رسيدن به آسمايی : 05.05.2007 ؛ نشر 06.05.2007

دستگېر خروټی

روشنفکران او ايديولوژي

دوهمه برخه    

٨ ـــ  ايديولوژي د ستونزو د ساده کولو سيستم دی. په دي فکري سيستم کي چلند دوگونې ځانگړتيا او شيان  يوازي دوه خواوې  لرې او ستونزو ته، نړۍ ته، پيښو ته او انسان ته په همدې دوگونی دود کتل کېږې. دلته ټول شيان يا بد او يا ښه دي. ټولنه هم د همدي ساده او دوگونی دود په اساس ويشل کېږې. " دوې"  او " موږ" ، د حکومتونه په برخه کي له ورته چلند څخه گټه اخستل کېږې انقلابې او مرتجع، مسلمان او ملحد. دلته يوې مسلې ته  پام را روړل غواړم چي د افغانې ټولنې واکمن تفکر او دودونه هم د ساده کولو له کار سره مرسته کوي او ددې ټولنې په ټولنېز ذهنيت کي هم " دوگونی چلند" واکمن رول تر سره کوي، چېرې چي د شيانو په نسبې والې سترگې پټېږې او همدارنگه په دی چلند کي د شيانو د درېم حالت، بديل او الترناتيف له پاره ځای نشته دی. په تارېخې لحاظ دي  ډول چلند ته د هغه دوران چلند ويل کېږې چي علم او پوهه نه وه او دا د ابتدايې او د قبيلوې ټولنو چلند دی. په افغانې ټولنه کي په پېړيو پېړيو له شيانو، ستونزو او پيښو سره په دوه گونې دود چلند شوی او زه به هڅه وکړم په راتلونکي کي د ټولنې د واکمنو دودونو او د ايديولوژې د اړيکو په هکله ځانگړې ليکنه وکړم.
 په ايديولوژيک واکمنيو کي د جرم، جنايت، خيانت،  دوست، دوښمن... مفهومونه په بې سارې توگه ساده کېږې او په ډېر ساده توگه تعريف کېږې. نه يوازي دا او هغه وگړی، نه يوازي دا او هغه ډله او گوند، بلکي يو قوم، د يوه مذهب پيروان او يا د يوې ژبې ويوونکي په بشپړه بې پروايې سره په دوښمنې نيول کېږې او په هماغه قبيلوې او د منځنيو پېړيو په دود د يوه قوم هر غړی، د يوه مذهب هر پېرو او د يوې ژبې هر ويونکی د وژلو، ځورولو او ترټلو موخه گرزې  د بيلگي  په توگه هيتلر يهوديان، استالين په  شوروي کي دا او هغه اقليت د طالبانو د مزاروالی ملا نيازې په مزارکي هزاره گان په دوښمنې ونيول. ملا نيازې وايې:
" هزاره گان درې لارې لرې: يا بايد سنې مذهب ومنې، يا ايران ته ولاړ شي او يا بايد مړه شي"

په ايديولوژي کي  نه يوازي د جرم، جنايت ... مفهومونه ساده کېږې، بلکې د نيولو، بندي کولو، محاکمه کولو او وژلو قضاوت هم ساده او گړندی کېږې. همدادم  طالبان په څومره اسانې او بې مسوليتې سره د انسانانو سرونه پرې کولې شې. په څومره اسانې سره د انسانانو تنې په ونو راځړولې شي او همدارنگه په څومره ساده گې يو دولسم کلن هلک دي ته چمتو کېږې چي د يوه سړی غاړه غوڅه کړې. د افغانستان د دريو لسېزو تجربې په څرگنده توگه ښيی چي ايديولوژې څه ډول د نورو په وړاندې کرکه او نفرت ايجادوي او له انسانانو حرفوې جلادان جوړوي. 
