رسيدن به آسمايی :  11.07.2007 ؛ نشر: 11.07.2007

دستگېر خروټی

همدا اوس د ډيورند د ستونزې د حل کولو وخت دي

نن د جغرافيايې پولو په ځای دا ايديولوژيک پولې دي چي ولسونه ويشي

بهرنی سياست د ملې گټو له ساتلو او خونديتوب څخه عبارت دی. په ډيرو برخو کي دولتونه له يو بل سره متضادې گټې لرې او ددې گټو پر بنياد اختلافونه کله کله د جگړو او يو دبل په کورينو چارو کي د لاسوهنولامل گرزې. د دولتونو تر منځ اختلافونه کيداي شی ځمکنی، ايديولوژيک او يیا هم نور لاملونه وې. د موږ په سېمه کي د دولتونو تر منځ رنگارنگ اختلافونه شته دي او له دي جملې د افغانستان او پاکستان تر منځ بنسټېز اختلاف ځمکنی اختلاف دی او ددي اختلاف زړی د ډيورند کرښه دې.
د دولتونو تر منځ د اختلافونو د حل کولو ښه وسيله ديپلوماسې او ديپلوماتيک لارې دي. خو کله چي ديلوماسي او ديپلوماتيک فشارونه کار ونه کړې نو د دولتونو تر منځ د وسله وال ټکر گواښ منځ ته راځې. دا او يا هغه لوری او يا دواړه لوري د ستونزې د حل له پاره د جگړې لاره غوره کوي
بهرنې تگ لاره په روښانه او ښکاره سياسي استراتېژې تکيه کوي او خپلې موخې ټاکې او دې موخو ته د رسيدو له پاره تاکتيکونه غوره کوي. يو فرانسوي جنرال وايې: د يوه هيواد د بهرنی سياست استراتېژې د هغه هيواد د اقتصادي او پوځې ظر فيتونو په نظر کي نيولو سره ټاکل کېږې.
د افغانستان بهرنی سياست او په ځانگړې توگه د پاکستان په هکله سياست د خپلو امکاناتو، اقتصادي او پوځې ظرفيتونو او د موجودو فرصتونو په بنياد بايد جوړ شي. له فرصتونو څخه دلته د ما مطلب بين المللې ټولنه هم دي. پرون له پاکستان سره او د ډيورند د ستونزې په هکله دا امريکا او غرب وو چي د افغانې سياست ضد دريځ يې درلود او د پاکستان پلوې يې کوله. سره ددې چي په ځانگړې توگه د ډيورند د کرښې په هکله د هغوې په درېځ کي کوم بدلون نه ښکارې، خو نن امريکا او غرب له افغانستان پراخه خواخوږې لرې. نه يوازې غربې حکومتونه، بلکې غربې ټولنې هم دي ته ليواله دي چي يو هوسا افغانستان جوړ شي. له دي فرصتونو څخه گټه اخستل په کار دي. که نن له لاس ته راغلو فرصتونو گټه تر لاسه نشي سبا به بيا دا فرصتونه نه وي. اوسمهال د ډيورند د کرښې د حل په هکله د امکاناتو او ظرفيتونو په پرتله فرصتونه پېاوړي دی. امکانات او ظرفيتونه په بې سارې توگه کمزوري دي. افغانستان خوار هيواد دی، ثبات او سوله کمزوري دي. که په افغانستان کي جگړه اوږده شي او د غربيانو د تلفاتو شمېر زيات شي.
اوهغوې دې ته اړ شي چي افغانستان خوشی کړي. يو ځل به بيا ددې هيواد برخليک تقدير ته سپارل کېږې. په دا ډول يوه حالت کي له شخړو، جگړو، ډلېزه وژنو، مهاجرتونو، بدل اخستلو... وروسته به د حل يوازنۍ لاره ددې هيواد ويشل او تجزيه وي او نړۍ به هم د ويشلو له منلو او پېږندلو پرته بله لاره ونه لرې.
