پروفيسور  دکتور  (پې اچ ډي )   عبدالخالق رشيد
 
په پرديو ټپوسانو خپلې ښكلې زركې اوسيسې مه ډاروئ


ساينس فكشن علم دى كه هنر ؟
دپښتولنډې كيسې په اړه يولنډ بحث



داكه څوك مني اوكه نه پښتو په اسيايې ژبوكې له هغو ژبوڅخه ده چې د اوسنيومنثورو داستاني ډولونو تاريخ يې دزياتو آسيايې ژبو په انډول په ډيرو برخو كې مخكښ او دپاملرني وړ دى چې  لاملونه يي هم دپښتو معاصر ادب يوشميرڅيړونكو ته معلوم دي، خودايوه خبره بايد په پام كې ولرو چې دڅيړنو له مخې معاصره لنډه كيسه دخپل ايجاد له وخته نژدې يوه پيړۍ وروسته ، ختيزو ټولنو ته راو رسيده ، چې له راسيدوسره سم دغې ايجادې پديدې پښتوژبې ته آن په هغو لومړنيو شيبوكې لاره را وايسته چې ددغې هڅې او كار بركت بيا هم په پښتوادب كې منشيانو ته چې دنولسمې پيړى په وروستيودوو لسيزواوشلمې پيړۍ په لومړيو كې راڅرګند شول منسوب دى،دوى وو چې په عين حال كې يې له انګريزي ادب اوانګريزانو سره اړيكي ددې سبب شول چې په نثر دې زور واچوي اودغه دودې په حال كې پديده دې ددې جوګه كړي څو پښتو هم بايد تري بې برخي نه شي، دغو ارواښادو په رښتياهم پښتو ته داوياړ ورپه برخه كړ، چې تردوى وروسته دبښتونثري بهيران ترننه په سستماتيكه توګه دودې اوپرمختګ لاره ونيوه ، ددغي لړۍ مهم پيل له پښتونخوا څخه شوى، په دې چې پښتونخوا ته دنوې زده كړي اونويو لويديزو اړيكو څپه ډيره زر راورسيده، دلته داستاني ادب ته  دومره كاروشو، چې هغه ټول دپښتومنثورادب په اوسنې تاريخ كې په ځانګړي توګه ديادونې وړدى، منشې احمدجان په خپلوآثارو كي داسې وړي داستانې ټوټې وليكلې چې هغه بې شكه داوسنۍ پښتولنډې كيسې له پاره ديوې ښكلې پيلامې ځاى لري، چې لږ موده وروسته په همدغه پلونو باندې راحت صاحب ګام كيښود، اوپښتوته ېې لنډه كيسه په داسې پړاو كې ورډالى كړه چې تردغه وخته ان لا اردو اوهندي ژبوته چې انګريزانو په لوى لاس  دهند په نيمه وچه كې دفارسي اوپښتوژبو په وړاندې په پښو درولې ورپه برخه كړه ، په اردو كې به دژباړل شوېو داستانې اثارواوناولونو په ګډون يوشميربيلګې داسې وي چې هغه به دارواښاد راحت ترآثارو يوڅه مخكې رامنځ ته شوې خو دلنډې كيسې په باره كې خوچې ماڅومره بيلګې وليدې له پښتوبيلګو څخه په زيات واټن سره نه دي رامنځ ته شوې ، ان كه رښتيا درته ووايم په هند كې مې دعربې ژبې لومړنى لنډه كيسه ومونده هغه هم نه دعمراونه دجوړښت په لحاظ هغې درجې ته ځان رسولاي شې لكه چې دراحت كيسې دي،په پارسي كې خوخبره لږوروسته ده ، په دې چې ايرانې ليكوال چې كله دخپلې لنډي كيسې تاريخ ليكې ، هغه دشلمې پيړۍ له شلمو كالونو راپه دې خوا پيل كوي، په داسې حال كې چې دفارسي ژبې دلنډې كيسې لومړنى ليكوال په ايران كې نه بلكې هغه افغاني شهزاده دى چې موږ يې دعبدالقادرافندي په نامه پيژنو اودغازي ايوب خان مشرزوى و چې دده په خپل قول په څلورو ژبو (پښتو، فارسي، انګريزي ، فرانسوي ) باندې يې ليكنې كولاى شوې، دتصويرعبرت كيسه ېې په فارسي ژبه كې لومړنى كيسه ده ، چې ان ايرانيان يې هم بايد دپارسي لومړنى لنډې كيسې په توګه  ومني ځكه دغه كيسه په (۱۹۱۵ ) كال كې كښل شوې ، هندي څيړونكوهم عبدالقادر (زما دمقالواومعلوماتو پراساس )دفارسي لنډې كيسې دلومړني ليكوال په توګه منلې دى . كه څه هم په تخنيكې لحاظ دغه كيسه داوسنېوڅيړنو له مخې يوه بشپړه لنډه كيسه نه ده خوايرانيان تردغه كيسه تردغه دمه تردغې كيسې مخكې بيلګه نه لري.  