      په نړۍ کي هميشه ستونزې وې او ستونزې به وې او داسي  ټولنه نه پيدا کېږې چي ستونزې ونه لرې. هر ځای ستونزې شته او ژوند  له ستونزو سره مل دی. کله کله ټولنې يو بل ته ورته ستونزې لرې.  په ډېرو ټولنو کي لوږه او بيکارې شته دي. په ډېرو ټولنو کي سياسي نابرابرې، بې عدالتې او ټولنېزې  ستونزې شته دي خو د ستونزو د پېږندنې او بيا د هغوې په  حل کولو کي له يو بل سره توپېرونه  شته دي. په يوشمېر ټولنو کي د ستونزو په وړاندي په بې تفاوتې سره چلند کېږې او ستونزو ته د يوه قبول شوی شی په سترگه کتل کېږې او يا هم ورته د نصيب او قسمت نوم ورکول کېږې. همدادي نصيب دی،  همدادي  برخليک دی،  همدا دي برخه ده، همدا ومنه، په همدي قناعت وکړه او همدي ته سر ټيټ کړه.
کله کله سړی فکر کوي چي په ټولنه کي بې عدالتې، استبداد، ظلم او بې شمارې ناخوالې او ستونزې د عادت له مخې منل شوي دي او دا حالت د ټولنې د برخليک يوه نه جلاکيدونکې برخه گڼل کېږې. دا ډول يو ذهنيت په ټولنه کي له يوې خوا د استبداد او بې عدالتيو له کاراو دوام سره او له بلې خوا په  ټولنه کي د کهالت  او ټمبلې له حالت سره مرسته کوي. د استبداد پاڼې هغه وخت په زېړيدو کېږې او هغه نسکورېږې  چي کله  ټولنه په دي پوه شي چي استبداد، بې عدالتې او ناخوالې د دوې د برخليک آزلې او ابدي برخې نه دي. موجود حالت بايد بدل شي او موجود حالت  بې له شکه بدليدونکی دی. دنيا نه بايد په ځان تنگه شي. دنيا پراخه ده او دلته د ځمکې په سرد نيکمرغې له پاره هڅې کول په کار دي او دلته د ځمکې په سر د انسان د نيکمرغه کولو بې شمېره منابع او امکانات شته. انسان د همدې هڅو په برکت ددې وس تر لاسه کړ چې ډېر څه بدل کړې او ناممکېن په ممکېن واړوې. انسان  په بدلون پسي گرزې او انسان په خپله د بدلونونو پايله ده. انسان له هماغه پېله په دي هڅه کي دې چي څه ډول ناممکېن په ممکېن بدل کړې. همدادم خو انسان له پخوا څخه په زياته کچه او پېاوړې توگه د ناممکېناتو په ممکېن کولو لگيا دی.
  المانې فيلوسوف هگل په خپل دتارېخ په فلسفه کي ليکې:
" تر هغوې چي بنده خپله بندگې منلې ده او هغه خپل برخليک بولې او ددې په فکر کي هم نه وي چي له شته اړيکو څخه پرته له خدای سره بل ډول اړيکې هم شته دي هر څه ارام او بې جنجاله پاتې کېږې خو دا اړيکې هغه وخت جنجالې کېږې کله چي  بنده په دي پوه شي چي بادار له خپله مقامه را ټيټولې شي . له بادار سره په جگړه کي راځې شايد بری تر لاسه کړي او يا هم مات شي. خو هغه نور پوهېږې چي  له موجودو اړيکو پرته نورې اړيکې هم شته دي "
په ټولنه کي د استبداد او ناخوالو د منلو عادت هغه وخت ماتېږې چي د موجود حالت په هکله پوښتنې، شک او ترديد را منځ ته شي او دعقل په بنياد، چېرې چي هم د شک کولو لپاره ځای شته او هم د بدلون له پاره هڅه کېږې  له ستونزو سره تلنه وشي.
  په يو بل شمېرټولنوکي بيا هر څه په دولتونو پوري اړه لرې، هر څه د دولت په غاړه دي او دولت د ټولو شيانو رهبرې او څارنه کوي.  په شمالې کوريا کي هر څه د دولت تر څارنې او کنترول لاندی حل کېږې. ټولنه په بشپړه توگه په دي هکله يو پاسيف او د انتظار حالت لرې. ټولنې په ټولو برخو خپل واک او خپله خپلواکې له لاسه ورکړې ده.
