رسیدن به آسمایی:12.2007 .17 ؛ تاریخ نشر در آسمایی :12.2007 .17

 

محمدآصف ننگ

د افغانستان ملي شورا د دوه كلنۍ په مناسبت

پارلمان رخصت اخلي خو قوانين نيمگړي پاتې دي

 

لكه څنگه چې معلومه ده د پارلمان يا ملي شورا له ايجاد څخه څه كم دوه كلونه اوړي. ملي شورا د ۲۰۰۵ كال د د سمبر په ۱۹مه (د ۱۳۸۴ كال د ليندۍ په وروستيوكې پرانيستل شوه). سره له دې چې ملي شورا تقنيني قوه ياديږي خو په مجموع كې پارلمان درې عمده او اساسي دندې لري چې په متوازن ډول بايد پر مخ لاړې شي. لومړۍ، د تقنين وظيفه، دوهمه د حكومت د فعاليتونو او اعمالو څارنه او دريمه د موكلينو ستونزو او غوښتنو ته رسيده گى كول او يو لړ نورې ضمني وظيفې چې د ملت د استازو نيغ په نيغه دندې دي.

په تيرو څه كم دوو كلونو كې د حكومت له لوري، ۱۵۰ په شاوخوا كې (د ښاغلي قانوني په وينا ۱۷۰) قوانين، تقنيني فرامين، معاهدات او ميثاقونه ملي شورا ته استول شوي. په دې ټولو كې په ډيرو كمو قوانينو باندې كار شوى، د پارلماني وزارت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو او مطبوعاتي څارني د احصايي له مخې تر دې دمه يعني په تيرو څه كمو دوو كلونو كې چې د پارلمان له تاسيس څخه تيريږي، يواځي ۱۲% كار پر قوانينو او تقنيني بحثونو صرف شوى. پاتې زياتره بحثونه او وختونه د حكومت د اعمالو پر څارنې، استجوابيه او استماعيه مجالسو او پراگنده او بې نتيجې بحثونو باندې مصرف شوى.

دا چې د موكلينو غوښتنو ته څومره ځواب ويل شوى او تر كومه حده د دوى ستونزي د خپلو وكيلانو له لورې حل كړى شوي، پدې اړه پخپله عام ولس او د دوى محترم استازي ښه پوهيږي! موږ پرې څه قضاوت نه كوو.

دا ځل د پارلمان موسمي تعطيل پداسې وخت كې پيل كيږي چې د ولس اوه تنه استازي د دشمن د بريدونو له امله په بغلان كې په شهادت ورسيدل. په لومړي كال د لغمان د منتخب استازي استاد واحدي وژنه او بيا سږكال د مولوى سيد اسلام له ترور وروسته د كاپيسا سناتور استاد عبدالصبور فريد هم د خپل استوگنځي په شاوخوا كې ترور شو. د دې تر څنگ د هلمند د يوه تن وكيل د كورنۍ څو تنه غړي د دښمنانو د بريدونو له امله ځانونه له لاسه وركړل. پدې ترتيب سږكال د پارلمان لپاره تر ټولو خونړى كال بللى شو.

كيداى شي د پارلمان چارې د دغو مرحومينو له تشې سره مخامخ وي خو په لوى لاس ويلاى شو چې د پارلمان عمده چارې وروسته له دوو كلونو د يو لړ سياسي كړيو او سليقو له مخې له خنډ سره مخامخ شوي دي، سره له دې چې د عام ولس لپاره د دوى د انتخابي استازو وژنه يو ډېر بد خبر و چې د دولت د رئيس تر څنگ پرې ټولو ولس دردمن شوى، خو ولس له خپلو استازو جدي او چابك كارونه غواړي، ولس هغوى دلته د اربابي پخاطر نه، بلكې د زحمت او خدمت لپاره راستولې.

كه چېري د پارلمان دوه كلن مزل تر څېړنې لاندې ونيسو نو په زغرده ويلى شو چې، د ملي جبهي له تاسيس سره، په پارلمان كې د تقنين چارې دومره سوكه شوي چې ټول عام ولس ته يې اندېښنه پيدا كړى. په همدې ترتيب په پارلمان كې د نصاب نه پوره كيدل او څه د پاسه د ۳۰ تنو په حدودو كې د ولسي جرگې او څه د پاسه ۱۵ تنو په شاوخوا كې د مشرانو جرگې دايمي غايبان، د دې سبب شوي چې مسايلو ته جدي پاملرنه ونشي او د هيواد مهمو او سرنوشت سازه مسايلو ته، چې له مخې به يې په هيواد كې قانونيت ټېنگيداى شوى، له سستۍ سره مخامخ دي.

دا چې د قوانينو ځنډونه څومره منفي اغيزي په هيواد كې شيندي واقعاً د اندېښنې وړ ده. زموږ په محاكمو او رسمي ادارو كې په سلهاوو داسې دوسې شته چې د قوانينو د نه تصويب په سبب له تاخير سره مواجه دي، ډېر كله حكومت او محاكم نشي كولى چې په خپلو تعاملاتو كې جدي او غوڅ دريځ ونيسي، ځكه چې دوى په خپل لاس كې د تصويب شوي قانون، مشروع پاڼې نه لري.

