رسیدن:  02.05.2013 ؛ نشر :  02.05.2013

دستگير روشنيالی

 

موږ” او “ دوي”

اتلسمه برخه

نه سياست دريږي او نه فکرونه چوکات کيږي

د افغان تر ټولو بد دوښمن افغان دی
 


 “ هيچ چيز نمی شود، بی غم باشيد” حامد کرزی.

“ به‌ باور من بعد از سال 2014 وضعیت افغانستان یا 10 درصد بهتر خواهد شد و یا 10 درصد بدتر” داوود مراديان؛  رییس انستیتوت مطالعات ستراتژیک افغانستان

د افغانستان د راتلونکي په هکله په ځانگړي توگه هم د هيلو او اميدونو او هم د تشويشونو او ناهيلو په هکله ليکني، وړاندوينې، تحليلونه ... کيږي او يو شمير 2014 کال د “ عطف نقطه” بولې او د دي معني دا دي چي په همدی کال کي به لوی بدلونونه واقع کيږي.  گلادويل مالکم د عطف د نقطي په هکله وايي: “ د عطف نقطه هغه وخت را رسيږي چي د بدلون له پاره حرکت قطعي شوی وي”   د بهرنيو هيوادونو د لښکرو وتل راتلونکی کال د عطف په نقطه نه بدلوي. خو په انتخاباتو کي غلا او درغلي کولاي شي دا ډډول او دی ورته حالت ايجاد کړي.

يوه خوا وايي:  هيڅ نه کيږي موجود سيستم د شگو څلی نه دی چي په اوله ټيله تويې او ړنگ شي او د موجود حالت الترناتيف هماغه انارشي او هرج ومرج نه دي چي مجاهدينو په افغانستان واکمن کړی وو. د بهرنيانو په وتلو په افغانستان کي د قومونه او تنظيمونو تر منځ جگړه نه پيل کيږي او طالبان دومره ځواک نه لري چي بيا واکمن شي. دا سمه خبره ده چي د بهرنيو ځواکونو له وتلو سره سم نه د “ عطف نقطه” را رسيږي او نه  په افغانستان د اسماني کاڼو باران اوري چي هرڅه له خاورو سره خاوري کړي او نه يوه زلزله کيږي چي د لسگونو زرو افغانانو ژوند واخلي. د خطرونو تر څنگ فرصتونه هم شته.

بله خوا وايي: حالات د بديدو په لورروان دي. دولت کمزوری دی او په ټولنه کي يي خپل باور له لاسه ورکړی او دولت د کمزوري تر څنگ په فساد کي ډوب دی. طالبان نه دي مات شوي. د طالبانو حملي زياتي شوي دي.  د ملکيانو تلفات د تير کال په پرتله په سلو کي ديرش فيصده زياتوالی ښيي. او په ټولنه کي ډير خواخوږي لري. له هيواد د سرمايي فرار ډير شوي او بيکاري په زياتيدو دی. موجودي لاسته راوړنې به د سترگو په رپ کي له منځه وړل کيداي شي.  د دوي په خبرو کي هم منطق او هم واقعيت شته دی او ددي معني دا نه دی چي واکمن، سياسي ډلې او  ټولنه  په يوه خوا ډډه ولگوي، گواښونو او خطرونو ته شا وروگرزوي او فکر وکړي چي هر څه سم دي.

ساده کول


سره ددی چي جگړه ادامه لري او دولت د سولې په لور يو ښکاره  گام هم وړاندي نه دی تللی د  “ هيچ چيز نمی شود، بی غم باشيد” ويل  د ستونزو ساده کول دي. نورمحمد تره کي هم په خپل وخت په بي ساري توگه ستونزي ساده کولې. هغه ويل:  “ رښتيا درته وايم دا تکليف هم تاسو ته نه پريږدو او موږ به يوه داسي ټولنه تاسو ته در تسليم کړو او رسيد به يي در څخه واخلو چي واقعآ يي تاسو اوس تصور نشي کولاي، خو زه يي تصور کوم، گوند يي تصور کوي چي د همدغسي ټولنې جوړونکي يو او تاسو ته يي در وسپارو”

افغانستان د “ ... بی غم باشيد”  په حالت کي نه دی. دلته  دلاسته راوړونو سره سره يو نامعلوم او د ډار حالت هم واکمن دی.  بي له شکه په افغانستان کي سختي او حساسي ورځي راتلونکي دي او دواړه خطرونه او گواښونه په کمين کي دي او نه بايد دا سختي،  دا حساسيت او موجود خطرونه او گواښونه له ټولني پټ وساتل شي. 

