دخوشال فرهنګي ټولنې دلارښودې شورا له خوا

داستاد پوهندوى نوراحمد شاكر دخواشينوونكې مړينې له امله
دژورې خواشينۍ پيغام
څوك په رضاله ملكه نه ځي      يا ډيرغريب شي يا ديار له غمه ځينه   

    
په خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه كړ چې دهيواد يو بل نوميالي اود پښتو ژبې استاد او ليكوال
 استا د نور احمد شاكر هم له دغې نړى څخه سترګې پټې كړې داستاد شاكرخواشينوونكې مړينې دادى دكابل پوهنتون پښتوڅانګه اودپښتو بنډار يوځل بيا دغم په ټغر كينول .
اناالله وانا اليه راجعون
پوهندوى نور احمد شاكرخپلې لومړنۍ زده كړې دكندهاراوكابل په ښارونوكې ترسره اوبيايې خپلې ماستري زده كړې په امريكا كې بشپړې كړې دى . دكابل پوهنتون د ژبواو ادبياتو پوهنځي له لومړنيواوبنسټوالو استادانو څخه و، كلونه كلونه يې ددغه پوهنځي دمرستيال ، دپښتوڅانګې د استاد اوددغه څانګې دمشرپه توګه خپله سپيڅلې دنده دخپلو لويو ملګروعلامه استاد حبيبې ، علامه استاد رشاداو فاضل استاد رشتين سره يوځاى  ترسره كړه . استاد شاكريوه موده دايران دمشهد په پوهنتون كې هم دپښتوژبې داستادۍ دنده ترسره كړې ده .اوهم ېې دپوهنتون تردندې دمخه دكا بل په حربې ښوونځي كې هم دپښتوژبې دتدريس چارې سرته رسولې دي .
ښايې ډيرلږ خلك دافغانستان په لوستي پښت كې سړې ومومې چې داستاد شاكرله نامه سره به اشنا نه وي ، هرهغه چا چې دښوونځي په دوره كې پښتو ژبه او ددغې ژبې ادبې فنون (بديع اوبيان ) لوستې وي ، هغه له دغه نامه سره په تمامه مانا اشنا دي ، په دې چې د استاد شاكردغه كتاب لسيزې لسيزې دافغانستان په ښوونځيوكې تدريسې كتاب و . په دغه كتا ب باندې داستاد نوم ( نوراحمد شاكر دادبياتوليسانسه ) نه يوازې زده كوونكي دده له پاره هڅول چې دوى بايد دغه درسي كتاب ولولي بلكې ددې له پاره يې هم هڅول چې دوى هم بايد لوړې زده كړې ترسره كړې اوبايد ليسانسه شي . زما ښه په ياد دي ، چې زه په شپږم ټولګي كې وم . زما اكا (شهيد محمدهاشم خان سرمعلم )  په يوولسم ټولګې كې ود استاد شاكر (بديع اوبيان ) كتاب ېې لوست ، زه دليسانسه په مانا نه پوهيدم ، له خپله تره مې پوښته وكړه ، چې ددې مانا څه ده ؟ ده راته وويل چا چې پوهنتون لوستې وي ، هغه ته ليسانسه وايي ...
له هم هغه وخته داستاد شاكر نوم زما په ذهن كې خپل ځاى نيولى و، ترڅو چې يوه ورځ  زه هم پوهنتون ته راغلم ،دپښتوڅانګې زده كوونكي شوم ، په مهال ويش كې مې په هماعه نامه سترګې ولګيدې چې كلونه مخكې مې داستاد دكتاب په دوتنه لګيدلې وې ... شاكر ... هواستاد شاكر... هماغه آشنا نوم ...هماغه دادبياتوليسانسه ...
استاد شاكر مى استاد شو، اوهم هغه مضمون چې ده كتاب پرې ليكلې و، دهغه تدريس يې راته كاوه ، مهرباني ، موسكا ، اوپه عين حال كې يوسپيڅلى صميميت تل له ده سره ملګري وو. داكه دشاګردۍ په دوره كې وو اوكه كله چې په يوه څانګه كې سره همكاران شوو.
 استاد شاكرديوې مودې له پاره په ژبپوهنه كې هم دپښتوڅانګې ملتيا وكړه، په دغه برخه كې (ژبنۍ څيړنې ) زموږ له پاره دڅيړنو لارښود شوې. استادپه هغو نويوڅيړنوكې چې دافغانستان دژبو اولهجوپه اړه ترسره شوې وې هم برخه واخيسته .
داچې زمانې اودهغې دغميزو څيره ، اړخ اوتګلوري دهرې ورځې په تيريدو سره تياره تياره كيدل ،اوروڼ اندو ته يې دخپل هيواد غيږه سور اوركړې وه اوهرچاغوښتل چې يوڅوورځې دوژنو اوبدمرغيو له ټيل ماټيل څخه ځان په يوه خوا كړي ،استاد شاكرهم په همدغه نيت  د اويايموكالوپه پاى كې لومړى هند ته اوله هغه وروسته كاناډا ته رامهاجرشو، مهاجرت لكه څنګه چې ديوه چا اويوه ملت ، ملااوغرور دواړه ورماتوي ، په همدې شان ېې داستاد شاكر صميمي موسكا اوخوشاله صميمت په درد اورنځ واړول .اوږده موده دناروغۍ په بستركې ولويد . ترڅوچې يې دجنورې په (۱۲) دكاناډا په تورنتوكې له دغې نړې څخه سترګې پټي كړې اوجنازه يې نن دجنوري په (۱۴ ) په غه ښاركې دكورنۍ اواوسيدونكو افغانانو له خوا خاورو ته وسپارل شوه :
داستاد ياد دې تلپاتې اوځاى يې فردوس جنتونه
 


استوونكى اوليكوونكى :  عبدالخالق رشيد