رسیدن به آسمایی:01.2008 .16؛ تاریخ نشر در آسمایی :01.2008 .16

 دستگېر خروټی

چپ په بحران کي
د افغانستان د ژغورونکی نوم دموکراسي دی

په افغانستان کي زيات گوندونه ثبت شوې دې. سره ددې چي دا د سياسي ازاديو او سياسي پلورالېزم نښانې دي، خو د افغانې ټولنې په سياسي ژوند کي د زياتو گوندونو شتوالی د ستونزو حل له ځنډ مخامخ کوي او گډو سياسي پريکړو ته د رسيدلو کار هم مشکل کوي. د گوندونو له ډېروالې سره سره دا گوندونه په دو چپ او ښی لورو پوري اړه لرې ، کوم چي په ټولنه کي د لوی او ژور ټولنېز ويش او نابرابرې پايلې بلل کيداي شی. په افغانستان کي لا تر اوسه د منځنې طبقي د کمزورې له امله د ښی او چپ ترمنځ د گوندونو وده کمزورې ده.
     چپ او ښی لوري  د فرانسې د انقلاب پايله بلل کېږې او څومره چي په ټولنو کي ازادې، پلورالېزم او په تېره بيا سياسي ازادې پراخه شوه په هماغه اندازه د دواړو چپ او ښی د ودي امکانات هم پراخ شول. دواړو چپ او ښی لورو او په تېره بيا د سياست، اقتصاد، حقوقو، دولت او ټولنې ... په هکله خپلې نظريې او تگلارې وړاندي کړې او د دوې تر منځ په تېره بيا د واک په تر لاسه کولو کي کله نه پخلاکيدونکي  مبارزې او وسله وال ټکرونه او کله هم د ديالوگ او مدنې لارو په کارولو سره سيالې روانې دي.
    په هغو ټولنو کي چي ټولنېز واټن ژور او نابرابرې لوي او ژورې نه دی ددې دو بلاکونو تر منځ واټن کم او د دوي تر منځ د روغي او جوړې تر لاسه کول هم مشکل کارنه دی. په دېرو برخو کي د دوې  تگلارې او شعاورونه يو بل ته پاتې کېږې. په استراتژيکو برخو کي له يوبل سره ډېر کم توپېر لري  د بيلگې په توگه دلته په دنمارک کي د دواړو لويو گوندونو چي يو يې چپ او بل يې ښی دي تگلاره د ټولنې " هوساينه" ده. په غربې دنيا کي د ټولنېز واټن په کمولو کي د منځنې طبقي ودي او پراختيا ټاکونکي رول تر سره کړ او دا طبقه د دموکراسي په پراخه او کلکه ټولنېزه پايگاه بدله شوه. د سياسي ژوند په ډگرکي د همدي طبقي برخه اخیستنه او رول دی چي د واک په بدلولو او لېږدولوکي وروستې خبره کوي.
 په هغو ټولنو کي چي ټولنېز واټن لوی او نابرابرې ژوره ده يا په بل عبارت په هغه ټولنو کي چي د مړو او خوارو تر منځ  فاصله زياته وي د چپ او ښی تر منځ واټن هم پراخ، تگلارې او درېځونه يې له يو بل څخه لرې او همدارنگه د دوې تر منځ ديالوگ او د روغې جوړې کلکې ستونزې هم موجودی وي. په دي ډول ټولنو کي د گوندونو تگلارې افراطې او راديکاله رنگ لرې او دسياسي او مدنې لارو په ځای له افراطې  عملونو او د زور په کارولو ته لاس اچوې.
 په ټولنه کي پراخه خوارې او بې وزلې دواړو چپ اوښی لوري د افراط په لور بيايې. خوارې په افغانستان په افراطې عملونو او فکرونو کي اوچت رول درلود او رول لرې. همدا اوس په ځانگړې توگه  د ايديولژې تر څنگ دا خوارې ده چي د طالبانو افراطه ته انرژې او قوت ورکوي.
په ټولنېزو لاملونو برسېره د ښی او چپ په دریځونو کي پوهه او روزنه هم لوی رول لرې څومره چي د اگاهي او پېږندنې کچه ټيټه وي په هماغه اندازه ددې دو لورو تر منځ ټکرونه هم سخت او نه پخلاکيدونکې بڼه لري او يو د بل د تورن کولو، ملامت کولو او يو دبل د نفي کولوهڅه کېږې او څومره چي د اگاهي او پوهې سطحه لوړېزې دا دوه هم د ديالوگ، پوهاوی،  سازش او مصالحې لوري خپلوې.
