پوهنيار واحد نظري

 

نور څنګه  يې

 

 

زما راتګ دلته زما د ژوند رنګ هم بدل کړ. دخداي تعالی له ټولو نعمتو څخه زما خوراک کنسـرو او يخ وهلې شـيان سـول. يخ وهلې غوښې، يخ وهلې سـابه او پټاتې او آن يخ وهلې ډوډۍ ... او موږ او تاسـو چې خدای يو خاص اسـتعداد راکړی دی نو ما هم ي ډير ژر ځان ســره عادت کړ. او اوس که تازه غوښې او سـابه هم کور ته راوړل سي، په اتوماتيک ډول  د يخچال په کنج کې ځای نيسې، چې زه يې د پخولو توان نلرم، او ميرمن مې هم ډير بوخته ده، ځــکه چې د موټر چلولو په زده اخته ده او دايې څلورم کال دی چې په دي اړه خپلې زده کړې لاژوروي.

نو اوس که برابر سي او تازه څه مې تر سـتوني تير شي، نو معـدي مې  چې د تازه خوړلو عادت لا له پخوا څخه له لاسـه ور کړی دی. پوښـتنه مه کوه، سمدستي په شـور راسي او غړز او غړز پيل کړی ... بيا زه  يم او يو، دوه ساعته نوکريوالی...

شکر دوستان مو ټوله زموږ په شـان دی او که څوک و نه پيرژنو ميلمسـتيا يې نه قـبلوو، او که بياهم برابر سـو، نو دخپل عزت د سـاتلو په غرض د دسـترخوان پر سـر ګورو که کوم يخ وهلی او د شـپي او اونی پاته څه په لاس راسـي...

پرون کله چې کورته راغلم، نو د پخلنځې د ميز پر سـر، د تازه غوښو خوندوره ښوروا پرته وه، چې بوي يې ټول کور نيولی وو او سږ مي يې تخنولې. نه پوهـيږم چې دا څنګه پيښه وه. د ميرمنې مې خپله اشـتها راغلې وه که پر مايې زړه سـوی وو. په هـر صورت خپله نه وه چې ترې پوښتلي مې وای. او داچې ډير وږی وم، نو لاسـونه مې ورته را ونغښـتل. بيله دې چې قسـم مې را په ياد سي چې بيله يخ وهلو د يوي او څو شـپو له پاتي خوړو څخه بل څه ونه خورم... هغه و چې لا ميې تر سـتوني نه وو تير سـوی، چې کړلمې يې را ولړزولې. دربهار پيل ســو... شکر چې په کور کې وم او څوک هم نه وو ... نو په سـړه سـينه د نوکريوالی وخواته وخوځيدم ... لا ځای پر ځای سـوی نه وم چې د تليفون ږغ پورته سـو. اول خو مې هيڅ سرپسې ونه ګرځاوه. ولې زنګ وهلو دوام وکړ. ... نو په يوه لاس مې پطلون ټينګ ونيو او په بل لاس مې غوږۍ پورته کړه.

ــ هـلو!

نا آشـنا ږغ تر غوږو سـو:

ــ څنګه يې ګرانه؟

په جواب کې مې و ويل: شـکردی جوړ ولې ... تاسـو مې ونه پيژندلاسـت؟

هغه وويل: معلومدار... چې و دې  نه پپژندلم.. تا سـو خلک..

ژر مې يې خبره غوڅه کړه چې اوس يې کوم چتيات تر خولې را ونه وځي ...

خامخا کوم آشـنا دی، ومې ويل:

ــ ږغ دې تغيير کړی دی...

هـغه وويل:

ــ خير دی، ملامت نه يې... ښه کيسه کوه... نور څڼګه يې؟

ومې ويل: بد نه يم د خدای فضل دی ... ولی پر مغزو مې چې هر څه زور راوړ، ځای ته مې را نه سـو وسـتلای... او په هغه حالت کې چې زه وم امکان يې هم نه درلود چې ځای ته يه راولم... چې بيايی را څخه وپوښـتل:

ــ ودې نه پيژندلم؟

په جواب کې مې ورته وويل څنګه مې ونه پيژندې ... ته دې دا نومره را کړه زه به بيرته تليفون در ته وکړم ږغ دې سم نه راځې... غوښـتل مې چې ژر يې له شـره خلاص سـم. او له بلې خوا د دې فرصت تر لاسـه کړم چې ځاې ته يې را ولم... چې دا څوک دی ... ولې،ده لا لاس نه اخسـت:

ــ ځه زويه اوس چې دي ونه پيژندلم ځان تير وي ... ښه فکر وکړه... ښه نور نو څنګه يې؟

زما چې ږغ نور هم نری سوی وو په جواب کې مې وويل:

ــ شـکر دی جوړ يم ... تيريږي... ته څنګه يې و دي نه ويل چې څوک يي؟

په ګليه يې را ته وويل:

ــ شـاباس، څنګه نه شـرميږې... داسې ژر دې هير کړم؟ ... خير دی ... ښه نور څنګه يې؟

غوښـتل مې چې خپل ږغ يو څه غوړ کړم، ولې نه کيدل. نو په هغه نري ږغ مې و ويل:

ــ يمه نو... ورځ شپه کيږي او شپه ورځ... او په عذر مې ترينه وغوښـتل:

ــ او هلکه، سر زوري مه کوه يا زکام يې،

 يا دي هم پزه بنده ده او يا دې تليفون در ته کوم ... ته دې...

زما خبره يې را قطع کړه:

ــ نه زکام يم، او نه مې هم پزه بنده ده، او نه هم تليفون خراب دی... تا ځان ورک کړيدی... پروا نه کوي .. اوس دا ووايه چې نور څنګه يې؟

بيا مې جدي ورته وويل:

ــ ښه يم، جوړ يم...

نو اوس مې څنګه وضع خرابه ده، پر يوه او بله پښه کيږم کولمې فشار را باندې راوړي ولې ده لا لاس نه اخسـت:

ــ ښـه نا ځوانه رښتيا دې ونه پيژندم؟ خير دی... مقصد زه تا غوندې نه يم، هير کړی مې نه يې ... ښـه نور څنګه يې...

لکه په حال چې کې خبر وي هـمدايې تکرارول .. ښه نور څنګه يې؟

نور مې نو پر سـترګو توره شـپه سـوه. ورته ويلای مې هم نه سـوای... چې خراب يم.. تراب يم...

غوږۍ مې کرار د ميز پر سـر کښيښوله،او په لرزانه او سـسـتو قدمو مې ژر ځان ... درسـاوه...

ږغ يې لا اوريدل کيدی ..  نور څنګه يې...