رسیدن به آسمایی:12.2007 .05 ؛ تاریخ نشر در آسمایی :12.2007 .06

 دستگېر خروټی

دا اپارتايد دی

 دلته فکرونه ستړې، وجدانونه ويده او زړونه د ډبرودي


اپارتايد Apartheid څه شی دی؟

 

اپارتايد د په ټولنه کی د انسانانو د يوه گروپ د " جلا کولو" او " گوښه کولو" يو سیستم دی. اپارتايد انسانان د نژاد، رنگ او بيولوژيکې توپېرونو په اساس ويشي. اپارتايد په جنوبې افريقا کي له ١٩۴٨ کاله بيا تر ١٩٩٣ کال پوري  د نژاد په بنياد د ويشلو يو قانونې سيستم وو. ددې سيستم سره سم نه يوازی سپين پوستانو د کورونو، ښونونځيو، کار، سياست، تفرېح ،کلبونو... په برخو کي امتياذ او لمړی حق درلود، بلکې په جنوبې افريقا کي په واک او قدرت يې د ولکي درلودلو حق هم تر لاسه کړی وو. اپارتايد د نژادي او بيولوژيکې توپېرونو په بنياد د انسانانو له يوې برخې سره  يوتبعيضي بې رحمه او له ظلم څخه ډک چلند دی. په افغانستان کي ښځه په دواړو کور او ټولنه کي گوښه او جلا شوې ده. په ټولنه او کورنۍ کي ددې  ژور او لوی ټولنېز وي‍ش په ليدلو سره سړی فکر کوي چي افغانستان له دو جلا  ټولنو څخه يو جوړ شوی هيواد دی. يو خوا د سړې واکمنه ټولنه او بل خوا د ښځې محکومه شوې ټولنه ده او ددې ځورونکی واټن بنياد بيولوژيکي او جنسی توپېرونه دي او دا اپارتايد دی.


دا د سړې ټولنه ده


 افغانې ټولنه د سړی او د سړې د واک ټولنه ده. سړې په دواړو کور او ټولنه کي واکمن دی. همدارنگه د سړی د ټولنې معنې دادی چي د ټولنې د ادارې واک له سړی سره وي او ايديولوژي يې پلارسالاري دي. دټولنې منابع لکه ځمکه، پيسې، مال ... دسړی مالکيت او د هغه په کنترول کي وي.
افغان ټولنه په ژوره توگه د جنسي او بيولوژيکي توپېرونه په اساس چي يوه لوری ته يې نارينه او بل لور ته يې ښځې دي ويشل شوې ده. په دواړو ټولنه او کور کي ښځه گوښه او جلا شوې ده. سړی نه يوازي واکمن دی، بلکې په دواړو کورنۍ او ټولنه کي امتياذونه او لمړي درجه حقونه هم لرې. هغه د مالکيت خاوند دی. هغه د سياست کولو حق لرې، د زده کړې او کار کولو حق لرې،  په واک او امتياذونو برسېره په افغانستان کي د زورزياتی، خشونت... په مرکز کي هم سړی ولاړ دی او په پراخه توگه او په تېره بيا په ټولنه او کورنۍ کي دخپل واک، اتوريتې، امتياذ ساتلو له پاره د زور له وسيلې څخه کار اخلې او له بده مرغه په ټولنه کي  واکمن دودونه او رواجونه هم دې وهلو او دي نه تماميدونکی ورځنی وحشت ته قانونيت ورکوي.  ښځه نه يوازي کمزورې، دوهمه درجه،  ناقص العقله ده،  بلکې ملامته او گرمه هم ده. ....په تېره بيا په کور کي د ټولو ناخوالو پړه پر ښځه ور اچول کېږې. په افغانستان کي د ښځو تارېخ د وهلو، ځورولو، توهېن کولو، خرڅولو، بدلولو، سوزولو او وژلو تارېخ دی. په تارېخ کي  له هماغه پېله  دښځې او نر تر منځ د واک په سر جگړه روانه ده او دا يوه هميشنې جگړه ده، خو په افغان ټولنه کي د ښځې بايلنه او د نر بری په دې کي دی چي فرهنگ، دودونه او رواجونه په دې جگړه کي د نر ننگه کوي.
  په افغانې ټولنه کي د بيولوژيکي توپېرونو په اساس وی‍ش د نر او ښځې تر منځ  په ټولنېزه، اقتصادي، سياسي او جنسي برخو کي هم ژور او لوی واټن را منځ ته کړی. ښځه نه يوازي د مالکيت حق نه لري، بلکې ټولنېز موقف يې هم تر وروستې کچې کمزوری دی.ښځه حق نه لرې د خپل ځان، د خپل ژوند او خپلې راتلونکي په هکله پريکړه وکړې.   
  په ټولنه کي د ښځې ټولنېز موقف  غلام او غلام ته ورته موقف دی. کله چي به په افريقا کي په زرگونو انسانان په غلامې نيول کيدل او غربې نړۍ به راوستل کيدل په دي نه پوهيدل چي دوې چېري وړل کېږې، څه به ور سره کېږې، څه به کوي، بادار به يې څوک وي او په راتلونکي کي به څه ډول ژوند کوي. همدادم  په افغانستان کي په ميليونونو ښځې د غلامې له همدا ډول برخليک سره مخامخ دي. دا بدمرغه ښځې نه پوهېږې چي را تلونکی مېړه به يې څوک وي، چېري به ژوند کوي او څه به ورسره کېږې.  غلامانود شخصيت او هويت حق هم نه درلود او د هغوې هويت د بادار له نوم سره تړلی وو. د پطر غلام، د کېم غلام، د اوکېم غلام... دلته  له ښځې څخه په همدې دود د هويت او شخصيت حق هم اخستل شوی دی.