خطرونه او گواښونه:


١ـــ پاکستان،  دا د افغانستان په وړاندي دواړه بالفعل او بالقوه خطر دی.
٢ ــ د جگړي ادامه.
٣ ـــ د مطلق واک غوښتنه ، دا ډول غوښتنه هميشه او د دنيا په هره برخه کي د جگړي منبع دی.
۴ ـــ د مذهبي بنيادگرایی وده او افغاني بي تفاوته ذهنيت.
٥ ــ د ملي جوړښت کمزوري،  په ټولنه کي د جوړښتونو ناهم اهنگي او د يوه هم اهنگ کونکي سيستم نشتوالی.

دا هغه خطرونه او گواښونه دي چي په کلکه يي د افغانستان د راتلونکي په هکله پوښتني را پورته کړي دي.  د جگړي د اوږدوالی په نتيجه کي د خطرونو پايلي هم په خطر بدلې شوې دي، کوم چي جگړي ته قوت او ځواک ورکوي.  په دي برسيره نور بالقوه خطرونه هم شته چي تر اوسه په واقعيت نه دي بدل شوي او  که په پورتنيو خطرونو څه او ناڅه غلبه و نه شي، کيداي شی دا خطرونه هم په واقعيتونو بدل شي.،کورنۍ جگړه  او د افغانستان تجزيه...  په خطرونو کي اصلي کړۍ د پاکستان خطر دی او په پورتنيو خطرونو غلبه د پاکستان په خطرغلبه دی او دا د دولت دنده دي چي تر هر څه د مخه د ريسکونو د منلو او د سياسي ميړانې په درلودلو سره له پاکستان سره اختلافونه حل کاندي.

د خطرونو او گواښونو په پيږندنه کي يو بعدي يا يو اړخيز چلند هميشه يوه ناورين راوړونکي تيروتنه ده.  ټولنيزي او سياسي ستونزي د خوا په ځای خواوي او د لامل په ځای لاملونه لري او يو په بل ددي خواو او لاملونو تاثير ستونزي نورې هم پيچيلي کوي.  همدا شان کله چي لاملونو د پايلو او پايلي د لاملونو په شکل عمل کوي د څيړينې او پيږندني چاره نوره هم مشکله کيږي. په لاملونو او پايلو برسيره په  سياسي او ټولنيزو ستونزو کي غوښتني، نيتونه،  گټي، خطاگاني او د نورو لاس وهني هم رول لري.

نن افغان ټولنه  د ډير سخت ليږد “ گذار” په حالت کي دي، هر څه،  سياست، اقتصاد، فرهنگ، چلندونه، فکرونه... د ليږد په حالت کي دي او د ضرورتونو تر څنگ تصادفونه هم عمل کوي او په دا ډول يوه مرحله کي د هيڅ نه کيدلو خبره يوه خالصه غولونه ده.  همدارنگه افغان ټولنه دومره ثبات نلري چي سيميزي پيښي يي متاثير نه کړي. په سيمه کي دواړه مذهبي افراط او د هيوادونو د تجزيي کولو هڅو زور اخستي دی او  شعيه د سني او سني د شعيه قتل واجب گرزولی. همدا اوس اوس عراق د يو پراخي مذهبي جگړي په لور روان دی، چيري چي سني شعيه او شعيه  سني وژني او ددی جگړي پايلي به د عراق ويشل وي.

