رسیدن به آسمایی:01.2008 .09 ؛ تاریخ نشر در آسمایی :01.2008 .09

محمدآصف ننگ، پكتيكا

منځني ختيځ ته د امريكايي ولسمشر سفر

 

په خامو تارونو د پړانگانو ايسارول!!

د خليج لاره جدا ده، خو ايران او افغانستان پر همدې لارې پراته دي

 

همدا نن ورځ، د ۲۰۰۸ كال د جنوري په ۹مې نېټې د امريكا ولسمشر، جورج ډبليو بوش د يوې اونۍ لپاره منځني ختيځ ته په سفر راوتلى.

پتيل شوي چې دى به د جمعې تر ورځې په اسراييل كې پاتي شي او هلته به د اسراییل او فلسطين له مشرانو سره، د سولې د نوي باب او همدارنگه د اناپوليس د غونډې په تړاوو په اړوند مسايلو له هغوى سره خبري اتري وكړي. بيا به له هغه ځايه مخامخ كويټ او احتمالاً عراق ته هم لاړ شي، له هغه وروسته به بحرين، متحده عرب امارات او بيا به سعودي عربستان او د جنوري په ۱۶مه به مصر ته لاړ شي.

د دې سفر موخه او اجندا:

تر دې دمه د دې سفر په اړه سپينې ماڼۍ كومه خبرتيا نه ده خپره كړې، خو د چارواكو په وينا، د سفر موخه، د منځني ختيځ د سولې د پيل شوي پروسې تقويه او پر دوام يې ټېنگار او همدارنگه له عربي نړۍ سره د امريكا د دولت د ښې دوستۍ چټكتيا اصلي موضوع ده.

خو د ځېړونكو په آند، ولسمشر بوش په حقيقت كې غواړې د خپلې رياستي دورې په پاى كې عربي نړۍ ته داسې احساس وركړې چې گويا، نوموړى د داسې امريكا په استازيتوب دلته راغلى چې د عربي نړۍ سوله او پرمختگ ورته تر هرچا زيات اهميت لري، گويا هغه عواطف چې عربي پرگنې او د عربي نړۍ څوان نسل يې د امريكا او اسراييلو د دوستۍ په اړه لري، هغه د دوى پخوانى عادت او د دوى تاريخي ذهنيت دى چې هميشه يې د امريكا په اړه درلودلى.

د اناپوليس له غونډې وروسته، امريكا عربي نړۍ او فلسطينيانو ته وعده وركړې وه چې له دوى څخه وركه شوې د سولې مرغه به ډېر ژر او په يوه منتر، په لاس كې وركړې. هغه سوله چې له شپيتو كلونو راهيسې يې فلسطيني ولس د كنعان په لمنو كې په انتظار ړوند شوى. بوش په اناپوليس كې ټولو راغليو عربي مشرانو ته وويل چې كه چېرته د ايران د اټومي پروگرام ويره پر دوى خوره وي او دوى يې انديښمن كړي وي، نو امريكا به د دوى تر څنگ د دې خطر مخه نيسي.

دا دى اوس يو ځل بيا بوش غواړي، هماغه خبري لا پسې پخي كړي.

د څېړونكو په نظر، بوش غواړي د واك له دې وروستيو ښه او اعظمي استفاده وكړي، داسې استفاده چې هم د ده تت تصوير پكې ورغول شي او هم په تيرو كلونو كې د امريكا د بهرني سياست رنگه ښه كړي.

كيداى شي د بوش دغه سفر په فردي لحاظ د ده د شخصيت تبارز ته ځانگړې گټه ورسوي، اما د عربي نړۍ، په خاصه توگه د فلسطين قضيه يوه ډېره مزمنه قضيه ده چې د فلسطيني ولس رضايت او د دوى د هيلو د پوره كيدو لپاره هيڅ نشي كولى.

په فلسطين كې ځينې داسې ثوابت دي، چې له صليبي جگړو راپديخوا پكې هيڅ بدلون نه دى راغلى او فلسطيني ولس د دغو ثوابتو او ثابتو حقوقو د ترلاسه كولو په لار كې هرې قربانۍ ته تيار دي.

د بيت المقدس (دمسلمانانو لومړۍ قبله) تر لاسه كول.

په غربي تړانگه كې د ميشتغولو (مستوطناتو) بندول.