د ښځو په وړاندي زورزياتی او خشونت


شیرينه  د خپل مېړه تر د هميشنيو وهلو لاندي ده. د هغې ژوند له دردونو او خوږو ډک ژوند دی. وهل، ځورول او شکنځلې د هغې د ژوند په نه جلاکيدونکو برخو بدلې شوې دې.  هغه خوارکۍ هره ورځ تر سوکانو او لښتو لاندي دی.  سره ددې چي د باندي يې د مېړه پل په خاورو نه ليدل کېږې، خو په شیرينه د بشپړ واک خاوند دی.  شيرينه يوازي خپلې مور ته د  خپلو نه تماميدونکو بدمرغيو په هکله حال ويلاي شي. هغه د خپل پلار د ظلمونو له امله ددې جریت نه لرې چي هغه ته د خپلې بدې ورځې په هکله شکايت وکړې. هغه خوارکۍ  لا په ماشومتوب کي د پلار د وهلو او ټکولو ښکار وه. شرينه هميشه وايې:
 د ما " ظالم پلار"  زه پلارخرڅه کړم.  هغه د يوه سوداگر په شان په ما او د ما په ژوند د خپلو پسونو په شان چنې ووهلې، معامله يې وکړه او د ما په سر يې پيسې واخيستې.  پلار مي له ما سره د غلام په څېر چلند وکړ. زه نه پوهیدم چي چېرې او له چا سره ځم. ما ته په دي هکله د پوهيدنې او پوښتنې حق نه را کول کيدو. که مي د دا ډول پوهي او په دې هکله د پوښتنې هڅه کوله زه بې شرمه او د وژلو تر پولې مجازات کيدلم. فکر وکړې دلته د ځان او راتلونکي په هکله پوهه او پوښتنه کول جرم او جنايت بلل کېږې. کله چي زه پيدا شوم پلار مي د شرم احساس کاوه او دوه ورځې له کوره نه وت او مورې مي په دي جرم چي لور دي زېږولې يو ساعت يې په واوره کي درولې وه. پلار مي د پلار په څېر نه، بلکی د ما دبادار په شان چلند وکړ او له ما سره يې د اولاد په څېرنه، بلکې  د د هغه د مال او مالکيت په شان معامله وکړه. هغه زه په څلورو ديوالونو کي د وهلو او ځورولو په بدرگه د هميشه له پاره زندانې کړم.  زه حق نه لرم هغه ته نور پلار وواېم هغه له ما سره د دښمن په څېر چلند کړی. هغه له ماسره د غربې غلامانو خرڅونکو معامله کړې ده.
       سره ددې چي د شرينې مور له هغې سره هر اړخېزه خواخوږې لرې او د هغې په حال پوهېږې او ورباندي غم کوي او زاړې، خو ددې وس  نه لرې چي له خپلې لور سره مرسته وکړې.  هغه په خپله د وهلو او ځورولو قربانې ده. دشرينې مور په خپل مېړه هم باور نه لرې. مېړه يې هم د شرينې د مېړه په شان د ډبرې زړه لرې او د ښځې  له وهلو او ځورولو خوند اخلي او ورته لوبې ښکارې.
يوه ورځ شرينه د تل په شان بيا په زړا د پلار کورته راغله او له دردونو او خوږو یې خپلې مور ته زړل او شکايت یې کاوه. دا ځل خو یې دومره وهل خوړلې وو چي سترگې يې شنې او پزه يې هم پړسيدلې وه. مور يې هم نه يوازې ورسره زاړې، بلکې له خپلې لور سره يې د مرستې په کار کي بشپړه بې وسې هم ځوروې. هغه په زړا کي خپلې لور ته وايې:
لورې!  موږ هېڅ نشو کولاي. زه نه پوهېږم چي موږ چا او څه شی په همیشنيو دردونو او خوږو محکومي کړې يو؟
زه همدارنگه نه پوهېږم چا او څه شی ښځه، د هغې ژوند، د هغې اراده او د هغې اختيار دي ورستو دودونو ته سپارلی دی؟
لورې! د ظلم او د وحشت په دي توره دنيا کي يوازي زه او ته نه يو دلته په سلگونو زره بدمرغه ښځې ددې ظلم او نه تماميدونکی وحشت ښکار دي. د وحشت په دي دنيا کي نه ښځې ته د انسان په سترگه کتل کېږې اونه د انسان په شان ورسره چلند کېږې.