غواړم دلته د هغو قوانينو لست او وضعيت خپلو لوستونكو ته وړاندې كړم چې د پارلمان له پيل سره سم، د حكومت له لورې ورته استول شوي. پدې قوانينو كې ډېر كم داسې قوانين شته چې د توشيح چارې يې بشپړې شوي. په دې لاندې لست كې د ټولو قوانينو اجمالي لست دى، كيداى شي پنځه يا شپژ داسې قوانين يا تقنيني فرامين وي چې د دې لست د ترتيب په مهال زموږ د قلم له قيد څخه پاتې وي، چې كه لاس مو پرې بر شو نو هغه به هم ورسره ضميمه كړو.

پارلمان ته د استول شويو قوانينو لست او اړوند معلومات

د قوانينو او فرامينو نوم لړ

وضعيت

۱

د ولايتي شوراگانو قانون

توشيح او چاپ شوى

۲

د محابسو او توقيفخانو د قانون طرحه

توشيح شوى

۳

د چاپېريال يا محيط زيست د قانون طرحه

توشيح شوي

۴

د وسله والو ځواكونو د ذاتي چارو د قانون د (۵۹)مې مادې د تعديل او ايزاد په اړه د جمهوري رياست (۱۹۳) نمبر فرمان. (د كب ۲۵ كال ۱۳۸۰)

توشيح شوى

۵

د وسله والو ځواكونو د ذاتي چارو د قانون د (۳۵)مې مادې د تعليق په اړه د جمهوري رياست (۳۳) نمبر فرمان. (د جوزا ۱۸ كال ۱۳۸۴)

توشيح شوى

۶

د گمركاتو قانون د (۱۵) مې مادې د تعديل په اړه د جمهورى رياست، د ۱۳۸۴ كال فرمان ( ).

توشيح شوى

۷

د ملي مصالحې او پخلاينې قانون

له دواړو مجلسونو پاس شوى خو توشيح شوى نه دى (دغه قانون پخپله توشيح شوى بلل كيږي، ۱۵ ورځې پرې تيري شوي)

۸

د وكيلانو د حقوقو او امتيازاتو قانون

بيرته شورا ته مسترد شوى

۹

د دولتي تصديو قانون

د مجلسينو لخوا پاس او حكومت لخوا رد شوى

۱۰

پر اساسي قانون د ځارني د خپلواك كميسيون د جوړولو قانون (دغه قانون د وزيرانو شورا د ۱۳۸۵ كال د زمري په ۱۸ تصويب شوى).

د حكومت له لوري له دلايلو سره بيرته مسترد شوى

۱۱

د ماشومانو د تخلفاتو د قانون طرحه

د مجلسينو لخوا پاس او د جمهور رئيس لخوا د يو لړ قانوني ملاحظاتو بر بنسټ بيرته مسترد شوى

۱۲

د عامه ادارې او مالي چارو قانون د (۲۸) مادې د دوهمې فقرې ايزاد

د مجلسينو لخوا پاس او د حكومت لخوا بيرته مسترد شوې

۱۳

د معدني موادو قانون

په اړوند كميسيون كې پرې بحث شوى، خو عمومي مجلس ته نه ده وړاندې شوي

۱۴

د مدافع وكيلانو د قانون د ځينو مادو د تعديلاتو په اړه د جمهوري رياست (۱۰۸) نمبر فرمان (۱۳۸۲ كال د سلواغې ۱۵)

د مدافع وكيلانو د قانون نوى طرحه په پارلمان كې پاس شوه، چې پر دې فرمان بحث منتفي كوي.

۱۵

د افغانستان بانك قانون

كار پرې نه دى شوى

۱۶

د اجتماعاتو، اعتصاباتو او مظاهراتو قانون

د ولسي جرگې په مجلس كې پاس شوي، صرف يوه ماده يې پاتې ده، ځكه مشرانو جرگې ته نه ده استول شوي.

۱۷

د گمركاتو قانون

يواځې پنځلسمه ماده يې تصويب او توشيح شوى، پر پاتې مادو يې بحث نه دى شوى.

۱۸

د وسله والو ځواكونو د ذاتي چارو قانون

كار پرې نه دى شوى

۱۹

د رسنيو يا مطبوعاتو قانون

په مجلسينو كې پرې بحث نهايي شوى او د توشيح لپاره حكومت ته راستول شوى.

۲۰

د سياسي گوندونو قانون

د ولسي جرگې له عمومي مجلس څخه پاس خو په ځانگړې كميسيون كې يې پر راوړل شويو تعديلاتو بحث پيل شوى.

۲۱

د محاكمو د تشكيلاتو او صلاحيتونو قانون

په عدلي از قضايي كميسيون كې تر كار لاندې دى او عمومي مجلس ته نه ده وړاندې شوى

۲۲

د پيسو مينځلو سره د مبارزې قانون

كار پرې نه دى شوى

۲۳

د موقتو جزايي اجرااتو قانون

كار پرې نه دى شوى

۲۴

د عامه مصارفو او مالي چارو د ادارې قانون

وروسته له هغه چې د دې قانون ۲۸مه ماده مسترده شوه، نور پرې كار ونشو.