 په بل شمېر ټولنو کي بيا نه ستونزو ته د قسمت او نصيب په سترگه گورې، نه دولت هر څه دی او نه هر څه د دولت تر څارنې او کنترول لاندي دي. په دي هيوادونو کي ټولنې د خپلواکيو په لرلو سره د ستونزو په حل کي فعاله برخه لري او هر څه هغه ډول نه حل کېږې چي دولت يې غواړې، بلکې  ټولنه د حل کولو په کار اغېزه او تاثېر لرې او په مهمو مسلوکي وروستې خبره د ټولنې يوازنی حق دی.  په دي هيوادونو کي ټولنې د دولت په خاطر نه، بلکې دولت د ټولنې په  خاطر دی. دلته ټولنه د دولت پېروي نه کوي، بلکې دا دولت دی چي د ټولنې پېروي وکړي او دا د دموکراتيکو ټولنو کار او ځانگړتيا دی.  
 هر څومره چي ټولنه د خرافاتو، نصيب او قسمت له منگلو خلاصه وې او هر څومره چي ټولنه پوهه او علم ولرې په هماغه اندازه مناسب او عاقلانه پريکړې کولاي شي. هرڅومره چي ټولنه سياسي شوي وي او په ټولنه کي پرانيستې سياسي فضا موجوده وي او همدارنگه څومره چي ټولنه خپلواکه وي په هماغه اندازه د خپل برخليک د ټاکلو په کارکي ونډه اخستلاي شي او په ستونزو غلبه کوي.
   همدادم موږ په داسي يوه نړۍ کي ژوند کوو چي شيان، پيښې او په تېره بيا ټولنېزې ستونزې په سارې  توگه پېچېلې او بدليدونکې دې، کوم چي ژوره مطالعه، ژوره او څواړخېزه څېړنه او پېچلی حل غواړې. 

 په دموکراسي کي مسايل پېچيلی او مشکل کېږې او دموکراسي په خپله يو مشکل سيستم دی. په دموکراسي کي حوصله او زغم شته دي او هېڅکله ستونزې او په تېره بيا ټولنېزې ستونزې د قوماندې او ټيله کولو په دود نه حل کېږي. دموکراسي هېڅکله هم د ټولنېزو ستونزو په حل کي په قطعي او غوڅ ځواب پسي نه گرزې. په دي سيستم کي له مسلو او په تېره بيا له هغو مسلو سره چي له ټولنې، انسان او انسانيت سره اړيکې لرې نه په منډه تلنه کوي او نه په اسانې او ساده گي سره ور باندي قضاوت کوي.  د بيلگې په توگه د واک بدلولومسله به را واخلو.
ايديولوژې د واک بدلولو او يا د واک لېږدلو له پاره په بلوا، شورش او انقلاب کولو تکيه کوي او د انقلاب لاره په رښتيانې توگه ډېره اسانه او په څو گړيو کي کولاي شي واک بدل کاندي، خو د انقلاب لاره په بشپړه توگه له رنگارنگ گواښونو ډکه لاره ده. د انقلابونو اصلې ستونزه د واک بدلون او د واک لېږد نه دی، بلکې اصلې ستونزه داده چي د واک له بدلولو اود واک له لېږدولو وروسته به څه کېږې. زه هم پرون انقلابې وم. زه هم په دي باور وم چي د شته ستونزو د حل کولو يوازنۍ لاره انقلاب دی. ما هم د نورو په څېر بېړه درلوده چي انقلاب بريالی شي او گوند واکمن شي ترڅو ستونزې په يو ځل او د همیشه له پاره حل شي. خو هېچا په دي فکر نه کاوه چي له انقلابه وروسته به څه کېږې. دموجود سيستم په ړنگولو سره به کوم سيستم او په کومو امکاناتو د هغه ځای نيسې. په رښتيا واک په څو گړيو کي بدل او ولېږدول شو.  په چټکې سره يوه گوندې واکمنې هم جوړه شوه او په گټل شوی قيمارکي له هماغه پېله هر چا د زمری د ونډې د تر لاسه کولو هڅه کوله. موجود سيستم هم ړنگ شو، خو نه انقلابې واک ټينگ شو او نه هم په يوه ستونزه  غلبه وشوه، بلکې  نويو ستونزو اود لويو لويو تراژيديو توفان سر را پورته کړ او يوه بې سارې او هر اړخېزه غمېزه پېل شوه چي تر اوسه يې هم تلافې نه دی شوې. دا لويه او هراړخېزه غمېزه له يوې خوا په ډاډمنه توگه ددې ثبوت ورکوي چي د ثور اومه يو سوچه ناورين وو،  هغه ايديولوژې چي ددې ناورين توجيه يې کوله او د ځمکې په سريې د جنت جوړولو وعدې ورکوله دروغ وه او له بلې خوا دا لويه غمېزه موږ په دي مکلف کوي چي د افغانې ټولنې په وړاندي، د هرې کورنۍ په وړاندې او د هرافغان په وړاندي د ملامتې سر ټيت او ورنه بخښنه وغواړو.