همداده چې په پښتوكې دلنډې كيسې رامنځ كيدل په اوسنيو اسيايې ادبياتو كې يوه جالبه اودپاملرنې وړخبره ده، چې په خورا جزياتو باندې خبرې پرې كيداى شي .په دې چې دغه برياپه نورو ژبوكي په دومره پرتم سره نه ده پيل شوې.
زه دلته له دغې لنډې مقدمې وروسته ، يوازې ديوه وړانديز په توګه دايوه خبره خپلوادبې دوستانو ته كوم چې دپښتو لنډې كيسې بهيرپه نژدې يوه پيړۍ كې دخپلې ودې ټول هنري پړاوونه وهلي دي، او په تمامه مانا يې ددغې ټولنې اودغو خلكو داندوژوند خورا ښه څرګندونه يې كړې ده،كوم څيز ته موچې په دغه اړه پام را اړوم هغه دادى چې تاسې له پښتو كيسې څخه داروپايې اونوروپرمخ تللو ټولنو داندوژوند ترجماني مه غواړئ ، په دې چې دداستاني آثارو دغه ډول دخپلې تيورۍ له مخې  ديوې ټولنې اويوه كركتر داندو ژوند ديوې حساسې شيبې برخليك تاسو درپه ګوټه كوي، دابه خورا ګرانه وي چې اوس په لوۍ لاس پښتو كيسه دومره ښاغلې شې چې پښتوژبه،پښتنې ټولنه ، دهغې ستونزې اوبرياوې ، ماتې اواوچتياوې په خپل ځاى پريږدي اومخه دې په هغه لورې واخلي چې دهغه له پاره پښتون ذهنيت اودهغه درك ته لااوس هم لږترلږه كه له ننه پيل ورته وكړو يوه يوه نيمه پيړۍ پاتې ده ، يوشمېر دوستان دكيسې دپښتو كيسې د ارزونې له پاره ديوشميرپوهنو اوعلومو نومونه دفارسي ژبوپه وينا په دومره كش وفش سره اخلي ، اوخپل لوستونكو داسې په حيرانتياووكې بوختوي چې ګواكې رښتيا هم دوى په دې كې يوشى ليدلي لكه سايكولوژي، ساينس فكشن ، ټولنپوهنه اونور... جالبه خوداده چې دوى ددغو علومو نومونه اخلې، له هغه علم اوپوهې سره چې هغه په نيغه توګه د هنرله هراړخيزې مطالعې اوڅيړنې سره ، سروكار دى هيڅ ډول تماس نه نيسي  لكه كره كتنه چې هغه او دهغې اصول  اودندې  په خپله دپورتنيو علومو هراړخيزه ملتيا ده. موږ په علمي لحاظ داصلاحيت نه لرو چې يوه كيسه بايد دسايكولوژۍ ، ټولنپوهنې ، بشرپوهنې اوياهم دساينس فكشن(په علمې مفهوم نه په هنري )  داصولو له مخې كره اوياناكره كړو، په دې چې زموږ كيسه زموږ دژوند اوماحول انځوريزه هنداره ده، هغه ژوند چې تراوسه داوسنې پرمختللې نړى له ډيرو مسايلو سره داشنايې په حال كې دي، خولااشنا نه دى، زموږ كيسه زموږ دټولني له پاره كښل شوې، دابه ډيره ګرانه وي چې اوس وار دواره داكيسه په هغوچوكاټوكې واچوو  چې يويې نن سبا دساينس فكشن په نامه ياديږي ، په دغه برخه كي نه يوازې پښتو، بلكې زياترې ختيزې كيسې نه اچول كيداى شي اونه هم دهغې ځانګړې وړتيا له پاره په ګوته كيداى شې، زه دساينس فكشن له نومونې اوترډيرلږحده هنريت له اصله  انكار نه كوم، خودايوه خبره ده چې دغه اصل تراوسه زموږ دژوند اوټولنې اوزموږ دكيسې له پاره داسې دى لكه چې موږ په وينۍ كيسه كې دپيريانوكيسې لرو چې دادبې تيورې له پاره په ډيرو