له استاد محمد صدیق پسرلۍ سره اختصاصی مرکه

پوښتنه : شاعری ته مو ولی مخه وکړه ؟

ځواب: ستاسی تر دې پوښتنی یوه کیسه را یاده شوه ، وایی : یو وخت د نیاګارا د آبشار په خوا کې یوه مسابقه اعلام شویې  وه چې که هر څوک ځان له پاسه دې آبشار ته راوغوځوی او روغ رمټ ترې راووځی د جایزې مستحق به وی. په لکونو خلک د دې خطرناکی  مسابقې لیدو ته ورغلی وو ، خو لامبوزنو به چې د آبشار غړمبا اورېدله او مرګ یې د سر په  سترګو  لید زړه نه شوای ورته تړلای. ډېر پیاوړی لامبوزن د آبشار په غاړه متردد ولاړ ول ، زړونه یې ورږغول. ناڅاپه یو تن د جامو سره آبشار ته ولوېد ، دوه ملټه وروسته روغ جوړ راووت ، په سلګونو عکاسانو او خبریالانو ورمنډ کړه چې سړی وپیژنی ، خو هغه په ترهنده نظر یوه خوا ه  بله خوا کتل او یې وویل : کوم بدوغی او بوته ور پوری ووهلم؟

زه هم نه پوهیږم  چې څرنګه شاعر شوم او شاعری ته می مخه کړه؟ مور او پلار می ویل چې که نوی په ژبه راغلم ځینی موزونی او مقفی جملې به می ویلې. زما  هم دومره یادیږی چې په پنځه یا شپږ کلنۍ کې به می دا فکر کاوه چې زه یو ځانګړی استعداد لرم چې نور یې نه لری . هغه وخت می نه شعر پېژاند ، نه وزن یا قافیه ، خو مطلب می موزون کلام وو . په لس کلنۍ کې چې می لمړنۍ تعلیمات سرته ورسېدل او پورته ټولګی لا په کندز کې نه وو تأسیس شوی ، د ذهن خلأ مې د ناولونو او شعرونو په لوستو ډکوله. ناول که هر څومره په زړه پوری وی د ژوند تر پایه یې یله سړی درې څلور ځله ولولی ، خو شعر که په سلګونو ځله هم ولولئ بیا به مو هم د زړونو لمن ورکاږی. لومړی می د هلالی دېوان وموند. د هلالی ساده ، روان او پرسوزه شعرونه می په زړهء ولګېدل. څو کاله ورسره بوخت وم. بیا می د واقف دېوان لاس ته راغی. دا می تر هغه هم خوښ شو. څرنګه چې هلالی او واقف دواړه غزلبول شاعران دی ، زما مینه یې له غزل سره پیدا کړ. هغه وو چې د غزلونو په ویلو او لیکلو می پیل وکړ. څرنګه چې زما زده کړه او بیا وروسته مطالعه هم په دری ژبه کوله ، پارسی غزلی می ویلې. تر شل کلنۍ پوری می په پارسی ژبه دوه دوه نیم زره بیته شاعری کړې وه. خو کله چې د بېدل او صایب دېوانونه لاس ته راغلل په دې متیقن شوم چې که نور سل کاله هم ژوند وکړم له ما څخه نه صایب جورېدای شی نه بېدل، غوره به دا وی چې خپل مورنۍ ژبی ته متوجه شم.

دپښتو په کلاسیک ادب کې می دخوشال بابا او کاظم شیدا شعرونه خوښېدل. د هغوی په پلونه روان شوم-کله د یوهء لار نیولې کله د بل. او ورسره می د دری ادب مطالعه هم جاری ساتله . هڅی می چې په پښتو ادب کې د پارسی ادب ښېګڼی هم ځای کړم. هغه وو چې بالاخره یې له ما دغه شئ جوړ کړ چې دا او وینئ می.

پوښتنه: ستاسو په اڼد ردیف او قافیه شعر ته ګټه رسوی که تاوان؟

ځواب: د قافیې او ردیف شعر ته هم ګټه رسېدلې او هم زیانونه. له ګټو یې یوه دا ده چې قافیه او ورسره ردیف ، شاعر ته ډېر معناوی ورتداعی کوی . بله دا چې په شعر کې خوند ډېروی او دغسی د شاعر پام نویو مضامینو ته اړوی. تاوان یې دا دی چې د قافیې او ردیف مکلفیت اکثر مېالب له شاعر څخه نیمګړی پرېړدی او کله کله لا شاعر دې ته اړ باسی چې ضد او نقیضی خبری وکړی. د مثال په توګه به د صایب دوه بیتونه راواخلو چې یوه کې صائب د فرهاد ځان وژنه د هغه د غیرت او شهامت له وجهی ګڼی او وایی :

فرهاد بد نکرد که خود را هلاک ساخت

عشق غیور بار شراکت نمی کشد

بل ځای یې ځان وژنه د مېرانی له جوهره عاری ګڼی:

تیشه را بایست اول بر سر خسرو زدن

جوهر مردانه گی در تیشهء فرهاد نیست

پوښتنه : ځینی کسان وایی چې غزل د بیتونو دی د معنا په لحاظ یو له بله سره تړلی ، تاسی دا نظر څنګه بولئ ؟

