځه وړل او د طالب واکمني غواړي، خو د پاکستان يووالی او راتلونکي په دموکراسي کي ويني او په پاکستان کي دموکراسي نه “ کفر”  دی او نه “حيوانيت”

دپورتنيو شعارونو معني دادی:  موږ د بيان ازادي نه غواړو،  موږ مدني ازادي نه غواړو،  موږ برابري نه غواړو او انسانان له يو بل سره برابر حقونه نه لري، موږ نه غواړو ظلم او استبداد له لاسه وکړو، موږ نه غواړو بي عدالتي او وروسته پاتی والی له لاسه ورکړو،  موږ سياسي ازادي نه غواړو اوپه سياست کي گډون د ټولو کار نه دی...  احمدي نژاد وايي: “ موږ د دموکراسي له پاره انقلاب نه دی کړی” همدا شان احمدي نژاد وايي:  “ د ولايت په نظام کي يوازي يوگوند دی، د ولايت گوند”

“ ... اشتباهی که ما کردیم این بود که به طور انقلابی عمل نکردیم ... اگر ما انقلابی بودیم ... تمام احزاب را ممنوع اعلام می کردیم، تمامی جبهه ها را ممنوع اعلام می کردیم. یک حزب و آن حزب الله، حزب مستضعفین.”  خميني
دموکراسي يعني څه؟  دموکراسي يعني:
- د قانون واکمني.
- ازاد او عدلانه انتخابات.
- سياسي ازادي او سياسي گوندونه.
- د بيان ازادي.
- بشري حقونه او د هغوي مراعات او درناوي.
- خپلواکه قضا...

دموکراسي د هغو ارزښتونو او هغو چلندونو مجموعه ده چي د انسان، د هغه د حقونو او د هغه د کرامت درناوی او ساتنه کوي. په دموکراسي کي انسان نه توهين کيږي او د ښځو وهلو ته قانونيت نه ورکول کيږي.  دموکراسي:  عقل، برابري او عدالت دی او بشري حقونه: د بيان د ازادي حق،  په ځان واکمني، په سیاست کي د ونډي اخستلو حق، د حکومت د انتخاب کولو حق... دي

فرديت د خپل ځان په انتخاب کي دی 

د ټولني د پرمختگ او خپلواکي په لور  بل بنيادي اصل “ فرديت” دی. انسان د ژوند په ټولو برخو کي د فرد په توگه ځان ښيي يا هر انسان يوازي په فرديت کي ځان څرگندوي. انسان د فردي ځانگړتياو، وړتياو او کفايت په مرسته خپل شخصيت جوړوي او هويت ترلاسه کوي. نن په نړۍ کي فرد د سياسي، ټولنيز او قانوني تفکر محور دی او دا دفرد ازادي او حقونه دي چي حاکميت په پښو دروي او واک ته قانونيت ورکوي. اصلي حاکميت هغه را څرگند شو چي فرد وپيږندل شو او د فرديت درناوی وشو.
     فرديت د ځان په انتخاب کي دی او د ځان انتخاب د بل انتخاب هم  اسانوي او انتخاب خپلواک فکر ته ضرورت لري. که زه د خپل انتخاب خپلواکي و نه لرم، بل به څه ډول انتخاب کړم.  د يوه فرد په توگه زه حق لرم چي زه یم او دا د ما انتخاب دی.  ته هم د دا ډول انتخاب کولو حق لري او په طبعي توگه هغه هم د ما او تا په شان هم د ځان د انتخاب او هم د بل دانتخاب حق لري. که زه حق لرم چي خپل نظر ولرم نو ته ولې د خپل نظر حق ونلري او که زه  اوته دا حق لرو،  نو ولې هغه دا ډول حق و نه لري. د فرد د همدي حقونو خونديتوب دی چي په ټولنه  کي دواړه ازادي او برابري بسيا کيږي او دا دموکراسي دی. موږ د خرافاتو په ځای د ازادی او د هر ځانگړی وگړی د خپلواکي په زمانه کي ژوند کوو اوازادی د خشونت، کيني او ځيل کولو په ځای د نورو په تحمل کولو کي دی.