   ته مه زاړه دا يوازي د تا برخليلک نه دی. زه هم همداسي وم او اوس هم سره ددې چي سر مي سپين دی د تا پلار را باندي د بوټونو او لرگيو گذارونه کوي، را ته بدې او سپکې خبرې کوي. ما په خپل ژوند کي له هغه يوه ښه خبره هم نه دی اوريدلې. پلار دي هميشه را ته وايې: چي د ما په ژوند کي د خوشحالې دوه ورځې شته دي. يوه هغه ورځ وه چي ته مې کور ته راوړې او بله به هغه ورځ وي چا ته گور ته يوسم.
لورې!  وهل، ځورول، ټکول، سپکول، شړل او توهېن کول د ښځو برخليک دی. موږ د همدې له پاره پيدا شوې يو. قسمت او نصيب به مو همدا وي. د ښځې دنيا د وهلو، ځورولو او سپکولو دنيا ده. د ښځې دنيا د زاريو، زړاو، بدمرغيو او نه تماميدونکو کړاونو دنيا ده.  په دي دنيا کي وهل، شړل، سوزول او وژل د جرم او جنايت په ځای حق بلل کېږې او سړو ته د ښځو وهل او ځورول خپل حق ښکارې.
لورې! زه سره ددې چي د تا له پلار څخه دمرستې هېڅ ډول هېله نه لرم، خو بيا به هم هغه ته وواېم چي د تا مېړه ته لږ نصيحت وکړې.
مورې! دا له ظالم څخه ظالم ته شکايت کول دی. دا له ليوه څخه ليوه ته شکايت کول دي. د ما د پلار وجدان په هميشنې توگه ويده ده او هېڅ ډول زړه سوی نه لرې. زه په خپل پلار باور نه لرم دا ټول د هغه له لاسه ماته را رسېږې. دا د هغه د کار او ظالمانه پريکړو پايلې دي د ما د دردونو او بد ژوند مسؤليت د هغه په غاړه دی.  خېر لورې!  زه هغه ته واېم.
وسړیه! دا لور خو دي له وهلواو ټکولو تکه شنه ده، له دردونو او خوږو دومره کې شوې او نږدې دی چي مړه شي. د خدای له پاره هغه سړی ته ووايه چي نوره دا خوارکۍ ونه وهي. ددې گناه څه ده؟
و ښځې!  و يې گوره کوم هډ خو به يې نه وي مات شوی، لاسونه، پشې او پشتې یې وگوره،  که کوم  هډ يې مات  شوی نو زه يې پوښتنه کوم. دلته دښځو د وهلو پوښتنې نه کېږې. هر څوک دا کار کوي خپل احوال دي واخله. خپل ولې اوخپل هډونه دي وگوره. څومره لرگي مي درباندي مات کړو. له ما نه خود تاپه هکله هيڅکله او هيچا پوښتنه و نه کړه.
او سړيه! لوردي وايې چي په هر شی مي وهي، که ډوډۍ ناوخته شوه وهل خورم، که په ډوډۍ کي ملاگه کمه او يا زياته وي وهلم خورم، که دوه دقيقي له کوره ووزم وهل خورم. که په کور کي کوم شی بې ځايه وي وهل خورم او هر وخت د وهلو له پاره په بهانه پسي گرزې. لور دي همدارنگه وايې:
 هغه ورځ کور ته نږدي زيارت ته ولاړم زارې مي وکړې او ورته و مي زړل. خدايه! د ما دي بد حالت وگوره او له دې حالت څخه ما وژغوره. کله چي کور ته راغلم. مېړه مي راته وايې چېرې وې. ما ورته وويل چي دی نژدي زيارت ته ورننوتم. دا خبره مي چي ورته وکړه په سړی  اور بل شو او د وهلو شروع يې را باندي وکړه. څه يې چي لاس ته ورتلل راباندي وار کول يې. 
او ښځې! غلې شه. زه پوه شوم. لور دي ملامته ده. لور دي گرمه ده. لور دي ولې گوښې زيارتو ته ځې. لوردي  په زياتونو کي څه غواړي. هغې ته خوما مېړه پيدا کړې او مېړه لرې. زيارتونو ته خوهغه ښځې ځې چي مېړونه نه لرې او په مېړو پسي گرزې. هغوې چي مېړونه نه لرې د زيارتونو جنډې شوروي. که سبا دي لور په زيارت کي چا ونيوله او يې غووله بيا به څه کېږې. د تا مغازه د خره دی. رښتيا وايې که د ښځې پزه نه واي نوغول به يې خوړل. لور ته دي ووايه چي  زيارتونو ته مه ځه او که ځې مېړه يې حق لرې چي هغه ووهې.
