آسمایی ته در رارسیدولو تاریخ : 14.02.2007
د خپرولو تاریخ: 28.02.2007


پوهاند ډاکتر محمد حسن کاکړ

2007 کال د فبروری میاشت - جرمنی



د ډیورند توافق لیک
باید ډیر د مخه باطل اعلام شوی وای

د ډیورند د توافق لیک رعایت نه د بر تانوی هند حکومت ،نه دافغانستان حکومت،نه خلکو او نه د پاکستان حکومت کړی دی،خو په هغه سره د افغانستان اصلي خاوره نیولې شوې ده،سره له دې چې هغه په ماهیت کې موٌ قتي و،او باید ډیر دمخه په تیره له هندوستان نه د برتانویانو په وتلو سره باطل اعلام شوی وای .
په دغه اړه لومړی ټکی دادی چې د ډیورند توافق لیک د برتانوی هند د حکومت په نیغ فشار او د تزاري روسیی په غیر مستقیم فشار په امیر عبدالرحمن خان باندې په کال ۱۸۹۳کې تحمیل شوی دی . لومړني له کال ۱۸۸۸ نه د هغه تر لاسلیک کیدو پورې امیر تر ډول ډول فشارونو لاندې نیولی و او وروستي په همدغه وخت کې د افغانستان د بدخشان ولایت یوه برخه نیولې،او د افغانستان تمامیت ته یی خطر پیښ کړی و، په دې ډول چې روسانو د بدخشان ولایت د روشان او شغنان هغه برخې چې له پنجه نه تر مرغاب یا اق سو پورې غزیدلې وې ، په وچ نظامي زور نیولې وي. افغانستان په دغه وخت کې د دواړو ارو پایی امپراتوریو تر ګواښ لاندې راغی او امیر مجبور شو د افغانستان او خپل سلطنت د ساتلو له پاره په کابل کې د ډیورند توافق منلو ته غاړه کښیږدي. دغه مو ضوع ما په خپل یوه نوی خپاره شوي کتاب کې بیان کړی چې نوم یی د افغانستان سیاسی او د یپلوماتیکی تاریخ دی (۱)
بل مهم ټکی دادی چې امیر عبدالرحمن د دغه توافق لیک عملی کیدل د مومندو. باشګل او خیبر په برخه کی نه منل ، د هند حکومت د امیر لومړني دوه اعتراضونه ومنل خو د خیبر په نښه کول پاتې شول . په توافق لیک کې له اسمار نه تر بدخشان پورې د باشګل دره د برتانوی هند د نفوذ ساحه وه خو د کرښې د نښه کولو په وخت کې امیر هغه ونه مانه او د هند حکومت ته یی په ټینګه وویل چې« د کافرستان اخری کور هم په افغانستان پورې اړه لري. » د هند وایسرای د امیر اعتراض ومانه او د توافق لیک په متن کې یې د باشګل شمول د هند په نفوذی ساحه کې یوه تیر وتنه وبلله . داسی هم امیر د مومندو په برخه کې د کرښې د غزولو په وخت کې د هند حګومت ته وویل چې «ټول مومند د افغانستان برخه ده .» د هند برتانوی حکومت د امیر دغه ادعا رد نه کړه خو په اړه یې څه ونه کړل او امیر ته یې ځواب هم ور نه کړ، د امیر په فکر د هند د حکومت دغه چوپ پاتې کیدل د هغو له خوا د ده ادعا منل وو.خو د امیر له مړینې نه وروسته د مومندو سیمه دوه برخې وګڼله شوه ،هغه برخه یې چې د کوزمومند به نامه یادیږی او تر پیښور پورې رسیږي د هند په نفوذي ساحه کې شامله وګڼله شوه او بر مومند د افغانستان شو .
د باشګل درې او مومندو موضوع ګانې د ډیورند د توافق لیک د متن د رښتین توب په اړه شک پیدا کړی،دغه مو ضوع ما په خپل کتاب کې په تفصیل سره څیړلې ده ، دلته په لنډ ډول ویل کیږي چې د توافق لیک په انګریزي متن کې یوازی د امیر او ماتمر ډیورند نومونه لیدل کیږی ،نه د هغوۍ لاسلیک؛ په داسی حال کې چې امیر د هغه فارسی متن نه دی لاسلیک کړی چې ډیورند ورته ورکړی و،څنګه چې امیر په انګریزی نه پوهیده د توافق لیک انګریزی متن د اعتبار وړ کیدلی نه شي.اوس که چاد دغه توافق لیک متن په فارسی یا انګریزی کې وښود چې امیر او ډیورند په ګډه لاسلیک کړی وي اعتبار به یی تثبیت شي ،ترهغو پوری دغه موجود متن د اعتبار وړ کیدی نه شي .
دډیورند د توافق لیک په اړه بل اساسی ټکی دادی چې د کرمې له علی خیلو یا توریو نه پرته ټولو پښتني قومونو چې د هند په نفوذی ساحه کې ګڼل شوی وو، د کرښې له په نښه کیدو وروسته په کال ۱۸۹۷ کې د هغه پر ضد ستر پاڅون وکړ او پیښور ته نږدې تر شبقدر پورې یې ځانونه ورسول ، خو انګریزانو د وسله وال پوځ په بیلو بیلو واحدونو سره هغو چې ټول شمیر یې د شپیتو اویا زرو تر منځ وو، خواره کړل مګر د هغومخالفت یې له منځه يو نه وړلی شو .له وزیرو ،مسیدو،ا پریدیو او مومندو نه ډیرو تر هغو چې انګریزان له هند نه ووتل ، حتی په خپله هند باندې هم یر غلونه وکړل او د انګریزانو په ضد یې تر نیمې پیړۍ پو ری د غزا جنډه رپانده وساتله . دغه ټول مخالفتونه او وسله وال بریدونه په اصل کې دډیورند د توافق لیک له امله وو.