 يو دی چي مخته کيږي

د فرديت ستونزه د ټولنيز ذهنيت او عقل په کمزوري کي ده. په ټولنه کي عملآ د ټولنيز عقل په پرتله ټولنيز احساسات او عاطفه پراخ، پياوړي او ټولنيز ملاتړ لري او وگړي په غولونکو احساساتي شعارونه پسي ځي.  واک پالونکي او ثروت پالونکي په پراخه توگه له دي حالته گټه پورته کوي. په دي هکله ستونزه په ټولنيز عقل د فردي عقل په بدلولو کي دی. په ټولنيز ژوند او ټولنه کي دا يو دی چي په پښو دريږي. دا يو دی چي مخته کيږي او دا يو دی چي لارښوونه کوي.  دا ډول يو، هغه نه دی چي له معمولې فکره د راوتلو ميړانه  نه لري. دا ډول يو، هغه هم نه دی چي دورځي په نرخ چلند کوي تر څو نوم يي بد او تاريخ يي خراب نشي.

ټول واک کورنيو ته

حامد کرزی د ورځي په نرخ عمل کوي او له معمولې فکره د راوتلو جرئت نه کوي، د نن او سبا په ځای پرون ته گوري.  د موجود واقعيت په ځای د تاريخي واقعيت  په راپورته کولواو کله د احساساتي، کله د بي معني اوکله د لمسونکو ويناو په کولو سره غواړي له يوي خوا په ساده ذهنونو کي له ځانه اتل او ملی شخصيت جوړکړي او له بلي خوا ځان اوکورنۍ ته په ساده وگړو کي د وفاداري او پيروي حس ايجاد کړي، تر څو ورته رايه ورکړي تر څو په واک کي پاتي شي او تر څو له امتياذونو بي برخي نشي.

هغوي چي له معمولې فکره ځان را باسي نه  دکوم رسالت  “ قبيلوي رسالت، قومي رسالت، انقلابي رسالت، تاريخي رسالت...”  پيروکوي، نه د ځان له پاره آرماني هدفونه ټاکي،  نه په موجود واقعيت د تاريخي واقعيت د بدلولو ناکامه او ناورين راوړونکي هڅه کوي او نه په کوم جبر  “تاريخي جبر” باورلري. هغوي تصادفې او اتفاقي وگړي هم نه دي او نه ورته اتوريته او واک د نورو له خوا په خيرات ورکول کيږي.  هغوي په ځان او د هر يوه ځانگړی انسان په استعداد او وړتيا تکيه کوي، کوم چي د ايجاد کولو، پيدا کولو، جوړولو، بدلولو او لارښوونې پريمانه لوی ځواک لري.

کله کله د ځانگړو انسانانو عملونه او چلند په معمولې او عادي معيارونو نه سنجول کيږي. دي ډول انسانانو د خپلو انديښنو په زور دنيا بدله کړي او يا يي بدلوي او ننۍ پريمانه لاسته راوړنې د دوي د انديښنو پايلي دي  د دوي انديښنې او لاسته راوړني په معمولې تفکر او معمولې ذهن کي نه ځايږي او نه سنجول کيږي. د هغي مور چلند چي د خپل ماشوم د ژغورولو له پاره ځان اور ته غوروزي، چلند يي هم  په معمولې معيارونو او په اور کي د سوزولو په معيار نه سنجول کيږي.

“ ښځه رجال نه دی”

په ټولنو کي د فرديت او فرد د حقونو د پيږندلو او پلی کولو په چاره کي تاريخي ، فرهنگي، مذهبي، سياسي، اقتصادي..لاملونه هم رول لري. همدا اوس دي عنصرونو ښځه د فرديت په ځای د حیوان او شی سطحي ته را ټيټه کړي ده.  سره ددي چي د افغانستان په  اساسي قانون کي د فرد حقونه درج شوي دي. خو نه په ټولنه کي واکمن فرهنگ او نه هم حکومت کونکي په فرديت او فردي حقونو باور لري.

د ايران د اساسي قانون په يوسل پنځلسمه ماده کي ويل کيږي  “رييس جمهور بايد از ميان رجال مذهبي و سياسي كه واجد شرايط زير باشند انتخاب گردد...”  رجال يوازي سړو ته ويل کيږي او ښځه رجال نه دی.

“ ... یکی از آنها گفته که 'اگر من رییس جمهور شوم، نیمی از کابینه‌ام خانم‌ها و نیم دیگر آقایان خواهند بود'؛ مثل معروفی هست که کسی می‌خواست وارد روستایی شود، اصلا راهش نمی‌دادند وارد روستا شود، اما می‌گفت 'خانه کدخدا کجاست'!؛ قانون اجازه رییس جمهور شدن را به خانم‌ها نمی‌دهد، حالا چطور این فرد ترکیب کابینه را هم مشخص کرده است؟" محمد یزدی، عضو فقهای شورای نگهبانبی بی سي.

