رسیدن به آسمایی:12.2007 .05 ؛ تاریخ نشر در آسمایی :12.2007 .05

صفيه افغان

سعودي عربستان
 

سالمه اداره-

نوښت ، وړتيا او ويښتابه غواړي


پدې وروستيو كې يوځل بيا د ځينې افغان او بهرنيو كره كتونكو لخوا د افغانستان په حكومتي اداره كې سمونونو او اصلاح ته پام اوښتى او پدې ټكي ټينګار زيات شوى چې په واكمنه اداره كې د سمونونو لپاره بايد كوټلي ګامونه پورته او د ولس او حكومت واټن راونغاړل شي .
دې ته په پام سره چې په دې وروستيو كې د افغانستان ولسمشر حامد كرزي هم په خپل حكومت كې په سمونو او اصلاح ټينګار كړى نوموړو مسئلو ته غور لا اهميت مومي .
د بي بي سي د 29\3\1368 نېټې د راپور له مخې دافغانستان ولسمشر د قومونو د مشرانو اوسپين ږيرو په يوه غونډه كې د خپل هيواد تر ټولو مهم اوسني چلنجونه او ستونزې د قانون د نه عملي كېدلو په ګډون نورې كورنۍ ستونزې بللې وې .
هغه ويلي وو چې ترڅو په افغانستان كې قانون اجرا نشي د بهرنيو لاسوهنو دمخنيوي ، د سولې د ټينګښت او پرمختګ تحقق به شونى نه وي ، هغه حتى ويلي ول چې وروسته لدې نه غواړي له نورو څخه شكايت وكړي د هغه په وينا چې دا يوه تكراري خبره ده .
د هغه له دغو خبرو څخه داسې معلوميږي چې غوښتل يې په خپلو سياستونو كې جدي بدلون راولي او داسې اشاره يې هم درلوده چې د هيواد د زياترو ستونزو جرړه د قانون په نه عملي كېدو كې ده په دې سربېره دهغه دغو خبرو د نصحيت بڼه درلوده او له پندونو ډكې وې .
دا داسې مسئله ده چې د ولسمشر حامد كرزي له پورتنيو څرګندونو وړاندې هم د سياسي ارګانونو ، سياسي كارپوهانو او په كابل كې د ملګرو ملتونو د چارواكو له خوا ياده شوې وه .
خو داچې د ښاغلي كرزي دغو خبرو د عمل جامه واغوسته كنه  لا پوښتنه پاتې شوې ده . دافغانستان يو ډول پاتې وضعه او د ښه والي او سمون په لور د يون خړ پړتيا او دهغه لخوا خپلو ويناوو ته دعمل دجامې نه وراغوستل كېدو هم خلك يوڅه مايوسه كړي دي ، خو بيا هم خلك سترګې په لار دي او غواړي چې په ريښتيا سره لومړى د ستونزو كورنۍ جرړې وويستل شي او بيا په نړيواله سويه په خپل موقعيت او پرمختګ فكر وشي .
په هر حال خبري رسنيو د وردګو له ولايت څخه خبر وركړ چې د دغه ولايت د والي په نوښت د اداري اصلاحاتو او د حكومتي ارګانونو ترمنځ د همغږۍ او سمون په موخه يو وركشاپ په دغه ولايت كې ترسره شوى دى .
د وردګو په ولايت كې د ترسره شوي وركشاپ په څير وركشاپونه او په عملي توګه ددغه بهير تعقيب په ولس كې هيلې زياتولى او په حكومت د خلكو باور زياتولاى شي .
د ولايت والي عبدالجبار نعيمي په دغه وركشاپ كې ويلي دي چې د حكومت او ملت ترمنځ واټن پيدا شوى او حكومت ته ښآيي چې ددغه واټن د مخنيوي لپاره لازم اقدامات ترسره كړي ، چې د نوموړي دا خبرې له يوې خوا د هغه هڅو ښودنه كوي چې د سالمې واكمنۍ لپاره په درد لګيږي او له بلې خوا د ولس د باور د جلبولو لپاره مهم او د غور وړ ټكى دى .
له يوې خوا د افغانستان اوسني حالات ، بهرنۍ لاسوهنې ، كورني مخالفتونه ، د ځينې حكومتي ادارو بې كفايتي او نورې رنګ رنګ كورنۍ ستونزې له بلې خوا د ملي واكمنۍ د ټينګښت او پراخو اصلاحاتو ، خدمت ، نړيوالو مرستو اود بيارغونې بهير دغې مسئلې ته لا اهميت وركړى چې په پوره پام سره له ولس سره د حكومت چلند اصلاح شي او په كلك هوډ سره خدمت ته مټې بډوهل شي ، د كورنيو ستونزو جرړې وموندل شي ، له منځه يوړل شي او له نړيوالو مرستو سالمه او پرځاى استفاده وشي .
په افغانستان كې د ملي حكومت له ټينګښت څخه راپدېخوا په اداري اصلاحاتو ټينګار كيږي ، د افغان ملي واكمنۍ كره كتونكي هم تر دې دمه همدې مسئلې ته ډير تم شوي دي او دا يې د حكومتي چارواكو لپاره تل ياده كړې او هر وخت له دغه نوم او مسئلې څخه استفاده كوي .
د وردګو د ولايت دغه وركشاپ ته ورته وركشاپونو ته ډير پخوا اړتيا وه او بايده وه چې د لوړپوړو ارګانونو په ګډون په ولايتي كچه هم ورته پام شوى واى او تر لاس لاندې نيول شوي واى .
د ادارې د اصلاح لـه پاره په ځنډ سره عمل كول په حقيقت كې ورانكارو ، دولس دښمنانو او جنګسالارانو ته د فرصت په لاس وركول او د هغوى د مشروع ګرځولو يوه هـڅه ده او په دې ډول چلند سره كېداى شي ولس پر دولت خپل باور لـه لاسه وركړي چې تر دې دمه يې پايلې موږ په سترګو كتلې هم دي . دا په حقيقت كې هغه فرصت دى چې جنګسالاران او د افغان ملت او حكومت دښمنان ورته شپې سبا كوي او هغوى په دې پوهېږي چې دولت يې د ولس لـه ملاتړ پرته لـه زوره نه دى.
د اداري اصلاحاتو په اړه د ځانګړي اسلوب رامنځته كول يا په بله وينا دغې ښكارندې ته جدي پام نه كول به موږ كومې پايلې ته ونه رسوي، بلكې وخت به تير شوى ، فرصت به مو له لاسه وتلى او په حكومت به باور پيكه شوى وي . په دې برخه كې موږ بايد اداري اصلاحاتو ته د ملي ستراتيژۍ لـه پراخې زاويې څخه وګورو، او ورانكارو ، په حكومتي دستګاه كې بدفكرانو او ټوپكواكانو ته د امتيازاتو په وركولو او چوپ كېناستلو سره اداري او امنيتي ستونزې هېڅكله هوارېدى نه شي، بلكې په ملي كچه اداري سمون ، بيارغونه ، دبېكارۍ او بېوزلۍ لـه منځه وړل او د ملي واكمنۍ ريښتينې پياوړتيا موږ پايلې ته رسولاى شي.
ټولو دولتي چارواكو ته ښايي چې نور په كلكه لاس بډې وهي ، له خپله ځانه د اصلاح په پيلولو سره خپله اداره ټولنه او خپل هيواد اصلاح او د پرمختګ لارې هوارې او د پرمختګ خوبونه مو ريښتيا كاندي . چې دا په وردګو ولايت كې د جوړ شوي وركشاپ په څير نوښت او هڅې ته اړتيا لري .