کره کتونکی : پوهاند دوکتور مجاور احمد  زيار

اکسفورډ ، ٢٠٠٥

 

 

 

هغه رښتينې کيسې چې نورو پرې

سترګې پټې کړې دي

 

 

د نږه هنر وادب ببولالې  لا وخته  خپل ژوند ژمن او ارماني هنر وادب ته بښلی، يا هم ښايي له هماغو لومړيو ورسره ژمنه او ار مان لږو ډېر نغښتي ول ، خو په يوه ډول او کچ نه ، او دا چې نږه ستاينوم ورکړ شوی ، يو پرتليز ( نسبي) جاج رانغاړي. په بله وينا ، هماغه پنځونې چې ژمنه او ارمان پکې دومره جوت او ډاګيز ځلښت نه لري او د اړوندو پنځګرو له خوايې هم پوره ځانخبرې (آګا ها نه) آره نه ده درلودلې، نو په دغه نامه نومول شوې او نومول کېږي . هرګوره، دا څه له پاسه يوه پېړۍ له فرودېزم او بيا نوي فرودېزم سره د اروا شننې څېړنو پلټنو کره کتونکيو ته دا لار هواره کړې ده چې د هرې هنري ادبي پنځونې آره او انګېزه جوته کړي او په دې لړ کې يې د ژمنې او ارمان څرک ولګولای شي .

د هېښتيا او خندا خبره خو دا ده چې له څه مهال راهيسې زموږ ښي جهادي او په ځانګړي ډول پښتانه ويناوال او کره کتونکي د خپل سيال چپي انقلابي قطب هغه پردې ګرموي چې ګوندې يوازې همدغه ډله له ژمنې او ارمان ، په بله وينا، له سياست او ايډيالوجۍ سره کار لري ، بې له دې چې ځانته هم ګوته ونيسي او که بيايې پر سترګو ور ننه باسې، بيا دا سپسته رامخته کوي چې زموږ ژمنه او ارمان د دا بل قطب والو پرخلاف د کوم نظام يا زبر ځواک استاري او پلوي نه کوي، بلکې له خپل ملي اندود(ايډيالوجۍ) نه الهام اخلي، نه د چپيانو يا کمو نېستانو غوندې له مارکسيستي او سويتېسي نظام و زبر ځواکه . نو چې ترې وپوښتې چې ځنګه يې « مليوالی» زبادولای شې، له دغه بل پانګ والي زبرځواک او اړوندې ټلوالې سره تړاو درته هسې بشري او بې موخې مرسته او ملاتړ ښکاري او پر وړاندې يې ناپانګوالي زبرځواک هغه درته نيواک او بلوساک، چې راپرځونه يې په دروغو د کورګډو بنسټپالو (مجاهدينو) او خپلو تش په نامه هماندو «ناسيونالېستانو» د «خپلواک ملي» مقاومت او مبارزې پايله ګڼې .

دا به دلته پر ځای پرېږدو چې پانګوالي نظام زموږ او نورو وروسته پاتې ټولنو د ډېريو وګړو په ګټه دی، که د ناپانګوالي، يا په يوه رښتيني انساني او ټولنيز بدلون او پرمخيون کې د ښي لاسو ونډه ډېره او اغېزمنه ده، که د کيڼلاسو او بيايې د اړوندو هنري او ادبي زېږندوييو نقش و اغېز ،  بلکې سم له لاسه دغلته د کره کتنې پردې ټوليز آر غور په کار دی چې په يوه هنري او ادبي پنځونه کې ژمنه او ارمان په څه ډول نغښتل شوي . ايا هنري يا ښکلاييز اړخ ورسره څومره په پام کې نيول شوی، يا په لنډه او دوده نومونه ، هنري ارمان او ټولنيز ارمان پکې څنګه ځلول شوي او تر دا منځ څومره انډول ټيکاو موندلی دی .

په ځانګړي ډول، خبره د هځاند وژماند ليکوال عبدالوکيل سوله مل شينواري پر دويمه داستاني ټولګه « پنځوس ميليونه» ده چې د همدغه روان زيږدي کا ل په لومړيو کې يې په ښکلي سکښت وکچه له چاپه راکښلې ده . ليکوال هڅه کړې ، د ټولګې څوارلس ګوني داستانونه د تېرې ټولګې د هغو په پرتله زيات د سېمبولېزم په پردو کې را ونه نغاړي او تر ډېره ځايه ورته د ټولنوال ريالېزم سپينه سپېڅلې جامه ورواغوندي، بې له دې چې د دوه ګونو ارمانونو پاموړ انډول له خرخشې سره مخ کړي . دغه بدلون يې کېدای شي، له مهالتېرېدنې او ازمېښت بډاينې او بيا له غه پدل ماتېدنې آره اخېستې وي چې يې د هېواد او هېوادوالو د تېرو او روانو تباهيو اوبد مرغيو د تورو او سپينو پازوالو پر غندنه او بربنډونه لګېدلی وو، په تېره د تورو هغو په اړه چې د اسلام او هېواد د ژغورنې انګروزو يې نړۍ پر سر اخېستې وه او له ټوپکواکۍ، اورووينو اوچور چپاول لا تروسه لاس پر سر شوي نه دي . نو زموږ ژماند او چپي ليکوال يې هم د نورو ډېرو غوندې ځانسانسورونې ته اړ اېستلی او په دې توګه يې سېمبولېزم ته پنا وړې وه.

اوس ورته نوره هم ډاګيزه شوه چې هماغه تش په نامه «مجاهدين» بياهم لا هماغسې د هماغو پانګواکي (اېمپريالېستي) بادارانو تر سيوري لاندې د تېرو ناورينونو له غځونې سره لاس اخېستونکي  نه دي او د ميليونونو جنګ ځپلو برخليک يې لا تر اوسه  د ټوپکواکۍ په ولکه کې ساتلی دی ، دبشري او مدني په تېره تېره د ښځمنو د رښتو ( حقوقو) په لتاړونه ، هغه هم دد يني روايت (توجيه) له لارې....