 موږ بايد دي حقيقت ته تن ورکړو او دا پوهه ولرو چي په انقلابونو د هغوې د ارمانونو له مخې نه، بلکې د هغوې د پايلو له مخې قضاوت کېږې. همدارنگه په انقلابونو د هغوې د شعارونو او نارو له مخې نه، بلکې د هغوې د لاس ته راوړونو له مخې قضاوت کېږې.
مجاهيدين د واک د تر لاسه کولوپه منظور د يو بل  د نفې کولو او له منځه وړلو په کار کي د باربرانو په څېر له دو او درو لورو په کابل را تويي شول. دې تورو لښکرو ځانونو ته د هرڅه کولو اجازه ورکوله، خو دوي د اسلام په شمول د هېڅ ډول اصولو په مراعات کولو مکلف نه وو. دوې ددې پروا نه کوله چي د دوې وژونکې او بې عقله سياسي سيالې د لس گونو زرو بې گناه انسانانو ژوند اخلې. دوې ددې پروا هم نه کوله چي په خپلو راکتونواو اوراگانو سره د نسلونو نسلونو دکار پايلې له منځه وړې او يو ښکلی ښار ورانوې. د دوې زړونه د ډبرو او وجدانونه يې ويده وو. دوې يوه موخه درلوده د واک له پاره د واک تر لاسه کول. دکابل پراخې وژنې او کنډوالې به د هميشه له پاره د مجاهد په  ټنده تورداغ وې. له دې ټولو ناخوالو، تېروتنو او جنايتونو سره سره دوې د ټولنې او خپلو خلکو په وړاندي په شخو او جگو غاړو گرزې، خو د بيگانگانو په وړاندي دا شخې غاړي د يو ځل په ځای پنځه ځله ټېټېږې. دلته په ټينگار سره وويل شي  د مجاهد، کمونست، طالب، ملا او جنگ سالار له شرڅخه د ژغورولو لاره د ټولنې خپلواکې او سياسي کيدل دي.
          په دموکراسي کي د انقلابونو او ديکتاتوريو په شان نه واک  په څوگړيو کي  بدلېږې او نه په څوگړيوکي واک لېږدول کېږې.  دلته واک په سوله اېزه توگه، د خلکو د ارادې په بنياد بدلېږې او دا نه د څو ورځو کاردی او نه په منډه ترسره کېږې. همدا گړۍ په فرانسه کي د واک د بدلون او د واک د لېږدولو له پاره څومره کلکه او سخته سيالې روانه ده او په رښتيانې توگه دا له بلواگانو، کودتاگانو او انقلابونو پېچېلې او سخته لاره ده. دلته د ټوپک او وژلو په ځای د خلکو اراده پريکړه کوې.
٩ ـــ  ايديولوژي د الترناتيف او نسبيت د نه منلو سيستم دی. د ليکنې په پورتنيو برخو کي د مطلقيت، دمطلق حقيقت په هکله ددې او هغه ايديولوژې د نه بدليدونکو دگمونو په هکله څرگندونې وړاندي شوې. دلته به د ايديولوژې او د نسبيت په هکله او همدارنگه به د ایديولوژيک واکمنيو او الترناتيف په هکله لنډ مطالب وړاندي شی. ايديولوژېک ځواکونه يوازې په خپلو انديښنو حساب کوي او هغوې ورته يوازنی قانون ښکارې.
