رسیدن به آسمایی :02.2008 .23؛ تاریخ نشر در آسمایی :02.2008 .24

دستگېر خروټی

اساسي ستونزه د خپلواکې انديښنې نشتوالی دی

«هغوې چي د ټولنېزو مسلو د قطعي او مطلق حل مدعيان دي غولونکې او خطرناک دي»

انسان او انديښنه
 سره ددې چي ما په تېرو ليکنو کي په دې هکله مطالب وړاندي کړې دلته يو ځل بيا غواړم په لنډه توگه د انسان او انديښنې په هکله يو څه وړاندي کړم. انسان د نورو حیواناتو په شان د طبعيت برخه او يو بيولوژيکې موجود دی. يوشمېر حيوانات هم انسان ته په ورته شان دنيا ته راځې او د ژنيتک په برخه کي له ٩٠٪ زیات انسان ته ورته والی لرې. خو پوښتنه داده انسان څه ډول وکولاي شول چي له ټولو نورو حيواناتو څخه ځان را جلا کړ او څه شی له دی جلاکړون سره مرسته وکړه؟ ددې پوښتنې د ځواب له پاره به د Theodosius Dobzhansky خبرې را واخلم. هغه وايې:
» بيولوژې به هېڅ معنې ونه لرې که د Evolutionteori په رڼا کي ورته ونه کتل شي« ټولې بيولوژيکې پديدې د Evolution پايلې دې. که انسان د انديښنې خاوند دی، خو انديښنه په خپل وار سره انسانيت جوړونکې ده. انسان په طبعيت او د طبعيت د ناخوالو په ضد له انديښنې پرته بله وسيله نه لرې.
انسان په طبعيت د مټو په زور غلبه نه کوي، بلکي انسان د تودوخې، سړو. سيلابونو، زلزلو، توفانونو، ناروغيو... په وړاندي د انديښنې په زور مقاومت او په هغوې د غلبې لارې او وسيلې پيدا کوي. همدارنگه انسان د غاښونو، منگلو، شکرونو، زهرو، زور...په ځای د انديښنې او کار په برکت له طبعيت ځان را جلا کړ، ټولنېز ژوند يې پېل کړ، فرهنگ يې ايجاد کړ، د وسيلو جوړول يې پېل کړل، او ټولنه يې جوړه کړه. انسان يوازي د طبعيت محصول نه، بلکې تر ډېرې اندازې د ټولنې او ټولنېزو اړيکو محصول دی. په بل عبارت انسان په خپله د ټولنېزو اړيکو مجموعه ده. که انسان له طبعيت څخه جلا شوی نه واي اراده او د تصميم نيولو او پريکړې کولو وړتيا به يې هم نه درلوده. ځکه طبعيت نه اراده لرې او نه د پريکړې کولو وړتيا ور سره شته دی. دلته هر څه ساده او تکراريدونکې بڼه لرې. انسان ددې له پاره له طبعيت څخه را جلا شو تر څو د خپلې ارادې خاوند شي، تر څو د خپل عقل او شعور په بنياد عمل وکړې، تر څو په خپل برخليک او په خپل ژوند واکمن شي. تر څو د خپلې انديښنې او کار په وسيله ځان ته يو ټولنېز چاپېريال جوړ او له نورو سره په گډه د ناخوالو او گواښونو په وړاندي مقاومت او په هغوې غلبه وکړې. انسان د ودې اوتکامل دا لاره په يوه شپه نه دي وهلې. دې ودې په زرگونو او په سلگونو زره کالنو ... نيولې دې.
انسان د طبعيت ډېرکمزورې موجود دی. فکر ورته وکړې چي انسان له پيدا کيدو وروسته څومره ورو وده کوي او څومره د هرې ناخوالې په وړاندي کمزورې ښيې. يو ماشوم له اوږدې مودې وروسته په پشو درېږې او بيا کالونه تېرېږې ترڅو د ځان ساتلو او ځان بسيا کولو وړتيا پيدا کړې. خوپه طبعيت کي نور حيوانات ډېره چټکه وده کوي، ډېر ژر په پښو درېږې، ډېر ژر د ځان ساتلو او د ځان د دفاع کولو وړتيا پيدا کوي او همدارنگه په چټکې سره د غذا پيدا کولو له پاره چمتو کېږې. انسان نه يوازي د طبعيت په وړاندي، بلکې په طبعيت کي د حيواناتو په وړاندې هم کمزوری دی. د بيلگو په توگه انسان د مار د زهرو په وړاندی، د زمری او ليوه د غاښونو او پنجو په وړاندي، د سخوندرو د شکرونو په وړاندي... کمزورې ښيې، هغه څه چي انسان ددې گواښونو په وړاندي ساتې او ورباندي غلبه کوي انديښنه او تفکر دی.