«دپنځوس ميليونه» داستان اتل يې له زرګونو بېلګو څخه يوه بېلګه ده . خو داچې ليکوال خپله ټولګه د دغه داستان په نامه نومولې، يوه پرتليزه خبره ده، په بله وينا، تر نورو ديارلسو داستانو يې سکالو زيات نويوالی درلود. هسې خو يې په ټوليز ډول د دواړو ټولګو داستانونه د ياد شوي پدل ماتوونکي دي او لکه څنګه چې پاس مو يادونه وکړه ، تر ده له مخه نورو ليکوالو زياتره د هماغه يوه خونړي قطب استازي کړې او يو نيم بې پلوه هم دا زړورتيا يا مېړانه نه ده لرلې .

ليکوال د کره کتنې د ازمېښت له مخې همدغه داستان  د يوې غورې،د چا خبره، توندې بېلګې په توګه تر ټولګې له مخه خپراوي ته سپارلی چې د نورو ليکوالو ياکره کتونکيو په تېره دجهادي هغو ليد وسند ځانته جوت کړي او چې يې وليدل ، له هماغو روږدو اودودو تورو او ټاپو لګونې او يوې نيمې بابيزې ګوتنيونې پرته نور له کوم کلک ايډيالوجيکي ګوزار « تکفير» سره مخامخ نه شو، نو دا ډاډ او باور يې ترلاسه کړ چې څه نا څه له نورو همسکالوو کيسو سره يې په يوه ټولګه کې را ونغاړي او پرې ونوموي يې هم.

لکه څنګه چې ليکوال ورته نغوته کړې، د نورو کيسو په څېر يې نوموړې کيسه ، که سياسي او ارماني هم ده ، زموږ د ټولنې له رښتياوو خړوبېږ ي او آر لوبغاړي هم هغه بېلارې هېوادوال دي چې د اسلام ټيکوالو او پانګواکي ملاتړيو له ١٣٥٤ او بيا ١٣٧٥ لمريز کال راهيسې د «جهاد» تر نامه لاندې د خپل ولس او هېواد پروړاندې پر ورهڼيزو  لوټمارو، وژونکيو او ترهګرو اړولي دي . دايې نو د هماغو لوبوونکيو يو بل نوښت دی چې د نيويارک د برجونو له رانسکورونې او د هېواد له اوسني سيده نيواک وبلوساک سره يې هغه پر درو ډلو وېشلي ( ١) سم مجاهدين او بيا يې هغه سرغندويان او بولندويان (رهبران او قومندانان) چې د طا لبواکۍ په را پرځونه کې يې ورسره مرسته ملاتړ کړی او د کرزي په مشرۍ يې په افغان دولت کې راګډ کړي٬ (٢) ټوپکواک چې په خپلو خپلو سيمو کې شوکې، مرګ و ژوبلې او د ترياکو او ماشومانو قاچاق پر مخ وړي او (٣) ترهګر، لکه طالب پاتشونې او اړوند بهرني بنسټپال ملاتړي يې .

د «پنځوس ميليونه» زيات نوښت بيا په دې کې نغښتې دی چې ليکوال پکې څنګه پرونی مجاهد او نننی ټوپکسالار نوې يا درېيمې «لويې لوبې» ته راګډوي او په ټول داستاني مهارت يې دنړيوال ترهګري سازمان د سروال «بن لادن» پر سر د لوړترينې ټاکلې جايزې د راخپلولو لپاره د يوه مرکزي لوبغاړي يا اتل په توګه روزي .

د ليکوال په خپله خبره، که دغه کيسه د ټولګې د ډېريو هغو په توپير کومه ليدلې اورېدلې پېښه هم نه رااخلي، خو د ډېرو نړيوالو شاهکارونو په څېر يې يو پټتوان (پوټنشيال) ټيکاو لري او له کېدون (امکانه) بهر نه ګڼل کېږي .

په دې کې هم څه اړنګ بړنګ نشته چې د ټولګې دډېريو داستانو غوندې دغه بېلګه هم يو سياسي پيغام لري ، خو دا داسې يو مثبت انساني پيغام دی چې د افغاني او ګردې بشري ټولنې لپاره ورسره د يوې رښتينې ازادۍ او سوکالۍ ژمنه او ارمان غوټه دی .

ښاغلی سوله مل په ټولو کيسو او تر ټولو له مخه په «پنځوس ميليونه» کې د خپلو لوبغاړو دا رواني اړخ هم پوره ځېرلی چې د هر لوی او واړه جنايت په ترسره کولو کې د ګناه ننګېرنه (احساس) کوي ، پر لمانځه درېږي ، بښنه غواړي ، ورته توبه باسي او له دې لارې ورته روايت (توجيه) برابروي، لکه : «هسې خو هم دخدای ګناهګاران يو ، له دې مو زيات خراب کارونه کړي دي ...» ٢ مخ ؛ «بې له دې شيګڼي (شرابو) نجونې نه راضي کېږي ... چې هغه بله (زنا) کوو ، دا يې پرې له پاسه ، خدای دې راته عفوه وکړي ...» ٤ مخ ؛ «د بربنډې ناتاشا ترخوا له ځان سره پر راوړې مساله ودرېده ... لمونځ يې هم په بيړه وکړ او چې څنګه يې سلام وګرځاوه ، يوازې همدومره قدرې دوعا يې وکړه : خدايه ګنهګار ته دې معافي وکړه !» ٧ مخ ؛ «دوی په همدې خبرو کې وو چې د ماښام اذان وشو ... خبرې يې بس او په منډه يې جومات ته ځان ورساوه .» ١١مخ ؛«... اوس مې خدای ته هم غاړه خلاصه شوه ... لويه خدايه ! ته خو پخپله ګواه يې چې ده خپل سر او وينه راوبښله ، په خپل مرحمت مې ټول کړي ګناهونه راوبښې ... » ٢١ مخ ؛ «خدايه ! معافي ، معافي ، توبه ، توبه ! ستا ګنهګار بنده يم ... .