تر اوسه هغه ډاډ نه دي ايجاد شوی چي افغانستان له يوې بلې غمېزې سره مخامخ او تجزيه نه دي شي. تر اوسه په افغانستان کي نه ملې يووالی دومره پېاوړی دی، نه ملې هويت، ملې تفکر او انديښنه په هغه حالت کي دي چي د پيښو په وړاندي مقاومت وکړې.
سره ددې چي په پاکستان فشار زيات او په زياتيدو دي خو تر اوسه پاکستان د افغانستان په هکله سياست کي بدلون نه ليدل کېږې. پاکستان په خپل سياست کي د بدلون په ځای له يوې خوا د رياکارې او له بلې خوا د لمسولو تگلاره چلوې. په وروستيو وختونو کي پاکستان ددې له پاره هلې ځلې کوي چي مذهبې بنسټ پالنه او پښتون قوم تر منځ يووالی جوړ او د افغانستان په ضد يې په گډ سنگر کي ودروې. په دي هکله په پيوسته توگه د جنرال مشرف ويناوې او د صوبه سرحد د والې ورکزی خبرې څرگندې بيلگې دي.

“ لوی افغانستان”
يو شمېر ډلې هم د لوې غوښتنې او پراختيا غوښتنې په بنياد د “ لوی افغانستان” د جوړولو موخې وړاندي کوي. رښتيا د “ لوی افغانستان” او همدارنگه په خپله په هيواد کي د ننه د “ لوی کندهار” ، “ لويه پکتيا” ... د عبارتونو د په کارولو مطلب څه دي. چېري لوی او لويان وي هرومرو واړه هم بايد وي او دما پوښتنه داده چي دا “ واړه” څوک دي. په ازادو او دموکراتيکو ټولنو کي دا ډول عبارتونه نه اوريدل کېږې. په دي ټولنو کي د “ لوی” او “ واړه” ، د لوی ورور او واړه ورور عبارتونه نشته دي ټول د برابرو حقونو په درلودلو سره د يو بل تر څنگ ژوند کوي.
په هغو ټولنو کي چي خلک په لويو او واړو ويشل کېږې نه يوازي د خلکو تر منځ ټولنېز باور منځ ته نه راځې، بلکې ټولنېز واټن او فاصله ايجاد کېږې. زه ددې ډول عبارتونو د په کار اچولو تارېخ نه پېږنم، خو
کله چي روسانو په افغانستان يرغل وکړ. په افغانې سياسي ادبياتو کي د لوي شوروی، شوروی ارشد،شوروی کبير ... عبارتونو هم را پيدا شول. دا عبارتونه هغه شوروی ته په کار لويدل چي د د رمون ارون په قول په لرگينو ستنو ولاړ وو.
د “ لوی افغانستان” موخه نه يوازي يوه غېر عملې طرحه او يوه سوچه اوتوپيا ده، بلکي يوه لمسونکې شوونيستې هم طرحه ده چي بيه يې د افغانستان خلک پرې کوي. کوم لوی افغانستان؟ تر ډهلې پوري لوی افغانستان، تر مشهد پوري لوی افغانستان، تر بخارا او پنجده پورې لوی افغانستان، کوم لوی افغانستان؟
که موخه د “ لوی افغانستان” ايجاد وي په کومو امکاناتو او په کومو اقتصادي او په کومو پوځې ظرفيتونو؟
په سېمه کي افغانستان نه يوازي تر ټولو کمزوری او بې ثباته هيواد دي، بلکې د “ لوي افغانستان” په وړاندي د “ لوی تاجکستان” ، “ لوی فارس” ... پوښتنې هم را پورته کيداي شي. دا ډول لوې غوښتنې يوازي د نورو د لمسولو او را پارولو له کار سره مرسته کوي. د “ لوی افغانستان” موخه د شوونېزم او په داسي حال کي د زور ژبه ده چي زور نشته دي. لوی افغانستان نه جوړېږې. خو لويه مېړانه او تارېخی بری به دا وي چي دا موجود افغانستان وساتل شي

“ د ډيورند د کرښې د حل وخت نه دی”
رښتيا هم کله چي موخې روښانه نه وي او هدفونه ټاکل شوي نه وي د هر څه ويل سم ښکارې. کله چي د پيښو په بهېر کي اصلې کړۍ ورکه شي هر پيښه لوری ورکونکې او ټاکونکې ښکارې، کله چي په فضا کي د زاڼو مېر ورک شي له ځمکې څخه هرې زاڼې ته د مېر په سترگه کتل کېږې. د ډيورند د مسلې په هکله د افغان حکومتونو تگ لاره له هماغه پيله پورتنی حالت ته پاتې کېږې چي هېڅکله په دي هکله يوه روښانه او مشخصه تگ لاره غوره نه شوه او د ښاغلی حامد کرزی دولت هم په دي هکله ټاکلې موخې او مشخصه تگ لاره نه لرې. اوس هم په دي هکله هغه د “ نه حل” او “ انتظار ايستلو” له يوې خوا بې بنياده او له بلې خوا ناورين او جگړه راوړونکی تفکر واکمن دی.