دانديښنې ازادي اود زده کړې خپلواکې
 د انديښنې او فکر ازادي نه يوازي متفکرينو ته ددې وس ورکوي چي نوې اندیښنې او نوي فکرونو ايجاد کړې ،بلکې ټول هغوې چي په فکرکولو عادت کېږې کولاي شي نوې انديښنې او نوي فکرونه را منځ ته کړې. د فکر کولو له عادت څخه مطلب دادی چي انسان له ايديولوژيگانو، تقليد کولو او پېروی کولو څخه د ژغورولو وس او مېړانه ولرې او په خپله فکرې ټمبلې باندي غلبه وکړې. سره ددې چي موږ هېڅ نه دي کړي، خو په فکري لحاظ ځانونه سخت ستړېا احساس کوو او ډېر ژر عصبې کېږو دا حالت د يوې ټولنېزې او تارېخې فکري ټمبلې او په فکري برخه کي په کورنۍ او ټولنه کي د کمزورې او يا نه روزنې پايلې دې. ټول د فکرکولو او د خپل عقل د په کار اچولو وړتيا لرې، خو ستونزه د " مېړانې نشتوالی " دی.
 زده کړه انسان ددې هڅوې چي د انديښنې په کولو او په خپله په فکر کولو عادت شي او نوې انديښنې او فکرونه ايجاد کړې. انسان د زده کړې په برکت ځان پيدا کوي تر څو د نورو له پاره د وسيلې په توگه استعمال نشي. تر څو نور له هغه څخه ی يوې وسيلې په توگه کار وانخلې. ترڅو له هغه څخه ژوندی بم جوړ نه شي.
له پاره ددې چي انسانان خپلواک وروزل شي. له پاره ددې چي زده کړه د انسان د انديښنې او کار له ودې او پرمختگ سره مرسته وکړې بايد خپلواکه وي. په بل عبارت زده کړه له هر ډول مذهبې او نه مذهبې ايديولوژې څخه خپلواکه شي. کيميا. بيولوژي، فزيک.حساب، طب، حقوق، اقتصاد، سياست ... خپلواک علوم دي او يوازي په خپلواکه توگه زده کيداي او موثريت تر لاسه کولاي شي. په ځانگړې توگه ټولنېز علوم دخپلواکې تر څنگ له تبعيض او کرکې څخه هم خلاص وي. په دي علومو کي نه بايد ددې او هغه ټولنېز گروپ برترې تعريف شی. ټولنېز علوم نه بايد د " اصيل" ، " برتر" او " موږ تر ټولو ښه او سپېڅېلې يو" د زده کړې او روزنې ډگر وي. دا ډوله زده کړه او روزنه د نورو په وړاندي منفي ذهنيت او کرکه منځ ته راوړې. ددې او هغه ټولنېز يا مذهبې گروپ او يا ډلې د " اصليت" ، " برترې" په بنياد زده کړه د انسانې حقونو، انسانې آرزښتونو او د انسان په هکله د بشري حقونو د نړيوالې اعلامېي مخالف کاردی. د زده کړې د خپلواکې له منځه وړل د انسان او د ټولنې د خپلواکې له منځه وړل دی. د ټولنې خپلواکې د هر ځانگړی وگړی په خپلواکې کي دی. د زده کړې د خپلواکې د له منځه وړلو معنې دادي چي انسانان هميشه پيشوا، رهبر او امېر ته ضرورت لرې او انسانان د هميشه له پاره د گلو، رمو او پادو په شان رهبري شي.
د زده کړې په هکله به يو ځل بيا دکانت چلند او خېرې را يادې کړم. کانت د روزنې او زده کړې په کار کي په کلکه ددې مخالف وو چي انسانان په چوکات شوې توگه له پخوا څخه د جوړ شويو وچو او نه بدليدونکو معيارې اصولو په اساس وروزل شي. هغه همدارنگه په کلکه د زده کړې او روزنې په کارکي د کورکورانه او کلک انضباط مخالفت کاوه. د کانت له نظره زده کړه او روزنه په حقيقت کي د انسان د عقل او خرد له روزلو څخه عبارت دی، کوم چي له ازاد انتخاب څخه پرته نه تر لاسه کېږې. کانت وايې: " د انسان علم دوه خواوې لرې: حس او فهم. حس د علم موضوع ده او فهم د عقل په يارې هغه په علم بدلوې. علم او عقل په تجربه او آزمايش تکيه کې..."