برخو كې دپوښتنې وړ وې اودي . ددې خبرې مانا داده چې موږ به په يوه ادبې بهير كې په روان سبك اوتګلاره اوهغوارزښتنو باندې خبرې كوو چې دهغو سرچينې زموږ په واك اوځواك پورې اړه لري ، موږ په تيرڅولسيزو كې دادبې څيړنوپه برخه كې يوشمير داسې تجربې لرو چې له هغو بايد زده كړه وكړو ، موږ انفرادي تمايلات اوهڅې د ايجاد اوهنر په برخه كې په پټو سترګو ديوې ژبې دبرلاسي سبك په توګه نه منلې شو اونه هم خپله خپل مقبوليت ته رسيداى شي . كه څوك نورو ته ګوري اودهغو پيښې كوي اوهغه بيا موږ ديوې عامه نسخې په توګه په خپل فكراو اند باندې په وچ زورسره په دې نامه چې ګواكي له زمانې سره حركت كووتپو دابه دهغو ليكنو په شان وي چې ليكوال خواركى يې په خپله وليكې ، خپله يې چاپ كړي ، او ددويم ځل له پاره يې دى خپله هم دلوستلو حوصله نه لري . يوه تجربه درته ليكم ، يووخت په فارسې ژبه كې يوچا يوكتا ب پرادبې فنونو وليكه ، ددې پرځاى چې ددغه كتاب په باره ددغه علم په باره كې خبرې وكړي ، نوپه هغه كې يې داكتوبر انقلاب اوولاديمير په ستاينه خپل زړه تش كړى و، دفن ليكوالو به ويل چې دا رښتيا هم نوې خبره ده په دې روسان نه پوهيدل چې لينين په ادبې فنونو باندې هم پوهيده اود دغه كتا ب په ليكلو سره له هغه هم خبرشول ؟
زموږ په كيسه باندې يوشميرلورينولكه لويديزوال ساينس فكشن تراوسه لاله وخته مخكې خبره ده ، په دې چې دغه مفاهيم زموږ كيسه يي بهيرته لاتراوسه هم يووارداتې اصل دى، په دې مانا چې دغه اصل نه خپله ساينسي وړتيا موږ ته تشريح كولاى شي ، اونه به داسي وشي چې دغه لاره او يا په بله مانادابهير به ديوه سبك بڼه زموږ په اوسني كيسه يي بهيركې ځانته غوره كړىشې ، ان په اوسنيو لويديزو ادبياتو كې هم دغه اصل داسې ځاى لري لكه چې داصلې انسان پرځان ماشينې انسان سړي ته مخامخ ولاړ وي اوخبرې ورسره كوي . داډول ليكنې هنري نه دي ،بلكه دهنرپه ځاى دهنردساړه اوبې خونده سيوري اوكاريكاتور ترينګلې بڼه لري چې دهنرڅيړونكې يې په زياتو برخو كې له هنره لرې ساتې اوداهغه څه دي چې بايد دساينس په دايره كې پاملرنه ورته وشې ، په ختيزو ټولنو كې چې لاتراوسه هم هنر په خپل طبعيي حالت كې ساه وباسې همداده چې ختيز پوهان وايې چې ددې ډول معاملې منلو ته يوڅه انتظار په كار دى .
يوسړى به په يوه عام ادبي بهيركې دنوروپه تقليد يوداسې څه ووايې چې د چا به ورته پام نه وې ،دغه عمل ته سړى نوښت هغه هم ادبې نوښت ترهغو  نه شي ويلاى چې په هماغه ټولنه كې دعينيت اوذهنيت له بټۍ راونه وزي. همداده چې دلته  دايوه پوښتنه ترهرڅه دمخه راجوتيږي چې آيا  ددغه سړي ايجاد دعمومي ايجادي بهير په وړاندي خپله وړتيا ترلاسه كولاشي كه نه ، وړتيا دهنري ايجاد زړى جوړوي ، په دې چې دهغې له مخې دمنلواوياهم نه منلو جوګه كيږي .
