- تاريخ رسيدن مطلب  به آسمايی:  05.02.2007

- تاريخ نشر مطلب در آسمايی:      06.02.2007

 

 

دستگېر خروټی

روشنفکران او بت پالنه

 د اتلانو پلټنه د ټولنې د بې وسې او بت پالنه د فرهنگې خوارې پايله ده

د افغانې ټولنې په روشنفکرې ډگر کي د بت جوړولو او بت پرستې پېاوړې بيلگې او نښانې شته دي. په دي ډگر کي د اتل پالنې، د رهبر پالنې اود پهلوان پالنې رنگارنگ هڅې ليدل کېږې. کله کله سړی نه پوهېږې چي دا او هغه روشنفکر، دا او هغه ليکوال، دا او هغه ډله، دا او هغه گروپ  په څه پسي گرزې. د چا پلټنه کوي او ورنه څه غوښتنه لرې.  موخه خو به  دا نه وي چي هغوې د اوسنيو ستونزو په حل کي برخه اخستلو ته رابولې؟  موخه خو به دا نه وي چي ټول او هر څه په  پرون کي يوه مکان او زمان ته په شا وروگرزول شي؟. که دا شاته گرزونه په مذهبې دود تر سره کېږې،  مدرسوته  لا په خوا کمپيوترونو لاره موندلې ده. که دا شا ته گرزونه د قبيلې او قوم په دودتر سره کېږې، خو همدادم د گلوبالېزم په وړاندي نه يوازي د قومونو، بلکي د ملتونو رنگ هم په زړيدو دی.
 دلته يو ځل بيا په تکرار وواېم چي تارېخ په مکان او زمان کي خپل مفهوم تر لاسه کوي او په تارېخ کي پرونی مکان او پرونی زمان ته ورگرزيدل د دواړو مکان او زمان د نه پېږندنې په مانا دی. افغانستان نه نور په هغه مکان دی چي پرون وو او نه په هغه زمان کي دی چي پرون وو. اوس د گلوبالېزم زمانه ده او د افغانستان ځای په نړيواله کورنۍ کي ده او په نړيواله کورنۍ کي د ځاي نيولو وسيلې د شوونېزم او سکترېزم په ځای، د بنياد گرايې او افراط په ځاي دمو کراسي، مدرنيته او دبشرې حقونو مراعات او درناوی دی. همدارنگه موخه خو به دا نه وي چي د هغوې  " پرونيو"  په کرامت او يا هم په دي او هغه زيارت باندي د ولاړو جنډو په ښورولو سره د ننيو ستونزو د حل غوښتنه کېږې. جنډې هغوې ښوروې چي د راتلونکې لوری ورنه ورک وې.  جنډې هغوې ښوروې چي په خپل برخليک واکمن نه وي. " جنډې! په کوم لوري به مې وړې"
 خو پوښتنه داده. هغوې موږ ته  دومره څه پريښې او دومره څه يې را کړې چي د اوسنيو ستونزو د حل کولو په کارکي په لارښود بدل شي؟ هغوې موږ ته بې شماره نا حل شوې ستونزې را پرييښې دې. هغه ستونزي چي نورو لا خپوا ان سل کاله، دوه سوه کاله پخوا حل کړې دي. اوسنی او راتلونکي نسلونه به  نه يوازي د پرمختگ او ودې په لور هڅې کوي، بلکې دي ته اړ دي چي د پرونيو را پاتو ستونزو او ناخوالو د لرې کولو له پاره هم کار وکړي.  
رښتيا هم هغوې موږ ته کومه انديښنه او کوم تفکر پريښی په تېره بيا چي د ټولنې او سياست په کار کي مرسته وکړې. افغانې ټولنه په بشپړه توگه د علمې او فکرې لارښوونې له نشتوالی سره مخامخ دی او همدا وجه دي چي له يوه افراط په خلاصيدو سره په بل افراط کي تر غاړې ډوبېږو. همدا وجه ده چي شيانو او پيښو ته يوازي د تور او سپين، د ښه او بد او د حلال او حرام په سترگه گورو. هغوې موږ ته د ټولنې او واک تر منځ، د سياسي ډلو تر منځ، د مېړه او ښځې تر منځ، د اولادونو او والدينو تر منځ د " زوراو گواښ اړيکې" پريښې دي.