په شوروی ارشد! کي د اويا کلنو په موده کي د يوه گوند واکمنې وه. په ټولنه کي نه ددې گوند په وړاندي کوم الترناتيف موجود وو او نه هم ددې گوند ايديولوژي د نسبيت منلو ته چمتو وه او د واکمنې ايديولوژې  په وړاندي خو د کوم فکرې الترناتيف په هکله خبرې کول له جرم او جنايت څخه عبارت وو. همدادم نږدې ديرش کاله کېږې چي په اېران کي  د منځنيو پېړيو په دود د اخوند او ملا د واکمنۍ الترناتيف  د منلو وړ نه دی . پرون په شوروی کي واک  د استالېن او برژنيف ... مالکيت وو او تر څو چي ژوندي وو واک د دوي وو او نن په کوبا،  شمالې کوريا، ليبيا او په اسلامې ايران کي بيا د موجودو واکمنو الترناتيفونه نه پيدا کېږې. تر څو چي دا ځان پالونکی پيشوايان او ديکتاتوران ژوندي وي واک  به هم د دوې وي. د دوې واکمنيو ته له يوه لوری د بې خدايه مارکسېزم او له بل لوري د سياسي اسلام پوسيله قانونيت ورکول کېږې. کله چي په ټولنه او په تېره بيا د واکمنې په برخه کي  نسبيت او الترناتيف لاره پيدا کوی نه يوازي به د مطلقيت ديوالونه نړېږې، بلکې ايديولوژيکې پولې به هم ماتېږې.    
ترايبالېزم هم ایديولوژې ده. 
د وروستيو لسېزو او د اوسمهال تجرې ښيې  چي افغانستان  د افراطې تفکر د تېريو په وړاندي نه يوازي په ښکاره توگه بې وسې ښيې، بلکې له يوه افراط څخه په خلاصيدو بل افراط سر را پورته کوي. دلته هم د افراطې تفکر د  منلو او هم يې په پلې کولو کي له بېړې او نه سنجش کولو کار اخستل کېږې. پرون موږ د قبيلې زامنو د مارکسېزم د منلو او بيا د هغه د پلې کولو په کارکي په بې سارې توگه بېړه وکړه.  اوهمدارنگه  اسلامې ډلو له هماغه پېله  چي شمېر سلگونو کسو ته نه رسيدو د اسلام په سياسي کولو او بيا پلې کولو کي د ورځو حساب کاوه.
 ددې بېړو او له عقل او سنجش څخه د کار نه اخستلو لامل او علت څه دی؟؟
ددې ډول  بېړو او منډو علت په ټولنه کي د علمې او فکري لارښوونې نشتوالی دي او يا په ټولنه کي د ترايبالېزم  پېاوړتيا ده. او يا دا دواړه.؟  د افغانې ټولنې په ژوند کي، ددې ټولنې په ټولنېز ذهنيت کي او ددي ټولنې په تلنو او چلندونو کي د هر بل فکري سيستم په پرتله ترايبالېزم پېاوړي او په ډېرو برخو کي د قضاوت کولو او عمل کولو معيار بلل کېږې. ترايبالېزم نه يوازي يوه ټولنېز ذهنې ځواک دی، بلکې يو ټولنېز او حقوقې چلند هم دی.  په دي او هغه ايديولوژې کي دا حکمونو او يا ددې او هغه پيشوا فرمانونو او دستورونه دي چي د انسانانو په حقونو او ازاديو يرغل کولو ته قانونيت ورکوي،  خو په ترايبالېزم کي بيا دا ډول تېري او يرغل  د منځنيو پېړيو د زړو دودونو او نرخونو پوسيله توجيه کېږې. په بل عبارت ويلاي شو په ترايبالېستې ايديولوژې کي  دا دودونه او شرمونه دي چي د حکمونو او دگمونو دنده تر سره کوي.  همدارنگه په ايديولوژې کي انسان او د هغه حقوق او ازادې ددې او هغه حکم قربانې کېږې، خو په ترايبالېزم کي بيا دودونه، نرخونه او نومونه دي چي په ډېره آسانې او بې پروايې سره د انسان حقوق، ازادي او ژوند اخستلاي شي.