 او ښځې!  پام د وي چي په تللی غيڼ مرکي نه کېږې د دواړو سينې د ټوپک له خولې سره مخامخ کېږې. هلته بيا په دې خبره پسي څوک نه گرزې چي دا خوارکۍ يې په زور نيولې وه. دواړه بايد مړه شي.
لورې! پلار دي له هغه هم بد دی. زه نه پوهېږم چي څه کولاي شو، په کوم لور ولاړ شو، چا ته هيله وروړو او له چا مرسته وغواړو.
مورې! د ملا ښځې ته به ورشو  چي هغه خپل مېړه ته ووايې او ملا د ما د مېړه لاس ونيسې چي نوره ما و نه وهې.
لورې! خپل غمونه مو کم دي چي نور غمونه هم راوړې. خداي دي د ملا د ښځې له حاله مه خبروه هغه خوارکۍ په خپله له هولو او ټکولو تکه شنه شوې ده. دلته څوک حال نه وايې. دلته حل ويل نه يوازي شرم دی، بلکي د کورنۍ بدنامې هم بلل کېږې. خدای خېر په دي کورونو کي څه تېرېږې.
 لورې! کورونه نه دي، زندانونه دي. کورونه نه دي د وهلو، ځورولو، توهېن کولو مرکزونه دي.
ښه مورې!  نو د ملک ښځې ته به ورشو هغې ته به زارې وکړو او سرونه به ورته لوڅ کړوچي خپل مېړه ته ووايې  چي له ما ددې ظالم مېړه له وهلو او وحشتونو څخه وژغورې. لورې! زه پوهېږم چي ته نوره ددې وهلوو ځورولو او توهېن کولو زور نه لرې او د ژغورولو لاره لټوې، خو ددې لارې پيداکول آسانه کار نه دی او ما ته دا ډول يوه لاره را معلومه نه دی. د ما سر په وهلو او توهېن کولو کي سپين شوی. د ما د سر هر ويشته د ښځې د رنځونو، دردونو او نه تماميدونکو غمونو تارېخ دی. د ملک ښځه موږ نشو ليدلاي، خو د هغې خوارکۍ مور د خپلې لور د ژوند په هکله سر ټکوي او د  سړو اوسيليو په ایستلو سره ملک ته هميشه شيراوې کوي.
مورې! چی د خلاصون لاره نشته نو څه به کوو. موږ د وهلو، ځورولو او توهېن کولو له پاره پيدا شوې يو؟
د ښځې برخليک له هميشنيو وهلو، ځورولو، خشونت، سپکولو، توهېن کولو، خرڅولو، بدلولو... سره تړلی دی؟  ددې ژوند معنې څه دی. پلرونو مو د مال او پسونو په شان خرڅوې. را باندې چنې وهې او سوداگرې کوي او مېړونه مو وهې.
 دلته انسانان د فکر کولو او د عقل  په کار کي پاتې راغلي  دلته د انسان د ژغورنې، دلته د ښځې د خلاصون په کارکي فکرونه ستړي او لوری ورک دی. وجدانونه هم ويده دي چي د پېړيو پېړيو دردونه او ځورونه يې نه شي را ويشولې او زړونه هم د ډبرو دي چي  دا هميشنې زړاوې او ځگروې نشي اوريدلې.
 د منځنيو پېړيو د زړو رواجونو او دودونو په دی واکمنه دنيا کي نه ښځه انسان بلل کېږې او نه د انسان په توگه ور سره چلند کېږې. دلته ښځه د بربريت په دود بې له دي چي گناه يې کړې وي په هميشنۍ توگه تر مجازاتو لاندي دی. په يوويشته پېړۍ کي هم دموږ د ژوند او دموږ د راتلونکي په هکله د پريکرو او قضاوت کولو معيارونه همدا زاړه انسان وژونکي دودونه دي.
مورې! د خلاصون لاره ځان وژنه او ځان سوزول دي. رښتيا هم بله لاره نشته. زه به هم د خلاصون له پاره همدا لاره غوره کړم. ځم په ځان تيل شيندم او وروسته هم ځان ته اور اچوم. دما دمرگ پړه به د ما د پلار په غاړه وي او زه به همدارنگه د خپل ځان په وژلو سره په ټولنه کي ددې انسان وژونکو او انسان سوزونکو دودونو او رواجونو په ټنده د سلگونو زرو تورو داغونو تر څنگ يو داغ کېږدم.