د ډیورند د توافق لیک په اړه بل اساسی ټکی دهغه دماهیت په اړه دی چې مو قتي دی نه دایمي، دا چې د توافق لیک د اعتبار موده ټاکلي شوې نه وه، په اصل کې د همدغه موقتي توب له امله وو. دغه توافق لیک په اصل کې ددې د پاره و چې د هغه له مخې برتانویان په هغو ستراتیجیکي ځایونو قبضه ولري چې په هندوستان باندې د افغانستان له لاری د تزاري روسیی راتلونکی نظامي یرغل په ښه ډول دفع کړای شی .د همدغه مقصد دپاره انګریزانو لا دمخه په کال ۱۸۷۸ کې په افغانستان باندې یرغل کړی و،خو ځکه چې دوي اول په کابل او وروسته میوند کې د افغانانو له لاسه مات شول ،له افغانستان نه په وتلو مجبور شول او بیا یې د ډیورند تجویز وایست چې هغه ددوي په اصطلاح د «علمي سرحد»یوه برخه وه چې د هغه له مخې به دوی د پښتنو په سر حدي ستراتیجیکې سیمو کې وسلې او لو جیستیکي وسیلې او لوازم زیرمه کړی وې او د ضرورت په وخت کې به له هغو ځایونو نه د هندوکش په سهیل کې دجلال اباد ،کابل ،غزني ، او کندهار ښارونه نیسي او روسان به نه پریږدي چې له هندوکش نه واوړي .
انګریزانو لا دمخه دغو ښارونو ته دچټک رسیدلو په هڅه له هندو ستان نه د افغانستان په لور د لویو لارو ختیځ سرونه په قبضه کې نیولی وو،لکه خیبر،کرمه ،پشین او سیبۍ. دغه یې د ګندمک په تړون سره تر لاسه کړي وو،او د جنوبی وزیرستان ګومل یې د ډیورند په توافق لیک سره ترلاسه کړ .د دغو زیرمه تونونو لرل لازمه کوله چې انګریزان په هغو سیمو باندې نفوذ ولري چې دغه زیرمه تونونه پکې دي . ددې مقصد دا نه وو چې دغه سیمې په هند پورې وتړي او پخپله یې اداره کړي ، په اصل کې د ډیورند توافق لیک ددی د پاره نه وو چې هند له افغانستان سره ګډه پوله ولري ، نو د پښتنو دغه سیمې په واقع کې د هند او افغانستان تر مینځ د حایل په شان وي . برتانویانو تر پایه پورې دغه سیمې د سر حدی سیمې (Frontier)په نامه یادولې او اداره یې د هغو خپلو قومونو ته پری ایښې وه . دوی د ډیورند په توافق لیک سره له دغو سیمونه د افغانستان لاس یوازی په اداري او نظامي لحاظ لنډ کړ او هغه وضع یې وساتله چې تر موافقې دمخه پری مسلطه وه .په نورو ساحو کې افغانستان د پخوا په شان له دغو سیمو سره خپل اړیکې په نیغ ډول وساتل .افغانستان لا هم د پخوا په شان د هغو مشرانو ته د مواجب په نامه معاشونه ورکول . د کوز مومند مشرانوته لا هم هغه مواجب چې افغانستان او د بر مومند د لال پوری خان اکبر خان له خوا ورکول کیدل د بر تانوی مامورانو له خوا ور رسیدل . یوازی دا هم نه و ،ددغو قومونو مشرانو جرګې په پرله پسی ډول کابل ته راتلې او امیر ته یې ویل چې دوي د افغانستان رعیت او دی ددوی امیر دی خو امیر د هغو غوښتنې په پلمو سره ردولې ، ځکه چې دی د اپریدو په برخه کې د ګندمک په تړون او د نورو په برخه کې د ډیورند په توافق لیک سره د هغوی د اداری او په سیمو کې یې له نظامي عملیاتو نه منع شوی و،له دغو نه پرته نور هر څه د پخوا په شان وو. د هند وایسرای لارد ایلګین هم په دغه حقیقت اعتراف کړی او ویلې دی چې :«د ډیورند توافق لیک دغسې یو توافق لیک و چې د برتانوی حکومت او دامیر د نفوذ ساحې ما لومې کړي مقصد یې دا و چې د موجودې وضع(status quo) په اړه د امیر رضایت حاصل او وساتل شی .» دیورند لا تر هغه هم په دې اړه په مشخص ډول ګړیدلی چې « د هند په خوا کې شامل قومونه باید دغسی ونه ګڼل شي چې هغوۍ دننه د برتانیې په منطقه کې دي .دوۍ یوازې به تخنیکي لحاظ زمونږ تر نفوذ لاندې دي، یانې داچې وویل شی تر هغه ځایه چې په امپراتورۍ پورې اړه لري ،او تر هغه ځایه چې دوی زمونږ نفوذ مني یا مونږ یې پرې منو»