تجربې ښيې کله  چي سړی د حالاتو په پېږندنه او را سپړلو کي بې وسه کېږې، کله چي سړی  ستونزو ته د حل د لارو او د پيښو د لاملونو په پيدا کولو کي پاتې راځې په طبعي توگه يا د تقدير او غيبې قوتونو مرسته غواړې اويا هم  په اوتومات توگه  پرون او پرونيو اتلانو ته مراجعه کوي او د پرونيو اتلانو په افکارو او وصیتونو کي د اوسني ستونزوبشپړ حل لټوې. دا ډول چلند د زړو ټولنو ځانگړتيا ده، چېرې چي انسان  د پيښو د لاملونو په پيدا کولو کي بې وسه وو . په پرمختلليو ټولنو کي د پيښو څېړنه او د هغوې د لاملونو پيدا کول يوښکاره او عادي کار گرزيدلی دی. موږ په يوه پېچېلې او په چټکې سره بدليدونکې نړۍ کي ژوند کوو او په دي ډول يوه نړۍ کي نه شيان او پيښې په تور او سپين ويشل کېږې او نه د شيانو او پيښو ساده کول د پېږندنې او حل له چارې سره مرسته کولاي شي. پېچېلې پيښې پېچيلی حل غواړي او دا ډول حل کول د پيښو
علمې، هر اړخېزه او ژوره څېړنه، دقت او وخت غواړې. بې له شکه ساده کول او بيا په منډه حکم ورکول د ناپوهې او ټنبلې دود دی.
ځېنې بيا همدا اوسنې پېچېلې او په چټکې سره بدليدونکي حالات د دوه سوه کاله،درې سوه کاله ... زړو معيارونو په بنياد سنجوي او هماغه حالت ته د ورگرزيدو هڅې کوې . زه به ددې  ډول هڅو په وړاندي  وواېم چي شا ته گرزيدل د زمانې له عنصر سره تړلې مسله ده او زمانه په خپل حرکت کي يوازي يو لوري پېږنې او ددي لوري نوم " وړاندي تگ" دي او بشرې ټولنې هېڅکله هغه زمانې ته په شا نه ورگرزې چي ورنه تېره شوې دې.   افغانستان ړنگيداي شي، افغانستان تجزيه کيداي هم شي، خو هېڅکله هماغو پخوانيو جوړښتونو ته په شا نه ورگرزې.
يو شمېر نه يوازي دا او هغه وگړی د اتل، پهلوان،  بابا، پيشوا، رهبر ... په توگه منې، بلکې د هغو  په وړاندي  په وفاداريواو پېرويو کي دومره ډوب شوې چي راتلونکې  هم په هغو او د هغوې په نظرياتو پوري تړې. داډول  ډلې له دی او هغه  وگړي  بوت جوړوي او د پرستش مرحلې ته يې رسوي او د قومي، مذهبې، ايديولوژيکي، گروپې، ملگرتيا... په تعبېرونويې د مقدساتو قلمرو ته ورننباسي. هغوې چي د مقدساتو قلمرو ته ور ننوزې نور له نيمگړتياو، تېروتنو او غلطيو پاک شمېرل کېږې. د ټولو ښو شيانو نسبت هغوې ته ورکول کېږې او د ملامتيو پيټی په نورو ورغورزول کېږې. دا ډول  وگړی نور د پيشوا درجې ته اوچت شوي چي يوازې ښې خواوې لرې او دا وگړی  په يوه " معصوم وگړی" بدلېږې. له دي وگړی  سره يې د پېروانو اړيکې د احساساتو، عواطفو او پېرويو په بنياد جوړېږې او نور نو څوک اجازه نه لرې د هغه په هکله يوه هراړخېزه څېړنه او پلټنه وکړې او د هغه کمزوري لوري  را لوڅ کاندي.  په بل عبارت دا او هغه اتل، دا او هغه مشر، دا او هغه اموزگار، دا او هغه پهلوان او يا دا او هغه بابا د خپلو پېروانو له خوا د ممنوعاتو د ديوالونو تر شا ځای په ځای کېږې او ورکتل يې د پېروانو د غصې او قهر سبب کېږې. له بده مرغه دا او هغه  پيشوا نه يوازي په ژوند کي، بلکې له مرگه  وروسته هم د لوېو او لوېو تراژيدېو او وژنو په لامل بدلېږې.