په دې ورځو كې له يوې اوبلې خوا دساينس فكش پرمساله چې اوس تقريبآ په لويديزه كيسه كې هم په ادبي اوهنري لحاظ دپوښتنې وړ مساله ده په پښتوكې خبرې كيږي او په شرنګ وشرونګ سره يې يادوي، په داسې حال كې چې داډول خبرې خو په اصل كې په هغو ټولنو كي چې هلته ساينسي پرمختګونه دژوند لارښونه كوي اودغه بهير بشپړوي تريوه حده ديوشميرله پاره دپاملرنې وړ كيداى شي خو له دى سره سره په دغوټولنوكې داهم روښانه ده چې په دغه اړه كره كتنې هم  لاتراوسه خپله وروستۍ پريكړه په دې نه ده په ډاګه كړې چې  دلته په علمي لحاظ يوه لويه پوښتنه په مخ كې ده چې آيا موږدغه ساينس فكشن چې نن سبا مودومره كلك ترستونې نيولې په هنركې حساب كړو كه په علم كې ؟ اوداهغه پوښته ده چې تراوسه په دغه برخه كې ان په لويديزكې چې دوى يې ايجادګر دي هم له وروستي اوغوڅ ځواب سره نه  مخامخ شوې،اونه يې په دغه اړه موندلى دى ،  اوس كه چيرې ليكوال داكاركوي نوپه دې كې شك نشته چې هغه به دعلم په دغونزاكتو باندې پوه وي ياپه بله ماناڅوك چې دغه كارته ملاتړي هغه به ترډيرومخكې تردې چې ليكوال اوهنرمند وي بايد عالم اوساينس پوه وي  ، په دې چې دى داحساساتو ترجماني په فكتونو كې ترعواطفو ښه كولاى شي ، آيا دغه علم چې دكره كتنې په نامه ياديږي دې ډول ليكوال ته يوكره نوښت ګرليكوال ويلاى شي  ، زموږ يوانجنير ملګرى و، ده خپله دموټردبرښنا په باره كې زده كړې كړې وې ، خوچې دخپل موټرپه برښناكې به څه ستونزه ورته پيداشوه بيا به خپله نه پرې پوهيده اومستري ته به ېې وروست، يووخت هغه مستري پرې خبرشوې و ، چې دى شاګردانو دموټرپه باره كې درس وركوي، مسترې به چې دى وليده، نوبيا به يې هرچا ته داخبره كوله چې كه زه داسې لوكسه دريشې واغوندم والله چې اپولو جوړه نه كړم... مطلب دادى چې يوشمير خبري په ويلو كې اوعملې كولوكې يورنګه نه وي ،په دې كې شك نه و چې زموږ انجنير ملګري په ډيرو شيانو پوهيده خو مستري چې يوعملې سړى و، اوټوله عمريې په دغه برخه كې تجربه ترلاسه كړې وه انجينير نه مانه اوځان ته يې ترهغه زيات امتياز وركاوه.