مهمه داده چې برتانوي لوړ پوړو مامورانو د ډیورند توافق لیک په خپله په ضمني ډول باطل کړی . سر جارج روس – کیپل د صوبه سرحد لوی کمیشنر ،د افغانستان د خپلواکۍ له جنګ نه وروسته وویل چې « زمونږ پور شخص (امیر) حبیب الله ته و ،او مونږ د هغه د ورور یا زامنو مدیون نه یو.» (۲) له دغې وینا نه د هغه مطلب دا و چې هغه مقدار پیسې چې د هند برتانوی حکومت د دیورند د توافق له امله افغانستان ته ورکولې نور نو د هغو له ورکولو نه آزاد دي . په دې حساب د افغانستان حکومت هم باید د ډیورند د موافقې له شرایطو نه آزاد وی ، تر هغه مهمه داده چې د ډیورند توافق لیک په ضمني ډول د راولپنډۍ د تړون له مخې چې د هند د باندنیو چارو وزیر د ۱۹۱۹ کال د اګست په اتمه منلی هم با طل کړی .ددغه تړون په ضمیمه کې ای .اچ.ګرانت ویلي چې «پر هغه برسیره دغه جنګ ټول پخواني تړونونه باطل کړي دي»(۳)
„Moreover ; this war has cancelled all previous treaties"
سره له دې هم د هند برتانوی حکومت د خپل نفوذ د خپرولو د پاره په سیمې کې ډول ډول تجویزونه ونیول ،ددغو تجویزونو مهم هغه و چې په کال ۱۹۰۱ کې یې نفوذي سیمه د شمال لویدیځ سرحدي ایالت ونوموه او هغه یې په دوه برخو وویشه :کرارې علاقې( Settled districts) او قبا یلي علاقې یا ایجنسي ګانې . د هرې قومي ایجنسۍ په سر کې د سیاسی ایجنت په نامه یو انګریز افسرو، خو هغه په اصل کې خپلواکه و، او چارې یې د پښتونولۍ پر بنسټ سره اجرا کیدلي .اکبر احمد چې یو نومیالی انترو پو لوجیست او د بلو چستان د سیبي څانګې کمشنر و وایې چې:«د قبایلي سیمو وضع په استثنایې ډول بیسارې وه،په دې ډول چې هلته تر نن پورې ۱۹۹۳ د هیڅ چا (no-man´s land) ملک لیدل کیږي یانې چیرته چې یو څوک د پښتونولی له مخې بې له جزا لیدلو نه خپله ښځه یا تر بور وژني او بیا هم هغه قانون پری نه چلیږي چې د هیواد په نورو برخو کې چلیږي ،شاید دا مبالغه نه وي چې دغه قبایلی سیمې په رښتیا( د مځکې په سر وروستی ازاد ځای )بلل شوی دی » دی د مولف جې سپین له قول نه دا هم وایې چې «سرحدي قومونو چې څوک دی په افغانستان کې واکمن وي تل یو مهم رول لوبولی دی.» (۴) ددغه حکم د په حقه ښودلو د پاره مثالونه لږ نه دي، په خپله افغانستان په اول سرکې له اباسین نه تر غزني او کندهاره پورې ددغو سیمو په ګډون هیواد و. دغو قومونو له ستر احمدشاه سره د معاصر افغانستان په جوړولو ،او وروسته له هغه نه ددفاع په کولو په تیره د انګریزانود یر غل په مقابل کې غټه برخه اخیستې وه ،ددوي ونډه د خپلواکۍ په جګړه کې غوڅه وه ، هغومره چې انګریزان ددغو قومونو په تیره د وزیرو او مسیدو له شریکي یا ګوریلایې جنګونو نه ویریدل ،د افغانستان له منظم پوځ نه نه ویریدل ، د خپلواکی په جګړه کې میر غلام محمد غبار ددو ی رول په افغانستان در مسیر تاریخ کې ښه انځور کړی دی .
افغانستان هم ددغو قومونود برخلیک په ټاکلو کې هلې ځلې کړي دي. افغان هیات د خپلواکۍپه غونډه کې انګلیس هیات ته غو ښتنې وړاندې کړې چې یوه یې داوه : « ټوله قبایلې سیمه باید افغانستان ته پریښودله شی او هغه به یې په دې ډول اداره کوی چې برتانوي حکومت به له ټولو هغو ستونزو څخه ژغورل شوی وي چې تر اوسه یې ددغې موضوع سره ګاللې دي .»(۵) دغه وخت که څه هم په روسیه کې د بلشویکی انقلا ب په کیدو سره په هندوستان باندې د هغې د یرغل ویره له مینځه تللې وه ،انګلیسانو د افغان هیات غوښتنه ونه منله ،لکه چې دمخه یې د امیر عبدالرحمن له خوا دغسې غوښتنه رد کړې وه . په نتیجه کې خپل ځان یې په دغسی سختو ستونزو اخته کړ چې د خپلې پراخې امپراتورۍ په بلې برخې کې ورسره مخامخ شوی نه و .دغه موضوع ځانله یو کتاب غواړي ،دلته به په لنډ ډول د هغو ستونزو بیان وشي چې یوازې د هند برتانوی حکومت او وزیرستان تر مینځ پیدا شوې وې .بیا له پاکستان سره د وزیرستان اړیکې هم په لنډ ډول بیان شي .