۲۵

د ملكي خدمتونو قانون

كار پرې نه دى شرو ع شوى

۲۶

د عسكري جزاگانو قانون

كار پرې نه دى شرو ع شوى

۲۷

د وړو ضابطانو د ذاتي چارو قانون

كار پرې نه دى شرو ع شوى

۲۸

د ترهگرۍ د تمويل پر ضد د مبارزې قانون

كار پرې نه دى شرو ع شوى

۲۹

د پوليسو قانون

كار پرې نه دى شرو ع شوى

۳۰

د معلولينو او معيوبينو د امتيازاتو او حقوقو قانون

پرې يوې برخې يې (د اعضاو پر طرحې) نيمگړى كار شوى

۳۱

د دولت د كاركوونكو د معاشاتو د قانون طرحه

كار پرې نه دى شرو ع شوى

۳۲

د عسكري محاكمو قانون

كار پرې نه دى شرو ع شوى

۳۳

د ملكي هوايي چلند قانون

كار پرې نه دى شرو ع شوى

۳۴

د نشه يي توكو پر ضد د مبارزي قانون

دغه طرحه د پارلمان لخوا رد شوى او تر اوسه حكومت ته نه ده رسيدلې

۳۵

د بډې اخيستنې او ادارې فساد پر ضد د مبارزې قانون

په مجلسينو كې كار پرې شوى، خو د توشيح لپاره حكومت ته نه ده استول شوى

۳۶

د ټاكنو يا انتخاباتو قانون

پدې خاطر چې د حكومت لخوا نوې طرحه بشپړه شي او مجلس ته واستول شي. (ځكه چې مغايير احكام ترينه ملغا شول)

۳۷

د بشري حقونو د خپلواك كميسيون د قانون طرحه

كار پرې شوى، خو د توشيح لپاره نه ده استول شوى

۳۸

د ناچاودو موادو او ناريه وسلو قانون

د كورني امنيت په كميسيون كې كار پرې روان دى (ځكه چې مغايير احكام ترينه ملغا شول)

۳۹

د ښارواليو د ټاكنو قانون

كار پرې نه دى شوى (ځكه چې مغايير احكام ترينه ملغا شول)

۴۰

د تاريخي او فرهنگي آثارو د ساتنې قانون

كار پرې نه دى شوى(ځكه چې مغايير احكام ترينه ملغا شول)

۴۱

د ۱۳۸۳ كال د رسنيو قانون

ملغى شوى

۴۲

د ۱۳۸۴ كال د رسنيو قانون

كار پرې بشپړ شوى، خو حكومت ته د تصويب لپاره نه ده استول شوى

۴۳

د كورنۍ او باندنۍ پانگي اچوني قانون

كار پرې نه دى شوى

۴۴

د تداركاتو قانون

كار پرې نه دى شوى

۴۵

د تجارتي حاكميت او قانوني منځگړيتوب قانون (دغه قانون لا له مخكې د ۱۳۸۵ كال د مرغومي په ۲۷ مې نېټې د ۹۵ گڼې فرمان له مخې توشيح شوي)

كار پرې نه دى شوى

۴۶

د عدلى طب قانون (دغه قانون لا له مخكې د ۱۳۸۵ كال د مرغومي په ۲۷ مې نېټې د ۹۶ گڼې فرمان له مخې توشيح شوي)

تر كار لاندې دى

۴۷

د عامې روغتيا قانون (دغه قانون لا له مخكې د ۱۳۸۵ كال د مرغومي په ۲۷ مې نېټې د ۹۷ گڼې فرمان له مخې توشيح شوي)

تر كار لاندې دى

۴۸

د دولت د اساسي تشكيلاتو قانون

تر كار لاندې دى

۴۹

د اهل تشييع د شخصيه احوالو قانون

كار پرې نه دى شوى

۵۰

د قضائيه قوي د تشكيلاتو او صلاحيتونو قانون

كار پرې نه دى شوى

۵۱

د معلولينو او شهيدانو د كورنيو د امتيازاتو او حقوق قانون

كار پرې نه دى شوى

۵۲

د كار د قانون طرحه (دغه طرحه د ۹۴ گڼې فرمان له مخې مرغومي په ۲۸، كال ۱۳۸۵ كې توشيح شوى)

په كميسيون كې تر كار لاندې دى

۵۳

د دوايانو او درملو قانون

په ولسي جرگې كې كار پرې شوى او مشرانو جرگې ته استول شوي.