په ترايبالېستې ذهنې چاپېريال کي کله کله دودونه او رواجونه د مذهبې حکمونو په شان مقدسه بڼه غوره کوي او نه منل يې گناه بلل کېږې. همدادم په افغانستان کي دودونه  په پراخه، هميشنۍ او پيوسته توگه په تېره بيا د ښځو په حقونو او ازاديو تېری او غورزی کوي. دا د منځنيو پېړيو او پلارسالارې زاړه دودونه نه يوازي تېرېکونکي او غورزې کونکي دي، بلکې د تلنو او قضاوت کولو معيارونه هم دي.
 "  دا د موږ دود نه دی چي نجلې ښوونځی ته ولاړه شي، خو دا دموږ دود دی چي د يوه جنايت په بدل کي درې ښځې ورکړل شي ..."
ترايبالېزم سره ددې چي له يوې خوا د پلارواکې او له بلې خوا له نورو د جلا کولو ايديولوژې ده، خو  " مدرن ترايبالېزم" کوم چي د مدرن کيدلو او نړيوال کيدلو ضد يو فکري سيستم دی " د جلا کولو" په لوری تکيه کوي او غواړې يو هيواد، يا ټولنه او يا د ټولنې يوه برخه په هماغه قبيلوي دود سره په ديوالونو کي را ايساره کړې او له نورې نړۍ يې جلا وساتې. ددې لامل دادی چي دا فکري سيستم نه د قانون مراعات کولو وړتيا لرې او نه په ننۍ نړۍ کي د دندو او مسؤليت اخستلو ته چمتو دي.
 په ترايبالېزم کي  نه يوازي ژوند دودونو پوسيله تنظيم کېږې، بلکې کله کله افسانې هم د ژوند لارښوونه کوي. دلته انديښنې او قضاوتونه د لاملونو په ځاي د تاثيراتو  په بنياد منځ ته راځې او پلې کېږې.  په بل عبارت ټولنېز ذهنيت د لاملونو په ځای دپايلو په بنياد جوړېږې، چېري چي احساسات او عواطف د عقل او خرد په ځای عمل کوي.
 زه په دي باور ېم چي د افغانې ټولنې په ذهنې او فکرې ژوند کي  د ترايبالېزم پېاوړتيا په بېړه د ايديولوژيو د منلو او بيا د عمل په لارښود د هغوې په بدلولو کي ټاکونکی رول تر سره کوي. په خپله ايديولوژيگانې بې له دي چي څه شکل، څه ځانگړتيا او څه آرمانونه لرې، کمونېزم دی، شوونېزم دی، سکترېزم دی او که مذهبې بنسټ پالنه ده هر يو يې خپله توجيه په ترايبالېزم او ترايباليستې چلند کي پيدا کوي.  د ما له پاره ترايبالېزم د ايديولوژيگانو مور بلل کېږې.
