عارفه عمرلور ، كابل

 

شنې لړمۍ

 

يوه داستانى طرحه

 

خمارې ابۍ تور پړونى یې په  سر سم كړ ، خو لا يې ځنگل ويښتان د ټيكري له څوكو لكه لښكرونه رواتلي وو. بيل يې پړونى د مخ خوا ته راكښ كړ، بيرته يې واړاوه ، ايله چې ځنگل ويښتان يې پرې پټ شول. خداى خبر چې هغې  به څه وخت سر ږمنځ كړى و. د دې د ځنگلو او خېرنو ويښتانو خو همدغه پړوني درده كړې وه. نن خو يې  هډو د سر ږمنځولو ته زړه نه كېده. بس شاوخوا څرخيده او له ځان سره غړمبېده؛ پر نږور ىې غږ كړ :

ـــ و نجلۍ هغه د پنډو څادر څه شو؟ په كوم گور كې مو تخته كړى دى.

هغې چې څادر ورته راوړ ، نو خمارې ابۍ سملاسي په اوږه واچواه په توندو قدمونو د لويې دړې خوا ته روانه شوه.

ـــ لاړه شم كه ميراثي شوتله لږه پاتې وي، رايې وړم چېۍ وچه یې كړو.

ـــ ابۍ گومان مې نه شي چه الته به څه وي. تېره ورځ خو باران و.ابۍ چې لويه دړه پرانيسته نو په غوسې سره وويل:

ـــ  اره بلا چې پې لگيدلې وه ، وي به؛ په ژمي كې دې د  ابا سر پوخ كړم؟!...

او همداسې په غوسې سره ووته. ابۍ خو هومره زړه نه وه ، بس په لاره چټك چټك تله. هغه په غوسه شوه ، نو د تلو په وخت كې لكه زانگو داسې خوځېدله. تر ژبې لاندې يې څه وويل. سترگې يې پر ځمكه گنډلې وې. په لاره كې چا ورته سلام واچاوه. هو كومه ښځه وه. هغه چې ښه تېره شوه ، نو ابۍ لكه چې  ايله په خود شو ى وى، وعليكم يې ووايه، خو تر شا ىې وكتل نو څوك نه و. له ځانه وبوگنېده .

ـــ ډاگ او ډبر شئ ، اوس نو په رڼا ورځ هو پېريان گرځي.كله چې له كلي ووته نو دلته د پټيو باړې پيل شوې. دلته له كلي سره جوخت پټي دي. له يوه باړې څخه به په خوارظ بل پټي ته ښكته شوه. هو ، نو دا پټي خو يو له بل څخه يو يا دوه متره جگ دي. ابۍ ځان ويالي ته ورساوه. د ويالې په بريد ښكته كېدو كې هومره كړاو نه و ، خو خمارې ابۍ دلته دې ويالې ته هم كله چې زړه يې تنگ شو ، له ځان سره په قهر وويل:

ـــ وئ خدايه، دا په دونه دنيا كې دې ام دغه ځمكه زموږ  په نصيب كړه، ټوله ورځ توپونه وهه.

ابۍ خو شوتلو ته انديښنې اخيسې وه، نو شاوخوا ته يې پام نه و. ناڅاپه يې پښه په لويې ښويې تيږې وښويده. ښه و ژر يې ښي پلو ته باړې پسې نښتي تروه كې ته لاس واچاوه . دا تروږكي بيا څومره كلكلې ريښې درلودې چې د خمارې ابۍ په دروندوالي هم له باړې څخه را ونه ووت، يا خو د بارو ټول بوټي داسې كلكې جرړې لري. ابۍ چې له لوېدو ځان وژغوره ، نو شېبه په ځان ودريده و چې دمه تازه كړي. له لرې چا پرې غږ كړ:

ـــ ابۍ ، لږ په ارامه ځه. مخكې كمال اكا له بارې نه خطا شو ، بيا مو په شا يووړ.

دې تر شا وكتل. دا خو گل احمد وو. هغه ته به ټولو له لټۍ او سستۍ څخه لټو ويل. د هغه په لېدو ابۍ نوره هم  وقهرېده: وى تنديه ، مات شې. لټوكى هم راته وايي په ارامه ځه. خپله خو په سم ميدان كې لس وارې ولېږي و خو په خوله يې يوازې دومره وويل:

ـــ ځه ، ځه زويه ، سترگې لرم . خداى دې خير دركړي.

