رسیدن به آسمایی :02.2008 .26؛ تاریخ نشر در آسمایی :02.2008 .26

منبع : شورای وزیران

 

د وزيرانو شورا نوبتي غونډه
د كب ۶ كال ۱۳۸۶، جلال آباد

دوزيرانو شورا نوبتي غونډه نن دافغانستان داسلامي جمهوريت د جمهوررئيس حامد کرزي په مشري دننگرهار ولايت دمرکز دجلال ابادښار په شاهي ماڼي کي جوړه.
په پيل کي جمهوررئيس دننگرهار په ولايت کي دوزيرانو شورا دغونډي د جوړولو په لاره کي دتدبيرونو دنيولو اواقداماتو په نيت ددغه ولايت دوالي ، په ملي شورا کي ددغه ولايت داستازو اودولايتي شورا دغړو دملاتړ له امله مننه او قدر داني وکړه او ويي ويل له زياتيمودي راپه دي خوا مي په پام کي لرل چي دوزيرانو شورا غونډي دهيواد د ولايتونو په مرکزونو کي جوړي شي الحمدلله زموږ هيواد اوس په ولايتونو کي دښو امکاناتو اوتاسيساتو خاوند شوي دي چي دغه شان غونډو ته ځواب ووايي.جمهوررئيس زياته کړه په نورو ولايتونو کي به هم دوزيرانو شورا دراتلوونکو غونډو جوړول دوام ومومي ورپسي دچارو داداري اودوزيرانو شورا ددارالانشا لوي رئيس اوپه پارلماني چارو کي ددولت وزير فاروق وردګ ددوو تجارتي مارکيټونو دسوځيدني موضوع چي دروان کال دمرغومي دمياشتي په پنځه ويشتمي نيټي په نيمه شپه دبلخ ولايت دمرکز مزارشريف په ښارکي رامنځته شوه اوله امله يي کابو پنځه زره کورني اوکسبگرزيانمن شول اود جوزجاني اوبابر مارکيټونو دوکاند ارانو اوسوداگرو ته زيات مالي تاوانونه واوښتل غونډي ته وړاندي کړه.دوزيرانوشورا دجوزجاني اوبابر مارکيټونو له سوداگرو او دوکاندارانو سره دمرستي په مقصد دماليي وزارت موظف کړ چي له ملي اوپشتني تجارتي بانکونوسره دي تفاهم وکړي او دپورورکولو دمقرري له په پام کي نيولو سره دي ددغو مارکيټونو زيانمنو شويو کسانوته داوږدمهالو پورونو دورکولو ژمنه برابره کړي اودخپلواجرااتو په باب دي جمهوري رياست ته ر پوټ وړاندي کړي.دغه راز دغونډي په دوام دجلال اباد په ښارکي کوچيانو ته دښوونځي د جوړولو لپاره داړتيا وړ ځمکه طرحه شوه او اړوندي اداري موظفي شوي چي ډيرژرپيشنهادشوي ځمکه دپوهني وزارت په واک کي ورکړي.دغوڼدي په بله برخه کي دسراج التواريخ کتاب دقلمي نسخي ددريم ټوک او دامير عبدالرحمن خان ددوري فرمانونو پيرودنه چي دکابل له يوتن کتاب پلورونکي سره شته دوزيرانو شورا له خوا تائيدشوه.ورپسي دکاتب دخصوصي پوهنتون جوړول چي دلوړو زده کړو وزارتله خوا دسمون کميسيون له څيړني وروسته پيشنهاد شوي و منظورشو.دغه راز جمهوررئيس دهيواد دښوونځيو دلومړني دوري دټولگيو دماشومانو اوکوچيانو دتغذيي دپروگرام جوړول طرحه کړل او دپوهني اودماليي وزارتونه يي موظف کړل چي له ممکني لاري په ښوونځيو کي دشاملو ماشومانو دشيدو اوبسکيټ دبرابرولو لپاره داړتياوړ پيسي اوپه ټول هيواد کي دښوونځيو دلومړني دوري وړکتونونو اوشيدي خورو لپاره په دي باب يوپلان برابر اوعملي کړي.