۵۴

د سهامى، تضامني او محدود المسووليت شركتونو دقانون په اړه د جمهوري رياست د ۱۳۸۵ كال د مرغومي د۲۷، ۹۹ او ۱۰۰ نمبر فرمانونه

تر كار لاندې دي

۵۵

د كوپراتيفونو قانون

په كميسيون كې كار پرې شوى خو عمومي مجلس ته نه دى وړاندې شوى

۵۶

د مدافع وكيلانو قانون او پكې راغلي تعديلات

توشيح شوي

۵۷

د تداركاتو قانون د ۱۰۴ مادې تعديل او ايزاد طرحه

كار پرې نه دى شوى

۵۸

د ملكي خدماتو د ۱۳ مادې د دوهمې او همدارنگه د۱۵ مادې د دوهمې فقرې تعديل

كار پرې نه دى شوى

۵۹

د زميندارۍ د چارو قانون، له لومړى نمري ضميمي او د دې قانون د ۶۹ مادې د تعديل طرحه

كار پرې نه دى شوى

۶۰

د بهرنيو هيوادونو په نمايندگيو او نړيوالو موسساتو باندې د عقار د خرڅلاو قانون

له ولسي جرگې پاس او مشرانو جرگې ته استول شوى

۶۱

د عالي دولتي مقاماتو د معاشاتو قانون (د ۱۳۸۵كال د مرغومې د ۲۷ د ۹۴ گڼه فرمان له مخې پخوانۍ طرحه ملغى گڼل كيږي)

كار پرې نه دى شوى

۶۲

د افغانستان د علومو اكادمۍ قانون

په ولسې جرگې كې پاس او مشرانو جرگې ته استول كيږي

۶۳

د حق العبور د محصول قانون

كار پرې نه دى شوى

۶۴

د دولتي مډالونو او نشانونو د لومړې نمبر ضميمي په اړه د جمهوري رياست د ۱۳۸۱كال د كب د ۴ نېټې فرمان (۲۰۵)

كار پرې نه دى شوى

۶۵

د دولتي مډالونو او نشانونو د دريمې ضميمي په اړه د جمهوري رياست د ۱۳۸۱كال د كب د ۴ نېټې فرمان (۲۰۶)

كار پرې نه دى شوى

۶۶

په مركز او ولاياتو كې تر حجزلاندې ماشومانو د ساتنې په اړه د جمهوري رياست د۱۳۸۲كال، د وري د ۱۰ فرمان (۲)

كار پرې نه دى شوى

۶۷

له عدلې وزارت سره د محابسو او توقيفخانو د ادارو د الحاق په اړه د جمهوري رياست فرمان (۳)، نېټه ۱۳۸۲ كال، د وري ۱۰مه.

كار پرې نه دى شوى

۶۸

د پوليسو د اصلاحاتو په اړه د جمهورى رياست فرمان (۴) نېټه ۱۳۸۲ كال، د وري ۱۹مه.

كار پرې نه دى شوى

۶۹

د نويو افغاني بانكنوټونو په اړه د جمهوري رياست فرمان (۱۴۲)نېټه ۱۳۸۱ كال، د زمرى ۱۴مه.

كار پرې نه دى شوى

۷۰

د جديد التاسيس ولسوالى د ايجاد په اړه د جمهوري رياست فرمان (۲۳) نېټه ۱۰/۳/۱۳۸۲

كار پرې نه دى شوى

۷۱

د املاكو په اړه د جمهوري رياست فرمان (۸۳) نېټه ۱۸/۸/۱۳۸۲

كار پرې نه دى شوى

۷۲

د مكلفينو لخوا مستحقينو ته د زكات اوعشر د ادا كولو په اړه د جمهوري رياست فرمان (۸۴) نېټه ۱۹/۸/۱۳۸۲

كار پرې نه دى شوى

۷۳

د ملكيتونو د دعاوي د حل و فصل په اړوند د خاصو محاكمو د ايجاد په اړه د جمهوري رياست فرمان (۸۹) نېټه ۱۹/۸/۱۳۸۲

كار پرې نه دى شوى

۷۴

د كرايو او سفريو د ۱۳، ۱۴،۱۵ او د ۲۲ مادې د دوهمې فقرې د مجدد تعديل په اړه د جمهوري رياست فرمان (۱۰۱) نېټه ۴/۱۱/۱۳۸۲

كار پرې نه دى شوى

۷۵

د افغانستان د ملي شورا د موقتې دارالانشاء د تشكيل په اړه د جمهوري رياست فرمان (۴۰) نېټه ۱۳/۱۲/۱۳۸۳

كار پرې نه دى شوى

۷۶

د نفوس د احوالو د ثبت قانون، د ځينو موادو د حذف او تعديل په اړه د جمهوري رياست فرمان (۴۷) نېټه ۱۹/۱۲/۱۳۸۳

كار پرې نه دى شوى

۷۷

د افغانستان په ادارو كې د بهرنيو اتباعو د استخدام د مقررې د انفاذ په اړه د جمهوري رياست فرمان (۳۶) نېټه ۹/۴/۱۳۸۴

كار پرې نه دى شوى

۷۸

پر مالياتو باندې د عايداتو قانون د ځينو موادو د حذف او تعديل په اړه د جمهوري رياست فرمان (۵۲) نېټه ۲۷/۱۲/۱۳۸۳

كار پرې نه دى شوى

۷۹

د قول اردو، نظامي فرقو او ... د انحلال په اړه د جمهوري رياست فرمان (۴۲) نېټه ۱۶/۴/۱۳۸۴

كار پرې نه دى شوى

۸۰

د تاريخي او فرهنگي آثارو د نمايش د مقررې په اړه د جمهوري رياست فرمان (۳۴) نېټه ۲۶/۹/۱۳۸۴