وزیرستان د با جوړ ،مومند ،کاکړستان او کوټې په شان له چترال نه د سهیل په لور د اوسني افغانستان شمال ختیځ ته غزیدلې سیمه ده ،وزیرستان تر دغو ټولو سیمونه ډیره غرنۍ ده ، درې یې تنګې او ژورې او د کرکیلې مځکې یې لږې دي . خلک یې هم ډیر او تر نیم ملیون نه زیات دي په داسې حال کې چې د ټول سرحد خلک اټکل اووه ملیونه دی چې نږدې ټول یې پښتانه دي .وزیرستان دوه برخې لري : شمالي وزیرستان او جنوبی وزیرستان . دواړه بر خې یې د ډیورند د کرښې په اوږدو کې پرتې او د پکتیا او خوست ګاوندیانې وي . د وزیرستان ځینې وزیر همدا اوس دننه په اوسني افغانستان کې د کر کیلې مځکې لري ، داسې هم د وزیرستان له وزیرو نه یو څه لږ د افغانستان په برمله او متون کې اوسي . د ببری ګل وزیر او ناصر احمد ساپي په وینا وزیر په اصل کې ودیر و . په دې حساب د وزیرو شمیر دننه په افغانستان کې د وزیرستان له وزیرو نه ډیر کیږی .ودیر ،مسید او ګربز چې د ساپیو څانګې دی په وزیرستان ،پکتیا،کونړ،لغمان ،تګاو او غوربند کې اباد دي . په دې حساب دوی د کر لا ڼي پښتنو یو ډیر غټ قوم کیږي ، او د وزیرستان وزیر او مسید افغانستان ته په ازاد ډول ځي را ځي ، لکه چې پروفیسر اکبر احمد وایې «دغه قومونه یوازی کله کله بین المللي پوله د واقعیت په شان پیژني یا مني او دد واړو هیوادونو تر مینح ددوۍ د خیلونو تګ راتګ ازاد او بې خنډه دي » (۶)
د وزیرستان وزیر او مسید د وزیر په نامه ګډ نیکه پیژني چې د شپاړسمې بیړۍ په پای کې او سیده . تر دې نږدې و ختو پورې مسیدو یا مسودو ځانونه مسید –وزیر ګڼل ، خو اوس ځان ته یوازې مسود وایې . وزیر به شمالي وزیرستان کې او مسید به جنوبي وزیرستان کې پراته دي . له مسیدو سره دوړ ، سلیمان خیل دو تڼي اونور هم پراته دي .په جنوبي وزیرستان کې واڼه،او په شمالي وزیرستان کې میرام شا یو څه غټ ښارونه دي. وزیر او مسید دواړه ټینګ دمو کرات دي او خپلې چارې د پښتونولي له مخې په جرګو سره اجرا کوي . څنګه چې دوې په خپل ملک کې باندنیان پری ايښي نه دي او لویو سوبمنانو هم ددوی ملک لاندې کړی نه دی او څنګه چې دوی د هندوستان تر نورو خلکو ډیر له انګریزانو سره جګړي کړي ، پر ځان ډاډه او د لوړو معنویاتو خاوندان دي ،که څه هم ژوند یې نه عصري او نه شتمن دی .ددوي جنګي قابلیت ډیر ستایل کیږی .
د خپلواکۍ په جګړه کې جنرال محمد نادر ددوی په مرسته ټل او واڼه له انګریزی پوځ نه ونیوله ، په داسی حال کې چې سپه سالار صالح محمد دخیبر په محاذ کې په شا شوی و ،او صدراعظم عبدالقدوس لا سپین بولدک ته رسیدلې نه و . پاچا امان الله په کابل کې ددوی مشرانو ته ښه عزت ورکړ او په امر سره یې په کال ۱۹۲۴ کې ددوی له میړونو نه په ارګون او متون کې لویه ملیشه جوړه شوه ، وروسته وزیرو او مسیدو د افغانستان په شمالي پولو کې هم د قدر وړ خدمتونه وکړل ،سره له دې چې ددوی قوم له پاچا امان الله نه ګیله من وو چې انګریزانو نه یې ددوی د خپلواکۍ د پاره په ټینګه کوښښ نه وکړی ، سره له دې هم دوی د پکتیا د نورو قومونو په شان د امان الله له ګوښه کیدلو نه وروسته له جنرال محمد نادر سره له کابل نه د امیر حبیب الله په ایستلو کې اغیزمنه مرسته وکړه . وروسته د غو پښتني قومونو د وزیرو په ګډون پاچامحمد نادر ته بد ویل او څرګنده یې کړه چې دوی له هغه سره ددې د پاره مرسته وکړه چې پاچا امان الله بیرته په واک شی .د وزیرو قومونو په کال ۱۹۳۳ کې متون محاصره کړ خو دا ځل افغان پوځ د سردار محمد هاشم په مشرۍ دوي په شا وتمبول .(۷)
دغه لنډه شرحه ثابتوي چې د ډیورند کرښې ددواړو خواو پښتنو په تیره وزیرو او مسیدو په عملی ژوند اثر نه دې کړی او دغو پښتنو، افغانستان د پخوا په شان خپل هیواد باله . له هغه وروسته د میرزا علی خان په سروالۍ چې د ایپی فقیر په نامه یادیده ، وزیرو مسیدو اونورو قومونو اول له بر تانوی هند نه د خپلی خپلواکۍ او بیا له ۱۹۴۷ نه وروسته د پښتونستان د جوړیدلو په لار کې ټینګې او حیرانوونکې مبارزې وکړې .