 دا يوازي د خوارو او مړو ترمنځ  خوارا لوی او ژور واټن نه دی چي د گوندونو تر منځ د لوې فاصلې سبب کېږې او د افراط په لور د گوندونو، ډلو او وگړو لارښونه کوي، بلکې قومي، ژبنې او مذهبې واټنونه هم په کلې توگه د سياسي گوندونو تر منځ فاصله او ټکرونه ايجاد کوي او هغوې د افراط په لور بيايې. په افغانستان کي د قوم، ژبې او مذهب په بنياد منځ ته راغلی افراط د بې سارېو انسانې او مادي ناورينونو لامل وگرزيد. اوس هم يو شمېر سياسي گوندونه او ډلې د همدې قومې، ژبنيو او مذهبې بنيادونو په اساس جوړاو کار کوي. همدې ويشونکو عناصروپه عملې توگه نه يوازي د گوندونو او ډلوو تر منځ د ديالوگ، پوهاوي او روغې کولو ستونزې منځ ته راوړې دې. بلکې د دولت او پارلمان تر منځ يې لويه بې باورې را منځ ته کړې ده.
که قومي، ژبنېو او مذهبې ویشونکو عناصرو او درېځونوله یوې خوا د ډېرو گوندونو د ايجاد امکانات منځ را وړې، له بلې خوا همدې ويشونکو عناصرو په ټولنه کي د گوندونو سياسي حضور محدود او ځای يې ور تنگ کړی دی. همدي عناصرو د سياسي گوندونو ملې ځانگړتيا په کلکه کمزوري کړې ده او په دواړو ښی او چپ بلاکونو کي داسي سياسي گوند نشته دی چي د يوه ملې گوند په څېر دخلکو ملاتړ ولري. همدې عناصرو د ملت جوړولو چاره له  ستونزو سره مخامخ کړې اوپه افغانستان کي يې د يوه ملې شخصيت د جوړولو او راتلو مخه هم نيولې ده. زه داسي څوک نه ونېم چي د يوه ملې شخص په توگه خلک ورباندي را ټول شي او هغه بيا دثبات او سولې په لور د ټولنې لارښوونه وکړې.
     په افغانستان کي نه ستونزې د ملنگ د سوټی په ښورولو حل کېږې او نه دلته په تېره بيا په سیاسي او اقتصادي برخو کي معجزه پيښېږې او نه هم د کوم  ژغورنکی او " ناجي"  لاره څارل کېږې. نه دلته د گاندي د راتگ انتظار کېږې، نه دلته نلسن مانديلا راځي او نه هم دلته د د چرچيل او جنرال دگول په شان کوم Stateman را په لارې دي. همدارنگه نه دلته د خمينی او صدام حسېن  په شان د ديکتاتورانو د را وتلو امکانات شته دي. ديکتاتوران لښکرو ته ضرورت لرې په افغانستان کي دا لښکري چېرې دی. ديکتاتوران تر هر څه د مخه مالې منابعو ته ضرورت لرې او په افغانستان کي دا مالې منابع چېرې دي. دیکتاتوران په ټولنه کي مونولستيک څرنگوالی غواړې  او په افغان پلوراليستک ټولنه کي د يوه  مونولستيک حالت د ايجاد امکانات څه دی. د افغانستان د خلک دموکراتيک گوند او د طالبانو په واکمنېو کي د افغانې ټولنې د مونولستيک کولو پراخې هڅې وشوي، خو پايله يې په ټولنه ژور ويش او وسله وال ټکرونه وو. 