كار پرې نه دى شوى

۸۱

د ۱۳۸۰ كال د جدي د لومړي نېټې څخه مخكې فرامينو او تقنيني اسنادو د الغا په اړه د جمهوري رياست فرمان (۶۶) نېټه ۱۶/۱۱/۱۳۸۰

كار پرې نه دى شوى

۸۲

د كوكنار او چرسو د بوټو د كر د ممنوعيت په اړه د جمهوري رياست فرمان (۵۳) نېټه ۱۵/۱/۱۳۸۱

كار پرې نه دى شوى

۸۳

د دولتي بكر او باييرو ځمكو د نه توزيع كولو په اړه د جمهوري رياست فرمان (۹۹) نېټه ۴/۲/۱۳۸۱

كار پرې نه دى شوى

۸۴

د ۱۳۸۰ كال د كب د ۲۵ د ۱۹۳ گڼې فرمان په متن كې د (لوړ پوړې) كلمې د ايزاد په اړه د جمهوري رياست فرمان (۱۰۷) نېټه ۵/۲/۱۳۸۱

كار پرې نه دى شوى

۸۵

د تجارتي حكميت د۷،۲۲ او ۳۰ مادو د تعديل په اړه د جمهوري رياست فرمان (۱۲۰) نېټه ۵/۲/۱۳۸۱

كار پرې نه دى شوى

۸۶

د ۸/۱۲/۱۴۲۰ د۶۷ فرمان د الغا په اړه د جمهوري رياست فرمان (۱۴۶) نېټه ۷/۲/۱۳۸۱

كار پرې نه دى شوى

۸۷

د هغو يو شمېر برطرفه شويو ملكي كارمندانو او نظامي منسوبين د منلو او د حقوقو د تثبيت په اړه د جمهوري رياست فرمان (۱۵۰) نېټه ۹/۲/۱۳۸۱

كار پرې نه دى شوى

۸۸

د دولتي مامورينو د ۲۴مې مادې د تعديل په اړه د جمهوري رياست فرمان (۱۵۵) نېټه ۱۰/۲/۱۳۸۱

كار پرې نه دى شوى

۸۹

د شهري خدمتونو د محصول قانون، د ۱۱مې مادې د ۴ مې فقرې د ايزاد په اړه د جمهوري رياست فرمان (۱۵۶) نېټه ۱۰/۲/۱۳۸۱

كار پرې نه دى شوى

۹۰

د ښاري ماستر پلان خلاف د دولتي ځمكو د نه توزيع په اړه د جمهورى رياست د ۱۳۸۱ كال د غويي د ۱۲مې ۸۳۰ گڼه حكم.

كار پرې نه دى شوى

۹۱

د پاسپورټ قانون د ۵۹، ۶۰، ۶۱ او ۶۲ مادو د تعليق په اړه د جمهوري رياست فرمان (۲۴۰) نېټه ۲۸/۲/۱۳۸۱

كار پرې نه دى شوى

۹۲

د محبوسينو د مجازاتو د عفويي او تنفيض په اړه د جمهوري رياست فرمان (۲۵۶) نېټه ۲/۳/۱۳۸۱

كار پرې نه دى شوى

۹۳

د ۱۳۸۱ كال د غويي د ۹مې د۱۵۰ نمبر فرمان د ايزاد په اړه د جمهوري رياست فرمان (۲۸۸) نېټه ۷/۳/۱۳۸۱

كار پرې نه دى شوى

۹۴

د مهاجرينو د باعزته بيرته راستنيدو په اړه د جمهوري رياست فرمان (۲۹۷) نېټه ۱۳/۳/۱۳۸۱

كار پرې نه دى شوى

۹۵

د مډالونو او نښانونو قانون د لومړۍ نمبر ضميمي د انفاذ په اړه د جمهوري رياست فرمان (۳۶۰) نېټه ۲۶/۳/۱۳۸۱

كار پرې نه دى شوى

۹۶

د تحصيلي موسساتو د ليليو د مقرري د انفاذ په اړه د جمهوري رياست فرمان (۵۴) نېټه ۳۰/۱۲/۱۳۸۳

كار پرې نه دى شوى

۹۷

د بانكي چارو قانون د انفاذ په اړه د جمهوري رياست فرمان (۶۳) نېټه ۲۷/۶/۱۳۸۲

كار پرې نه دى شوى

۹۸

د ملي شورا، ولايتي شوراگانو او د ولسواليو د شوراگانو د انتخاباتو د ترسره كيدو په اړه د جمهوري رياست فرمان (۲۴) نېټه ۱۷/۳/۱۳۸۴

كار پرې نه دى شوى

۹۹

بهر ته د اتباعو د مسافرت او اقامت قانون د۴۴مې مادې د تعديل په اړه د جمهوري رياست فرمان (۱۲) نېټه ۳/۲/۱۳۸۳

كار پرې نه دى شوى

۱۰۰

د عرايضو او غوښتنليكنو د وارثي قانون د ۱۷مې مادې د تعديل په اړه د جمهوري رياست فرمان (۱۰۷) نېټه ۱۵/۱۱/۱۳۸۲