بې له شکه دا کرښه ظالمانه او استعمارې کرښه ده. دا کرښه غېر طبعې ده او دې کرښې يو قوم په بې رحمې سره په دو برخو ويشلې دی. خو پوښتنه داده:
ــــ هغه کرښې او سرحدونه کوم او چېرې دې چي طبعې او په طبعې توگه ټاکل شوي وي؟
د افغانستان شمالې او غربې سرحدونه طبعې سرحدونه دي؟ د تاجکستان او ازبکستان تر منځ سرحدونه، د اذربايجان او ارمنستان تر منځ سرحدونه، د پاکستان او هند تر منځ سرحدونه طبعې سرحدونه دي؟
دا يوازي د پښتون قوم برخليک نه دي چي په دا ډول يوه ظالمانه توگه ويشل شوی. بلوچان په دريو هيوادونو کي ويشل شوي دي، تاجکان، ازبکان، کردان، کشمېريان ...هم ويشل شوي دي.
په نړۍ کي د پولو، کرښو او سرحدونو په ټاکلو کي له بده مرغه د “ استعمار” ، “ زور” او “ يرغل” د عنصرونو ونډه درنه دی.
د ډيورند د کرښې د ستونزې د نه حل کولو موخه څه ده؟
د څه د تر لاس کولو تمه کېږې. کله، څه ډول، په کومو ظرفيتونو او په کومو امکاناتو يې تر لاسه کول غوښتل کېږې؟
ـــــ ولې دا مسله په بېن المللې ډگر کي تر اوسه را پورته شوې نه دي او ولې نه را پورته کېږې؟ همدا دم په نړيوال ډگر کي د پاکستان په پرتله د افغانستان خواخوږې ډېر دې.
ولې دا مسله بېن المللې محکمې ته نه وړاندې کېږې؟
ولې د اسلامي کنفرانس او په سېمېزو غونډو کي نه دې را پورته شوې؟
او که کله وړاندي شوی وي لاس ته راوړنې څه دي؟
په ١٩۴٧ کال کي په ملگرو ملتونو کي د پاکستان د غړيتوب په موقع خو افغانستان يوازي پاتې شو.
ايا د ډیورند کرښه د يوې بېن المللې ستونزې په توگه پېږندل شوې ده؟
په بېن المللې ډگر کي هغه توجه چي د ارمنستان او اذربايجان تر منځ، د ترکيې او يونان تر منځ، د عراق او ايران تر منځ، د پاکستان او هند تر منځ، د شمالې کوريا او جنوبې کوريا تر منځ اود ايکوادور او پيرو تر منځ سرحدي ستونزو ته شته د ډيورند د کرښې په هکله نه اوريدل کېږې او نه ليدل کېږې.