د ملا  يزدي خبري څومره توهين کونکي او څومره سپکونکي دي.  موږ هم دي ورته خبري لرو “ پک چا په ورا نه پريښود، ده د سر کجاوي غوښتي”   دښځي توهين د انسان توهين دی او ښځي ته په ټيټه سترگه کتل انسان ته په ټيټه سترگه کتل دی.  همدارنگه د ښځي توهين د خپلي مور توهين دی. د ايران په اسلامي جمهوريت کي نه ښځه فرد دی او نه فرديت لري او نه حق لري ريس جمهور شي.

 

“ زه به دي هغه وخت پوښتنه کوم چي هډ دي در مات کړي” پلار

“ وهيه، وهيه، پام دی وي چي کوم ځای يي شين نشي، هډ يي مات نشي او کوم ځای يي زخمي نشي.  دا ښځه ده. دا دوهمه درجه انسان دی. دا نه فرديت لري او نه هم شخصيت... ډاريږه مه ، واکمن فرهنگ، ملا او قانون هم له وهلو او ډبولو سره دي. که دا د تا له وهلو تيښته کوي ځای يي زندان دی، له وهلو د ښځي تيښته کول جرم دی”

پرون په جنوبي افريقا کي د اپارتايد په واکمني کي له تورپوستانو سره هم د بيولوژيکي توپيرونو په اساس ورته جلند کيدو، ځکه چي تورپوستان دوهمه درجه انسانان وو او هغه انساني حقونه يي نه درلودل چي سپين پوستو درلودل.

په افغانستان کي پارلمان،  د پارلمان بحثونه،  پريکړي،  د پارلمان وړتيا او فهم... به تاريخ کي  ثبت او د راتلونکو نسلونو قضاوت ته به هم وړاندي شي، کوم چي حق په جرم او جرم په حق بدلوي. راتلونکي به بي شکه ووايی، هغه پارلمان او هغه دخلکو استاذی چي د خلکو وهلو او توهين کولو ته يي قانونيت ورکاوه.

وهل او ډبول او په ځانگړي توگه  د ښځو وهل او ډبول هميشه له توهين او سپکاوی سره مل وي او دواړه وهل او توهين په انساني کرامت تيری دی. په افغان پارلمان کي يو شمير  “ د ښځو وهل او ډبولو”  ته د جرم په ځای حق وایی. په دي معني چي د ښځي وهل د سړی حق دی. “ له وهلو، شکنجه کولو او وژلو د ښځو تيښته کولو”  ته د حق په ځای جرم وايي او د همدي اصل په بنياد هغه ښځي چي له وهلو تيښته کوي ځای يي زندان دی.

پوښتنه دادی، څوک له وهلو، شکنجه کولو... نه تښتي. که په خپله همدا وکيلان د وهلو او شکنجه کولو مو‍ضوع وگرزي تښته اوژغورل به يي جرم وي؟  هر انسان حق لري چي له وهلو، شکنجه کولو او وژلو وژغورل شي. په دنيا کي په ميليونونو مهاجرينو د وهلو، شکنجه کولو او وژلو په نتيجه کي خپل کورونه او خپل وطنونو پريښي دی. همدا مهاجرت هم جرم دی؟

د پارلمان بحثونه، نظريات او پريکړي، په پارلمان کي د قاچاق وړونکو، اختلاس کونکو، عوام غولونکو، دروغ ويونکو موجوديت له بده مرغه پخپله د ټولنيز حالت انعکاس دی او ددي معنی دادي چي نه ټولنه تر اوسه سياسي شوي او نه ټولنه په خپل برخليک واکمنه شوې ده او همدا حالت دی چي  ثروت ټولونکو، غولونکو، بدماشانو او دروغ ويونکو ته د واکمن کيدلو امکان ورکوي.

پارلمان حق نه لري له انسانه حقونه واخلي.