 " حس" د پېږندنې پېل دی، نه پېږندنه. د بيلگې په توگه تاسو د خپلې سينې په چپ لور کي درد حس کوې، خو نه پوهېږې چي نوموړې درد ولې پيدا شوی او لامل يې څه دی؟ اوس د درد د لامل د پيدا کولو ضرورت منځ ته راځې، کوم ته چي " حس" نه ځواب ورکولاي شي او نه يې د پېږندلو جوگه دی. د درد د لامل د پېږندنې لاره له پوښتنو، شکونو او آزمايښونو تېرېږې. ډاکتر نه يوازي له تاسو څخه پوښتنې کوي، بلکې شکونه هم ورسره شته دي: ډاکتر شک لري چي دا به د زړه ناروغې وي، دا به دکومې عضلې درد وي ... له پوښتنو او شکونو ورسته د څېړنو او ازمايښونو وار راسېږې، کوم چي د عقل او علم پوسيله تر سره کېږې.
 په انسانې ټولنه کي پرمختگ هغه وخت پېل شو چي " انديښنه ازاده" او " زده کړه خپلواکه" شوه. ورته وگورې دا لويې او درنې طيارې هوا ته د کرامتونو په ځای، له زرگونو آزمايښونو، زرگونوشکونو، زرگونوترديدونو او د زرگونو تېروتنو له منلو او سمولو وروسته د انديښنې او تفکر په برکت فضا ته پورته کېږې.
په ننۍ نړۍ کي تر لوی ځواک پوهنه ده او دا ځواک د زده کړې پوسيله تر لاسه کيداي شي. د پوهنې ځواک په خپلواکې او په هميشنی بدلون کي دی. د پوهنې ځواک په " ولې" ، " شک" ، " ترديد" او " ازمايښ" کي دی. په نړۍ کي نه يوازي د يوه او دو هيوادونو، بلکې د ډېرو هيوادونو تجربې ښيې چي پرمختگ هغه وخت پېل شو چي زده کړه او پوهنه له دين څخه خپلواکه شوه. لامل هم دادی چي په دين کي د شک، ترديداو ازمايښ له پاره ځای نشته دی او د دين حکمونه ازلې او ابدي دي، خو دعلم او د علمي د پرمختگونو محرکه قوه شک اوازمايښ دي. په بل عبارت شک او آزمايښ د علم روح بلل کېږې.
 ماشومان ددې له پاره ښوونځی ته استول کېږې چي ذهنونه يې روښانه شی او د خپل عقل او خرد د په کار اچولو سره ددې وړتيا پيدا کړې چي ترڅو ځان، دنيا او د دنيا واقعيتونه وپېږنې او ټولنې ته هم عقل او پوهنه راوړې او د واقعيتونو، ستونزو، ناخوالو، نابرابريو او حالاتو په هکله پوښتنې، شکونه او ترديدونه را پورته کړې. د زده کړې اساسي موخه داده چي ماشومان د سبا له پاره چمتوشي. د زده کړې موخه داده چي د يوه ځانگړی وگړی استعدادونه او ابتکارونه و غوړېږې. د زده کړې موخه داده چي ماشومان نورو ته د درناوی او احترام کولوپه روحيه وروزل شي او په تېره بيا د گلوبالېزم په شرايطو کي، چېرې چي بری او ماتې، وروسته پاتی والی او پرمختگ د علم او تکنولوژې په برخو کي په سياليو پوری تړلی دي. سبا به بريالې هيوادونه هغوې وې چي د خپلو ماشومانو له پاره يې له کرکې او تبعيض څخه خالې پراخ او پرمختلونکي امکانات برابر کړې دې.