دنيل او سينا د غاړو سيمې بيرته فلسطينيانو ته ورسپارل او په مجموع كې د اسراییلو له لورې د دوى د غصب شويو ځمكو بيرته سپارښتنه او د دوى حكومت په نړيواله كچه په رسميت پېژندل، هغه مهمې غوښتنې دي چې فلسطينې ولس تر هغه په كم شي نه راضي كيږي، دا هغه غوښتنې دي، چې د بوش حكومت يې له وركړي او يا پدې هكله خبري او مذاكرې كول، د اسراییلو لپاره هم ناممكن دى.

د امريكا د انتخاباتو په درشل كې:

كيداى شي ولسمشر بوش غواړي پدې سفر كې د خپل گوند (جمهوري غوښتونكو) د كانديدانو لپاره د امريكا په د ننه كې د ملاتړ او محبوبيت نقشه هم ولري. ضمناً د ايران په اړه د عربي نړۍ ذهنيت بدلول او په آينده كې كه چېرې د بوش اداره له عراق څخه د امريكايي ځواكونو د ايستلو تكل ولري، نو لا له مخكې بايد عربي نړۍ د دوى د ځواكونو د نه موجوديت په صورت كې چې كومې پايلې رامينځته كيږي، بايد عربي نړۍ ترينه لا له مخكې خبره وي. كيداى شي د ديموكرات گوند په امريكا كې واك تر لاسه كړې، هغه گوند چې له څو كلونو راهيسې د بوش له ادارې څخه په تكرار غواړي تر څو له عراق څخه د امريكايي سرتيرو د رايستلو لپاره مهالويش وټاكې.

طبيعي ده كه چېرې امريكا خپل ځواكونه له عراق څخه راباسي نو له يو نوي ازميښت سره به مواجه كيږي. باريك اوباما د ديموكرات گوند كانديد او هيلاري كلينټن، چې زيات ټېنگار يې افغانستان او د پاكستان پر سرحدي سيمو راڅرخيږي، غواړي له عراق څخه دې ځواكونه افغانستان او د پاكستان سرحدي قبايلي سيمو ته راشي او دلته دې خپل عمليات پر مخ بوزي، چېرته چې د امريكايي نظامي ماهرينو په وينا، د القاعدې او ترهگرو د رشد، تمويل، ترننگ او رهبرۍ مركزونه دي.

پدې توگه كه چېرې دا كار وشي نو معنا به يې دا وي چې راتلونكي جگړې به تر ډېره حده د عراق پر ځاى په همدې سيمو كې وي. ځكه چې په عراق كې د امريكايي سرتيرو له وتلو وروسته نور نو هلته د القاعدې لپاره د «جهاد» او مقاومت انگيزه نه پاتي كيږي، په هغه صورت كې طبيعي ده چې دوى به افغانستان او د پاكستان سرحدي سيمو ته را ماتيږي.

د ايران او خليج واټن:

تر كومه ځايه چې په ايران پورې اړه لري، د امريكا د هر حكومت لپاره د ايران دوسيه، يوه مهمه دوسيه وه، د آخوندې انقلاب دوسيه كه څه هم زړه شوي، خو د ايران د اټومي بټيو او د يورانيومو د غني كولو پروژه، د امريكا او غربي متحدينو لپاره يوه داسې اندېښنه ده، چې په اړه يې هيڅ ډول تفاهم او جوړ جاړۍ ممكن نه دى، مگر دا چې په ايران كې يو داسې نظام راشي چې په غوڅ ډول د امريكا او غرب د خوښې وړ وي، دا هغه هيله ده چې په عملي لحاظ له ناممكناتو څخه شمېرل كيږي.

كه څه هم د ايران د اټومې پروگرامونو په اړه، د غرب سياست د واقعيتونو پر ځاى، پر عواطفو او سياسي تيوريو مبنى دى، خو ايران د يورانيومو د بډاينې په اړه، هيڅ ډول مذاكراتو ته چتمو نه دى. په سوله اييزه توگه د يوانيومو غني كول او د انساني مقاصدو لپاره د اټومې پروگرامونو بډاينه، ايران خپل طبيعي حق بولي او د دې حق پر سر له غرب سره هيڅ معاملې ته تيار نه دى، مگر نړۍ تر اوسه پدې خبري قناعت ته نه ده رسيدلې.

