فاروق فردا

ستا له سترگونه څڅيږمه يو خوب يم نا ليدلى

آيينه دخپل ژوندون يم چا په كاڼو يم ويشتلى

 

 د رڼا سېورى دې نشته، ما دې پال په جام كې  وليد

گونگه لمره زموږ دكلي،راته ښكارې اوبو وړى

 

حسن گورم چې قتليږي،لاس مې نه ورته رسيږي

جوړوم دزړه پر سر به له يادونو ورته څلى

 

څوله سترگو پناه كېږې هومره زړه كې مې ځايېږې

له زړه، نه وځي  هغه چې، د زړه سترگو وي  ليدلى

 

دچينې دغاړې گله، نور مې مه پوښته چې څه يم

يو غزل يم جل وهلى، كوم شاعر يمه ويلى

 

د وطن د ښكلا بڼ كې را نه ځاى د دمې ورك شو

دې پردي كليو كوڅو ته بوړبوكو يمه راوړى

 

مسکو= سلواغه