په افغانستان کي د ملت جوړولو، ثبات را وستلو او د نيکرغې په لور د افغانستان دلارښونې په کار کي   ديکتاتورېو، چپ او ښی واکمنيو،  زور، ايديولوژې او همدارنگه د قوم او مذهب په بنياد جوړ شويو ځواکونو په وارونو وارونو بې وسې وښودله او دا توان يې پيدا نه کړ چي د پورتنيو موخه په تر لاس کولوکي څو قدمه مخته ولاړ شي. دوې د پرمختگ په ځای بې سارې ناورينونه ايجاد کړل او افغانستان يې له داسي ماتيدونکی حالت سره مخامخ کړ چي تر اوسه هم ددې ډاډ نشته دی چی افغانستان به  د يوه هيواد په توگه پاتې شي. همدارنگه امکان لرې ډېرې بدې او ناورېن راوړونکې پيښې په کمېن کي وې او هغه څه به پيښېږې چي هېڅوک د پيښدو هيله نه لرې. په موجودو قومې، ژبنيو او مذهبې ويشونکو عناصرو برسېره  نور ويشونکي عناصر هم د جوړيدو په حالت کي دي، کوم چي د بې باورې اووی‍شلو له گواښ ډک سيگنالونه ورکوي:
په افغانستان کي اقتصادي وده په لويه کچه ناانډوله ده. د هيواد په شمال کي اقتصاد په پرتله اېزه توگه وده کوي. د ښوونځيو او زده کونکې شمېر ډېر دی، خو په جنوب کي د بې امنيتی له امله اقتصادي وده په بې سارې توگه پڅه ده. د زده کړې او روزنې کار محدود دی. ښوونځې سوزول شوي او يا هم تړلې دي. دلته په لسگونو زره ماشومان ښوونځی ته نه ځې او له دې سيمو څخه ډېر کم ځوانان د لوړو زده کړو له پاره پوهنتونونو ته ځې. دا حالت به په راتلونکي کي د شمال او جنوب تر منځ د توپېر يوه اساسي ستونزه وي او ممکېنې سياسي پايلې به ولرې.
  ما تېرو ليکنو کي د افغانستان د دو سیستمه کيدو په هکله لنډ غوندي مطالب واړندي کړې دي او تر هغه ځايه چي زه حالاتو ته گورم د دوه سيستمه کيدو گواښ او خطر پېاوړی کېږې. طالبان يوازي يو فزيکي او پوځې ځواک نه دی. طالبان تر ټولو د مخه يو ايديولوژيک ځواک هم دي او په تېره بيا په جنوبې سېمو کي د طالبانو ايديولوژيک نفوذ او تاثير پراختيا مومي. دلته د واک پرونې دودېز جوړښتونه ړنگ شوی او يا په ړنگيدو دي او ځای يې ملاــ طالب نيسې.  خو په شمال کي د ملا په پرتله د قوماندانانو نفوذ او تاثير زيات او واکمنې کوي.
   د بل هر وخت په پرتله  او په ځانگړې توگه د پښتون او تاجک په تېره بيا په روشنفکري او سياسي چاپېريال کي بې باوري او شک پراخ دي او له بده مرغه هغه هڅې چي باور را منځ ته کړې پڅې دي. د قومونو تر منځ د باور د پلونو د جوړولو په کار کي دروشنفکرانو، سياسي گوندونو او دولت رول هم په کلکه کمزوری پاتې کېږې. پورتنيو په کلکه د دواړو چپ او ښی غوښتنې او درېځونه متاثیر کړې دي او تېره بيا هغه طبقاتې ويش چي چپ ور پسي گرزې نه يوازي د پورته ياد شويو ويشونکو عناصرو تر سيوری لاندي راغلی دی، بلکې د پولو ټاکل يې هم مشکل کار دی. زه کله چي دي حالاتو او پرمختياو ته گورم دا وېره را سره پيدا شي چي د افغانستان له پاره ناوخته شوی نه وي.
ښه نو د ژغورولو لاره کومه ده؟
افغانستان تر اوسه يو دموکراتيک هيواد نه دی او نه دلته تر اوسه دموکراسي پلې شوې ده. دلته پېل شوي دموکراسي له ډېرو لويو ننگونو او چلينجونو سره مخامخ دی. په دي هيواد کي دموکراسي په سياسي برخه يوڅه لاس ته راوړنې لرې، خو په حقوقي برخه کي د دموکراسي په وړاندي د غرونو په شان پنډ خنډونه پراته دي.