 له بده مرغه په افغان ټولنه کي تر همدې دمه پوري د زده کړې د وژلو او د انديښنې اخستلو او ځپلو هڅې پېاوړې پاتې کېږې او هغوې چي له ځانه او زمانې بيگانه دي. دا ډول هڅې د فرهنگ او په تېره بيا د مذهب په نومونو تر سره کوي. له انسان څخه د انديښنې د خپلواکې اخستل، له انسان څخه د انسانيت، د ارادې او د شخصيت اخستلو په معنې هم دي او دا د انسان او د هغه په وړاندي نه بښونکی جنايت دی. که له يوه لوری ملاـــ طالب د ښوونځيو په سوزولو سره لس گونو زره ماشومان د زده کړې او پوهې له حقه محروموي، له بله لوری په مزار کي يوه بدوې محکمه په ورته دود سره له سيد پرويز کامبخش څخه د پوښتنې او انديښنې په گناه د ژوندحق اخلې.
انسان د معدې تر څنگ ذهن اوعقل هم لرې، کوم چي د معدې په شان تغذیه کولو ته اړتيا لرې. دانديښنې ازادې او د پوهې خپلواکې دي چي ذهن او عقل ته غذا ورکوې. د انسانانو د ذهن او عقل ايسارول او له هغوې څخه د پوهې حق اخستل په انسانانو کي ماخوليايې حالت منځ ته راوړې، چېرې انسان له دنيا او ژوندڅخه مخ گرزوې، چېرې چي انسان له ځانه او ټولنې بيگانه کېږې، چېرې چي انسان هيلې او اميدونه له لاسه ورکوي او چېرې چي انسان ته د بې ارزښتې او يوازيتوب پېاوړی احساس پيدا کېږې. دا د انسان له پاره ډېر ناوړه روانې حالت دي. همدارنگه دا د انسان څېره او د هغه بيولوژيکې جوړښت نه دي چي د هغه چلند، تلنو او کړو ته لوری ورکوي، بلکي دا د هغه روانې حالت دي چي د هغه د چلندونو او تلنو لوری ټاکې.

ننیو واقعيتونو ته په پرون کي تعريف او حل نه پيدا کېږې
افغانې ټولنه له ډېرو او رنگارنگ ستونزو سره مخامخ دی. دا ستونزې څوگونې او اوږد تارېخ او ژورې ريشې لرې. دلته له پېړيو را پاتې ستونزې نه يوازي حل شوې نه دي، بلکې پېږندل شوې هم نه دې. له موږ سره له ډېرې پخوا دا تفکر مل دی چي له يوې خوا ستونزو ته سر ټيټ کړو، د نصيب او تقدير په نومونو يې قبولې کړو، د خپل برخليک نه جلاکيدونکي برخه يې وبولو او له بلې خوا د شته ستونزو ملامتې په بل چا وروغورزو. دا ډول چلند نه يوازي د خپلې ټمبلې د پټولو هڅه ده، بلکې له مسؤلیت څخه د ژغورلو هڅه هم شمېرل کېږې. موږ تر اوسه ددې وس هم نه دی موندلی چي ستونزې وچڼو او وگورو چي د ستونزو په اوږده او پېجېلی ځنځېر کي اصلي کړۍ چېرې ده. په بل عبارت فکر وکړو چي په ستونزو کي اصلې ستونزه کومه ده. د اصلې ستونزې يا د اصلې کړۍ په پيدا کولو سره ددې عملي امکان منځ ته راځې چي د پيښو لوری درک او د حل سمه لاره هم پيدا شي.
بله نيمگړتيا دادی په ځای ددي چي په خپله فکر وکړو او د ستونزو حل را وباسو خوښېږې مو چي دحل لارې د نورو په فکرونو، د نورو فارمولونو او په پرونی جوړشويو حکمونو کي ولټوو. د بيلگې په توگه که پرون موږ له ستونزو سره مخامخ کيدو، بې له دي چي په خپله فکر وکړو، او بې له دي چي له خپل خرد او عقل څخه کار واخلو، بې له ځنډه مو لنېن او د هغه منتخباتو ته مراجعه کوله چي هغه په دي هکله څه ويلې. د ستونزو په حل کي دي ډول تقليد په موږ دومره غلبه کړې وه چي په خپله فکر کول را څخه هېر شوی وو. همدارنگه ايديولوژيک او د تقليد تفکر له موږ څخه دا وړتيا اخستې وه چي خپلې نيمگړتياوې او تېروتنې پيدا کړو. د ټولو ناخوالو، نيمگړتياو او حتې د خپلو تېروتنو ملامتې مو هم په نورو وراچوله.