ولې يو په بل پسي افغان حکومتونو دا کار نه دی کړی او نه يې کوي؟
ـــــ که مسله د “ زور” په وسيله حل کېږې هغه “ زور” چېرې دی؟
د پاکستان او افغانستان تر منځ د “ د زور بيلانس” څه ډول دی او په راتلونکو لسو، پنځلسو کلنو کي به د زور دا بيلانس څه ډول وې؟
يو شمېر بيا په دي باور دی چي غربيان کولاي شي پاکستان دې ته اړ کړې چي د ډيورند کرښه خوشې او د کرښې هغه خوا پښتانه او بلوچ له افغانستان سره يو ځای کړې اويا خپل خپلواک دولتونه جوړ کړې. دا ډول يوه غوښتنه د واقعيت په ځای په بشپړه توگه آرمانگرې ده او آرمانگرې به پاتې کېږې. غرب نه دا ډول يوه سياسي تگلاره لرې، نه دا ډول يو کار کوي او نه د دا ډول کار کولو وس لرې. پاکستان نه يوازي له نېم ميليون څخه زيات پوځ لرې، بلکې اتمې ځواک هم دی. همدارنگه دا سېمه نه يوازي د ډراماتيکو بدلونونو په درشل کي دی، بلکې دلته نوي نړيواله سيالې په پېل کيدو دی. امريکا او غرب په دي سيالې کي پاکستان ته ډېر مهم ځای ور کوي. په ځانگړې توگه امريکا له ايران سره په احتمالې راتلونکې جگړه کي پاکستان ته ضرورت لرې.
کله چي ددې پورته پوښتنو او مسلو په هکله روښانه ځوابونه او تگ لارې نه وې، دا هماغه بې موخې او بې هدفه خبرې دې چي هر ډول وې سمې ښکارې، خو په عمل کي نه يوازي موجوده ستونزه نه حل کېږې، بلکې ستونزه په پيوسته توگه په ناورين پسي ناورين، په جگړه پسي جگړه او په غمېزې پسي غمېزه را منځ ته کوي.
د نه حل غوښتلو بل لوری د افغانستان د غمېزې له نه حل کولو څخه عبارت دی. روسانو هم هېڅکله نه غوښتل د افغانستان او پاکستان تر منځ اړيکې جوړې او منځ ته راغلې ستونزې حل شې. روسانو له هماغه اوله له دې مسلې څخه د خپلو گټو او پلانونو له پاره گټه کوله. کله چي محمد داود د افغانستان جمهور ريس غوښتل له پاکستان سره اړيکې جوړې کړې. روسانو د هغه د راغورزولو کار ته ملا وتړله او په دي کار کي بريالې هم شول. کله چي دا پښتونستان پلوه روسې سرې لښکرې افغانستان ته راغلې نه يوازي روسانو،
بلکې واکمن گوند هم د “ پښتونستان” ..مسله له خپلو سياسي تگلارو لرې کړه او ددې مسلې په هکله د سياسي تگ لارو ځای سندرو او خالې، خو پارونکو شعارونه ته وسپارل شو. د يوې بيلگې په توگه د ا.خ.د.گ په لسم پلنوم کي د بهرنی سياست په هکله اوږدې خبرې وشوې. په نړۍ کي له ازاديبښونکو غورځنگونو او له دې جملې د فلسطين او لبنان دخلکو له مبارزو ملاتړ وشو او د نړۍ او سېمې د ستونزو په حل کي د افغانستان په رول ټينگار وشو، خو د پښتنو او بلوڅو په هکله او د هغوې د حقونو په هکله يوه خبره هم و نه شوله.
