رسیدن به آسمایی: 18.09.2007 ؛ تاریخ نشر در آسمایی : 18.09.2007

د سولې د نړېوالې ورځې په مناسبت

 

د دولت او وسله والو جنگيالو ترمينځ د سولې او پخلاينې بحث

آيا سوله د جگړو له لارې ممکنه ده؟

 

محمدآصف ننگ، پکتيکا

د رښتوني سولې په انتظار

د دوه زرم کال پيل، د يوې داسې نوې پېړۍ پيل و چې پکې په نړيواله کچه تر ټولو لوى شعار «سوله د ټولو لپاره» و. د همدې شعار له مخې يې دريمه زريزه د «سولې پېړۍ» په نوم ونوموله. دغه نيکمرغه شعار په داسې وخت کې پورته شو، چې د دريمې زريزې په لومړۍ سپرلې کې، په افريقا (جنوبي افريقا) کې د (جي ٨) هيوادونو غريبو افريقايي هيوادونو ته د يوې برخې پورونو د بښلو اعلام وکړ، اما افريقايانو ته دا معلومه نه وه چې د دوى اصلي پور او پر هغوى د چارج شوي سود مقدار څومره دى؟ عجيبه دا وه چې د دريمې زريزې په لومړى شپه د افريقايي هيوادونو پورونه په مجموعي توگه څه د پاسه ١٠٠ مليارد ډالرو ته رسيدل، خو د دوى د پورونو چارج شوى سود تر ٨٠٠ مليارد ډالرو پورې لوړ شوى و.

د دوه زرم کال په پېل کې د لويديځوالو، په خاصه توگه د سترو صنعتي هيوادونو، دغه غولوونکو وعدې له هغه توقع سره هيڅ څنگ نه لگاوه کوم چې د وروسته پاتې هيوادونو په سرونو کې غورځنگ واهه. د دوى د توقع او انتظار بر خلاف، د زريزې په پېل کې، د نړۍ گوټ ګوټ د متعدده جگړو شاهده شوه. په نېروبي، زائير، الجزائر، د سوډان په دادفور، په سريلانکا، کشمير، افغانستان، چيچن، فلسطين، اريتريا، نايجيريا، لبنان، سورې، عراق او... کې جگړو وښودله چې پدې پېړۍ کې به نيمه نړۍ له يو قطبي توب څخه هماغسې صدمه او زيان ويني، څنگه چې يې له دوه قطبي توب څخه په تېرې پېړۍ کې ليده.

ښايي يوه له هغو اساسي موضوعاتو څخه چې په تحليلونو کې له ياده وتلې و، دا وي چې د يوقطبي توب د عواقبو او د يو قطبي نړۍ په اړه مجسم تصور چا نه و ارائه کړى، ځکه خو حاضره پېړۍ په داسې رنځ اخته ده چې د علاج لپاره يې سترگې په وار وار هغه چا ته وراوړي، چې د معما په رمز پخپله هم نپوهيږي، خو د عجولانه او متکبرانه اقداماتو له مخې يې پنجې د نړۍ په ډېرو ځايونو کې ښخې کړې او همدا خپله بريا بولي چې پنجې يې ښخې دي، نور نو د دې پروا نه کوي چې د دوى په حضور کې د ملتونو او دولتونو سرنوشت له کومو چلنجونو او ستونزو سره مخامخ شوى!