  په افغانې ټولنه او په تېره بيا په روشنفکرې برخه کي  په اتل، په قهرمان، په پهلوان، په رهبر ... ددې او هغه وگړی د بدلولو په کار کي بېړه کېږې او د يوه سم او لازم قضاوت په ځای په دي کار کي له احساساتو، عاطفې، قومې او گروپې سمپتيو څخه کار اخستل کېږې. همدا نن په ټولنه کي دا او يا هغه وگړی يو لوری ته اتل او قهرمان ښکارې، خو بل لوری ورته جنايت کونکی او خاين وايې. يو لوری ورته رهبر اوپهلوان وايې، خو بل لوری ور باندي د خيانت او جنايت کولو تورونه  لگوې. دي او هغه وگړی ته يو لوری ناجې او پيشوا وايې، خو بل لوری  ورته د ديکتاتور او جنايت کونکی نوم ورکوي. يو شمېر دي او هغه وگړی ته بانې او موسس وايې، خو بل لوری يې يرغلگر او تېری کونکی بولې.
 مرگ په هر حالت کي يوه تراژيدې ده او همدارنگه  ددې او هغه وگړی مرگ  غمېزه ده او د هر چا د خپگان وړ دی. خو په دي او هغه شخصيت د مرگ په ځای دا تارېخ دی چي قضاوت کوي.
مخکي له دي چي دا او هغه وگړی‏  دا او هغه شخصيت په اکون ICON  او سمبول بدل شي. په بې طرفه توگه د هغوې د ښو او بدو خواو څېړنه وشي. د هغوې پېاوړې او کمزوري خوا په گوته شي. په منصفانه توگه  د هغوې  پېاوړي لوري روښانه او کمزوري لوري يې انتقاد شي او مخکي تر دي چي دا او هغه وگړی  په اتل بدل شي د هغه په هکله،  د هغه د کارونه په هکله او د هغه د لاس ته راوړونو په هکله څېړنه وشي. دا کار حوصله، څېړنه بې طرفې او وخت غواړې. که نن دا او هغه شخصیت د پرستش  مرحلې ته رسېږې، ور څخه اتل،  پيشوا، قهرمان، پهلوان او بابا جوړېږې خو سبا ددې امکان شته دی چي د تارېخ له بل ډول قضاوت سره مخامخ شي او ددې او هغه  شخصیت د محکوميت حکم ورکړې.  په تارېخ کي هېڅوک نه بيمه کېږې او د پيشوایانو او زورورو له پاره هم بيمه نشته دی.  هغوې هم د موږ په شان انسانان دي او د خپلو ښو خواو تر څنگ يې بدې خواوې هم لرې. دا هم بايد هېر نه کړو چي تارېخ  کله کله  له هغوې څخه لوي وگړې جوړ کړې چي په خپل وخت کي د ډېرو نه خوښېږې او عامه  ذهنيت هم د هغوې په پلو نه وې. 
 زه ددې وېره لرم چي نن به موږ د احساساتو، عواطفو، گوندي، گروپې، قومې، ژبنيو او مذهبې سمپتيو په بنياد له دي او هغه وگړی سپينه کوتره جوړه کړو، خو سبا به په تارېخ کي د يوه  تور کجېر په څېره کي را ښکاره شي.  موږ به نن ددې او هغه شخصيت مجسمه جوړول غواړو، خو سبا به نه ورته  غوږ او نه به هم ورته  پوزه پاتې وې.  تارېخې شخصيتونه هغه ډول ومنل شي چي وو په طبعي توگه د هغوې له لاس ته راوړنو او کمزوريو سره.