 ترايبالېزم په توربورگنيو، ويشلو، " موږ" او " دوې"  لوری نيولو، ځان پوره بللو او د ځان په شان د نورو په کولو سره مشخص کېږې.  ترايبالېزم په بشپړه توگه راديکال او د نورو د نه منلو خصوصيت لري او دا هغه ځانگړتياوې دي چي په هره ايديولوژې کي پيدا کېږې. پرون د مارکسېزم د منلو او بيا د هغه د پلې کولو په کار کي د بل هر ټولنېز او ذهنې جوړښت په پرتله ترايباليستې ذهنيت او چلند پېاوړی رول درلود. لامل هم دا وو چی مارکسېزم هم په تېره بيا د خپلو طبقاتې اصولو په بنياد له يوې خوا په ټولنه کي د ويش له چارې سره مرسته کوې او له بلې خوا په راديکاله او غوڅه توگه لوری نيسې او نن بيا د بل هر ټولنېز جوړښت په پرتله ترايبالستې جوړښتونه دي چي د مذهبې بنسټ پالنې د يوې پېاوړې ټولنېزې پايگاه په توگه رول تر سره کوي. په ځانگړې توگه په وزيرستان کي د ژوند په ټولو اړخونو د مذهبې بنسټ پالنه ولکه او پېاوړتيا د پورتنی حالت يوه څرگنده بيلگه ده. که د پېل شوی تور انقلاب مخنيوی و نه شي نه يوازي به دڅو نسلونو کار او د کار پايلې له منځه يوسي، بلکې د ژوند په ټولو برخو کي به د ډېر لوی مصبيت او ويجاړيو لامل هم شي. دا په دواړو افغانستان او پاکستان کي نه يوازې کمزوريو دموکراسيو ته گواښ دی، بلکې  ددې دواړو هيوادونو موجوديت هم له گواښ سره مخامخ کولاي شي.
       د ترايبالېزم او مذهبې بنسټ پالنې په يووالی کي  انسانان او د هغوې عقلونه او انديښنې په يرغمل نيول کېږې. دلته کرکه واکمنه کېږې، کومه  چي له زورزياتی، غصب، تباکولو،مسخ کولو، توهېن کولو اوسپکولو سره مل دی. همدارنگه دلته په  ټولنېز عملونو او حرکاتو کي دا  ډار، کرکه او انتقام اخستل دي چي ټاکونکی رول تر سره کوي.  دلته له ژوند سره  د انسانانو اړيکې يو اړخېزه، عاطفي او احساساتې بڼه غوره کوي او له انسانانو د نانځکو او پسونو په څېر کار اخستل کېږې. دلته قبيلوې جوړښتونو ددې له پاره بنسټ پالنې ته پناه ور وړې چي د نويو او مدرنو جوړښتونو په وړاندې يې ساتنه وشې. په ذهنې برخه کي هم له يوې خوا قبيلوې زوړ پالې افراطې ځانگړتياوې او له بلې خوا انتقام اخستونکی چلند له بنسټ پالنې سره د قبیلې د يووالی له چارې سره مرسته کوې. د مدرنې او مدنې ټولنې د جوړولو دکار بری د قبيلوي اړيکو په ړنگولو کي دي او نن په تېره بيا مدرنېزم او گلوبالېزم په  بې سارې زور او چټکې سره  زاړه جوړښتونه او دودونه له گواښ سره مخامخ کړي دي. دا هم کيداي شي چي د گلوبالېزم  چټکي ودې په دې سېمه کي د زړو جوړښتونو پېاوړی او پراخ عکس العمل را پورته کړې وې.
         يو شمېر بيا په دي باور دي چي په افغانستان د بنسټ پالنې، افراط، افراطې چلندونو، افراطې تگلارو او افراطې قضاوتونو لامل ناپوهې او بې عقلې دي. د بې عقلې او ناپوهې په هکله دا ډله خپل منطق او استدلال لرې. کله چي له عقل څخه کار نه اخستل کېږې، نو بې عقلې عمل کوې. کله چي له پوهې څخه کار نه اخستل کېږې، نو ناپوهې به عمل کوي. دا رښتيا خبره ده چي د سنجش کولو او قضاوت کولو په کار کي د عقل په ځای په احساساتو تکيه کېږې. دلته نه د دنيا په هکله له عقل څخه کار اخستل کېږې او نه هم د دين په هکله له خپل عقل د کار اخستلو دود شته دی. دا ډول يو چلند نه يوازي د ټولنې ستونزه ده، بلکې په پراخه اندازه د روشنفکرانو ستونزه هم دی. له بده مرغه يو شمېر روشنفکران هم د سنجش کولو او قضاوت کولو په کارکي د عقل او خرد په ځای په احساساتو، قومې او ژبنيو اړيکو... ډډه لگوي او بيا د همدې احساساتو په بنياد حکم کوي اود پلې کولو په کارکي يې له نورو د ملاتړ غوښتنه هم کوي. يوشمېر بيا موجود او را روان گواښ نه وينې او يا يې خپلې هيلې او موخې په همدی را روان گواښ پوري تړلې او فکرکوي د همدی په بری سره به په افغانستان کي خپلې په تېره بيا سياسي موخې تر لاسه کړې. فکري کوي په همدي وسیلې سره به خپل بايللی رول بيا ترگوتو کړې. دا نه يوازي ډېره لويه تېروتنه ده، بلکې دا ډول وگړي خپله روشنفکرې هم تر پوښتنې لاندي راولې.
