_____________________________________________________________________

نوشته هايی که در تريبون آزاد می آيند يا از نظر شيوهء پرداخت به مسايل و يا هم شيوهء بيان و يا هم در اصل کم از کم  دارای نکاتی اصولاً مغاير  با مشی نشراتی آسمايی  هستند، اما به پاس آزادی بيان  منتشر می شوند. مسؤوليت اين نوشته ها همانند ساير مطالب منتشره بر عهدهء نويسنده گان آن ها است.

_____________________________________________________________________

رسیدن به آسمایی :02.2008 .23؛ تاریخ نشر در آسمایی :02.2008 .24

الماس افغان

دمورنۍ ژبې نړيواله ورځ

او

د بي بي سي د خبریال [...] تحريف

دروان کال د کب دوهمه ( د فبروري ۲۱ مه ) چې د مورنۍ ژبې نړيواله ورځ وه په کابل ښار ( د لويې جرګې په تاريخي خيمه ) کې په خورا شانداره توګه ولمانځل شوه ، دغه غونډه په وروستيو څو کلونو کې يوازېنۍ ولسي غونډه وه ، چې په زرګونو تنه افغانانو په کې ګډون وکړی و . په داسې حال کې ، چې دکابل سړه سيلۍ چليده او واوره اوريده له کابل ښار ،ولسواليو ،اوآن ولايتونو څخه جوپې جوپې خلک راروان وو ، د لويې جرګې خيمه ،چې تر پينځوزروکسانوهم په کې ځاييږي د غونډې د پيل په شيبو کې ډکه شوه . عجيبه خوداده ، چې په غونډه کې نه ميلمستيا وه اونه هم د څوکيو او پيسو وېش ، خو عام خلک ورته په ډيره بيړه را روان وو ، يو اتيا کلن سپين ږيری ، چې پټو يې واورولوند کړی و ، ځوانو ميلمه پالو لومړي کتار ته راوست يوازې تر دوه سوو زياتو داوطلبو زلميانو د غونډې نظم او ميلمه پالنه کوله .
لومړۍ غونډه وه ، چې هر چا يې د برياليتوب لپاره هڅه کوله پرته له دې چې د تنخوا ، حق الزحمې يا حتی د يوې مننې په تمه وي . خيمه په ښکليو شعارونو ، باندې رنګينه شوې وه ، د کابينې وزيران ، معينان د ملي شورا ګڼ وکيلان ، د خلکواستازي ، قومي مشران ، سپين ږيري ، ديني عالمان ، د پوهنتون استادان ، ښوونکي ، محصلان او عام خلک په خيمه کې راغونډشول هر چاخپل ځای بل هېواد وال ته لوراوه ، داسې شيبه هم راغلله ،چې په خيمه کې د ناستې ځای نه وو پاتې او خلک د څوکيو د کتارونو شاته ودريدل ، مخامخ ليکل شوي وو :

د ژبو نړيوال کال - د مورنۍ ژبې نړيواله ورځ

افغانستان دغه کال او دغه ورځ د:

( په مورنۍ ژبه زده کړې د هر چا حق دی ! )