 د تارېخ ازمايش تر ټولو سخت ازمايش دی.  د تارېخ نه سترگې تړل کېږې او نه يې غوږونه پټېږې.تارېخ نه ددې او هغه د آرمان او ارزو له مخې جوړېږې او نه له پخوا څخه د جوړ شويو اصولو او قوانينو پېروي کوي. خوله ددې سره سره وړو وگړو له تارېخ سره هم د جفا لاره ونيوله. هغوې هڅه وکړه د افغانستان تارېخې ورځې  هېرې، تحريف او يا سياسې کړې. هغوې ته تارېخ اهميت نه درلود. دوې د هغه تارېخ پلټنه کوله چي دوې په مرکزکي وي او دوې په کي ځلېږې. يوه لورې هڅه کوله تارېخې ورځې حزبې، سياسي او روسې کاندي او بل لوری بيا هرې تارېخې پيښې ته مذهبې جامې ور په تن کولې او په ملاتوريو کي  تارېخ په بشپړه توگه په يوه بې آرزښته شی بدل شو.  تارېخې اثار، تارېخې شتمنې او له دي جملې د بودا بتونه د يوه مذهبې مکلفيت په توگه له منځه یو وړل کېږې او په بې باکې او بې پروايې سره نه يوازي د تارېخ غوښتنو ته، بلکې د اوسنۍ زمانې غوښتنو ته هم شاوروگرزوې. له بده مرغه اوس هم يو شمېر ليکولان او سياست کونکي  د خپلو گټو او موخو په منظورد تارېخ د جعل کولو هڅې کوي.  
د روشنفکرانو دنده د بتونو جوړول او بت پالنه نه دي او په تېره بيا د هغو بتونو جوړولو چي سبا به يې پخپله ړنگول غواړې. هغه روشنفکران چي د بيدار وجدان خاوندان دی  په دي هکله نه د واک، نه دقوم، نه د مذهب ...  تر تاثېر لاندي راځي او نه په خپل کار کي دا عناصر معيار گرزوي. ما مخکي وليکل چي د يوه روشنفکر د کار ځانگړتيا له عقل او خرد څخه کار اخستل دی او په خپلو قضاوتونو کي د خپلواکې ارادې او خپلواکې پوهې پېروي کول دي. د روشنفکر بيدارې  په دي کي دی چي له واک، پرونيودگمونو... څخه ځان او خپل کار خپلواک وساتې. روشنفکر نه ځان ته اجازه  ورکوي چي بت پرست شي او نه کيش شخصيت ته غاړه ږدې. روشنفکر ددې او هغه واکمن ثنا او صفت هم نه وايې. روشنفکر هېڅکله هم په دی او هغه شخصيت، په دي او هغه مړی، په دي او هغه رهبر د احساساتو، عواطفو، انتيپتيو او سمپتيو په بنياد قضاوت نه کوي. روشنفکر په دا ډول قضاتونو کي په هر اړخېزه توگه له غرض درلودلو څخه ډډه کوي. همدارنگه روشنفکران ددې او هغه وگړی په خدمتونو، کړونه، وياړونو او لاس ته راوړونو د بطلان کرښه نه را کش کوي او په هر ډول حالت کي ددې او هغه وگړی د کار، خدمت او نه ورکيدونکو انسانې آرزښتونو درناوی کوي او همدارنگه له دي څخه په کلکه ډډه کوي چي د سياسي، مذهبې، ايديولوژيکي گروپې  او قومي کرکو په بنياد دا او هغه شخصیت محکمې ته را کش کړې اويا په سپکه سترگه ورته وگورې.