پارلمان ددی حق نه لري چي ښځې له حقونو او حقونه له ښځي جلا کاندي او يا له ښځو حقونه او ازاديگاني واخلي. هيڅ ډول قانون دا ډول حق نه لري. بشري حقونه او له دي جملې د ښځو حقونه د بشر د حقونو په نړيواله اعلاميه کي درج شوي، دولتونه، حکومتونه او پارلمانونه د هغوي د ساتني مسؤليت لري. د بشري حقونو د اعلاميي په ديرشمه ماده کي ويل کيږی:
“ په دي اعلاميه کي هيڅ شی داسی نشي تعبير کيداي چي کوم دولت، ډله يا شخص حق لري، په داسي يوه فعاليت لاس پوري کړي يا يي سر ته ورسوي چي هدف يي ددي اعلاميي د حقونو او ازاديو له منځه وړل وي”  په تکرار او ټينگار وويل شي چي انسان ته ازادی او برابري نه ورکول کيږي او نه ورنه  اخستل کيږي. انسان دا دواړه د خپل انسانيت په بنياد لري.  د دولت او پارلمان دنده د همدي حقونو خوندي کول او د هغو تورو ځواکونو ماتول او بي تاثيره کول دي چي غواړي د انسان ازادي او برابري يرغمل کاندي.

حق، ازادي او عدالت

“ عدالت:  صادقانه ژوند کول، چا ته ازار نه رسول او هر چا ته خپل حق ورکول دي” اولپيان يوناني فيلسوف. 

عدالت، حق او ازادي يو له بل سره تړلې دري مفهومونه دي. حق ازادي ته او ازادي حق ته ضرورت لري او  دا حق دی چي د ازادي پولې ټاکي او دا ازادی دی  چي د حق څرگندونه او ساتنه کوي. د ازادي غوښتني معني دادی چي انسان او حقونه يي په مرکز کي وي. حق او ازادي دواړه د عدالت په وجود کي تامين کيږی او عدالت د خپل حق ترلاسه کول دی. عدالت  ما، تا او هغه ته حق ورکول دی. د هر فرد د حق خونديتوب د عدالت د تامين په معني دي او چيري چي عدالت تامين وي هلته د ازادي شعارونه  نه ورکول کيږي. په دنمارک کي څوک ددي له پاره مظاهره نه کوي چي موږ ازادي غواړو. دلته عدالت تامين دی او د دا ډول مظاهري کولو ضرورت نشته دی. چيري چي ډوډۍ او کار وي، خلک په کوڅو کي د ډوډۍ او کار شعارونه نه ورکوي.

د ما ازادي تر هغه ځايه دی چي د تا حق سلب نشي او د تا ازادي تر هغه ځايه دی چي د ما حق سلب نشي. زه غواړم ژوند وکړم، غواړم ځان جوړ کړم، له هغه چا سره چي غواړم واده وکړم، ځان ته په خپله دوستان انتخاب کړم، موزيک واورم. هر ځای چي غواړم سفر وکړم. په خپله خوښه لباس واغوندم... او دا د ما حقونه دي او د ما دا حقونه په هيڅ وجه د تا حق نه سلب کوي. نو زه ولې دا ډول ازادي و نه لرم؟

زه حق نه لرم د تا د نيکمرغي په بيه ځان نيکمرغه  کړم او ته حق نه لري د ما د نيکمرغي په بيه ځان نيکمرغه کړي او په طبعي توگه زه او ته حق نلرو د هغه د نيکمرغي په بيه ځانونه نيکمرغه کړو. له بده مرغه په افغان ټولنه د گوتو په شمار وگړي د ميليونونو وگړو د نيکمرغي په بيه ځانونه نيکمرغه کوي او دي حالت په ټولنه کي د يوه اصل بڼه خپله کړي. همدا شان رشوت او اختلاس له پورته تر کښته د دولت ټولې برخي نيولې. د دنمارک په Information ورځپانه کي ويل کيږي:
“
Det kan godt vζre, at andre lande ogsε er korrupte, men afghanerne har  perfektioneret korruptionskunsten

“ کيداي شي نور هيواد هم رشوت اخستونکي وي، خو افغانان د رشوت اخستلو بشپړهنر لري.”

په هيواد کي رشوت اختلاس او د مليونونو انسانانو په خواري، بدمرغي او بده ورځ نه پارلمان په غصه کوي، نه يي عصبي کوي او نه يو بل په بوتلونو او بوټونو وهي. خوکه د ښځو د حقونو مسله را منځ ته کيږي پارلمان اسمان په ځمکه او ځمکه په اسمان وهي او دښځو د امن کورونه د ثور د اومي له کودتا سره پرتله کيږي.  څومره پیاوړی منطق!!!