میرزا علی خان د شمالي وزیرستان د کجوری په کلې کې په کال ۱۹۰۱ کې پیدا شوی او د وزیرو توری خیل څانګې ته منسوب و . لومړنۍ زده کړه یې له خپل پلار او ملایانو نه په خپل کلی کې په عربی ، فارسی ،پښتو او اردو کې وکړه ، نیکه یې موسی درویش دومره نومیالی تیر شوی و، چې تر اوسه هم په موسی نیکه یادیږی، میرزا علی خان وروسته له دې چې د طب او الهیاتو لومړني اصول زده کړل به پیښور ، کوهاټ، خوست او جلال اباد کې په مدرسو او خانقاوو کې وګرزید . د جلال اباد په چارباغ کې د نقیب صاحب مرید شو . نقیب صاحب چې د قادري طریقې مرشد و ودې خپل نایب وټاکه او میرزا علی د هغه تر سیوری لاندې خپل مذهبی او دنیوي فکرونه تنظیم کړل . وروسته له دې چې هلته یې د مهاجر قاضي حیات الدین له لور سره واده وکړ ،خپل پلارني کلي ته په وزیرستان کې ستون شو .بیا یې د دوړو په بلنه په ايپی کې واړول او د ایپې فقیر په نامه یاد شو ، په ایپی کې یې د پوهې منځی پرانست او وزیرو ته مرجع شو . هغو ته یې مذهبی درس ورکاوه او روحاني لار ښوونه يې ورته کوله په تیره وروسته له هغه چې په مکه کې له حج کولو نه راوګرزید. په دغه و خت کې د غسی میاشت نه وه چې انګریزان په وزیرستان کې نظامی عملیا ت ونه کړی چې ایل یې کړي ، د ایپی فقیر نور نو په سیمه ییز او ملی سطح کې سیاست ته بی علاقې پاتی کیدی نه شو .له خدایې خدمتګارو او داسی هم له جمعیت العلما سره چې د انګریزانو پروړاندې یې مبارزه کوله ، ملګري پیل کړه ، خو په داسی حال کې چې د خدایې خدمتګارومشرانو لکه خان عبدالغفار خان د کانګرس ګوند په پلوی د هندوستان په پلوی د هندو ـ مسلمان یووالی غوښته ، د ایپی فقیر یوازی په مسلمانانو ودرید . په کال ۱۹۳۶ کې د یوې هندوې په سر د هندوانو او مسلمانانو تر مینځ لویه غوغا جوړه شوه .
بنوته ور څیرمه کلې کې د رام کوری په نامه یوه پنځلس کلنه نجلۍ د ښوونځي په یوه ښوونکي سید امیر نور علي شاه مینه شوه او ورسره یې واده وکړ ، مسلمانه شوه او خپل نوم یې اسلام بی بی کړ ،دغه موضوع په دعوا واوښته ،په بنو اونورو ځایونو کې د هندوانو او مسلمانانو تر مینځ شخړې او مرکې روانې شوې ،خو د عوا فیصله نه شوه ،تر څو په پای کې په محکمې کې د نجلۍ کونډۍ مور دعوا وګټله او بیا یې هغه کوم هندو ته په نکاح کړه او څه موده وروسته د هغی مسلمان میین تری تم شو . مسلمانانو د محکمې دغه فیصله په اسلامې چارو کې د حکومت لاسوهنه و ګڼله او د انګریزانو په عدالت شکمن شول . د اسلام بی بی قضیه اوس نه یوازې دیني بلکه د بښتو او پښتونولۍ مسٌله شوه .(۹)
د ایپی فقیر په ټولو مرکو او جرګو کې ګډون وکړ او د وزیرو یو شمیر قومونو د بدل او غزا په نومونو د انګریزانو پر ضد پاڅیدل ، د ایپی فقیر صوفی ګري پریښوده او داسلام او پښتو دفاع ته یې ملا وتړله . د شریعت له مخې غزا باید هغه وخت وشي چې مسلمانان د امیر په نامه اولی الامر ولري . ددغه مطلب دپاره د وزیرو، مسیدو،بیټنیو ،بنوڅو ، خټکو او مروتواو داسی هم له افغانستان نه یو شمیر قومونو په متاسی (Matasai) نومی ځای کې جرګه وکړه .ددغه مقام دپاره کاندیدان ډیر وو خو جرګې د ایپی فقیر د امیر په توګه غوره کړ او د انګریزانوپه ضد یې غزا اعلام کړه . د ایپی فقیر د پښتون ټولنې د مشرۍ ټول صفتونه لرل په تیره تقوا ،او جنګي مهارت . وروسته له هغه چې د سرحد ی ایالت کمشنر د هغه غوښتنې ونه منلې ، د سر تیرو په نامه یې یوه ډله او د یو شمیر خلیفه ګانو له ترکیب نه «جنګي شورا »تنظیم کړه خو په داسی حال کې چې خلیفه ګانود انګریزانو پر ضد منظم لښکري جنګ غوښته ، نوی امیر د غیر منظم ګوریلایې جنګ پلان وړاندې کړ چې د ټولو له خوا ومنل شو .