كار پرې نه دى شوى

۱۰۱

دايكندي د دريمې درجې جديد التاسيس ولايت په اړه د جمهوري رياست فرمان (۱۴) نېټه ۳/۲/۱۳۸۶

كار پرې نه دى شوى

۱۰۲

د اختطافي جرمونو او ماشومانو د قاچاق سره د مبارزې د تشديدولو په اړه د جمهوري رياست فرمان (۴۷) نېټه ۱۳/۴/۱۳۸۳

كار پرې نه دى شوى

۱۰۳

د مډالونو او نښانونو قانون په پنځمې ضميمې كې د استاد كمال الدين مډال وضع كولو په اړه د جمهوري رياست فرمان (۳۴) نېټه ۱۶/۳/۱۳۸۳

كار پرې نه دى شوى

۱۰۴

له مخابراتي دستگاو او راډيويي فريكونسيو څخه د استفادې د وړ مقررې په اړه د جمهوري رياست فرمان (۱۰۷) نېټه ۱۰/۹/۱۳۸۳

كار پرې نه دى شوى

۱۰۵

د پاسپورټ قانون د ځينو مواد د ايزاد او تعديل په اړه د جمهوري رياست فرمان (۷۸) نېټه ۷/۷/۱۳۸۳

كار پرې نه دى شوى

۱۰۶

دولتي مامورينو ته له بهرنيو منابعو څخه د معاشاتو او اضافي وركړو د محدوديت په اړه د جمهوري رياست فرمان (۵۷) نېټه ۱۳/۶/۱۳۸۲

كار پرې نه دى شوى

۱۰۷

د جوازونو د تجديد او توزيع د ۱۵۵۳ نمبر حكم د الغا په اړه د جمهوري رياست فرمان (۶۵) نېټه ۷/۶/۱۳۸۳

كار پرې نه دى شوى

۱۰۸

د رهنمايى معاملات قانون د ځينو موادو د تعديل او حذف په اړه د جمهوري رياست فرمان (۷۶) نېټه ۶/۷/۱۳۸۳

كار پرې نه دى شوى

۱۰۹

د ژباړې او تاليف رياست د علمي كادر مقرري د ۳۳ مادې د ۱۵، ۱۶ او ۱۸ فقرو د تعديل او ايزاد په اړه د جمهوري رياست فرمان (۵۵) نېټه ۳۱/۴/۱۳۸۳

كار پرې نه دى شوى

۱۱۰

د موټرسايكلو د سون موادو د مصرف د نوې مقررې او ضمايمو د انفاذ په اړه د جمهوري رياست فرمان (۳۲) نېټه ۱۶/۳/۱۳۸۳

كار پرې نه دى شوى

۱۱۱

د سفريو او كرايو مقررې د ۶مې مادې د لومړې او دويمو اجزاوو د تعديل په اړه د جمهوري رياست فرمان (۲۵) نېټه ۱۹/۳/۱۳۸۴

كار پرې نه دى شوى

۱۱۲

د مدافع وكيلانو قانون د ۵مې مادې د تعديل په اړه د جمهوري رياست فرمان (۲۶) نېټه ۱۹/۳/۱۳۸۴

كار پرې نه دى شوى

۱۱۳

د موقتې سترې محكمې د تشكيل او غړو د تعيين په اړه د جمهوري رياست فرمان (۱۳) نېټه ۱۴/۱۰/۱۳۸۳

كار پرې نه دى شوى

۱۱۴

د سينمايي څارنې او د فلمونو د توريد او نندارې مقررې د ځينو موادو او اجزاوو د تعديل په اړه د جمهوري رياست فرمان (۲۴) نېټه ۶/۱۱/۱۳۸۳

كار پرې نه دى شوى

۱۱۵

د ټاكنو د تنظيم د موقت كميسيون د تاسيس په اړه د جمهوري رياست فرمان (۳۹) نېټه ۶/۵/۱۳۸۲

د ټاكنو په نوې طرحه كې دغه طرحه هم اجندا ته شامله كيږي

۱۱۶

د ټاكنو د تنظيم د گډ دفتر د تاسيس په اړه د جمهوري رياست فرمان (۴۰) نېټه ۶/۵/۱۳۸۲

د ټاكنو په نوې طرحه كې دغه طرحه هم اجندا ته شامله كيږي

۱۱۷

د ۳۴، ۳۹ او ۴۰ نمبر فرامينو د انفاذ او په رسمي جريدې كې د چاپ په اړه د جمهوري رياست فرمان (۶۱) نېټه ۲۳/۶/۱۳۸۲

كار پرې نه دى شوى

۱۱۸

د دعواوو د حل و فصل د خاصې محكمې د پريكړو په اړوند د تجديد نظر په اړه د جمهوري رياست فرمان (۱۱۲) نېټه ۱۳/۱۲/۱۳۸۲

كار پرې نه دى شوى

۱۱۹

له هيواد څخه د باندې افغاني متخصصينو د استخدام په اړه د جمهوري رياست فرمان (۱۲۴) نېټه ۲۲/۱۲/۱۳۸۲