تر سرليک لاندې لمانځي

دخيمې ديوالونو پر پښتو ، دري ، ازبکی ، نورستاني ، بلوچي ، ترکمني ، پشه يي او نور شعارونه لګيدلي وو ، يونسکو اود افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت له مانيزه اړخه دهغو فرهنګي ملي ټولنو ملا ورتړلې وه ، چې ددغې غونډې دجوړيدو همت يې کړی و . اصلا د افغانستان خلکو له دوه درې کلونو راهيسې په مورنۍ ژبه دزده کړې مسأله د اسلام دسپېڅلي دين ، اساسي قانون او بشري حقونو د اصولو له مخې مطرح کړې وه ، خو سږ کال د ټول افغانستان خلکو دغه حق د ولسي غوښتنې په توګه مطرح کړ او دولت يې تأمين ته وهڅاوه .
دماسپښين له دوو بجو څخه څه وخت اوښتی و ، چې غونډه پيل شوه د کلام الله مجيد د آيتونو خوږ غږ دخيمې فضا رنګينه کړه او دغونډې دبرکت زېری يې راوړ ، بيا ملي سرود وغږول شو په زرګونه کسان ودريدل او دغونډې عظمت يې وښوده ،لومړی ويناوال دهېواد د پوهنې وزير و ، ده وويل :
خوشاله يم ، چې دومره لويه اوباعظمته غونډه وينم ده په خپلو خبرو کې د دومره لويې غونډې دجوړيدو په اړه خپله خوشالي او حيرانتيا وښوده او ويې ويل :
په مورنۍ ژبه زده کړه دهر چا حق دی او موږ مکلف يو داحق تأمين کړو . که هر څوک وغواړي پښتنو او حتی ازبکو ، بلوڅو او نورو ته ددغه حق د ورکولو مسأله په جنجال بدله کړي ، موږ ددغو جنجالونو پروا نه کوو . موږ په دې پوهيږو ، چې دا يوه حياتي مسأله ده او هر څومره ستونزې چې ولري ، بايد حل يې کړو ، ښاغلي اتمر په خپلو خبرو کې داسې وعدې ورکړې ، چې ناست زرګونه کسان ټول ډاډه شول ، چې په خپله مورنۍ ژبه زده کړه به هرومرو تأمينيږي . د ښاغلي وزير ټول ټينګار پر زده کړه اوهغه هم په مورنۍ ژبه و ، چې د غونډې اصلي موضوع هم همداوه ورپسې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستيال ښاغلي غلام نبي فراهي وينا وکړه او د پوهني وزير له وعدو يې خوشالي څرګنده کړه ويې ويل : دده وزارت به د پوهنې د وزارت کلک ملګری او ملاتړ وي ، چې وکړای شي په مورنۍ ژبه د زده کړې له حقه محروم ولس ته دغه حق تأمين کړي .
بيا د لوړو زده کړو اداري مرستيال استاد محمد صابر خوېشکي وينا وکړه اوکلکه وعده يې ورکړه ،چې د لوړو زده کړو وزارت به د ښوونکيو په روزلو ، د تعليمې نصاب په بشپړولو او پوهنتونونو کې په مورنۍ ژبه زده کړو ته د شرايطو په مساعدولو سره ددغه ملي بهير ملګرتوب وکړي .
بيا د لويې پکتيا قومي مشر او دهېواد ديوه منلي سپين ږيري ښاغلي ميراجان سحيقي خبرې وکړې او د ولس په استازيتوب يې ګيله وکړه ، چې د پوهنې وزارت وعدې لا تراوسه يوازې وعدې پاتې شوي او لا هم ميليونونه پښتانه په مورنۍ ژبه له زده کړو محروم دي . او که دا وعدې عملي نه شي هغه ولس ، چې نن يې زرګونه استازي په دې خيمه کې راغونډشوي دخپل حق دغوښتلو لپاره راپاڅيږي ، د ښاغلي سحيقي وينا د لاسونو په پړکولو داسې بدرګه شوه ، چې د لويې جرګې خيمه يې هم ولړزوله .
تر سحيقي صاحب وروسته د ولسي جرګې استازې محققې ساهر ه شريف په ښوونه او روزنه کې د مورنۍ ژبې داهميت په اړه خپله علمي مقاله واوروله تردې وروسته د افغانستان د ترک توکمو په استازېتوب د مدني بنسټونو د همغږۍ شورا مشر اسدالله ولوالجي او ورپسې د ملي شورا استازيو ، اوه کلن نابغه احمد سعيد ، د الفتحې لېسې د اتم ټولګي زده کوونکې ښکلا ځدراڼ او نورو ګډونوالو ويناوي وکړې ، د غونډې پريکړه ليک د پياوړي ليکوال استاد محمد آصف صميم له خوا ولوستل شو اوغونډه د مازيګر د لمانځه پر مهال پای ته ورسيده ، په غونډه کې ترانې او تمثيلي پارچو هم ځای درلوده . د يونسکو پيغام ،جي ټي ار موسسې پيغام اونورو پيغامونو د غونډې يوه برخه جوړوله ،چې تفصيل به يې بل ځای راشي .