د وزیرو او انګریزانو تر مینځ له هندوستان نه د هغوی تر وتلو پورې بیحسابه نښتې وشوې،انګریزانو د ایپی فقیر میشت ځایونه له هوا نه بمباري کول . د ۱۹۳۷ کال د جنوري تر اتلسمی پورې یې پنځه ځله د هغه مرکز ارسلا کوټ بمباري کړ خو نتیجه یې ورنکړه .د فقیر جنګیالیو به د انګریزانو په مځکني پوځونو باندی د لارې په اوږدو کې غلچکي بریدونه کول . په نښتو کې به انګریزان تر وزیرو نه ډیر تلف کیدل او ټپي کیدل . یوه نښته څلویښت ورځې اوږده شوه چې په هغې کې ۶۰۰ تنه انګریزان تلف شول خو پاتې پوځ ارسل کوټ ونیوه . په ارسل کوټ کې ګربز ،تڼي ،ځدران او ګیان خیل هم له هغوی سره یو ځای شوی وو. په وزیرستان کې لږ تر لږه د انګریزانو پنځه سیاسی ایجنتان د وظیفې د اجرا په حال کې وژل شوي وو. وزیرو حتی د انګریزانو تر لاس لاندې سیمو باندې هم ودانګل ،هندوان به یې تښتول او کورونه او دکانونه به یې ور سوزول . انګریزانو د ایپی فقیر نوی مقر مزدک د نیولو د پاره چې د غره په ډډه کې کیندل شوی څمڅې وی ، د څلویښت زره عسکرو پوځ واستاوه . په نښتو کې دواړه خواو ته درانده تلفات واوښتل ، او د ایپی فقیربیا خپل مرکز ګرویک ته نقل کړ چې افغانستان ته نږدې د پولې په اوږدو کې واقع دی .انګریزانو له هغه وروسته له هغه سره د زور او زر چلند ونیوه ، خو دغه نوی چلند هم ګټه ونه کړه . په ګرویک کې د ایپی فقیر د یو ډول حکومت تنظیم وکړ . حکومتی څانګې یې پرانیستلې ، ‌ذکات ،عشر ،شکرانه او غنیمه او داسی هم له هندوستان نه د حکومت د مخالفانو پولي بسپنې د هغه د بیت المال عواید و ګرویک د چاپ ماشین هم درلود.
د ۱۹۲۵ ـ ۱۹۲۹ او ۱۹۳۴ – ۱۹۳۵ تر مینځ کلونو کې په بنو او اسماعیل خان دیری باندې د وزیرو یرغلونه هر کال تر لسو نه ډیر و .خو له ۱۹۳۶ نه تر ۱۹۴۰ پورې د ایپی فقیر په وخت کې په کال ۱۹۳۶ کې دیارلس ځله ،په بل کال هم دیارلس ځله ،په ۱۹۳۸ کې پنځه اویا ځله ،په ۱۹۳۹ کې پنځه شپیته ځله او په ۱۹۴۰ کې ۱۱۹ ځله یرغلونه وشول . عجیبه ده چې ددوهم نړی وال جنګ په بهیر کې چې انګریزان په اروپا کې د جرمني له خطر سره مخامخ و،په سرحد کې یې ڼظامي عملیاتو ،هوایې بمبارۍ او د زغرورو ماشینو استعمال ته زور ورکړ .له بلی خوا ډیر وزیر دانګریزانو په لښکر کې د پیسو ګټلو دپاره شامل شول خو دایپی فقیر نږدې ملګري ورسره ټینګ پاتې شول او وروسته له دې چې انګریزان له هندوستان نه ووتل او پاکستان جوړ شو د خپلواک بښتونستان بیرغ یې جګ کړ .
پښتونستان او د ایپی فقیر
د ۱۹۴۷ کال په جولای کې د هندوستان تر ویشل کیدو نه دمخه افغانستان د برتانیې له حکومت نه وغوښتل چې «پښتنو او بلوچو ته دی خپلواکۍ یا له افغانستان سره د یو ځای کیدو د انتخاب حق ورکړه شي .»(۱۰) په همدغه و خت کې د سرحد ځینې ملتپالان لکه عبدالغفار خان او ګوند یې چې له انګریز انو سره د خپلواکۍ په سر مبارزې کړې وې ،نه غوښتل د پاکستان په نوي دولت کې شامل وی . هغه لا د افغان تر حکومت نه دمخه د ټولو پښتنو دپاره د خپلواک حکومت غږ جګ کړی و . د ۱۹۴۷ کال د جون په ۲۱ مه يې د سرحد کانګرس غړي ،د خدایی خدمتګار او زلمی پښتون قوماندانان او نور په بنو کې سره جرګه کړل . د جرګې پریکړه دا شوه چې «د ټولو پښتنو خپلواک حکومت دې جوړ شي ، چې اساسی قانون به یې ددموکراسی په اصولو ،برابری او عدالت بنا وي .»جرګې له ټولو پښتنو نه وغوښتل چې «دغه سپیڅلی هدف ته د رسیدلود پاره په دغه منشور کې سره یو موټی شي او د پښتون له قوت نه پرته بل هیڅ قوت ته سر ټیټ نه کړي .»وروسته عبدالغفار خان په یوی لویی غونډی کې څرګنده کړه چې د سرحد کانګرس به په تجویز شوی ریفراندم کې برخه وا نه خلي .دبل کال ۱۹۴۸ د می په ۱۲ مه د ایپی فقیر له خپل مرکز ګرویک نه په یوې اعلامیی کې څرګنده کړه چې «پاکستان د برتانیی مخلوق او محمد علی جناح د بر تتانیی ایجنت دی» (۱۱) یوه میاشت وروسته د پاکستان حکومت عبدالغفار خان د« یاغی توب » په تور ونیو ،او دری کاله په بند محکوم کړ. داپه دغسی حال کې و چې د ایپی فقیر د «پښتون په موضوع کې » د افغانستان خوا ونیوله او او له افغانستان نه یې پیسې ،وسلې او نورې مرستې تر لاسه کولې . کابل په واقع کې په دغسې مرستې سره هغه دود بیرته ژوندې کړ چې د هغه له مخې د کابل حکومت ختیځو پښتني قومونو ته مواجب ور کول .