بيا په ښكته كېدو سره دلته څاروي په پټيو كې گډيږي، ځكه خلك د شوتلو او نورو سابو پټي په خوندي ځايونو كې ټاكي. نو خمارې د ابۍ  د شوتولو پټي هم ښه ښكته د ولو ونو  په غېږ كې پټ وو. ابۍ همداسې ژر ژر  ښكته كېو ، چې لاندې د ولو كتار راښكاره شو.

ــ وئ شكر! اغه دى په خېر ورسېدم.

كله چې پټي به ورسېده ، تر هر څه دلمړى ىې له پټي څخه په شپولو شيو خاذو سترگې وگرځېدلې. ټولې په ځاى وې. خوشحاله شوه، چې كوم څاروى ىې شوتولو ته نه دى اوښتى. بيا وړاندې لاړه، د ماڼې غټ اغزن گوج يې د پټي له خولې نه لرې كړ. په ارامه ننوته. د پنډ څادر يې د گوج تر څنگ كېښود. خو چې شوتولو ته كېناسته ، نو سترگې يې له  وئ سره يو ځاى غټې غټې راووتلې . په دواړو لاسونو ىې خپل مخ ته ټك وركړ او لاسونه ىې هماغسې په اننگو نښتي پاتې شول. ډېره شيبه يې شوتولو ته كتل. د پټي كله ښكته ، كله پورته خوا ته او كله منځ ته به يې وروكتل.سر به يې وخواځاوه . همدې شيبه كې بي بي لاله  ، له خپل پټي نه  د وښو پنډ په  سر راپورته شوه.

ـــ ابۍ چې ته ناست يې؟ـــ زويه مخ مې تور شو.وگوره شوتولو لړميو خوړلې.

ـــ خداى دې مخ مه تور وه . ابۍ  هغه ورځ خو باران و. زموږ ام ټوله خرابه شوه.

ـــ  تاسو خو ښه يئ ، څه به مو وچه کړې وي .

- نه خاورې مې وچې کړې. دوه درى وارى خو پكې مال گډ شو. په اولو كې د وچولو نه وه. هغه بل وار ډاگ او ډبر دې شي. اوس نو د شوتولو غلې پيدا شوې . كومى زوى مړې كړې وه. دا وار دغه دى په خپلو سترگو يې گورې. زويه رښتيا وايي چې د دنيا خواري د خوار وى.

ـــ ابۍ ، د چا ملامتي نشته. د ټولو همدغه حال دي. سږ كال ماته ښكاري چې د د غنمو تخم نه د سبو و.



بي بي لاله د وښو دنډ په  سر روانه شوه. دخمارې ابۍ لكه چې زړه نه كېده له شوتلو څخه جگه شيز بيا يې سترگې د شوتلو په ننداره بوختې كړې. د شوتلو په رنگ شنې شنې نرمې او ارتې لړمۍ كله به لنډې او كله به اوږدې شوې. په ارامۍ ىې خپل نازك ويښتان په نمجنې ځمكې او وړو   وړو  بوځيوكې ټينگول. خپله ورو  ورو  پر مخ تلې. هغوى خو هسې په ښكاره درنې او چاغې ښكارېدې، چې د شوتلو په نري ډنډو پسي به ونښتې ، نو داسې به وې لكه بڼگه چې پرې نښتې وي. د شوتلو نرى ډنډو به يې لږ هم نه خوځاوه ، خولې بې يې جگې نيولې وې. اول خو به نرمې او نازكې پاڼې داسې سورۍ كړې چې يوازى به د پاڼې چوكاټ پاتې شو، بيا به په بلې پاڼې پسې ونښتې . دوى خو شنې وې نو له لرې څخه نه ښكارېدې، خو چې له سوريو پاڼو څخه به باد تېر شو ، نو هله به وپوهېدې چې د پټي مخ په لړميو شين دى. د شوتولو ټولې پاڼې د شنو تارنو كړۍ جوړې شوې وې، خو دلته هم داسې يوه روغه پاڼنه موندل كيده چې ډنډر يې جگ و. دا خو د گتو په شمېر  و ، خو لكه اسمان ځمكي څلي هسې نېغې ولاړې وې، چې پړسېدلې نرمې لړمۍ ورته نه شوې ختې.