 ژوند بايد راسيونال او انسانې شي


فکر وکړي ژوند څه شی دي او د ژوند معنې او هدف څه دی. ولې دلته ژوند دومره بې ارزښته شوی. ولې دلته ژوند بې پلانه او بې هدفه دی او د يوه بې پلانه ژوند او د يوه بې هدفه ژوند پايلې به څه او خوند به يې څه وي. د لته په بې شمارو انسانانو او په تېره بيا په ښځو يو بې پلانه او بې هدفه ژوند تحميل شوی دی. په دا ډول يوه ژوند کي انسانان د ژوند ورځې شمېرې او ژوند يې په بشپړه توگه په نامعلوم لوری روان دی.
 که  څوک تاسو په زور له لاسه ونيسې او د کنډو هغه خوا مو يو چا ته ورتسلېم او ورسره د تا په سر پيسې هم واخلې څه به کوي؟
که تاسو د يو د چا د جنايت په بدل کي ورکړل شي عکس العمل به مو څه وي؟
که تاسو پنځلس کلنې کی په زور یوه شپیته کلن ته په لاس ورکړې څه فکر به کوي او څه حالت به لرې؟
که څوک تاسو په سپی، اوښ او په دو درو کلاشينکوفونو بدل کړی ځان به څه ډول درته ښکارې؟
که تاسو دي اړ شي چي د يوه سړی په نوم کښينې او د هغه په نوم ژوند وکړې د ژوند آرزښت او د ژوند هدف به موڅه وې؟
په افغانستان کي د ميليونونو نجلېو او ښځو د ژوند لوری معلوم نه دی او دوې نه پوهېږې چي ژوند يې په کوم لوری حرکت کوي. هغوې  د برخليک په انتظار ناستې دې. " چېرې ځم" ، " له چا سره ځم" ، " څه کېږې؟" ، " څه به راسره کېږې؟ "  ، " څه به راسره کوي؟" ، " څوک به يې راسره کوي؟"  برخليک يا شرنوشت د ځان سپارولو په کار کي په طبعې توگه انسان د يوه ارادي او اختيار لرونکی موجود په توگه عمل نه کوي. سړی هغه وخت ځان برخليک ته سپاري چي د خپلې ارادې په کار اچولو کي پاتې راشي او خپل اختيار له لاسه ورکړې،  برخليک ته ځان هغه وخت سپارل کېږې چي د ژوند لوری ورک شي. برخليک ته د ځان سپارل  د اميد او بری په ځای د ماتې نښانه ده.