“ در حالی که خشونت‌های مرگبار در عراق هر لحظه شدت بیشتری می یابد ، ناظران سیاسی از بر هم خوردن امنیت کشور و آغاز یک جنگ مذهبی تمام عیار در عراق اظهار نگرانی می کنند” . رادیو فرانسه

“ اوظاع فعلی کشور عمیق‌ترین بحران و مخاطره‌آمیزترین وضعیت کشور، از سال ١٩٢١ یعنی سال برپائی این کشور است. وی پیش بینی کرد که جنگ مذهبی به تقسیم عراق خواهد انجامید.”  موفق آل روبی- مشاور سابق امنیت ملی عراق

په ځانگړي توگه په پاکستان کي پيښي په افغانستان پياوړی او مستقيم تاثير لري.  په دي هيواد کي په قومي او مذهبي بنيادونو ويشونکي عنصرونه برلاسی کيږي او مذهبي بنيادگراي وده کوي او همدا گړۍ هڅه دادی چي په پاکستان کي ښي لاسي گوندونه واک ترلاسه کړي او د طالبانو خواخوږي حکومت جوړ شی او دا به بي له شکه  د افغانستان ستونزه نوره اوږده او نوره پيچيلې کړي او هغوي چي نن په پشاور،  کراچي... کي وژل کوي، سبا به کابل، جلال اباد، مزار، هرات ...ته د وژلو له پاره استول کيږي. په دي ډول يوه حالت کي ښه کيدل او بدل کيدل په  لس فيصده سنجول او يا دي پوښتنو ته،  افغانستان په کوم لوری  ، د ثبات، د دموکراسي، د ديکتاتوري، د کورنۍ جگړي او د تجزيي وده کوي، قطعي ځواب ورکول د ما په نظرکه ناممکين نه وي ډيرمشکل کار دی. له بده مرغه په افغانستان د د ډيرو بدو څه د پيښيدو امکان شته دی او کله کله به ورځي د شپو په شان توري وي.

جگړه هغه شان نه ختم کيږی چي پيل کيږي

د جگړي د پيل سناريوهميشه اسانه جوړيږي، خو ستونزه د جگړي د ختم سناريو ده   د عراق جگړه هغه شان ختمه نشوه چي تمه يي کيدله.  خميني جگړه د “ برکت الهي” په نوم پيل او د زهرو د جام په څښلو سره يي ختم کړه. ادلوف هيتلر په دنيا د باداري کولو په نيت  په جگړه شو، .خو ختم  د هغه ځان وژل وو. روسانو په افغانستان د سوسياليزم د جوړولو او په پشاړلسم جمهوريت د افغانستان د بدلولو په مقصد يرغل وکړ، خو ختم يي په خپله د شوروی ړنگيدل هم وو. په افغانستان کي د غرب جگړه ددي له پاره پيل شوه چي القاعده او طالبان مات شي، يو پياوړی دولت جوړ شي او يو دموکراتيک سيستم واکمن شی، خو په عمل کي نه القاعده او نه  هم طالبان مات شول، نه پياوړی دولت جوړ شو او نه دموکراسي واکمنه شوه.

اوس پوښتنه داده، “ څه ډول”  او “ کله”  به جگړه ختم شي. هيڅ څوک نه پوهيږي چي دا جگړه به کله او څه ډول ختم کيږي. ر ښتيا هم دي دو ساده کليمو “ کله”  او “ څه ډول”  ته ځواب نشته دی. د افغانستان جگړه  د نړۍ يوه پيچيلې او سخت جگړه ده.

ايا دا جگړه به هغه شان ختم شي چي کرزی يي غواړي، ايا دا جگړه به هغه شان ختمه شي چي امريکا يي غواړي، ايا دا جگړه به هغه شان ختم شي چي طالبان يي غواړي،  ايا دا جگړه هغه شان ختم شي چي پاکستان يي غواړي او يا به هم د کورنۍ جگړي په شکل کي ادامه پيدا کړي؟  دي پوښتنو ته ځواب ورکول اسانه کار نه دی، خو دا جگړه هغه شان چي کرزی او امريکا يي غواړي نه ختم کيږي او هغه شان هم نه ختم کيږي چي طالبان او پاکستان يي غواړي. يوې خوا هم او په ځاگړي توگه پاکستان په دي جگړه کي خپل هدفونه ترلاسه کړي نه دي اوددي معني به دادی چي جگړه به ادامه لري او يا ممکين په راتلونکو کلنو کي دجنگي لورو تر منځ  د تعادل حالت را منځ ته شي او د جگړي لوري ونشي کولاي يو په بل برتری ترلاسه کړي او څومره چي د دا ډول تعادل وخت اوږديږي په هماغه اندازه د دريم  “ کورنی او يا بهرنی” ځواک د منځ ته راتگ امکانات به هم ډيريږي. د افغانستان د وروستيو لسيزو تجربه همدا وايي.