ولې دا لعنتې جگړه نه ختم کېږې
په دريو لسيزو کي يو په بل پسي د جگړې لوبغاړې او د جگړې جبهې بدلې او ماتې شوې، خو جگړه هماغه شان روانه ده او نه ختم کېږې. يو په بل پسي واکمنې ړنگې شوې او په واکمن پسي واکمن راغلل او ولاړل، خو جگړه هماغه شان روانه ده. يو په بل پسي انقلابونه او کودتاگانې هم شوې. شوروی ارشد! هم دلته د انقلاب د ساتنې او د سولې د خوندي کولو له پاره سرې لښکرې را ولېږلې، خو نه انقلاب وساتل شو او نه سوله خوندې شوه. بيا د نړۍ بل زبرځواک يرغل وکړ او ورسره د نړۍ تر ټولو ځواکمن پوځ ناتو NATO هم افغانستان ته راغی تر څو سوله تامېن شي او افغانستان ورغول شي، خو نه سوله تامېن شوه او نه جگړه درېږې. په دي جگړه ځپلی هيواد کي درې لسېزې کېږې چي شپه او ورځ د وينو، اوشکو او غوښو باران ورېږې. درې لسېزې کېږې چي دې لعنتې جگړې يو هيواد، د يوه هيواد راتلونکې او د يوه هيواد د مليونونو وگړو ژوند په يرغمل نيولې. دې جگړې دا هيواد په بې سارې توگه بې وسه او کمزورې کړی.
ددې جگړې لامل څه دی؟
اصلې لامل د ډيورند کرښه ده. اصلې لامل د ډيورند کرښه ده
دا د ډيورند دکرښې ستونزه وه چي افغانستان يې د سره اژدهار خولې ته ور واچو او په افغانستان کي يې د روسانو د نفوذ، لاسوهنو او بيا د سرو لښکرو د يرغل لاره پرانيستله. د افغانستان د اوږدې جگړې تر ټولو بنيادي لامل د ډيورند کرښه ده.
کله چي له واکمنو څخه د ډيورند د کرښې د ستونزې د حل په هکله پوښتنه کېږې له هماغه پېله يو ځواب ورکوي “ دا د ملت صلاحيت دي” ډېره ښه دا په زړه پورې خبره ده. دا د دموکراسي دود دی. خو په دي هکله ولې له ملت څخه پوښتنه نه کېږې او ولې لويه جرگه چي د ملت اراده تمثليوي نه راغوښتل کېږې.
ولې په دي هکله په پارلمان، په اخبارونو، راديو او تلويزيون کي پراخ بحثونه نه را پورته کېږې. ستونزه شته، يوه اويا سرې بلا شته چي هرې لحظه ی له اوياو لورو د يوه بې وسه هيواد هستې خورې، خو خبرې ور باندي نه کېږې. بحث ورباندي نه کېږې. پرېږده چي همداسي وي. له دې ډول چلند يوه يوازي يوه ډله افراطي ناسيونالستان گټه او امتياذونه تر لاسه کوي او داسي ښکارې چي د ډيورند د کرښې په هکله د “ نه حل کولو تگ لاره” دي شمېر وگړو له لپاره د يوه “ مقدس دگم” بڼه خپله کړې ده تر څو له نورو څخه په دې هکله د بل ډول نظر درلودلو او په دي هکله د شک کولو او انتقاد کولو حق واخستل شي اويا هم هغوې چي ددې مسلې د حل غوښتونکې دي قوم او ملت ته په خيانت تورن شي.

وزيرستان: د نړيوالې بنسټ پالنې اډه.
دلته ما ته دببرک کارمل يوه خبره را په ياد شوه. هغه ويل » تمام جهان انقلاب خواهد کرد اما پنجاب مرکز ارتجاع سياه خواهد ماند« . خو نن د پنجاب په ځاي د موږ د پرونيو هيلو او اميدونو ځای د تورې ارتجاع او د تور انقلاب په اډه بدل شوی. هغه پروني “ متحدين” او “خواخوږي” اوس د خپل ژوند او هستې د تباه کولو په بيه د پاکستان د تگ لارو د پلې کولو له پاره کار کوي.