كار پرې نه دى شوى

۱۲۰

د ملي ارشيف قانون د ځينو موادو د ايزاد په اړه د جمهوري رياست تقنيني فرمان. نېټه ۱۶/۶/۱۳۸۴

كار پرې نه دى شوى

۱۲۱

د پاسپورټ قانون د ځينو موادو د تعديل، ايزاد او حذف په اړه د وزيرانو شورا (۱۴) نمبر مصوبه. د بهرنيو اتباعو د مسافرت قانون د ۱۹مې مادې تعديل. نېټه ۱۶/۶/۱۳۸۴

په كميسيون كې كار پرې شوى

۱۲۲

د معلولينو، معيوبينو او شهيدانو د كورنيو د حقوقو او امتيازاتو د اصلي قانون تر جوړيدو پورې د هغوى د حقوقو د اجرا په اړه د جمهوري رياست د تقنيني فرمان له متن څخه ناشي حكم (۱۹۱۳) نېټه ۲۳ زمرى ۱۳۸۴

كار نه دى پرې شوى

۱۲۳

د ټاكنو قانون د ۳۷ مادې د ۳ فقرې تعديل او د ۴مې او ۵مې فقرې د ايزاد په اړه د جمهوري رياست فرمان (۱۱۹) نېټه ۲۷/۹/۱۳۸۶

په نوې طرحه كې چې استول شوې په پام كې نيول شوى چې كار پرې پيل شي

۱۲۴

د دولتي محكمو د محصول د تعرفې د دوهمې گڼې، دوهمې مادې د لومړې او دوهمو اجزاو د حذف، تعديل او ايزاد طرحه

حكومت ته استول شوې خو نه ده رسيدلې

۱۲۵

د ۳۰/۱۱/۱۳۸۵ د وزيرانو شورا د تصويب له مخې د پاسپورټ قانون د ۵مې او ۶مې مادې د تعديل طرحه

په نهايي طرحې باندې كار تمام شوى او مشرانو جرگې ته استول كيږي

۱۲۶

د ۲۷/۶/۱۳۸۵ د وزيرانو شورا د تصويب له مخې دخصوصي پانگې اچونې قانون د۲۱مې مادې د تعديل طرحه

په اجندا كې شامل او تر كار لاندې دى

۱۲۷

د ۲۸/۱۲/۱۳۸۵ د وزيرانو شورا د تصويب له مخې پر عايداتو د مالياتو د لگولو قانون د ځينو مواد د حذف، ايزاد او تعديل طرحه

كميسيون پاس كړې او عمومي مجلس ته وړاندي كيږي.

۱۲۸

د ۲۸/۱۲/۱۳۸۵ د وزيرانو شورا د تصويب له مخې د ناريه وسلو، مهماتو او چاوديدونكو موادو قانون د ځينو موادو د حذف، تعديل او ايزاد طرحه

په كميسيون كې كار پرې روان دى

۱۲۹

د فرهنگي، كلتوري او تاريخي اثارو مقرره

د ولسي جرگې وظيفه نه ده

۱۳۰

د سياسي گوندونو د ثبت مقرره

د ولسي جرگې وظيفه نه ده

۱۳۱

د افغانستان اساسي قانون

د ولسي جرگې وظيفه نه ده

۱۳۲

د دولتي تصديو د نمونوي اساسنامې د انفاذ په اړه د جمهوري رياست فرمان (۲) نېټه ۷/۱/۱۳۸۴

د ولسي جرگې وظيفه نه ده

۱۳۳

د ښځو چارو وزارت د فعاليتونو او اجرااتو د تنظيم مقررې په اړه د جمهوري رياست فرمان (۲۶) نېټه ۴/۳/۱۳۸۳

د ولسي جرگې وظيفه نه ده

۱۳۴

د دولت د عالي مقاماتو، قضاييه، اجراييه او مقننه قوې د عاليرتبه مامورين د اجراييوي دستورالعمل په اړه د جمهوري رياست فرمان (۱) نېټه ۱۸/۹/۱۳۸۳

د ولسي جرگې تصويب ته اړتيا نلري

۱۳۵

د اساسي قانون د لويي جرگې د تدوير طرزالعمل د توشيح په اړه د جمهوري رياست فرمان (۴۹۱۳) نېټه ۱۶/۹/۱۳۸۲

د ولسي جرگې تصويب ته اړتيا نه لري

۱۳۶

د اساسي قانون د ۱۵۹ مادې د دوهمې فقرې د تطبيق په اړه د جمهوري رياست فرمان (۱۹) نېټه ۲۹/۱۰/۱۳۸۳

د ولسي جرگې له صلاحيت څخه نه دى

۱۳۷

د اساسي قانون د لويي جرگې د تدوير په اړه د جمهوري رياست فرمان (۳۴) نېټه ۲۴/۴/۱۳۸۲

د ولسي جرگې له صلاحيت څخه نه دى

۱۳۸

د اساسي قانون د لويي جرگې د دايرولو د مهال ويش په اړه د جمهوري رياست فرمان (۶۰) نېټه ۱۷/۶/۱۳۸۲