روشنفکران د ټولنېز ذهنيت د لارښونکو په توگه ددې دنده نه لرې چي د رهبر او پيشوا د راتگ لاره و څارې. پيشوا پالنه د ايديولوژيک واکمنيو ) نازيزم، فاشېزم، کمونېزم...( دود دی. دا د توتالېتر او ديکتاتورواکيو دود دی چي د پيشوا او کيش شخصیت تبليغ کوي او وگړي د هغه پېروی او اطاعت کولو ته را بولې. دروشنفکرانو دنده له ټولنې سره مرسته کول دي چي ټولنه پخپله د لارښونې وړتياتر لاسه کړې. په افغانستان کي له يوې خوا د ټولنې خپلواکې او مدنې ټولنه کمزورې دي او له بلې خوا د اطاعت او تبعيت کولو دود پېاوړی دی. روشنفکران دي کار ته مټ ورکړي چي ټولنه په ځان باوري کړې تر څو ټولنه د يوه خپلواکي ځواک په توگه د عمل کولو جوگه شي.
زه دپرونيو او تارېخې  شخصيتونو د يادونو او لمانځنو او بيا له هغوې څخه د زده کولو مخالف نه ېم. زه هغوې ته درناوی لرم. هغوې چي په خپلو انديښنو، په خپلو پېاوړيو فکرونو، په خپل هنر او په خپلو جوړونکو کارونو يې ټولنې او هيواد ته خدمت کړی دی  بايد ياد شي او درناوی يې وشی. افغانستان د مشهورو متفکرينو او فرهنگيانو ټاټوبی دی، کوم چي د افغانې ټولنې تارېخې شتمنې شمېرل کېږې.  افغانې ټولنه تارېخ  او وياړونه  لرې.  په تارېخ کي د هغو گمنامو پلټنه هم وشي، کوم چي د دفکر او انديښنې د خپلواکې په جرم د عدالت او برابرې د غوښتنې په جرم د استبداد او تاريک فکرې ښکار شوي دي.  وگړی تارېخ لرې او له تارېخ پرته وگړی مفهوم له لاسه ورکوی. خو ښه به دا وې چي د هغوې د پرستش په ځای، له هغوې څخه د تقليد کولو او کاپې کولو په ځای عبرت او الهام واخستل شي او ور څخه زده کړه وشي.
يو تارېخې شخصيت هغه وخت ځلېږې چي د زمانې اړتيا وې او د جوړيدو شرايط يې منځ ته راغلي وي. د نلسن مانديلا  شخصيت  هم د زمانې غوښتنه وه او همدارنگه يې د جوړيدو امکانات منځ ته راغلي وو.  تارېخې شخصيوتونه  په معلومه زمانه او معلومه تارېخې دوره کي شکل نيسې او تر ډېره حده د هماغه زمانې او شرايطو توليد دي او کله چي هغه زمانه تېرېږې هغوې هم د تارېخ په برخه بدلېږې. که  نن هم په  هماغه شان او په هماغه دود د هغوې  پېروې وشي. ددې خبرې مانا به دا وي چي موږ ننی حالات او ننې پيښې د پرون تابع گرزول غواړو.  نن په سبا بدلېږې او پرون تارېخ دی او هغه څه چي پرون تر سره شول د تارېخ په يوه برخه بدلېږې نوله دي امله په کار دي چي همدا نن د هغه څه په هکله چي وايو او د هغه څه په هکله چي سر ته يې رسوو څو ځلې فکر وکړو. تارېخ  نه يوازي احساساتې او عاطفي قضاوتونه او پایلو اخستنو ته زړه نه ښه کوي ، بلکې د دا ډول ارزونو عمر لنډ او ژر تېريدونکې دې. تارېخ پوهان ددې له پاره د پرون څېړنه نه کوي چي  پرونې پيښې او واقعيتونه نن ته را ولېږدوې او ددې له پاره هم څېړنه نه کوي  چي ښه او بد سره جلا کړې، بلکي ددې له پاره څېړنه کوي چي د تارېخ دوام او د تارېخ حافظه ژوندې وساتل شي، راتلونکي نسلونه د نننيو او پرونيو په کړو پوه شي او د پرونيو تجربو په بنياد د راتلونکې لوری د ښودلو په کار کي مرسته وشې.