    ژوند څه شی دي؟


ژوند ډېر پېچيلی، ډېر پراخ او ډېر اړخېز مفهوم دی. په ژوند کي هيلې، اميدونه او امکانات شته دي. په ژوند کي ستونزې او پرابلمونه شته دي. په ژوند کي شک او ترديدونه شته دي. په ژوند کي ډار او نه ډاډ شته دي. په ژوند کي احساس او خيالونه شته دي. په ژوند کي برې او پاتې را تلل شته دي.
د ژوند په هکله يو عمومي تعريف نشته دي او د ژوند تعريف کول مشکل کار دی، خو سره ددې هم پوهانو هڅه کړې ژوند تعريف کاندي.  ژوند د يوه وگړی له موجوديت څخه عبارت دی.  د پيدايش او د مرگ تر منځ فاصلې ته ژوند ويل کېږې.  ژوند هغه حالت دي چي يو ژوندي ارگانېزم له يوه مړه ارگانېزم څخه جلا کوي...
سره ددې چي ژوند پراخ مفهوم لري او يوازي د انسانانو پوري تړلی مفهوم نه دي، خو له نورو ژوندي موجوداتو سره د انسانانو توپېر په دي کي چي په خپل ژوند واکمن دي او واکمن کيداي شي. په بل عبارت انسانان د طبعيت هغه ژوندي برخه ده چي د نورو په پرتله ښه ژوند کوي، د ژوند کولو ښه شرايط برابرولې شی او هدفمند ژوند کولاي شي. انسان  له هماغه پېله د خپل مادي او معنوي ژوند د ښه کولو هڅې کړې چي اوس دا ډول هڅې له پخوا څخه په پراخه توگه روانې دي. له پورتنيو خبرو دي نتيجې ته رسېږو چي د انسان ژوند يو هدفمند ژونددي اوبله پېاوړې ځانگړتيا يې دادی چي انسان په خپل ژوند واکمن دی. 
د ژوند "هدفمند کيدل"  او په " ژوند واکمن کيدل" په بشپړه توگه د " خپلواکي ارادي"  په موجوديت کي عملې کیداي شي. کله چي له انسان څخه خپلواکه اراده اخستل شوې وې، هغه څه ډول کولاي شی خپل ژوند
هدفمند او په ژوند واکمن شي. ددې موخو تر لاس کول  د ژوند د انسانې کولو او راسيونال کولو   ضرورت منځ ته راوړې. همدارنگه په ټولنه کي په زورزياتی، خشونت او توپېرونو باندي د غلبې په منظور هم په کلکه ددې اړتيا شته دي چي په افغانستان کي ژوند انسانې بڼه اختيار کړې. د ژوند د انسانې کولو او راسيونال کولو معنې څه دی؟ په يوه جمله کي له دگمونو، له پخوا څخه د جوړ شويو قانونو، له رواجونو او دودونه څخه دانسان او د هغه د انديښنې خپلواکې ده. د ژوند او راتلونکي په هکله د انسان د ارادي خپلواکې ده. د ژوند د انسانې کولو او راسيونال کولو معنې دادي چي هرځانگړی وگړی په بل عبارت هره ښځه او هر نر د شخصيت خاوند شي او له ټولو هغو بندونو ځای وژغورې چي  ژوند بې هدفه کوي او په ژوند د انسان واکمنې او اختيار له منځه وړې.
