فاروق فردا

 

 

د ژوند هينداره

 

 

دلته هر څه زاړه دي

ونې زړې

              ولې زړې

  كلي زاړه

                      غرونه زاړه

سيند چي يو وخت  دژوند سمبول ښكاريده

اوس دزړې دښتې سينه كې  غزېدلی لكه زوړ ښامار چې

سر يې وي پرې  دڅو  كلو د وچكالو په تبر.

خلكو يو بل ته په زړو زړو مخونو ګوري

لا دلته هيڅوك له زړو او تكراري كتلو ستړي نه دي

ټول يو وبل ته په زړو  سترګو كې

                                                          زړې خنداوې كوي.

دلته هر څه زاړه دي

زموږ دكلي ماشومان

                    دځلميتوب  دفصل

                                                په نيمايي لاره كې

 دبابيلكو په زړو غږونو

                                   د زوړ سپرلي در سيدو

                                                             زړې زړې سندرې واوريدلې.

دلته هر څه زاړه دي

زموږ دكلي دنيمزالو زلفې هم سپيني دي

ته وا چه ټولو پر سرونو پا غوندې ايښي دي

ددې ګلپيغلو پر نلغه تيونو

د نازوونكود لاسونو نښې تتې ښكاري.

دلته هر څه زاړه دي

ډير ډير كلونه وشول

 

چې په ودونو او په وراوو كې چا

د (ببولالې) د څادر پيڅكه هم پورته نكړه

او( ياره لوې شې و نانا ننا

نانا   نا نا)

چا له(( داريا)) سره وانه وروله.

او لا تردې هم ډير كلونه وشول

چې مې دكلي له  حجرو ديرو نه

 د((ملنګ جان)) او د((ايوب)) يا د(( مدد)) يا د(( زاخيل)) او(( اولمير))  او....

د يله زار او يه قربان غږونه پورته نشول.

ډيرې مودې وشولې

چې د ژوندون ګلپيغلو

                  د كوم زلمي د سترګكونو ګلان

                                                                           پر ټټر نه ځړوي

د ژوند هينداره چا په كاڼو ويشتى

ځكه په خلكو كې نور پاتې نه دي

ها دځوانيو دمستيو د سندرو

د حجرو او د ديرو دستارونو دمنګيو دشپو شپو دټنګ ټكور زورونه.

شرنګ دبنګړيو هم زوړ شوی دى دپيغلو پر لاسونو باندې

نور دكلو كلو  زاړه  زاړه ځلميان  له خوبه نه ويښوي.

دلته هر څه زاړه دي

ته وا چې  ټول زموږ ددې كلي كور

زاړه زاړه را زيږيدلي د ازل له موره.

هر څه چې ګورې زوړ دى

ان د چنچڼو الوتنو كې څه نوي نښې نه وينو موږ

چنچڼې  ډلې ډلې

لكه  دتيرې نړيوالې جګړې 

دالوتكو په شان

زموږ دكلي  پر شولګرو پروازونه كوې

خو د دانو او د پخو شولو ستريو كومه نښه دوې ليدلاې نشي.

دلته هر څه  زاړه دي

پركروندو او پر فصلونو باندې

 

 د تباهۍ زاړه بادونه لا په زور چليږي.

دلته هر څه زاړه دي

زړونه زاړه

                    مينې زړې

دكليوالو روغبړونه په زړو پيمانو .

زموږ ما شومان چې هره شپه زاړه خوبونه  وينې

په هر سهار كې د طالب د زوړ سبق  دهيريدو په خاطر

د زړو لښتو لاندې چيغي وهي.

موږ ټول زاړه زاړه يو

زړښت زموږه د ځوانۍ نښه ده

او ځلميتوب مو دزړښت سمبول دى.

پرون دكلي چنار

               چې لكه زوړ مازيګر

                                           دخپلو پښو تر لاندې

د كوم ژور او زوړ ګړنګ د تورتمونو  له هيندارې څخه

دخپل انځور دراوليدلو نندارې ته ناست دى

او دچينې دشنو اوبو په جام كې

                                                     زاړه يادونه شميري

په يوه زړه، ډيره مالګينه موسكا وويل چې:

زړښت د ژوند فصل دى

فصل چې هر څومره زړيږي نو پخيږي او ثمر ته رسي

هيڅكله  مرګ د زړښت پاى مه بولۍ

                                                                  تا سې زړښت نه وژني.

چنار دا هم وويل:

تاسې زاړه زاړه رنځونه وژني.