ځواب : غزلی په لوی سر کې دوه ډوله دی. یو وړ مسلسلی غزلی دی چې تقریباً سره تړلی مفاهیم لریږ بل ډول یې هغه غزلی دې چې هر بیت یې مستقل وی او یو بیت یې له بل سره هیڅ تړاو و نه لری. هغه نسبتاً مسلسلی غزل چې دری ادب کې تر حافظ پخوا ویل شوی دی هغه هم دومره نه دی سره اوبدلې چې له ټولی غزلی یو مطلب واخیستل شی او د قطعاتو ګمان پرې وشی. کله کله په یوه نیم غزل کښې د دوه درې بیته سره اوبدلی وی چې هغوی ته ځینی ادب پوهان په غزل کې قطعه بند وایی. لکه د مولانا په یوه مشهوره غزل کې چې دا درې بیتونه راغلی دی :

دی شیخ با چراغ همی گشت گرد شهر

کز دیو و دد ملولم و انسانم آرزوست

زین همرهان سست عناصر دلم گرفت

شیر خدا و رستم دستانم آرزوست

گفتم که یافت می نشود ، جسته ایم ما

گفت آچه یافت می نشود آنم ارزوست

یا د حافظ یوه غزل چې د سر دوه بیتونه یې یو مطلب په ګډه افاده کوی :

بلبلی برگ گل خوشرنگ در منقار داشت

وندران برگ و نوا خوش ناله های زار داشت

گفتمش در عین وصل این ناله و فریاد چیست؟

گفت ما را جلوۀ معشوق در این کار داشت

بل ډول غزلی چې وروسته یې ډېر عمومیت موندلی دی هر بیت یې جلا مطلب لری. دا ډول غزلی په هندی سبک کې ډېر ویل شوې دی.  په دی غزلونو کې یو بیت له بل بیت سره صرف د قافیې او ردیف تړلې دی. د مضمون له اړخه هیڅ ارتباط نه سره لرې. کېدای شی چې یو بیت عاشقانه وی ، بل فلسفی رنګ ولری ، دریم یې له اخلاقه درته وږغېږی ، څلورم سیاسی ، پنځم یې...

په پېښور کې اکثر ادب پوهان مسلسی غزلی ته غزل نه وایی ، بلکه غزل نما نظم یې بولی او دا د غزل عیب ګڼی چې یو مطلب په کې روزول شوی وی ؛ حال دا چې د ډېرو منل شوی استادانو غزلی تسلسل لری.

زهء فکر کوم چې د بیتونه (کورونه) هم زموږ د کورونو په څېر دی. په کلیو کې ګورو ، په ګڼ کلی کې به د یوې ژبی ویونکی ، یو قوم ، یوهء مذهب او یوهء دو د دستور منونکی براته وی، کارونه کسبونه به یې هم ډېر رسه ورته وی یعنی یا به شپانه وی یا بزګران. خو په ښارونو کې مو خبره داسی نه ده  ، په یوه کوڅه ، یوه محله او یوه بلاکې به د مختلفو ژبو ، مختلفو نظریو ، مختلفو پېشو او وظیفو خلک سره اوسېږی او ځانونه به د هغې کوڅې یا بلاک اوسېدونکی بولی. د هندی سبک غزلی هم د شهرنشینو غوندی صرف بحر ، قافیې او ردیف سره یو ځای کړی وی او نوری پابندیۍ نه منی. مستقل بیتونه یې د ښاریانو غوندی د قوم، ژبی، مذهب، دود او دستور او کار او کسب بېلوالی نه شی سره بېلولای او په یوه کوڅه یا بلاک کې اوسېدو سره تړلی دی.

مسلسله غزلی دېر وچت تخیل غواړی ، خو په دی شرط چې هر بیت یې که یواځی یواځی هم ولوستل شی ، باید معنا وښندی.

پوښتنه : په خپلو اوسنیو او پخوانیو شعرونو کې څه توپېر وېنئ ، که مو د پنځوس کاله پخوا شعرونه اوس ویلای ، کوم تغییرات به مو په کې راوړل ؟

ځواب :د پنځوس

 شپېته کاله پخوا شاعری می هغه پنځوس شپېته کاله پخوانۍ شاعری وه ، یعنی د هغه وخت چې تر اوسنی حال هم بې معلوماتو او بې تجربې وم ، نه می دومره مطالعه لرله ، نه می د زمانۍ سړې تودې دومره لیدلې وی. اوس هغه شعرونه له سره نه پخؤم. البته کله کله لږ لاس په کې ووهم. لاس وهنه یې هم په لفظونو کې لازمی ګڼم. نور می دهغه ځوان عمر ځوان خیال او تاند فکر نه زړوم.

پوښته : یو شمې لوستونکی د افغانستان د تېرو شلو دېرشو کلونو د پښتو  شاعری یوه برخه ګنګوالی او بې فایدې ابهام تورنوی . تاسی څه وایاست ؟

ځواب : دا رښتیا ده چې په ورستیو شلو دېرشو کلونو کې ګونګه شاعری دود شوې ده ، چې دا هم ځینی عوامل لری، چې په هغو کې څه اثر د ایران د معاصر ادب وو- خصوصاً د شاملو او سهراب سپهری. خو ډېره برخه لاس وهنه د روسانو ګڼم.