په افغان ټولنه کي " بې هدفې"  ، د " ارادي نشتوالی"او په " ژوند نه واکمنې" عامې او ټولنېزې ستونزې دې، خو د ښځې ژوند د بل هر چا په پرتله د بې هدفې او نه واکمنې څخه ځورېږې او په پراخه توگه یې د ارادي خپلواکې اخستل شوې ده. دلته  د ژوند د انسانې کولو معنې تر هر څه اول دادی چي ښځه د انسان په توگه  په ټولنه او کور کي خپل ځای تر لاسه کړې او د انسان په توگه چي انسانې حقونه او ازاديگانې لرې وپېږندل شي. د ژوند انسانې کول  د اوسنی حالت او څرنگوالی بدلون غواړې او موجود حالت بايد بدل شي. د بدلونونو په هکله يو شمېر استدلال کوي چي دلته اول  بايد اقتصادي بدلونونه راشي او له هغه وروسته به ددې امکانات راشي چي موجود حالت او په تېره بيا د ښځې حالت بدل شي.  بې له شکه د ښځې او نارينه تر منځ د ويش په کار او ټولنېز واټن کي اقتصاد او مالکيت پېاوړی رول لري او همدارنگه اقتصادي وده او پرمختگ د ښځې او نر تر منځ واټن کموي، خو ددې خبرې معنې دا کيداي نه شي تر څو چي اقتصادي بدلونونه راغلي نه وي  د ژوند همدا له دردونو، وهلو، وحشتونو او ځورونو ډک حالت بايد قبول شي او انتظار ویستل شي. په نړۍ کي د انسان ازادی او د ژوند انسانې کول د اقتصاد په ځای  د انديشنې په ازادي او د ژوند په عقلې کولو سره پېل شوي دي. د بدلونونو په لور تر ټولو موثره لاره د ژوند راسيونال کول دی. تر څو چي انديشنې او فکرونه بدل نشي اوسنی حالت نه بدلېږې.  د ژوند په راسيونال کولو کي د هر ځانگړی وگړی، په بل عبارت د هرې ښځې او د هر نر د ژوند ښه کول دي. موخه د هرې ښځې او هر نر نيکمرغه کول دي.  د ژوند د انسانې کولو او راسيونال کولو موخه داده چي هر وگړی د برابرو حقونو په درلودلو سره د موجودې ټولنې غړی وشمېرل شي او د قانون په وړاندي يې برابري تامېن شي. همدارنگه موخه داده چي هر يوه ښځه او هر يو نارينه  د خپلواکو انسانانو په توگه په ټولنه کي خپل ځای پيدا کړې. د ژوند انسانې کول او راسيونال کول به  په ټولنه کي ستړې فکرونه له اوږدې او مزمنې ستړيا او ذهنې ناروغې څخه راباسي په حرکت به یې راولې چي د نه بدليدونکو د گمونو په ځای د عقل په بنيادعمل وکړې. عقل او دعقل په کار اچول به د وجدانونو له بيدارې سره هم مرسته وکړې.
د ژوند د انسانې او راسيونال کولو له پاره په کار دي:
ـ  دهرې ښځې او هر نارينه دژوند کولو، ازادې او د امنيت حق خوندي شي.
ـ هېڅوک او په تېره بيا ښځه او ماشومان  د وهلو، شکنجه کولو او توهېن کولو موضوع و نه گرزي.
ـ  په برابره توگه د ښځې او نر ساتنه او شخصيت ته يې درناوی وشي.
ـ د انسانانو د حقونو او ازاديو د ساتنې په چاره کي دي د بشري حقونو اعلاميې ته  د فرهنگي، مذهبې او دودونو په پرتله د لمړيتوب حق ورکړل شي.
ـ په ټولنه کي د هغه دودونه چي انسان وژونکي او انسان توهېن کونکي ځانگړتياوې لرې عملې کول يې جرم اعلام شي.