دا له انصافه لرې خبره ده چي د شته ستونزو ملامتې په دموکراسي ور واچول شي. هيڅوک په کورنۍ کي دناخوالو پړه او ملامتې په يوه څلور او پنځه کلن ماشوم نه ورغورزوي. دلته تر اوسه د ژوند په ټولو برخو د پېړيو پېړيو زوړ او له خشونت او توهېن څخه ډک استبداد مسلط دی. همدا اوس په عمل کي د دموکراسي په پرتله د جنگ سالار او قوماندان، د ملا او اخوند، د فساد او رشوت، د اختلاس او رسمې غلاو آواز لوړ او اوچت دی. همدا اوس د انسان په حقونو او ازاديو د دموکراسي په ځای د استبدادي دود ونو په اساس پريکړې کېږې او په بشپړه بې پرواې سره قربانې کېږې.
کوم منطق ددې توجيه کولاي شي چي د جنگ سالار او د زور سالار د جرم او جنايت پړه په دموکراسي ور وغورزول شي. 
په دموکراسي د رشوت، فساد، د انسان په ضد د هميشنيو او نه دريدونکو تېرويو پړه د وروغورزولو پړه په کوم منطق سره قانونيت پيدا کولاي شي. گواکي رشوت، فساد او د انسان په حقونو تېری له څلورو، پنځو کالو را پدپخوا رواج موندلی دی.
په دموکراسي د حامد کرزی د کمزورې ادارې او د سياسي مېړانې د نشتوالی پړه  ور واچول په کوم منطق توجيه کيداي شي.
 په افغانستان کي به د قومې او ژبنيو شخړو او توربورگنيو گناه  به هم د دموکراسي غاړه وې؟
 په زابل کي به  د يوې مظلومې ښځې د پزې او غوږونو د پرې کولو پړه هم د دموکراسي په غاړه وې؟
    په اوښ، په ټوپکو، په کلاشينکوفونو، په سپيو د بدمرغه نجليو د بدلولو پړه به هم د دموکراسي په غاړه وي؟
 په زور او جبر د ماشومو نجليو د ودولو او تر لاس ورنېولو پړه به هم د دموکراسي په غاړه وي؟ 
     هېر مو نشي چي هيتلر هم د ناخوالو پړه په دموکراسي ور غورځوله. احمدي نژاد چي رياست جمهوری یې له دموکراسي او ازادي څخه د ډار او کرکې پايله ده په ښکاره د دموکراسي دوښمنې کوي او دا د يوويشتمې پېړې د ننگ پيټی هم د ناخوالو پړه په دموکراسي و غورزوې. په دموکراسي د پورتنيو ناخوالو پړه ور اوچول بې له شکه د جهالت او استبداد سياسي ادبيات بلل کيداي شي.
  زه هيڅکله نه واېم چي دموکراسي يو مکمل او بشپړ شوی سيستم دی او په خپله دموکراسي هم د بشپړتوب دعوه نه کوي. دموکراسي خپلې ناخوالې او نيمگړې خواوې لرې، خو ښوالی يې په دي کي چي ناخوالې نه پټوې، ناخوالې او نيمگړتياوې منې او د هغوې د سمولو هڅه کوي. دموکراسي په هميشه بدلون کي يوسيستم دی او دا هميشنی بدلون دی چي دموکراسي ته يې بری ور په برخه کړی دی.
افغانستان کي د دموکراسي د بری لاره اوږده او ډېره سخته ده، خو د ژغورولو او نجات يوازنۍ لاره ده. بله لاره او بل الترناتيف نشته دی. د افغان ټولنې د ناجی نوم دموکراسي دي. يوازي دموکراسي کولاي شي د سياست او واک په کار د هر ځانگړی افغان ونډه خوندي کړې. دموکراسي کولای شي د واک او سياست په کار کي د قومونو برابره ونډه اخیستنه بسيا کاندي. دموکراسي کولاي شي د قومې او ژبنيو شخړو حل را وباسي. همدارنگه دموکراسي کولاي شي د واک په کار کي د وړو، اتفاقي او فاسدو وگړو مخه ونيسي. 