د ولسي جرگې له صلاحيت څخه نه دى

۱۳۹

د اداري فساد په اړه د ملگرو ملتونو كنوانسيون

له پارلمان څخه تصويب شوى او په دې وروستيو كې حكومت ته رااستول شوي

۱۴۰

د تنباكو دكنترول او څارنې لپاره د ملگرو ملتونو د كنوانسيون كاري چوكاټ

استول شوي وه، خو ولسي جرگه وايي نه ده ورته رسيدلې

۱۴۱

د افغانستان او تاجكستان ترمينځ د مجرمينو د استرداد موافقتنامه

د پارلمان لخوا تاييد شوى او حكومت ته رااستول شوي

۱۴۲

د ايران او افغانستان ترمينځ پر حبس د محكمومينو د انتقال موافقتنامه

د پارلمان لخوا تاييد شوى او حكومت ته رااستول شوي

۱۴۳

د روسې فدراتيف او افغانستان ترمينځ د محبوسينو د تحويلولو قرارداد

د پارلمان لخوا تاييد شوى او حكومت ته رااستول شوي

پورتنې لست ته په كتو سره، گورو چې د پارلمان لخوا نهايي شوي، قوانين، او هغه تقنيني سندونه چې كار پرې شوى، ډېر كم دي. يعنې ټول ټال شمېره يې 33 گڼو ته رسيږي. سره له دې چې د ولسي جرگې محترم رئيس، ادعا لرله چې تر پنځوس زيات قوانين او تقنيني فرامين يې تصويب او نهايي كړي، مگر په رسمي سندونو كې نه د ملي شورا د ولسي جرگې په دارالانشاء كې او نه هم په پارلماني چارو كې د دولت د وزير په دفتر كې داسې څه نشته چې دغه ادعا سمه ثابته كړي. كوم قوانين چې د جمهور رئيس توشيح ته رارسيدلې هغه د اساسي قانون د۹۴ مادې له مفاداتو سره سم، د پنځلسو ورځو په موده كې د ولسمشر ملاحظې ته رسيدلې، چې ځينې يې له دلايلو سره رد كړي او ځينې يې توشيح كړې. په پورتني لست كې تر ټولو وروستۍ معلومات هم پدې لست كې ځاى شوى.

پدغه ليكنه كې د ليكوال هدف دا نه ده چې د پارلمان د تقنيني چارو سستوالى وښايي، بلكې هدف دا دى چې د پارلمان دواړه مجلسونه دي، له خپل ځان سره انصاف وكړې او بيا دې قضاوت وكړې، چې دوى په څومره جديت، ستړيا او موشگافۍ سره خپل اړوند او اساسي مسووليت، چې د تقنين چارې دې، په احسنه وجه پر مخ بيايي؟ آيا زموږ ولس به د دوى په دومره سست مزل، له دوى څخه كومه ورځه پوښتنه ونكړي؟

د پارلمان وظيفه دا نه ده چې په سياسي او سليقوي ملحوظاتو، د ملت له رايو په استفادې سره، هغه څه وكړي چې د دوى ذاتي او گوندې مصلحتونه يى ايجابوي، بلكې د پارلماني غړي مسووليت لري تر څو د خپل ولس او خپلو موكلينو په وړاندې فوق العاده دروند او له قانوني اصولو سره موافق عمل وكړي.

له حكومت سره ټكر، چې د ځينو خاصو كړيو له لورې ديكته كيږي، اساساً يوه سياسي هڅه ده، پدې هڅه كې ځيني ښاغلي غواړي، داسې وښايي چې گويا د دولت رئيس د ټولو قواوو په سر كې نه، بلكې يواځې د حكومت رئيس دى. هغوى پارلماني خونو ته د خپل ماركيټ په سترگه گورې او له همدې ځايه خپله متاع چلوي، دوى د مسووليتونو د ادا پر ځاى حتى له تقنيني چارو هم ابزاري استفاده كوي.

د هيواد عيني شرايطو او واقعيتونو ته په پام سره، هيڅ يو افغاني د دې طرفدار نه دى چې په هيواد كې د نظام په د ننه كې دې، وضعه كړكيچنه، له سوء تفاهماتو او منفي سياليو ډكه وي. په دغسې شرايطو كې لازمه ده چې د هيواد لوړ مصلحتونو ته تر هرڅه ترجيح وركړل شي. د دولت د درې گونو قواوو ترمينځ د مغرضانه تشنجاتو پرځاى حسن تفاهم، باور، د يو بل تكميلول او يو بل ته عملي احترام وشي. د هيوادوالو د بدې ورځې د ښه كولو، د وطن د عمران او بيارغاونې په هكله د بين المللي ټولنې همكارۍ جلبول او په ملي او بين المللي كچه د خپل هيواد حيثيت ته پام كول هغه څه دې چې ملت يې غواړې. هيله ده د پارلمان له تعطيل وروسته، زموږ د پارلمان درانه غړې په يوه نوې روحيه او يوې نوي احساس د زړه له كومې او د زړه سوي له مخې خپل مسووليتونه پر مخ بوزي.

د ۱۳۸۶ كال د ليندۍ ۱۸مه،