ا.زمری

 
افغان

مسلمان که مې تور د دواړو سترګو
نو هندو مې دې د دوو سترګو تور
د سني او د شیعه توپیر مې نه موند
ټول جهان مې پسې وکوت کور به کور
هزاره، ترکمن، بلوڅ، پښتون او ازبک
پنځه ؛ګوتې د یو لاس دې د سو زور ک
پشه یې،نورستاني او قزلباش هم
دي زامن د افغان پلار ، افغانې مور
په جملو او کلمو کله بیلېږې ؟
ده پښتو د دري ژبي سکه خور
دتاریخ د معلم نوی سبق دادی:
چی پرون دی وو تربور ، نن د دې ورور
که مې وېنه په رګو کې پښتنه ده
هر تاجیک ګڼمه خپل سکنې ورور
د وطن د مور اولاد یو بې توپېره
یو مو ژوند دی، یو مو مرګ او یو مو ګور
بیلوي او جنګوي مو،چې دښمن دي
د تاریخ لاس به یې مخ کړی ورته تور


۱۷۰۶۰۲۰۰۱