په همدي ترتيب پريکړه وشوه چي درتبو اومعاشونو دقانون دځينو مادو دتعديلا تو په باب دبياغور اوڅيړني لپاره دي دغه تعديل دوزيرانو شورا راتلوونکي غونډي په اجندا کي ونيول شي.له اجنداسره سم دسوداگري اوصنايعو وزارت معين دايسا داداري رئيس اوداقتصاد وزارت معين اوسرپرست دخوراکي اونفتي توکودبيو څرنگوالي غونډي ته وړاندي کړ.دغه وزارتونه او اداري بيا موظفي شوي چي دخوراکي اونفتي توکو دمارکيټ اوداړوند دادارودتياري حالت په مفصل ډول په راتلوونکي غونډه کي طرحه کړي .له ا جندا سره سم داحصائيي د مرکزي اداري رئيس دټولټاکنو درايو ورکوونکو دنوم ليکني دبهير اودسرشمير دعملياتو ترمنځ پرتله طرحه کړه او ويي ويل دټولټاکنو لپاره نوم ليکنه اورايه ورکول په خپله خوښه دي خودسرشميرني په بهيرکي هر وگړي د هيواد په هرځاي کي شمير کيږي په سرشميرنه کي داتلس کلني عمر بشپړول طرحه نه دي سرشميرنه دټولټاکنو درايو ورکوونکو دنوم ليکني پرخلاف يوغيرسياسي بهير دي اودسرشميرني په بهيرکي دتابعيت دتذکري لرل شرط نه دي .دغه راز داحصائي دمرکزي اداري رئيس دسرشميرني دبهيرداجرا کولو دوخت په باب ددغي اداري څيړنيزي نظريي په ډاگه کړي او ويي ويل پلان شوي سرشميرنه د ١٣٨٧ کال دزمري مياشت دسرشميرني اجراکول د ١٣٨٧ کال دلړم په مياشت کي دسرشميرني ا جرا کول په ١٣٨٨ کا ل کي اوسرشميرنه په ١٣٨٩ کال کي هغه مواردو دي چي له دغو څلور مهال ويشلو څخه هريويي گټي اوزيانونه په مخکي لري .داحصائيي دمرکزي اداري رئيس دسرشميرني داجراکولو دوخت په باب دوزيرانو شورا له غونډي څخه دلارښووني غوښتنه وکړه. وروسته دوزيرانو شورا غړو په وارسر ه دلندن دموافقه ليکونو په رڼا کي دسرشميرني دپيل دوخت په باب خپلي نظريي څرگندي کړي .دوزيران شورا ددغي شورا له پخواني پريکړي سره سم دسرشميرنيتثبيت شوي وخت د ١٣٨٧ کال دزمري دمياشتي لسمه نيټه بيا تائيدکړه او وزارتونه او اداري بيا موظفي شوي چي دسرشميرني دبهير اواجرا کولو په وخت کي هيڅ راز مرسته ونه سپموي اودماليي وزارتدي دسرشميرني دبهيرداته ويشت اعشاريه پنځومليونو ډالرو مالي مدرک دتمويلوونکومنابعو له لاري تدارک کړي .دغه راز داحصائيي دمرکزي اداري له خوا دکورنيو دبرابرشوي پوښتن ليک فورمي هم دوزيرانو شورا له خوا تائيدشوي .له اجنداسره سم دکرني اواوبولگولو وزيردي ١٣٨٧ کال دنيالگيو دايښودلو پروگرام غونډي ته بيان کړ او ويي ويل ټول يوڅلويشت مليونه ميوه لروونکي اوبي ميوي نيالګي ددولت اود خصوصي سکتور له لاري دهيوادپه گوټ گوټ کي ايښودل کيږي چي له دي جملي څخه يومليونو يوسلو پنځوس زره نيالګي دکابل ولايت لپاره په پام کي نيول شوي دي.دوزيران شورا په ١٣٨٧ کال کي دکرني او اوبولگولو وزارت دنيالگيو دايښودلو دپروگرام دتائيدولو په ترڅ کي له دغه وزارت اوله ټولو هيوادوالو څخه وغوښتل چي دنيالگيو په ايښودلو ، اوبولگولو اودښارونو دولايتونو دمرکزونو ولسواليو اوکليو په سمسورتيا کي کارنده رول ولوبوي .