همدا اوس هم په پراخه کچه يو شمېر د ننۍ دنيا واقعيتونو ته په پرونېو حکمونو کي تعريفونه پيدا کوي او ننۍ پېچېلې ستونزې د توراو سپين، د حلال او حرام په ساده معيارونو حل کول غواړې. په تېره بيا ټولنېزو مسلو او پيښوته، کومې چي نه يوازي په هميشنی بدلون کي دي، نه يوازي بې سارې چټکي سره بدلېږې، بلکې ډراماتيکې ځانگړتياوې لرې او سختې پېچېلې هم دي. د پاکستان حالاتو ته وگورې او فکر ورته وکړې. دلته ورستيو ټاکنو د ډېرکتونکو د باورونو خلاف د دموکراسي الترناتيف په پېاوړې توگه را څرگند شو او د واک دو پېاوړيو فکتورونو دواړو ملا او جنرال د خلکو له خوا کلکې څپېړې وخوړلې. د پښتنو په سيمو کي هم د انتظار په خلاف خلکو ملا اومولانا ته شا ور وگرزوله او سيکولر استاذو ته يې خپله رايه ورکړه. په نړۍ کي وېره دا وه چي په پاکستان کي مذهبې بنسټ پالنه واکمنه نه شي، خود پاکستان خلکو په دې ټاکنو کي له سياست څخه نه يوازي د جنرال، بلکې د ملا او مولانا د جلا کولو روښانه او پېاوړی پېام هم درلود.اوس هيله داده چي رامنځ شوی حالت ټينگ او پراخ شي او دواړه ملا او جنرال له دي پيام څخه درس او عبرت واخلې. رښتيا هم چي په پرون کي د نن له پاره ځواب نه پيدا کېږې. هغه وگړې چي ټولنېزو مسلوته د قطعي او مطلق حل غوښتونکي دي نه يوازي له زمانې بيگانه او د پيښو د لوری د پېږندلو په کارکي پاتې راغلې دي، بلکې غولونکي او خطرناک دي.
بله نېمگړتيا له ستونزو او د هغوې له حل کولو سره پرادوکس ډوله چلند کېږې. له يوې خوا ستونزې
ساده کېږې او له بلې خوا د حل له پاره يې له وروستې وسيلې " زور" څخه کار اخستل کېږې. دلته له پېړيو پېړيو له انسانانو څخه په جوړه شوې يوه ټولنه کي د ډېرو وړو ستونزو د حل له پاره د " زور" ، " قهر" او
د " غلبې" له فرهنگ څخه گټه اخستل کېږې. نه يوازي د واک او حاکميت په ډگر کي، بلکې په عادي، ورځنی او کورنی ژوند کي هم " زور" او د زور په کار اچول واکمنه بڼه لرې. د دا ډول يوه حالت معنی دا دی چي افغان ټولنه د " د زور، ډار د فرمان ورکولو او فرمان وړلو يوه ټولنه ده.
موږ تر اوسه په دي نه پوهېږو هغه څه چي په ټولنه کي پيښېږې او د ناورينونو او تراژيدېو بڼه غوره کوي د موږ د غفلت، د موږ د ناپوهې اود موږ بې مسؤليتې پايلې دې. موږ نه تر اوسه په خپلواکه توگه د فکر کولو روزنه تر لاسه کړې اونه د نورو خپلواکو انديښنو او فکرونه ته آرزښت ورکو. موږ په رښتيا سره هغه مرحلې ته نه يو رسيدلې چې ټولنېزې ستونزې، تارېخې ستونزې او سياسي پيښې د بدليدونکي تفکر او خپلواکې انديښنې په بنياد مطالعه اوڅېړنه يې وکړو. که موږ له دگمونو څخه د ځان د ژغورولو وس پيدا نکړو، که له خپل عقل څخه په کار اخستلو کي پاتې راشو او انديښنې مو خپلواکې نشې همدا شان به د بنسټ پالنې ښکار او انديښنې به مو په ځوړ روانې وي.