په اوسنۍ نړۍ کې په تکرار ډول، بلا او ماتم تر ډېره حده په شرقي نړۍ کې راکوزه شوي، په شرقي نړۍ کې بيا اسلامي هيوادونه تر نورو زيات آسيب پذير دي او دا ځکه چې دلته د دولتونو سويه په مراتبو د ستونزو او چلنجونو د حل له کچې ښکته ده. او که ښکته نه واى نو يوې ډلگې (القاعده) به يې سرنوشت نه ټاکه. که چېرې د يوقطبي نړۍ (تک اربابي) همداسې ادامه ومومي، نو يقيناً چې په راروانو لنډو کلونو کې به دا په لوى لاس جوړي شوي بلاوي او ډلگۍ د لويديځ په زرينو ښارونو کې په لسهاو ځلې بلاربي شي او داسې څه به وزېږوي چې هغه مهال به يواځې شرق نه، بلکې تر څنگ به يې په لويديځ کې د موجوده بلاوو (ايډز، اعتياد، رواني تکليفونه، تروريزم، مسکرات او...) په خوا کې جګړه او ناامنۍ يوه بله داسې ستونزه وي، چې په لسهاوو نوري ټولنيزي اقتصادي ستونزي رازيږولى شي. خداى دې داسې نه کوي، خو که وشول نو تر ټولو ستر مسووليت به يې ځکه د دوى پر غاړه وي، چې د دوى هراړخيزې توانمندۍ او نفوذ د نړۍ په تغييراتو او بدلونونو کې بې سياله ونډه لري، اما له دومره توانمندۍ او قدرت سره، لاهم د رښتوني سولې د ټېنگښت او ترڅنگ يې د ستراتيژيک او ايديولوژيک تفاهم لپاره، موجوده هڅې سخته خامې او بې خاصيته دي.

په افغانستان کې د فرصتونو فوت

قابو شپږ کاله مخکې لويديځوالو درک کړه چې په افغانستان کې د نجيب تر سقوط وروسته د افغانستان کورنى ناورين، داسې ناورين و چې په نېغه پکې وسله والو افغاني گوندونو او په غير مستقيم ډول پکې د لويديځوالو منفي دريځ نقش درلودلى. د شوروي سرتيرو له ماتې وروسته، لويديځې نړۍ افغانستان او هغه افغانې ډلې په داسې يوه زماني مقطع کې يواځې پرېښودې، چې قطعاً يې د پرېښود وخت نه و، د سړې جگړې بريا، د شوروي اتحاد سقوط، په کابل کې د لاسپوڅې کمونيستې نظام راپرزيدنه، د يوه نوي حکومت او نوي قانون جوړيدنه او... دا ټول هغه برياوي او کارونه و چې تر موږ زيات ورته غربي بلاک بايد ليوال واى.

پدې کې هم شک نشته، چې د جگړو په نتيجه کې چې کوم نقش د شوروي اتحاد سرتيرو پر افغانستان له خپل يرغل وروسته پريښود ډېر تباه کونکى و، خو هغه تباهۍ او صدمې چې د وسله والو افغاني جهادي او غير جهادي گوندونو له لورې، د کورنيو جگړو په کلونو کې افغانستان ته ورسيدې هغه په مراتبو درنې او تباه کونکې وي.

د طالبانو تر سقوط وروسته، افغانستان په هر ډگر کې ډېر لوړ او عالي فرصتونه وموندل. د سياسي سهم په تقسيم کې څه غټه ستونزه رانغله، د ملي مشارکت د تمثيل لپاره ښه گامونه واخيستل شول، د بېارغاونې په ميدان کې ډېر څه وشول، د ديموکراسۍ د بنسټيز کيدو لپاره روان موج ډېرې برياوي له ځان سره درلودلې دي، د معارف او فرهنگ په برخه کې، د بيان د آزادۍ، د بشري حقونو، عامه مصونيت، تجارت، زراعت، صنعت او حکومت جوړونې په برخه کې له فرصتونو نه مناسبه گټه پورته شوه، اما دغه استفاده بس مناسبه وه، عالي نه وه! عالي ځکه نه وه چې په ملي کچه، پخپله له افغانانو او افغاني نظام سره، ملي اوږدمهاله ستراتيژۍ تدوين نه شوه، ډېرې وړتياوي په کار ولويدلې خو د پلان او هدف له مخې نه، بلکې د ضرورت او مڼدې له مخې، د سليقي له مخې، د يوه بهرني دونر د غوښتنې له مخې او د نړيوال بانک او IMF د سياستونو له مخې.