تر ټولو لوی خطر، د بشپړ واک تر لاسه کول دی

د سياسی نظام په الترناتيف د يوي سياسي او پوځي ډلې  بدلول د بشپړ واک د تر لاسه کولو هڅه دی او د بپشړ واک غوښتنه هميشه د سولې په ځای د جگړي غوښتنه ده اوهيڅکله دا ډول هڅي د سولې او مصالحي له لاري نه تر لاسه کيږي او د بشپړ واک غوښتونکي نه مصالحه کوي او نه په مصالحه باور لري. “ ...و از آنها “ امريکایها”  می خواهیم تا این کشور را به کسانی واگذار نمایند که صاحبان اصلی آن هستند.” ا ز اعلاميه طالبان. له اريايي ويب پاڼي.  د لته ما ته د حفيظه اله امين خبري را په ياد شوي. هغه وايي: “ هنگاميکه مالکان و صاحبان سر زمين تغيير می کنند تمام زندگی جامعه رو به تغيير می رود... “
پرون د ثور له ناورينه وروسته همداسي وشول. سياسي نظام په انقلابي دود ړنگ شو او يوگوند په سياسي نظام بدل شو او يا د يوه گوند بشپړه واکمني جوړه شوه.  “ حزب دموکراتيک خلق افغانستان نيروي رهبری کننده و سوق دهنده جامعه و دولت...” 

په ايران کي د يوه سړی واکمني

“ په ايران کي د امام په ځای دجال ظهور کړی.”

ايران د جمهوري رياست د انتخاباتو په درشل کي دی او يوازي هغه څوک ځان کانديد کولاي شي چي

“ رهبری معظم” خامنه ای ورته اجازه ورکړی.  "نمی‌گذارند وارد صحنه انتخابات شوم” محمد خاتمی

“  رهبری به من اعتماد ندارد، نامزدی من به صلاح نیست'” 'هاشمی رفسنجانی.

دا په ايران کي د يوه سړی د واکمني په معنی دی او انتخابات يوازي يوغولونکی نمايش او د “ رمي”  په سر د ليوانو سيالې دی. د ايران راتلونکی ريس جمهور د خلکو د باور په ځای د “ رهبری معظم”  باور ته ضرورت لري او دا په ايران کي د اسلامي انقلاب پايلي دي.  دلته مذهبي ديکتاتوري له هماغه اولې ورځي تر اوسه د زور او د مخاليفينود وژلو په وسيلو ساتل کيږي او خامنه ای خپل بشپړ واک ته د دين پوسيلي سره قانونيت ورکوي. دا ديکتاتور نه د ټولني د ارادي پروا ساتي او نه ځان د ټولني په وړاندي مسؤل گڼي  دبشپړ واک معني دادی چي دواړه حاکميت او قدرت د يوه سړي په وجود کي تمثيل کيږي.

په افغانستان کي د طالبانو ستونزه د کرزی په ځای له سياسي نظام سره دی او همدا دليل دي چي طالبان کرزی او د هغه اداری ته اهميت نه ورکوي.  طالبان غواړي موجود سياسي نظام ړنگ او په ځای يي د طالبانو واکمني په سياسي نظام بدله کړي، چيري چي به د شمالې کوريا او ايران په شان د سياسي ازاديو، سياسي گوندونو او سياسي پلوراليزم له پاره ځاي نه وي. په سياسي نظام د يوی ډلې د بدلولو تگ لاره هميشه دجگړي او د نورو د نفي کولو تگلاره دی او مذهبي بنيادگرايي د بشپړ واک د غوښتني تر څنگ په پراخه توگه په دواړو عمل او نظرکي غواړي د فکرونو زندان جوړ کړي، چيري چي به د انسانانو علمي او هنري استعدادونه وده نه کوي او وده او پرمختگ به نه وي.