دغه راز دکابل ښار دقرغي ساحه دي دملي پارک په نامه ونومول شي اودکرني اواوبولگولو وزارت له خوا دي پکي نيالگي کيښودل شي سمسوره دي شي او وساتل شي دکرني او اوبولگولو وزيردي دنيالگيو دايښودلو دپروگرام په تطبيقولو کي خپل رپوټ دوزيرانو شورا راتلوونکي غونډي ته وړاندي کړي .ورپسي دفوايد عامي وزير په افغانستان کي داوسپني دپټلي اقتصادي ، ترانسپورتي اوترانزيتي ارزښت غونډي ته وړاندي کړويي ويل افغانستان په منځني اسيا کي دځانگړي جيوپولتيکيشرايطو اودزياتو کاني دزيرمو په لرلو سره دنړيوالو پاملرنه ځان ته جلب کړي ده افغانستان ته دهيواد له پولوڅخه داوسپني پټلي په جوړولو کي دهيواد داقتصاد په ښه کولو کي رغنده رول لوبوي.دماليي وزارت معين اوسرپرست داوسپني پټلي د جوړولو په اړوندغوندي ته معلومات ورکړل ويي ويل داسيا دپراختيا بانک له خوادسپين بولدک _ کندهار داوسپني دپټلي تخنيکي څيړنه روانه ده دعينکو دمسو دتړون په لاسليک کولو کي دچينايي کمپني يوه ژمنه داوسپني دپټلي جوړول دي .دوزيرانو شورا دماليي ، فوايد عامي اودکانونو وزارتونو ته دنده وسپارله چي په هيواد کي داوسپني پټلي دجوړولو دپروژو په جوړولو اوتمويلولو کي اقدام وکړي .دغه راز دننگرهار دوالي له وړانديز اودفوايد عامي دوزير له موافقي سره سم دسره رود + خوږياڼيو ، شيرزاد اوحصارک له لاري دجلال اباد _ کابل سړک اودسروبي جبل السراج دسړک جوړول دوزيرانو شورا د مجلس له خوا تائيدشول.دفوايد عامي وزارت دي په ممکن لنډ وخت کي ددغو سړکونو د جوړولوکار پيل اودماليي وزارت دي داړتيا وړ پيسي تدارک کړي .له اجنداسره سم نړيوال تړونونه هريو :_ د منځني اسيا اوداسيا دجنوب دبريښنا دسيمه ييزمارکيټ دپراختيا لپاره تفاهم ليک ._ دکابل ښار په نمونه ښوونځيو کي دفردي روغتيا دروزنيزپروگرامداجرا دهمکاري تفاهم ليک .._ دافغانستان داسلامي جمهوريت دترانسپورت اوهوايي چلند اودتاجکستان جمهوريت د نقلياتو او کمونيکيشن وزارت ترمنځ پروتوکول دبهرنيوچارو وزارت دمعين اوسرپرست اوداړوندو وزيرانو له خوا بيان شول اودوزيرانو شور ادتصويب وړ وگرځيدل .ديادوني وړ ده چي دمنځني اسيا اوداسيا د جنوب دبريښنا دسيمه ييزمارکيټ دپرمختيا لپاره تفاهم ليک دافغانستان داسلامي جمهوريت دپاکستان داسلامي جمهوريت اودتاجکستان جمهوريت ترمنځ لاسليک شوي دي چي هريوهيواد په دغه تفاهم ليک کي ټاکلي مکلفيتونه په غاړه واخيستل.دغوڼدي په پاي کي دپوهني وزير دپوهني حج او اوقافو اوعدليي له وزارتونو څخه د جوړشوي کميسيون په استازيتوب چي دوزيرانو په يوه مخکني غونډه کي موظف شوي وو چي داسي محتويات اودديني کتابونو چاپول وڅيړي رپوت يي غوڼدي ته طرحه کړ چي دوزيرانو شورا دتائيدوړ وگرځيد.