الهي ! له قدرتونو دې جار شم ، په قلم دې رسمه کړې ، په ليدو يې سړی نه مړېږي ... » ٤٨ مخ ؛ « ... د الله شرمنده ښه يم ، نه د ولس (بنده) » او داسې نور .

روږدي مسلمانان لا څه چې پخپله ډېری دينښووان او دينپوهان (ملايان) د دغه راز روايت اېستنو دودوونکي ګڼل کېږي ، ويل يې يو څه او کول يې بل څه او نور يې هم تل همداسې تلقين کړي چې ګوندې لمونځ وروژه ، حج وعمره ... او بيا توبه يې کړي ګناهونه ورمينځي . يا : هرڅه چې کوې ، خدای مه هه هېروه ، او يا يې پارسي انډول : هرچه ميکنی ، باخدا باش ! لاتقنطوا من رحمة الله او داسې نور مبارک ايتونه ، خو ان د نالوستو وګړيو پر ژبو هم تل بهاند وي . عبدالله شاه پغمانی چې د سروبي په پاټک کې د زرداد د سپی په توګه بې شمېره لارويان داړلي ول ، خپلې ښځې يې سوځلې او دوه کلن زوی يې پر دېوال ويشتلی وو ، تېرکال چې اعدامېده ، نفل يې وکړل او توبه يې وايسته . دا هم ټولو ته جوته وه چې د تېر خونړي جهاد ډېری جګړه مار او بولندويان زموږ له نالوستو پرګنو راوتلي ول او په روزنيزو پنډغالو کې ورته د وسلې کارونې ترڅنګه اړوندو ښوونکيو او بيا مذهبي مشرانو په غوږ کې دا ورپو کړي وو چې وطن کفر نيولی او پر ضد يې جهاد د هېوادوالو او نورو مسلمانانو اسلامي دنده ده او د هغو ټولو وژل او لوټول ورته مباح دي چې له دې سپيڅلي جهاده غاړه غړوي ، او له ليکيو سره يې نه يوځای کېږي ... ، پايله يې هم دا شوه چې هغه پر ورهنڼيزو جنايتکارو او سادېستانو واوړي او ان نړيوالو ترهګري او جنايتي سازمانونو (مافيا او ګنګسترېزم) ته لار ومومي ، خو بيا هم له دا ټولو نااسلامي کړووړو سره سره د مسلمانۍ پنځه ګونې بناوې نه هېروي او همدا د خدای له قهر وعذابه د ژغورنې او بيا د بلې نړۍ د راخپلونې وسيله هم انګېري !

پر ليکوال باندې د يونيم جهادي ليکوال له دغه ډول نيوکې د برتولت برېښت (١٨٩٨ ١٩٥٦) «قاعده او استثناء» نندارمه راپر زړه کوي چې ګوندې د پنځوس ميليونه او نورو ورته کيسو لوبغاړي يې د «مجاهدينو» يوه کوشنۍ بېدودي (استثناء) جوړوي او ډېری يې پاک وسپېڅلي ول ، حال دا چې په کړن کې خبره سرچپه ختلې ده !

پر همدغه غوره داستان يې دا نيوکه هم ډېره بې سروبوله برېښي چې يونيم ديالوګ پکې هسې بېځايه راځايول شوی ، زه وايم ، که تر دې يې ورته نوره هم غځونه ورکړی وای ، لا به يې د اړوندو لوبغاړو د نننۍ (رواني) نړۍ ښه ترا راسپړلې وه او له دې سره سره به يې تلوسه او اړپېج نور هم پسې زيات کړی وو.

يوازېنۍ «خو» پکې دا ده چې امريکايي جانداد ته وار له مخه نيم لک ډالر ډالۍ کوي او بيا چې د لادن په نامه يې د ورور ور وړی سر د سي . آی . ای په ازمېښتونونو کې هم درغلي زبادېږي ، بيا هم ورته پنځوس زره نور په ګوتو کې ورکوي ، ايا امريکايي څارګر دومره لاس پراخي او بښاوو (سخاوتمند) دي. دا پر هېڅ سول برابره نه برېښي چې دوی دې ان د «جهاد» په اوږدو کې يوه داسې بې نوم ونښانه او ټيټ پوړي بړېڅي او اجير وژونکی يا څارګر ته دومره مياشتنۍ تنخا هم ورکړې اوسي !

په «بېرېدلې نانځکه» کې ليکوال هڅه کړې ، په ځانګړې توګه د اړوند اتل د نوږيزو (جنسي) بېلاريو لوڅاوی کړی چې څنګه يې خپله ښځه په هېواد کې ترشا پرې اېښې او غواړي ، په کوربه هېواد کې ترې بې بندوباره ازاده مينه غنيمت وګڼي ، خو ډېر ژر پر يوې داسې نجلۍ اوړي چې د ده د انګېرنې پرخلاف دومره هرځايي هم نه ده . په هماغه لومړنۍ کتنه او مېلمستيا کې يې کرغېړن ټبرني اند دود ور بربنډېږي او هغه دا چې د زوی تېلفون يې راځي چې خپله ځوانه جانه مور يې د بدلمنۍ په تور وژلې ، نو نه يوازې له دغې ملګرې خبره پټوي ، بلکې پرې وياړ څرګندوي او دا هم وار له واره پر غوږ وهي چې که پر دې هم شکمن شي ، همدا به يې برخليک وي .

په دې توګه زموږ ژمن او ارماني ليکوال د خپلې وروسته پاتې ټولنې تر ټولو د جنګ جنايت او جهل زياتو بلهاريانو د انساني او بيا جنسي رښتو پيغام وړاندې کوي . همدا راز په څو نورو بېلګو کې د نورو کډوالو ، هغه هم زياتره د ورته ورهڼيزو جنايتکارو کرکټرو له خوا دا منښتې (اعترافونه) هم رااخلي چې له کفر وبېدينۍ سره د جهاد ترنامه لاندې يې څومره خپلې او پردۍ په تش مخ يا سر لوڅولو وهلې ټکولي او اوس په لويديځ کې له لوڅو بربنډو څخه ترشا پرې اېښې څو څو کاوين (نکاح) ښکلې ځاروي . «پلمه» کيسه يې څه ناڅه له دې خبرواترو (ديالوګ) سره پيلېږي او پرمخ ځي :

ــ بهادرخانه ،دا د کافر لورانې خو سړی سيزي !

