ادبيات او د انسان دنننۍ نړۍ

نوم : انسان اود نننۍ نړۍ

ليکوال : محمد اکبر کرګر

سريزه: پوهنوال اسد آسمايي

خپرندوي : دانش خپرندويه ټولنه

د چاپ شمېر : زر ټوکه

د چاپ ځاي: پيښور

په دي اثر کې د فرانس کافکا ، البرا کاموا، ګارسيا ماکيز او د ګويته د فاوست پر فلسفي ادبې ارزښتونو شننه او څيړنه شوې دې.

   

فرهنگ مصور عارف

   

فرهنگ مصور عارف آلماني ـ دري ـ پښتو که  حاوي اضافه از ٣٨٠٠٠ لغت آلمانی، تصاوير، گرامر و اصول تحريرجديدآلمانی است ، در اثر نایاب شدن چاپ اول ، برای بار  دوم در ٨٩٠ صفحه به قطع و صحافت مرغوب ، در تیراژ معدود  تجدید چاپ شده است . فرهنگ عارف را می توانید از نشانی های پایین به دست آورده و یا تیلفونی سفارش دهید:

 

Arif Mohammad

Einsteinstr. 2

53123 Bonn



 

Büro: 0228 429 4844

Tel.:   0228 6197719

 

فرهنگ عارف در عمده فروشي صاعد و ميوندبازار در شهر كولن  نیز برای فروش عرضه شده است .

 

 

 د ښاغلی عارف وردګ لڼد ژوند لیک

محمد عارف د ١٣٢٨ لمريز هجري كال په ژمي كې د وردگو د ولايت د سيدآباد په ولسوالۍ كې زېږېدلی دی. د سيدآباد د لومړۍ ښوونځۍ له لوستلو نه وروسته حربي ښوونځۍ او په پای كې حربي پوهنتون کې شامل شو. په ١٣۴٩ كال كې  یې له حربي پوهنتون څخه فارغ او د دوهم بريدمن په رتبه پوځ ته داخل شو.د عسكري خدمت په اوږدو كې هندوستان ته د لوړو مسلكي زده كړو په منظور وليږل شو او له بېرته راتگ سره په مركزي ځواك كې وگمارل شو. د روسانو د تېري له مخې ‍ هېواد پرېښونې ته اړ او آلمان ته یې پناه راوړ.په آلمان كې د يو گڼ شمېر كورسونو لوستلو تر څنگ یې يو ځل بيا د اقتصاد او الكترونيك په برخه كې لوړه زده كړه وکړه. له هغه وروسته یې د دې هېواد په دولتي ادارو او تصديوكې دنده سر ته رسوې او اوس د آلمان غږ راډيو د پښتو او دري په څانگه كې كاركوی . له وخت نه په گټه اخيستلو سره مې د يو شمېر كتابونو په ليكلو لاس پورې كړی دی .  تر اوسه پورې یې لاندې كتابونه ليكلي، د كومو له ډلې نه چې يو شمېر چاپ او نور چاپ ته تيار دي:

-  آلماني ـ دري  ـ پښتو قاموس ، د ٣٨٠٠٠ جرمني لغتونو ژباړه او ځانګریتوبونه ،چاپ شوی

ـ د آلماني ژبې گرامر په پښتو ، چاپ شوی

ـ د آلماني ژبې گرامر په دري ، چاپ شوی

ـ د انگريزي خود آموز په پښتو ، چاپ شوی

ـ د پښتو معياري ژبدود، گرامر ، چاپ شوی

ـ پټه خزانه د عارف وردک په اهتمام،  چاپ شوې

ـ آلماني برای نوآموزان ، چاپ شوی

ـ پښتو ـ انگريزي قاموس ،د ۴٠٠٠٠ پښتو لغتونو ژباړه په انګریزی، چاپ ته تيار دئ

ـ د اسلام قاموس ، تر ليكلو لاندې دئ

ـ انگريزي قاموس په پښتو او دري ، تر ليكلو لاندې دئ

ـ د كمپيوټر اساسات اودMS-DOS سيستم، چاپ ته تيار دئ