زه غواړم دهمداسې غونډې په اړه د بي بي سي رسنۍ په ويب سايټ کې د سعيد حقيقي هغه تحريف شوی او درواغجن راپور ته کتنه وکړم ، چې يو ځل بيا يې د بي بي سي پوزه ورپرې کړه ، بي بي سي په ښکاره د انګلستان د سياسي عقدو په تربيون بدله شوې ده اود ايرانپلوې فارسي څانګې د فاشېستي عقدو د پرانيستلو لپاره تر ټولو ښه لاره ده . بي بي سي چې خپل راپور تجليل از روز جهاني زبان ها ی مادري در کابل تر سرليک لاندې خپور کړی او خپلې خوسا او بدبويه عقدې يې په کې ارږمی کړي دي .سعيد حقيقي د مېز تر شا ناست دی او خيالي ګزارش يې جوړ کړی دی . له دغې غونډې څخه د يادولو په بهانه يې د خرم او ملي مصطلحاتو کيسه بيا رااخېستې او ټول بحث يې په هماغه پېښه کړی دی . ده له اتمر څخه يو غلط او سرچپه نقل قول داسې رااخېستی :
حنيف اتمر وزير معارف افغانستان ، سخن گفتن به زبان مادري را حق تمام شهروندان افغان خواند و گفت دولت وظيفه دارد اين حق را برای همه اتباع افغانستان تأمين کند .
دروغجن او تحريفګر سعيد حقيقي دې د غونډې ټول جريان بيا وګوري که داسې جمله ِيې دښاغلي اتمر په خبرو کې ومونده بيا دې خپره کړي ، د ښاغلي اتمر خبرې پر ( حق سخن گفتن ) نه بلکې پر ( حق آموزش به زبان مادری ) وې ، ده وويل چې هر څوک حق لري په مورنۍ ژبه زده کړه وکړي . سعيد حقيقي په خپل راپور کې 21 ځايه د ژورناليزم له اصولو څخه انحراف کړی او 6 ځايه يې تحريف کړی چې د دغو کرښو ليکوال به په يوه مفصله ليکنه کې هغه وشماري او ډېر ژر به يې خپره کړي .
بي بي سي د اسدالله ولوالجي خبرې هم سرچپه او ناسمې رااخېستي دي . دښاغلي ولوالجي په خبرو کې په ښکاره دې ته اشاره شوې وه ، چې پر ازبکو ، ترکمنو ، بلوڅو او نورو باندې جبراً دري زده کړې تحميليږي ، ده د خپلو خبرو د استناد لپاره ازبکي متل ياد کړچې :
تا که ازبک تاجک ميشه ، تاجک ملا ميشه .
ولوالجي وويل دی نه غواړي ووايي ، چې دري پردوی باندې بوج ده خو دولتونو دوی ته په مورنۍ ژبه د زده کړې د حق په تامين کې هڅه نه ده کړې .
سعيد حقيقي له ولوالجي څخه داسې نقل قول کړی دی :
ملت افغانستان نه خود حرکتی به طرف پېشرفت زبان خود کرده ونه دولتهايی که دراين کشور ايجاد شده به خاطر رشد اين زبان ( فارسی دری ) قدمی برداشته اند .
زه په غونډه کې ټوله حاضره مېډيا ننګوم ، که ښاغلي ولوالجي دغه خبره کړې وه زه او که نه سعيدحقيقي بايد محاکمه شي . موږ وينو ، چې په ښکاره بڼه د بي بي سي راډيو د ژورناليزم اصول ماتوي او په افغانستان کې د تفرقه اچوونکو مسايلو په سنګر بدليږي .که د بي بي سي راډيو دخپل دغه راپور سپيناوی ونه کړي نو ډېر ژر به يې پر ضد لاريونونه او ولسي احتجاج راپاڅيږي او که بيا په کابل کې د دوی هر راپور په افغانستان کې دروغ او تحريف ګڼل کېده نو مسؤليت به يې پردوی وي .
افغانان هر څه زغمي خو تفرقه ، فساد او له کلتوري رنګارنګۍ څخه غلطه استفاده نه شي زغملای .
په نړۍ کې ټولو افغانانو ته له همدې ليکنې څخه خطاب کوو ، چې د بي بي سي جالپاڼې ( وېب سايټ ) له نا اعلام شوې جګړې څخه چې د افغانيت او پښتنو پر ضد يې پيل کړې ده خبر شي او اعتماد پرې ونه کړي . دغه ياد شوی راپور کاملاً دروغ دی او د غوڼدې جوړوونکې جرګه ګۍ يې په کلکه غندي . دغه غونډه ددانشګاه ويونکو ايراني پلوه ورانکارو په دفاع کې نه ، بلکې په افغانستان کې په مورنۍ ژبه د زده کړې د حق د تأمين لپاره وه .