دلوى اوبښوونكي خداى په نامه

خوشال فرهنګې ټولنه دخپل ارواښاد لارښودكانديد اكاديميسن محمد صديق روهي دلسم تلين دياد په تاريخي وياړ كې

ولسونه چې سند وبله وكا
پاچهان ورته سجود كاندي اختيار
        خوشال بابا


خوشال فرهنګې ټولنه لكه چې له نامه څخه يې څرګنده ده دستراونوميالي مشر، شاعراوليكوال خوشال بابا دوياړلي نامه په پام كې نيولوسره ديوه داسې قام دروڼ اندوله خواچې په هغه مهال يې نوې يوځل بياد اسيا په زړه كې ديوې تاريخې حماسې پاى په يوه تاريخې هنګامه باندې وراړاوه دافغانستان په زړه دكا بل په ښاركې دكوزې اوبرې پښتونخوادټولو قومونو دسلګونو نومياليو استازو په ګډون دافغاني _پښتنې ملي فرهنګ دغوړيدواوپالنې په مثقصد دهيواد دنوميالي ليكوال ، كره كتونكي او دافغانستان دعلومو اكاډيمۍ دغړي ارواښاد كانديداكاديمسن محمدصديق روهي په مشرۍ په ۱۳۶۹ كال كې جوړه شوه .
ددغې ټولنې آره موخه اوهدف په افغانستان كې ديوې سالمې اوملي فرهنګې فضا اوغورځنګ په تيره بيا دځوان فرهنګي پښت دعلمي اوفرهنګي اوپوره مسلكي روزنې دبهيرجدې څارنه اوسمبالونه وه. لكه چې په دغه برخه كې  زموږ دوستان په هغو شپوورځو كې چې لاهم دجګړې اوزموږ دخلكو اوحرفوي جګړه مارو ، زموږ دخلكو اونړيوالو لاسونه او ګريوانونه نه وو سره سره ورغلي پوره شاهدان دي . دسيمنارونوجوړول ، دنومياليو ليكوالو اوفرهنګيانو دخدمتونه يادونه اونمانځنه ، دځوانو ډاكترانو دبرخې جوړول ، دځوانو انجينرانو دبرخې په لاره كې هلې ځلې كول ، په هيواد كې ديوه ملي اوسراسرې تفاهم اودخاورې دتماميت ساتلو په خاطر لاسونه سره وركول ، داټول هغه څه وو چې خوشال فرهنګي ټولنې دخپل پياوړي مشرپه مدبيرانه اوعالمانه لارښونې سره ترسره كړل .
دخوشال ټولنې لارښوده شورا ديوې بيلګه ييزي لارښوونكې علمى ، فرهنګي اوملې مرجع او ارګان په توګه له خپل پيل څخه تراوسه دخپل ملي دريځ اوفرهنګي وړتيا له مخې دسولې اودموكراسى ( دكلمې په رښتينې مانا سره ) داصولو اوپوره انساني ارزښتونو دپلي كولو اودهغو په رڼاكې دخپلوخلكواونړيوالو دنيكمرغى شعاراومرام دځان له پاره د هرډول افراطي تمايلاتوپه رڼاكې دځان كړى اوتراوسه هم خپله هماغه تګلاره دروهي دميراث اوتلپاتې درسونوپه توګه له پامه نه غورځوي ، دهغه علمي اوفرهنګي وړاندويينو ثابته كړه ، چې افغانستان يوواحد اويوموټى هيواد دى چې دخپل ټولنيزاوفرهنګي پرمختګ اولارښوونې له پاره پياوړې ملي اودموكراتيك ارزښتونه لري چې كه افغانان هغوى ته په رښتينې توګه ځير شي ، دوى به كله هم دخپلۍ ټولنې دلارښونې په ترڅ كې دپرديوصادراتي اوغرضي ارژښتونوته لاس په نامه او اړ نه شي . دده مطلب دغه قام و چې خوشال غوندي لارښوونكي اوپوهان يې درلودل چې نن يې هم علمي اوفرهنګي ارزښتونه زموږ له پاره په تورو تيارو اووركو لاروكې مشالونه دي .
دهمدغه اصل پربنسټ دخوشال فرهنګي ټولنې لارښوده شورا ، دلويې پكتيافرهنګيانو، په جرمني كې دافغانستان دكلتوري ودې ټولنې اوداستاد روهي كورنۍ هوډ كړى  چې دپاك خداى په ملتيا دراتلونكي لمريزكال په پسرلي كې داستاد دلسم تلين دنمانځلوپرمهال له يوې خوا دهغه دعلمې اوفرهنګي خدمتونو ياد وكړي اوله بلې خوا ددغه نوميالي پوهاند جسد چې په جرمني كې دافغاني امانت وياړ په توګه خاورو ته سپارل شوى و خپل پلرني ټوټې خوست ته وليږدوي .
دخوشال فرهنګي ټولنې غړي وياړې چې په هيواد كې دننه اوباندې دافغان هيواد پالوفرهنګيانو ، داستاد روهي دكورنۍ اودلويي پكتيادخلكو اوفرهنګيانو له دغه تاريخې ګام سره خپله ملتيا دخپل بنسټوال مشردروح د ابدي هوسايۍ په خاطرله دوى سره څرګندوي . اوله پاك خداى څخه په دغه لاره كې ددغې مرستې هيله من هم دي چې په همدغه لړ كې د خپلوخلكواوفرهنګيانوپه زيار اوهڅوسره زر ترزره په كټ مټ ډول دخپل بل نوميالي ليكوال اوشاعر استاد بينوا وياړلې خاوره دسرلوړي كندهاردفرهنګيانو اودهغه دكورنۍ په مرسته كندهارته وليږدوي . زموږ دغونومياليودخپل ژوند په وروستۍ سلګۍ كې پرموږ دغه غږ كړى و چې :



درغربت اګرمرګ بگيرد بدن من آياكې كند قبروكي دوزد كفن من
تا بوت مرا برسركوهي بګذاريد تاباد وزد برسرآن از وطن من