د همدغه کال ۱۹۴۸ د اګست په ۱۲ مه اپریدیانو او د هغوی سر رشته ګوند په تیرا باغ کې د «خپلواک پښتونستان » بیرغ هسک کړ او د تیرا څانګې «د پښتونستان ملې اسامبلې » په یوې اعلامیی کې څرګنده کړه چې «مونږ د پښتونستان د ملی اسامبلې د تیرا څانګې ، په داسی حال کې چې د تیرا په لوړو غرو کې د مسلمان دموکراتیک حکومت نوی نیالګی ایښودل شوی ،په دی وسیله هیله کوو چې دغه ځوان نیالګی به د لوی څښتن په مرسته او د ازادی مینو بښتنو په ملا تړ په لنډه موده کې په دغسی ټینګې او میوه لرونکې ونې بدل شې چې ګټه به یې نه یوازې پښتونستان ته وی بلکه د نړۍ د پرمختګ او سولې د پاره به هم خپل مسولیتونه ادا کړي» په دغی اعلامیې کې پښتونستان له چترال نه تر بلو چستان او له خیبر او بولان نه داباسین تر غاړو پورې اعلام شو . په همدغې میاشت کې د وزیرو بیلو بیلو قومونو جرګه کابل ته لاړه ،او دافغانستان حکومت هغې ته د مرستو وعده ورکړه .
د پاکستان ځواب د افغانستان بمباري کول شول .د ۱۹۴۹ کال د جون په ۱۲ مه یې په مغلګې بمونه وغورزول . پاکستان په دې ډول د برتانوی هند نه وروسته دوهم حکومت شو چې افغانستان یې بمباري کړ او د هغه نتیجه دشاه محمود حکومت له خوا د لویې جرګې بلل شول .لویې جرګې چې د جولای په ۲۶ مه په کابل کې جوړه شوه ، له پښتونستان سره یې خپل ملاتړ اعلام کړ او په عین حال کې یې په رسمی ډول د ډیورند توافق لیک د ۱۹۰۵ کال د افغان ـ انګلیس تړون ، د ۱۹۱۹ کال د راولپنډۍ تړون ،او د ۱۹۲۱ کال د افغان ـ انګلیس تړون غیر قانونی او لغو شوې اعلام کړل . د ا یې هم په رسمی ډول څرګنده کړه چې هر هغه تړون چې د پښتنو په اړه شوی وی ، با طل دی .(۱۲)
خو د پاکستان په وړاندې د مقاومت څرګند او عملی سنګر ګرویک و .د ۱۹۵۰ کال د جنوری په دوهمی اوونۍ کې د خټکو ،مروتو ،تڼیو اوبلوڅو قومونو د پښتونستان د ملې اسامبلې د وزیرستان څانګې او د هغې د ولسمشر د غوره کولو دپاره جرګه وکړه ،جرګې په اتفاق سره دایپی فقیر خپل ولسمشر په توګه غوره کړ. د ولسمشر په توګه د ایپی د فقیر د پاکستان له حکومت نه وغوښتل چې خپلې لښکرې د پښتنو له سیموڅخه وباسی او پښتانه خپلواک پریږدي ، په ګرویک کې ډیری څانګې د دولتی ادارو په بڼه فعالې وې ،له ګرویک نه لادمخه موقوته خپرونې اوداسې هم دوه ورځپاڼې د غازی او آزادپښتون په نومونو وتلې چې شریعت ،پښتونستان او خپلواکۍ یې اصلي موضوع ګانې وې خو په ۱۹۵۳ کې د ولسمشر ایپی فقیر یو مهم نایب خلیفه مهردل خټک له خپلو اویا تنو ملګرو نه ترینه بیل شو او دبل کال په مارچ کې د پاکستان حکومت ټول لویدیځ پاکستان په یوه واحد یا یونټ کې شامل وښود .ددې مانا دا کیده چې سر حدي سیمې یا پښتونستان چې تر دغه وخته پورې په دننیو چارو کې خپلواک دی ،د نورو سیمو په شان د پاکستان یوه برخه وګڼله شوه . په دې ډول د یوه یونټ تجویز د ډیورند د توافق لیک پر خلا ف او په اصل کې د پښتنو د حل کیدو دپاره یو تجویز و .له دی امله افغان صدراعظم محمد داود د هغه پر ضد سخته وینا وکړه او افغانان تر دې حده پورې وپاریدل چې د محمد داود د وینا په سبا د مارچ ۲۹ یې په جلال اباد او کندهار کې د پاکستان قونسلګرۍ ګانې او په کابل کې د هغه سفارت چور کړ، په مقابل کې د پاکستان حکومت له خوا د افغانانو په صادراتې او وارداتې مالونو باندې سخت قیود ولګول شول او پّه پیښور کې د افغانستان قونسلګرۍ چور شوه . وروسته د یوه بل هیوادونو ته ددواړو هیوادونو د سر والانو په ورتګ سره وضع عادی شوه . خو په ګرویک کې د ایپی فقیر په خپل حرکت ټینګ ولاړ و .که څه هم له کابل سره یې اړیکې د یو څه وخت له پاره ساړه شوی وو . دی د خپل حرکت په اړه په ټول وزیرستان کې وګر زیداو د وزیرو ،مسیدو او بیټنیو خپل مینځې کشالې یې هوارې کړی او خلکوهر چیرې د امیر المومنین په حیث د هغه تود هرکلی وکړ .له دغه سفر نه وروسته په ګرویک کې د غره په ډډه کې په کومې سمڅې کې څله شو او د ۱۹۶۰ کال د اپریل په ۱۶ مه له ساه لنډۍ نه وفات شو .