ــ ... دا څه وايې قوماندانصاحب ، که موږ هرڅه کوو ، هسې خو هم ستاسې په حساب د سوچه مسلمانانو له کتاره وتلي يو ، پر تاسو څنګه شيطان غلبه وکړه ؟

ــ ... دوی ته ولاکه د چا نيکه هم ټينګ شي ...

ــ نو تاسو خو درې نکاح ښکلې وطن کې پرېښي !

ــ ... ته رښتيا وايې ، د طالبانو دې انصاف روزي شي ، که (دوی) نه وای راغلی ، چېرې دې کفر ملک ته راتلم ،سمه دمه پاچاهي مې وه ، درېيمه ښځه مې کابلۍ او مکتبۍ ده ، کله چې مجاهدينو پاچاهي ونيوه ، په هماغو ورځو کې مي راواده کړه .

ــ ... دا توره ښايسته ږيره ... او دا خبرې !

ــ ته پرحقه يې ، ما په تشو ښځينه عکسونو په کابل کې پر دومره خلکو لښتې ماتې کړي ... خو ...

ــ نو خو يې په څه کې ده ؟

ــ ... خو يې دا چې که ملاعمر هم دلته راولې ولاکه دې نجونو ته تاب راوړي ، که سپينه راباندې ووايې ، د دوې له لاسه هره شپه راباندې غسل اوړي ... .

... يره نجلۍ ! په والله چې د خپلې کابلۍ مينه مې درباندې ماته شوه ... په ويښه او بېدنه (خوب) سم له ښاپېرو سره وم ... دې شين سترګې ته کومه شرعي لار نه جوړېږي چې څلورمه شي ؟

ــ قوماندان صاحب دا خو څه افغانستان نه دی ، دلته خو ازادي ده ، نه به ته ټينګ شې او نه دا او همداسې پسې ترپايه .

د «رسوا» داستان يې تر دې هم زيات بوږنوړی پيغام رانغاړي . په همدومره توپير چې دوه ګوني آر کرکټرونه يې په ياد شويو ورهنڼيزو جنايتکارو اړه نه لري ، بلکې دهغو ځوانو هېوادوالو استازي کوي چې له مخه يې د زده کړيالو (محصلانو) او اوس د کډوالو په توګه ترشا پرېښي ارمانونه د اړوند کوربه هېواد پر شين سترګو ګلاليو خړوبول او اوس ورسره د کډوالو په توګه خپل ګرومه او زړه غوټې هواروي .

ښاغلي سوله مل په دې لړ کې چې د همدغو نوږيزو سکالوو رانغښتنه يې د کيسود نوښت او منښت يوه بله غوره ځانګړتيا ګڼل کېږي ، يوه داسې کم پېښې کيسه هم وړاندې کوي چې يو څلوېښت کلن کډوال نژدې وو ، له خپلې ١٧ کلنې لور سره نوږيز اړيکي ټينګ کړي . په يوه شپېغالي (نايټ کلپ) کې ورباندې زړه بايلي ، خو په اسانه يې نه شی رامولای ، خبره دېته رسي چې د مور په بلنه ورسره کور ته ولاړ شي او چې له هغې سره سترګه پر سترګه کېږي ، هماغه پخوانۍ ملګرې يې خيژي چې د زده کړې په کلونو کې يې ورسره يارانه درلوده او له اميدوارېدنې سره ترې پټي پالا هېواد ته ستون شوی وو . د دغې کيسې اتل د ياد شويو ورهنڼيزو جنايتکارو په توپير په هېواد کې هېڅ واده نه دی کړی ، خو لاسوند يې همدا ښيي چې همدا لويديځيانې يې پر زړه ورېدې او ترڅو چې په هېواد کې وو ، له واده يې زړه موړ وو .

ليکوال هڅه کړې ، په ډېر څېرمه او ځيرکانه ډول دا هم د پيغام يو رغنده ټوک وګرځوي چې ولې د دغه داستان او د نورو ورته هغو اتلان له ټولی اخواني ــ جهادي مخينې سره سره تر افغاني نجونو او مېرمنو لويديځيانو دا ښکلې دمينې وړ او واده وړې ګڼي ، مانا دا چې دلته خبره تر هرڅه مخکې پر مانيز او فرهنګي توپير ده ، نه پر سپينوالي او شين سترګوالي ، لکه څنګه چې د «پلمې» اتل له خولې همدا لامل راډاګېزوي :

« درېيمه ښځه مې کابلۍ او مکتبۍ ده ... » .

مانا دا چې له زده کړې او پرمختللي يا لږ تر لږه ښاري ژوند وژواک سره ښکلا او مينه هم خپل جاجونه او ماناوې او ورسره ورسره ټولنيز او فرهنګي ارزښتونه بدلوي .که افغاني ټولنه د زده کړې او پوهې فرهنګ له پلوه له لويديزې هغې سره د سيالۍ جوګه وای ، نو ګومان نه کېده ، د «هم دين او هم دنيا» اتل «مولوي» د يوې لويديزې کافرې دې ستاينې ته زړه ښه کړی وای :

« او الهي ! له قدرتونو دې جار شم ، په قلم دې رسمه کړې ، په ليدو يې سړی مړيږي نه . » د انګلستان په اسيايي وګړو په تېره بيا پاکستانيانو کې د اجباري خپلمنځي ودونو له کبله نوږيزې بېلارۍ ، لکه له انګرېزي نجونو او مېرمنو سره يې د زلميانو او مېړونو او له زلميانو او مېړونو سره يې د پېغلو او مېرمنو يارانې زياتره له دې راولاړېږي چې خپل يا خپلې هغې يې له اروپايي فرهنګ ، دود ومود سره اړخ نه لګوي او انګرېزان ورته هم له همدې ناهمرنګۍ (ديسېمېلېشن) له کبله تر (اسبمېلېت شويو) اسياييانو او مسلمانانو په ټيټه سترګه ګوري .