پيشوایان يا يوه خپلواکه ټولنه
انسانان د شاتو موچې نه دې چي ټول د ملکې په چوپړ کي وي.


څومره چي ټولنې مخ ته ځې. څومره چي پوهه  او علم پرمختگ کوي. څومره چي ټولنې سياسي کېږې، څومره چي په ټولنېز او سياسي ژوند کي د وگړو ونډه پراخېږې، څومره چي ټولنې په خپل برخليک واکمنې تر لاسه کوي، څومره چي خلک خپل حقونه او ازادې تر لاسه کوي او څومره چي د قانون واکمنې ټينگېږې په هغه اندازه داتلانو او رهبرانو رول او نقش هم کمزوری او کمېږې او پيشوا ته خو هډو ضرورت نه پاتې کېږې.
 اوس د ټولنې په وړاندي د انسانانو دندې او حقونه د فرمان او قوماندې په ځای، د دگم او حکم په ځای او د پېرويو او مريد کيدلو په ځای د ټولنېزو تړنونو پوسيله تنظېم کېږې. په دې تړنونو کي هڅه کېږې له يوې خوا د پريکړو کولو حق د ټولنې په اختيار کي وي او له بلې خوا انسان او هغه ته درناوی په کي مرکزې ځای لرې. په ټولنه کي د ټولنېزو تړنونو پوسیله د چارو سمون ددې عملې امکانات منځ ته راوړې چي نور انسانان د شاتو د موچېو په شان دنده  نه لرې چي ټول  د ملکې په چوپړ کي وي او همدارنگه انسانان د زاڼو کاروان هم نه دی چي له مېر څخه پرته د تلو لوری ورکوي.
د پيشوا په انتظار کښينستل فکر کوم د پرون کار دی او زه پخپله دا باور او دا انتظار نه لرم  چي په افغانستان کي به کوم پيشوا سر را پورته کړې او د افغانې ټولنې ستونزې به په يو ځل د هميشه له پاره حل کاندي. د افغانې ټولنې پلورالستيک ټولنېز، قومې،  فرهنگې او مذهبې جوړښتونه هم د پيشوا د را پورته کيدو له چارې سره مرسته نه کوي. افغانې ټولنه د " پيشوا" له پاره نه دی جوړه شوې. په افغانستان کي پرون په تېره بيا يو په بل پسي انقلابې مشرانو نه يوازي د پيشوا کيدولو هيلې درلودي، بلکې هر يو يې دي ته چمتو وو چي په افغانې کېم ــ ايل ــ سونگ بدل شي. دوې غوښتل چي مجسمې يې جوړې شي او د خلکو کورونه او د وگړو کرتې يې په تصويرونه ښکلې شي. خو له بده مرغه له يوې خوا په گوند کي دننه هميشنېو اختلافونو او توربورگنيو او له بلې خوا ټولنېز مقاومت د دوې دا هيلې نيمخوا کړلې.
د پيشوا نوم  په هميشنې توگه له زورزياتی، خشونت، فرمان، اطاعت، تسلېمې او پېروي سره تړلی دی. په لوی شوروی کي  د استالېن دستور د تارېخ فرمان بلل کيدو  ايرانيانو به د خمينی په هکله ويل : ما همه سرباز تواېم خمينی، گوش به فرمان تو اېم خمينی نازيانو د هيتلر په هکله ويل: د رهبر اراده تر ټولو لوړ قانون دی او پخپله هيتلر به ويل: سوچه او خالص واک د سوچه او خالصې تسلېمې په صورت کي را منځ ته کېږې يو بل پيشوا چي نوم يې موسيلينې دي وايې: ترور ډار منځ ته راوړې او ډار تسلېمې او پېروې را منځ ته کوې.