په نظامي برخه کې د ملي نظامي ستراتيژى خلا، باعث شوي چې د نظامي عملياتو واک او تصميم تر ډېره حده د بهرنيو سوله ساتو ځواکونو او د نړيوال اییتلاف په ولکه کې پاتي شي. په تيرو شپږو کلونو کې ملي اردو او پوليسو، په کمي او کيفي لحاظ، ډېره وده نه درلوده، چې عوامل يې هم د محاسبې وړ او معلوم دي، هغه پانگه او مصارف چې د نړيوال اییتلاف له لورې د خپلو قطعاتو لپاره تر سره کيږي د هغوى په سلو کې دوهمه برخه هم د ملي اردو او پوليسو د جوړښت، وسلو، تربيت او وسايلو لپاره نه دي شوي. په اقتصادي برخه کې چې کومې پېسې له غير دولتي کانالونو مصرف شوي د هغوى په سلو کې يواځې شلمه برخه د دولت له لارې مصرف شوي. شپږ کلن فرصت يو ښه او عالي فرصت و چې عالي استفاده ترينه نه ده شوي، ځکه نو اوس که د ناامنۍ څپې ورځ په ورځ پراخيږي، د نورو علتونو تر څنگ يې يو علت د بهرني دوستانو سياستونه او د افغانستان له خلکو او حالاتو څخه د دوى نيمگړى برداشت و. د جگړې له لارې د جگړې ختمول هغه څه و چې شوي او هغه څه چې کم شوى هغه حوار او فعاله ديالوگ دى.

آيا د تفاهم او حوار لار اغزنه ده؟

که څه هم د تفاهم، پخلاينې او حوار لپاره په افغاني کچه د دولت او وگړو حرص او ميل موجود و، خو دغه ميل په لويه سطحه له نړيوال اییتلاف سره موجود نه و، هغوى ډېر حساب پر باروتو او د وسلو پر درانه قوت درلود، دوى ته ناببره، ترهيدلې، بې تجربې، غيرفني او د ناچله وسلو لرونکي طالبان د حساب وړ طرف نه برېښيده، کيداى شي د فاتح (!) په سترگو کې پروت غرور هميشه پر غلونکو فرضياتو او محاسباتو مبنى نه وي، اما په افغانستان کې پر همداسي محاسباتو مبني ول. اوس که څه ميل په دوى کې پيدا شوى تر ټولو عمده دليل يې د جگړې بې کچې تداوم، د تلفاتو زياتوالى، په ناټو او نړيوال اییتلاف کې عدم هماهنگي، د غړو ترمينځ اختلاف نظر او د سپتمبر له دردونکې پېښې سره زماني فاصله، د دې باعث شوي چې غير افغاني اړخونه د خبرو اترو او تفاهم بحث ته متمايل کړي. خو تر کومه چې د افغان حکومت او افغانانو ميل دى، نو په ډاگه ويلى شو چې افغانان په هره کچه او په هر ځاى کې چې دي، سولې ته سخت ليوال دي او برعکس له جگړو او اورونو څخه سخت ستومانه!

خو لدې ټولو سره سره، ځيني واقعيتونه د درک وړ دي چې د سولې په بحث کې يې مطرح کول حتمي دي:

د حکومت او وسلوالو مخالفينو ترمينځ د آيډيالونو بُعد يا ليرې والى: پدې معنا چې د طالبانو او حزب اسلامي آيډيال له هغه څه سره ډېر توپير لري کوم چې د طالبانو له سقوط وروسته افغاني ټولنې ته راغلې. کيداى شي د طالبانو لپاره اوسنۍ نغده پرته ديموکراسۍ تر يوه حده د منلو وړ وي، اما تر ډېره حده ورته د منلو وړ نه ده. په همدې توگه د ولس لپاره د طالبانو منشور او داعيه، د دوى طرز تفکر، د دوى غوښتنې او د دوى حوصله د منلو وړ نه وي. تر ډېره حده «ناب اسلام» او «ناب ديموکراسۍ» هغه دوه آيډيالونه دي چې د نژدې کولو لپاره يې د دوو متضادو اړخونو يوځاى کول لږ مشکل کار برېښې خو ناممکن کار نه دى.