 

تخنيکي جوله

لکه څنګه چې د منځپانګې په ترڅ ترڅ کې ورته ځای ځای نغوته وشوه ، ليکوال ټولمنلي داستاني آرونه ښه ترا په پام کې نيولي . په زياترو داستانونو کې يې پيل ، ترينګلتيا ، تلوسه ، ستونځ (اوج) ، غوټۍ پرانستنې او پايله ، تر ډېر ځايه بې وياره ارزول کېږي او ورسره ورسره يې د خبرو اترو (ديالوګونو) پر کار اچونه له وړندې کېښکلتياسره توني او مهالي لاسوندتيا (مکاني او زماني عليت ، انځورنه ، رواني شننه او په ټوليز ډول کرکتر رغاونه هم همداسې درواخله . په دې توګه يې پکې موخه او پيغام په ښکلې او په زړه پورې هنرمندانه ډول ځلولي دي .

يوازېنۍ «خو» ټکی به يې دا وي چې د «پنځوس ميليونه» غوندې نوښتګرانه داستان په پايله کې يې له يو څه بيړې او ناببرۍ کار اخېستل شوی . دا د چا سول وباور ته دومره اسانه نه پرېوځي چې جانداد دې له يوه امريکايي بې له کوم مخينې ياوروستني اړون تړونه د درغلي پرېکړي سر په انعام کې سر پر سر پنځوس پنځوس زره ډالر ترلاسه کړي او هسې يې پرشا ټپولو د بن لادن رښتيني سر پرېکونې ته وهڅوي ، که د امريکاييانو له خوا د داسې بېخرته بښاندۍ تمه کېدلای ، تراوسه به يې آره ټاکلې سربيه څوڅو ګرايه پر ورته جنايتکارانو ښندلی وای او بيا پر داسې ورهڼيزو جنايتکارانو چې په لس وشلو افغانيو او کلدارو يې مرګونه کړي دي !

پر وړاندې يې د ډېرې په زړه پورې او د چا خبره لکۍ نېشې پايلې بېلګې په «پيشو» او بيا په ځانګړې توګه ، په «تصويرونه تقديرونه» کې ښه ترا ليدلای شو ، لکه :

«سر به دې هله خلاص شي چې له سره خلاص شې ، خو بيا به اوبه له ورخه تېرې وي . »

 

ژبنۍ جوله

زموږ د کيسو ليکوال له دې سره سره چې تر وسې وسې د يوې کره پښتو ليکلارې لاروي کوي ، هم د رغاونيز (ګرامري) او هم د نږه وييونو او ګړنو په برخه کې ، خو بيا هم لږو ډېر د دويزې ناکره ليکلارې او بيا خپل سيمه ييز او ټبرني (شينواري) ګړدود تراغېز لاندې راځي او د سوچه وييپانګې په ترڅ ترڅ کې پارسي ، او بيا عربي هغه هم رانغاړي چې ښايي د نورو ګڼو ځوانو ليکوالو په څېر يې له پارسي سره توپير ونه شي کړای او يا ورته ګرد سره پښتو واېسي ، لکه ماشوم (کوشنی) ، مازې (محض ــ تش) ، وطن ، ملک ، احتياط ، خلاص ، (په) هکله (حقله) ، صاحب ، معلوم ، شکر (اېستل) ، آمر ، عکس ، سلام ، عجيبه ، غريب ، والي ، نفلي ، ثوابي ، قدم ، رضا ، شک ، شربت ، صندوق ، نصيب ، غلط ، غلطي ، اول ، خطا ، خراب ، غم ، تصديق ، ضرور ، ضروري، حيريان ،(هېښ) ، حيرانتيا (هېښتيا) ، حيريان دريان (اريان دريان ، هک پک) ،موجود ، موجوديت ، (په) عالي سويه ، معمول ، حمل (اخېستل) ، رقم ، قسم ، قدر ، تمجيد او تعريف ، محبوبه ، معافي ، عفو ، علم غيب ، محروم ، کلمه (ويی) ، حسين (ښکلی) ، امضاء ، فرق ، قريب ، دوعا (دوعا) ، کافي ، حلق (ستونی ، کومی) ، عجز ، حفظ الصحه ، اشاره (نغوته) ، اول ، غيبت (ويار) ، سکوت ، وضاحت (څرګنداوی ، سپيناوی) ، مقصد، مجسمه (بشرۍ) ، استعمال ، علاج ، معالج ، د هاضمې جهاز د ګډوډۍ او اختلال سبب ګرځي، حيوان ، عنعنه ، معاصر ، مريض ،مرض ، متخصص ، تخصص ، فکر، اقتصادي وضع ، وضعيت ، نظافت ، وجود (ځان ، ځاندره ، پږی) عصري بيت الخلا ، محصل ، تحصيل ، تحصيلات ، محدود،محروم ، صحي معاينات ، امکانات ، تمدن ، متمدن ، طبيعت ، مزاج (خورمنځ ، اکر) ، غايطه مواد ، تصور ، تصورات ، تصويرونه ، تقديرونه ، غلط ، مناسب ، وجه (لامل، کبل ...) ، تکليف ، حکايت ، تکرار ، حال واحوال ، مطلق ، سوابق ، شکر ، شخصيتونه ، اعتراف ، اقرار (منښته) ، واقعيت (رښتيا ، رښتينوالی) ، وصال ، غضب (پرغز ، ځاځ) ، اشرافي ، غير مريي ، غير ارادي ، معاصر ، عصري ، اشتها ، امکان ، امکانات ، لوظ ، زراعت ، مداخله ، استدلال ، (د) حساب تصفيه (سپيناوی ، سپينتان) ، عمل (کړه وړه ، کړن) ، مقام (پوړۍ ، چارواک)، «امر بالمعروف ونهی عن المنکر» هم په رسنيو کې پر «ګروه پلټون» دود موندلی او بايد له همدې ژباړې يې کار اخيستی وای ، معما (کيسۍ ، مخۍ) ،مثبت ، انعام ، مقاومت ، جهاد، حاصل ، ثمره (يېبره) ، حق ، حقوق (رښته ، رښتي) ، غرور ، عشقی صحنې ، احساس ، احساسات ، احساساتي ، (همدومره) قدرې ، شهرت ، قريب ، قاتل ، قتل (مرګ ، وژله ، وژنه) ، مهم ملاقات ، حوصله (زغم) ، رحم ، خصوصي ، انصاف ، عدالت (نياو) ، (بې) عدالتي (بې نياوي) ، حيثيت ، اعتراض ، انتقاد ، (ګوتنيوی) ، عسکر (سرتيری) ، مامور (کارمن) ، اصلاٌ (له آره) ، قطار (کتار ، ليکه ، لړ ، لړۍ) ، شيطان غلبه (وکړه) ، په تفصيل تشريح کول ... ، په ذهن کې تداعي شو (پر زړه راوورېد ، رايادشو ...) او داسې نورې ګړنې څرګندونې درواخله.