چپ او د چپ سرگردانې  
شلمې پېړۍ ته د ايديولوژيگانو پېړۍ هم ويل کېږې. کمونېزم په همدې پېړۍ په غوړيد پېل وکړ، په همدې پېړۍ کي را پورته شواو په همدي پېړۍ کي مات او ناکام شو. کمونېزم د بلې هرې ايديولوژې په پرتله د پرگنو او پيښو نفوذ اوتاثېر درلود. کمونېزم د بې عدالتې د له منځه وړولو او د برابريو د بسيا کولو په عنوان ټولنېز ملاتړ تر لاسه کړ. د نورو ايديولوژيکانو په څېر يې د يوې نوې او له ظلم او بې عدالتې خلاصې ټولنې وعده ورکړه. کمونېزم په يوه پېاوړی نړيوال ځواک بدل شو او هيوادونه يې لاندي کړل، رژيمونه يې ړنگ او نوي سياسي جوړښتونه يې منځ ته راوړل.  ميليونو فکر کاوه چي دا نه يوازي يو نه ماتيدونکی ځواک دی، بلکې د ټولې نړۍ د راتلونکي يو ځواک هم دی. کمونېزم نه يوازی يو پېاوړی ځواک بلل کيدو، بلکې له انتقاد او ازمايش څخه را وتلې يو سيستم هم شمېرل کيدو.  خو کمونېزم څومره چي پېاوړی ښکاريدو دومره پېاوړی نه وو او د نه ماتيدونکی ځواک په ځای يو ماتيدونکی او ماتې خوړونکی ځواک وو. د کمونېزم د بدمرغې او ماتې لوی لامل په بشپړ حقيقت د کمونستې ايديولوژې په بدلولو او له انتقاد او شک څخه د هغه په ژغورولو کي پروت دی.  
    چپ د کمونېزم او په تېره بيا د شوروی ړنگيدلو له بنيادي بدلونونو اوکلکو ستونزو سره مخامخ کړ. بنيادي په دي لحاظ چي  له يوې خوا مارکسيستې ايدیولوژي چي ټولو ستونزو ته ځواب وو د تارېخ په يوه ناکامه انديښنه بدله شوه او په ډېره اسانې د دموکراسي او لېبرالېزم په وړاندي د سيالې له ميدانه ووتله او له بلې خوا ايديولوژيک حکومتونه په عمل کي د دموکراتيکو دولتونو په ځای استبدادي دولتونه را ووتل. دي بدلونونو له يوې خوا چپ دي ته اړکړچي په خپلو نظرياتو او  تگلارو له سره غور وکړي او له بلې خوا يې د چپ  د ويشلو عملې امکانات منځ ته رواړل. چپ وویشل شو او په چپ کي ډلې جوړې شوې. په ټولنه نړۍ کي چپ له ورته ستونزې سره مخامخ شو، خو په افغانستان کي چپ  له هماغه پيله يو نه وو. له هماغه پيله ويشلی وو. خو نوي حالاتو په ويشلو برسېره د چپ د هويت ستونزه هم منځ ته راوړه. په دي هکله  ستونزه دادي چي د گلوبالېزم په شرايطو کي به ددې او هغه چپ گوند او ډلې هويت څه وي او په نړۍ کي به په کومه کورنې ورگډېږې. پرون داستونزه نه وه هم د هويت ټاکل ساده وو او هم په نړۍ کي لوری معلوم وو. خونن چپ په کلکه د نوی هویت په پيداکولو کي له ستونزه سره مخامخ دی.
    په چپ لوری کي  يو شمېربيا له استبدادي فکر او ايديولوژي څخه ځان لرې کړ او د دموکراسي خوا يې خپله کړه. دا ډله په ځينو برخو کي  سوسيال دموکراسي ته د ورته تفکر پېروي کوي. دوي د ټولنېز عدالت د غوښتنې تر څنگ د ټولنې ددې او يا هغې برخي په ځای ملت او ملي گټو ته برتري ورکوي او د ملت جوړولو له چارې سره مرسته کوي.  دوي نور د پرون په شان خپل سياسي  هويت په امپرياليستې ضد شعارونو او طبقاتې مبارزه کي نه څرگندوي او سياسي مبارزه يوازي د سياسي واک په لېږد پوري نه تړې. دوي د سياسي پلورالېزم پلويان دي او غواړي له مخاليفينو سره ستونزې د ديالوگ له لارې حل کاندي او د انقلاب په ځای د بدلونونو او ريفرم په وسيله د هوساينې په لور د ټولنې لارښوونه وکړې.