د تعهداتو د تضمين معضله: په داسې افغانستان کې چې دښمنان يې اوس هم په دې اميد دي چې يو وار به بيا په دې هيواد کې هيولا او انارشي رامينځ ته کيږي او خداى مکړه بيا به دا وطن د سيمې د گاوڼدو هيوادنو لپاره د ارزانه پتاسې په څېر په چور کې ورسيږي، دا يو داسې تفکر دى چې لا تر اوسه د افغانستان د ځينو گاوڼديانو په سرونو کې موجود دى او تر څو پورې چې دغه تصور نه وي بدل شوى، په مشکله به د سيمې او افغانستان سرنوشت بدل کيږي. کيداى شي په افغانستان کې دولت په وار وار له هغو مخالفو وسله والو سره تفاهم او توافق ته ورسيږي، کوم چې پر جنگ بوخت دي، اما دا تضمين به په مشکله تر لاسه کړاى شي چې د تفاهم په نتيجه کې د راغلې سولې تداوم بې دغدغې دوام موندلى شي. د دې لپاره چې د سولې لپاره د شويو مذاکراتو نتيجه واقعاً مثبته او موثره وي، لازمه ده چې په لومړي سر کې د افغانستان د ثبات او سوکالۍ لپاره د خبرو اترو ميز ته ناسته يو واقعي او عيني ضرورت وشمېرل شي، د اساسي قانون احترام، د سولې په مذاکراتو کې د شويو ژمنو په وړاندې صداقت او د نيت صفاوالى، د نړيوالې ټولنې موافقه، د همسايه هيوادونو قناعت او پر ولس زړه سوي د سولې د کاميابه مذاکراتو لپاره بنيادي شرطونه بلل کيږي. اما که خداى مکړه مذاکرات او پخلاينه د يوه دمه ځاى او د يوه نوي جنگ لپاره د ميسر فرصت په توگه وي، بيا به يې نتيجه هم تر بدو بده وي.

فکر کوم شپږ کلنو تجربو بايد ثابته کړې وي چې د جگړو په مټ منزل ته رسيدل ممکن نه دى. هر څومره چې د تشدد او فشار سلسله اوږديږي په هماغه پيمانه د افغانستان او افغانانو رنځ اوږديږي. د جنگ تداوم په هيواد کې کرکه، نفرت، فقر، پسماندگۍ، ذلت او تباهۍ لا پسې پراخوي او په تدريج سره يې ناوړه اغېزي تر سرحدونو آخوا اوړي.

طالبان که هر مقدس يا سياسي آيډيال ولري، بايد په دې پوه شوي وي چې د دوى طرز تفکر د افغاني ټولنې او نړيوالو واقعيتونو په تناظر کې مطلقاً د منلو وړ نه دي. د دوى مذهبي جمهوريت پدې عصر کې منونکي نه لري او نه هم پخپله د دوى لپاره د «بقا جهاد» توجيه کولى شي. ډېر څه داسې دي چې د خداى له لورې د بشريت د نجات او فلاح لپاره رااستول شوي، چې منل يې پر ټولو واجب دى، هيڅوک يې له منلو منکر نه دي. د ناب اسلام خبره ښه ده خو چې وگړو ته د پوهني، تفاهم، تعليم او قناعت له لارې ترزيق شي، نه د زور، باروتو، خشونت او اکراه له لاري.

په همدې توگه د نابې ديموکراسۍ تعميمول له ځان سره ځينې ښېگڼې لري خو چې د افغانستان د کلتور او ټولنيزو واقعيتونو په پام کې نيولو سره په تدريجي ډول ورسول شي.

په کار ده يو ځل بيا د سولې د نړيوالې ورځې په لمانځنې کې د افغانستان د قضيې ټول مهم اړخونه، حکومت، نړيوال اییتلاف او مخالف وسله وال جنگيالي خپل ستړې، زهير شوي، محتاج او خاوري په سر ولس ته دا ژمنه ورکړي چې د سولې، سوکالې او نيکمرغۍ لپاره به خپل تلاش ونه سپموي او د يوې آيډيالې، مترقي، مرفه او خپلواکې ټولنې په جوړولو کې به د اسلام او انسانيت په رڼا کې هر ډول همکارۍ کوي.

موږ د جگړو او بدبختيو ټولو مسببينو او عاملينو ته خواست کوو چې بس دى نور د خداى په خاطر جنگ بس کړئ، نور د القابو له مخې د عادي انسانانو وژنه بنده کړئ، نور په غلونکو شعارونو زموږ ولس مه کړوئ.