اوس خبره په دې كې ده چې دغه شان نومونې چې موږ يې په زياترو وختوكې كارووددې له پاره  موديوه پراخ عملې ډګرپه اوږدو اولنډوكې سترګې عړولې كه نه ؟ زه په دغه باره كې يوازې دوې بيلګې په افغانستان كې وړاندې كوم، چې هغه كيسې په يوډول نه يوډول يوشمير داسې علامې لري چې له يوې خوا علم ته تبليغ كوي خوپه عين حال كې داتجادي وړتيا برلاسى په خپله په دغه ترڅ كې له پامه نه غورځوي ، زه فكر كوم چې كه موږ په پښتوكيسه يې بهير كې تردغه زيات څه ليكو اويايې وايو په علمې لحاظ دادبې اوهنرې كره كتنې له پولې ځان وباسو، زما له پاره دغه  دوې نمونې اصولآ دپښتوكيسي په ترڅ كې داسې بيلكې دي  چې يولوستونكې هغه مخكې تردې چې لوستل يې پيل كړي دليكوال پرمخ نه ورولي او نه  يي وغورځوي، په دغه برخه كې تاسې ته ياده ده چې ارواښاد موسې شفيق يوه كيسه د( ډاكتر) په نامه كښلې ده په دغه كيسه كې يوځوان خپله دوكتورا په يوه داسې علم كي اخلې چې هغه له ميديكل سره كومه رابطه نه لري، خوكله چې خلك هغه ګوري ټولو ته همدى خپله واېې چې زه ډاكتريم اوهم هغوى چې دى په تمامه مانا پيژنې،هغه هم په ده پسې ډاكترصاحپ ، ډاكترصاحب نارې وهې،
دشفيق دغې كيسې په خپل وخت كې يوه داسې پوله زموږپه ټولنه كې په گوته كړه چې په هراړخپزه توګه ، ددووپوهنوپه وړاندې يې ذهنيتونه په خورا روښانه توګه هم راوپارول اوهم يې په خپله وړتيا سره وروزل ،اوداېې په ګوته كړه چې ډاكتر يوازې هغه چاته نه ويل كيږي ، چې يوازې بايد خلكو ته د دارو درملو په باب خپله دنده ترسره كوي، دغه كيسه په خپل وخت كې سړي ته دانه ورپه ګوته كوي چې داكيسه ده كه مقاله، اونه داپه كي راغلې چې د ساده ،هو، اوبلې پرځاى دي ليكوال يس اونو وكاروي، بله كيسه په دغه لنډوكالو كې د ښاغلي انځور لنډه كيسه (دا سرونه دارسمونه ) په خپله په خورا ماهرانه اوهنري توګه دعلمې (رواني) اډانې لرونكې ده،
خوداسې نه ده چې په دغه كيسه كې به لوستونكى دې ته ناچارشې چې ترپايه يې ونه لولي، په ساينس فكشن كې ددغه اصل تيوري پوهان ليكوال ته دانه وايې چې دعاج په ماڼۍ كې كينه اوهغه څه چې نه ته پرې پوهيږې اونه نورپرې پوهولاى شي، هغه دهنر ، هغه دكيسې په نامه پرخلكو اويا پريوه ادبې بهيرباندې وتپه، بلكه دهغوې ټينگار په دې دى چې په دغه شان كيداى شې يوڅوك  هغه هم په يوه ماشيني ټولنه كې ديوه (ځانګړي ډول نوښت) په لور ګام اوچت كړي، دوى داسې مشوره نه وركوي چې يوڅوك چې دبرښنا ګروپ دسوچ پرځاى له بړستنې  په پوه كولو وژنې هغه دې په هوايي بيړۍ كې كينې اوله هغه ځايه دې هم دخپلې ژبې پرځاى په پردى ژبه باندي دمځكې خلكو ته چيغې را ووهې...اوهغه هم په يوه بله ژبه اويوه بل شوروشرنګ سره ...
همداسې دښاغلې كرگر يوشمير كيسې دي چې ديوشميرژورو علمي مفاهيمو دڅرګندولو له پاره دپښتوكيسې خپل هنرې فورم نه ماتوي .  
كه موږ وكولاى شو چې په خپله كيسه كې دنوروپه تقليد ګامونه پورته نه كړو موږ به وكولاى شو چې په خپله پښتوكيسه باندې تريوه ټاكلې هدفه پورې ځان ور ورسوو، خوكه داكار ونه كړو اويوازې دې ته وګورو چې په دنيا كې دغه اوهغه لوبه روانه ده ، نوراځۍ چې موږ تري بې برخې نه شو، داسې ادبې كار نه ادبې كار دي اونه به ديوې ټولنې په اوس مهال اوراتلونكې كې  دمنښت ځاى ومومي ، په دې چې ايجاد او نوښت په هره ژبه كې دصميميت اورښتياينې دبهير دتجربې په مټودعمل اووړتيا ډګرته راوځي.
