مورخ 22.02.2013 مطابق به 04.12.1391

د ترهګرۍ او فرقه ایزو شخړو په وړاندې د ګډ دریځ جوړولو بلنه

د کویټې په هزاره ټاون کې د وروستۍ ترهګریزې حملې په ترڅ کې په لسګونو انسانان، ماشومان ، ځوانان او ښځې چې په خپلو ورځنیو سوله ایزو کارونو بوخت وو، ووژل شول. دا ترهګریزه کړنه د سیمې د اوسیدونکو په وړاندې د یوې بلې انساني ضد توطیې ښکارندویي کوي.

ښکاره ده چې زموږ په سیمه کې د ټولو ورته پیښو تر شا د استخباراتي سازمانونو او پتو شبکو لاسونه دي. تجربو ښودلې چې آی ایس آی له سخت دریځۍ او ترهګرۍ نه ، نه یوازې د افغانستان او هند پر ضد بلکه د دیورند کرښې بله غاړه د پښتنو، بلوڅو او هزاره وو پر ضد هم  په پر له پسی توګه کار اخلي.

په داسې شرایطو کې چې سخت دریځي رژیمونه له ټولو وسایلو نه په ګټې اخیستو د «زرغون هلال» د رهبري کوونکي نقش د ترلاسه کولو په لټه کې دي ، د دې خطرناکې لوبې دوام کولای شي د یوې سترې فاجعې د رامنځته کیدو سبب شي.

زموږ د سیمې د هیوادونو بې ثباتي نوي اړخونه پیدا کوي چې کولای شی د هغو  تمامیت له تهدیدونو سره مخ کړي. ان ځینې داسې نښې نښانې شته چې زموږ د سیمې د هیوادونو د بې ثباتۍ ښکارندویي کوي.

پورتنیو ټکو ته په پام سره موږ د دغو بالفعلو او بالقوې خطرونو په وړاندې د لا پراخې همغږۍ،تفاهم او یو والي پر بنسټ د مبارزې بلنه ورکوو. په دې لاره کې زموږ په نظر په ځانګړي ډول دغه موارد د پام وړ دي:

1- د ولسونو تر منځ د پراخ تبلیغاتي کار له لارې دا پوهاوی رامنځته شي چې هغوی د فرقه ایزو شخړو او ترهګرۍ د ټولو ډولونو پر  تباهی راوړونکی ماهیت او د هر ډول فرقه ایزو او ترهګریزو کړنو پر خطرونو پوه شي.

۲- له ترهګرۍ او فرقه ایزو شخړو سره مخالفت او د ترهګریزو کړنو له قربانیانو سره خواخوږي عامه شي.

۳- د اوسنۍ مخ په خرابیدونکې او نهیلې کوونکې وضعې په وړاندې ، باید د سیمې د هیوادونو او ولسونو تر منځ د سولې، امنیت او ګټورې همکارۍ داسې یو نوی لید رامنځته شي، چې وکولای شي د نویو او متمدنو اصولو په رڼا کې د ټولو هوساینه تامین کړي.

۴- د سیمې د راتلونکې له پاره نوی لید، باید پر داسې اصولو او ارزښتونو ولاړ وي چې د سیاسي او ایدیولوژیک استبداد، او د کسات غوښتنې او تبعیض ټول ډولونه نفې کړي.

۵- د سیمې د راتلونکې له پاره نوی لید، باید د سیمې د هیوادونو تر منځ ، د ستونزو او اختلافاتو د اوارولو له پاره د  وسلی ، زور او تیری له هر ډول وسایلو نه د ګټې اخیستو امکانات نفي کړي.

۶- نړیوالې ټولنې ته باید قناعت ورکړل شي چې د ترهګرۍ او د کسات غوښتونکو فرقه ايزو کړیو د روزنې،تمویل، تجهیز او صادرولو د مرکزونو ، په وړاندې له معاملې لاس واخلي او د هغو پر ضد لازم کړنې په پام کې ونیسي او عملي یې کړي.

