له تاند انټرنتی ویپاڼی نه په مننۍ سره دا مطلب تاسو ته وړاندی کوو

www.taand.com

د افغانستان د خوندي کولوستراتیژي

 

لیکوال : لارډ پډي اشډاون

منبع : فینشل ټایمز ورځپاڼه

تر میلاد مخکې د شپږمې پېړۍ لوی پوځي ستراتیژیست سن زو(Sun Tzu )لیکلي : (بې تاکتیکه ستراتیژي ،دبریالیتوب لارترټولوزیاته اوږدوي )بې ستراتیژۍ تاکتیکونه ترماتې مخکې د ناروسوروپه مانا وي .

په داسې حال کې چې دافغانستان جګړه اووم کال ته داخلېږي کومه نړیواله ستراتیژي ورته نه ده جوړه شوې .داتلانتیک په دواړوغاړو (دامریکا اواروپاقارې)کې له دې جګړې سره دخلکوملاتړمخ په کمېدو دی .په افغانستان کې ناامنۍ مخ په زیاتېدو دي اودجګړې ماته اوس په رښتیا ممکن ښکاري .دماتې پایلې به هم دافغانستان اوهم دهغه دمتحدانولپاره ډېر بوږنوونکې اوبېروونکې وي.نړیوال تروریزم به بیا دخپل پخواني پناهځای په ګټلوکې بریالی شي اودکمزوري اوله منځه تلونکي پاکستان په پولوکې به نوي پناهځایونه جوړکړي .زموږدکورني امنیت خطرونه به په پراخه پیمانه زیات شي اودنړۍ په خورا بې ثباته سیمې به یوه نوې بې ثباتي ورزیاته کړي .

دبریتانیا دباندنیوچارووزیرپه حقه دی چې وايي دغونتیجوته په پام سره له افغانستانه وتل ښه انتخاب نه دی .

خونوربه دې ماموریت ته زموږ غوندي دوام ورنه کړي – نوبیا باید څه وکړو؟

ځینې وايي چې باید(افغانستان ته) نورځواکونه واستول شي.ځینې نوربیا وايي دناټونورغړي چې په جګړه کې ډېرپېټی په غاړه نه اخلي ،باید خپل ځواکونه ولېږي .ځینې بیا وايي چې موږته پکارده چې نوره مرسته وکړواوداکارموږ کوو.افغانستان ته دنړیوالوځواکونوپه سلوکې ۲۵ زموږدي .

که څه هم له افغانستان سره مرستې مخ په زیاتېدو دي خو کافي نه دي .خو څه چې موږیې ترټولوزیات کموالی احساسوو،هغه ستراتیژي ده.موږ پوره پوهېږوچې هدف مو دا دی چې دولسمشرحامدکرزي له حکومت سره مرسته وکړوچې حکومت وکړي اودجګړې په ګډون هغه مسوولیت چې اوس زموږ په غاړه دی وروسپاروچې پخپله یې ترسره کړي .

خو موږتراوسه پورې دې هدف ته درسېدو لپاره پلان نه دی جوړکړی اونه په دې سره سلاشوي یوچې یوڅوک دې دنړیوالوهلوځلو مشري وکړي .داسې یوڅوک چې دنړیوالوله ملاتړه برخمن وي اود افغانستان دحکومت داړتیاوودځواب ویلو لپاره له هغه سره مرسته وکړای شي .

ما په تېروڅلورومیاشتوکې دافغانستان لپاره یوپلان جوړکړی ؤ اودا هغه مسایل دي چې که زه دافغانستان لپاره استازی غوره شوی وای نوما به عملي کړي وو:

لومړی : موږ(نړیواله ټولنه)باید خپل پوره پام ضرورتونوته واړو.نه دا چې هرشي ته لاس واچوواوپه نتیجه کې یې یوهم سرته ونه رسوو.که ډېرلومړیتوبونه وټاکویوهم سرته نه شو رسولی .

ما درې لومړیتوبونه ټاکلي :

لومړی امنیت دی.موږبایدعام افغانان قانع کړوچې دافغانستان حکومت د دوی لپاره ترطالبانوښه امنیت تامینولی شي .زمامنظوریوازې پوځي امنیت نه دی.انساني امنیت ښیم چې برېښنا،دقانون واکمني،موثره اداره اوپه غوړېدونکي اقتصاد کې دکاردزمینوبرابرول پکې شامل دي .

دې هدف ته درسېدو لپاره دپوځي اوملکي اړخونوترمنځ نژدې همکاري پکارده .

زموږدوهم لومړیتوب بایدښه اداره یا حکومت کول وي .ترڅوچې مودافغانستان دحکومت میکانیزم نه وي پیاوړی کړی نه شي کېدای چې له هغه څخه توقع ولرو.دافغانستان حکومت هغه څه نه شي کولی چې افغانان ورته اړتیا لري اونه به موږددې جوګه یوچې افغانان وهڅووچې دکابل حکومت ترطالبانود دوی لپاره ښه دی .نوباید اول اداره ښه کړو اودمرستوپروګرامونوته لومړیتوب ورکړو.

اودرېم لومړیتوب دقانون حاکمیت دی .بایدعدلیه،پولیس اوامنیتي ځواک پیاوړی شي اوداداري فسادمخه ونیول شی .

له دې ټولوسره سره افغانستان موبایللی نه دی .په حقیقت کې څومره چې زه ددغه هیوادحالاتوته ډېرځیر شوم ،هومره ددغه هیواددحالاتودښه کېدومثبت اړخونه راته ښکاره شول .خو که په خپلو اقداماتوکې بدلون رانه ولو،بیا به نوناکامېږو.څه ته چې اړتیا لروهغه ستراتیژي ده نه بې ارتباطه اونامنظم تاکتیکونه .

څه ته چې اړتیا نه لروهغه دشپاړسمې میلادمخکې پېړۍ دچینايي فیلسوف نظریه ده چې اوس یې عملي کوو.