اوس د هرې ورځې په تېريدو سره پخپله ټولنې او خلک د رهبرې کولو او پريکړو کولو په کار کي ونډه اخلې. همدارنگه گلوبالېزم اود نړيوال کيدولو کار هم د " لويانو" " پيشوايانو"  او " اتلانو" له چارې سره مرسته نه کوي. لکه چي وويل شواوس ضرورت دادی چي ټولنه بيداره شي. اوس ضرورت دادی چي ټولنه خپلواکې شي. ټولنه ددې جوگه شي چي خپله لوری پخپله وټاکي، ټولنه خپل برخليک پخپله سمبال کاندي، د ټولنې هر وگړی په سياست او واک په کار گډون وکړاي شي، پريکړې کول او تصميمونه نيول د ټولنې په چاره بدل شی او همدا د ټولنې له خوا ټاکل شوی لوري د حکومت او حکومتونو د حرکت لوری  وشمېرل شې. د ټولنې د خپلواکي په صورت کي نور دولت د يوې تړلې ټولنې په شان دټولنېز ژوند او ستونزو د حل کولو يوازنی ارگان نه دی. په دي برسېره به د ټولنې خپلواکې د پيشوا د موجوديت او د پيشوا د منځ ته راتلو ضرورت هم له منځه وړې. د ټولنې خپلواکې او سياسي کول به د يوه ټينگ او دوام لرونکی ثبات عملې امکانات منځ ته راوړې او نور به د ټولنې برخليک او راتلونکې په دی او رهبر پوري تړلی نه پاتې کېږې او ددې او هغه رهبر په تللو سره  به نه د واک خلا منځ ته راځې او نه به ځمکه په اسمان اونه به اسمان په ځمکه لگېږې.
د خپلواکې ټولنې بنسټ خپلواک انسان دی. د ټولنې خپلواکې د انسانانو له خپلواکې او ازادې څخه پېل کېږې او يوازي يوازي د انسانانو خپلواکې د ټولنې د خپلواکې ضمانت ورکولاي شي. د يوه ټولنې خپلواکې د ټولنې د اوسيدونکو په خپلواکې پروت دی. همدارنگه د خپلواکې ټولنې ځانگړتيا په دي کي دی چي وگړي يې په خپلو پښو ودرېږې او وکولاي شي له خپل عقل او خرد څخه کار واخلې.  د ټولنو اوملتونو تجربې په ډېره څرگنده او روښانه توگه را ښيې چي تابع، پېرو او خپلواکې نه لرونکې انسانان د خپلواکو ټولنو او خپلواکو ملتونو د جوړولو په کارکي بې وسه او ناتوانه دي. خپلواکه ټولنه د هر وگړی خپلواک شخصيت او خپلواک هويت ته ضرورت لري. په افغانې ټولنه کي تر اوسه په ميليونونو په تېره بيا ښځې نه يوازي خپلواکې نه لرې، بلکې له خپلواک شخصيت او هويت څخه هم بې برخې دې. چېرې چي د ښځې نوم اخستل بې غېرتې او غږ او خندا يې بې شرمې وې  شخصيت او هويت له محتوا خالې مفهومونه دي.