پارسي وييونه ، لکه : ګنهکار (ګناهګار) ، دستي ، سمدستي (سم له لاسه ، سملاسي ، سم له سمونې ، سم له واره ... له ټکه ...) ، دستخط ، دستخطول ، نمايندګي (ښکارندويي ، استازي) ، نه دريغ کول (نه سپمول) ، خود (هرومرو) ، سرتنبه ګي (هېنډه ، ځېل) ، کوه قاف غرونه ، خامخا ، درد ، سردردي ، اموخته (روږدی) ... .

«ترڅو» يې هم دوه ځله په يوه پاراګراف (٤٤ مخ) او بيا يوځل په ٢٣ مخ کې پرمخه راغی چې ړومبی يې د پارسي (بيانيه) ، دويم علتيه «تا» (پورته شو ، ترڅو يې د الوتکې د اوږده سفر ستړيا لېرې (کړي ...) او درېيم ځل يې بيا هم د «بيانيه» «تا» (دستي يې يخچال پرانېست ، ترڅو څه وڅکي ...) د انډول په توګه کارولي چې درېواړه ځله ورته «چې» ليکل په کار وه .

ټکان خوړل (بوږنېدل) ، د چا په کيسه کې نه کېدل (څوک د چا له پامه نه راتلل) يا په چا پسې سر نه ګرځول) ، يوڅه له چا سر وهل (د چا له لاسه يوڅه پېښېدل) ، ثمر (نه) ورکول (بې يېبرې کېدل ، شنډېدل ، پايله پرلاس نه راتلل) ، له چا بد يا ښه راتلل (څوک د چا بد يا ښه اېسېدل) ، د چا پاملرنه په لورې اړول (د چا پام ځانته کول يا يې پام رااړول) ، «پلي کېدل» (ترسره کېدل) .

د کرکټر نومونه يې هم لکه جانداد ، زرداد ، زمان ګل ، ګلداد ، ګلابشاه ، بهادرخان ، جنت ګل د ډېر وروسته پاتې پښتني کلتور استازي کوي . انځرګل يا انارګل خو لږ تر لږه آر ونږه پښتو دی . که نه له يوې پېړۍ راهيسې دود شوي ښکلي او منلي نومونه هم لږ نه دي ، لکه زمريالی ، بريالی ، توريالی ، ننګيالی ، پسرلی ، زمری ، زمرک ، اڅک ، سنک ، خوازک ، سمون ، سباوون ، ژوندون ، ژوند ، پاڅون ، بهير ، زړور ... يا ښځينه نومونه ، لکه : زرينه ، زمرينه ، زرمينه ، مينه ، مينه (عاشقه) ، زرغونه ، ګلمينه ، ګلڅانګه ، پلوشه ، وړانګه ... يا د شينوارو خپله نږه نومونه : نښتر ، جنغوزی چې د «پنځوس ميليونه» ليکوال ورته دومره اړتيا هم نه ده پيدا کوې . «له حيرانتيا هک پک شو» (٩٠) يې هم له تېروتنو ګڼل کېږي .

د نوېزونو (نيولوجېزمونو) په لړ کې هم لږ و ډېر ټکنی کېږي : د «ګوشي» ترڅنګه کله «غوږی» کاروي او کله «غوږۍ»(٥٢ مخ) ، د کوماندې انډول د «بولۍ» پرځای «بولنه» (٤٣ مخ) ، د تشناب ترڅنګه د «لمبلو ځای» هم دومره کره نه برېښي او د « حوض آببازی » مانا رااخلي چې سم تړنګ يې «لمباځی» دی ، خبرلوڅی د جاسوس په مانا کارول هم سم نه راځي ، ځکه دا د «خبرلوڅ» يا «خبرلوڅی» (١٠ مخ) پخوانۍ مانا وه او نن سبا يې دوياند او يا هم د ډېر ويند په مانا بدلون موندلی دی . «همټولګيوال» يې هم خپله رغاونه برېښي چې کره بڼه يې «ټولګيوال» ده . « ــ وال » او « هم ــ » يو جاج رانغاړي ، لکه کليوال ، هېوادوال يا همزولی او همکار .

په غونډله رغاونه کې هم لږ و ډېر دګړنۍ پښتو تراغېز لاندې راځي ، په تېره د اوډون ترتيب) له پلوه ، لکه : په يادولو يې د يوه پوليس په توګه شرمېږم (د يوه پوليس په توګه يې په يادولو شرمېږم) .