د ۲۰۰۷ كال د دسمبر په مياشت كې د اروپايي اتحاديي د بهرنيو چارو د كميسيون مشر، خاوير سولانا او د ايران د ملي امنيت شورا مشر، جليلي، څو ځلې سره وكتل. دوى د نړيوال اټومي آژانس د مشر، البرداعي د رپوټ پر سر او همدارنگه دا چې د امنيت شورا دې خپل دريم نمبر پريكړه ليك د ايران په حق كې نه صادروي، خبري وكړې. خو گټه يې ونكړه.

د ايراني څېړنكو په نظر، ايران ځكه له غرب او امريكا سره سخت او غوڅ دريځ ورخپل كړى، چې تر مخ يې د عراق تجربه پرته ده. د صدام حسين حكومت په وروستي كال كې، له غرب سره هر ډول معاملې ته تيار و، ډوډۍ د تيلو په مقابل كې د عراق تر ټولو مجبوره معامله وه، د نړيوال آټومي اژانس او نړيوالو پلټونكو له لوري د عراق ټول ملكي او نظامي مركزونه او اډې وپلټل شوي، په همدې دوران كې حتى امريكايي چارواكو ته اجازه وركړل شوه چې د عراق د اتومي وسلو پلټنه وكړي، خو دې پلټنو هيڅ ځاى ونه نيو، سره له دې چې په عراق كې د اټومي وسلو اثر مونده نشو خو امريكا او متحدينو په داسې حال پر عراق حمله وكړه، چې د اټومي آژانس پلټونكي په عراق كې بوخت وو.

ايران چې د عراق تنازلي او نرم دريځ د سر په سترگو مشاهده كړې، كيداى شي دا الهام يې اخيستى وي چې غرب او امريكا نه په نرم دريځ راضي كيږي او نه په سخت، بلكې تر هغو پورې چې خپل پټ او ښكاره اهدافو ته نه وي رسيدلى، له خپلو عزايمو نه اوړي.

كه څه هم د ايران په اړه د امريكا او همدارنگه د امريكا په اړه د ايران د آخوندي نظام نظر، په ډېر افراطي حد كې پر ايديولوژيك اختلاف ولاړ دى، «مرگ پر امپرياليزم او مرگ پر امريكا» هغه شعار دى چې نن هم په ايران كې خريداران لري. خو دا شعارونه د چا تر غوږو نه رسيږي، يواځي ايراني آخوندان او حزب الله د دې شعارونو اوريدونكي دي!

كيداى شي د بوش سفر لا له مخكې تنظيم شوى وي، خو يقيناً چې د هرمز په تنگه كې د سپاه پاسدارن د پنځو غوبتلو مانورې د امريكا ويره لا زياته كړې وي.

په همدې توگه په دې وروستيو كې چې امريكا د ايران د اټومي پروگرام پر سوله اييز توب خپل گزارش وړاندې كړ، چين او روسيه يې ديته اړ كړه چې د ايران په خلاف د اقتصادي بنديز او تحريمونو دريم پريكړه ليك كې د امنيت شورا په غونډه كې برخه وانخلي. روسيې چې پخوا يې د ((بوشهر)) د سون د موادو چارې په خپل كنترول كې درلودې، په دې وروستيو كې يې دغه چارې پخپله ايران ته وسپارلې، چې دا په ديپلوماتيكه ژبه د اعتماد او باور عمق څرگندوي.

كيداى شي د ايران د اتومي پروگرام په اړه د غرب دريځ سياسي انگيزه ولري، ځكه خو ايران پدې اړه د خبرو اترو لپاره د عادي شرايطو او آرامې فضا غوښتونكى دى، داسې فضا چې قضاوت پكې پر گومانونو او مغرضانه اټكلونو بنا نه وي، خو داسې فضا په داسې شرايطو كې چې په عراق او افغانستان كې حالات كړكيچن دي، له امكان څخه ليري بريښې.

همدا دليل دى چې بوش د پورتنيو پېښو په تناظر كې، عربي نړۍ ته خپل سفر پيل كړ. د يوې اونۍ سفر معمولاً له امريكا څخه د باندې، د امريكا په ديپلوماتيك تاريخ كې بې سارى بلل كيږي. معمولاً دغسې سفرونه امريكايي مشرانو په ډېرو حساسو شيبو او معمولاً يې د يو ژورې اندېښنې له مخې ترسره كوي.