برتلوت برشت وايې: " خوارکی ملت چي اتلانو ته محتاج وي" . هغوې په پيشوا او اتل پسي گرزي چي د خپل برخليک د ټاکلو په کار کي پاتې راغلې وي. هغوې په پيشوا او اتل پسي گرزي چي لاره او لوری ورڅخه ورک شوی وي. هغوې په ناجې او پيشوا پسي گرزې چي په خپلو پشو د دريدولو وس نه لرې. هغوې  د پيشوا او اتل په لټه کي وي چي د خپل عقل او خپل فکر په کار اچولو کي بې وسه وې. په انسانانو کي هغه وخت د د پيشوا او لارښود د پلټولو ضرورت منځ ته راځې چي له فکرې او عقلې ازادې څخه بې برخې شي. هغه وخت  د پيشوا ضرورت منځ ته راځې چي د انسانانو دا او هغه گروپ په خپل منځ کي د پوهاوی  او له بل سره د اړيکو په جوړولو کي خپله وړتيا له لاسه ورکوې. د پيشوا ضرورت په هغه ټولنه کي منځ ته راځې چي وگړې يې  په اسانې سره تبعيت کولو او اطاعت کولوته غاړه ږدې او دا ډول چلند او تلنه  پخپله د فردی شخصيت او هويت کمزورتيا ښيې. کله چي په ټولنه کي د رهبر او پيشوا او په تېره بيا د هغوې د لویې او بزرگې مسله منځ ته راځې په حقيقت کي دا د وگړو د ازادي او خپلواکې د فاتحې د اخستلو په مانا دی.  د پيشوا غوښتنه د تړلو او ايديولوژيک ټولنو ځانگړتيا دی، چېري وگړې د پيشوا په لښکر بدلېږې او ټول د هغه څه په ساتنه مکلف کېږې چي پيشوا يې غواړې. د افغانستان د دموکراتيک جمهوريت په اساسي اصولو کي ټوله افغانې ټولنه د انقلاب! په ساتنه مکلفه شوې وه. په شمالې کوريا کي ددې هيواد ټول وگړي د کيم. جون. ايل له لښکرڅخه عبارت دی. 
 افغانې ټولنه د پيشوا او اتل په ځای زړسواندو او مسولو وگړو ته ضرورت لري چي د شته ستونزو چاره پيدا کړې او دا کار هغه څوک کولاي شي چي د خپلواکو انديښنو خاوندان او د مدريت کولو وړتيا ولري.  په اتلانو پسي هڅه کول د ټولنې د بې وسې او بت جوړونه او بت پالنه د فرهنگې خوارې پايله ده. هغوې چي د فکرونو او انديښنو خپواکې او ازادې لرې، هغوې چي د خپلواک شخصيت او هويت څښتنان دي، هغوې چي په خپل منځ کي د پوهاوی او اړيکو د ايجاد وړتيا لرې پيشوا اواتل ته ضرورت نه لرې.
د دې ليکنې په وروستۍ برخه کي د ويونکو پام دې خبرې ته راړول غواړم موږ اړ يو. موږ ضرورت لروچي د يو شمېر بنسټېزو مفهومونو او له دې جملې د " رهبرې" د مفهوم  په هکله بيا نظر او بيا کتنه  کړو.  زه د رهبر، رهبرې کولو، مديريت کولو او په تېره بيا د سياسي رهبرې مخالف نه ېم. زه د يوې بې سره ټولنې پلوي نه ېم. د ټولنې خپلواکې او همدارنگه د ټولنې سياسي کول د رهبرې کولو او مديريت نفي کول نه دي، بلکې د ټولنې سياسي کول په پراخه توگه د وړ او پېاوړيو سياست کونکو او سياسي مشرانو د روزنې عملې امکانات منځ ته راوړې. د ټولنو سياسي تارېخ په ډېره څرگنده توگه راښيې چيرې چي وگړي له سياست څخه بيگانه او په تيښته کي وي هلته د وړ سياسي مشرانو د روزنې امکانات هم له منځه ځې. هر هيواد او هره ټولنه په تېره بيا سياسي رهبرې ته ضرورت لرې. همدارنگه گوندونه، غورځنگونه او جنبشونه د رهبر او رهبرې  په وجود کي منځ ته راځې.او له رهبرې پرته  دا ډول تشکلونو نه وده کوي او نه مخ ته ځې. خو په دي هکله ددې مسلې درک ضروري دی چي د ټولنې رهبرې نه ددې او هغه کورنۍ،  نه ددي او هغه گوند، او نه ددې  ملا او نه د هغه اخوند، نه ددې حضرت اونه د هغه پېر حق او مالکيت دی. رهبرې د ټولنې حق دي او دا حق د ټولنې له خوا د يوې مودي له پاره دي او هغه  وگړی يا وگړو ته ورکول کېږې.