کله چي ځانگړي گټي د سياست په انگيزه بدليږي

له بده مرغه په افغانستان کي د ټولو ستونزو، خطرونو او گواښونو سره سره د سياست محرکه قوه  د ځانگړو وگړو، ځانگړو کورنيو او ځانگړو قبيلو او قومونو گټي او غوښتني دي. همدارنگه دلته د ځان، کورنۍ، قبيلي، قوم... گټي د سياسي عمل انگيزه دي.  په دي برسيره هڅه کيږي سياست د ښي لاسو مذهبي گوندونو او تنظيمونو په مالکيت بدل شي.

د افغانستان سياسي څيره مشخصه او روښانه نه دی. دواړه سياست او سياست کونکي د خپلواکي د نه درلودلو له ستونزي سره مخامخ دي.  له سياست سره د سياست په څير چلند نه کيږي. په سياسي ژوند او سياسي پريکړو کي په کورنيو فکتورونو برسيره پياوړی بهرني فکتورونه هم عمل کوي. سره ددي چي نه سياست دريږي او نه هم فکرونه چوکات کيږي، په افغاني سياسي فرهنگ کي له يوې خوا له سياست سره د يوه بي حرکته شی په توگه چلند کيږي،  سیاست د چوکات شويو فکرونو پوسيله سنجول کيږي او له بلي خوا همدا سياسي فرهنگ  په ژوره  توگه د دروغو، غولولو، رياکاريو،  گواښونو، پيسو... تطميع کولو، چاپلوسيو... په اسارت کي دی. دي حالت په افغانستان کي د يوه پياوړي او هم اهنگ کونکی سيستم چاره له لويو ستونزو سره مخامخ کړي ده.

 د يوه هم اهنگ کونکي سيستم نشتوالی

د ټولني لارښوونه د يوه وگړی په ځای، د کورنيو په ځای او د فرمانونو په ځای د سيستم پوسيله تر سره کيږي.  يو سيستم چي د پرمختگ په لور د ټولني حرکت تضمين کاندي. يو سيستم چي د ټولنيزو او سياسي بدلونونو د عملي کولو او د اوسنيو چټکو بدلونونو سره د ځان عيار کولو استعداد او وړتيا ولري.  يوسيستم چي د نن او سبا پوښتنو ته ځواب ووايي او د وژونکو او ړنگونکو هلو ځلو مخنیوی وکړي.

يو سيستم چی په هغه کي د جوړښتونو او ارزښتونو هم اهنگي موجوده وي، کوم چي په ټولنه کي هم اهنگ کونکی رول لوبوي.  ټولنه د يو شان فکرونو، يو شان غوښتنو، يو شان گټو او يو شان کرکترونو ځای نه دی او دا حالت يوه هم اهنگ کونکي سيستم ته ضرورت لري چي د خواو تر منځ اړيکي او تعادل وساتي. 

نه يوازي افغانستان، بلکي سيمه د دا ډول سيستم له نشتوالی سره مخامخ دی او دلته سيستمونو د  نا هم اهنگو جوړښتونو او ارزښتونو مجموعه دی چي د ټولني د لارښووني وړتيا نه لري. همدا علت دی چي سيمه له ژور بحرانونو سره مخامخ  او په يوويشتمه پيړۍ کي د منځنيو پيړيو په شان د ديکتاتوريو د ايجاد او د هيوادونو د تجزيي امکانات او خطرونه  يي را منځ ته کړي دي.