«ګلاب چې خورين يې و ، په ذهن کې تداعي شو» په يوه يووستوې غونډله کې رالنډېدای شوه : خوريين ګلاب يې پر زړه راوورېد . (١٤ مخ) . د ايرانيانو غوندې په دوو ملو غونډلو کې د نفی توک بيا راغبرګوي او په دې ډول يې جاج بېرته مثبتوي که څه هم موخه يې منفي وي ، لکه :

ــ بس چې داسې ونه کړم ، ولا چې ما او زما موټر څه چې ټول له ښځو سره بونځي (٤١ مخ) . په منځ منځ کې د بي بي سي د بې سروبوله وياند «بهزادي» په څېر يو خبر (کړ) په خېټه خوري ، لکه : لومړی يې غسل پرځای (کړ) او بيا په منډه ... ودرېده (٧ مخ) ، دواړه د کابل په (پر) لور ، پورته (کړل) ، او وا (يې) اخېستل (٢٤ مخ) ، ... د ټنګ ټکور ټول پروګرام ګډوډ (کړ) او ... وتښتوله (٣٢ مخ) ، ملا څو ځلې سترګې پټې ، خو تلويزيون يې ګل (مړ) نه کړ (٤٨ مخ) . تازه (شو) او وغوړېد ... .

دغه بله غونډله يې بايد پر دوو وېشلې وای : ... له څو ساعته مزله وروسته يې بيا د امريکايانو د پوځي مرکز ترمخه د موټر په درېدو امريکايي پوځيان حيران شول . (٢٢ مخ) .

دا غونډله «له ده کشري يوازېني ورور يې له لېرې ورغږ کړ» داسې کره کېدای شوه :

«له ځانه پر يوازېني کشر ورور يې له لرې ورغږ کړ .»

په دې بله غبرګغونډله کې يې «مور»هسې بېځايه راوړې :

دا د هغې پيشو لور ده چې (مور) يې څو نړيوالې لوبې وړې دي .

غير له موږه (له موږ پرته) ، پرته له دې (له دې پرته) ، وروسته له ډېرو کلونو (له ډېرو کلونو وروسته) او داسې نور يې هم د بې اوډونۍ بېلګې بلل کېږي . د وييکيو (اداتو) لکه (د) او (له) توپير تر ښايسته ډېرې کچې په پام کې نيسي ، خو بيا يې هم سره څه ناڅه ګډوي ، د «له» پرځاي «د» کارول يې ، لکه : د (له) غضبه ډکه خبره (٨٣ مخ) ، د (له) دومره لښکر بچيانو سره (١٣مخ) ، د (له) اميب سره ، د (له) پاڼې سره (١٠٦ مخ) ، د (له) سړي سره (٢٨ مخ) ... .

د (له) ترورېزم سره (٢٦ مخ) ، د (له) اينځرګل سره (٦٢ مخ) ، غومبری يې د (له) احساساتو سره رااوښتي وو (٨٦ مخ) ، زما د (له) ټينګار سره سره د تېرو نسخو او ... خلاص شو (١٠٧ مخ) ... «پر» بيا ډېر لږ کاروي او زياتره يې پر «په» بدلوي ، لکه : په (پر) دې سربېره ، په (پر) لاره ، په (پر) وجود راوالوت ، په (پر) خدای قسم خورو ... . د سربل غورځونې بېلګې يې دومره نه ليدل کېږي ، لکه : (په) وطن کې ... .

په تېرمهال کې د ډېرو ليکوالو غوندې دی هم د «هغې» پرځای «دې» کاروي ، لکه : له دې (هغې) وروسته د ... وړانديزونو (٨٢ مخ) . يو متل ترې په تېر کې ړومبی وروستی شوی دی : ای کاشکې ړومبيه عقله چې وروستی وای (٧١ مخ) .

ګړنۍ او ګړدودي بېلګې يې ، لکه : اودرېدل ، کېنول (کښېنول) ، راښکودل (راکښل) ، سودل (ښوول) ، خويېدل (ښويېدل) ، اېښودل (اېښوول) ، وريځې (وروځې) ، سلېخ (څلېښت) ، څکل (څکول ، څښل) ، سپګه ، ننګور ، وينځل د مينځل ترڅنګ ، لامده (لانده) . د لمدو (د لندو) ، له دروازې وت ( ــ ووت ) ، رودل ( رول ) ، کولی شی ( کولای شی ) ، وپوښت ( وپوښاوه ) ، اوسېلی ( د اسوېلی ترڅنګه ) ، اوده (ويده) اودرول ، چوکۍ ( څوکۍ ) ، او (هو) ، پرزېدل ( پرځېدل ) . غزول ( غځول ) ، دوکڼې ( دوکړې ) ... . د نورو ګړدودو پېښې يې ، لکه : بېده ( ويده ) ، بېره ، بېرېدل ( وېرېدل ) ، لېرې ( لرې ) ، نېږدې ( د نژدې ترڅنګ ) ، دروند ( درون ) ، درانده ( درانه ) ، تيان ( تيونه ) ، وروڼه ( ورونه ) ، لاړ ( ولاړ ) ، ويستل (اېستل) ، بوتلې ( بوتلونه ) ... .

د ناکره ليکدود او ليکلارې بېلګې يې : خفګان ( خپګان ) ، ځنځير ( زنځير ) ، خنځير ( خنزير ) ، چرت (چورت) ، دوهم (دويم) ، ناهيلی ، نهيلی (نهيل) ، اولس (ولس) ، پطلانه يا پطالنه ( پتلانه ) ، نشم ( نه شم )، له پاره (د لپاره ترڅنګه) ، مئين (مين) . «پيسې» (٩ مخ پای) د «پسې» پرځای راوړل يې هرګوره چاپی تېروتنه برېښي .

تر ټولو ستره ژبنۍ او ورسره ورسره تخنيکي تېروتنه يې سر ترپايه د مهالي کړولونو (قيدونو) زماني خوشې او بېځايه کارونه ده ، لکه په دې وروسته بېلګو کې :

زمان ګل (په بيړه) ځواب ورکړ ،

زمان ګل (په منډه) ځواب ورکړ (١ مخ)

زمان ګل (ژر) ځواب ورکړ ،

زمان ګل (ژر) جيب ته لاس کړ (دلته «بيا» ښه ترا اړخ لګاوه ،

زمان ګل (په بيړه) پلمه جوړه کړه (٣ مخ) .

بهادرخان (ژر) وپوښت (٦ مخ) .