كيداى شي د ايران په وړاندې د عربي نړۍ ذهنيت د بدلولو ((ويښ اوسه)) په موخه وي. ځكه چې د فلسطين د سولې د لپاره د هڅو بهانه لا په پيل كې منتفي شوه.

د خليج لار خو پر افغانستان نه ده!!

كه له دې سفر څخه هر هدف وي، هغه څه چې د افغانستان لپاره سبا مهم دي، پكار ده د هغې په اړه له نن څخه فكر وشي. كه چېرې امريكايي ځواكونه له عراق څخه د افغانستان او پاكستان قبايلي سيمو ته مخ رااړوي، البته كه چېرې د ديموكراتانو دغه غوښتنه واك ته د هغوى له رسيدو وروسته تحقق ومومي، نو بهتره ده يو ځل پر دې باندې هم سوچ او تامل وشي چې په تيرو اوو كلونو كې د افغانستان په اړه نظامي او عسكري دريځ، افغان ولس او بيا غرب ته څه لاسته راوړنې درلودې؟ آيا القاعده او ترهگر مهار شوي؟ آيا هغوى ځپل شوي او له صحنې وتلې؟

آيا د افغانستان په اړه د نړيوالو راوړې ستراتيژي سمه وه؟ كيداى شي د دې سوالونو لپاره ځوابونه مختلف وي، خو پدې اړه كيداى شي د هيڅ افغان نظر مختلف نه وي چي نړيوال دې د افغانستان اقتصادي شيرازې او د هيواد د اساسي بنسټونو د جوړولو، د دولت هر اړخيزه حمايه، د ملي پوځ تقويه، او په اقتصادي ډگرونو كې پانگه اچونه گړندې كړې. تروريزم او د جگړې د دوام مفكوره په جگړو نه ختميږي. د نورو عواملو ترڅنگ غربت، بې كاري، فقر، جهالت او وروسته پاتې والى د خشونت د زيږيدو مهم عوامل دي، چې پدې اړه بايد د افغانستان له خلكو او دولت سره صادقانه همكاري وشي. د سولې او پخلاينې هځه دې معياري او د ټولو لپاره د قناعت او قبول وړ وگرڅول شي. د افغان ولسمشر له لورې د سولې روانه هځه او د سولې جرگو ته دې نړيوال اهميت او لومړيتوب وركړل شي.

كيداى شي نړيوالو ته معلومه شوي وي چې د پړانگانو د ايسارولو لپاره چې كوم خام تارونه دوى كارول، هغه سم نه ول. كه دا ثابته شوي وي چې د امريكا په حضور كې راچاپير سيمه د سپتمبر له حادثاتو وروسته، لازياته خطرناكه، بې امنه او له گواښونو ډكه شوي، نو پكار ده چې پدې سيمې كه د پرتو ولسونو په اړه چې د القاعدې د كړې گناه كفاره وركوي او هره ورځ يې ورځ لا پسې خرابيږي، تېښتو، آواره گۍ او له ركود سره مخامخ كيږي، د دوى په اړه هم سوچ پكار ده. همداسې چې د ټولې نړۍ سياسي ثبات، امنيت او رفاه مهمه ده، همداسې د دې سيمې د سياسي نظامونو تقويه او د هغوى په وړاندې د را پورته شوي ستونزو په اړه دې، د هغوى واقعي ملاتړ وشي. او كه داسې ونه شي نو بيا به دلته پرتې ستونزي د منڅني ختيڅ د ستونزو په ځېر په سياسي سفرونو كله هم حل نشي.

ښايي بدبختي پدې كې وي چې دلته هر څوك د خپلې دفاع او خپل امنيت لپاره هر څه جايز گڼي. دلته هر څوك خپل جنگ ته توجيه لري، او پر حق يې بولي، خو كاش چې هر چا داسې فكر كولى چې: څه وكړو چې ټول نيكمرغه شي!! نپوهيږم تر دې سوچ پورې لا څومره مزل پاتې دى؟؟ آيا داسې منزل ته د رسيدو لپاره سفرونه چاره ساز دي، كه د سياسي ليد لوري او سياسي دريڅ بدلول حتمي دي؟؟