دا هم د سيستم کمزوري دی چي د ټولني برخليک له يوه سړي او يا له  يوه گروپ سره غوټه کيږي. که دا سړی نه وي افغانستان اوبه یوسي. که دا شخصيت نه وي افغانستان به اور واخلې او که دا رهبر نه وي افغانستان به د ځمکي په سياسي نقشه کي ورک شي... په عمل کي دا د رهبرانو ځان پالنې، واک پالنې، ثروت پالنې،  دگم پالنې او بيگانه پالنې وي او دي چي افغانستان هم په اوبو وړي، هم ورباندي اور بلوي او هم يي د ځمکي له سياسي نقشي لري کوي. دا هم د سيستم کمزوري دی چي زور سالاران  د هر څه کولو امکانات ولري.

قرباني شته، دراکولا نشته

هغه څه چي په افغان ټولنه کي حقيقت نه دي، سوله، عدالت، هوساينه،  د قانون واکمني، رښتيا، صداقت، او مسؤليت دي او هغه څه چي په افغان ټولنه کي حقيقت دي دروغ، غولول، فساد، ظلم، بي عدالتي،  ترور او جگړه  دي او دا هر يو په خپل وار د ټولني راتلونکي ته گواښ دی.

دراکولا Vampire په افسانو کي هغه څوک دی چي د شپي له خپله گوره را پورته کيږي تورې جامي اغوندي او د ځان مړولو له پاره د انسانانو ښکارکوي.  دراکولا په خپلو لويو غاښونو د خپل قرباني له غاړي ويني څښي. همدارنگه په دي افسانو کي ويل کيږي چي دراکولا انسانان په غلامي نيسي او د هغوي د وينو په څښلو سره ژوند کوي. د دراکولا قربانيان معلوم وو، خو دراکولا به ورک وو او چا نه ليد.  هغه به کله په خپل گور ننوت، کله به ور نه ليوو جوړ شو او کله به د ښو جامو په اغستلو او د خپلي څيري په جوړولو د يوه مهربانه انسان په څيره کي را څرگند شو...

په افغانستان کي عملآ د بي احساسه، حريصو او ځان پالونکو دراکولاگانو واکمني ‍ده. دلته  د ظلم او ظالم،  د فساد او فاسد، د جنايت او جنايت کونکي، د غلا او غله ... تر منځ رابطي ورکي شوي دي.  دلته ظلم شته،  مظلوم هم شته، خو ظالم نشته.  هر څوک وایی دلته ظلم  دی، خوهيڅوک ظالم ته گوته نه نيسي. استبداد هم شته دی، خو هيڅوک نه وایی، مستبد څوک دی. فساد هم شته دی، خو فاسد ورک دی، دلته او هلته په لسگونو مړي پراته دي، خو وژونکي نشته...  دا څه ډول چلند او څه ډول ذهنيت دي چي په ټولنه واکمن شوی او دا حالت څه ډول تعريف کيداي شي؟ دي ډول ذهنيت د پيږندني او قضاوت کولو ستونزه را منځ ته کړې او وگړي د علت په ځای په پايلو پسي ځي..

ايا دا هماغه د درا کولا او د هغه د قربانيانو ترمنځ رابطه دی، ايا پورتني ناخوالې د برخليک په توگه منل شوي دي. “ همداسي دي”  “ همداسي به وي” “ دا دما ستونزه نه ده”  ايا پورتني ناخوالې په عادت بدلې شوې دې، رښتيا هم هرهغه څه چي هره ورځ تکرار کيږي په طبعي توگه په عادت بدليږي او د فرهنگ يوه برخه کيږي.

په حقيقت کي نه ظالم له موره ظالم پيدا کيږي او نه فاسد له موره فاسد...  دا بلاوي د مور د لمن او دمور د غيږي په ځای د فرهنگ په لمن او غيږ کي روزل کيږي او دا فرهنگ دی چي يو په بل پسي دا ډول بلاوي توليد وي او ورته وده ورکوي.  دا د سړی د ظلم په ځای د فرهنگ ظلم دی او پوښتنه دادي،  که دا بلاوي د موږ د فرهنگ برخي نه وي او که دا د موږ په عادت بدل شوي حقيقتونه نه وي،  ولې موږ دي بلاو ته تن ورکوو؟ ، ولې موږ ددي بلاو په وړاندي بي تفاوته پاتي کيږو اوولې موږ ددی بلاو په وړاندي اعتراض او اقدام نه کوي؟ 