زمان ګل (ژر) ورغبرګه کړه (٧ مخ) .

ګلداد (په بيړه) ځواب ورکړ )١١ مخ) .

جانداد (ژر) ځواب ورکړ ،

(په بيړه) يې د راډيو له اعلانه خبره کړه (١٢ مخ) .

(دستي( له ځانه سره ګډ شو (٢١ مخ) .

(په بيړه) يې بيا د بن لادن تصوير له جيبه راوکيښ (١٥ مخ) .

کاتيا ژر ځواب ورکړ (٢٨ مخ) .

زلميانو (دستي) ځواب ورکړ (٣٥) .

(دستي) يې ورغبرګه کړه (٥١مخ) .

(په بيړه مې غوږی پورته کړ ( ــ غوږۍ پورته کړه ) .

(ژر) يې په قهر راغبرګه ګړه (٥٩) .

سونيا يې اندېښنه (په بيړه) ځواب کړه (٦٦ مخ) .

اينځرګل (په بيړه) پوښتنه وکړه (٦٧) .

رئيس يې خبره (دستي) پرې کړه (ور پرې کړه) .

تورن زوم (دستی) ورغبرګه کړه (٧٨ مخ) .

(دستي) يې يوې څېرې ته ګوته ونيوله ، ملا دستي په خبرو کې ورولوېد (٨٩ مخ ) .

خورا خوند يې ورکړ او (په درنګ شېبه کې) د هغې د ښکلا وږمو پسې واخېست (او) هرڅه ترې هېر شول (٩٣ مخ) ، خو هغې په داسې حال کې چې (په بيړه) يې له ده واټن ونيوه ... (٩٣ مخ) او داسې پسې نورې بېلګې .

په( تصويرونه تقديرونه) داستان کې چې د«آمرصاحب عکس» نوم ترې غوره راته ، يوه منطقي تېروتنه راغلې او هغه دا چې د کيسې اتل له مخه پخپله دا منښته کړې (ناکامه راغلم ، له کوره يې راوشړلم ...) ، خو وروسته ترې بيا ورور پوښتي :

بيا يې ورور مخ ور واړاوه ... له ليدو وروسته يې له کوره راووېستې !

ځواب يې ورکړ :

ــ هو ! ته څنګه پوه شوې ؟

په دې ډول د ٩٧ مخ پوره لس کرښې ديالوګ هسې زياتی او بېځايه راغلی دی . همدارنګه په زياترو ديالوګو کې د (ځواب يې ورکړ) غوندې نورې ډېرې غونډلې (جملې) له ژبني منطق او دود سره اړخ نه لګوي او تش هماغه پرته ليکه ( ــ ) يې ځای ډکولای شي .

له دغو ټولو يادونو سره سره ښاغلی سوله مل په ټوليز ډول د يوې ــ کره پښتو ليکلارې يو تکړه لاروی دی او داسې برېښي چې څومره يې داستاني ازمېښتونه مخ پر بره درومي ، هومره يې ورسره پر کره ليکلارې لاسبری هم پرله پسې پرمخيون کوي ، پراخوالی ، نږه والی او کره والی يې ډېرېږي . د ساري په ډول يې د ١٣٧٠ ل کال د «کرکه» نومې يا ١٣٧٣ ل کال «اميب» نومې کيسې پښتو د ١٣٨٢ ل د «ګناه او سزا» له دې سره خورا ډېر توپير لري .

دا دی ، په پای کې يې د نږه او کره پښتو څو بېلګې د درنو لوستونکو مخې ته ږدو :

نږه وييونه ، لکه : ځنځول ، سپينول (روښانول او زبادول) ، سپيناوی ... .

يا په ديالوګو کې دا خوندورې ګړنې (محاورې) :

راسپينه يې کړه ! راغبرګه يې کړه ! دا څه پر ګډو وډو سر يې ! هسې نه چې دلته دې ګلونه کرلي وي ! په خبرو کې ور ولوېد : په دې ډمه مې پګړۍ په (پر) ځمکه مه وله ! پنځه کاله دې د دې پاڼه وانه ړوله ! زما خواري اوبه يونسي . پيالې پر سر راواړولې . بس د نښې منځ دې وويشت ! له خوشالۍ وغوړېد . له خولې دې سوڼ ونه خېژي ! بنده ذات (زات) درنه خبر نه شي ! سر مې خلاص نه شو . که مې د (له) خولې سوڼ وخوت . له ځان سره ګډ شو . هر بار درباندې کېږدم ، غاړه ترې نه غړوې . په چورت کې لاهو شو . څنګه چورتي شوې ؟ ولې پرې برغولی ږدې ... .

«کتو نايخ لرګی شوه» بيا زياتره ( ــ سړه تخته شوه ) دود لري . ما په تش ښځينه عکسونو په کابل کې په (پر) دومره خلکو لښتې ماتې کړي . که سپينه راباندې وايې ، د خپلې کابلۍ مينه مې درباندې ماته کړه، خو داسې نر لا مور نه دی زېږولی ، لږ اوار (هوار) راځه ! همدارنګه په خوله يادېدل ، وړې سپږې خوړل ، چورت جوړول ، يو څه په تاخچه کې اېښوول ، چا ته کړل .

له ادبي انځورونو سره يې ليکلارې ته نوره هم رنګيني وربښلې ده ، لکه : د سرو غومبرو د ځلا پړک سترګې وبرېښولې . د فلم عشقي صحنو له ځان سره بوت ( د فيلم مينه وړو نندارو له ځان سره بوت ) . په ويښه او بېدنه (خوب) سم له ښاپېرو سره وم ، سم دم (کټ مټ) د (کوه) قاف په غرونو کې ټوله شپه ګرځېدلی يم . بيا د سوچونو درياب واخېست . دا غوپه مې له لاسه ونه ووځي . بيا يې ... د موسکا په څپو کې پسې خبرو ته دوام ورکړ ( يا خبرې وغځولې ) ، تېرو يادونو پسې واخېست . د سندرغاړو مستو سندرو زړونه وتخڼول (وتخنول) .