د لنین پیروان لکه څه رنګه چې په ګاونډی هېوادونو کې د مارکسیزم په خپرولو لپاره هڅه کوی چې هلته جاهل او ظالم زمامدار تقویه کړی ، دغه شان د یرغل په خوا د خالی ذهنو ولسو په فرهنګ کې هم ګوتی وهی څو چې په خپل زعم د کمونیستی انقلاب لپاره عینی او ذهنی شرایط برابر کړی. په دې اساس یې د خنیو ناټکیو له خوا دا خبری اورېدل کېدې چې ادب باید ولسی شی، ادب د ادب لپاره هیڅ ارزښت نه لری ، ادب باید د ژوند لپاره استخدام شی، نوری باید د ګل او بلبل سندری هېری کړو، کار او کارګر لپاره باید شعرونه وویل شی...

د شوروی اتحاد له نورو پخوانیو جمهوریتونو نه یم خبر ،  خو د تاجیکانو په ژبه خه پوهیږم. روسانو تاجیکی ادب یې د میرزا تورسن زاده سطحی ته راټیټ کړ. دوی غوښتل چې زمونږ شاعری هم بېرته سل ګونو کاله پخوا وتمبوی- دومره په شا چې شعرونه مو تر عادی خبرو هم بې خونده شی، چې هغه وخت دوی راته د پوشکین او تولستوی آثار وژباړی موږ به یې په خوند خوند لولو او د روسی ادب په خوږلت به ژبی ټکوو.

دغو خبرو زموږ ادب کمزوری کړ. خو له ښه مرغه ځینی خلک پوه شول او بېرته د ادب پر ښکی کولو لاس پوری کړ.

بیا کله چې روسانو د یرغل نقشې جوړولې ، خپل ګوډاګیان یې وهڅول چې هغه د انګلیس او افغان په جنګونو کې ویلې شوې ټپې ، چهاربیتی او نور اشعار راټول او بیا بیا یې خپاره کړی، چې د پرنګیانو ضد روحیه په موږ کې پیاوړې شی، خو کله چې دوی پخپله زموږ په خاوره وبرسېدل بیایې ژبه واړوله او دا نظریه یې دېکته کوله چې ادب باید شعار نه شی ، رډی بډه بولی د شاعرانو توهین دی، دا ځکه چې دوی ته دا وېره پیدا شوه چې اوس خو به روسی ضد ادب رامینځته کېږی، دا یې ښه طریقه وه . د دې خبری د تحقق لپاره یې یو انجمن هم تاءسیس کړ چې په هغه کې ځینی کسانو په شعوری توګه او ځنیو خالی ذهنو د هغوی په پیروی دغه ګونګ ادبیات وپنځول. خو ښه وو آن قدح بشکست و آن ساقی نماند ، که نه  خدای خبر دی چې په افغانی ادب به یې لاڅومره لوبی کړې وای.

پوښتنه : په ورستیو کلونو کې مو شعرونه نه دی ویلی که مو چاپ کړی نه دی؟ که یې نه وایې علت یې څه دی؟

ځواب : لږ لږ شعرونه وایم ، هغسی ډېر نه لکه پنځه شپږ کله په خوا . هغه وخت د بې وطنۍ درد وو، د مجهول سرنوشت اندیښنې وی ، د بې هویتۍ او بې حیثیتۍ غمونه راسره وو چې یوه لحظه یې هم آرام ته نه پرښودم. اوس د خدای فضل دی هغو دردونو او غمونو راڅخه کډی اخیستې دی. بله دا چې نور زوړ شوم ، نه راته هغه تخیل پآته دی ، نه هغه ذهن او دماغ ، بی درده بی احساسه او بی فکره شاعری به څه کوم؟ پخوا می په یو شعر کې ویلی وو:

تېز فکر او لوړ خیال له ما څخه اومی څه غواړئ؟

باز به یم خو زوړ شوم ، د معنا له ښکاره ووتم

پوښتنه:تاسی د افغانستان د اوس وخت او نیمی پېړۍ پخوا په شاعری کې څه توپېر وینئ ؟

ځواب : که استثناآت په پام کې ونه نیسو د څلویښت ،پنځوس کاله شاعری مو اکثراً منظومی مقالې وې ، یعنی منظومی خبری وې خو شعریت یې نه درلود. اوس دی  خدای راضی شی پښتو ادب هم په کمی لحاظ او هم په کیفی لحاظ ډېره وده کړې دی. دېر ځوانان د شعر د نقد سره بلد شوی دی. د شعر او ادب تنده په ولس کې ډېر شوې ده. هره ورځ  نوی نوی ګلونه د پښتو ادب په باغ کې راټوکږی. زهء خو دومره هیله مند یم چې که دا ذوق او شوق وو ډېر شو ، ډېر زر به پښتو ادب په رښتینی توګه له نورو سره سیال شی- که خدای کول.