 يوه نا انډوله او ويشلې ټولنه

افغان ټولنه د سيستم په کمزوري برسيره په زياته اندازه د متضادو او ناانډولو واقعيتونو،  قومي، مذهبي، اجتماعي، فرهنگي، سياسي،...مجموعه ده او هغه ارزښتونه چي د گډوهدفونو په لورد ټولني لارښوونه وکړي په کلکه کمزوري دي. ملت نه دی جوړ شوی او افغانستان تر اوسه يو ملت نه دی. د ملت نشتوالی د يوه پياوړی دولت د نشتوالی او د دموکراسي د ماتي په معني هم دی. د قومونو تر منځ د ډيرومهمو مسلو په هکله پوهاوی نشته دی او يو بل ته د شک په سترگه گوري. دا هم د ملت د نشتوالی په معني دی چي د هيواد په داخل کي يو بل ته د دوښمن په سترگه کتل کيږي.  د ملت د جوړښت په صورت کي دوښمن د هيواد په داخل کي نه وي. همدا شان هغه تفکر او اندښنه چي په قوم پالنه غلبه اوله ملت جوړولو سره مرسته وکړي کمزوري، تبليغاتي او رسمي بڼه لري. قوم پالنو او د قوميت سیاسي کولو هم د يوه پياوړی ملي دولت د جوړولو او هم  د ملت جوړولومخه نيولې.

لسيزي تيري شوي چي افغان سياست کونکي، تحليل کونکي او واکمن د “ ملي اجند” “ ملي اجماع” “ ملي وحدت” “ ملي تفاهم ”  “ ملي توافق”  “ ملي برنامه” “ ملي مصالحي”  ... خبري کوي او په دي هکله طرحی وړاندي کوي او تگلاري جوړوي. خو په عمل کي دا يو نشته او يو يي نه عملي کيږي. ستونزه چيري ده؟

د افغانستان په شان په يوه هيواد نه ملت له کوزه جوړيږي او نه افغانستان يو فرهنگي ملت دی. فرهنگي ملتونه مړه شوي دي او يا هم د مرگ په حالت کي دي. په افغانستان کي د ملت جوړولو په کار کي تاريخ او په ځانگړي توگه سياست جوړونکي رول لري او د “ ازادي” او “ برابري” د پرنسيپونو په مراعات کولو او قومي برتري غوښتنو ته په شا ورگرزولو سره يو پياوړي دولت کولاي شی په افغانستان کي د ملت جوړولوله کار سره  ټاکونکي مرسته وکړي.   

انساني اصالت په فرديت کي دی

همدا شان په افغانستان کي سياسي، ټولنيز او حقوقي جوړښتونه لاس په لاس په هم اهنگي کي عمل نه کوي. د سياسي او حقوقي جوړښتونو تر منځ ناانډولې له يوې خوا په ټولنه کي د قانون دواکمني ستونزه را منځ ته کړي دی اوله بلي خوا د فرد او ټولني تر منځ اړيکي د اوليه ټولني په دود تنظيم کيږي. د حقوقي جوړښت بنياد د فرد د حقونو او ازاديو درناوي او ساتنه دي او سره ددي چي نن په ټوله نړۍ کي سياسي او ټولنيزي تگ لاري د “ فرد” په شاوخوا را گرزي او د هري ورځي په تيريدو فردي شخصيت هم د حقونو او هم د مسؤليتونو په برخو کي اهميت پيدا کوي، د ازادي او پرمختگ په لور حرکت په ټولنه کي د هر ځانگړی وگړی د شخصيت جوړولو او  شخصيت پالني ضرورت را منځ ته کړی دی، خو په افغان ټولنه کي فردي اصالت د قبيلي په دود بي اهميته شميرل کيږي او د فردي اصالت نشتوالی دی چي تگلاري او سياستونه د جمعي اصالتونو او له دي جملي د مذهب او د قوم پالني په اساس تنظيم کيږي.  