      يو شمېر چپې ډلې له هيواد څخه د باندي لگيا دي چي سياسي فعاليت وکړې او کمېټې جوړې کړې. ښه دا د دوې حق دي. خو په سياسي فعاليت کي موخه د حق تر څنگ ددې فعاليت  موثريت هم دی. دا ډلې د ټولنې د واقعيتونو په ځای او د مبارزې د صحنې په ځاي تر ډېره ځايه په ذهنې او خيالې ډگر کي مبارزه کوي.  سياست په هميشنې توگه له واک او قدرت سره اړيکې لرې. دا يو ستونزه ايجادکونکی حالت دی چي سياست په اروپا او قدرت په افغانستان کي وي. د دوې پايلې اخيستنې، شعارونه او تگلارې د ټولنېز او ورځنی واقعيت په ځای د څو راپورونو او راپورتاژونو په بنياد جوړېږې. دوې په عمل کي له هغې ټولنې او له هغه ژوند څخه چي ورباندي تاثير وکړې په يوه لرې واټن کي پراته دي. د دوې ذهنونو او فکرونو له هغه فرهنگ او ژوند څخه متاثیر دي چي په کي ژوند کوي. تجربه ښيې هغه سياسي مبارزان او هغه سياسي کميټې چي د خپل هيواد له واقعيتونو او ورځنی ژوند څخه لرې مبارزه کوي ورو ورو ارمانگرې ته ميل پيداکوي او ارمانگرې ځانگړتيا له واقعيتونو څخه په لريوالی کي دي. سره ددې چي دا گروپونه د افغانې ټولنې له ورځنی ژوند او واقعيت څخه لرې دي، خو دوې بيا هم خپلې خبرې او خپل درېځونه سم بولې او له هغو خپلو انډيوالانو چي د هيواد په دننه کي دي په چټکه توگه د لاس ته راوړونو غوښتنه کوی.
       يو شمېر بيا هڅه کوي د خلک د گوند ټول لوري د پرون په شان سره را يو ځای کاندي. ما مخکې دا خبره ياد کړه چپ او په تېره بيا دافغانستان د خلک گوند يوازي د ويشلو له ستونزې سره مخامخ نشو، بلکې د هويت او انديښنې له ستونزې سره هم مخامخ شوی او د پرون په شان  بيا ددې گوند  يووالی يو غېر عملې او غېر ممکين کار ښکارې.  د واک په لور ددي گوند لاره د خلکو او ټولنې په ځای ايديولوژي, کودتا او يوه لوری " شوروی"  همواره کړه. اوس نه يوازی هغه لوری نشته، بلکې هغه ايديولوژې هم ناکامه شوې ده. په بل عبارت هغه ایديولوژې چي دي گوند ته يې هويت ورکاوه ناکامه شوې او هغه لوری چي دا گونديې په نړۍ کي له يوې کورنۍ سره يو ځای کاوه مړ شوي دي. د افغانستان د خلک دموکراتيک گوند نور د تارېخ برخه ده.

چپ د خپلو فکرونو او درېځونو بيا او بيا کتنې ته ضرورت لرې او يوازي د دموکراسي اوسياسي پلورالېزم په شته والی کي سياسي رول تر سره کولاي شي.
 رښتياپه افغانستان کي چپ څه کولاي شي؟ دا نه يوازي يوه ضرورې پوښتنه ده، بلکي ځواب ورکول يې هم ضرور دی. په اتياومو کلنو کي موږ په دی کلک باور درلود چي د افغانستان او ټولې نړۍ راتلونکي سوسيالېزم دی. خو حالاتو د موږ د باورونو خلاف په ناورين راوړنکي توگه د سوسيالېزم په پاتې را تللو حکم ورکړ. اوس د چپ برنامه څه دی او څه غواړي. تر هغه ځايه چي زه پوهېږم چپ گروپونه يوه روښانه تگلاره نه لرې. ددې گروپونو تگلاري ناڅرگندي، نا مشخصي او له پرادوکسونو ډکي دي. دوي په مجهوله او ناڅرگنده توگه د دموکراسي او د بشري حقونو پلوي کوي او د هغه ډول سیاسي سيستم او ادارې د جوړيدو په هکله چي په  ټولنه کي د دموکراسي د بری او د بشرې حقونو د مراعات او درناوی ضمانت ورکړې غلي پاتې کېږې. دوې په دې هکله د محافظه کاري لوری نيسي او ددې کار مطلب دادي چي دوې د ټولنې د دموکراتيک کولو په ځاي قدرت غوښتونکی دي.
نور بيا
***
يادونه! دا ليکنه د ښاغلی حميد روغ د ليکنې په هکله نه دی.