 يو هيواد او دوه سيستمونه
     زه دې مسلې ته پام  راړول غواړم چي په افغانستان کي تر اوسه هغه تضمينونو نشته دي چي افغانستان دي تجزيه نشي او دموکراسي دي ناکامه نشي.  په افغانستان کي دموکراسي ته نه يوازي له پاسه لوری، بلکې اصلې او پېاوړی گواښ له کوزه لوري متوجه دی.  په افغانستان کي نه هغه اساسي قانون شته دی او  نه د ترکيې په شان پوځ لرې چي د دموکراسي ساتنه وکړې همدارنگه نه ناتو دي ته چمتو دی چي دلته د پنځلسو او شلو کلنو له پاره وجنگېږې. مذهبې بنسټ پالته نه يوازي د افغانستان، بلکې په ځانگړې توگه د سېمې او د نړۍ د اوږدې مودې ستونزه ده او همدادم مذهبې بنسټ پالنه نه يوازي د يوه فکري ځواک په توگه، بلکې د يوه ټولنېز، سياسي او جگړېز ځواک په توگه په تېره بيا په سېمه کي د پېاوړتيا او پراختيا لاره وهې. که ناتو د هيواد په جنوبې او شرقې برخوکي له ماتې سره مخامخ شي او د پولې په هغه بل لوری کي هم د طالبانو نفوذ او واک نور هم پراخ او پېاوړی شي ددې امکان شته دی چي طالبان په همدي سېموکي د يوه خپلواک اسلامې دولت د جوړولو غوښتنه را پورته کړې. که دا ډول يوه هڅه کېږې. د هغې په وړاندي افغانستان څه کولاي شي. د دا ډول يوه حالت په وړاندي به د پاکستان عکس العمل څه وې،. غربيان به کومه لاره خپلوې او د سېمو د هيوادونو په تېره بيا د ايران، هندوستان او روسانو درېځ به څه وې.
   داسي امکانات هم شته دي چي طالبان جگړه خوشې او سياسي فعاليت پېل کړې او سبا د ټاکنو له لارې په تېره بيا د هيواد په جنوب او شرق کي واک تر لاسه کړې او په دې سېمو کي دشرعيت د پلې کولو په منظور يو خودمختار حالت اعلان کړي ددې حالت په وړاندي به د دولت تر څنگ په ځانگړې توگه د هيواد د شمالې او مرکزي برخو درېځ څه ډول وي.؟  دا ډول حالت به په افغانستان کي بې له شکه د
" يو هيواد او دوسيستمونو" ستونزه را پيدا کړې.  په موجود اساسي قانون کي د داسی حالت د مخنيوي په هکله هم ژمنې نشته دي. هغه څه چي په ډاډمنه توگه د دا ډول  يوه حالت مخنيوی کولاي شي دموکراسي دی، چېرې چي دولت او دين له يو بل څخه  جلا او خپلواک وي.
 په  داسی يوه هيواد کي، چېرې چي نه ملت جوړ شوی، نه ملې هويت خپل ځای نيولی او نه یو پېاوړی دولت شته دی د " يو هيواد او دو سيستمونو" د حالت پايلې به څه وې؟  کورنې جگړې، د افغانستان تجزيه کيدل ... خېر! دا يوه نظريه ده او کيداي شي سمه نه وې. د سياسي پيښو وړاندوينه هم اسانه کار نه دی. ښه دادی په دي هکله  د پيښو د پراختياو، څرنگوالی اود هغوې د لورو څارنه وشي.

نور بيا