انساني اصالت په فردي اصالت کي پلی کيږي او نسان په فرديت کي ځان څرگندوي. په ټولنه کي د فردي اصالت نشتوالی د انساني اصالت د نشتوالی په معنی دی.

افغانستان او د پيښو د سويچ کولو تيوري

موږ نه بايد د ټولنيزو او سياسی پيښو جوړښت، وده او پيښيدل، ددي او هغه بهرنی ځواک پوسيله د سويچ کولوسطحي ته راټيټ کړو او يا ور باندي باور وکړو چي دا د “ د توطيي نظريه” دي چي پیښو ته لوری ورکوي. سره ددي چي د “ توطيي نظريه “ شته.  خو هر څه په دي پوري تړل د پيښو ساده کول دي.  داسي ځواکونه او دا ډول سويچونه نشته دي چي پيښو ته قومانده ورکړي، د اوربل او اورمړ امر ورکړي همدارنگه پيښو ته کين گيرس، ښی گيرس او شاگيرس  وووايي.  سره ددي چي بهرني ځواکونه په نورو هيوادونو او له دي جملې په افغانستان کي لاسوهني کوي، اغتشاشونه، بلواگاني، جگړي، کودتاگاني... لمسوي، خو د پيښو سويچ د هيچ ځواک په لاس کي نه دی او نه پيښو ته د فلم په شان سناريو جوړيږي. روسانو په افغانستان کي لويه غميزه ايجاد کړه، خو هغه څه يي ترلاس نه کړل چي غوښتنه يي درلوده او غرب هم هغه لاس ته راوړنې نه لری چي تمه يي کوله. افغانستان په اسلامي دنيا کي په وار سره نه د سوسياليزم او نه هم د دموکراسي په مودل شو. ناتو افغانستان له خپلو ليبرال انديښو سره راغی، خو  دلته د ډبري په شان له کلک کنسرواتيزم سره مخامخ شو

د پيښو د رامنځ کيدو او د هغوي د ودي په کار کي اصلي لامل د ټولني په سياسي، ټولنيزو او فرهنگي جوړښتونو کي پروت دی او بهرني دسيسي د کورنيو ځواکونو او ډلو په مرسته عمل کوي.  که په يوه هيواد کي اشوبگر نه وي، بهرنيان څه ډول کولاي شی په دي هيواد کي اشوب را منځ ته کړي. که په يوه کي کودتاچيان نه وي، بهرنيان څه ډول کولاي شی په دي هيواد کي کودتا وکړي. که په يوه هيواد کي انقلابيون نه وي ، بهرنيان څه ډول کولاي شی انقلاب را منځ ته کړي. که د پاکستان د لاسوهنو له پاره په خپله افغانان د هغه په لښکر بدل نشي، پاکستان څه ډول کولاي شي جگړي ته ادامه ورکړي.

دا حقيقت دی چي بهرنيان هڅه کوي په يوه هيواد خپلې ارادی او خپل مودلونه تحميل کاندي او د سويچ کولو چلند هم  په  “ بايد شي” او “ بايد و نشي” تکيه کوي دريمه لاره نه لري. د افغانستان تجربه ښيي، هغوي چي د افغانستان حالت د پټو شبکو CIA, ISI, او پرونۍ  KGB  په اساس تحليل کول او بيا يي خپل پلانونه د همدي تحليلونو په بنياد عملي کول او يا يي عملي کوي هميشه اشتباه وه او اوس هم اشتباه ده.

همدا رنگه د افغانستان تجربه ښيي چي د “ توطيي تيوري” په ټولنه کي مشخص گروپونه او ډلې نښاني کوي  ديني، قومي او لساني احساساتو ته لمن وهي. روسانو په مشخصه ډله یا ډلو تکيه وکړه او خپل لاسوهنو ته يي په يوه ايديولوژي توجيه ورکوله او نن پاکستان چي د شوروی په پلونو روان دی خپلي لاس وهني په دين توجيه کوي. خو په دواړو حالاتو کي د ناخوالو اصلي مسؤليت په خپله د افغانانو په اوږو پروت دی.

د افغان تر ټولو بد دوښمن افغان دی.