د ایپی فقیر هم د برتانوی هند د حکومت او هم د پاکستان د حکومت ټینګ مخالف او د شریعت د جاري کولو ،د پښتونستان د جوړولو او د پښتنو د خپلواک کولو ټینګ پلوي و . ددغه مقصد دپاره یې د ډیورند دکرښې ددواړو قومونو په ملا تړ په یر غلګرو پوځونو او تاسیساتو باندې ګوریلایې بریدونه وکړل او په خپلو دغو بریدونو سره یې هم برتانوې او هم د پاکستان د حکومت ټول نظامي عملیات شنډ کړل .دا یوه هسی کارنامه ده چې ساری یې ماته مالوم نه دی . په معاصر جهان کې دی شاید د ګوریلایې جنګونو نوښتګر قوماندانان وی ، البته دی د خپل سلف مبارز پیر روښان په شان چې هغه هم د وزیرستان د کاڼی ګرم و، په خپل ژوند کې په مقصد ونه رسید خو دهغه په شان یې د پښتنو د خپلواکۍ دغور ځنګ میراث پریښود .د میا روښان غور ځنګ تر څه حده ایمل خان مومند ،دریا خان اپریدي ،میرویس نیکه او په پوره ډول ستر احمد شاه سرته ورسوه .پښتانه به یوه ورځ دده غور ځنګ هم بري ته ورسوي .
ستاسی له توجه نه مننه .
یاد دښتونه
۱ –کاکړ، د افغانستان سیاسی او دیپلوماتیکی تاریخ ۱۸۶۳ - ۱۹۰۱ ،برل خپرونه ،لندن ،۲۰۰۶ . دغه کتاب په کابل کې د شاه محمد پلورنڅي له خوا بیا چاپ شوی .په دغه اثر کې د ډیورند موضوع په دغسې تفصیل او منسجم ډول بیان شوی چې په بل هیڅ اثر کې په دغه دول نه ده بیان شوې .
۲ –لودویک ادمک ،د شلمې پیړۍ تر نیمایې پورې دافغانستان باندنۍ چارې، د اریزونا پوهنتون خپرونه ۱۹۷۴، ۵۰. .
۳ – ادمک ،افغانستان ،۱۹۰۰ – ۱۹۲۳ ،دیپلوماتیکي تاریخ د کلیفورنیا پوهنتون خپرونه ۱۹۶۷، ۸۳ .
4- اکبر سید احمد ،پښتانه قومونه په سترې لوبې کې ، د وزیرستان مثال د افغانستان او سرحد په نامه کتاب کې مفاله ،د ډاکتر فضل الرحیم مرړت او سید وقار علې شاه کاکا خیل په انتظام ، د ام جی بینالمللې کتابونه ، پيښور ۱۹۹۳ ،۱۸۶ مخ ددغه کتاب لیکنې دقیقی او پخې دي .له ډاکټر ضامن مومند نه په دې وسیله مننه کوم ،چې د هغه یوه نسخه یې ماته استولې وه .
۵ – ادمک ۱۹۶۷ یاد شوی اثر ۱۲۹ .
۶ – اکبر احمد ،پورته یاده شوې لیکنه ،۱۹۲ .
۷ – پورتنې اثر ۲۰۳ – ۲۰۵ .
۸ – فضل الرحیم خان مروت ،عبدالکریم خان ،سید وقار علی شاه کاکا خیل ، د ایپی فقیر ،په پورته یاد شوی کتاب کې ۲۳۹ . ما خپله دغه لیکنه تر زیاتې اندازې ددغه کتاب له دغو دوو لیکنو له مخې برابره کړی او ریفرنسونه مې لږ ورکړی دی .
۹ – مروت اونور ،یاده شوې لیکنه ۲۴۵ .
۱۰ – ادمک ۱۹۷۴ ، یادشوی اثر ۲۶۴ .
۱۱ مروت اونور ،یاده شوی لیکنه ، ۲۵۷ .
۱۲ – لویی دوپرې ،افغانستان ،پرنستن پوهنتون خپرونه ،نیو جرزي ،۱۹۸ ،۴۹۲ .