انتخاب د ما دی. انتخاب مسؤليت دی او مسؤليت د تسليمي په ځای په خپلواکي کي دی

ځان پالونکي، واک پالونکي او ثروت پالونکي نه غواړي موږ سياسي او ټولنيزه خبرتيا پيدا کړو او د ټولني د يوه ازاد او خپلواک غړی په توگه هويت او شخصيت ولرو.  دوي پوهيږي چي د موږ خپلواکي او د موږ د ارادي ازادي د دوي قطعي او وروستي ماتي ده. دوي هڅه کوي موږ د رمي په شان وساتي او د رمي په شان را سره چلند وکړي. هدف دادی تر څو موږ د رمي په شان په دوي پسي ولاړ شو.  د دوی واورو او د دوي تقليد وکړو.

انساني ټولنه د فيل مرغانو فارم نه دی

د فيل مرغانو د فارم مالک به هميشه د دوستانو په منځ کي د خپلو فيل مرغانو صفت کاوه او له هغوي يي خوشحالې څرگندوله.  يوه دوست يي ور نه پوښتنه وکړه،  ته ولې دومره ډير د خپلو پيل مرغانو صفت کوي؟ د فارم مالک په ځواب کي ورته وويل، هغوي ښه پيروان او ښه تقليد کونکي دي. هغه څه کوي چي زه يي غواړم. کله چي زه  چيغي کړم هغوي ټول او په يو ځل هماغه شان چيغي وهي او په دي پسي نه گرزي چي ما ولې چيغي کړي.

رښتيا،  د رمي ځانگړتيا په يو شان عمل کولو او په يوه لوری تللوکي دي. که په رمه کي يوچيغي کړي نور بي له دي چي پوه شي،  هغه ولې چيغي کړي ورسره چيغي وهي. همدارنگه که په رمه کي  يومنډه کړي نور بي له دي چي پوه شي، هغه ولې منډي کړي ور سره منډي وهي او کله چي شا ته مخ اړوي هيڅ هم نه وي او دا د انسانانو ځانگړتياوي نه دي.

که ملت جوړول غواړي، برتری غوښتني او قوميت پريږدي

واک پالونکي او ثروت پالونکي کله د قبيلي په نوم، کله د قوم په نوم، کله د مذهب په نوم او کله هم د ژبي او سيمي په نوم له وگړو ډلې او گلې جوړوي او بيا په همدي بنيادونو په وگړو کي وفاداري او پيروي ايجاد کوي تر څو ارادي او فکرونه يي انحصار کاندي او د مسؤليت حس ور نه واخلي. په افغانستان کي تراوسه قبيلوي پيوندونه، قومي او مذهبي تړاونه خورا پياوړي دي.  په دي ټولنه کي په پراخه پيمانه د عقل او سياسي کولو په ځای همدا قومي، مذهبي... وفاداري او پيروي عمل کوي. نه يوازي په اخبارونو کي، نه يوازي په سايتونو کي، بلکي کوڅو او سرکونو ته هم له خپلو ويشونکو او کرکه پيدا کونکو شعارونو سره راوزي او د قومونو تر منځ  بي باوري ته لمن وهي او د وړتيا او کفايت په ځای نومونو، کورنيو،  خيالې اتلانو، شملو او پکولونو پسي ځي.
      هغه څه چي د افغانستان په پارلمان کي تيريږي د يوه بد، تطميع کونکي او غولونکي فرهنگ نموني دي او ددي معني دادی چي تر اوسه شفافیت، صداقت، وړتيا... د سياسي فرهنگ په بنسټونو نه دي بدل شوي. دتشويش خبره داده چي دا وگړي د انتخاباتو په نتيجه کي پارلمان ته راغلي او رايه ورکونکو دا کار د مسؤليت په ځای د احساساتو، عاطفي، غولولو، تطيع کولو... په اساس ترسره کړی.  دا يوه تاريخي تيروتنه  او په لوی لاس خپل برخليک قاچاق کونکو، غولونکو، بدماشانو او ثروت پالونکو ته سپارل دی.
     له يوه سياسي گونده او يا له يوه سياست کونکي ملاتړ دهر چا حق دی اوسياسي گوندونه او سياست کونکي د واک د تر لاسه کولو له پاره د ما او تا  پاملرنه غواړي او دا ځکه چي انتخاب د ما او تا دی.  انتخاب مسؤليت دی او مسؤليت د تسليمي په ځای په خپلواکي کي دی.  له پيرو، خادم اومريد  نه د عقل  او نه هم  د ازاد انتخاب انتظار کيداي شي.  په ايران کي د دا ډول وگړو په هکله شعار دا دی: “ ... تمام اینها مخلص رهبر و مرید رهبر و همه تابع رهبر...”  په طبعي توگه دا ډول وگړي ازاد وگړي نه دي او دوي  د عقل او مسؤليت  په ځای د احساس، عاطفي او غولولو په اساس عمل کوي او دي ډول حالت کي نه د عقل او نه هم د مسؤليت ضرورت شته دی.