بله خبره داده چې (ساينس فكشن ، ياساينسي فكت )دادواړه  مفاهيم لويديز ادب پوهان په يوه مانا كاروي ، دوى دوې خبرې كوي ، چې يوخوداډول ليكنې ددې له پاره مرسته كوي چې ساينسې  پوهان يوڅه ترې راوباسي ، خوددې په څنګ كې كله كله داسې زيان  هم له ځان سره لري چې كيداى شي  هغوى(ساينس پوهان )  هم دومرټنبل كړي چې يووخت به يې همدغه ساينس فكشن داسې پولې ته ورسوي چې هيڅ بريا به هم نه ځان اونه به هم علم ته له ځانه سره څه لري. بله خبره داهم ده دمځكې پرمخ انسانان تراوسه ددې له پاره وخت نه لري چې لكه دلويديزد ماشومانو په څير چې رخصتي پيداكړي نوبيا په كارتونې بوختياوو ورمنډې كړي اوله هغه سره د ځان بوخت كاندي ، برعكس نن سبا بشريت ددې له پاره اړ دى چې جنگونو ته دپاى ټكې كيږدې ، لوږه پاى ته ورسوي ، لويه بدمرغې چې نن نړى ورسره لاس اوګريوان دي  هغه درنې ناروغۍ دي لكه ايدس اونوري دي چې دهغو په باره كې بايد انسانې استعداد اوعاطفي احساسات وكاريږي ، اتومي ناتار په خپله يوه بله ستونزه ده چې هرشيبه يې  انسانې ژوند له سخت ګواښ سره مخامخ كړى ، ځكه زه فكركوم زموږله پاره تراوسه لاوخت شته چې دلمر اوستورو پرشاوخوا باندې ترخپلو خيالي الوتنوپورتنيو اړينومسايلوته دلومړيتوب حق وركړو.
داډول خبرې نورې هم شته چې بايد سړى پام ورته وكړي ، انسان لاتراوسه هم دستونزو اوبدمرغيو له ښكيله نه دى راوتلې ،ډيرې ستونزې لاشته چې ادب پوهان اوس دهغو له امله له ساينس پوهانو سره دتوپيرونو په ډګركې دريدلي دي ،په دې چې په زياتو برخو كې دهنراوساينس پولې سره گډوي چې په دغه كارسره په تيوريكي لحاظ دكره كتنې دنده له كره كتنې څخه اخستل كيږي اودهغې پرځا ى دهعې رسالت په يوه ځانګړي علم باندې ډه ډه لګوي ، په داسې حال كې به دغه اصل چې كره كتنه يوممتاز علم دى خپل اهميت په څه كې ولټوي؟  ،سره له دې چې  په هنركې ايجاد لومړى اوتقليد (البته ديوشمير تيورې پوهانولكه دكلاسيسزم پلويان ) دويم ځاى لري ، خوله دې سره سره هم  په دغه برخه كي دكره كتنې مشوره اوارزښت په هراړخيزه توګه له ياده نه وباسي .كه زموږ په كيسه كې دنوښت او وړتيا پوښتنه لږ په جدې توگه په پام كې ونيول شي اويوشميريارانوته لږ په صراحت سره داترغوږ ورتيره كړه شې  چې لنډه كيسه په ټولو داستانې ډولونو كې ترټولو ډولونو ګران اومشكل ډول دى ، له دغه داستاني ډول سره لوبې كول، اوداسې ويل چې ( كيسه نوڅه شى ده هرڅوك يې ليكلاى شي ) لږ له انصافه لرې خبره ده همداده چې داډول خبرې به يوه ورځ ددې سبب شي چې خداى مه كړي نه به موږ ته څه وليكي اونه به خپله په دغه برخه كې د برياوو په لور ګامونه پورته كړي، ځكه دوى ته داويل په كار دي چې ترخرابې او نيمگړې كيسې ليكلو يې نه ليكل غوره دي.
لنډه داچې كه موږ سا ينس درلودى نوبيا يې په ساده وينا د (فكشن ) په باب پوښتنه په خپله دځواب وړ وه ، خوله بده مرغه چې تراوسه نه دالرو اونه هغه په دغه باره كې به دم ګړۍ په پراخو وزرو الوتنه زموږ پښتنو په مشهور وينا زموږ اويوشمير شرقي ليكوالو له پاره لنډه منډه وې لنډه منډه وې ل جامعه ا مرد خدائ، په داسې حال كي چې په دغه برخه كې په لنډې منډې سره موږ هدف ته نه شو رسيداى ، پريږدۍ چې زموږ پښتولنډه كيسه زموږ له ژوند اوزموږ له ټغر سره برابرې پښې وغزوي اوپه خپله پښتني وړتياسره نوره دخپلې طبعيي ودې له كاروانه وروسته پاتې نه شي لكه چې تراوسه پورې په خپلوسيالو ژبوكې وروسته نه ده پاتې .