موږ اوپرونې
 موږ ته پرونيو ډېر څه کړې دي. هغوې ډېر شيان توليد کړي دي. هغوې دا وطن موږ ته را پريشی دی. هغوې ددې وطن د فرهنگ او تارېخ په ايجاد او وده کي برخه اخيستې ده. هغوې لوې او تارېخې حماسې را منځ ته کړې دې. سره ددي چي موږ په خپله د هغوې ادامه يو. خو موږ د هغوې په شان کيداي نشو. موږ پله په پله او قدم په قدم د هغوې پېروي او تقليدنشو کولاي. له پرون او له ډېر ښه پرون هم واټن نيول د يوې پرمختلونکې ټولنې طبعې ځانگړتيا ده. که څوک غواړي او که نه غواړې ټولنې پرمختگ کوي او مخ ته ځې. دلته ستونزه له پرون څخه په واټن اخستلو کي نه، بلکې ستونزه د ټولنې د پرمختگ په څرنگوالی کي دی. پوښتنه داده چي افغانستان دکومو ځانگړتياو او دکومو آرزښتونو په واکمن کولو سره مخ ته ولاړ شي. په طبعي توگه نه يوازي پرون، بلکې نن هم په دي هکله د ټولنېز بلوغ نښانې کمزورې ښکارې. په دي برسېره د موږ اوپرون دنياوې له يو بل سره توپېر لرې. د هغوې دنيا لويه او ساده دنيا وه. د هغوې دنيا ډېره ورو او ورو بدليدله. دموږ دنيا وړه دنيا ده او په دې وړه دنيا کي شیان او پیښې په بې سارې توگه پيچيلې شوې دې او په بې سارې چټکې سره بدلون مومې. همدا اوس دنيا په لس کاله کي د سلو او دو سوو کالنو لاره وهې. کله کله داسي څه پيښېږې چي هېڅوک يې انتظار نه کوې او په تېره بيا په افغانستان کي په وروستيوکالنو کي پيښو او بدلونونو دا ډول يوه ډراماتيکه بڼه خپله کړې ده چي وړاندوينه يې هم اسانه کار نه دی.
هغوې پرون د ستونزو د حل له پاره خپلې انديښنې او خپلې لارې درلودې. هغوې هم غوښتل چي يو ښه او هوسا ژوند ايجاد کړي، خو هغوې نه يوازي په دي کار کي بری نه درلود، بلکې موږ ته يې هم داسي څه نه دي پريښي چي د نيکمرغې او پرمختگ په لور د موږ لارښونه وکړې. پرونيو موږ ته هغه څه هم په مېراث پريشي چي درې سوه کاله، دوه سوه کاله او سل کاله پخوا بايد حل شوي واي. نورو همدومره پخوا ورته ستونزې حل کړې دې. هغوې ددې وس پيدا نکړ هغه آرزښتونه او نورمونه ايجاد کړې چي په افغانستان کي د ملت جوړولو له چارې سره مرسته وکړې. په پرونيو کي چا ته د يوې هوسا ټولنې، د يوې خپلواکې ټولنې او د يوې سياسي شوې د ټولنې د ايجاد له پاره مراجعه کولاي شو نه يوازي پرون، بلکې نن هم په تېره بيا روشنفکرانو ددې وس نه دي موندلې چي ځانونه له قبيلې پالنې او قوم پالنې څخه راوباسي. له بده مرغه دوی د دنيا او افغانستان په پيښو د قوم پالنې په زاړه دود قضاوت کوي او ددې چلند په کولو سره د پيښو او حالاتو د پېږندنې او څېړنې په کار کي خپله بشپړه بې وسې او څرگنده کمزورې ښيې.
همدارنگه له پرونيو څخه موږ ته داسي يوه علمې پانگه په مېراث نه دي را پاتې چي په دي پراگماتيک نړۍ او د گلوبالېزم په حالاتو کي د موږ لارښوونه او مرسته وکړې او را ته وښيې چي په دې نړۍ کي د موږ ځای چېرې دی، هغسي يوه انديښنه او هغسی يوتفکر چي په دي پراگماتيک حالت کي د موږ عمل او پراتيک ته لوری ورکړې. د موږ په پراگماتيکه دنيا کي پوهه، نورمونه او ارزښتونه دعمل او پراتيک په معيارونو سنجول کېږې او په دي دنيا او په تېره په افغانستان کي د ستونزو او پرابلمونو حل د عملي چلند په کولو سره د عملي پايلو غوښتونکی دی. ددې خبرو له يادولو د ما مطلب دادی چي افغانې ټولنه تر اوسه هم د علمې تفکر او خپلواکې انديښنو له نشتوالی سره مخامخ دی. د موږ په وړاندي د پرونيو په پرتله ډېرې او څو اړخېزې پوښتنې اوپېچېلې ستونزې پرتې دي. دې پوښتنو ته د ځواب ورکولو او دې ستونزو ته د حل پيدا کولو په کارکي پرون د موږ مرسته نشي کولاي.