پاکستان له هماغه پېله هڅه وکړه چي په سياسي ژوند کي د قبايلو د گډون مخه ونيسي. قبايل سياسي نه شی او له سياست او سياسي ژوند څخه بيگانه وساتل شي. وزيرستان په قصدي توگه له تمدن، پرمختگ او او زده کړو څخه د باندي وساتل شو او افغانستان هم په جاسوسي فعاليتونو برسېره ورته پرله پسي توگه سندرې ويلې. نن ددې ډول تگ لارو پايله دا شوه چي ملا په سياسي رهبر بدل شي او جوماتونه د عبادت په ځای د واک او زور په مرکزونو بدل شي. د واک او پريکړو کولو دودېز جوړښتونه ړنگ شې او دلته د لښتيو په سر د شخړو د حل له پاره هم ملا او طالب ته مراجعه وشي.
پاکستان په بريالې توگه و کولاي شواي په پښتنو سېمو کي مذهبې بنسټ پالنه واکمنه او د ځان په پلوې يې راواړوې. په پاکستان کي نه يوازي واکمنې، بلکې پخپله د پاکستان موجوديت ته هم د اسلام په نوم قانونيت ورکول کېږې. پاکستان له هماغه پېله د تارېخې او ټولنېز هويت د نه درلودلو له ستونزې سره مخامخ دی او هڅه شوې دا نېمگړتيا د ټولنې د مذهبې کولو له لارې پوره کاندي. اوس هغوې چي پرون د موږ د هيلو ټاټوبی بلل کيدو نن عملآ نه يوازې له همدي ځايه افغانستان ته د جگړې له پاره لښکرې را لېږل کېږې، بلکې له همدي ځایه د افغانستان موجوديت ترهم گواښ لاندي دی.
همدادم په نړۍ کي د وزيرستان نوم او څېره د جگړې او ترور پوسيله مشخصه کېږې او ټولې نړۍ ته د گواښ په مرکز بدل شوی. دلته د پښتونستان په ځای طا لبستان جوړ شوی دی. دا سېمه په پراخه توگه د ځان او د نورو د تباه کولو په کار لگيا ده. دلته د منځنيو پېړيو په لور د ټولنې د ور گرزولو اډه جوړه شوې دلته دواړه انسان او ژوند بې مفهومه شوي دې. دلته د هر څه د ړنگولو او دهر چا د وژلو لښکرجوړ شوی ده. دلته د بشرې حقونو او بشرې ازاديو دوزخ جوړ شوی. دلته د ژوند په ځای مرگ شعار گرزيدلی. دلته زور او نظم ته د ژوند په ځای د مرگ پوسيله قانونيت ورکول کېږې. دلته د رڼاې په ځای تاريکې واکمنه کېږې او دلته ملا اوطالب اسمان ځمکې ته کوز کړې او غواړې د انسانانو د ژوند ټولې برخې تر خپلې څارنې او تر خپل کنترول لاندي راولې. داسېمه په چټکې سره د يوه لوی انسانی او فرهنگې ناورين په لور روانه ده. دلته دواړو پښتون او پښتونولې بنسټ پالنې ته بايللې ده. هغه وخت راغلی چي ددې اډې په وړاندي دروازې وتړل شي او هرڅومره ژر وتړل شي.
له بده مرغه په وروستيو کلنو کي د افغانستان کي يو په بل پسي غمېزو، يو په بل پسي جگړو، قومې او مذهبې اختلافونو او کورنيو شخړو پاکستان ته ددې عملې امکانات برابر کړل چي د افغانستان په وړاندي د پراختيا غوښتنې استراتژې جوړه کړې تر څو په افغانستان کي د ننه د يوه څه د تر لاسه کړې.د پاکستان ددې استراتېژې موخه له پاکستان سره د ټولو پښتنو سېمو يو ځای کول دي.
د ډيورند د کرښې د ستونزې په هکله د “ نه حل کولو او انتظار” افغانې سياست له هماغه پيله د پاکستان له ستراتژيو او تگلارو سره مرسته وکړه او اوس يې هم کوې او دا له هماغه پېله بايلونکې او د فرصتونو د له لاسه ورکولو تگلاره ده.