لاسلیکوونکي:

 

د آسمایی ویپاڼه

د فردا   ویپاڼه

د کابل ناتهـ   ویپاڼه

د گفتمان دموکراسی ویپاڼه

د ملی مصالحی ویپاڼه

د  هوډ   ویپاڼه

د  نو اندیشان مسلمان

د  وطندار  ویپاڼه

د  رستا خیز ملی وبلاک


پوهاند دکتور مجاور احمد زیار

پوهاند دکتور عنایت الله شهرانی

پوهاند دکتور حسن کاکړ

دکتور اکرم عثمان

استاد آصف آهنگ

کاندید اکادمیسین اعظم سیستانی

داکتر سید حمیدالله روغ 

دستگیر روشنیالی

اکبر کرگر

دکتور اصغرخيل منگل

صدیق رهپو طرزی

رتبیل شامل آهنگ

خالد نویسا

پروین پژواک

خاتول مومند

غرزی لایق

نصیر مهرین

مسعود فارانی

داکتر رسول رحیم

دکتور آصف روشان

سخیداد هاتف

ملک ستیز

عبدالفتاح غفوری

آصف بره کی 

محمد امین فروتن

فواد پامیری آینده

فقیرچند چندیهوک

دستگیر صادقی

یاسین بیدار

صدیق وفا

رویا حکیمی

سید ولی شریفی

مسعود احمدی

پارسا حیدری

منصور عیار

شاه ولی آصفی

نصیر احمد محسنی

فیصل کامل

وصفیه حسین

سبکتگین  غزنوی

هادی فهیم

کبیر امیر

همایون تاچ

سلیم صابری

پرویز نیک آیین

شمس سینا

اسماعیل تیمور

محمد ابراهیم بره کی

نزهت هروی

نصیر تیموری

اسماعیل تیموری

خدیجه فریار

گلنور بهمن

فرید شایان

محمد سرور

دکتور حشمت حسینی

پوهنمل شیما غفوری

عبدالهادی هادی

عباس فراسو

درویش آصف

زینت نور

عبدالملک پرهیز

خوشحال مکمل

اسماعیل سعیدی

یحیی رحمانی

محمد ابراهیم زرغون

شریف فولاد

احسان سلام

اسد حیدری

مسعوده قاضی

ناهید مهرگان

اسماعیل فروغی

میر حسین مهدوی

میر عنایت الله سادات

شکیب سالک

ایشور داس

ذبیح الله امان ضیا

داکتر عبدالسلام جلالی

دکتور حمیدالله مفید

عزیز انیس

علی قویار

هوشنگ رستاقی

زمرک ننگرهاری

سیما سما

ناصر  تیموری

نادر صدیقی

محمد یونس کوهدامنی

مصطفی حنیفی

سید نورالله سنگر

نظیفه وداد

حورا رحیمی

صلالح الدین صلاح

زلمی نصرت

عبدالقادر مسعود

غفار صفا

شاهین غزنوی

هادی ابوی

حسین نصرت

محمد صادق دهقان

محمد امین وکیلی

حسین پویا

عظیم راهی

محمد حسین حسرت

بلقیس بسمل

فاروق فردا

رزاق ویدی

ظاهر اطهری

حسین اندریاس

سهیلا حسرت نظیمی

عبدالله جهانگیر

داد فدایی

حسینه عثمان داوود

غوث جانباز

حسین زاهدی

محمد مهدی

شعاب الدین سرمند

بلوچ لعلزاد

رشاد وسا

ذکریا یوسفزی

کمال اعتمادی

اکرم حیدری جبار خیل

عبدالرحمان رسولی

عبدالستار مکمل

یوسف هیواددوست

رفيع رفيع

حشمت رستگار

 احمد بشير دژم

 احمد راستا

 ظاهر طينت

 گلزار كاوش

 مسعود مهدى

 نادر صديقى

مكى ظهورى جهانيار

 نجيب رفيق

 جلال پيروز

نور منگل

رازق رحى

همايون اكبرى

پشتونمل

عبالله جهانگير

 محمد طاهر كانى

نظيفه وداد

آصف الم

غفغور لیوال

وفا سمندر

هارون یوسفی

میر عبدالواحد سادات

حسین مزاری

حامد نوری

ملالی ژواک

هما یوسفی

سید  روح الله یاسر

عبدالمنان رسولی

مسعود راحل

قیوم بشیر هروی

مجید سکندری

عبدالصمد ازهر

حمید عبیدی

که غواړی ستاسو نوم هم د امضاکوونکو په ډله کی ورزیات شی نو مونږ  سره تماس ونیسی

همغاړه کوونکی : حمید عبیدی

ایمیل :

afghanasamai@aol.com 

تيلیفونونه:

 

Tel.: 0049 2161 460153

 

Mobil : 0049 1789149440

 

Voicerecorder : 0049 2161 460153

فیسبوک
*

دری متن: فراخوان برای ایجاد صف مشترک در برابر فرقه گرایی و تروریزم