په ايران کي د ريس جمهور د انتخاب ضرورت څه دی؟

په  ايران کي د مذهبي ديکتاتوري د واکمني له امله  مسؤليت ورک شوی دی، مسؤليت بي مفهومه شوی ټولنه او د ميليونونو انسانانو ارادي توهين کيږي.  د آيت اله سيدعلي خامنه ای په نوم يوجهالت سالار نه ټولني ته مسؤيت لري او نه خپل مشروعيت له ټولني اخلي. خلک  د “ رهبری معظم” ارادي ته تسليم دي او د هغه د حکمونو پيروي کوي او په دي ډول تسلیمي کي مسؤليت په بشپړه توگه بي معني کيږي.  د ايران په اساسي قانون کي ويل کيږي:

فصل اول اصول کلی: اصل پنجم،  “در زمان غیبت حضرت ولی عصر… در جمهوری اسلامی‌ایران ولایت امر و امامت بر عهده فقیه… است”

فصل پنجم: اصل پنجاه و هفتم، “ قوای حاکم در جمهوری اسلامی‌ایران عبارتند از قوه مقننه، قوه مجریه و قوه قضائیه که زیر نظر ولایت امر و امامت است … اعمال می‌گردند”

رښتيا د يوه سړی په مطلقه واکمني کي د ريس جمهور د انتخاب ضرورت څه دی؟ ريس جمهور ددي له پاره انتخاب کيږي چي واک انتقال شي.  د واک په جوړښت کي بدلونونه راشي او خلک ددي له پاره رايه ورکوي چي واک او دواک انتقال مشروعيت پيدا کړي. په ايران کي نه د واک د انتقال مسله مطرح دی چي نوی ريس جمهور انتخاب شي او نه هم واک ته د مشروعيت ورکولو مسله چي خلک رايه ورکړي. دا دواړه مسلي له پخوا حل شوې دی. ٧٣ کلن ديکتاتور خامنه اي نه يوازي د قدرت، بلکي د حاکميت تمثيل کونکی هم دی.

په ایران کي فرمايشي او غولونکي انتخابات هيڅ شی نه بدلوي. هر څه هماغه شان پاتي کيږي چي دي او هر څه به يو شان، په يوه لوری او په تکرار د خامنه ای د سپيرخی په شاوخوا را څرخيږي.  په ايران کي ريس جمهور يوه وسيله او په عمل کي  بايد د فقيي د ولې ښه پيرو او ښه مقلد وي.  دا د مقليدونو تر منځ په تقليد کولو سيالې دی.  “ سعيد جلیلی به قرآن قسم خورد که جان‌ش فدای سید علی باشد”  پارس ديلی نيوز.   کيداي شی همدا “ فدايي” د ايران ريس جمهور شي.

په ايران کي د ريس جمهور انتخاب په عمل کي  د ايرانيانو او د هغوي د شعور توهين دی.  دلته انسان ته د انسان په سترگه نه کتل کيږي اونه په دا ډول واکمني کي انسانان د انسانانو په شان ژوند کولاي شي. همدلته دی چي له انسانانو سره د پسونو په شان چلند کيږي،  په يوه لوري يي لارښوونه کيږي، ټول په يوه دروازه ننوزي او په شپون برسيره سپي هم له دي چاري سره مرسته کوي.  په ايران کي که هرڅومره خلک رايه ورکړي. دا او هغه انتخاب کړي ترهغو مشروعيت نه لري چي خامنه ای تائيد کړی نه وي. ددي ديکتاتور وس او فکر له بشره مافوق بلل کيږي.

“ من دارم دستور می‌دهم، هیچ حرفی نمی‌زنم،  مگر آنکه آن موضع و دستور باشد.” سيد علی خامنه ای.
 

 

موږ” او “ دوي”- اتلسمه برخه