د افغانستان موجوديت، په افغانستان کي ثبات او سوله او په افغانستان کي د دموکراسي بری په ټينگار سره د ډيورند د مسلې د حل غوښتنه کوي. روانه جگړه نه يوازي يوه اوږده جگړه ده، بلکي د هرې ورځې په تېريدو سره د زياتو قربانيانو غوښتنه کوي. ناتو هم نه يوازي په جگړه کي د ژر بری هیله نه لرې، بلکې په
اروپا کي دا پوښتنه ايجاد او پراختيا مومي: “ موږ له کومې دموکراسي سره مرسته کوو” “ د موږ ځوانان د
کومې دموکراسي او لاس ته راوړنو له پاره ژوند بايلې”

د ډيورند کرښه او گلوبالېزم
د ډيورند کرښه نوره هغه کرښه نه ده چي لس کاله پخوا وه. نور دا کرښه د قوم په جلاکولو کې هغه رول او تاثير نه لرې چي لس کاله پخوا يې درلود. اوس په نړۍ کي هم هغه وخت او دوران تېر شوی چي خلک،
قومونه د جغرافيايې پولو پوسيله سره جلا شي . د ولسونو، فرهنگونو او د گډ تارېخ په ويشلو او جلاکولو کي د پولو او جغرافيې رول په چټکې سره په زړيدو او کمزوري کيدو دی. ددې خبرې مانا دادي چي دا نور سرحدونه، غرونه او دريابونه نه دي چي د پرون په شان قومونه او خلک سره بيل کړې. تارېخ او فرهنگ وویشي. دلته په اروپا کي جغرافيايې پولې سمبوليکه بڼه لرې او د هرې ورځې په تېريدو سره خپل اهميت له
لاسه ورکوي.
نن د ولسونو او قومونو د ويشلو په کار کي د سرحدونو په ځای، د دريابونو او غرونو په ځای دا قومي او ژبنې او په ځانگړې توگه ايديولوژېکې پولې دې، چي په ډېره بې رحمې سره هغه خلک چي گډه ژبه لرې، گډ فرهنگ لرې، گډ دين او گډ تارېخ لرې نه يوازي سره ويشي، بلکي د دوښمن په څېر يې يو دبل په وړاندي دروې. همدا نن عراق د جغرافيايې پولو په ځای په ايد يولوژيکو ليکو سره بيلېږې او فلسطين هم د همدي ليکو په بنياد وويشل شو. په پاکستان کي په چټکې سره دا ډول يو گواښ پراختيا مومې. په منځنی ختيځ کي دولتونه هم د ايديولوژيکي اصولو په بنياد په جبهه جوړولو لگيا دي او دا حالت ولسونو او هيوادونه د ناورينونو په لور ټيله کوي.
اوس د نړۍ څېره يوازي د سياست، جگړې او ترور پوسيله نه مشخصه کېږې. که څه هم د خبرونو، ليکنو، تبصرو او تحليلونو په سر کي همدې مسلې ډېردي. خو په عمل کي دا اقتصاد دي او دا تکنولوژې دی چي د نړۍ څېرې ته ځانگړتيا ورکوي، هغه بدلوې او د هغې لوری ټاکې. د اقتصاد او گټو له فکتور څخه پرته د سياست او سياسي پيښو پېږندل او حل کول ستونزمن کار دی. افغانستان او پاکستان هم په همدې بدليدونکې نړۍ کي ژوند کوي. ددې هيوادو په سياستونو او استراتژيو کي که دوې غواړې او که نه غواړې اقتصاد او اقتصادې راکړه او ورکړه بنسټېز ځای پيدا کوي. د ډيورند کرښه هم له خپل جغرافيايې او سياسي حالت څخه راوزې او اقتصادي ستيتوس Status غوره کوي. د افغانستان او پاکستان تر منځ ښه اړيکې او په سېمه کي سوله کولاي شي د لسو او پنځلسو کلنو په موده کي د ډيورند کرښه خپل ويشونکي او سياسي حالت له لاسه ورکړې. اقتصاد، مارکيت، پانگه، تجارت، هنر، موزيک، تکنولوژې... جغرافيايې او سياسي پولې نه پېږنې. اوس څومره چي د ډيورند د کرښې “ نه پېږندل” او ددې مسلې “ نه حل کول” د ويشلو، بې باورې او جگړې له کار سره مرسته کوي، ددې کرښې “ پېږندل” يې نه کوي. زه همدارنگه باورلرم څومره چي افغانستان ددې کرښې “ نه پېږندلو” وځوراو او ويې ځاپو “ پېږندل” به يې و نه ځوروي.
زه کله چي ددې ستونزې د حل بله عملې او ممکينه لاره نه وينم. ددې کرښې د پېږندلو په پلوې خپل نظر څرگند وم اونور نه بايد ددې ستونزې “ نه حل کول” د افغانستان د خلکو د لويو درنځونو اوپراخو ناخوالو لامل پاتې شي. په دي هم پوهېږم چي په دې هکله حسا سيتونه، عکس العملونه او قضاوتونه څه ډول دي. په دي هکله د قضاوتونو په کار کي د احساساتو او عواطفو ونډه څومره دی. خو زه د يوه خپلواک وگړی په توگه او د خپلواکې انديښنې په درلودلو سره ددي نظر ويلو حق لرم. هغوې هم د خپلو نظرونو د څرگندولو حق لرې چي ددې مسلې حل نه غواړې او ددې کرښې د پېږندلو مخالف دي.
په افغانې ټولنه کي د تقليد او پېرويو فرهنگ ډېر کسان سره ددې چي ښه او جوړونکي نظريات لري، دې ته اړ کړې چي هغه له ځان سره وساتې او فکر کوي که زه دا خبره کوم خلک به څه وايې، د عامه ذهنيت عکس العمل به څه وي، ددې خبرې په کولو سره مي څوک په خيانت او کفر تورن نه کړې. دا او هغه زورور به څه وايې، ددې او هغه افراطی قضاوت به څه وې، ددې خبرې په کولو سره مي نوم بد او تارېخ به مې خراب نشي. نه يوازي يو شمېر ليکوال دا ډول يوه وېره لرې، بلکې هغوې چي واکمن دي او هغوې چي سياست کوي هم له ورته وېرې سره مخامخ دي.
سره ددې چي يو کار به ضرور وي د ټولنې او راتلونکې په گټه وې. د هغه کار په کولو سره به د ميليونونو گټې خوندې کېږې. د هغه کار کول به د هيواد له برخليک سره تړلی وي خو د ويلو او کولو زړه يې نه کوې. سره ددې چي ريسک منل د سياست او سياسي ژوند نه بيليدونکې برخه ده، خو افغانې واکمن نه ريسک منلو ته چمتو دي، اونه د دوې په فکر خپل نوم او خپل تارېخ خرابول غواړې. هغو واکمنو او سياسي مشرانو ته چي له خپلو پريکړو او تصميمونو ډارېږې، له تېروتنو وېره لرې او د هېچا خفه کول نه غواړې د لويو او تارېخې پريکړو د کولو او د سياسي مېړانې تمه کيداي نشي او دوې هغه واکمن او سياست کونکي دي چي واک د واک له پاره غواړې.
دلته د ما موخه يوازي د ډيورند کرښه نه دی، بلکې نورې لوې ستونزې هم شته دي چي د زړورو او لويو پريکړو غوښتنه کوې.
د يوې يادونې په توگه بايد وواېم چي زه نه خپل نظريات يوازني سم نظريات بولم او نه د ليکنو په کار کي له تېروتنو وېره لرم. که څوک د ډيورند د کرښې د ستونزې په هکله يو ښه، عملی او ممکېن حل چي په افغانستان کي د ثبات او سولې له چارې سره مرسته کوي وړاندي کړې زه به يې هم ملگری شم.